ليکونکی: اکادميسن محمد صديق روهي

پس منظر:
د شلمې پیړۍ په دریمه لسیزه کې دنشنلزم څپې د نړۍ ګوټ، ګوټ ته ورسیدې. نشنلیزم مثبت او منفي اړخونه درلودل. دلته د مثبت او منفي یو یو مثال وړاندې کوم. د مثبت اړخ مثال یې دا دی چې نشنلزم په قومونو کې کهترۍ ( inferiority complex ) احساس له مینځه یوړ او هغوی یې له استعمار سره د مقابلې او د خپلو فرهنګي مواریثو د را ژوندي کولو د پاره چمتو کړل. منفي اړخ یې دا و چې د قومي تفوق او امتیاز غوښتنې د پاره یې ځمکه هواره کړه. افغانستان هم له دغې منفي اغیزې څخه بې برخې پاتې نشو، خو د افغانستان په لویدیځ ګاونډي هېواد کې افراطي تفوق غوښتنه له پراختیا غوښتنې سره ملګرې شوه. د پراختیا غوښتنې د سیاست له امله د دغه هېواد خلکو د خپل هېواد نوم د دې د پاره بدل کړ ( ۱۹۳۵ ع کال) چې د یوه بل هېواد پر خاوره، تاریخ، ژبې او ثقافت باندې غیږه راوګرځوي. هغوی په پښتنو دا هم نه لوریده چې په خپله ژبه لیک او لوست وکړي. نو کله چې «پټه خزانه» رابرسيره شوه، ، دوی د هغې پر ضد د تبلیغاتو خزانه په کار واچوله او هغه یې جعلي اثر وباله. دوی هیڅ سند نه درلود، ځکه چې هغوی نه پښتو پوهیدل او نه یې د پښتو ادب په باره کې معلومات درلودل.
د هغوی د تبلیغاتو محرک یو ړوند ایتنو سنټریزم ( ethno centrism ) و. خو دا هم باید وویل شي چې د دوی پرله پسې تبلیغات د زیات تکراریدو په وجه بې اغیزې پاتې نشول او د هغو خلکو په مغزو کې یې د شک تخمونه وکرل چې د بې سنده او بې دلیله تبلیغاتو تر اغیزې لاندې راځي. سره له دې، د اکثره پښتنو دا خیال و، چې د نوموړي کتاب پر ضد پروپيګنډه د پښتنو د مخالفانو کار دی، پښتانه فرهنګيان د «پټي خزانې» د صحت او اصالت په باره کي شک نه لري.
په ۱۹۷۶ ع کال کې یو پښتون لیکوال د پښتو اکیډیمۍ په میاشتنۍ مجله کې یوه مقاله خپره کړه او په هغه کې یې د «پټې خزانې» د صحت او اصالت په باب شکوک ښکاره کړل.
د تعجب خبره ده چې د دغې مقالې په باره کې چا کومه تبصره ونه کړه. زه چې په هغه وخت کې د پښتو ټولنې رییس وم، د نوموړې مقالې له خپریدو څخه خبر نشوم. په ۱۹۷۹ ع کې هماغه لیکوال په هماغه سلسله کې یوه بله مقاله هم نشر کړه. په دغه وخت کې د افغانستان فضا د سیاسي بحران په تورو لړو پټه شوې وه او د فرهنګي اختناق په وجه اکثر فرهنګي شخصیتونه د دغې مقالې له خپریدو څخه ناخبره پاتې شول. د پښتو ادب دوو یا دریو تنو محققانو چي د «پټي خزانې» په باب یې د ښاغلي قلندر مومند مقالې لوستي وې، د علمي سمینارونو په جوړولو سره یې په غیر مستقیم ډول د نوموړي اعتراضونو ته ځوابونه ورکړل. ښایي دا پوښتنه وشي چې ولې غیر مستقیم ځوابونه ورکړل شول؟

لومړی دليل دا دی چي تقريبا پنځوس کاله پښتو اديبانو او محققانو له «پټي خزانې» څخه د پښتنو د دښمنانو په وړاندي دفاع کړې ده او دغه کتاب پښتنو فرهنګیانو ته د ملي وثیقې او ملي ویاړ حیثیت غوره کړی دی. هیڅوک نه غواړي چې د خپلو مقدساتو او یا افتخاراتو په باره کې د چا اعتراضونو ته هرکلی ووایي او یا ورباندې زیات بحث وکړي. دا البته منطقي دلیل نه دی، بلکې سایکالوجیک یا روحیاتي دلیل دی.
دوهم دلیل دا دی چې په کابل کې هغه وخت موجود حکومت په پښتو پسې راخیستې وه، پښتانه روښان فکران یې ځورول او بدنامول؛ د پښتنو پر ضد یې داسې کتابونه چاپ کړل چې په هغو کې پښتانه د افغانستان په اشغال متهم شوي. پښتانه یې د افغانستان اصلي اوسیدونکي نه ګڼل، دوی یې بې فرهنګه بللاو پښتنو ته سختې کنځلې په کې شوې وې.
که پرچمیان د ښاغلي قلندر مومند مقالو ته متوجه شوي وای نو هغه مقالې به یې د لکونو په تیراژ چاپ کړې وای او ترجمې به یې همسایه ملکونو ته استولې وای.

هدف:
د «پټه خزانه فی الميزان» لينکوی زيار ايستلی دی دا خبره ثابته کړي چي «پټه خزانه» د ارواښاد پوهاند عبدالحی حبیبي تالیف دی.
زما د مقالې هدف دا دی چي د محترم قلندر مومند د «پټه خزانه فی الميزان» د نقد او تحقيق اسلوب وڅېړم چي آيا ده خبره د شک نه ايستلې ده که نه؟ زما په نظر، د علمي تحقیقاتو په نړۍ کې هر څوک د شک کولو حق لری، خو شک کول د ثبوت معنا نه لري.
لومړی انسان شک کوي، له شک نه وروسته یوه فرضیه (hypothesis) جوړوي، د فرضیې د اثبات د پاره کافي مواد (data) برابروي، له ازموینې وروسته د خپلې فرضیې په صحت او سقم پوهیږي.
که د سیاسي تبلیغ خبره وي نو د خلکو په اذهانو کې شک پیدا کول ډیره موثره وسیله ده. که د عقیدې خبره وي نو دین یا عقیده هیچا ته د شک کولو حق نه ورکوي. خو کله چې د علمي تحقیقاتو خبره وي هلته شک د علم د پاره ضرور دی. خو، لکه مخکې مو چې اشاره ورته وشوه شک کول د ثبوت معنا نه لري.
د دې خبرې د توضیح لپاره به یو مثال راوړم: ښاغلی غني ښاغلی قلندر ښه نه پیژني او د ده له علمي تحقیقاتو څخه ناخبره دی، خو کله چي ښاغلی غني د ښاغلي قلند «پټه خزانه فی الميزان» لولي نو تعجب کوي چي ده دا دومره معلومات له کوم ځايه پيدا کړي دي.
په پای کي ښاغلي غني شک کوي چي «پټه خزانه فی الميزان» به د ښاغلي قلندر د څېړنو او پلټنو محصول وي. ليکن د ښاغلي غني شک د ثبوت د پاره کفايت نه کوي، هغه بايد داسي فاکټونه او معلومات راغونډ کړي چي د ده د شک د ثابتولو د پاره کافي وي.
دلته دا هم باید وویل شي چې د ښاغلي غني شک په عمل کې چندانې ارزښت نه لري ځکه چې دا د یوه شخص د پوهي په باره کي دی. خو کله چي «پټه خزانه» مجعول او له ځانه جوړ شوی اثر وګڼل شي هلته د يوه ملت د فرهنګي خزانې د مينځه تللو مساله مطرح کيږي.
ښاغلی محقق قلندر مومند د «پټه خزانه فی الميزان» لومړي مخ کي ليکي: «ما په افغانستان کې چې کومو وروڼو سره په دې سلسله کې د بحث کوشش کړی دی، د هغو اصرار دا و چې د دې کتاب د صحت په هکله شکوک ښکاره کول د قومي مصلحتونو سره سمون نه خوري. د دوی په ځواب کې زما موقف تل دا و چې هغه قومي مصلحت چې د انتقاد نه اوچت وګڼلی شي، په حقیقت کې د قومي مفاداتو خلاف وي.»
زه پخپله هم په دې عقیده یم چې مونږ باید د خپل فرهنګ بنسټ په درواغو او جعلیاتو بنا نه کړو خو د دې تر څنګ دا خبره هم باید هیره نه کړو چې د شهرت او ځان ښودلو په خاطر د خپل قوم په افتخارانو لوبې کول د قومي مفاداتو خلاف عمل ګڼل کیږي.

د متنني کره کتنې ميتود:
متني کره کتنه (textulal Criticism) د نړۍ د فرهنګ په تاریخ کې اوږده سابقه لري. له ادبي کره کتنې سره د متني کره کتنې توپیر دا دی چې ادبي کره کتنه د یوه اثر هنري ارزښت څېړي، په داسې حال کې چې متن کره کتنه
د یوه اثر اصالت او صحت او د اعتبار یا وثوق اندازه معلوموي. کله چې د یوه اثر لومړۍ نسخه په لاس کې نه وي، متني کره کتنه د اصلي (original) نسخې د احیا کولو د پاره هم زیار باسي.
په اجتماعي علومو (social sciences) کې ډیره ځله له احصاییوي قانون ګټه اخیستل کیږي او د یوې فرضیې د احتمال درجه اهمیت پیدا کوي، خو په متني کره کتنه کې د یوه اثر د صحت او اصالت د تثبیتولو د پاره کله کله یو مهم دلیل د برهان قاطع درجې ته پورته کیږي. سره له دې، په اجتماعي علومو کې د برهان قاطع پیدا کول ډیر مشکل کار دی.

اجازه راکړئ دا خبره د یوه مثال په ترڅ کې بیان کړم:
«پټه خزانه فی الميزان» په (۱۷۰ ـ ۱۷۲) مخونو کي ليکي:
د اقتباس پېل:
«پوهاند رشاد وايي: د (ځ) اوسنی مروج شکل چي د (ح) پر همزه (ء) کښلي دي، د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد دی چي وروسته عام شو او په لروبر پښتونخوا کې رواج وموند (۲۸) د فاضل پوهاند دا تحقيق په دې لحاظ ډير اهم دی چي دوی په کوم کتاب کي دا تحقيق کړی دی، د هغه په تاليف کي ورسره په مشرانو کي مرحوم حبيبي او مرحوم بېنوا هم شامل دي او تر اوسه د دې مشرانو له خوا د دې مقالې د دې حصې واضح ترديد نه دی شوی. ځکه نو موږ مجبور يو چي د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليک دود په باره کې د افغانستان متفقه موقف وګڼو.
که د (ځ) دا توری د وزير محمد ګل خان موموند ايجاد وي نو د «پټي خزانې» د حقانيت او قدامت د حاميانو په خدمت کي زه دا حقيقت پيش کول غواړم چي وزير محمد ګل خان مومند عين په هغه کال کي پيدا شوی دی، په کوم کال (۱۳۰۳ هـ) چي د پټې خزانې دوهم کاتب «محمد عباس کاسي» خپل کار «باستعجال تمام» خلا کړی ... نو د پټې خزانې په املا کې د (ځ) استعمال د دې نه بغير بل هيڅ تشريح نشي کيدای چي «پټه خزانه» د محمد ګل خان مومند د سن شعور ته د رسېدو نه پس ته دور کې ليکلی شوی کتاب دی او ځکه نو دا سروپ دروغ دی چي دا کتاب په (۱۳۰۳) کي ليکلی شوی دی.
د خير البيان په چاپ کې برخه اخيستونکي مهربانان ... د کتاب د چاپ کيدو نه پس تر اوسه يعني تر ۱۹۸۶ ع د فاضل پوهاند رشاد په تحقيق خاموشه پاتې شوي دي او ځکه د خپلې خاموشۍ په وجه يې دا ثابته کړې ده چي دوی ورسره متفق دي ... د فاضل رشاد دا بيان د «سلطاني ګواه» د بيان حيثيت لري.
د اقتباس پای

د دغه اوږده اقتباس نه څرګندیږي چې د ښاغلي قلندر مومند «سلطاني ګواه» هماغه برهان قاطع دی يعني د ده په عقيده همدغه يو دليل کافي دی چي «پټه خزانه» يو جعلي اثر و ګڼل شي. ما ووي چي د «سلطاني ګواه» موندل ډېر مشکل کار دی. په پورتني مثال کي دغه پوښتني راولاړيږي:

۱ ـ فاضل استاد پوهاند رشاد په رښتیا لوی عالم او ستر محقق دی. آیا دا ناممکنه ده چې عالم دې هم کله کله اشتباه وکړي؟
ما د «وفا» په جريده کي ولوستل چي استاذ خپله خبره تېروتنه ګڼلې ده. يو رښتونی محقق ته نه ښايي چي د مشهورو عالمانو خبره د کاڼي کرښه وبولي، حتی د کاڼي کرښه هم ويجاړيږي.
۲ ـ ښایي ارواښاد محمد ګل خان مومند د (ځ) لیکدود خپل ایجاد بللی وي، خو وروسته داسې آثار لاس ته راغلل چې د وزیر محمد ګل خان له زیږیدو نه مخکې لیکل شوي وو او (ځ) یې په همدغه بڼه لیکلی و. د دې خبرې معنا دا نه ده چې د ارواښاد وزیر صاحب به هغه آثار لیدلي وي، کیدی شي دغه یو توارد وي.
۳ ـ د یوې موضوع په باب څه نه لیکل او خاموشه پاتې کیدل د اتفاق معنا نه لري. د پښتنو ځینو مشرانو، لکه خان عبدالصمد خان اڅکزی او وزیر محمد ګل خان مومند پر لیکدود باندې ما پخپله کوم انتقاد نه دی لیدلی خو د دې خبرې معنا دا نه ده چي پوهانو د هغوی ليکدودونه منلي دي. ښاغلی قلمند مومند وايي:« نو موږ مجبور يوو چي نو مونږ مجبور یوو چې د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليکدود په باره کي د افغانستان متفقه موقف و ګڼو.»
تاسې مجبور نه یئ چې دا د افغانستان متفق موقف وګڼئ.
۴ ـ د «پټه خزانه فی الميزان» ليونکي «سلطاني ګواه» غلط ثابت شو اوس بايد بل «سلطاني ګواه» پيدا کړي.
د اصلي او جعلي اثر د تشخیص د پاره باید ټول کتاب په مجموع کې د زمان او مکان سره په ارتباط کې وڅېړل شي.
که څه هم په دې برخه کې ځینې اصول او موازین شته، خو د نقاد د لیاقت او فراست د تشخیص په برخه کې مهم رول لوبوي. د کتاب نوم، رنګ او کاغذ، املا، ژبه (لغات، ترکیبونه د جملو جوړښت، سبک style )، محتوا او مضمون (مفکورې، ارزښتونه، عقاید، د تمدن سطح) د خپل وخت او چاپیريال له متداولو معیارونو سره سمون خوري؟
دا ډول پوښتنې مهمې دي، باید میخانیکي شکل هم و نه لري.
د مثال په توګه خوشحال خټک ځینې ډیرې لوړې مفکورې درلودې چې د ده د عصر نه اوچتې وې. نو که څوک د خوشال بابا «سوات نامه» يا «دستار نامه» د خپل عصر له معيارونو سره وڅېړي نو کيدی شي چي ليکونکي نوی سبک ايجاد کړی وي، يا يې له ځانه جوړ کړي لغاتونه استعمال کړي وي.

«پټه خزانه فی الميزان» د کره کتنې په تله کي:
کله چې یو کتاب د چا لاس ته ورشي، نو لومړی د کتاب نوم او د مولف نوم له نظره تیروي اغلب احتمال دا دی چې ورپسې به د موضوعاتو فهرست ګوري څو په دې وپوهیږي چې کتاب له څه شي نه بحث کوي او د لوستونکی اړتیاوو ته ځواب ویلی شي که نه؟ اکثرو لوستونکو ته د کتاب د چاپیدو نېټه او د چاپ ځای هم ارزښت لري خو زه پر دغې موضوع بحث نه اوږدوم.

لومړۍ پوښتنه د کتاب له عنوان نه پېل کوم، د کتاب نوم دی: «پټه خزانه فی الميزان» په دغه نامه کې «پټه خزانه» خاص اسم دی چي ليکونکي دغه نوم ته تغير نشو ورکولای. د دغه ټکي په پام کي نيولو سره، ويلای شو چې «پټه خزانه فی الميزان» د عربي ژبي ترکيب دی. که چيري په راتلونکې زمانه کي دغه عربي نوم د يوه ادبي مؤرخ له نظره تېر شي، نو هرو مرو به له هغه سره دا پوښتنه پيدا شي چي آيا دغه نوم د طنز او ملنډو د پاره انتخاب شوی دی او که په دغه وخت کي د پښتو کتابونو د پاره دغه ډول نومونه مروج وو؟ که دغه کار د طنز د پاره شوی وي، نو بيا د مؤلف دغه خبره سمه ده چي وايي:
«که زما په نیت څوک حمله کوي یا زما خبره بې دلیله ګڼي، نو دا به له ما سره ډیره لویه بې انصافي وي.» د يوه سړي نیت خو د ده د عمل نه معلومیږي دا خبره به یوې خوا ته پریږدو چې مؤلف نوموړی کتاب په څه نیت لیکلی دی. خو د ده دغه ادعا چې هیڅوک باید د ده خبره بې دلیله و نه ګڼي، د تحقیق له اصولو سره سمون نه خوري. یو محقق هيڅکله په دغسي الفاظو له ځانه دفاع نه کوي چي ځان «عقل کل» وبولي.
بله خبره دا ده که د کتاب عنوان د طنز د پاره نه وي انتخاب شوی نو بیا دا نوم غریب شانته ښکاري. اوس به راشو د کتاب فهرست ته. د کتاب له فهرس (!) نه په لومړي نظر دا څرګندیږي چې د لیکلو ډیزاین یې منطقي تسلسل نه لري او له فهرس نه د کتاب محتوا هم په روښانه توګه نه معلومیږي.
فهرست په دې ډول ترتیب شوی دی:
وړومبۍ خبرې، ابتدایي معروضات، د یونس د دیوان شهادت، بېلګې، تاریخي پس منظر، جدیدیت د پټې خزانې ماخذ، د پتې خزانې راویان، فني اړخونه، اینکرانیزم، متفرقات، ضمیمه الف، ضمیمه ب، اشاریه ا، نومونه، اشاریه ب، کتابونه.
په دغه فهرست کې (وړومبۍ خبرې) په خپل اصلي ځای کې راغلي دي. (ابتدایي معروضات) په خپل مفهوم کې هماغه (وړومبۍ) خبرې دي، خو مونږ به یې د پیژندګلوۍ (introduction) په مفهوم تسلیم کړو. که داسې وي نو د مؤلف اساسي اعتراضونه تقریبا په مقدمه یا پیژندګلوۍ کې ختم شوي دي. (د یونس د دیوان شهادت) په عنوان پسې (بېلګې) راغلي دي خو دا نه ښکاري چې د څه شي بېلګې؟ ورپسې (تاریخي پس منظر) راغلی دی چې بالکل په نامناسب ځای کې کینول شوی دی او د تحقیق له میتود سره سمون نه خوري.
«پټه خزانه فی الميزان» له ټولو ضمايمو سره په (۳۷۳) مخونو کي چاپ شوې ده، په داسي حال کي چي (تاريخي پس منظر) له (۱۴۴) مخ نه شروع کيږي.
د تیسیس (thesis) لیکنې یوه معمولي قاعده داسې ده چې (ړومبۍ خبرې preface) زیاتره تشریفاتي جنبه لري. په هغه کې لیکوال له رهنما استاذ، ټایپسټ، خطاط او داسې نورو څخه مننه کوي. ورپسې د ریسرچ پرابلم یا د څېړنې موضوع او هدف بیانیږي. بیا د پرابلم تاریخي پس منظر څېړل کیږي.
ځینې محققان دا غوره ګڼي چې د تحقیق د موضوع او هدف نه مخکې د لیکنې د موضوع یا پرابلم تاریخي پس منظر ولیکي په هغه کتاب کې د پرابلم حل کولو د پاره پخواني کوششونه اوسنی ضرورت او د موضوع اهمیت شرح شي.
ورپسې د تحقیق موضوع او هدف بیان شي. له هغې وروسته د تحقیق اسلوب باندې رڼا اچوله کیږي.
د «پټه خزانه فی الميزان» د تحقيق ډيزاين ځينې څګندې نيمګړتياوي لري. کيدای شوه چي فهرست په دې لاندې توګه ترتيب شوی وای:

فهرست:
وړومبۍ خبرې
تاریخي پس منظر
د کتاب د لیکلو ضرورت، هدف او د تحقیق میتود
لومړی فصل: د «پټې خزانې» متني کره کتنه
۱ ـ د «پټې خزانې» نوم
۲ ـ د «پټې خزانې» ليک دود او املا
۳ ـ د «پټې خزانې» لغتونه او ترکيبونه
۴ ـ د «پټې خزانې» شعرونه
۵ ـ د «پټې خزانې» سبک او ژبه
دوهم فصل
۱ ـ د يونس د ديوان شهادت
۲ ـ د «پټي خزانې» ماخذ
۳ ـ د «پټې خزانې» راويان
۴ ـ متفرقات
دريم فصل: لنډيز او نتيجه
ضميمه الف
ضميمه ب
د نومونو فهرست
د کتابونو فهرست

ښايي د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکی ووايي چي د ده د کتاب عمده برخه هغه دوې مقالې دي چې پخوا نشر شوې وې او ده نشو کولای چي ډيزاين ته بيخي تغيير ورکړي.
تر دې ځايه د ريسرچ پر شکلي اړخ خبري وشوې، شکلي اړخ د تحقيق د کاميابۍ د پاره ضرور دی.

اوس به د انتقاد په څرنګوالي بحث وکړو د کار د آسانتیا د پاره به له تصنیف (Classification) نه کار واخلو.
په عمومي ډول د «پټه خزانه فی الميزان» انتقادونه دوه ډوله دي:
لومړی ډول یې هغه انتقادونه دي چې له هدف سره ارتباط لري په ښه ډول طرح شوي دي، خو جامع او مانع نه دي او له همدې لامله هدف ته نه رسیږي.
دوهم ډول یې هغه انتقادونه دي چې له موضوع سره اړه نه لري یعنې د کتاب د اصالت او صحت له مسالې سره اړخ نه لګوي. د مثال په توګه د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکی په (پټه خزانه) کي د سيدال خان پر بدله انتقاد کوي او وايي چي په دغه بدله کي د وزن او بحر مراعات نه دی شوی. د ښاغلي قلندر مومند الفاظ داسي دي:
«... د سيدال خان ناصر دا بدله د بې بحرۍ او بې وزنۍ د صنعت یو شهکار دی.‏» (۳۰۴ مخ) دا خبره د «پټي خزانې» د جعليت د پاره سند نه شي کيدای. که د ښاغلي مومند مقصد دا وي چي شعر پوهاند حبيبي جوړ کړی ځکه هغه په وزن او بحر نه پوهيده. نو دا خبره هم سمه نه ده، ځکه چي لوی استاذ حبيبي پخپله هم د دغې بدلې بحر او وزن ته متوجه و او په دې هکله يې داسي ليکلي دي:
«اين بدله که از طرف يک نفر سپه سالار معروف و دلاور سروده شده از حیث بحر و عروض از نوادر آثار ادبی زبان ملي است و بحر مخصوص دارد که در بين اشعار پښتو که اکنون در دست است کمتر ديده شده و حفظ اين وديعه ادبی از غنايم اين کتابست.» (۲۴) د «پټه خزانه فی الميزان» په حواله، (مخ ۳۰۳).

وګورئ ښاغلی محقق قلندر مومند وایي چې د سیدال خان ناصر بدله وزن او بحر نه لري. استاد حبییبي وایي چې نادر بحر او عروض لري. د استاد خبره سمه ده. د «پټه خزانه فی الميزان» د (فني اړخونو) تر عنوان لاندې چې څه لیکل شوي دي، هغه اکثر د کتاب د صحت له مسالې سره تعلق نه لري.
هغه انتقادونه چې په لومړئ کټیګوري کې راځي او د لیکوال د هدف سره ارتباط لري به ډیر مهارت طرح شوي دي او چا ته چې اصلي حقیقت نه وي معلوم، ډیر ژر د دغه اعتراضونو او انتقادونو تر اغیزې لاندې راځي. که منتقد په صادقانه ډول خپل اعتراضونه بیان کړي وي، دا د ده مسلم حق دی او زه په خپله دغسې صداقت ته د قدر په سترګه ګورم. خو که دغه انتقادونه عالمأ او عامد اً د اذهانو د تېر ایستلو د پاره شوي وي نو د بخښنې وړ نه دی. د تحقیق اسلوب ته چې وکتل شي نو دغه وروستۍ مفکوره په ذهن کې قوت پیدا کوي ځکه ډیر ځله مؤلف یو کلي حکم صادروي په داسې حال کې چې د دغه حکم د صادرولو د پاره ده ټول فاکټونه (facts) او د تحقیق مواد (data) نه دي کتلي. که کوم خاص غرض په منځ کې نه وي نو هغه څه مجبوریت لري چې د نیمګړو معلوماتو پر استناد یوه کلیه قایمه کړي او کلي حکم صادر کړي.
د مثال په توګه، د (هېواد) کلمه درواخله. ښاغلی مومند وایي چې ښاغلي حبیبي د (هېواد) په معنا غلط پوهیدلی دی او فکر يې کړی دی چي (هيواد) وطن ته وايي نو بيا يې د «پټې خزانې» د ليکلو په وخت کې همدغه غلطه معنا ځان ته قناعت ورکولی شي. لومړی په دې دليل چي پښتانه ډيرې زياتې لهجې لري کيدای شي چي هماغه لغت په مختلفو سيمو کي بيلې، بيلې معناوي ولري. د مثال په توګه د پخواني پاچا اعليحضرت محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په وخت کي د لرې پښتونخوا يوه پروفيسر د کابل په يوه کنفرانس کې ځوانانو ته توصيه وکړه چې د جمهوريت د پاره کار وکړئ. د کنفرانس ګډون کوونکي حيران شول چي د حکومت مېلمه پروفيسر څنګه د شاهي نظام د ختمولو خبرې کوي. وروسته يو چا وويل چي په لره پښتونخوا کې جمهوريت، د موکراسۍ ته ويل کيږي. په دې خبره غلط فهمي له منځه ولاړه. دويم دا چي منتقد پخپله اعتراف کوي چي (هيواد) د وطن په معنا هم راځي، لکه شمس الدين کاکړ چي وايي:
په هيوا مې د کشمير د تورو سترګو
له زړه وياسته نيازمن د خپل هيواد
په دې مقاله کې د دې ګنجايش نشته چې دغه بحث اوږد کړم. خو اصلي خبره دا ده چي ښاغلی قلندر مومند پر نيمګړو معلوماتو (data) استناد کوي، نو ځکه د ده تصمیم د (Generalisation) د تحقیق له اصولو سره تطابق نه کوي.
څوک چې له حقیقت نه خبر نه وي ډیر ژر د کلي حکمونو تر تاثیر لاندې راځي.

د کلي حکمونو يو څو مثالونه دا دي: ښاغلی منتقد وايي چي د «پټي خزانې» د وړومبۍ خزانې په ۲۲ شاعرانو کي د اسمعلي، خرښبون، شيخ بوستان بړيڅ، شيخ متي، علي سرور لودهي، حميد لودي، عيسی مشواڼي، سلطان بهلول لودي، خوشحال بابا او رحمن بابا احوال له هيچا نه پټ نه وو. ښاغلی منتقد استدلال کوي چي په دې حساب د «پټې خزانې» نوم صحيح نه دی.
تاسو وګورئ «له هيچا نه پټ نه وو» څومره عام حکم دی او څومره له غرور او بې پروايۍ صادر شوی دی. د ښاغلي منتقد په نظر، ټول خلک د پښتو ادب متخصصان هم وي نو د «پټې خزانې» له چاپيدو نه مخکې خو د نوموړو ټولو شاعرانو له شعرونو سره اشنا نه وو. که فرض محال دا هم ومنو نو بيا خو د (۲۲) تنو شاعرانو له جملې نه يوازي د لسو تنو شاعرانو احوال به معلوم و، د دولس تنو شاعرانو احوال خو چا ته نه و ښکاره يعني له اکثرو څخه يې خلک ناخبره وو. د همدې اکثريت په لحاظ هم مؤلف حق درلود چي خپل کتاب «پټه خزانه» وبولي.
ښاغلي منتقد ورپسې ليکلي: «د محمد هوتک په زمانه کي هره قلمي نسخه، پټه خزانه وه ځکه چي هغه وخت چاپخانې نه وې.» (مخ ۳) دلته بيا عام حکم په ډيرې بې پروايۍ صادر شوی دی. که دا خبره سمه وګڼله شي نو د حضرت سعدي ګلستان او بوستان، د حافظ شيرازي ديوان، د رحمن بابا ديوان به هم د پټې خزانې په لړ کي راشي. محمد هوتک د خپل کتاب د پاره ډیر مناسب نوم اختیار کړ ځکه چې د پښتنو ښه زیات اکثریت له خپله ادبي مشاهیرو څخه نه وو خبر. د تعجب ځای دی چي دغسي مناسب او معقول نوم ولې د «پټې خزانې» د صحت مساله راپورته کړه؟ که ښاغلی منتقد د تحقيق له ميتود (اسلوب) سره آشنا وای نو ده به دغسي ادعاګانې کولې، کومې قلمي نسخې چي ما کتلي دي په هغو کې (ځ) نشته يا دا چې: کومې نسخې د پېښور اکېډمۍ په کتابخانه او پلانۍ پلانۍ کتابخانه کي ما پلټلي دي په هغو کي پيراګرافونه نشته. ليکن ښاغلی منتقد داسې حکم کوي:«د پيراګرافونو اهتمام خو د شلمې صدۍ جدت دی او شايد چي د انګريزۍ د روايت په تتبع کي د دنيا ټول ادبونو ته راننوتي دي.» که ښاغلی منتقد د پښتو، فارسۍ او عربي ټولې قلمي نسخې نه وي کتلي (او دا کار که ناممکن نه وي نو سخت مشکل خو دی) په دې صورت کي به ده داسي ويلي وای:
تر کوم ځايه چي ماته معلومه ده د پښتو په هغه قلمي نسخو کې چې له شلمې صدۍ نه مخکې ليکل شوي دي د پيراګراف استعمال نه و مروج.
ورپسې بيا عام حکم کوي او وايي: «د عربي، فارسۍ او پښتو قلمي کتابونو يو عام روايت دا هم دی چي په صفحاتو په هندسو کي شمېر نشي ليکلی کيدی» دلته ده بيا د نيمګړو معلوماتو په اساس کلي حکم صادر کړی دی.
ځوان محقق زلمي هېوادمل د ده دغه ادعا سمه نه ده ګڼلې او سند یې ورته ښودلی دی.
ورپسې بيا کلي حکم صادروي او داسي ليکي: «د پښتو قلمي نسخو کې (د)، (دا)، (ده) يو شان (د) ليکلی شی.» د پښتو محققانو ثابته کړې ده چي دا دعوه هم بې ځايه ده.
ښاغلی منتقد پر محمد هوتک يا په اصل کي پر استاد حبيبي اعتراض کوي چي ولي يې غلط ترکيبونه جملې او لغتونه استعمال کړي دي، له د «حمد و ثنا ده هغه خدای لره» په ځای يې «حمد و ثنا ده غه خدای ته» يا «د انسان زړه انشراح پرې مومي» په ځای «د انسان زړه انشراح په مومي او د «کښم» په ځای «کاږم» او داسي نور.
ښاغلی منتقد د خپل انتقاد مقام ډېر راټيټ کړی دی ځکه هغه فکر کوي چي د ده لهجه د پښتو معياري ژبه ده او استاد حبيبي غلطه پښتو وايي.
هسي خو د ښاغلي منتقد پر تولو اعتراضونو بحث کول په يوه مقاله کې نه ځاييږي. زه غواړم د مقالې لنډيز وړاندې کړم: د ښاغلي مومند «پټه خزانه فی الميزان» د تحقيق د اسلوب له نظره غټي نيمګړتياوي لري. د کتاب د تحقيق ډيزاين سم نه دی. د مضمون په لحاظ د کتاب ځينې برخې د ليکوال د اصلي هدف سره ارتباط نه لري او د هغو معلومات نيمګړي دي، له واقعيت سره تطابق نه کوي او له دې امله د کتاب تعميمونه (Generalizations) علمي اعتبار او تحقيقي ارزښت نه لري.
په درناوي
لیکونکی: کاندید اکادمیسین محمد صدیق روهي
منبع: شمشاد پښتو مجله (محمد هوتک خاصه ګڼه) چي پي ډي اېف يې پر دغه لينک https://bit.ly/3cRXYvg په قاموسونه ټکی پاڼه کي هم موندلای سئ
د مقالی ديجيتل کوونکي: احمدولي اڅکزی
د پټې خزانې په تړاو د ټولو مقالو د ليسټ کتلو لپاره پر دغه کرښه کليک وکړئ
https://bit.ly/2Urhrwx 
د
 پټي خزانې زوړ او نوی چاپ کتاب پر لاندني لينکونو کتلای/ډاونلوډ کولای سئ:
https://bit.ly/2MHJVOh

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ