لاندې اصطلاحات د نیولوجزم، فونولوژۍ او مورفولوژۍ له مخې جوړ او سپړل شوي


لاندې اصطلاحات د نیولوجزم، فونولوژۍ او مورفولوژۍ له مخې جوړ او سپړل شوي چې خلکو ته یې مفهوم واضح شي او دا پهٔ پښتو کې نوي ترکیبونه او اصطلاحات دي چې د ژبپوهنې د قواعدو په پام کې نیولو سره پنځول شوي دي: 
1. کلیکه (Keyboard)
فونولوژي (Phonology):
کلي [kli]: دا برخه له "چابي، تڼۍ" یا "کیلي" څخه اخیستل شوې چې په پښتو کې د هرې تڼۍ یا کیلي مانا لري.
که[ka]: دا یوه لنډه اضافه ده چې اصطلاح د روانۍ لپاره کارول شوې او د "کلیک" کلمې سره ورته والی لري او په غوږونو اشنا لګیږي.
کلیکه [kli.ka]: دا ترکیب د "کیلي" او "که" څخه جوړ شوی او په غږیزه توګه ساده او روان  او د پیژندنې وړ او اشنا دی.
 مورفولوژي (Morphology):
کیلي: دا بنسټیزه برخه ده چې د هرې تڼۍ یا کیلي مانا لري.
که: یوه لنډه اضافه ده چې اصطلاح ته روانواله ورکوي.
کلیکه: د دوو برخو ترکیب چې د کیبورډ مفهوم په یوه لنډه او ساده اصطلاح کې وړاندې کوي.
 2. بریښی (Laptop)
فونولوژي (Phonology):
-    بریښ [briɣ]: دا برخه د "بریښنا" څخه اخیستل شوې چې د برېښنایي توکي مانا لري.
-    ی[i]: یوه لنډه اضافه ده چې د مفهوم د سادګۍ لپاره کارول شوې ده.
بریښی [briɣ.i]: دا ترکیب په غږیزه توګه ساده او روان دی د پیژندنې وړ او اشنا دی.
 مورفولوژي (Morphology):
بریښ: دا بنسټیزه برخه ده چې د برېښنا اشاره ورکوي.
ی: یوه لنډه اضافه ده چې اصطلاح ته روانواله او سادګي او سمون ورکوي.
بریښی: د کمپیوټر لپاره لنډه او ساده اصطلاح چې د لپتاپ مفهوم وړاندې کوي.
3. بریښکار (Desktop)
فونولوژي (Phonology):
-    بریښ [briɣ]: دا برخه له "بریښنا" څخه اخیستل شوې چې د برېښنایي توکي مانا لري.
-    کار [kar]: دا برخه د کار کولو توکي، ماشین یا ډیسک ته اشاره کوي.
بریښکار [briɣ.kar]: دا ترکیب په غږیزه توګه ساده او روان دی، د پیژندنې وړ او اشنا دی.
مورفولوژي (Morphology):
بریښ: دا بنسټیزه برخه ده چې برېښنا ته اشاره کوي.
کار: دا برخه د کار کولو توکي ته اشاره کوي.
بریښکار: د کمپیوټر لپاره مناسبه اصطلاح ده چې د ډیسکټاپ مفهوم وړاندې کوي.
 4. پنځماتیک (عمومي ټیکنالوژي)
- پنځماتیک: دا اصطلاح د "پنځ" (panz) او "ماتیک" (مالومات او ټیکنالوژي) له ترکیب څخه جوړه شوې. دا اصطلاح عمومي ټیکنالوژي په ګوته کوي.
- فونولوژي: [panz.ma.tik]: دا ترکیب په غږیزه توګه ساده، روان او اشنا دی.
- مورفولوژي: دا اصطلاح د جوړولو او معلوماتي ټیکنالوژۍ ترکیب دی چې د ټیکنالوژۍ مفهوم څرګندوي.
 5. مالوماتي پنځون (مالوماتي ټیکنالوژي)
- مالوماتي پنځون: د مالوماتي ټیکنالوژۍ لپاره مناسبه پښتو اصطلاح ده چې "پنځون" (pànz-àon) د جوړولو یا اختراع کولو پایله څرګندوي.
- فونولوژي: [ma.lu.ma.ti pànz-àon]: دا ترکیب په غږیزه توګه ساده او روان دی او د پیژندنې وړ او اشنا دی. 
- مورفولوژي: دا اصطلاح د مالوماتو  او جوړولو بهیر څرګندوي، چې د مالوماتي ټیکنالوژۍ مفهوم وړاندې کوي.
 6. طبي پنځون (طبي ټیکنالوژي)
- طبي پنځون: د طبي ټیکنالوژۍ لپاره چې "پنځون" (pànz-àon) د جوړولو یا اختراع کولو پایله څرګندوي.
- فونولوژي: [ta.bi pànz-àon]: دا ترکیب په غږیزه توګه ساده او روان دی، د پیژندلو وړ او اشنا دی. 
- مورفولوژي: دا اصطلاح د طبي پنځونو، تخنیکونو او جوړولو بهیر څرګندوي چې د طبي ټیکنالوژۍ مفهوم وړاندې کوي.
- پنځماتیک [panz.ma.tik]: د عمومي ټیکنالوژۍ لپاره یوه مناسبه او ساده اصطلاح ده.
- مالوماتي پنځون [ma.lu.ma.ti pànz-àon]: د مالوماتي ټیکنالوژۍ لپاره یوه مناسبه او ساده اصطلاح ده.
- طبي پنځون [ta.bi pànz-àon]: د طبي ټیکنالوژۍ لپاره یوه مناسبه او ساده اصطلاح ده. دا اصطلاحات د پښتو ژبې له ارونو،  قواعدو او مفاهیمو سره سم دي. د "پنځماتیک" او "پنځون" اصطلاحات په غږیزه او جوړښتي توګه ساده، روان او اشنا دي چې په ورځني ژوند کې د کارونې لپاره مناسب دي. دا اصطلاحات د ټیکنالوژۍ او د هغې اړوندو ځانګړو څانګو لپاره مناسب اسانه او د دودیدو وړ دي، دا خلکو  اسانتیا راولي او پوهاوي بهیر ساده کوي، او دا مرسته کوي چې پښتو ژبه د کوډینګ د سیستم برخه شي ځکه چې په پنځماتیکي پرمختیاو کې د ښکیلتیا لپاره باید خپل نومونه او اصطلاحات ولرې چې  الګورتیم یا الجبري نښې یې په کوډینګ کې را اخلي او په دې سره ژبه د ډیجټل ټیکنالوژۍ برخه ګرځي.

څیړنه، لیک او جوړښت حنان حبیبزی
د پوهنیزو مطالعاتو په برخه کې د دوکتورا څیړونکی
د یونیکف پوهنتون، قبرص
۰۶/۰۷/۲۰۲۴

___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba