ليکونکی: میراحمد ګوربز
په دیارلسمه هجري پېړۍ کي د کندهار له علمي، ادبي او سیاسي رجالو څخه یو هم مهردل خان مشرقي وو، چي د اداري او سیاسي کارونو تر څنګ ئې له ادب او شاعرۍ سره هم مینه درلوده، د قدماوو اثار ئې په مینه لوستل او د خپلي کتابخانې له پاره ئې په کاتبانو نایاب پښتو او پارسي خطي اثار لیکل.
پوهاند حبیبي لیکي: مهردل خان د کندهار له نامتو اداري او ادبي اشخاصو څخه وو. مهردل خان د پاینده محمدخان محمدزی بارکزایي د هغو یوویشتو زامنو څخه دئ، چي د افغانستان په تاریخ کي ډېر نوم لري، ده د سیاست او حکومت کولو تر څنګ د ادب، شعر او پوهي سره هم خاصه مینه لرله او په تصوف کي د پوره لاس خاوند وو، چي پوهانو، ادیبانو او صوفیانو سره ئې ناسته ولاړه درلودله او هر وخت ئې د دوی په مجلسونو کي برخه اخیسته او په خپله ئې هم د صوفیانو له پاره د مجلسونو جوړولو زمینه برابروله او دوی به ئې راغوښتل.
مهردل خان د کهندل خان سکنی ورور، وروڼه ئې د امیردوست محمد خان په زمانه کي د کندهار مشران او حکمرانان وو. د ده په وروڼو کي پنځه تنه ډېر مشهور ول. یو څه موده ئې په کندهار کي د حکمرانۍ وظیفې اجرا کولې او د دوی په منځ کي مهردل خان د سیاست تر څنګ قلم او کاغذ د لاس نه و نه غور ځول ډېر ابتکاري شعرونه ئې وویل، تصوفي کتابونه ئې ولیکل، په هندي سبک ئې شعرونه وویل د مولانا بلخي، حضرت جامي او نورو شعر ویونکو سره ئې فکري اشنایي پیداکړه. د ده په کور کي همېشه پوهان، شاعران، لیکوالان او ادیبان را ټولېدل، د کندهار سپین ږيرو او مشرانو د ده په کور کي ددغه ډول ادبي غونډو او مجالسو خبري کولې.
مهردل خان د تصوف سره ډېره مینه لرله او د باطن په پاکولو لګیاوو، تخلص ئې (مشرقي) او نوم ئې مهردل خان و. دی په ۱۲۱۲هـ ق د محرم په میاشت کي په کندهار کي وزېږېد دوی د یوې مور نه پنځه وروڼه ول، د دوی مور د غلجي سهاکو له قبیلې څخه وه، نو ځکه د پلار له خوا په سړه‌بني ابدالي کورنۍ پوري اړه لري او د مور له خوا په غلجي کورنۍ پوري. چي دا دواړه د پښتنو قوي او تاریخي قبیلې دي.
د دیارلسمي هجري پېړۍ په لومړیو وختونو کي کله چي زمان شاه د تیمور شاه زوی د احمدشاه لمسی په دې لټه کي شو، چي خپله شاهنشاهي بیرته تنظیم او په هند باندي حمله وکړي، انګلیسي سیاست مداران چي نوي په هندوستان باندي مسلط شوي ول، د افغانانو د حملې نه په وېره کي وه، د دې له پاره چي د دې حملې مخه ئې نیولې وي او د دې خطر نه ئې ځانونه بچ کړي وي او د خپلي پراختیا غوښتني سیاست ئې تعقیب کړی وي په دسیسو، ټګیو، برګیو او چالونو ئې لاس پوري کړ. د کابل او کندهار په دربار کي ئې داسي وضع راوستله چي شاه زمان د کندهار د قبیلو ځیني مشران ووژل چي یو پکښي پاینده محمدخان د حاجي جمال خان بارکزی زوی وو، چي شل زړور او تکړه زامن ئې لرل.
دا پېښه د روژې د میاشتي په دیارلسمه نېټه ۱۲۱۴هـ ق (۱۷۹۹م) په کندهار کي منځته راغله چي په دې وخت کي مهردل خان دوه کلن وو، کله چي ژڼی شو نو د پوهي او ادب په لمن کي وروزل شو، د ده مشران وروڼه په ټول افغانستان باندي د کشمیر نه تر هراته پوري مسلط او د ده وروڼه چي په کندهار کي په سردارانو باندي مشهور ول، کهندل خان، رحمدل خان، شېردل خان او پردل خان په کندهار کی د فراه نه تر شارپور، ژوب او مقر پوري حکومت کولو، د دیارلسمي پېړۍ په نیمایي کي په خپله مهردل خان هم د کندهار حکمران وو. میرزاحنان، حاجي عبدالله، صدیق اخندزاده، ملامیران، طرزی او نور نامتو ادبا د دې ادیب دوست حکمران معاصرین او ملګري ول.
مهردل خان د جمعې په ورځ د درېمي خور په اوه ویشتم د ۱۲۷۱هجري کال چي د شپېتو کالونو په عمر وو، په کندهار کي مړ شو او هلته د حضرت جي بابا له مزاره سره ښخ دئ. میرزا احمد نومی شاعر د ده د وفات نېټه داسي ویلې ده:
(احمد از هر کس تفحص مينمود، سال فوت آن شه اقليم جود ها تفی بنهاد سر بر پاش ګفت (۱)، (در منزل اوباد جنات خلود).
ميرزا حنان د ده معاصر اديب، د مهردل خان مرثيه په يو څو بيتو کي ويلې ده، چي د دې اديب سجايا او سليقه ښه ځني معلوميږي او هغه دا ده:
و جوار ته د مولا سردار قرین ولاړ
چي مرغوب د کل عالم وو په تحسین ولاړ
د هنر او علم کان د حیا بحر
په خلقت د نېکنامۍ څه ښه رنګین ولاړ
په جیفه ئې د دنیا ځان ککړ نه کړ
د عمل په صابون پاکه جامه سپین ولاړ
و سخا ته ئې حیران حاتم طایي وو
تکیه ګاه د هر فقیر او د مسکین ولاړ
فیض رسانه لکه لمر و کل جهان ته
مستقیم پر شریعت حامي د دین ولاړ
په حکمت ئې افلاطون شاګرد د عصر
چي تقریر ئې وو شیرین تر انګبین ولاړ
اعتماد باندي د کړو نه دئ حنانه
چي سردار مهردل له دې دنیا مزمن ولاړ
مشرقي یو تکړه، نازک خیال، شاعر او لیکوال وو، په پارسي ئې هم قوي شعرونه ویلي دي، د ده د پارسي دېوان بیتونه تر پنځو زرو پوري رسیږي او په زرو بیتو مثنوي کي ئې د مولانای رومي د مثنوي لومړي بیتونه شرح کړي دي. د ده د شعرونو دېوان، غزل، رباعي، تخمیس او داسي نور لري چي دا اثر د عبدالقادر بېدل په سبک لیکل شوی دئ. د حافظ، جامي، او نورو شاعرانو څخه ئې طلایي رنګ او شکسته لیک سره لیکل شوی او شاوخوا ئې په نفیس ډول سره جدول شوې ده. د جمع الجمع په نوم تصوفي کتاب لري د تصوف، عرفان او ادب پوري مربوط مسایل پکښي راوړل شوی دي. بل ئې شرح بیتین مثنوي اثر دئ، چي د پوهاند عبدالحي حبیبي له خوا ترتیب او تصحیح شوی دئ. مشرقي په پښتو کي هم متفرق شعرونه لري د ده کلام خوږ او روان دئ، خو افسوس چي د ده ډېر پښتو اشعار ورک دي او ځیني نمونې ئې په پښتانه شعرا دوهم ټوک کي خوندي شوي دي.
مشرقي همېشه پوهان او شاعران دې ته تشویقول چي کتابونه او اثار ولیکي چي څو کتابونه د ده په تشویق او غوښتنه مولفانو لیکلي دي. مثلا محقق کندهاري علامه مولوي حبیب الله نقد المشتقات في تزئیف الموضوعات په نوم په نهه ویشت بابونو کي د مشرقي په خواهش لیکلی دئ.
دغه رنګه د ځان او د خپلي شخصي کتابخانې له پاره د محمدهوتک پټه خزانه هم د ده په امر نورمحمد خروټي د دوهم ځل له پاره د اصلي نسخې له مخي لیکلې ده.
پټه خزانه محمد بن داود لیکلې او په لاندي نېټه تکمیل شوې ده، چي په خپله محمدهوتک لیکي:«کتاب تمام شد روز جمعه بیست وچار شوال المکرم سنه ۱۱۴۲ هجري در قندهار مولف محمدهوتک نیز فارغ البال ګشت. ستایش باد خدارا.»
د پټي خزانې هغه لیکلی متن چي د مهردل خان مشرقي له پاره نورمحمد خروټي لیکلی دئ، کټ مټ دلته راوړو:« به تاریخ دهم ماه ربیع الاول سنه یکهزارو دو صدو شصت و پنج هجري ګذشته بود از هجرت رسول خدا (ص) بدسخط حقیر فقیر کثیر التقصیر نورمحمد خروټی برای علیجاه رفعت جایګاه سردار عالی تبار سردار مهردل خان قلمی ګردید.»
د دې نه هم داښه جوتیږي چي مهردل خان د پوهانو، ادیبانو، لیکوالانو، شاعرانو، روحانیونو، صوفیانو او د دوی له اثارو سره خاصه مینه لرله، دلته به د مهردل خان د پښتو شعر نمونه راوړو چي شعر ئې څومره ساده، اسان او روان دئ.
پلو واخله له سپوږمۍ مخه مېرمني
ستا بې مخه راته شپې دي ورځي سپیني
ستا له وره تللی نسوای هوري دوري
درته ناست یم په دربار پرې مي دي سپیني
درست بدن مي د بېلتون په اور کي وریت شو
په کوګل کي مي ویلیږي، توري سپیني
راته وګوره رقیب سپک په څه شان کړم
خدای دې سپک کړي ستا په مخ، و دې وزي سپیني
زه پښتون یم نه وېرېږم له رقیبه
ورته و به کړمه بیا ښې سپيني سپيني
(مشرقي) دي په تیاره د بیلتون ژاړي
ورته لمر د مخ ښکاره کړه په مخ سپيني
په لومړي بیت کي د ورځو صفت دئ، په دوهم بیت کي د سپیني د پښو د شاپلو ته وایي، په درېيم بیت کي توري غوښي او سپيني غوښي مراد دي، په څلورم بیت کي مطلب سترګي دي، په پنځم بیت کي مطلب سپيني خبري دي، په شپږم بیت کي محبوبې ته خطاب دئ چي اې په مخ سپيني چي مخ دي سپين دئ.
ماخذونه:
۱ـ شرح بیتین مثنوی، مولانا جلاالدین بلخی، از سردار مهردل خان مشرقی، ترتیب و تصحیح پوهاند عبدالحی حبیبي. چاپ انجمن تاریخ و ادب افغانستان، کال ۱۳۵۱، مخونه الف، ب.
۲ـ پښتانه شعرا دوهم ټوک، صدیق الله رښتین، پښتو ټولنه، کال ۱۳۲۰ل مخونه ۴۴۵ـ ۴۴۶.
۳ـ پټه خزانه، د محمدهوتک بن داود، چاپ د بیهقي کتاب خپرولو موسسه، دولتي مطبعه کال ۱۳۵۴ل مخونه سلو یوولس او یووسلو دولس(۱۱۱ـ۱۱۲مخونه).


دا مقاله (دمحمدهوتک یاد) د ملي سیمینار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمن (پتوال)


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ