ليکونکی: ډاکټر عبدالرؤف رفيقي

موهن لال چي له کشميره يو هندو وو
په ښائست کي پيري زاد ته ور قابو وو
عجب غونډه منډه سپينه يي ځواني وه
غټي سترګي و ښائست تې حېراني وه
دی جاسوس د انګرېزانو وو يارانو
ګمارلی پر هېواد د افغانانو
د آغا حسن جان نوم يي پر ځان کښېښو
هغه خپل واړه رسمونه يي ټول پرېښو
دی راغلی د مخبر په حيث وو دلته
له ډيلي څخه هرات او وکابل ته
په لومړي افغان انګليس جنګ کي يي رول وو
رول يي څه چي واړه جنګ د ده په سول وو
د اتلس سوه دو ديرش دا کيسه ده
چي ليکلې ده پر خپله روزنامچه ده
څورلسمه فروري موسم د ژمي
دا کيسه يي ده ليکلې په واز کومي
له هراته و مشهد ته را روان وو
په هرات کي حکمران خان کامران خان وو
په دې لار کي د هندو کلا بنا وه
راسپره پرې لويه لار له هري خوا وه
د کلا د وره پر سر دا نوشته وه
لو مېړانه يي له ليک څخه ښکاره وه
" مسافره لار رويه يو ځل تم شه
له ستړيا او ستومانۍ څخه بېغم شه
د لوی خدای د هغه پاک نامه له پاره
په خاطر دي د ارواح د مور او پلاره
زه له تا څخه دا يو درخواست لرمه
چي له دې ځايه تېرېږې کوه دمه
زما خواړه وخوره سترخان مي ښائسته کړه
په ډک نس دي د تندي وچه خوله کړه
دا خپل آس دي په اوربشو زما موړ که
د سخا دا ډک زړګی زما په سوړ که
هغه ځکه چي څښتن لوی و ما خوار ته
شتمني نه ده راکړې و شمار ته
چي يي ښخه زه په مځکه کړم بې برخي
بلکه نه مخلوق د خدای دي باندي څرخي
خوري څښي دې بې حسابه مسافر ټول
بيا دي هر سړی روان وي په سفر ټول"
نو اې زما وروڼو شتمنو برخه دارو
معاشي واکمنو اې سرمايه دارو
دنيا نه ده چي په مځکه کي شي ښخه
ورکړئ ورکړئ و مخلوق ته خپله برخه
چي مو نوم په سخا ياد په عبادت شي
لوی و کم مو په ستاينه په صفت شي
ګوندي وړ مو د بخښني د غفران شي
له مخلوقه به راضي هله يزدان شي

رفيقي، اګست کوټه ۲۰۱۱

منبع: د ډاکټر عبدالرؤف رفيقي فيسبوک پاڼه  https://www.facebook.com/abdulrauf.rafiqui  ، د ۲۰۲۰ کال د اګست ۱۲مه

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ