خيبر افريدي

لوېــــږم ساقي د پـــرېــوتــو سره بلد نه یمه
ما خو وویل چې د پیالو سره بلد نه یمه

وخته د سترګو غړېدو سره مې لاس مه تړه
زه خو لا هیڅ د زولنو سـره بلد نه یمه

دا پښتـــونخوا ده دلته مینه هیڅوک نه پېژني
په خپل اولس کښـې د دُرخو سره بلد نه یمه

د زلفو خیال دې د صحرا په لور بلنې کوي
زه د خاموشه ورځو شپو سره بلد نه یمه

سپېنې خبرې تـه دې غوږ یم چې به وایې کله
وړوکی زه د اشارو سره بلد نه یمه

ته د ناترسه تصور نه زما خوب اوپوښته
د دي پریشانه شــوګیرو سره بلد نه یمه

هره لمحه د ژوند یو نوی انقلاب راولي
زه د ژوندون د تقاضو سره بلد نه یمه

زړه راته وابي چې ورګـــوره ورکتی نه شمه
د هغو سترګو امزرو ســـره بلد نه یمه

د سرور اور شو په ما بل چې دې راسرې کړې سترګې
هسې می وېل چی د لمبو سره بلد نه یمه

خیبره خېر دې وي راپېښه شوه څه نوې مینه
زه د الفت د باریکـو سره بلد نه یمه

خیبر افریدی

___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ