قاموسونه ټکی کام اوس يو داسي پښتو انګليسي قاموس آنلاين کوي چي تر اوسه يې په چاپي قاموسونو کي ساری نسته. 

د قاموسونه ټکی کام اداره د پښتو مينه والو ته زېری ورکوي چي د پښتو انګليسي په شته قاموسونو کي تر ټولو ستر قاموس يې انلاين کړی دی. د پښتو په دوه ژبيزه قاموسونو کي تر اوسه تر ټولو ستر قاموس د پښتو روسي قاموس ؤ چي د استاد اسلانوف لخوا څو لسيزي تر مخه ليکل سوی ؤ. خو د پښتو انګليسي قاموسونو په برخه کي تر اوسه يوازي د علومو د اکاډمۍ پښتو انګليسي قاموس موجوده ؤ چي د پښتو لغتونو شمېر يې صرف شپاړس زره ؤ. د انګليسي پښتو يو قاموس هم د علومو د اکاډمۍ لخوا خپور کړل سوی ؤ چي پکښي د انګليسي لغتونو شمېر تقريبا څلورويشت زره ؤ. جليل القدره د کابل اکاډمۍ استادانو او ليکوالانو دغه قاموسونه څو لسيزي پخوا ليکلی ول او د هغه راهيسي پکښي زياتونې نه وې سوي. حال دا چي پښتو ژبي د وخت په تېرېدو سره لا زياته وده موندلې او د پښتو ژبي د لا پياوړو قاموسونو تنده زياته سوې ده.

قاموسونه ټکی کام اوس يو داسي پښتو انګليسي قاموس آنلاين کوي چي تر اوسه يې په چاپي قاموسونو کي ساری نسته. دغه قاموس څه باندي څلوېښت زره پښتو لغتونه لري چي د انګليسي معناؤ شمېر يې تر دوو لکو انګليسي لغتونو څخه هم اوړوي.

د شمېر له مخي دا 59 م پښتو قاموس دی چي د قاموسونه ټکی کام پر وېبپاڼه آنلاين کيږي. خو د دغې پروژې لخوا په خپاره کړل سوؤ دوؤ زپنيزو قاموسونو کي به دغه قاموس تر ټولو زيات لغتونه درلودونکی قاموس وي.

د قاموسونه ټکی کام د احصاييو له مخي هره ورځ په زرګونو انټنرټ کارونکي د دغې پاڼي څخه په وړيا توګه کار اخلي. زياتره هغه کسان چي د دغي پاڼي څخه ګټه اخلي تر 80 فيصدو څخه زيات يې د انګليسي لغتونو په پښتو معنا او يا هم د پښتو لغت په انګليسي معنا پسي ګرځي. پدې توګه د پښتو انګليسي او انګليسي پښتو قاموسونه تر ټولو زيات پلټل کيږي.

په تيرو لسو کلنو کي تقريبا د قاموسونه ټکی کام پر وېبپاڼه څه باندي لس مليونه (سل لکه) ځله د لغتونو د معنا لټون سوی دی. د تيرو کالو شمېرې ښيي چي په لسو(10) لټول سوؤ لغتونو کي تقريبا د شپږو (6) لغتونو لږ تر لږه يوه معنا په قاموسونه ټکی کام کي موجوده وه. خو قاموسونه ټکی کام اوس اټکل کوي چي د نوموړي نوي قاموس د آنلاين کېدو سره به ښايي د دې وروسته په هرو لسو لټول سوؤ لغتونو کي د اتو لغتونو معنی وموندله سي.

 

نوموړی قاموس په قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه کي د Pashto English Big [Qamosona.com]

تر نامه لاندي موندلای سئ.

د پښتو مينه وال کولای سي چي د نوموړي پښتو انګليسي قاموس تر څنګ 58 نور قاموسونه هم د قاموسونه ټکی کام پر انټرنټ پاڼه په وړيا توګه سره وکاروي.

د قاموسونه ټکی کام پروژه د پښتو پر مينه والو ږغ کوي چي د دغي پاڼي څخه زيات کار واخلي او نور خلک هم د دغې پاڼې و کارونې ته وهڅوي. پداسي حال کي چي قاموسونه ټکی کام د هر لټول سوي لغت ريکارډ د ځان سره ساتي نو پدې توګه سره هغه لغتونه راټولای سي چي لا تر اوسه په هيڅ قاموس کي نسته. وخت په وخت به انشالله دغه پروژه هغه لغتونه چي لټول کيږي خو په قاموسونو کي تر اوسه ځای ندی ورکول سوی هم وژباړي او په قاموسونو کي به يې ځای پر ځای کړي. په بله اصطلاح د دغې پاڼي څخه کار اخيستنه او پکښي د لغتونو لټون د دغې پروژې سره د عملي مرستي معنا ورکوي.


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ