ليکونکی: عبدالکريم پتنګ
هوتکي دوره د پښتو په ملي تاریخ او د ادب په تاریخ کي تر ټولو مهمه دوره ده، په دې دوره کي ملي مشر میرویس نیکه د (۱۱۱۹ــ ۱۱۲۷هـ.ق.) د خلکو د پرګنو په مرسته د ګرګین د سفاکیو د مخنیوي لپاره ملي قیام وکړ او د تاریخي افغانستان یوه پیڅه ئې د اجانبو د ناپاکو قدمونو څخه پاکه کړه. په ټوله هوتکي دوره کي له (۱۱۱۹ ـــ ۱۱۵۰هـ.ق.) میرویس نیکه، د ده زامنو او د ده د کورنۍ نورو غړو د ملي مبارزو او لښکرکشیو او جنګي کارنامو تر څنګه علم او معارف ته هم توجه درلوده. په دې دوره کي ډېر اديبان منځ ته راغلي په پښتو او دري ژبو ډېر مفید او ګټور آثار د هوتکي امراوو په غوښتنه کښل شوي چي د افغانستان او حتی ایران په تاریخ کي ډېر مهم دي، همدارنګه د هوتکي دورې تر انقراض وروسته د دې دورې په تاریخ او احوالو کي ځیني آثار کښل شوي چي ځیني له غرضه ډکي خبري هم لري.لازمه خو دا وه چي موږ باید ټول هغه آثار ښودلي وای چي د هوتکي دورې په تاریخ کښلو کي د یوې مهمي منبع په توګه ترې استفاده کېدای شي خو دا چي د ټولو آثارو راوړل ډېر اوږديږي نو مو دا لازمه وبلله چي یوازي په پښتو آثارو کي د هوتکو د تاریخ منابع ولټوو.
موږ د دغو آثارو په معرفۍ کښي لومړی هغه آثار راوړو چي هغه په هوتکي دوره کي او یا ترې لږ وروسته کښل شوي او د لومړي لاس موادو په حیث ترې د دې دورې په تاریخ‌لیکنه کي استفاده کېدای شي، په دوهمه مرحله کي هغه مواد معرفي کیږي چي د هوتکي دورې د پښتو او فارسي تاريخونو او یا د اروپایانو د لیکنو له مخي د معاصرو مؤرخینو له خوا کښل شوي دي:

۱- محمود نامه:
دا کتاب که څه هم اوس له منځه تللی دئ خو موږ ئې د پټي خزانې په حواله پېژنو چي ریدي خان مهمند د غیاث خان زوی د مسعود خان مهمند لمسي لیکلی دئ. ريدي خان مهمند چي په نورو چارو بوخت وو او هم ئې د بلاغت علوم لوستي ول او په فقه، تفسیر، صرف او نحوه کي ئې هم لاس درلود، د میرویس نیکه د نږدې ملګرو څخه وو کله چي ریدي خان په (۱۱۳۶هـ.ق.) کال اصفهان ته لاړ او د شاه محمود سره ئې مجلسونه وکړل د اصفهان څخه له راستنېدو وروسته کندهار ته راغی او محمودنامه ئې د میرویس نیکه او شاه محمود په نامه وکښله او د ګرګین (ګرجي) د وژلو قصه او د اصفهان د فتوحاتو احوال ئې په ډېر خواږه نظم په کښي راوړل چي د بیتونو شمېر ئې څلورو زرو ته رسېده. په محمود نامه کي د غزل، مثنوي او رباعي نمونې موندلي کېدې څنګه چي پورته مو اشاره وکړه، محمود نامه له منځه تللې ده خو محمد هوتک په خپل قیمتي اثر پټه خزانه کي د هغه ذکر راوړی او د بیتونو نمونې ئې هم پکښي راوړي دي (۱).

۲- جګړه د محمود افغان او نیول د اصفهان:
محمد امین سرپرېکړی (۱۰۹۹ــ ۱۱۷۴) چي په (۱۱۳۵ق.) کال د شاه محمود هوتک د لښکرو سره اصفهان ته لاړ، وروسته له هغي چي له اصفهانه را وګرځېد او د (جګړه د محمود افغان او نیول د اصفهان) په نامه ئې یو کتاب ولیکه (۲).
د دغه کتاب پته موږ ته (دخدۍ) قصه په لاس را کوي دغه قصه په (۱۲۰۴ق.) حافظ نور محمد د محمد امین سرپرېکړي زوی په پښتو تالیف کړې او د ځینو اشعارو نومونې ئې هم پکښي خوندي کړي (۳). جګړه د محمود افغان او نیول د اصفهان کتاب د هوتکي دورې یو مهم اثر دئ چي د شاه محمود هوتک د جګړو او لښکرکشیو په باب ډېر ښه مواد لري.

۳- تاريخ مرصع:
دا کتاب چي د خوشحال خان د لمسي افضل خان خټک د اشرف خان هجري د زوی تألیف دئ او د دوست محمد کامل مومند په مقابله، تصحیح او نوټونو د پېښور د يونورسیټي بک ایجنسي له خوا خپور شوی دی. په دې کتاب کي د (ذکر د میرویس غلجي) تر عنوان لاندي د هوتکي دورې د تاريخ په باب مطالب شته (۴). د تاریخ مرصع دغه برخي بیا مسټر راورټي (۱۸۲۵ـــ ۱۹۰۶) په ګلشن روه کي د تاریخ مرصع په اقتباسي برخه کي هم راوړي دي (۵).

۴- پټه خزانه:
دا کتاب چي په (۱۱۴۱ـــ ۱۱۴۲هـ.ق.) کال په خپله د هوتکي دورې لوی عالم، اديب او مؤرخ محمد هوتک لیکلی دئ. په دې کتاب کي د دوه پنځوسو تنو شاعرانو احوال او ژوند پېښي راغلي او هر یو په مفصله توګه پکښي معرفي شوی دئ، خو سربېره پر دې د هوتکیانو او د پخوانیو پښتنو د تاریخ په باب هم زیات معلومات لري. دا کتاب چي ډېر زیات ارزښت لري تر اوسه د بیلو بیلو مؤسساتو له خوا درې ځلي د پوهاند عبدالحي حبیبي په تحشیه او تعلیق خپور شوی دئ او د څلورم ځل له پاره ئې هم پښتو متن د محمد هوتک د ملي سيمينار په ویاړ خپريږي.

۵- پلار ویلي:
دا کتاب د هوتکي دورې یو بل مهم اثر دئ، دا کتاب ټولي (۹۲) پاڼي لري، په پیل کي په سره رنګ کښل شوی دئ. (پلار ويلي) تر دې وروسته د واقعاتو بیان راځي چي د ګرګین د وژلو واقعات او د میرویس قیام، د لومړنیو جرګو حالات او د جرګو مشترکین مفصل راوړي، ور پسې د قیام د بریاليتوب، د میرویس نیکه حالات، د شاه محمود هوتک حالات، د اصفهان جګړې او نوري پېښي ضبطوي، ور پسې د شاه اشرف احوال او کردار راځي. د شاه حسین په زیرکي، اهليت او مېړانه او ادب‌دوستۍ مفصل معلومات لري او ډېري پکښي داسي خبري دي چي تر اوسه په تاریخونو کي نه دي ثبت شوي د دغه کتاب یادوني د پټي خزانې له لیکنو سره سل په سلو کي مطابقت لري او دغه کتاب د افغانستان له مهمو تاريخي اثارو څخه ګڼل کيږي.
دکتاب وروستۍ برخه د شاه حسین د نفي او د نارنج د سقوط ابحاث لري. مؤلف خپل ځان اندړ معرفي کوي او وایي چي د نارنج له سقوط او د نادر افشار له تاړاکه وروسته نادر دی کابل ته فرار کړی وو. داسي معلومیږي چي مؤلف کتاب په کابل کي تالیف کړی دئ. د دغه کتاب تر لاسه کول، خپرول، خوندي کول د پښتو ټولني له سترو وظیفو څخه ګڼل کیږي ځکه چي دغه کتاب هم د موادو او هم د متن له پلوه قیمتي ارزښت لري (۶)

۶- د عبدالغفار هوتک منظوم تاريخ:
د هوتکیانو دغه تاریخ په پښتو نظم لیکل شوی او د هوتکي دورې یو مهم تاریخ دئ چي ناظم د دغه دورې احوال د میرویس خان نیکه قیام د لومړیو شیبو څخه شروع کوي او د نارنج دماڼۍ تر سقوط پوري ئې رسوي، مګر متاسفانه چي وروستۍ پاڼي ئې لوېدلي دي او موجود متن ئې تر شاه اشرف پوري واقعات لري. د دغه تاریخ نسخه د کلات په سیوري له له ښاغلي امان الله هوتک سره ده. په دې تاریخ کي ځیني داسي وقایع او خبري راغلي دي چي د دغي دورې نورو مؤرخینو په خپلو تاریخونو کي نه دي ضبط کړي او د وقایعو د ضبط له پلوه د دې دورې یو ښه او ګټور تاريخ شمېرل کېدای شي. پوهاند رشاد په همدې رساله کي پر دې تاریخ باندي یوه مقاله لري. (۷)

۷- د هوتکو نارې:
دغه نارې په یوه کوچنۍ رساله کي په (۱۳۴۹ش.) کال د حبیب الله رفیع له خوا خپرې شوي دي. د هوتکو نارې د پښتو د شفاهي ادب یوه خوندوره او مهمه برخه ده چي د خپل ادبي ارزښت تر څنګه ډېر مهم تاریخي ارزښت هم لري په دې نارو کې د هوتکي دورې داسي پېښي او واقعات راغلي دي چي په نورو تاریخو کي نشته او د هوتکي دورې له تاریخ لیکونکو سره ښه مرسته کوي.

۸- ميرويس نيکه:
دا کتاب د استاد بېنوا تالیف دئ. په ۱۳۵۵ کال د پښتو ټولني له خوا د کابل په عمومي مطبعه کي په ۱۱۴ مخونو کي چاپ شوی دئ. دا کتاب چي زموږ د ملي مشر میرویس نیکه په نامه لیکل شوی، د هغه نومیالي د ژوند د احوالو، مبارزو او خدمتونو بشپړه معرفي ئې کړې ده او د هوتکي دورې په باب ډېر زیات معلومات لري چي د هوتکي دورې په تحقیق کي ښه ماخذ ګڼل کیږي. استاد بېنوا دغه اثر د ډېرو مهمو ماخذو پر بنا کښلی دئ.

۹- د پښتنو تاريخ (لومړنی ټوک):
د دغه کتاب لومړنی ټوک په (۱۳۵۶) کال کي په درو وروستیو پېړیو کي د پښتو د چاپ شوو آثارو د بین المللي سیمینار په ویاړ د ملي دفاع وزارت په مطبعه کي چاپ شوی دئ (۸). مؤلف ئې قاضي عطاالله خان دئ. دا کتاب سربېره د پښتو د تاريخ پر نورو ابحاثو «د پښتنو او د هغوی د ملک حالات د سنه ۱۶۲۲ نه» تر عنوان لاندي د هوتکیانو بحث هم لري. په دې اوږده بحث کي ئې د هوتکي دورې په سیاسي، ادبي او علمي خواوو مفصله څېړنه کړې ده او د هوتکي دورې د شاهانو احوال او جنګونه ئې د پردیو یرغلګرو په مقابل کي په ډېره ښه توګه ځای کړي دي او د لوستونکو دپاره د یوه ماخذ په توګه په زړه پوري مواد برابروي. (۹)

۱۰- پښتانه د تاريخ په رڼا کښي:
د پښتنو د تاریخ دغه پنډ او جامع کتاب چي د (۵۵۰ق.م. نه تر ۱۹۴۶ع.) کال پوري ټول تاريخي واقعات پکښي راوړل شوي دي. د سید بهادرشاه ظفر کاکاخېل تالیف دئ. داکتاب د پېښور د بک ایجنسي له خوا خپور شوی دئ چي د نورو مطالبو پر لرلو سربېره ئې (د غلجيانو اقتدار) تر عنوان لاندي يو څه مطالب لري. په دغه بحث کي د هوتکي دورې ځيني واقعات په لږ و ډېر تفصيل سره راغلي او د هغه دورې پر ادبي خدمتونو هم يو څه خبري لري.

۱۱- هوتکيان
دا بل مهم اثر دئ چي د هوتکيانو پر دوره ليکل شوی دئ او د هوتکي دورې د شاهانو احوال او واقعات، د هوتکيانو نوميالي کسان پکښي معرفي سوي دي او د هوتکيانو په باب په زړه پوري مواد لري.
دا کتاب استاد عبدالرؤف بېنوا ليکلی او محمد يونس مراد پښتو کړی او په (۱۳۴۵) کال په دولتي مطبعه کي د تاريخ او ادب د ټولني له خوا په (۱۶۷) مخونو کي خپور شوی دئ. دغه کتاب استاد بېنوا د هوتکي دورې د پښتو او دری تاريخونو او د اروپايانو د ليکنو پر بنا کښلی دئ.

۱۲- د افغانستان لنډ تاريخ
دا کتاب د پوهاند عبدالحي حبيبي تاليف دئ چي په دوو جلدونو کي لومړی په دری ژبه او سږ کال په دوو وروستيو پېړيو کي د پښتو د چاپي آثارو د سيمينار په وياړ د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د تاريخ ټولني له خوا په يو ټوک کي خپور شو. دغه کتاب استاد عبدالرؤف بېنوا پښتو کړی دئ. دا کتاب د هوتکیانو په باب يو فصل لري او په مختصر ډول د هغه عصر وقايع له (۱۱۱۹ څخه تر ۱۱۵۲) پوري بيانوي او د هوتکي دورې د تاريخ په ماخذو کي ئې ښه ماخذ بللی شو.

----------------------------------------------------------------------
لمنليکونه:
۱- پټه خزانه (ص: ۷۰- ۷۹).
۲- وګورئ: فرهنګ زبان و ادبيات پښتو، ج ۱ (ص: ۲۰۹).
۳- وګورئ: فرهنګ زبان و ادبيات پښتو، ج ۱ (ص: ۵۳۰) او د زيات تفصيل لپاره د (۱۳۵۵) کال د کابل مجلې اوومه ګڼه وګورئ.
۴- وګورئ: تاريخ مرصع (ص: ۳۹۸- ۴۰۲).
۵- وګورئ: ګلشن روه د (۱۸۶۰ع.) کال چاپ.
۶- وګورئ: د (۱۳۵۶) کال د زيري ۲۴مه ګڼه، سرمقاله.
۷- په فرهنګ د ادبيا پښتو، ج ۱ (ص: ۲۱۵) کي ئې هم يادونه راغلې ده.
۸- د پښتنو تاریخ په څلورو ټوکونو کي لیکل شوی دی چي په لومړي ټوک کي ئې د هوتکیانو بحث شته. د دغه تاریخ څلور واړه ټوکه په پېښور کي دوه ځله نور هم چاپ شوي دي.
۹- وګورئ: د پښتنو تاریخ، لومړی ټوک (ص: ۴۹- ۱۱۳).

يادوَنه: دا مقاله په (تاریخي پلټني) د مقالو ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۵۷ل.) کال کي د افغانستان د علومو اکاډیمۍ چاپ کړې ده.


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ