ليکونکی: څېړنمل خیرمحمد ساد
که هم یوې سیمي ته د یو قوم منسوبول په تاریخي لحاظ سم نه بریښي، مګر متاسفانه چي تر اوسه پوري په تاریخونو کي دغه خلګ په همدې نامه شهرت لري.
دلته د غوریانو څخه زموږ مطلب هغه سلطنتي کورنۍ ده، چي د اسلام د راتګ په وخت کي دوی د افغانستان په غربي سیمو، د خراسان مرکزي سیمو او حتی شمالي سیمو کي حکومت درلود. دغه کورنۍ په تاریخ کي ډېری علم او ادب پالونکي او اسلام خپروونکي یادي شوي دي.
لکه څومره چي تاریخي اسناد موجود دي، په ټولو کي د غوري شاهانو د نسب سلسله هغه ضحاک ته رسوي چي په اوستايي متونو کي د «اژدهاک» په نامه یاد شوی د باختریانو سخت دښمن او د دېوانو او دیويسنایونو مشر بلل شوی دئ.
ځینو مؤرخینو ضحاک اصلا تازي (عرب) بللی او ځینو توراني اقوامو ته منسوب کړی او غیر آریایي ئې بللی دئ.
په اجتماعي تاریخ کي یو لړ داسي مرموزي او تتي خواوي موجودي وي چي رڼا ته را ایستل ئې یوه زیاته اندازه مشکلات لري ځکه چي قومونه د تحرک او مهاجرت په سلسله کي له یو ځای نه بل ځای ته کوچ کوي. کله یو قوم د بل قوم له لاسه د خپلي اصلي سیمي په پرېښودلو مجبور شي او کله یوه سیمه د فتح قوم په نامه ونوموله شي، مګر مځکه هماغسي په خپل حال پاته وي.
دلته که چیري له یو قوم څخه کوم سند پاته شي، نو هغه د پېړیو پېړیو په تېرېدو سره د څو اړخونو له مخي تحلیل او تجزیه کېدای شي چي اکثراً ابهام منځ ته راولي. د همدغو ابهاماتو په ترڅ کي تر ډېره وخته پوري دا عقیده ټینګه وه چي ضحاک ګوندي کوم افسانوي نوم دئ او دا چي د اوستا په متونو کي راغلی دئ د نورو ماورالطبیعه نومونو په څنګ کي د کوم افسانوي انسان نوم وي، مګر دا چي ده ته یو قوم د توران په نامه منسوبیږي او د باختریانو سرسخت دښمنان ول او په کلونو کلونو او پېړیو پېړیو ئې له دوی سره جګړې کړي دي، د اجتماعي تاریخ د څېړونکو د تعجب او تامل وړ خبره وه.
هر څومره به چي مؤرخینو د عربو لرغونی تاریخ ولټاوه، بین النهرین د تمدن واک‌والانو نه پرته نور داسي شواهد مونده نه شول چي دوی دي د شرق خوا ته فتوحات کړي وي. یوازي اشوریان ول چي د اوسني افغانستان غربي سیمو ته ئې د اقتدار لمن را پراخه شوې وه. د باختریانو د مځکو نیول او د هغوی سره د اشوریانو د جګړو په برخه کي کوم موثوق سند نشته.
له بلي خوا په ټولو لرغونو مذهبي او تاریخي متونو کي ویل کیږي چي ضحاک تازي د باختریانو په سیمه د شرق له خوا حمله وکړه او ټاټوبی او مسقط الراس ئې په ختیځ کي ول.
کله چي په نونسمه او شلمه پېړۍ کي د اوستایي متونو په تحلیل پيل وشو او اروپايي محققینو د اوستایي متونو په تحلیل او ترجمه پيل وکړ، د دغو تاریخي روایاتو په برخه کي راز راز نظريې وړاندي شوي دي. هغه تاریخونه چي په اسلامي دوره کي لیکل شوي دي، توراني اقوام د لفظي مشابهت په اثر «ترکان» بلل شوي دي. همدغه تسمیه په عنعنوي توګه په پېړیو پېړیو پاته شوه او فردوسي مشهور شاعر هم په خپله مشهوره حماسه «شهنامه» کي دوی ترکان بللي دي.
د شهنامې موادو د یو ماخذ په توګه د ډېرو تاریخ لیکونکو له پاره د یو موثق سند ارزښت درلود. د شلمي پېړۍ په اوږدو کي کله چي څېړونکو خپل نظر یات یو تر بله مقایسه کړل او هغه نور مواد چي د دوی لاسونو ته ورغلل هغه عقیده چي تورانیان ترکان دي غلطه ثابته شوې او توراني اقوام له دې کبله چي زرتشتي دین ئې منلی نه وو او په خپل هغه پخواني دین ټینګ ودرېدل چي په رېګویدا کي تصویر شوی دئ او د پوونده‌وو په توګه ئې ژوند درلود او د هغو ښاریانو سره په جنګ اخته ول چي اریایي دین ئې منلی وو.
یوازي لفظاً توراني بلل شوي دي او د توکم په لحاظ سوچه اریایان او د اریانا بومي او سېدونکي ول. په دغو توراني اقوامو کي یو هغه مشهور قوم چي په تاریخ کي زښت ډېر زیات اهمیت لري او د فتوحاتو او اعمالو لمن ئې په ټوله اشیا کي خپره شوې ده، همدغه پوونده او مهاجر قوم وو، چي «ضحاک، سهاک» ته منسوب وو. دغه قوم د تمدن له مخي د نورو قومونو په نسبت وروسته پاته وو، مګر د حربي تدارکاتو او بشري قوت له حیثه د هغه وخت یو ممتاز او غوره توکم وو. د دوی د تاریخي کارنامو سره که چیري د ارمنستان په سیمو، توري بحیرې او د کسپين په شا او خوا کي پيدا کړو، نو بیا ګورو چي د دوی نوري کارنامې تر هنده پوري رسیږي.
دا خبره اوس یقینا ثبوت ته رسېدلې ده چي تورانیان اریایي توکم ته منسوب دي او د شجرة الانساب اکثره مورخین ئې هم د افسانې په توګه د اریایي توکم څخه ګڼي مګر بیا د دې له پاره چي ضحاک تازي ثابت کړي، نو د عربو نسل هم له اریایي توکمه ګڼي او تازیان د اریايي توکم یو ښاخ ګڼي او د سامي اقوامو نسل راګډوي. ښايي داسي لیکني د اسلامي عقایدو تر تاثیر لاندي لیکي شوي وي. بې له دې چي کوم اسناد او مدارک وړاندي کړي، د اقوامو ګډون او اتحاد ئې په افسانوي توګه سره یو تر بله پيوند کړی دئ، دا چي ضحاک تازي بلل شوی دئ، د ده د یو نیکه نوم «تازیو» دئ. وروستیو مورخینو د همدې نامه په استناد تازي بللی او نورو پسي وروسته بیخي عرب کړی دئ.
سهاک قوم د باختري دولت ډېر سرسخت دښمنان ول او په پای کي باختري دولت هم د همدوی له لاسه ړنګ شو. سهاک او باختریان یو تر بله سره لیري نه ول، بلکي یو تربله ګاونډي ول چي تل به ئې تصادمونه سر راتلل. دغه سهاک لکه څرنګه چي دمخه مو وویل اکثره پوونده ول، د افغانستان په مرکزي او غربي او شمالي غرونو کي سره خپاره ول.
کله چي موږ د غوریانو نسبي شجرې ګورو ټولو په دې اعتراف کړی دئ، چي دوی د همدې د اریایانو د لوی دښمن ضحاک ، سهاک ځوزات دي. د طبقاب ناصري په حواله فخرالدین مبارک د علاءالدین جهانسوز په وخت کي د دوی د نیکونو شجره په نظم لیکلې وه. (۱) مګر دغه شجره‌نامه اوس ورکه ده او منهاج السراج هغه لیدلې وه او د سلطان غیاث الدین په وخت کي دغه نظم پای ته رسېدلی دئ.
طبقات ناصري د غوریانو د نسب شجره د اسلامي دورې د پيل څخه دمخه د ضحاک څخه راپيل کوي. وایي چي: د ضحاک د نسب په برخه کي څو روایته دي چي یو ئې ضحاک بن علوان، بن علاق، بن عوض، بن آدم، بن سام، بن نوح بولي او بل روایت داسي راوړي: د ضحاک اصلي نوم بیور اسپ، بن طوج کابه، بن نوح بولي. (۱)
درېیم روایت داسي راوړي: بیوراسپ، بن رنکاو، بن تازیو، بن سد، بن فراول، بن سیامک، بن مستي، بن کیومرث، بن ادم(ع)، بیا بل ځای داسي روایت راوړي چي تازیو د هوشنګ پيشدادي ورور وو.
د ضحاک پلار اروندسپ هم د ښه قدرت خاوند وو او د خپلي سیمي لوی واکمن بلل کېدئ. کله چي ضحاک لوی شو او زلمیتوب ته ورسېد، نو د خپل پلار په لار کي ئې یو کوهی وکینه او کله چي د ده پلار ورغی نو اروندسپ په کوهي کی ولوېد مړ شو او ضحاک واکمن شو.
لکه څنګه چي په اوستايي متونو کي ضحاک د دېوانو باچا او د دیویسنا دین مشر بلل شوی دئ نو نورو مؤرخینو په ده پسي د جادوګرۍ افسانې هم جوړي کړي دي او طبقات ناصري د مقدس په حواله وايي چي ده یوه شپېلۍ درلوده چي اووه سوري پکښي ول، چي هر سوری د یو اقلیم په نامه یادېدئ نو کله به چي په کوم اقلیم کي خلګو بغاوت یا نافرماني وکړه نو ده به د هماغه اقلیم په سوري کي پوکی وکړ او هلته به باد او قحطي نازله شوه. په ضحاک پسي راز راز افسانې جوړي شوي دي چي د علمي لحاظه کوم ارزښت نه لري، مګر دا چي ضحاک په اکثرو تاریخونو کي د غوري سلاطینو مشر نیکه بلل شوی یو تاریخي ارزښت لري او هغه دا چي ضحاک یا سهاک اصلاً د همدغه مشهور قوم نوم دئ او ښایي چي د همدې قوم د مشر نیکه نوم وي.
یا داچي دغه تورځن قوم چي د باختري مدنیت دښمنان ول، په اوستایي متونو کي د دوی ټول مشران د (اژي د هاک) په نامه یاد شوي دي، ځکه چي اوستایي متون د ضحاک «اژي دهاک یا سهاک» عمر زر کاله ټاکي، حال دا چي دا خبره د محال ده. نو باختريان چي د لیک او لوست خاوندان ول او سهاک ئې خپل دښمنان بلل نو هر څه چي په دې برخه کي د مؤرخینو لاسونو ته ورغلي دي د زرتشتیانو لیکني دي او سهاکو څخه کوم داسي آثار پاته نه دي چي د دوی د تاریخ واقعي بڼه ښکاره کړي. ضحاک د فریدون له لاسه ماته خوري او په اوستايي متونو کي وایي چي هغه د دماوند په سیمه کي په یوه کوهي کي بندي دئ او زر کاله وروسته به بیا را خلاصیږي.
مګر په طبقات ناصري کي وايي چي: د «ضحاک» بستام هم د فریدون له لاسه ماته وخوړه او د بامیان اوشغنان غرونو ته وتښتېدئ او فریدون هغه تعقیب کړئ او بستام له دغو ځایونو څخه د غور غرونو ته راغئ او هلته ئې د زارمرغ په سیمه کي استوګنه غوره کړه. ښایي د «زارمرغ» کلمه اصلاً «زیړه مرغه» وي او د دري ژبي لیکوالو ترې زارمرغ جوړ کړی وي، ځکه چي د دغو سیمو هغه لرغوني نومونه اکثره پښتو دي لکه: سورغر په خپله د غور کلمه او غرستان او داسي نور. طبقات ناصري د منتخب ناصري په حواله بل روایت داسي راوړي چي لنډیز ئې دا دئ: د ضحاک نه وروسته د ده دوه وروڼه پاته شول چي یو «سور» نومېدئ او د بل نوم سام وو. سور پاچا شو او کشر ورور سام ئې سپه سالار و ټاکل شو، د امیر سور یوه لور وه چي د سام زوی بستام ته ئې په کوچنیوالي کي په نامه کړې وه، کله چي سام مړ شو او خپل وراره ئې تر نظره ښه رانغئ نو غوښتل ئې چي خپله لور بل چا ته ورکړي، د امیر سور لور خبره شوه او بستام ته ئې خبر ورکړئ. دواړه د مصلحت نه وروسته د امیر سور له سیمي څخه د لسو اسونو سره د غور غرونو ته و تښتېدل، طبقات ناصري دا جمله راوړې:
« وګفت زومندیش، آن موضع رامندېش نام شد و کار ایشان آنجا استقامت پذیرفت». د زومندیش کلمه هم د تامل وړ ده. بستام په مندېش کي قوت و موند او فریدون غوښتل چي دا ځای هم ور څخه ونیسي، مګر د فریدون د زامنو تر منځ بېګاړي پیدا شوه، بستام د دوی د داخلي اختلافاتو څخه استفاده وکړه، خپل ځان ئې لا پسي قوي کړئ او د غور نوري سیمي ئې هم ونیولې. کله چي بستام د خپل امارت لمن پراخه کړه نو د سهاکو نور قبایل هم غور ته لاړل او یو قوي مرکزیت ئې جوړ کړئ. که د دغه روایت د فروعو څخه تېر شو نو ډېر تاریخي حقایق تر لاسه کېدای شي.
لومړی دا چي ضحاک یو افسانوي انسان نه بلکي یو واقعي شخص وو، چي د باختري مرکز سره ئې مخالفت درلودئ.
دویم دا چي د ضحاک اولاده تازیان نه بلکي د باختریانو سکه قومي تربرونه دي چي د دوی د اختلافاتو اصلي منابع سیاسي او اقتصادي مسایل ول، چي دیني اختلافاتو دغو تضادونو ته پوره قدرت ورکړئ او دواړو خواوو یو بل ملامتول او د خپل اتحاد له پاره ئې ور څخه کار اخیست، پوونده قبایلو په دې ویاړ چي دوی د خپلو نیکونو د دین څخه نه دي اوښتي او خپل اصالت ئې ساتلی دئ. مګر مدني باختریانو په دې ویاړ کاوه چي دوی د اهورايي مترقي دین خاوندان دي او سهاکان ګمراهان دي. د ګمراهانو او د دیویسناد کیش د پيروانو هر اړخیزه مبارزه دنیوي او اخروي ثواب لري.
درېیم دا چي د تاریخي قراینو په استناد، اژي دهاک همدغه سهاک دئ، چي د غوري سلاطینو اسلاف دئ او د پېړیو پېړیو په امتداد کي ئې د پردیو یرغلګرو سره مبارزې کړي دي او د غور په سیمو کي ئې یو قوي مرکزیت درلود. دوی د چنګېزیانو د حملاتو په وخت کي هم د غور مرکزیت وساتئ او نه یوازي دا چي غور ئې په سیاسي مهارت سره د چنګېزیانو د خرابۍ څخه بچ وساتئ بلکي په سیاسي درایت سره ئې د افغانستان د غربي سیمو او ټول خراسان ملکي او امارت هم تر لاسه کړئ. د دغه لنډ احوال نه وروسته د غوري مرکز د سهاکو احوال په تیاره کي دي او د اسلام په اوایلو او خصوصاً د عباسیانو له پاره د خلافت په مبارزو کي د دوی د مشرانو نومونه په اسلامي تاریخونو کي یاد شوي دي او په عباسي تحریک کي ئې ابومسلم خراساني (مروزي) په مرسته او ملاتړ کي فعاله برخه اخیستې ده.
په دغه وخت کي تاریخونو د دوی سلسله له امیر پولاد څخه پيل کړې ده چي د امیر کروړ سوري پلار وو. لکه چي د مخه وویل شول، سور د ضحاک ورور بلل شوی دئ نو سوریان هم د سهاکو یوه نومیالۍ پښه وه چي د دغه مرکز ډېر قوي او تاریخي اشخاص پکښي تېر شوي دي. د تاریخونو د دغه سند تائید د پټي خزانې هغه حماسه کوي چي امیر کروړ ویلې او محمد هوتک په پټه خزانه کي راوړې ده.
ایا سهاک پښتانه دي که پښتانه سهاک دي؟
دا سوال په خپل ځای کي ډېر اساسي او بنیادي اهمیت لري، ځکه چي د تاریخ په سیر کي د سهاکو او پښتنو بېلتون او لیري‌والی ناممکن او محال ښکاري. ځکه چي له یوې خوا د اوسنیو ټولو سهاکو ژبه پښتو ده، له بلي خوا د تاریخي ژبپوهني اوسنیو لویو څېړونکو عقیده ښکاره کړې ده، چي د پښتو ژبي په تشکیل کي باختريانو او ساکو لویه برخه درلوده.
له بلي خوا یو قوي سند چي په لاس کي شته هغه دا دئ: کله چي د سلطان محمود له خوا د غور د نیولو له پاره لښکر ولېږل شو او د څو جنګونو څخه وروسته امیرمحمد سوري د غور په مرکز کي کلابند شو، نو غوریانو غوښتل چي د غزنویانو سره سوله وکړي او مرکز ورته تسلیم کړي نو غزنويان د غوریانو په ژبه نه پوهېدل او د غوریانو له خوا د استازي سره ئې د ترجمان په ذریعه مفاهمه وکړه.
دا خو معلومه ده چي د غزنويانو په دربار کي هر څوک په دري ژبه پوهېدل او بالمقابل د غوریانو ژبه څه وه؟
له بلي خوا د پټي خزانې په حواله د امیرکروړ یوه قوي حماسه په پښتو ژبه د یو موثق سند په توګه لرو، نو که دا حکم په قطعي توګه د کېدلو وړ دئ چي ووایو د غوریانو ژبه حتما پښتو وه او سهاک سوچه پښتانه او ژبه ئې پښتو ژبه وه.
اوس د لومړۍ پوښتني دویمي برخي ته راځو: سهاک د هغه تاریخي لرغونتوب له مخي چي لري ئې او د یوناني او رومي مؤرخینو د اسنادو له مخي د سهاکو موجودیت تقریبا د مېلاد څخه تر ۲۰۰۰ کلونو پخوا وخته پوري ثابت دئ او د اسیا د لويي وچي په اکثرو ځایونو کي خپاره ول، پوهان عقیده لري چي ساکو هغه وخت یوه جلا او مستقله ژبه درلوده، چي کتیبې ئې د چیني ترکستان په تورفان نومي سیمه کي پيداشوي دي.
له بله پلوه د ویدا تاریخي وثیقه څو ځایه د پکهت، پکتیکا او پکتویس یادونه کوي او د دغه قوم موجودیت تر ۱۴۰۰ق.م. پوري تثبیتوي چي په دې حساب پښتون قوم او سهاک سره یو تر بله معاصر او همزولي دي.
همدارنګه هیرودت هم (له میلاد نه ۴۲۵کاله پخوا) د پښتون قوم او د دوی د سیمي پکتیکا ذکر کړی دئ او د ژبي او تاریخ پوهانو د ده لیکني پخپلو کتابونو کي رانقل کړي دي.
که چیري د پښتنو او سهاکو تاریخونه سره مقابله شي نو دغه دوه خېلونه د پېړیو پېړیو راهیسي سره یو ځای او متحد پاته شوي او دغو دوو قومونو د تاریخي سوابقو او لرغونتوب له مخي سړی په زغرده سره دا حکم نه شي کولای چي ایا سهاک پښتانه دي او که پښتانه سهاک دي؟ مګر دومره ویلای شو چي دغه دوه قومونه یو تر بله سره نه شلېدونکي تاریخي روابط او پيوندونه لري چي هیڅ ډول سره نه جلا کیږي او دواړه یو قوم او د یو مونډ څخه راجلا شوي دي. دوی تل سره یو ځای او په هر غم او ښادۍ کي شریک پاته شوي دي.
د دغو شاهانو په لښکرو کي تل پښتانه، غرچه قبایل، بلوڅان، ترکان او کردان موجود ول او کله چي معزالدین (شهاب الدین) د هندوستان خوا ته په فتوحاتو پیل وکړئ، نو د ده د لښکرو زیات شمېر افراد پښتانه ول او هغه قصیده چي ښکارندوی غوري د دې لښکرکشیو په باره کي ویلې او د ده د فتوحاتو انځور ئې کړی دئ، پر دې دلالت کوي چي د دوی په دربارونو کي د پښتو ژبي پالني او د پښتو شاعرانو نازولو ته خاص اهمیت ورکول کېدئ.
همداراز د چنګېزي لښکرو څخه د دې سیمي د دفاع په وخت کي دغو غوري سهاکو لویه برخه درلوده او ډېر پښتانه د خپلي خاوري د ساتني په لار کي له خپلو سرونو تېر شول.
دغو غوري سهاکو د پېړیو پېړیو په امتداد کي غور د یو قوي مرکز په توګه ساتلئ او دغلته که چیري کله د یو څه لنډي مودې له پاره د امارت څراغ مړ شوی دئ، نو ډېر ژر ئې بیرته بل کړئ او سیاسي قدرت ئې بیرته تر لاسه کړی دئ.
که څه هم دوی په یو وخت کي د صفاریانو سره په جګړو کي ضعیف شول او د امارت لمن ئې لنډه شوه مګر ډېر ژر ئې دغه قدرت بیرته تر لاسه کړی دئ. همدارنګه کله چي د غزنویانو د امپراتورۍ په وخت کی د دوی د سیاسي قدرت د څراغ لمني تشي شوې او د افغانستان او شاوخوا سیمو مرکزیت غزني ته مستقل شو مګر بیا ګورو چي د بهرام شاه په وخت کي بیرته دغه مرکزیت غور ته مستقل شو او تر ډیرو پيړیو پوري ئې دوام وکړئ.
همداراز د چنګیزي یرغلونو په وخت کي دوی بیا هم په سیاسي تدبیر سره غور د هغو ورانیو او تالا څخه وساته لکه چي د خورازم شاه په نورو لاس لاندي سیمو کي ئې وکړې. دوی بیا په نیمه مستقل ډول قدرت تر لاسه کړئ او د هرات ښار ئې د مرکز په توګه جوړ کړئ. د دوی سیاسي تاریخ تر ډېرو پېړیو پوري دوام وکړئ او موږ دلته ورسره کار نه لرو.
لمنلیکونه:
۱ـ طبقات ناصري ۳۱۹مخ.
۲ـ طبقات ناصري.۳۲۰مخ.
په دې مقابله کي له دغو کتابو څخه استفاده شوې ده:
۱ـ د پښتو ادبیاتو تاریخ، د پوهاند حبیبي لیکنه.
۲ـ د پښتو ادبیاتو تاریخ، د پوهاند حبیبي پخوانی چاپ، دویم ټوک.
۳ـ طبقات ناصري، د منهاج سراج لیکنه.
۴ـ پټه خزانه.
۵ـ د افغانستان پخوانی تاریخ، د کهزاد لیکنه.
۶ـ تاریخ سیستان.
۷ـ د افغانستان ژبي او توکمونه، د ښاغلي دوست لیکنه.
۸ـ برګزیده سرود های ویدا.
۹ـ ګاتها- د یور داوود ترجمه.
۱۰ـ ادبیات مزدایسا- پور داوود.

یادونه: دا مقاله په (تاریخي پلټني) د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده چي په (۱۳۵۷ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ له خوا چاپ سوې ده.
ډیجیټال کوونکی: عبدالرحمن پتوال


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ