د سانسکريت لنډ تعارف ـ دويمه برخه

ليکونکی: احمدولي اڅکزی

  د سانسکريت الفبأ(वर्णमाला/varṇamālā/ورنمالا)

که يې څوک دقيق ونيسي نو سانسکريت الفبا چي ورڅخه د ديوناګري هغه توري مقصد دي چي ورباندي سانسکريت ليکل کيږي، په اصل کي الفبا  نه دي. دا ځکه چي الفبا د ليکلو د نظام له مخي ځان ته جلا ځانګړتياوي لري او ديوناګري سکريپټ د هغه برخه نه ده بلکه ديوناګري يا ديواناګري الفبا ته ورته توري لري چي ورته «ابوجيدا» يا (abugida) يا (alphasyllabary) ويل کيږي. دا چي د ليکلو د نظام بېل ډولونه د دغې لنډي مقالې په چوکاټ کي نه راځي نو به موږ دلته بيا هم ورته د سانسکريت د الفبا خطاب کوو.
 
د سانسکريت ژبې الفبأ (په ديواناګري ليکدود کي) چي ورته ورنمالا يا د تورو/سپوڼونو ګېډۍ هم ويل کيږي د تلفظ د څرنګوالې له مخي په ږغيزو او غير ږغيزو تورو وېشل سوې ده. په دغه ژبه کي د الفبأ يا ږغونو د ترتيب استقامت له ساده څخه و مغلقو ږغونو او په خوله کي د دغو ږغونو د ادا کولو په ترڅ کي له شا څخه مخته دی.

د ساده ږغيزو تورو ترتيب:

अ(a)  आ(aa)  इ(i)   ई(ee)  उ(u)  ऊ(oo)  ऋ(r)  ॠ(r)  लृ(lr) 

د مغلقو ږغيزو تورو ترتيب:

ए(e)  ऐ(ai)  ओ(o)  औ(au)

د بې ږغو تورو ترتيب:

velar:क(ka)  ख(kha)  ग(ga)  घ(gha)  ङ(nga)
platal:च(cha)  छ(chha)  ज(ja)  झ(jha)  ञ(nja)

retroflex:ट(ta)  ठ(tha)  ड(da)  ढ(dha)  ण(na)

dental:त(ta)  थ(tha)  द(da)  ध(dha)  न(na)

labial:प(pa)  फ(pha)  ब(ba)  भ(bha)  म(ma)

semivowels & sibilants: य(ya)  र(ra)  ल(la)  व(va)  श(sha)  ष(sha)  स(sh)  ह(ha)

صوتي يا ږغيز توري (स्वर /svara/سوَرَ)

 

ديوناګري

پښتو

تلفظ

 سرهد

پښتو

تلفظ

ا، َ (زوَر/فتحه)

a

کَ

ka

آ

ā

का

کا

اِ، ِ(زېر/کسره)

i

कि

کي

ki

ي

ī

की

کِي

اُ ، ُ (پېښ/ضمه)

u

कु

کُ

ku

اُو

ū

कू

کُو

ې

e

के

کـې

ke

ی

ai

कै

کـــی

kai

و

o

को

کو

ko

اَو

au

कौ

کاو

kau

अं

ں ,ن ,م

aṃ

कं

کـں، کن،کم

kaṃ

अः

ـهَـ

aḥ

कः

کَـهَــ

kaḥ

رِ

कृ

کرِي

kṛ

رِ

कृ

کرِي

kṛ

ې

ɛ

कॅ

کــې

او

ɒ

कॉ

کو


بېږغه توري (व्यञ्जन/vyañjana/ویَنْجَنَ)

 

ديوناګري

پښتو

تلفظ

ديوناګري

پښتو

تلفظ

ک

k

بھ

bh

کھ

kh

م

m

گ

g

ی

y

گھ

gh

ر

r

ن

ل

l

چ

ch

و

v

چھ

cẖ, čh

ش

sh

ج

j

ش

ṣh

جھ

jh

س

s

ن

ñ

ح

h

ټ

क़

ق

q

ټهـ

ṭh

ख़

خ

ḳh, k͟h

ډ

ग़

غ

g͟h

ډهـ

ḍh

ड़

ړ

ن

ढ़

ړھ

ṛh

ت

t

फ़

ف

f

تھ

th

ज़

ز

z

د

d

झ़

ژ

zh

دھ

dh

क्ष

کش

kṣh

ن

n

त्र

تر

tr

پ

p

ज्ञ

گيه

gy

پھ

ph

श्र

شر

shr

ب

b

 

 

 


د دويمي برخي پای
منبع: د «سانسکريت لنډ تعارف او زر مهمي جملې يې» په نوم د احمدولي اڅکزي له ناچاپ اثر څخه


که غواړئ چي د دغې لړۍ نوري ليکنې هم ولولئ نو پر لاندني لينک کليک وکړئ:
د خپرو سوو برخو ليسټ

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ