د مقالې ليکونکی:  سرمحقق محمد صدیق روهي
د کتاب سره پېژندګلوي:
پټه خزانه د پښتو ادبياتو په هسک کي يو ځلانده لمر دئ، چي يو شمېر ادبي شخصيتونه ئې د نومورکۍ له تروږمۍ څخه را و ايستل او نړۍوالو ته ئې ور وپېژندل.
پټه خزانه د پښتني ثقافت د غوره ارزښتونو هينداره ده. په دې ارزښتناک اثر کي نه يوازي د پښتو ادب نوميالي استازي معرفي شوي دي، بلکي د پښتو ژبي لغوي پانګه، تاريخي اتلان، ادبي ذخيرې، اولسي وياړني او کلتوري ارزښتونه هم پکښي منعکس شوي دي. د دې اثر اهميت له دې څخه هم څرګنديږي، چي په تيرو څلويښتو کلونو کي دغه کتاب څلور ځله چاپ سوی دئ او دا کار زموږ په مطبوعاتو کي ساری نه لري.
"پټه خزانه" د ژبنيو، ادبي، تاريخي او کلتوري ارزښتونو خزانه ده. لکه د کتاب له سريزي څخه چي څرګنديږي، د پټي خزانې ليکنه د (۱۱۴۱هـ.ق.) د جمادی الثاني د مياشتي په شپاړسمه د جمعې په ورځ پيل شوې ده او د کتاب په پای کي عبارت را ښيي، چي د (۱۱۴۲هـ.ق.) کال د شوال د مياشتي په څلرويشتمه د جمعې په ورځ پای ته رسېدلې ده.
له قرينې څخه ښکاري، چي د مؤلف متعارف نوم به (محمد خان) وو، ځکه له يوې خوا ئې پلار او نيکه داؤد خان او قادر خان نوميږي او له بلي خوا د کتاب د متن پر اساس، د هغه وخت د اشخاصو نومونه معمولاً له دوو مستقلو نومونو څخه ترکيب شوي دي، لکه د ده د معاصرينو دا نومونه: بهادر خان، محمد صديق، پير محمد، غياث خان، ريدي خان، محمد اياز، سيدال خان ناصر او داسي نور.. ښايي چي ده به د تواضع له مخي له خپل نامه څخه د (خان) کلمه ليري کړې وي. په هر صورت دا يو حدس دئ، چي پر قراينو باندي بنا شوی دئ، ښايي سم نه وي. پټه خزانه د شاه حسين هوتک په دوره کي ليکل شوې ده او داسي ښکاري چي د دغه واکمن په دوره کي د پښتني فرهنګ د غني کولو له‌پاره يو آګاهانه جنبش پيل شوی وو. د "پټي خزانې" له لوستلو څخه هر چا ته په اسانۍ سره دا واقعيت ور څرګنديږي، چي د پښتنو ثقافت ځانته مستقله ريښه لري، د تاريخ په بېلا بېلو پړاوونو کي ئې خپل اصلي ماهيت ساتلی او د لرغوني آريايانو ارزښتونه ئې په ځان کي ساتلي دي. په "پټه خزانه" کي سر تر پايه د يوه کهول د غړو تر منځ د ميني او صميميت زمزمې اورېدل کيږي؛ مينه، لورينه، مرسته، ملاتړ، قومي غرور، غونډي، ناستي، ولاړي، درانده خويونه، مهذبه وينا، دوستي، له ځانه تېرېدنه او داسي نور ارزښتونه د کتاب مرکزي هسته ګڼل کيږي.
په لاندي کرښو کي به د پټي خزانې د ارزښتونو مختلف اړخونه وڅېړل سي.
ميتوديک ارزښتونه:
په اکثرو لرغونو تاليفونو کي د کتاب ليکلو انګېزه يا علت، د محتوياتو يا موضوع ماهيت او کله، کله نتيجه په سريزه کي ښودل کيږي. د ليکوال د افادې قدرت، د بيان انسجام او منطقي تسلسل له سريزي څخه په ښه ډول څرګنديږي. د پټي خزانې مولف د يوې دقيقي سريزي د ليکلو ټول ضروري شرايط په پوره بلاغت او مهارت تر سره کړي دي. څرنګه چي پټه خزانه يو ادبي اثر دئ او له ادب او وينا سره سر و کار لري، نو په سريزه کي د وينا او ادبي کلام پر اهميت باندي مدللي او منسجمي خبري شوي دي. محمد هوتک د پټي خزانې سريزه په دغسي خوږو او متناسبو الفاظو پيل کړې ده: «حمد و ثنا ده هغه خدای ته، چي انسان ئې په ژبه او بيان لوړ کا او تمیز ئې ورکا له نورو حيواناتو په نطق او وينا سره؛ او خپل کلام پاک ئې نازل کا په افصح بيان سره، چي هغه معجز او ابلغ دئ له کلام د ټولو بلغا او فصحا. سپاس دئ هغه خاوند لره چي بې له ده نسته خاوند او نه بل بادار د وګړيو. څښتن دی دئ چي انسانان په خوږو خبرو پالي او د هري بليغي وينا ملهم دئ».
د محمد دغه سريزه يو ادبي شهکار ګڼل کيږي. دلته د الفاظو ملغلري د بيان په زرين مزي کي پېيل شوي دي او د وينا پر محور باندي را تاويږي، اما په عين زمان کي په خپله وينا د څښتن تعالی د ستر قدرت مظهر دئ او د هغه ذات د فيض له منبع څخه نشات کوي. (۱)
پس له حمد و ثنا څخه محمد هوتک بيرته وينا ته را ګرځي او داسي وايي:
«اما بعد. په دې پوه سه چي وينا د انسان غوره خاصه ده او د نطق تاج هغه د کرمنا تاج دئ چي خالق تعالی د آدم پر سر نسکور کړ او په هره زمانه کي خدای تعالی په انسانانو کي غوره شاعران او د وينا خاوندان پيدا کړل، چي الشعرا تلاميذ الرحمن وګڼل سول او د دوی ويناوي هر کله داسي خوږې دي، چي د انسان زړه انشراح په مومي او د خوږو زړو مرهم وي».
په دې پورته عبارت کي (د کرمنا تاج) د نطق په تاج باندي تعبير سوی دئ او د وينا خاوندان هم د دغه تاج بالاستحقاقه وارثان دي. نو له دغو منطقي قضيو څخه طبعاً دا نتيجه لاس ته راځي، چي شاعران او د بليغي وينا خاوندان بايد (تلاميذ الرحمن) او د مخلوقاتو اشرف او اکرم وي او ولي به نه وي، ځکه چي د هري بليغي وينا الهام بخښونکی په خپله هغه ذات دئ، چي د ده کلام ابلغ او معجز دئ له کلامه د ټولو فصحاوو او بلغاوو څخه. (۲)
د سريزې په همدې عبارت کي محمد هوتک شعر هم تعريف کړی دئ. د ده په نظر شعر هغه خوږه وينا ده، چي د انسان زړه انشراح په مومي او د خوږو زړو مرهم وي. يا په بله ژبه شعر هم د انبساط او فرحت وسيله ده او هم د تسکين او علاج وسيله. شعر هم د خوند له‌پاره دئ او هم د ژوند له‌پاره. (۳)
محمد د وينا او شعر د اهميت له بيانولو وروسته د پټي خزانې د ليکلو انګېزه شرح کوي او داسي وايي:
«زه چي محمد هوتک يم او په اصل پښتون په قندهار کي اوسم، له ډېره ده چي په ويلو د داسي وينا بُخت يم او د شپې او ورځي مي هم دغه کار دئ او دا ډېر وقتونه تېر سول چي ما غوښته چي زه د پښتنو شاعرانو تذکره وکاږم او د دوی احوال سره را ټول کاندم، مګر زمانې ما ته فراغ نه راکا او دا هيله مي په زړه کي وچه سوه، ځکه چي پر قندهار د ظلم او جفا تورتم پروت وو او هيچا آرام نه درلود او نه فراغ. ګاهي به مغولو چپاوونه کړل او ګاهي به د ګرګين د ستم سوران وو. اوس چي حق تعالی موږ خلاص کړو، له هغه ظلمو څخه او فارغ سوه زړونه زموږ او زموږ ملک حاجي مير خان عليه الرحمه دوی له قندهاره ویاسته او پښتانه ئې د دوی له جوره آزاد کړل او قلم مي را واخيست...».
د محمد هوتک د سريزي ستره ښېګڼه دا ده، چي فکري او منطقي تسلسل پکښي ليدل کيږي. تصنع، تکلف او زوايد پکښي نشته او د مسجعو او مکررو فقرو او مترادفاتو نخښي د هغه وخت د ليکنو په تناسب پکښي لږي دي. لنډه ئې دا چي د سريزي سبک خوږ، روان او محاورې ته نسبتاً نږدې دئ. يوازي د تقديم او تاخير په لحاظ د نورو ژبو تر اغېزې لاندي راغلی دئ، لکه په دې عباراتو کي: او تميز ئې ورکا له نورو حيواناتو په نطق او وينا سره او فارغ سوه زړونه زموږ او زموږ ملک، نو ئې زه وغوښتم خپل دربار ته او داسي نور. په عمومي ډول د کتاب مضمون او شکل يو له بل سره سمون خوري او د شکلياتو برخه ئې د هغه وخت د ليکنو په تناسب ډېره موزونه او معقوله ده.
د پټي خزانې يو لوی مزيت دا دئ، چي مضمون او شکل دواړه د پښتني ثقافت په رنګ رنګېدلي دي او تقليدي اړخ ئې د اصلي اړخ تابع دئ. لنډه ئې دا چي په سريزه کي د کتاب د ليکلو هدف، انګېزه او موضوع په ښه توګه بيان شوي دي. سربېره پر دې د موضوعاتو تصنيف او تبويب هم پر علمي موازينو برابر دئ. د کتاب لومړۍ برخه پخوانو شاعرانو ته وقف شوې ده، دوهمه برخه ئې د معاصرو شاعرانو احوال بيانوي او په دريمه برخه کي ئې ښځي شاعراني معرفي شوي دي.
د پټي خزانې يو بل ميتوديک ارزښت دا دئ، چي د بيوګرافۍ اصلي ارکان ئې په نظر کي نيولي دي. تر کومه ځايه ئې چي وسه رسېدلې ده، د شاعر د اوسېدو ځای، د ژوند تاريخ او حالت، قوميت،د شخصيت غوره اوصاف او د معلوماتو ماخذونه (کتاب يا روايت) ئې په نخښه کړي دي. البته د تذکرې ليکلو د معيارونو له مخي يوه ټکي ته ګوته نيول کېدای شي او هغه دا چي د شاعرانو بيوګرافي په کرونولوجيک اساس نه ده ترتيب شوې. د مثال په توګه بابا هوتک چي تر ټولو مخکي معرفي شوی دئ، په اوومه هجري پېړۍ کي دنيا ته راغلی دئ، په داسي حال کي چي امير کروړ په دوهمه هجري پېړۍ کي ژوند کاوه او په (۱۳۹هـ.ق.) کي امارت ته رسېدلی دئ. په همدې ډول نور مثالونه هم ډېر دي. کوم څېړونکي چي غواړي د پټي خزانې له مخه د پښتو شعر تطور او تحول مطالعه کړي، بايد کرونولوجيک ليست ئې په خپله تنظيم کړي.
د پټي خزانې يو بل ميتوديک ارزښت دا دئ، چي د کتاب کرکټرونه نورمال انسانان دي. د دوی په کړو وړو کي مبالغې نه ليدل کيږي، البته د دوو يا درو تنو قهرمانانو په باره کي مبالغه شوې ده، خو دا د محمد هوتک خپل نظر نه دئ او هر ځای ئې د (نقل کا) عبارت ور سره راوړی دئ. دا مبالغه يو ځلي د امير کروړ په برخه کي راغلې ده، چي وايي په يوه تن به له سلو جنګاورو سره جنګېدئ او بل ځای د نور بابا په برخه کي؛ چي په ګوښي ځان ئې له خپلي کلا څخه د يوې ډلي مغولانو په مقابل کي دفاع وکړه. په هر صورت دغه ډول مبالغې دومره عادي او طبيعي ښکاري، چي حتی په اوسنيو کيسو او فلمونو کي ئې ډېري زياتي نمونې ليدلی شو. سره له دې محمد هوتک احتياط له لاسه نه دئ ور کړی او په داسي مواردو کي د (نقل کا) له فقرې څخه استفاده کوي.
ځيي کسان د پټي خزانې ماخذونو ته ګوته نيسي او وايي چي دغه ماخذونه چيري دي؟ دا البته يوه داسي موضوع ده، چي ځانته جلا څېړنه غواړي، خو دلته دومره يادونه کافي ده، چي ځيني ماخذونه به ښايي چي له مينځه تللي وي او ځيني نور ئې ښايي وموندل شي. په روانه پېړۍ کي د پښتو ژبي داسي نادر کتابونه وموندل شول، چي پخوا ئې خلک فقط له نامه سره آشنا ول. د پير روښان (خير البيان) د لويديځ آلمان په يوه کتابخانه کي وموندل شو. په دې نژدې وختو کي به د خوشحال خان ځيني نوي آثار له چاپه راووزي، حتی د شيخ ملي د دفتر او په پټه خزانه کي د ځينو ياد شوو کتابو د پيدا کېدو خبري هم په دې ورځو کي اورېدل کيږي. څرنګه چي دغه موضوع ځانته جلا څېړنه غواړي، نو له تفصيل څخه ئې ډډه کوم. تر کومه ځايه چي په پټه خزانه پوري اړه لري، دا يو مستند او معتبر کتاب دئ او په هر ځای کي پر خپلو ماخذونو يا رواياتو حواله ور کوي.

ليکدودي (املايي) ارزښت:
پټه خزانه د ليکدود له مخي يو ممتاز اثر دئ. البته په يقيني توګه نه شو ويلای، چي نور محمد خروټي به کټ مټ د محمد هوتک ليکدود را اخيستی وي او بيا به محمد عباس کاسي هماغه ليکدود د امانت په توګه ساتلی وي، خو دومره حدس وهلی شو، چي تر ډېره ځايه پوري به د اصلي متن ليکدود اقتباس شوی وي. د پټي خزانې وروستۍ نسخه چي په (۱۳۵۴ل.) کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا په آفسيټي ډول چاپ شوې ده، د پښتو ژبي له اوسني معياري ليکدود سره پوره ورته والی لري. کوم لوستونکي چي له اوسني ليکدود سره آشنا وي، د پټي خزانې په لوستلو کي له خنډونو او مشکلاتو سره نه مخامخ کيږي. په پټه خزانه کي د اوسني (يې/ ئې) پر ځای يوازي (ی) ليکله کيږي، لکه په دې عبارت کي: «ځکه ی نو کروړ باله، چي معنی ی ده، کلک او سخت».
د (په) کلمه په اکثرو ځايونو کي له نورو کلمو سره ګډه ليکل شوې ده، لکه: پغور او بالشتان او بست کي... (په غور...)، پاصل (په اصل)، پخوږو خبرو پالي (په خوږو خبرو پالي) او داسي نور. په ځينو نورو مواردو کي (په) جلا ليکل شوې ده، لکه: په دې پوه سي، انشراح په مومي، په دغه کتاب... خو عمومي تمايل دا دئ، چي (په) له نورو کلمو سره يو ځای وليکله شي. په همدې ترتيب په ځينو نورو کلمو کي د ترکيب خوا ته تمايل ليدل کيږي، لکه: تخو (ته خو)، تې (ته يې/ ئې)، نو (نه وو)، نوای (نه وای) او نور.
د پښتو په لرغونو متونو او په تېره د اشعارو په دېوانونو کي د (هـ) پر ځای د زَور ور اچول او يا د (هـ) حذفول يو تعامل غوندي راغلی دئ، خو په پټه خزانه کي معمولاً (هـ) ليکل کيږي او په ډېرو لږو ځايونو کي غورځېدلې ده، چي يو څو مثاله ئې دا دي:
«لډېر ده چي په ويلو د داسي وينا بُخت يم»، دلته د (ر) پر سر يو زور ليکل شوی دئ. لاسون (لاسونه)، درهمون (درهمونه) او داسي نور. اما وروستني دوه مثالونه له شعرونو څخه راوړل شوي دي او زيات احتمال دا دئ، چي محمد هوتک به خپل عندي ذوق د ترديف د عنعنې تابع کړی وي. په عمومي ډول د پټي خزانې ليکدود په دې ټاکلي مورد کي له اوسنۍ بڼي سره سمون خوري. دا هم بايد وويل شي، چي تر اوسه پوري موږ په خپله هم ټول ليکدودي پرابلمونه نه دي حل کړي، کله، کله چي نسبي يووالی ته نژدې شو، بيرته ګډوډي پکښي راشي.
لغوي ارزښت:
پټي خزانې د پښتو يو شمېر نِګَه او ارکائيک لغتونه خوندي کړي دي، چي ځينو ئې ليکني ادب او ژورناليستي خپرونو ته هم لاره موندلې ده، لکه: اتل (قهرمان)، پرتمين (مجلل)، ښکارندوی (نماينده، مظهر)، وياړنه (فخريه، حماسه)، هسک (آسمان)، سوب (حاضر)، سوبه (فتح او ظفر)، ايواد (چي د هيواد په بڼه ليکل کيږي، وطن)، يون (تګ)، غبرګون (جواب)، څلوريځه (رباعي)، ښکلا (حسن او ښايست)، ځری (قاصد)، دريځ (منبر، اوس زياتره د موقف په معنا استعماليږي)، بولله (قصيده)، برم (شان او شوکت)، پلاز (تخت)، مړينه (مرګ، وفات)، ويرنه (مرثيه)، ښکلل (آراستن و پيراستن)، چوڼی (بلبل)، نيلی (اسپ)، جګړن (جنګاور)، پرتم (جلال)، څپان (مواج)، ختيځ (شرق، خاور)، لوېديځ (غرب، باختر)، يرغلګر (متجاوز)، وګړي (خلک، مردم)، رپی (بيرق)، ګروه (عقيده)، تورن (متهم)، لرغون (قديم، باستان) او داسي نور.
د پټي خزانې يو شمېر شعرونه تقريباً په بوبه (خالصه) پښتو ويل شوي دي او په هغو کي د پرديو او دخيلو کلمو اغېزه نشته، يا ډېره لږه ده. لکه: د امير کروړ وياړنه، د بابا هوتک سندره، د ملکيار سندره، د اسماعيل نيکه نارې، د خرښبون غبرګون، د شيخ متي مناجات، د شيخ اسعد ساندي، د ښکارندوی بولله او داسي نور. د دې شعرونو لغتونه اوس د پښتو ژبي ويي‌پانګه ګڼله کيږي، چي ځيني ويي ئې بيرته ژوندي شوي دي او پاته ئې د ارکائيکو لغتونو په بڼه ثبت شوي دي.
د پټي خزانې د ځينو شاعرانو نومونه هم پښتو دي، لکه کروړ (چي کلک او سخت ته وايي)، خرښبون، متي (په ملينه‌ي د خوست په لهجه کي هغه چا ته ويل کيږي، چي په منډه کي ډېر تېز وي او څوک ئې نشي نيولی) او ځيني نور. برسېره پر دې دا هم د يادوني وړ ده، چي په پټه خزانه کي د ځينو ماخذونو نومونه هم په پښتو دي، لکه: د خدای مينه، د سالو وږمه او لرغوني پښتانه.
ادبي ارزښت:
د پټي خزانې ادبي ارزښت دوه اړخه لري:
يو؛ د شعرونو او بل؛ په خپله د کتاب د نثر ارزښت. لومړی به د اشعارو خزانه وګورو او خصوصيات به ئې ښکاره کړو.
الف) : د پټي خزانې اکثر شعرونه د پښتنو د ټولنيز ژوند او طبيعي چاپيريال اصلي څېره انځوروي او داسي ښکاري چي د لرغونو آريايانو د سندرو او بوللو روحيه به د پېړيو په اوږدو کي د پټي خزانې د ماخذونو تر دورې پوري را رسېدلې وي. د پښتو لرغوني شعرونه د مضمون او شکل له مخي د نورو ژبو د ادب تر اغېز لاندي نه دي راغلي، بلکي د پخوانيو آريايانو د ادب له ريښې څخه خړوب شوي دي. د مثال په توګه: د امير کروړ، بابا هوتک، ملکيار، خرښبون، اسماعيل نيکه او شيخ تېمن شعرونه د مضمون له حيثه غنايي (ليريک) او د شکل له نظره ځانته بحور او اوزان لري، چي د عربي او دری له شعرونو سره د پرتلني وړ نه دي او له بيلي سټي څخه راوتلي دي. د پښتو لومړی شعر چي د پټي خزانې په استناد زموږ لاس ته راغلی دئ، هغه د امير کروړ شعر دئ، چي په دوهمه پېړۍ پوري اړه لري. د دې شعر له پوخوالي څخه معلومیږي چي له اسلام نه په مخکي زمانه کي هم پښتو ژبه د شعر او ادب له پلوه بډايه او شتمنه وه او ځانته مخصوص بحور او اوزان به ئې درلودل. د سليمان ماکو (تذکرة الاولياء) هم دا خبره اثبات ته رسوي، چي د اوسنۍ پښتو په کلاسيکه دوره کي پښتو ژبي ځانته خپلواکه ادبي لاره درلوده او د پښتو شعرونه د نورو ژبو تر اغېزي لاندي نه ول راغلي.
د بيټ نيکه دا شعر:
دلته دي د غرو لمني زموږ کېږدۍ دي پکښي پلني
دا وګړي ډېر کړې خدايه! لويه خدايه! لويه خدايه!
د (ريګ ويدا) له مناجاتو سره د موضوع له حيثه ډېر نژدېوالی لري. د (ريګ ويدا) په اووم باب، شپږم فصل؛ او شپږمه او اوومه فقره کي داسي مناجات راغلی دئ: «لوی څښتن د ژوند بخښونکی او مالک الملک دئ، خلکو ته نجيبي کورنۍ ور بخښي. اې خدايه! موږ هم ستا بنده‌ګان يو، بې اولاده مو مه مړه کوه». (۴)
ب): د پټي خزانې د لومړۍ خزانې شعرونه ساده، روان او غالباً د ژوند له ورځنيو چارو او اړتیاوو سره تړلي دي. په دوهمه خزانه کي د تفنن برخه هم پسي زياته شوې ده او په دريمه خزانه کي چي ښځي شاعراني معرفي شوي دي، زياتره د ديني احکامو، پند او حکمت خبري راغلي دي.
د لومړۍ خزانې ډېر ښکلي شعرونه هغه دي، چي شيخ متي، شيخ اسعد سوري، ښکارندوی او زرغون خان نورزي ويلي دي. د شيخ متي په شعر کي د وحدة الشهود فلسفه د طبيعت په هينداره کي منعکسه شوې ده.(۵) په دې شعر کي د طبيعت ښکلا په زړه وړونکو الفاظو او خوږو تشبيهاتو کي افاده شوې ده. د شيخ متي شعر د مضمون په لحاظ د مولينا جلال الدين بلخي د د(بشنو از نی چون حکايت ميکند) له عرفاني مشرب سره شباهت لري، خو د ويلو طرز او سبکونه ئې يو شانته نه دي. د شيخ متي ښکلی او زړه وړونکی شعر په انګرېزي ژبه هم ژباړل شوی دئ او د نړيوالو شعرونو په کتار کي درېدلی دئ. د زرغون خان د ساقي نامې شعرونه هم د پښتو له خورا ښو شعرونو څخه شمېرل کيږي. په دې شعر کي د ساقي د تشويق له‌پاره هيجاني صحنه انځور شوې ده. د دې شعر يوه غټه ښېګڼه دا ده، چي هيڅ ډول زايد او له موضوع نه دباندي لفظ پکښي نه ليدل کيږي. هره کلمه، هره مصرع او هر بيت لکه د مرمريني مجسمې غړي، په خپل ځای کي واقع شوي دي. که څوک وغواړي چي له دې شعر څخه څو بيتونه انتخاب کړي، نودا به مشکل کار وي؛ ځکه ټول بيتونه ئې د انتخابېدو حق لري.
په لومړۍ خزانه کي د خوشحال خان خټک او رحمان بابا په شان نامتو شاعرانو شعرونه هم راغلي دي، چي له تعريف څخه بې نيازه دي. په دې خزانه کي د موضوعاتو تنوع دا را ښيي، چي پښتو شعر يوازي تغزل ته نه دئ وقف شوی، بلکي په هغه کي د ژوند هر ډول پيښي منعکسي شوي دي.
دوهم
د پټي خزانې نثر: که چيري د پټي خزانې نثر د هغه وخت د ادبي چاپيريال په هينداره کي وګورو، ويلی شو چي د دې کتاب نثر ډېر روان، خوږ، محاورې ته نژدې او فصيح دئ. د پټي خزانې سبک نه يوازي د روښاني سبک څخه په مراتبو بهتر دئ، بلکي د خټکو د مکتب په نسبت هم ځيني ښېګڼي لري. د محمد هوتک په نثر کي تکلف، تکرار، سجع، تعقيد، ابهام او غرابت نه ليدل کيږي. د محمد هوتک د نثر يو لوی صفت دا دئ، چي واقعاً د خلکو ژبه او د ورځنۍ ژبي محاوره استعمالوي او دا يو داسي صفت دئ، چي حتی د نن ورځي اکثره ليکني (د دې مقالې په ګډون) هم له هغه نه بې برخي دي. د ده په وينا کي البته کله، کله وړاندي‌والی او وروسته‌والی راځي، خو ښايي چي د هغه وخت د عالمانو او اديبانو په ژبه کي به تقديم او تاخير يو څه عموميت درلود او قباحت به نه ګڼل کېده. د دې له‌پاره چي د محمد هوتک د نثر قوت څرګند شي، يوه کوچنۍ نمونه را اخلو، چي په هغه کي ئې يوه علمي موضوع په ډېره ساده‌ګي شرح کړې ده. که څه هم ژبه ئې خالصه نه ده، خو د موضوع حق پکښي په ښه توګه اداء شوی دئ:
«په تحفة صالح کي راوړي، چي شيخ به خپلو مريدانو ته هدايت کا او وعظونه؛ او د سوالونو ځوابونه به ئې ويل او د تصوف مشکلات به ئې حل کول. يوه ورځ سوال ځني وسو، چي (پس‌ترا هر لحظه مرګی رجعتی است؟ مصطفی فرمود: دنيا ساعتی است). څه مقصد لري؟ زموږ مرګ و رجعت کله دايم او مستمر وي؟ او که دا مرګ و رجعت دايم او مستمر وي، نو به حيات بعد الممات متعدد سي او د تناسخيانو عقيده به سي. هغه عارف رباني هسي جواب ور کا، چي ذات ماسېوا دئ له بدنه. ذات دايماً ثابت دئ او بدن متحلل دئ، نبي چي وايي: انت انت لا ببدنک فان بدنک فی التحلل و ليس عندک منه خبر فانت وراء هذه الا شياء.
دغه مرګ و رجعت بدني دئ، نه ذاتي او هر کله چي تحلل وموند، سابقه ذراتونو ئې پر ځای دريږي لاحقه ذرات او همدغه تجدد دئ، چي د دنيا عدم تحقق ثابتوي او هغه چي مصطفی عليه السلام وويل: (الدنيا ساعة) رشتيا کوي».
دا د يوې پېچلي علمي موضوع په باره کي د محمد هوتک د نثر نمونه وه. اوس به ئې په ادبي برخه کي هم يوه ډېره وړه نمونه را واخلو. د ملا محمد صديق پوپلزي په باره کي وايي:
«عشقي ځوان دئ او زړه ئې له لاسه ايستلی په خپل محبوب پسي، ژاړي، زارۍ کا، ګريانۍ کا، دردمن زړه لري او سترګي د اوښکو ډکي لري. ميني هسي په اور سوی دئ، چي له کوره، کلي ورک وي. سوزناکي بدلي لولي او کله چي د دردمندانو په ډله کښيني، مجلس ژړوي او غمجن زړونه په خپلو نارو، غلبلو سوځي. زمانه د ده پر ځوانۍ افسوسونه کا او عشق ئې جنون ته رسېدلی دئ. بالبداهه اشعار وايي او د زړه درد په سوده کوي».
تاريخي ارزښت:
له پټي خزانې څخه ښايسته، زيات تاريخي معلومات هم تر لاسه شوي دي. د مثال په توګه د پټي خزانې په استناد ويلی شو، چي په غور کي پښتنو اميرانو واکمني کوله. برسېره پر دې چي امير کروړ په خپله شاعر وو، د غوريانو په دربارونو کي پښتانه شاعران پالل کېدل، چي شيخ اسعد سوري او ښکارندوی ئې غوره استازي دي.
په غور کي ډېر اميران ول، چي د هغو له جملې څخه د امير کروړ نوم په تاريخونو کي نه وو ښکاره. همدارنګه په پټه خزانه کي د پښتنو د مشهورو نيکونو شجرې او له پرديو يرغلګرو سره د هغو د مقابلې په باب هم ډېر معلومات تر لاسه شوي دي.
پټه خزانه د هوتکيانو د تاريخ په باره کي ثقه او نوي معلومات وړاندي کوي. په تېره د شاه حسين هوتکي د دربار د شاعرانو، عالمانو او د هغه وخت د علمي آثارو په برخه کي پټي خزانې ډېر تياره او پټ ګوټونه روښانه کړي دي. له پټي خزانې څخه د ځينو قبيلو د ژوند او د هغو د لېږدېدنو په باره کي هم ځيني معلومات لاس ته راغلي دي. له همدې کتاب څخه د پښتنو د معاشرت طرز، د ښووني او روزني نصاب، فرهنګي منابع او ثقافتي ارزښتونه هم په ښه توګه استنباط کېدای شي. پټه خزانه دا واقعيت را سپړي، چي د غوريانو، لوديانو او هوتکيانو په دربارونو کي پښتو ادب ته هم پاملرنه کېده او د دغو کورنيو ځينو واکمنانو لکه امير کروړ، سلطان بهلول لودي او شاه حسين هوتک په خپله هم پښتو شعرونه ويلي دي. له پټي خزانې څخه دا خبره هم څرګنديږي، چي پښتنو ښځو هم زموږ په فرهنګي مواريثو کي ستره ونډه اخيستې ده. دا د مورخينو دنده ده، چي د پټي خزانې ټول تاريخي اسناد په جلا توګه وڅيړي او د پښتنو د تاريخ په روښانه کولو کي ترې استفاده وکړي.
کلتوري ارزښت:
لکه مخکي چي مو وويل، پټه خزانه د شاه حسين هوتکي د واکمنۍ په دوره کي او د هغه په تشويق ليکل شوې ده. د شاه حسين پلار -حاجي ميرويس خان- د صفويانو له منګولو څخه خپله خاوره آزاده کړې وه او د افغانستان د بشپړي خپلواکۍ او ملي دولت د جوړېدو له‌پاره کلکه مبارزه روانه وه.
د دغو تلاښونو په ترڅ کي د فرهنګي او کلتوري اصالت د خوندي کولو له‌پاره آګاهانه او شعوري مبارزه پيل شوې وه، چي مرکز ئې په خپله د شاه حسين هوتک دربار وو. شاه محمود او شاه حسين دوه وروڼه ول، چي لومړي توري ته لاس اچولی وو او دوهم قلم ته پاملرنه کړې وه. د شاه حسين هوتکي د فرهنګي خدمتونو په باره کي ويلی شو، چي: « خوش در خشيد، ولی دولت مستعجل بود».
محمد هوتک د پټي خزانې مولف په دوهمه او دريمه خزانه کي دا څرګندوي، چي په دې وخت کي کندهار د علم او ادب په آسمان کي ډېر راڼه ستوري وځلول. هر څوک په آسانۍ سره حدس وهلی شي، چي د هغه وخت په شرايطو کي محمد هوتک ولي په ادب او فرهنګ کي د اصالت او سوچه‌توب خوا ته مايل او راغب دئ او تر ممکنه حده پوري ئې خپل اثر د نورو ژبو له اغېزې څخه لري ساتلی دئ. په پټه خزانه کي د يوه داسي ټبر د هيوادپالني احساس څرګنديږي، چي نوي پر پښو دريږي او د خپل تشخيص او تبارز له پاره ګام پورته کوي. د پټي خزانې ځيني کلتوري مشخصات دا دي:
۱) دا څرګنده ده، چي د پښتنو قبيلوي نظام د جرګو له لاري اداره کېده، حتی د احمد شاه غوندي مقتدر پاچا به هم له قومي مشرانو سره يو ځای پر فرش کښېناسته او د هغو په سلا او مشوره به ئې کار کاوه. په دې ډول نظام کي اولسي مشران مجبور دي، چي د خلکو رضائيت په نظر کي ونيسي او همېشه له رواجي عدالت څخه کار واخلي. امير کروړ سره له دې چي د خپل زور او قوت په باره کي وياړنه وايي، خو په عين زمان کي د خپل اولس او قبيلې سره د ښو تعلقاتو يادونه کوي او داسي وايي:
خپلو وګړو لره لور پېرزوينه کوم دوی په ډاډينه ښه بامم، ښه ئې روزنه کوم
تل ئې ودنه کوم له ما اتل نسته
سلطان بهلول لودي هم په خپله معروفه رباعي کي د عدل او انصاف په باره کي خبري کوي، لکه چي وايي:
ملک به زرغون کړم په ور کړه، راسه ګوره اوريځي د داد له پاسه
خول مي د عدل په دُرو روڼ دئ جهان به زيب مومي زما له لاسه
۲) د دې په مقابل کي ځينو شاعرانو هم د پاچهانو او واکمنانو مدحي ويلي دي، خو داسي ښکاري، چي دغه مدحي له يوه اجتماعي احساس او قوم پالني له روحيې څخه منشاء اخلي. په کوم صميميت چي مدحيه شعرونه ويل شوي دي، په هغو کي د صلي او بخششونو د غوښتني له پاره ګنجايش نه پاتي کيږي. که شاعر د واکمن پر مړينه ساندي وايي، نو د ده د وير او ژړا علت دا دئ، چي قوم د دفاعي سنګر يو توريالی سرتېری او د خلکو يو خوږ او مهربانه دوست له لاسه ور کړی دئ. د مثال په توګه: د شيخ اسعد سوري د ويرني دا څو بيتونه ولولئ:

چي به نجليو په نڅا پکي خندله چي به پېغلو کا اتڼ قطار قطار
هغه غور په وير ناتار د واکمن کښېنوست هغه غور سو د جاندم غوندي سور آړ
سخ په تا ای محمده د غور لمر وې په نړۍ به نه وي ستا د عدل سار
ته پر ننګه وې ولاړ، په ننګ کي مړ سوې هم پر ننګه دي په ننګه کا ځان جار
که سوري دي په تګ وير کاندي ويرمن سول هم به وياړي ستا په نوم ستا په ټبار
په همدې ترتيب د ميرمن زينب ويرنه چي د شاه محمود هوتک پر مړينه ئې ويلې ده، د همدغي روحيې نماينده‌ګي کوي. موږ د دغي سوزناکي ويرني څخه يوازي يو بند را اخلو:
لښکر سو خپور، پښتون ولاړ دئ آريان په خاورو ځای کا شاه محمود عاليشان
پاته سو تخت و تاج د ټول اصفهان زړه ئې را سوړ سو، کا خوښي دښمنان
وايي پښتون اوس بې پاچا سو نا کندهار واړه په ژړا سونا
۳) په هره ژبه کي عشقي شعرونه د ادب يوه عمده برخه تشکيلوي، خو د ميني د څرګندولو له‌پاره هر ادب ځانته ټاکلي کلتوري حدود لري. په پښتني کلتور کي له ټاکلي چوکاټ نه دباندي وتل هر چا ته په ډېر ګران قيمت تماميږي، چي په دې قيمت نه يوازي د حيثيت، بلکي د سر سودا هم شامله ده. په دغسي ټولنيز چاپيريال کي چي پر نامشروعو جنسي روابطو باندي سخت بنديزونه لګېدلي دي، اکثر عشقونه رومانټيکي بڼه پيدا کوي. د پټي خزانې په اکثرو عشقي شعرونو کي د اوښکو، ژړا، فريادونو او غلبلو کاروان روان وي؛ حتی د سيدال خان ناصر غوندي سپه‌سالار هم د لېونتوب خبري کوي:
مين په لويو غرو ځي سر تور په نيمو شپو ځي
ووزي له وطنه، وطن پرېږدي پر چولو ځي فرياد و نارې وکا، په ناورين په غلبلو ځي
نارې وهم عالمه د شپې تر صبحدمه
ناتوانه د بېلتون يم، يو ګړی نه لرمه دمه بې تا مي نفس خيژي، راځه زما د زړه همدمه
البته دا يوه نمونه وه. په نورو شعرونو کي هم ډېري اوښکي څڅېدلي دي، چي حتی په خپله شاه حسين پاچا هم ترې محروم نه دئ. د سړيو چي دا حال وي، ښځي خو د عشق نوم قدري هم په خوله نه شي اخيستلی او که فرضاً د عشق نوم هم واخلي، هغه به مجازي نه وي، بلکي حقيقي به وي، لکه حليمه چي وايي:
چي مجاز مي د اياز ولاړی له زړه نه
سر بلنده تر محمود غوندي سلطان شوم
له همدې امله د ښځو شاعرانو اکثر شعرونه تصوفي، مذهبي او د پند او حکمت خبري دي.
۴) په پښتو ادب کي د حماسي اشعارو پله ډېره درنده ده. د پښتو د فولکلوري ادب دوې عمده موضوعګاني توره او مينه دي. په ليکني ادب کي هم د حماسې برخه شته، چي زياتره ئې د خوشحال خان په دېوان کي ليدل کيږي. د پټي خزانې په اشعارو کي هم ځيني حماسې راغلي دي، لکه د ملکيار سندره، د امير کروړ وياړنه او داسي نور.
۵) مېلمه‌پالنه د پښتنو يو بل بارز صفت دئ. البته د ډوډۍ او مېلمستياوو موضوع معمولاً په شعرونو کي نه راځي او که کوم شاعر دا کار وکړي، ښايي د خېټه‌ور شاعر په نامه شهرت ومومي. سره له دې په پټه خزانه کي د مطايبې په بڼه يوه قصه راغلې ده او هغه داسي ده:
لطيفه
کله له کلاته ملا باز راغی او په کندهار کي زما مېلمه سو. دستي ما چرګ حلال کا او طعام مي تيار. چي دسترخوان راغی، ملا باز هسي شعر ووايه:
پر کورو ئې رمي ګرځي د باز برخه يو چيچی دئ
د باز ښکار وي د غرڅنو اوس مي بس ها سپينکی وری دئ
ما ژر هغه سپين وری هم حلال کا او د مېلمه مېلمستيا ته مي پوخ کا.
------------------------------------------------------------------------------------------
لمنليکونه:
(۱) تاسو وګورئ چي انجيل د خدای سپېڅلی کلام په دې عبارت پيل کيږي: «او په لومړي سر کي وينا وه». د قرآن کريم لومړی آيت دا دئ: «اقراء باسم ربک الذی خلق». د شيخ سعدي بستان په دې بيت شروع شوی دئ: «به نام خداوند جان آفرين حکيم سخن بر زبان آفرين»؛ او د شيخ بايزيد انصاري (پير روښان) خير البيان هم په دې عبارت پيل شوی دئ: «اکتب علی بداية الکتاب..» او په پښتو کي «وکښه په آغاز د کتاب په ښه درست حرفونو بسم الله».
(۲) داسي ښکاري چي محمد هوتک د شاعرانو په باره کي د اپلاتون يوناني فيلسوف نظر په ټوله معنا نه تعقيبوي. د محمد هوتک له خوا چي کوم شاعران په پټه خزانه کي معرفي شوي دي، اکثر ئې د کراماتو خاوندان دي. د اپلاتون په نظر شاعران ځيني ښه دي او ځيني ئې بد. مګر په خپله شعر آسماني عطيه ده او د شاعر له شخصيت سره مستقيمه اړه نه لري. اپلاتون تعجب کوي چي څنګه ځيني ناپوه او عادي کسان دومره ښکلي او زړه وړونکي شعرونه ويلی شي، چي حکيمان او فيلسوفان ئې له ويلو څخه عاجز دي. له دې څخه اپلاتون دې نتېجې ته رسيږي، چي شعر د الهام په توګه پر عادي خلکو باندي هم نازلېدای شي. د ده په عقيده هر ځلي چي شاعر موږ ته زړه وړونکي او ساحرانه شعرونه لولي او زموږ جذبات را پاروي، نو دوی په حقيقت کي د رب النوع د ګلانو له باغ او د شاتو له فوارې څخه خپلي سندري را ټولوي او موږ ته ئې وړاندي کوي.
محمد هوتک هم شعر الهام ګڼي، خو دغه الهام يوازي هغو کسانو ته کيږي، چي وړ او مستحق ئې وي. دا خبره د ده له سريزي او همدارنګه د لرغونو شاعرانو له ژوند پيښو (بيوګرافي) څخه په ښه توګه جوتيږي. په پټه خزانه کي شاعران عادي خلک نه دي، بلکي اکثر ئې د کرامت خاوندان، تاريخي اتلان او حماسه جوړوونکي يا متقي او پرهېزګاره عالمان دي.
(۳) د شعر د هدف او وظيفې په باب له لرغونو وختو تاوده بحثونه پيل شوي دي او ډېر کتابونه پرې کښل شوي دي. محمد هوتک په دې برخه کي يو جامع نظر وړاندي کړی دئ. د ده دغه مفکوره چي شعر د خوږو زړونو مرهم دئ، د يوناني فيلسوف ارستو (Catharsis) نظريې ته ورته دئ. ارستو وايي چي د تراژيدۍ په واسطه د انسان روح سپېڅلی کيږي او روحي آلام ئې تسکين مومي.
(۴) د پوهاند حبيبي په حواله، پټه خزانه، د تحشيې او تعليق برخه، د اطلاعاتو او کلتور چاپ، ۱۳۵۴ل.، مخ ۲۶۵.
(۵) د یوه بیت څخه ئې چي وايي: (( لویه خاونده ټوله ته يې)) د وحدة‎ الوجود عقیده هم څرګندېږي.
----------------------------------------------------------------------------
یادونه: دا مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار، د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډمۍ، د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډیجیټال کوونکی: شمس الله آرین

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ