د پټې خزانې په تړاو د ټولو مقالو د ليسټ کتلو لپاره پر دغه کرښه کليک وکړئ:
https://bit.ly/2Urhrwx
د پټي خزانې زوړ او نوی چاپ کتاب پر لاندني لينکونو کتلای/ډاونلوډ کولای سئ:
https://bit.ly/2MHJVOh
وينا: استاد محمد معصوم هوتک
موضوع: د پټي خزانې په هکله(د وينا متن تر ويديو لاندي لوستلای هم سئ)

عاليقدر او فاضل استاد معصوم هوتک په کندهار کي يو علمي سيمينار«د استاد هوتک صاحب د علمي او ادبي خدمتونو په ویاړ ستاینغونډه» ته د پټي خزانې په تړاو معلومات ورکوي چي ويډېو يې لاندي کتلای سئ. دغه ستاينغونډه د ۲۰۱۹ کال د می مياشتي په لومړۍ نېټه دايره سوې وه. 

د وينا متن:
د کندهار پوهنتون ښاغلی رئیس صاحب، ډاکټر پالوال صاحب، ډاکټر صاحب طارق رشاد، انجنیر صاحب شېر شاه رشاد، پنهان صاحب، رفیقي صاحب، زما محترمو عزیزانو، دوستانو، د کندهار پوهنتون استادانو، ګرانو محصلینو او زما د زړه سر باالقوه شاګردانو،السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
زما لپاره د ډېري خوښۍ ځای دئ، چي په دغه اکاډيمیک مرکز کي د خپلو دوستانو، د خپلو هم مسلکانو، د خپلو مشرانو او کشرانو سره وینم. د یوه لیکلوال لپاره تر دې لوی بریالیتوب بل نه سته، چي یو څوک د ده اثار ولولي. ما چي په دغه محفل کي دا ستاسي لیکلي څېړني او مقالې واورېدلې، نو مي د حق تعالی شکر پر ځای کئ، چي لله الحمد ماته لکچي پروردګار دغه بریا رانصیب کړه؛ مګر وایي «چي خان یې په یارانو یې» زه چي دا ستاسي ځوانانو په څهرو او کردار کي هغه مینه او محبت وینم، نو تر اویاوو خو اوښتی یم که خدای کول تر نیوي به هم ورسېږم. د دا غونډي په جریان کي مي چي هر طرف ته کتل، هري خوا ته مي کتل، خپل مهربان استاد علامه رشاد مي لیدئ! او د سعدي صاحب دا بیت مي را په یادېدئ، چي وايي:
« ګلی خوشبوی در حمام روزی، رسید از دست محبــــوبی بدســــــــــتم
بدو ګفــــــــتم که مشــــــــــــکی یا عــــبیری، که از بوی دلاویزی تو مســــــــــــــــتم
بِګفــــــــــــــتا مــــن ګلی نـــــاچــــــــــــــیز بـــــــــــــودم، ولــــــــــیکن مـدتی بــــــــا ګل نشــــــــــــســــــتم
جمال همنشین در من اثر کرد، و ګر نه من همان خاکم کي هستم»
پاک خدای دي د هغوی جنتونه په نصیب کړي.
د احسان ئې زما پر سر دئ همېش سیوری
چـــــــــي په ژونـــــــــد چا را ښــــوولی دئ یو تـــــــــــــوری
دا سیوری دي پرودګار نه کموي زموږ څخه، په هر صورت خبره به یو څه سره را محدود کړو، زه په دې پوهېږم مسلسل و خبرو ته غوږ نیول ستاسي هم (چرت) در باسي زما دا ئې هم را و ایستئ، نو زه به دا خبري را لنډي کړم، مګر زه چي و دې غونډي ته راتلم یا مي دا واورېده چي دلته داسي یوه غونډه ده، نو د دا وینا او د خبرو د موضوع په باره کي یو څه په فکر کي وم چي څه باید ووایم؟ مصلحت مي پر دې سو چي زما خو د خپل قلمي فعالیت ښه ډېره برخه د متونو سره ده، ما چي څه زیار ایستلی دئ په دې برخه کي، پر متن مي ډېر کار کړی دئ او مصلحت مو نو دا وو، چي راسه دلته به زه پر دا متن باندي څه ووایم او بیا نو پر داسي متن باندي یو څه ووایم، چي په دې اوس شپو کي په میډیاوو، په فېسبوک او په دا نورو رسنیو کي ئې یوه هنګامه جوړه کړې ده. دا متن (پټه خزانه) ده. زما سره چي څه معلومات د پټي خزانې په باره کي سته، نو ما ول په ژوند خو باور نسته، تر دغه نو زه بله غونډه نه سم پیدا کولای، چي ځیني داسي ناویلي خبري درته وکړم او ځیني داسي مسائل درته ووایم، چي هغه به شاید تاسي په کتابو کي نه وي لوستي او دا مي یو څه ګټوره و بلله، چي د پټې خزانې په باره کي دا اوس داسي یوه هنګامه جوړ سوې ده، چي تاسي یې په میډیاوو، په فېسبوک او رسنیو کي اورئ کله ئې زور تر ناشناس وخېژي او کله تر بل چا. مګر خبره د افغانستان او پښتنو په دا اوسنیو سیاسي حالاتو کي ده. د بده مرغه و علمي مسایلو ته، و حقیقي مسایلو ته، و اکاډيمیدیکو مسایلو ته د سیاست په عینکو کي ګورو او د سیاست په عینکو کي تور سپین معلومیږي او سپن تور، نو په دې لحاظ مي دغه موضوع غوره کړه، چي زه تاسو ته په دې باره کي یو څه هغه معلومات درکړم چي زما سره سته، زه د پټي خزانې په اړه تاسو ته په کرونولوجیک ډول معلومات نه درکوم چي په دې کال چاپ سوه په دې کال راووته، په دې کال خپره سوه په دې کال نقد پر وسو، نه اوس د دې وخت سته او نه ستاسو سره د هغه حوصله، خو سوچه خبره به درته ووایم، چي دا پټه خزانه محمد هوتک ولیکله د شاه حسین د دربار منشي وو، سردار مهر دل خان یوه کاپي د هغه د یوه نقل څخه لاسته راوړه، حاجي محمد اکبر هوتک د دغه کاپي څخه یو نقل ځانته واخیست، دا نقل تر عبدالعلي اخندزاده پوري ورسېدی د پښين، عبدالعلي اخندزاده دا نسخه و علامه حبیبي ته ورکړه او علامه حبیبي دنیا ته معرفي کړه. دغه یې هغه لنډ جریان دئ. پټه خزانه یوه تذکره ده، په دې کي د شاعرانو حالات راغلي دي، محمد هوتک ګرځنده سړی وو، زما څخه اورېدلي، ستا څخه اورېدلي د هغه بل څخه اورېدلي، دا ئې ټوله سره را جمع کړه او یو کتاب ئې ځیني جوړ کئ. مګر دې کتاب هنګامه جوړه کړه، نو تاسي به وایاست چي دا یو عادي تذکره وه، نو دا هنګامې ته بیا څه حاجت وو، ولي ئې جوړه کړه. هنګامه ئې په دې جوړه کړه چي د پتې خزانې تر خپرېدو د مخه، زموږ او د نورو محققینو په نظر باندي د پښتو ادبیاتو مرکز پېښور وو، خوشحال خان هورې وو، رحمان بابا هورې وو، حمید هورې وو، کاظم خان شیدا هورې وو، نو ټولو دا فکر کاوه چي دا د پښتو مرکز خو داغه ځای دئ، پټه خزانه چي پیدا سوه یو بل مرکز ئې موږ ته راوښووئ، چي غور دئ. هلته هم شاعران تېر سوي دي، پښتو ژبي ته کار سوی دئ. دې کار د خلګو شکوک راوزېږول چي موږ خو تر پرونه پوري پېښور د پښتو ادبیاتو مرکز باله دا غور بیا د کومي خوا سو، په دې ګړي تعصبونه سره راغونډ سول او اوازونه پورته سول. دویمه خبره ئې دا وه چي د پټي خزانې تر نشر پوري داسي فکر کېدئ، چي دا د پښتو ژبي اثار چي موږ ته راپاته دي دا د پیر روښان، اخوند دروېزه او د هغو د پیروانو اثار دي یعني د لسمي هجري پېړۍ شاوخوا. دا خزانه چي رامیدان ته سوه دا زمانه ئې لږ څه اوږده کړه، دلته یو شعر وو چي (۱۳۹هـ.ق.) ته رسېدئ. خبره اوږده سوه، دې هم شکوک راوپارول چي طبیعي خبره ده، ځینو دا د محمد هوتک جعل وباله ځینو بیا د علامه حبیبي جعل وباله، چي دا ده له ځانه یو شی جوړ کړی دئ، په دې برخه کي اول اواز بیا هم د پېښور څخه په منظم ډول پورته سو، قلندر مومند خدای دي پر ورحمیږي لوی استاد وو، نقاد وو، شاعر وو، محقق وو، ده ږغ وکئ، کتاب ئې ولیکئ ((پټه خزانه فی المیزان)). زه په کراچي کي وم اندړ صاحب دي خدای ژوندی لري، لیک ئې راته وکېښ چي دلته داسي یو کتاب خپور سوی دئ، نو که ته یو څه پر ولیکې، ما یوه مقاله پر ولیکل، دوی هم یو کتابګوټی لیکلی وو. د استاد اصف صمیم په ملګرتیا باندي چي دا پټه خزانه فی المیزان رښتیا میزان دئ که نه دئ؟ زحمت ئې ډېر په کښلی وو ما هم یو کتاب ولیکئ «پوخ کاڼی» او هغه خپور سو. پټه خزانه سره توده سوه، خبره د علم تر چوکاټ ووته، نو زه مجبور سوم چي په دې برخه کي ځیني هغه خبري چي ماته په خانداني او د کورنۍ په حساب باندي تر ما رارسېدلي وې، چي زه دغه خبري و دا خلکو ته ولیکم، دغه اوسنۍ نسخه چي دا اوس زموږ سره موجوه ده او د افغانستان په ملي ارشیف کي پرته ده، دا د امیر محمد اکبر هوتک لپاره استنباط سوې ده. حاجي محمد اکبر هوتک زما نیکه دئ، زما ور نیکه حاجي محمد عمر نومېدی دغه د حاجي محمد اکبر سکنی ورور وو، زما د پلار مور یعني زما انا د حاجي محمد اکبر لور وه، زما مورنی نیکه مولوی صالح محمد د حاجي محمد اکبر لمسی دئ، نو په دې لحاظ زما سره معلومات تر دا نورو ډېر وه، دغه کور چي حاجی محمد اکبر هوتک په خپل لاس سره ودان کړی دئ، د ملا ګل داد په کوڅه کي تر اوسه پوري هم ولاړ دئ، زه په دغه کور کي زیږېدلی یم. حاجي محمد اکبر هوتک د امیر شیر دل خان د زمانې سړی وو، سوداګر وو لکه د کندهار نور خلګ چي په تجارت اخته دي ده هم تجارت کاوه، هندوستان ته به تلئ. کله چه په میوند کي غازي ایوب خان انګریزانو ته ماته ورکړه او دی رالئ او په کندهار کي ئې خپل امارت اعلان کئ، د کندهار خلګو د ده سره بیعت وکئ، دغه حاجي محمد اکبر خان هم په دغه بیعتګرو کي وو او د غازی محمد ایوب خان حمایه ئې کوله، غازي محمد ایوب خان چي د عبدالرحمن خان سره په جنګ کي ماته وخوړه او ولاړی هرات ته، دلته کندهار د امیر عبدالرحمن خان لاس ته ولویدئ نو پر هغو کسانو ئې توره شپه جوړه کړه چي د غازي ایوب خان حمایه ئې کوله. په دې کي ئې حاجي محمد اکبر د خپل زوی سره تبعید کئ ، جایداد ئې دلې ضبط سو، په کوټه بلوچستان کي پس له سلو کالو څخه یو لوی کتاب په لسو ټوکو کي خپور سو، (کندهار نیوز بیټر) په انګریزي ژبه دئ. په دې کي دا ټوله هغه حوادث چي د دا سلو کالو په جریان کي راپورونه او خطونه جمع سوي دي، په دې کي په پنځم ټوک کي په یو اتیایم مخ کي لیکلي دي، چي له کندهاره څخه یو خان بهادر دئ چي نوم یې میرزا باقي خان وو هغه د انګریزانو نماینده وو و کوټي ته ئې حال ورکړی دئ، چي د حاجي محمد اکبر جایداد ضبط سو، زوی یې بندي دئ او دی تللی دئ کراچي ته، نور د ده د راتګ لار دلته وتړل سوه. نو زوی چي ئې له بند څخه خلاصه سو، ده ور وغوښتئ. هورې ئې په کاسیانو کي خپل زوی ته کوزده ور وکړه، د هغه څخه ئې اولادونه پیدا سوه، یو ئې زوی وو یوه ئې لور وه. لس کاله وروسته حاجي محمد اکبر هوتک امیر عبدالرحمن خان ته په پښتو عریضه وکړه، دی ئې وبخښه، دی بیرته رالئ کندهار ته. په کوټه کي د اوسېدو په وخت کي دغه پټه خزانه ده ته په لاس ورغلې وه او ده د ځان لپاره کاپي کړې وه، دی چي په هغه وخت کي کندهار ته راغلئ دلې پاته سو، په خواریو سره اخته سو، هغه زوی چي په کاسیانو کي ئې واده ورکړی وو هغه هورې په کوټه کي پاته سو او هورې پسي مړ سو، یو یتیم زوی ئې پاته وو او یوه یتیمه لور. له کندهار څخه ئې یو بل زوی پسي وغلئ او دا دوه یتمان ئې راوستل مګر پر کتابو، پر مال او جایداد او پر ثروت باندي ئې کاسیانو لاس تېر کړی وو. دی چي کور ته ورغلئ، مازي ئې یتمیان تر لاس ونیول، غالباً په دغه وخت کي دا د ده کتابونه چي ئې پر بازار کړي ول، دغه د پټي خزانې نسخه و عبدالعلي اخندزاده ته په لاس ورغلې وه، تر هغه را وروسته هغه حبیبي صاحب ته وسپارله هغه پسي خپره کړه. دغه یتیم چي دوی دلته راوستئ محمد حسین نومېدئ، وروسته حاجي محمد حسین سو، د کابل دروازې دباندي یو کباړي دئ د حاجي محمد حسین په نامه شاید تاسي ته به در معلومیږي، د ده زوی احمد شاه هوتکي دئ، په کاناډا کي د افغان رسالې په نامه باندي یوه جریده خپروي. دا هغه حال دئ چي موږ ته معلوم دئ، نه په دې کي جعل سته نه په دې کي خلاف سته، موږ ته مشرانو هم دا بیانونه کړي دي، موږ ته خپلو کورنیو هم دا بیانونه کړي دي، دا د حاجي محمد اکبر کتابخانه موږ ته رامعلومه ده، مشهوره کتابخانه يې وه چي څونه کتابخانه ئې وه، د (اربرې؟) په نامه یې یو کتاب دئ، دا اوس حالانه صحاف صاحب ته پروت دئ، چي ده په خپله خطاطي کړی دئ، یعني دا ورکي خبري نه دي.
د دغي خزانې د خپرېدو سره سم سیاست راګډ سو، د پښتو او د فارسي مسئله سوه، د مشر او د کشر خبره سره جوړه سوه، پخوا به لا یوه پرده په دا منځ کي پرته وه اوس چي دا د تیرو څلویښتو کالو جنګ او جګړو په نتیجه کي دا پرده د مابینه څخه پورته سوه، خولې ازادي سولې، هر څوک چي هر څه وایي هغه خپریږي، میډیا ازاده ده، نو که مخالفین دي هم د علم لمن ئې ایله کړله او د سیاست خوا ئې ټینګه کړه.
زه دا یو څو خبري تاسي ځوانانو ته کوم: علامه حبیبي چي دا پټه خزانه خپره کړه (د دې مجلس د تنظیموونکو څخه زه هیله کوم که مي وخت لنډېدئ ږغ راباندي کوئ) او وروسته چي تر دا نشر علامه حبیبي په خپله ولیکله، په (محمد هوتک یاد) کتاب کي تاسي وګورئ حبیبي صاحب دا ولیکله ول ما چي دا خزانه خپره کړه، د مینانو له خوا څخه و دې کتاب ته د یوه سپېڅلي کتاب په سترګه وکتل سوه او د مخالفینو له خوا څخه ئې دا یو مجهول کتاب وبلل سو. نو حبیبي صاحب وايي چي زه د دواړو پر خوا نه یم، موږ باید هر شی د علم پر معیار باندي، د علم په محقق باندي وګورو. پټه خزانه یوه تذکره ده مقدس کتاب نه دئ، په هغه کي به خامخا غلطۍ وي په هغه کي به خامخا نیمګړتیاوي وي، غلط احکام به وي، تاسو ته معلومه ده چي تر قران عظیم الشان رالاندي پر دنیا داسي کتاب بل نسته چي هغه ته دي ګوته ونه نیول سي. تاسي د احادیثو کتابونه را واخلئ، صحاح، السته راواخلئ، په هغو کي داسي ځایونه سته چي علماء د شک په سترګه ورته ګوري، البته ما وارو خلګ نه. محققین، محدیثین، علماء وایي چي دا حدیث ثقه نه دئ. نو دا د یوه خوار پښتانه یوه تذکره ده چي هغه ئې هم پخوا درې سوه کاله د مخه لیکلې ده، نو په دې کي به ولي غلطۍ نه وي؟ تاسي ځوانان باید له نقده څخه ونه بېرېږئ، که پر یو شي باندي اعتراض موجود وي که پر یو شي باندي انتقاد موجود وي، که یو حکم ستاسي په نظر باندي ناسم درسي، د اظهار، د ویلو او د راڅرګندولو څخه ئې هیڅکله هم مه بېرېږئ. باید دا پټه خزانه هم موږ داغسي وبولو، چي دا له نقده څخه وتلی کتاب نه دئ، که دي لږ اعتراض پر وکئ، نو ولاړې نغوذ بالله ایمان دي درڅخه ولاړئ. یا داسي نه ده. زه په مسئولیت سره دلته درته وایم که داسي وي چي یو وخت ما ته د پټي خزانې ځیني احکام داسي راته ثابت سي چي دا د محمد هوتک د قلم څخه نه دي راوتلي بلکي بل چا پکښي چخلي دي، په دا کتاب کي ئې ځای کړي دي، تاسي دا یقین وکړئ چي زه به ئې پر هغو برخو باندي هیڅکله استناد و نه کړم. دا د علم تقاضا ده، دا د نقد تقاضا ده، دا د کره کتني تقاضا ده، موږ باید و دا مسائلو ته په ډېرو تفاصیلو، په ډېر پاک نظر باندي وګورو او خصوصاً تذکرو ته خو بیا بیخي وګورو. زموږ ځیني ځوانانو په دا فېسبوک، په دې شیانو کي چي ډېر مصروف دي دوی دا فکر کوي چي که دا پټه خزانه نه وه نو پر پښتنو اسمان راونړېدئ، ولاړل پښتانه د خاورو خاکه سوه. داسي نه ده؛ ته یې داسي فرض کړه چي نه دا محمد هوتک دا پټه خزانه لیکلې ده، نه سردار مهر دل خان یو نقل اخیستی دئ، نه حاجي محمد اکبر پر ځان دا تکلیف منلی دئ او نه حبیبي صاحب د هغه د نشر لپاره تلاښ کړی دئ، نو به څه اسمان مځکي ته راغلی وي، خو داغه پښتون وو، داغه ئې ژبه وه. تاسي دا اولسي ادبیاتو ته وګورئ د پښتو موږ ولسي ادبیات لرو، موږ لنډۍ لرو، موږ کاکړۍ نارې لرو، موږ د شین‌خالۍ نارې لرو، داغه نارې دغه لنډۍ دا د پښتانه له ژونده سره شروع سوي دي. په پټه خزانه کي به لا یو شعر وي وایي دا (۱۳۹هـ.ق.) ته رسیدلئ نو دا دئ دوولس دیارلس سوه کاله ئې وسوه یا څه کم یا څه زیات، مګر لنډۍ د پښتانه له ژونده سره شروع ده. که دا د پښتون عمر پنځوس زره کاله دئ که یو میلیون کاله دئ او که دا پرون لکه پوڅکۍ د مځکي څخه رازېږېدلی دئ، دا لنډۍ ورسره ملګرې ده، داغه ادبیات زموږ لپاره کفایت کوي. دغه پټه خزانه دي خدای ج په اور پسې کړي. دوهمه خبره چي زموږ څخه خپله ورانه ده هغه دا ده، چي زموږ د ځینو مشرانو البته احترام ئې پر ځان لازم بولم، دې مشرانو بې له ضرورته د فارسي سره په جنجال کي اچولي یو. دا مو ترله ده، دا مو تربور دئ، راځئ د دوی سره که دوی یو څه وکړه موږ به ئې هم کوو. دا پښتو که خواره ده او که بډایه ده، که زړه ده که پرون پیدا سوې ده، دا په بل هیچا اړه نه لري دا د پښتنو ژبه ده. آیا په دا دنیا کي ټولي ژبي داسي دي چي ټوله قوي ژبي دي آیا په دنیا کي کمزوري ژبي نسته. آیا په دنیا کي خواري ژبي نسته؟ موږ پښتانه او دا تاسي ځوانان باید هیڅکله په دا و نه شرمېږئ چي دا زموږ ژبه خواره ده بلکه علتونه ئې پیدا کړئ، چي ولي خواره ده او که دي دا وویله چي یا زما ژبه داسي پرمختللې ژبه ده، داسي له ځانه پوره ژبه ده او داسي پخوانۍ ژبه ده، ځان خطا باسې! ولي دا حقیقت ته نه متوجه کېږې چي لکه پښتون چي خوار دئ، لکه چي پښتون چي ګرد عمر عسکر دئ، لکه پښتون چي ګرد عمر د بل لپاره توري وهلي دي، لکه پښتون چي سرومال د بل لپار قربان کړی دئ، ژبه ئې هم داغسي خواره ده. دا نه سي کېدلای چي يو قوم دي په تاترین کي پروت وي، په کوهي کي پروت وي او ژبه دي ئې اسمان ته ختلې وي. دا نه سي کېدلا، چي په یو قوم کي دي په سلو کي یو کس باسواده وي او ژبه ئې پرمختللې وي. موږ که دا خپل قوم د یو وجود په حیث باندي وبولو، که ئې و نیمګړتیاوو ته متوجه نه سې، ته یې علاج نه سې کولای. یو مریض چي ته ئې په دا مرض باندي ځان پوه نه کړې او وایې یا ته جګ جوړ یې، هغه خوار به مړیکي تبي نیولی وي، ټوخی به ور لوېدلی وي، توبرکلوز به وي، ته وايي یا خیر و خیریت دئ، خو مړ دي کئ، داسي مه کو په دغه مسایلو کي.
زه چي له کاناډا راغلئ یمه، یو څو عمر مي غوږونه پر ارامه دي شکر نه مي خبر اورېدلی دئ، نه مي فېسبوک کتلی دئ، نه مي دا نور شیان کتلي دي، خو هغه وخت چي راتلم خورا دا هنګامه توده وه او دا هر پښتانه به د ځان سره دا فکر کاوه، چي که چا پر پټه خزانه اعتراض وکړئ. اووو زما پر پټه خزانه دي اعتراض وکئ! ستا په ...! ته راکړه دا لرګی! خوشي یو حال سره جوړ وو، د دغه حالت څخه ځان راوباسئ، نو څه شي وکئ؟ د پټي خزانې پر سر باندي د بل چا سر مه ور ماتوئ و ئې ګورئ دا پټه خزانه چي دا چشي ده. چي دا ټوله دنیا درته ووایي چي دا مجهول اثر دئ دا د ځانه جوړ سوی اثر دئ، وايه ښه دئ، سوی دئ. یو واري سر په خلاص کړئ، وه ئې ګورئ، وه ئې ګورئ! بیا که هغه چا اعتراض پر کاوه دا اعتراض ئې هم ووایاست، د دغه اعتراض جواب چي چا لیکلی دئ، هغه هم ووایاست. دغه ئې د حل لاري دي. تاسي له نقد څخه مه بېرېږئ. مګر زه چي دا ستاسي مقالو ته مي کتله، په تاسي کي دغه روحیه سته چي تاسي و نقد ته حاضر یاست او په خپل تحصیل او پر خپل تعلیم باندي. اوس خو دا دئ ډېر د خوشحالۍ ځای دئ دا دي امکانات راته برابر دي. په دغه ایډیټوریم کي موږ ناست یو او دغسي ځوانان مو مخ ته ناست دي، دغه هر یو ځوان په اینده کي د پټي خزانې مولف دئ، زما دا یقین دئ.
تاسي ته دي خدای زر چنده عوضونه درکړي. زه د دا غونډي له جوړوونکو، د دا زحمت ګالونکو څخه، رابلونکو څخه، ستاسي څخه نهایت ممنون یم چي تکلیف مو پر ځان باندي وګاله، مګر چي رښتیا سي زما په باره کي تاسي ډېري خبري وکړې؛ دا یوه خبره ما بل ځای هم کړې ده، وایي پر یوې انجلۍ باندي د پلار د ملکۍ ږغ وسو، چي مبارک دي سه چي پلار دي ملک سو! ويل دې سر پټ کړئ، نو همزولي ئې ورته راغلې، ويل نو ژاړې پر څه؟ نو دا خو د خوشحالۍ خبره ده پلار دي ملک سو، دې ويل ژاړم پر دې چي اوس لکه چي په کلي کي د سر سړی نه سو پاته چي ملکي زما پلار ته ورسېده. ما ته خپل ځان معلوم دئ چي ملکي تر ما ورسېده، نو لکه چي د سر سړی نه سو پاته. خدای تعالی دي وکړي چي زه په دغه خپل برداشت کي غلط یم. ستاسي څخه ډېره ډېره مننه. خدای تعالی مو وهوسوه، خدای تعالی مو ونازوه.

له ويډيو د متن ټايپ کوونکی: نقيب احمد قيومي
د ويډيو سره د متن بيا پرتلنه: شمس الله آرين 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ