ګرامر(व्याकरण/vyākaraṇa/وياکَرَنَ)

سانسکريت د لغتونو د تصريف يوه ژبه ده

سانسکريت په لوړه اندازه د لغتونو د تصريف (inflection) يوه ژبه ده. يعني په دغه ژبه کي لغتونه د مختاړو، وروستاړو او نورو ورزياتېدنو او تغيرونو په مرسته داسي بدليږي چي د جنس، شمېر، زمانې او نورو حالتونو معلومات وړاندي کوي.
په سانسکريت کي د فعلي ګردان (conjugation) او اسمي تصريف (declension) له لاري د فعلونو، اسمونو، صفتونو او ضميرونو تصريف (inflection) کيږي.
پانيني ښکاره اصول وړاندي کړي دي چي څوک څنګه د فعلونو له ريښو (roots) څخه فعلونه او اسمونه جوړولای سي.په سانسکريت کي ريښه (root) داسي بنياد (base) يا (stem) جوړوي چي که څوک تړوني اجزاوي (प्रत्यय/pratyaya/پرتيایَ) يا (affix) ورسره يوځای کړي نو په مرسته يې نوي لغتونه جوړيږي.
که څه چي سانسکريت د عربي ژبي سره تعلق نه لري ولي چي د ژبو له بلې کورنۍ سره تړاو لري خو د ريښه يي لغت په مرسته د لغتونو د جوړونې په موضوع کي د عربي د لغوي ريښو بېلګه راوستلای سو. د مثال په توګه په عربي کي د «کَ تَ بَ» لغت يوه لغتي ريښه ده. له همدغې ريښې څخه مکتب، کاتب، کتاب، مکتوب او داسي نور لغتونه جوړيږي. په سانسکريت کي هم له يوې ريښي څخه د ځانګړو اصولو په مراعت کولو سره زيات لغتونه جوړېدلای سي.
پانيني د (प्रत्यय/pratyaya/پرتيایَ)يا د ريښو سره د لګېدونکو اجزاؤ (affixes) شپږ مهم اقسام بيان کړي دي:
۱ ـ (सुप्/sup/سُپ) د اسمونو او اسمي اجزاؤ (nominals) د جوړولو له پاره
۲ ـ (तिङ्/tiṅ/تين) د فعلونو د جوړولو له پاره
۳ ـ (कृत्/kṛt/کرت)و فعلونو ته وراضافه کيږي چي ورڅخه اسمي اجزا (nominals) او او مفعولي صفت (participles) جوړ سي
۴ ـ (तद्धित/taddhita/تاددهيتَ) دغه ثانوي وروستاړي د اسمونو سره لګول کيږي چي ورڅخه اسمي اجزا (nominals) جوړ کړي
۵ ـ (धातु/dhātu/دهاتُ) دغه د ثانوي يا اشتقاقي ورستاړي په توګه د ريښو سره اضافه کيږي چي ورڅخه فعلي يا اسمي بنياد (base) جوړ سي
۶ ـ (स्त्री/strī/ستري) د لغتونو د ښځينه کولو له پاره کارول کيږي

 

د پنځمي برخي پای
منبع: د «سانسکريت لنډ تعارف او زر مهمي جملې يې» په نوم د احمدولي اڅکزي له ناچاپ اثر څخه


که غواړئ چي د دغې لړۍ نوري ليکنې هم ولولئ نو پر لاندني لينک کليک وکړئ:
د خپرو سوو برخو ليسټ

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ