«يادونه: دا کتاب له نوو سمونو سره په کندهار کي صداقت خپرندويه ټولني دوهم وار په ۱۳۹۸ لمريز کال چاپ کړی دئ او په کندهار کي تر لاسه کيدلای سي.»

د "د ژبو تاريخ" کتاب د لاتيني ژبي لينګويسټ توري يانسن (Tore Janson) ليکلی دئ، چي تر پښتو برعلاوه په ډېرو نورو ژبو هم ترجمه سوی دئ.
يانسن سويډنی دئ. اوس هم په سويډن کښي ژوند کوي او په عمر به تقريبا (۸۴) کالو ته رسېدلی وي. د ژبو تاریخ "The History of Languages" په شمول ئې"Birth of a National Language"، "Speak: a short history of languages"، "A Natural history of Latin" او څو نور کتابونه ليکلي دي.
دغه کتاب "د ژبو تاریخ" پښتو ژبي ته ښاغلي داود هوتک ترجمه کړی دئ، خورا ښه او فهميده ترجمه ئې کړې ده. د کتاب په متن کښي ئې د ژبپوهني ځيني اصطلاحات هغسي راوړي دي لکه څنګه چي په نورو ژبو کښي همداسي اوس رايج سوي دي، د ځينو ليکوالانو په رقم ئې کوښښ نه دئ کړی چي هره منل سوې اصطلاح دي د کره پښتو په نوم وژباړي.
د دې کتاب په شروع کښي له تاريخ څخه مخکي د ژبي پر پيدا کېدو او د ژبو پر تاريخ باندي ښه مفصل معلومات ليکل سوي دي. د ژبو په اړه د اديانو نظريات هم په دې برخه کښي درج سوي دي. په دې برخه کښي يو لوستونکی دا اخذ کولای سي چي له تاريخ څخه په مخکي دوره کښي په خورا کوچنيو سيمو کښي جلا جلا ژبي ويل کېدې او د هري ژبي ويونکي له سلهاوو څخه تر زرهاوو پوري ول.
په بله برخه کښي د ژبو د لويو ګروپونو، د دوی پر منځته راتګ او د هر ګروپ د ژبو اړوند لږ و ډېر معلومات ليکل سوي دي. همداسي له ورکو سوو او مستعمله ژبو څخه پر را پاته خطي نسخو او د دوی پر ليکدودنو هم بحث سوی دئ.
د کتاب منځنۍ برخه هم مهمه برخه ده، ځکه دلته د يوې ژبي د الفبې، لهجو، ژبه او دولت، له تېرو ژبو سره د اوسنيو ژبو پرتله، د ژبي زوال، بې آيندې ژبي او ډېرو نورو مسايلو په باب وضاحت ور کول سوی دئ. يوه کوچنۍ ليکنه د عربي ژبي د پرمختګ په اړه هم پکښي راوړل سوې ده، چي د دې ژبي په پرمختيا کښي دين څونه برخه اخيستې او څنګه ئې د نورو سيمو پر ژبو باندي تاثير کړی دئ.
په نورو برخو کښي د څو ژبو، خاصتا سوېډني ژبي، د پيدايښت، تحول او اوسني حالت په اړه مقايسوي څېړنه هم سوې ده.
ښه خبره دا ده چي د کتاب په پای کښي يو غوښن کتابښود هم سته چي د اضافي زده کړي لپاره د لاسرسي په صورت کښي له چا سره ډېره مرسته کوي.
بالاخره دا ويلای سو چي د ژبپوهني په مسلک کښي دغه کتاب خورا ډېر مهم دئ، ځکه تر دې دمخه موږ بيخي لږ کتابونه او مجلې په دې مسلک کښي لرو.
د ښاغلي داود هوتک او نورو مترجمانو دي کور آباد وي چي د هر ډول مصروفياتو او مشکلاتو سربېره ئې و دغو مسايلو ته توجه کړې ده.

جانان الکوزی

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ