ليکونکی: احمدولي اڅکزی

سيکسيزم څه شی دی؟

سيکسيزم د تبعيض هغه شکل ته ويل کيږي چي له مخي يې داسي طرز تفکر موجود واوسي چي ګواکي يو جنس په طبعي توګه تر بل جنس ښه او بهتره دی. که څه چي سيسکسيزم په بيلو ټولنو کي بېل اشکال، فورمونه او شدتونه لري خو دغه پدېده ښايي د نړۍ له تر ټولو زړو پديدو څخه يوه وي. دغه پديده د ژوند په بيلو برخو کي بېل شکلونه او شدتونه لرلای سي که هغه په قانون او دستور کي د حقونو او مکلفيتونو څرنګوالی وي او که د ژوند په نورو برخو کي د نارينه او ښځي وظايف او کردارونه وي.

ژبنيز سيکسيزم

دا چي ايا په يوه ټولنه کي سيکسيزم موجود دی او که نه او يا دا چي په يوه ټولنه کي سيکسيزم څومره ژوري ريښې لري، له ژبي څخه هم اټکل کيدلای سي. که په يوه ژبه کي د مېرمنو سره تړلي اکثره ژبنيز انځورونه، ضرب المثلونه او زيات تکرارېدونکي نقل قولونه منفي بڼه لري، نو دا پر دې دلالت کوي چي په دغه ژبه او د دغې ژبي په ويونکو کي سيکسيزم يا د مېرمنو په وړاندي تبعيض موجود دی.

دلته يوازي ښکنځل نه دي مطرح چي د يو انسان د جذباتو او احساساتو د ژوبل کولو له پاره د ژبنيز تاوتريخوالي د وسيلې يا وسلې په توګه کارول کيږي بلکه په مجموع کي د ژبي ټولې هغه برخي او توکي چي پکښي په ورځني ژوند کي د ښځي (يا نارینه) په هکله تبعيضي افکار ځای سوي وي مطرح وي. په تيوريتيکي توګه د نارينه يا مخنث جنس پر ضد هم تبعيضي ژبنيز توکي وجود لرلای سي. خو په عملي توګه په اکثرو ژبو کي د مېرمنو پر ضد داسي تبعيض زيات وي.

پښتو ژبه او سيکسيزم

زما په فکر چي په پښتو ژبه کي ګڼ شمېر داسي ژبنيز انځورونه او توکي سته چي پکښي د ښځو پر ضد ښکاره تبعيض موجود دی. د بېلګي په توګه کله چي يو نارينه ته وويل سي چي «بنګړي واچوه»، «پوړنی پر سر کړه»، «د ښځو په شان اوښکي توی کړه»، «نر يې که ښځه؟»، «نر سه»... نو ويونکی غواړي په دغو جملو د بل نارينه سپکاوی وکړي. نو «بنګړي اچول»، «پوړنی پر سر کول» او ورته کارونه منفي او د «شرم وړ» بلل کيږي.
د دې تر څنګ د «غيرت» لفظ يوه بله بېلګه ده چي په خپل ځان کي يو ډېر پراخ او وسيع لغت دی او د پښتنو د ژوند زياتو اړخونو ته ښکاره انځور بخښي. خو دغه لغت «غيرت» په پښتو ژبه کي زيات وختونه د استعمال پر وخت په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه د ښځو سره د تبعيض لامل کيږي.

د بېلګي په توګه د يو نارينه مېرمنه د هغه «غيرت» بلله کيږي، خو عموما داسي ژبنيز انځورونه نه استعماليږي چي ګواکي نارينه هم د خپلې مېرمنې «غيرت» دی. که د ژبي دغه انځور او د «غيرت» لغت راواخلو، نو حتی هغه څوک چي په پښتنو کي يې ژوند نه وي کړی دې نتيجې ته رسېدلای سي چي د بېلګي په توګه که د يو نارينه «غيرت» يعني ښځه بل نارينه ته په شهوت وګوري نو د نارينه «غيرت» مجروح کيږي. خو که سرچپه يو نارينه ټوله ورځ سپيني سترګي په پرديو مېرمنو پسي په شهوت سره ګوري نو د خپلې مېرمني د «غيرت» د مجروح کېدلو فکر نه ده ته دريږي او نه هم بل چا ته. داسي ګڼ شمېر نوري بيلګي سته چي يادول به يې د دغې لنډي مقالې او وړانديز چوکاټ مات کړي.

فيمينيزم او ژبنيز سيکسيزم

په لوېديځ کي د فيمينيزم يا د مېرمنو د حقونو له پاره مبارزه د دې لامل سوې چي په زياته د شلمي مېلادي پيړۍ په دويمه برخه کي په يو شمېر لوېديځو ژبو کي داسي تغيرات رامنځ ته سي چي پکښي سيکسيستي توکي تر يوې اندازې اصلاح سي. د بېلګي په توګه په آلماني ژبه کي پخوا په متونو کي مېرمنې د نارينه ؤ په څېر نه مخاطبي کېدلې او اکثره وختونه صرف د لغتونو نارينه بڼي استعمالېدلې، لکه «په آلمان کي د محصلينو (طالبانو) شمېر لس سلنه زيات سوی دی.» اوس عموما همدغه جمله داسي درسته بلل کيږي چي څوک وليکي: «په آلمان کي د نرينه او ښځينه محصلينو (طالبانو او طالباتو) شمېر لس سلنه زيات سوی دی.» خو د اصلاح دغه پروسه لا تر اوسه نه ده بشپړه سوې او نه هم په لوېديځو ټولنو کي د مېرمنو په وړاندي تبعيض په عمل کي په بشپړه توګه ليري سوی دی.

داسي څېړني سته چي دې پايلي ته رسېدلي چي د سيکسيستي ژنبنيزو انځورونو د کمېدو سره د جنسي تبعيض په هکله پوهاوی او احساس زياتېدلای سي او په همدې توګه برعکس هم د جنسي تبعيض د کمېدلو سره سيکسيستي ژبنيز انځورونه هم اصلاح کيږي.

اسلامي فيمينيزم

که څه چي د نورو پديدو او مفکورو په شان فيمينيزم هم څو ډولونه او بېلې بڼي لري او حتی د نارينه ؤ سره د تبعيض او توندلاريتوب تمايلونه هم لرلای سي، خو په مجموع کي دغه فکر هره ټولنه د خپلو امکاناتو په چوکاټ کي د اصلاح له پاره هم کارولای سي. د بېلګې په توګه اوس په نړۍ کي د داسي مسلمانو مېرمنو له خوا بعضي حرکتونه رامنځ ته سوي چي ورته په لوړه کچه پر خپل دين د ولاړو او په اصطلاح ټينګو مسلمانانو په سترګه کتل کيږي.

دغه مېرمني چي پکښي اکثره يې نه يوازي حجاب کوي بلکه ځان ټولو اسلامي عقايدو ته ژمن بولي، غواړي د «اسلامي فيمينيزم» له لاري نه يوازي ځان ته هغه حقونه واخلي چي د اسلام دين ورکړي بلکه دغه مېرمني د غيراسلامي دولتونو له خوا د مسلمانو مېرمنو د حقونو د نقض پر ضد هم مبارزه کوي. د بېلګي په توګه د دې پر ضد چي په بعضو لوېديځو هيوادونو کي پر حجاب بنديزونه لګول سوي دي.

د يادولو وړ ده چي بعضي اسلام ضد مېرمنې هم د اسلامي فيمينيزم تر چتر لاندي خپل داسي فعاليتونه کوي چي ورته مسلمانې مېرمنې د اصلاح غوښتونکو نه بلکه د تخريب کوونکو په سترګه ګوري.

قرآني ژبه، د ژبنيز جنسيتي مساواتو تر ټولو ښه او زړه بېلګه

د سيکسيستي ژبي هغه تغير او هغه اصلاح ته رسېدل لا اوږد مزل په مخ کي لري، کوم چي لويديځو فيمينيستانو د ځان له پاره يو هدف ټاکلی دی. يعني د دغو لوېديځو ژبو د سيکسيستي بڼي تغير به لا زيات وخت په بر کي ونيسي. خو له بل اړخه يوه داسي ژبه او بېلګه هم سته چي تقريبا څوارلس سوه کاله مخکي لا موجوده وه او پکښي په لوړه اندازه او عالي ترين کېفيت سره د جنسي مساواتو ژبه کارول سوې ده: دا ښکلې بېلګه د قرآن پاک ژبه ده.

د دې له پاره چي څوک د مسلمانانو په مقدس کتاب کي د نارينه ؤ او ښځينه ؤ له پاره له مساواتو ډکه ښکلې ژبه او بيلګي پيدا کړي، اړينه نه ده چي څوک دي د قرآن پاک کارپوه واوسي. حتی داسي يو کس چي صرف تر يوې اندازې د عربي (قرآني) ژبي سره بلد واوسي او حتی مسلمان لا هم نه وي، نو بيا به هم ډېر ژر په قرآن پاک کي داسي بيلګي پيدا کړي چي ښايي لوېديځي فيمينيستانې يې په خوب لا هم نه سي ليدلای. له ګڼ شمېر بيلګو څخه صرف يوه بېلګه:

إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا - 33:35

کشاف پښتو ژباړه ( منبع: www.islamlcom.com):
بېشكه مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې ، مؤمنان نارينه او مؤمنې ښځې، امر منونكي نارينه او امر منونكې ښځې ، ريښتيني نارينه او ريښتونې ښځې ، صبر كوونكي نارينه او صبر كوونكې ښځې ، د الله په وړاندې سرټيټوونكي نارينه او سرټيټوونكې ښځې ، صدقه وركوونكي نارينه او صدقه وركوونكې ښځې ، روژتيان نارينه او روژ تيانې ښځې ، د خپلو شرمځايونو ساتونكي نارينه او ساتونكې ښځي دالله ډېرډېر يادوونكي نارينه اودالله يادوونكې ښځې ، دا (لس واړه ډوله) خلك هغه كسان دي چې الله د هغو لپاره بښنه او لوي اجر تهيه كړي دى.

په دغه آيت مبارک کي د لسو لغتونو هم نرينه او هم ښځينه بڼې راغلي دي. که حتی څوک مسلمان نه وي نو کولای سي چي صرف د دغه آيت مبارک څخه تر زياتي اندازې اخذ او اټکل وکړي چي ولي دلته صرف د نارينه بڼي په کارولو سره اکتفا نه ده سوې چي په هغه صورت کي به هم ښايي مفهوم رسېدلی وای. خو دا چي پاک الله ج په یو آيت کي په پرله پسې توګه د لسو لغتونو نرينه او ښځينه بڼي فرمايلي دي دا يو ډېر لا لوی او هسک مفهوم لري.

فکر کوم چي که بعضي هغه لوېديځي معقولې فيمينستانې چي د اسلام (اصلي اصولو) او ځايي کلتور (منفي پديدې چي ورته په ناحقه د اسلامي اصولو نوم يا رنګ ورکول کيږي) تر منځ فرق کولای سي، صرف دغه مبارک آيت ولولي او په پوه سي، نو په لوی احتمال به مسلمانانې سي.

وړانديز او هيله

که څه چي زما په افغانستان او پاکستان کي د تحصيلي ساحو او موضوعاتو سره سروکار نسته، خو زيات وختونه لولم او اورم چي اکثره تحصيلي او علمي څېړني لکه د ماسترۍ او دوکتورا موضوعات تر زياتي اندازې تکراري يا ورته بڼه لري.

له بده مرغه ما تر اوسه داسي کومه مفصله علمي ليکنه يا څېړنه نه ده ليدلې چي په پښتو ژبه کي يې سيکسيستي توکي مطالعه او ارزولي وي. په همدې شان مي پر ياده موضوع د قرآن پاک مطالعه او په پښتو ژبه د هغه ارزونه هم نه ده تر سترګو سوې.

هغه ځوانان او پيغلي چي په اړونده ډګرونو (ژبپوهنه، ادبياتو، انتروپولوژي، شريعياتو...) کي تحصيل کوي، ورته وړانديز کوم چي د ژبنيز سيکسيزم د ساحې سره تړلو موضوعاتو پسي وګرځي او د خپلو تحصيلي او علمي څېړنو موضوع يې وګرځوي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اګست ۲۴مه نېټه، بون


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ