ليکونکی: پوهاند میرحسین شاه
اشرف د عبدالله او یا د هوتکیانو د معاصر مؤرخ او تذکره نګار محمدهوتک په قول د عبدالعزیز زوی په (۱۱۳۷هـ.ق.) کال کي ئې د ایران د پاچاهۍ د چارو واګي په لاس کي ونیولې. د دغي فتحي په ویاړ د طلا او سپینو زرو سکې په اصفهان، کاشان، مشهد، سترآباد، قزوین، تبریز، شماخي او رشت کي ضرب شوې. په دغه وخت کي د ایران زیاته برخه، عراق، فارس، کرمان، سیستان، قومس او د خراسان غرنۍ برخه د افغانانو په واک کي وه.
اشرف د سلطنت د جلوس په وخت کي ۲۶ یا ۲۷ کلن وو. دی د حرب او لښکر کشۍ په ټولو فنونو کي ازمویل سوی وو او په خپله ئې هم ښه اخلاق او کفایت درلودئ.
که څه هم افغانانو د صفوي دولت پر ضد په خپل قیام کي د خپل هیواد د اراضي تمامیت ساتنه مقصد وه، لکه څنګه چي دغه مطالب شاه محمود هوتک شاه حسین صفوي ته د اصفهان د محاصرې په وخت کي ابلاغ کړه او لکه څنګه سلطان حسین هغه و نه منل نو بیا د اصفهان په نیولو دې شخړي خاتمه پیدا کړه. کله چي نوبت اشرف ته ورسېدئ، ده هم غوښتل چي د پارس سلطنت صفوي دولت ته وسپاري او پخپله افغانستان ته راسي. شاه اشرف د سلطنت له نیولو لږ وروسته د مخلوع صفوي پاچا شاه حسین لیدلو ته ورغئ او د سلطنت تاج ئې بیرته هغه ته وړاندي کړئ، مګر هغه ئې له منلو سر وغړاوه او وې ویل: « آرامشی راکه از آن برخوردار است، به کلیه در خشندګی های واقعی افسر پادشاهی مرجع می شمارد وکناره ګیری وی از سلطنت خواست پروردګار بوده از ان وقت کمترین هوس نسبت به سلطنت در دل نداشته، و چنان خیال می کند که اګر چنین هوس را دردل بهرور اند یا حتی حاضر به شنیدن آن شود برخلاف مشیت الهی کام برداشته».
اشرف هوتک د دې وینا تر اورېدو وروسته ناچار د سلطنت واګي په لاس کي ونیولې او د مخلوع پاچا له لور سره په مزاوجت رضا شو او له ده سره ئې خپله کامله همدردي څرګنده کړه او د سلطان حسین خرڅ او لګښت ئې څلور برابره زیات کړ.
په ایران کی مرکزي اداره د جنګ او محاصرې او قحطۍ له امله ګرد سره متلاشي سوې وه او اشرف د سلطنت د واګو تر نیولو وروسته د ایران د ټولو خلګو د اعتماد وړ و ګرځېد او په دې مامور سو چي بې اعتمادي او بې نظمي له منځه یوسي. د نظم او امنیت تامین درستي ادارې ته اړه درلوده او دې خبري هم د اداري تشکلاتو په باب دقیقو اطلاعاتو ته ضرورت درلود.
شاه اشرف هوتک د دې له پاره چي د صفوي دولت د اداري تشکیلاتو په باب دقیق او په زړه پوري معلومات تر لاسه کي، نو ئې له درباریانو څخه یوه تن ته چي د صفوي دربار له مبانیو، اصولو، او رسومو سره بلد وو، امر وکړئ چي د صفوي دولت د تشکیلاتو په باب یوه رساله ولیکي او د دې کار په نتیجه کي یو کتاب منځ ته راغئ چي تذکرةالملوک نومیږي.
مولف په دې کتاب کي خپل نوم او شغل نه ښيي، ځکه چي د کتاب تالیف د هغه له نومه مهم وو. خو په کتاب کي د مالي اومورو خصوصاً دارالضرب د ډېرو جزیاتو له ښوولو ښکاري، چي مؤلف دغه کتاب د شاه اشرف هوتک د سلطنت په دوهم کال هغه ته وړاندي کړئ.
کتاب پنځه بابه او یوه خاتمه لري لومړی باب د ملاباشي شغل او د اصفهان د دار السلطنتې د شرعیت د اهلو احوال بیانوي او دغه باب بیا پنځه فصله لري چي په هغه کي د ملاباشي وظایف، د صدارت خاصه وظایف، د اصفهان د قاضي شغل او د دارالسلطني د شیخ الاسلام او عسکري قاضي شغل او وظایف بیانوي.
د کتاب دوهم باب د دربار د امراوو په بیان کي دئ، دغه باب یوه مقدمه او څورلس فصله لري. په مقدمه کي د امراوو شغل د رتبې د نوعیت او وظیفې له پلوه ښيي او په څورلس ګونو فصلونو کي د وزیراعظم، قورچي، باشي، قوللر اقاسي، ایشک اقاسي باشي، تفنګچي اقاسي، ناظربیوتات، دېوان بېګي، امیر شکار، توپچي باشي، امیراخور باشي جلو، امیراخور باشي صحرا، مجلس نویس، مستوفي الممالک، او خلیفةالخلفا احوال بیانوي.
دریم باب د هغو اعیانو د وظایفو په خصوص کي دئ، چي د مقرب الخاقان په نامه یادېدل او په دوی کي خواجه سرایان، اطبا، منجم باشي، معماران، منشي الممالک، مهردار خزانه، ایشک اقاسي حرم او نور راغلي دي.
څلورم باب دوه مقصده لري: لومړی مقصد د بیوتاتو د وزیر او مستوفي د شغل په باب دئ، او دوهم د وزراوو او مستوفي شغل بیانوي. په دې باب کي لکه څنګه چي ئې له عنوان څخه څرګنديږي د بیوتاتو د ناظر د ډیرو نزدو همکارانو وظایف بیان سوي دي او په دوهم جز کي ئې وزیراعظم ته د مربوطو اتلسو ادارو وظیفه څرګنده سوې ده.
په پنځم باب کي د اصفهان د دارالسلطني وظایفو بیان سوی دئ.
د تذکرةالملوک د کتاب خاتمه درې مقالې لري:
لومړۍ مقاله د ۱۸ تنو عالي رتبه مامورینو د معاش احوال بیانوي، چي دغه مطالب د کتاب د پنځو بابونو په تکمیل کي ډېر ارزښتمن او ګتور دي. دوهمه مقاله چي ډېره مفیده او ګټوره ده، په هغې کي د ولایاتو د والیانو فهرست راغلئ او د هغوی مواجب او ملازمین راوړي، او د اهالیو په باب ئې خبري کوي.
دریمه مقاله د صفوي دولت بودجه فهرست کوي، په دې مقاله کي لومړی مالیات توضیح سوي، بیا ئې صورت مصرف تعین سوی چي د بودجې د دغو جداولو مطالعه د هغه دولت د اقتصاد په مطالعه کي ډېر ګټور او ارزښتمن دي.
تذکرة الملوک د افغانستان او ایران په اجتماعي تاریخ کي یو ګټور او مهم اثر دئ، کي څه هم د ایران د صفوي دولت د اقتصادي او اجتماعي تاریخ په باب په دري او نورو شرقي ژبو اثار سته او هم د مسیحي مبلغینو او سیاحینو، لکه فادرکرومنسکي، لوبي اندره دولدمامي کراک دویان، شاردین، کیمپر، سانسون او لوبرن یاداښتونه پاته دي، مګر د یوه هم ارزښت د تذکرةالملوک په اندازه نه دئ. ځکه شرقي مؤرخینو اداري تشکیلاتو ته اعتنا نه درلوده او د هغوی نویشتې محض شرح او توصیف دئ. او همدارنګه غربي لیکوالو هم مواد او موضوعات د تذکرةالملوک په څېر ژور او عمیق نه دي لیکلي.
لکهارت د تذکرةالملوک د ارزښت په باب کاږي: «دغه کتاب د صفوي دولت د اداري تشکیلاتو په باب د یوې خزانې اهمیت لري او د کتاب محتویات داسي مواد دي، که چیري دلته نه وای کښل سوي نو به هسي مبهم پاته وای. دغه کتاب له (۱۷۷۲ع.) کال څخه دمخه د ایران د دولتي دستګاه په روښانولو کي ډېر ګټور دئ. او پروفیسور مینورسکي دغه کتاب له خپلو مفصلو حواشیو او تعلیقاتو سره نړی‌والو ته وښود، او د کتاب ارزښت او اهمیت ئې لا زیات کړئ.
د تذکرةالملوک نسخه د عثماني شاهانو د کتابونو له خزانې څخه تر لاسه سوه او له هغه ځایه د بریتانیا موزیم ته یووړل سوه، البته موجوده نسخه واحد ده او په ډېر ښه خط کښل سوې خو املايي تېروتني پکښي ډېري دي.
د پروفیسور مینورسکي توجه دې کتاب ته د دکتر ادوارد مقالې (تایمز، ۱۷، نومبر، ۱۹۲۴.) جلب کړې ده، په (۱۹۳۰ع.) کال کي د دغه کتاب زیاته برخه نقل کړه، چي وروسته بیا دغه یاداښتونه ترې ضایع سول او په (۱۹۳۴ع.) کال کي ئې بیا د دغه اثر نقل ته ملا وتړله او بیا ئې د دغه کتاب متن په انګرېزي ترجمه کړئ او په (۱۹۴۳ع.) کال کي ئې له مفصلو حواشیو او تعلیقاتو سره خپور کړئ او په (۱۳۳۲ش.) کال کي دبیرسیاقي د دغه کتاب متن په تهران کي چاپ او نشر کړ.
لنډه دا چي د صفوي تاریخ یوه مهم ماخذ د یوه افغاني خبیر او علم دوست پاچا شاه اشرف هوتک په امر چي د میرویس نیکه وراره وو، په اصفهان کي تالیف سو. دغه کتاب نن د استاد مینورسکي له تعلیقاتو سره زموږ په واک کي دئ.
بې ځایه نه ده چي په پای کي پر دې خبري ټینګار وکړم چي هوتکي دوره زموږ د ملي، اجتماعي، سیاسي او ادبي او عملي تاریخ یوه مهمه دوره ده، او د نوو اثارو د پيداکېدو له امله پر دې دوره باید زموږ د پوهانو له خوا ډېر نوي کارونه وسي.
ماخذونه:
۱ـ پټه خزانه.
۲ـ انقراض دولت صفویه.
۳ـ پښتانه د تاریخ په رڼا کي.
۴ـ هوتکیان.
۵ـ تذکرةالملوک د مینورسکي له حواشیو سره.

یادونه: دامقاله په (تاریخي پلټني ) مقالو ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۵۷ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډيمۍ چاپ کړې ده.
ډیجیټال کوونکی: عبدالرحمن (پتوال)


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ