پښتو يوه سياله ژبه ده

(د پروفيسر ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي پر «درياب په کوزه کي» اثر باندي د احمدولي اڅکزي تقريظ)

دمګړی په نړۍ کي ۷۱۱۷ ژبي ويل کيږي چي ورڅخه تقريبا ۴۰ فيصده يې هغه ژبي دي چي د ويونکو شمير يې تر ۱۰۰۰ کسانو کم دی [ايتنولوګ راپور  ۲۰۲۱ عيسوي کال]. دا هغه ژبي دي چي د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي.  له بل اړخه بيا له يادو تر ۷ زرو څخه زياتو ژونديو ژبو څخه صرف ۲۳ يې داسي دي چي د نړۍ تقريبا نيمه برخه انسانان ورباندي خبري کوي. په دغو ۲۳ ژبو کي تر ټولو زيات ويونکي لاندنۍ څلور ژبي لري: (په شمول د هغو کسانو چي د خپلي مورنۍ يا لومړۍ ژبي تر څنګ په دغو ژبو هم خبري کوي)
 انګريزي (۱۱۳۲مليون) لومړی مقام، مندارين/چينايي (۱۱۱۶مليون) دويم مقام، هندي (۶۱۵ مليون) دريم مقام او هسپانوي (۵۳۴ مليون) پر څلورم مقام

که د نړۍ د تر ټولو زياتو ويونکو د شمير پر اساس د ژبو ليسټ جوړ کړو نو به پکښي له ګاونډيو ژبو څخه اردو (۲۳۰ مليون ويونکي) پر ۱۰ مقام، ختيځه او لوېديځه پنجابي (۱۱۲ مليون) پر ۱۳ مقام او فارسي (۷۴ مليون ويونکي) پر ۲۴ مقام وي. پښتو چي د ويونکو شمير يې تر ۶۰ مليونو څخه زیات اټکل کولای سو، په دې ترتيب تقريبا پر ۳۰مقام راځي. که يې حتی هغه تر ټولو محتاط او غير منطقي کم شمير يعني ۴۰ مليونه ويونکي اټکل کړو نو بيا هم پښتو د نړۍ په لومړي ۵۰ سترو ژبو کي راځي. 

دا چي په پښتني سيمو کي نه يوازي د څو پيړيو راهيسي په دوامداره توګه لوی بحرانونه رامنځته سوي او لا جريان لري، نو بيا هم څنګه پښتانه په دې توانېدلي دي چي خپله ژبه ژوندۍ وساتي؟ 

د ياد سوال له ممکنه جوابونو څخه يو جواب دا کيدلای سي چي د ژبپوهنې په حواله هغه ژبي د نورو ژبو په پرتله زيات وخت ژوندۍ پاته کيږي چي صرف شفاهي بڼه نه لري بلکه ليکل کيږي او پکښي آثار/کتابونه موجود وي. پښتو هم يوه له هغو ژبو څخه ده چي د زياتو نورو ژبو په پرتله يې وختي ليکل پېل سوي او پکښي آثار رامنځته سوي دي. د يو شمير پوهانو په اټکل بايد له روښاني پېر څخه تر مخه هم په پښتو ژبه ليکل سوي آثار موجود اوسېدلي وي چي له بده مرغه د يو شمير لاملونو له کبله اوس زموږ سره نه دي موجود او لادرکه سوي دي. د دغه اټکل په استدلال کي د سليمان ماکو د تذکرة الاولیا اثر يادولای سو چي په ۱۲۱۶ عيسوي کال يعني له نن څخه تقريبا ۸۰۵ کاله مخکي ليکل سوی دی.

خو که حتی د بايزيد پير روښان (۱۵۸۵ ـ  ۱۵۲۵ عيسوي کال) او د خيرالبيان د پېر څخه څوک د پښتو ژبي د ليک او لوست او ادب د پېل حساب ونيسي نو هم دغه تاريخ تر څلورو سوو څخه زيات قدامت لري چي دا هم څه کم وخت نه دی. په ۱۹۴۴ عيسوي کال د فاضل علامه پوهاند عبدالحی حبيبي صاحب له خوا موندل سوې پښتو خطي نسخه «پټه خزانه» پر دغه قدامت يو بل دليل دی.

که د پښتو ژبي د حال خبره وکړو نو په ډاډ ويلای سو چي پښتو ژبه ښايي دمګړی د خپل تاريخ په تر ټولو بډايه او مثمره دوره کي قرار لري. نوې ټيکنالوژي د دغه يون يو له تر ټولو مهم لاملونو څخه بللای سو. د دغه اټکل په حق کي د ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي دغه اثر «درياب په کوزه کي» يو لوی ثبتوت دی. دا ځکه چي په دغه کتاب کي د راغلو په لسونو زرو کتابونو څخه په لومړي نظر اکثره يې په تيرو څلويښتو کالونو کي چاپ سوي دي.

که پورتنۍ پوښتنه بيا تکرار او لږ پراخه کړو چي پښتانه څنګه د خپلي ژبي په ژوندۍ ساتلو او په ادبي لحاظ په لا بډايه کولو کي تر دې سرحده بريالي سوي دي، نو يو منطقي او مدلل جواب يې دا کيدلای: په دغه ولس کي داسي نابغه ګان او نه ستړي کېدونکي خدمتګاران پيدا سوي دي، چي په يوازي سر يې د اکاډميو په حجم کارونه او خدمتونه کړي دي. داسي د پښتو محسنان نه يوازي پخوا تېر سوي بلکه د خوشالۍ خبره ده چي په اوسني پېر کي هم شکر موجود دي. له دغو څخه يو هم ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي دي. که د ډاکټر صاحب نور نور ټول خدمتونه چي بې حسابه او بې اندازې دي خدای مکړه حتی له پامه وغورځوو نو د «درياب په کوزه کي» دغه اثر يې د کېفيت او کيميت له مخي يو بي ساری خدمت دی.

هيله ده چي کومه مؤسسه يا بنسټ دغه اثر په ډيجيټل بڼه هم چمتو  او د آنلاين کارونې له پاره پر انټرنټ خپور کړي. هغه هم په داسي شکل چي پکښي په اليکترونيکي توګه لټون ممکن وي. که د دغه اثر تر څنګ په دغه کتاب کي راغلي د پښتو نور ټول کتابونه هم ډيجيټل او آنلاين سي نو دا به پر پښتو د تحقيق او د دغې ژبي د پياوړي کولو پر لاره يو ډېر لوی او مهم ګام وي.

تر څو چي د ډاکټر صاحب په شان محسنان او خدمتګاران ژوندي، فعال او ګړندي وي نو پښتو به نه يوازي ژوندۍ پاته وي بلکه مخ په وړاندي به هم د سيالو ژبه سياله وي. 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۶مه نېټه، رېماګن آلمان

تعقيب:
د استاد رفيقي صاحب پر فيسبوک پاڼه د دغه کتاب د چاپ په هکله د لنډ پوست متن لاندني لوستلای سئ: (د ۲۰۲۲ کال د می ۱۸مه نېټه)

الحمدلله ثم الحمدلله
My 49th Book (encyclopedic Bibliography of pashto published books & manuscripts) published in 9 volume containing more than 5000 pages
شکر چي په خپل ژوند کي مي خپل دا دروند څېړنيز اثر "درياب په کوزه کي" چي ما د نړيوالو ژبو او علومو په سيالي ليکلی دی چاپ سو درياب په کوزه کي بندول څه اسان کار نه وو د خپل شيرين عمر ډير خواږه کلونه مي تر جار کړه دوه ځله مي د عینکو نمبر کي بدل شو په بيلابيلو ژبو کي مي دا 49 چاپي اثر سو د خيره چي نهه ټوکه دی او تر پنځه زره مخونو اوښتی دی چي د پښتو د چاپ او ناچاپه کتابونو له بيخي پيله تر 2021 پوري بشپړه دايره المعارف دی چي د نوي نړي په پاوکم پنځه سوه علومو کي اوډل شوی دی د پښتو د 22000 کتابونو احوال په کښې دی او په نړيواله کچه بيلابيلو پوهانو تقريظونه پر ليکلي دي دا کتاب پښتو اکاډمۍ کوټي د خپل پنځوس کلن جشن او خپل څلورم نړيوال کنفرانس په وياړ چاپ کړ چي زه يي و ټولو کالخوايانو او غړو ته کور ودانی وايم
ياده دي وي چي تر دې له مخه مي شپږ کاله وړاندي ډ ,"وياړلي" په نوم د پښتو ژبي د ليکوالو او شاعرانو دايره المعارف په لس ټوکه کي چاپ شوی وو چي د دوويشت نيم زړه کسانو .دولس سوه ښځينو او درينم سوه غيرو پښتنو چي پښتو ژبي ته يي کار کړی وو احوال او اثار راغلي وو او پر پښتنو علمي رجالو د څيړني يوه لويه منبع ده او اوس بيا د خدای په فضل دغه اثر چاپ شو چي د پښتو ژبې د علمي بډايني ښکارندويه دی او ما تر خپله وسه ټول توان په کار اچولی دی چي څيړونکو ته غوره اسانتياوي کي برابري کړم

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/6rpxp
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ