مانه جانان غوښتي سپورو څـڼـو ته ګلونه پسرليه
چرته خو زمونږ کلي ته هم راپېښه وکړه

ماته يې په وچو شونډو ډېر کړي سوالونه پسرليه
چرته خو زمونږ کلي ته هم را پېښه وکړه

مونږ غريبان يو زمونږ ميني هم غريبي دي
مونږ بد نصيب يو زمونږ برخي بدنصيبي دي

مونږ شډل پډل يو زموږ غوښتي بې ترتيبي دي
مونږ ساده مين يو او زموږ ميني عجيبي دي

ما ورسره کړي دي په سرو ګلو لوظونه پسرليه
چرته خو زمونږ کلي ته راپېښه وکړه

ستا دي وي قسم سپرليه مات راله زړګی نه کړې
اور د محبت مينه کي وران ما بې اسرې نه کړې

ټال له مې د خوب او خیال د مینې پړي پرې نه کړي
ما مي د فکرونو دلربا ته بې وعدې نه کړې

ستا په انتظار مي غوړېدلي پرهرونه پسرليه
چرته خو زموږ کلي ته هم راپېښه وکړه

مونږ مينان يو مونږ ژوندي يو په دردونو کي
مونږ بياباني يو مونږ ګذران کوو په زړونو کي

ښکلي يو په دوړو کي په خاورو کي رېګونو کي
لا شي قيامتونه چي مسکي شو په ګلونو کي

موږ به تاته هم وشيندو پاڼي پاڼي زړونه پسرليه
چرته خو زموږ کلي ته هم راپېښه وکړه

دلته به دي مست کړي د مستانو مستانه خندا
دلته به دي ځوان کړي د خوبانو جانانه خندا

اور به شې د سوزه د زلمو په ديوانه خندا
شور به شې د پيغلو په رنګ رنګ دانه دانه خندا

موج به دي په روڼ جبين کي ووهي رنګونه پسرليه
چرته خو زموږ کلي ته هم راپېښه وکړه

رحمت شاه سايل
___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/spgnq
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ