مرګه! جار دې تر پنجو شم، د جانان په لور مې بیایي
خو دا سترګې کړه لږ نرمې، د ارمان په لور مې بیایي

له دې تورې تنګې ځمکې، د ازغن ازغن ماښام نه
د ورېښمین سهار په غېږ کښې، د آسمان په لور مې بیايي

دا اوږده درانه کلونه، د زندان دوزخي کندې
تا د باد وزرې راوړې، د رضوان په لور مې بیایي

ژونده درې کاڼي طلاق دی، که بیا سترګې در ښکاره کړم
زۀ د مرګ سترګو اخستی، د رُمان په لور مې بیايي

د دوزخ دوزخ نفرت نه، ځم د مینې و جنت ته
د رحمت پرښتې ناڅي، د رحمان په لور مې بیايي

ژونده! خوږ فرېب دې اخله! د وسواس دا اوږده تبه
د مرګ تریخ حقیقت راغی، د ایمان په لور مې بیایي

اې پردېس! بېکس ماښامه، نن مې کلی په زړۀ اوري
داسې ښکاري مرګ را رسي، د خپل خان په لور مې بیایي

عبدالهادي عطایي ملا
___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/33lmk
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ