ليکونکی: معاون سرمحقق عبدالرحیم ځدراڼ
تاریخ موږ ته د ماضي طرح، د حرکت لوری، د پیښو او واقعياتو د پېښېدو ډول او په هغوی کي د اولسونو او قهرمانانو د نقش څخه خبري کوي. په تاریخ کي د شخصیتونو او قهرمانانو رول او د نقش د ټولنپېژندني یوه مهمه او په زړه پوري مساله ده او یو شمېر زیات کسان په دې ټینګار کوي او عقیده لري، چي تاریخ د خلګو د ګڼو پرګنو د فعالیت، هڅو او زیارونو محصول دئ، د خلګو ګڼي پرګنې د تاریخ رښتیني هستوونکي او د اجتماعي ودي غوڅ قوتونه دي.
د خلګو ګڼي پرګنې هغه قدرت دئ چي د ټولنیزو انقلابونو او سیاسي ازادۍ بخښونکو نهضتونو سرنویشت ټاکي، ولي د دې سره سره باید دا هم هېره نه کړو چي د فرد شخصیت په ټولنیزه وده کي ستر رول لري.
د تاریخ په جوړولو کي د خلګو غوڅ رول د دې معنی نه لري، چي ګواکي د شخصیت رول او په تاریخي پیښو کي دي د هغه اغېزه او برخه له نظره واچول شي. یو ستر او منلی شخصیت کولی شي چي د تاریخ په جریان او وده باندي پوره تاثیر وکړي، شرط دا دئ چي د ده هڅي د ټولني د عیني او ذهني شرایطو او قوانینو سره یووالی ولري، قهرمان او منلی شخصیت پرګنې منظمي، متشکلي او متحدي کوي، فعالیت او هڅو ته ئې سرعت ور کوي او ټاکلي دندي ئې مخي ته ږدي، دی د دغو وظایفو او دندو دپاره پرګنې تیاروي. ټولنه نه شي کولی چي د هیواد د رښتیني زوی، غوره قهرمان او واقعي مشر څخه پرته د دښمنانو پر ضد مبارزه وکړي او بریالیتوب ترلاسه کړي. ستر شخصیت موږ هغه چا ته وایو چي خپل ټول مادي او معنوي قدرت د ټولني، هیواد او هیواد والو آبادۍ او پر مختګ د پاره په کار واچوي. یو غوره قهرمان او وتلی شخصیت باید صدیق، با انرژي، مبتکر، پوه او په خپل عالي هدف او ارمان باندي کلکه عقیده ولري، خپل هیواد او هیواد والو ته وفادار وي. په قوم او هیواد باندي مین کسان د هیواد د پرمختګ دپاره کار کوي، شتمني ئې د پردیو د چور کولو څخه ساتي، خلګو ته حیثیت ورکوي او په خپل ځان او مټ باندي د اتکا درس ور کوي. دلته ده چي هیوادوال باید د هیواد او هیواد والو سره خیانت کوونکي خاینان تل وټکوي، رسوا ئې کړي او د کرکي او نفرت په سترګه ورته وګوري. مثبت، هیواد پال په خاوره او خلګو مین نمانځي، یاد ئې کړي، غونډي پرې جوړي کړي او و ئې ستایي. کومه موضوع چي اوس د دغي لیکني اصلي محرکه ده هغه زموږ د هیواد د یو نومیالي قهرمان هیواد پال سر ښندونکي په افغان او افغانیت مین سیدال خان ناصر دئ. نوموړی قهرمان او غوره جنرال د جګړې د میدان سر پرې کړی عسکر د پردیو په مقابل کي هغه باتور دئ چي د نوموړي ټوله هر اړخیزه پلټنه او یادونه لکه څنګه چي د ده د شان سره ښایي په ټوله معنی په دغه وړه مقاله کي نه شي کېدای. ځکه دی د دومره احترام، نمانځني، یادوني او افتخار وړ دئ چي مقالې نه بلکي غونډي او لوی لوی کتابونه او رسالې باید پرې ولیکل شي. خو د دې سره سره بیا هم غواړم چي د هیواد دغه قهرمان زوی څه نا څه هیواد والو ته ور وپېژنو.
که څه هم د نوموړي په برخه کي په ځینو کتابونو کي کله په کمه او کله بیا په څه تفصیل سره یو څه یادوني شوي دي. پوهانو، لیکوالو او محققینو تر خپله وسه او توان پوري غاړي خلاصي کړي دي، خو دغه غاړي خلاصون د دې هیواد د یوه داسي نامتو سرښندونکي زوی په برخه کي کفایت نه کوي. د دې خبري یادونه هم باید وشي چي هر چا چي په دغه لاره کي لږ یا ډېر ګام اوچت کړی دئ د ستایني وړ دئ. د لیکوالو او محققینو دا ډول لیکني او د خپل هیواد د تاریخي شخصیتونو معرفي کول، معلومات وړاندي کول او د تاریخ سینې ته سپارل یو با ارزښته او حق پېژندونکی کار دئ.
لیکوال که د یوې خوا نه د دوی حق پر ځای کوي، نو د بلي خوا نه د راتلونکو نسلونو د پاره د هیواد پالني، هیواد ساتني، په ځان اتکا او د پردیو متجاوزینو په مقابل کي د کلک دریځ او مقابلې په زړه پوري درس دئ.
زموږ تاریخ د دغه ډول مبارزینو او قهرمانانو یوه په زړه پوري غني شتمني ده. له بده مرغه چي موږ تر اوسه پوري د خپل ویاړلي تاریخ د ټولو قهرمانانو کارنامې د تاریخ په پاڼو کي نه دي ثبت کړي په دغه برخه کي موږ حتی د ځینو په برخه کي څه لیکل څه چي معلومات هم نه لرو. موږ باید د خپلو قهرمانانو په باره کي په دې قانع وو چي د دوی پوروړي یو او د دوی د پور دغه دروند مسولیت او فرض مو نه دئ په ځای کړئ همدا اوس زموږ د هیواد او اولسونو په خولو، مغزو او سینو کي زموږ د سر ښندونکو هیوادپالو مبارزو او قهرمانو د ویاړونو او وېرنو پوره شتمني پرته ده، چي کله ناکله ئې په ځینو خاصو مواقعو کي اوروي. په دې برسېره زموږ حق پېژندونکي خلګ د ډیرو قهرمانانو او هیواد پالونکو په برخه کي کیسې، نکلونه، روایات اوروي او د پيښو په شاو خوا کي ئې معلومات په مغزو کي ساتلي دي. دوی نه یوازي د قهرمانانو سرښندونکو او هیواد پالو نه خبري کوي بلکي دوی د هیواد د خاینانو او چا چي د دې غیور اولس د ملا ماتولو او پښو اچولو لپاره بډي راوهلي وي هم له یاده نه دي ایستلي، کیسې ئې کوي او د دوی د رټني او غندني سندري وایي: دغه سندري او دغه روایات زموږ د تاریخ او کلتور یو ستر او رښتینی باب جوړوي. له بده مرغه موږ د خپل اولس دغه خواره واره روایات، سندري، متلونه لکه څنګه چي ښایي نه دي راټول کړي، چي و ئې سپړو او بیرته ئې منظم او پيوندونه ور کړو. دا د هیواد په ټولو علمي او فرهنګي موسسو او هغه څوک چي څه نا څه د لیک لوست سره سروکار لري فرض دئ، چي دغه کار ته ملا وتړي، ستونزي وګالي، مصارف وکړي او خپله غني کلتوري، تاریخي شتمني د ضایع کېدو او محوه کېدو څخه وساتي. ځیني کسان په تېرو باندي ځان بوختونه د وخت ضایع بولي. زه د دغو کسانو سره هم فکره نه یم دا منم چي ټول عمر په تېرو باندي بوختېدل او حال آینده هېرول یو علمي او په زړه پوري کار نه دئ خو د دې په څنګه کي دا هم ښه نه ګڼم چي د آینده او حال په څنګ کي دي تېر کورټ له یاده وباسو. تېر، اوس، آینده یو له بله نه بېلېدونکي دي. د یوه د تجربو څخه د بل د پرمختګ د پاره باید کار واخیستل شي، تېر د آینده او آینده د اوس څخه بېلول زموږ په کارونو کي نیمګړتیاوي را پیداکوي. د نړۍ ټول مترقي او آزاد هیوادونه خپل نوابغ قهرمانان او سرښندونکي نمانځي، یادوني ئې کوي او ور باندي ویاړي. په دغه برخه کي دوی تر نورو ټولو هیوادونو دمخه دي. دا کار او عمل د انسانانو روحي تقویه، غذا د مورال لوړولو او په ځان اتکا د پاره یو جوخت ضرورت دئ.
د استعماري او امپریالستي هیوادونو یوه خاصه دا ده چي تر استعمار او لاس لاندي خلګو د اولسونو د کلتوري شتمنۍ د له منځه وړلو او مروړلو باندي لاس پوري کوي. دا د دې د پاره چي د دغو هیوادونو د اولسونو د اتکا مرکز او په ځانونو د ویسا، ډاډ له منځه یوسي.
هر څومره چي اولسونه په خپل ځان ډاډه توب او په خپل مټ باندي د تکيې کولو له مخي خلع سلاح کیږي په همغه اندازه استعماري دولتونه او متجاوزین خپلو ناوړو اهدافو ته زر تر زره رسیږي.
که چيري موږ خپل تېر کلتور او تاریخي شتمنۍ هېروو او یا د هغو په مقابل کي بې پروايي کوو، د دې معنی لري چي هغه کار چي زموږ د هیواد او هیوادوالو دښمنان ئې غواړي و ئې کړي او آرزو ئې لري په خپله ئې موږ په لوی لاس کوو. په هر صورت دا خو یوه یادونه وه او اوس به خپل اصلي هدف ته راشو هغه دا چي دلته د هیواد یو قهرمان، په هیواد، هیوادوالو مین او د ننګ ناموس ساتونکی زوی سیدال خان ناصر او د پردیو متجاوزینو په مقابل کي د هغه قهرمان قهرمانانه جګړې، کاروایي، مقابلې، جرأتونه او سرښندني محترمو هیوادوالو ته معرفي او وړاندي کړو:
د سیدال خان ناصر شخصیت او کارنامې:
د افغانستان د ویاړ نه په ډک تاریخ کي د هوتکو د حکومت دوه دېرش کلنه دوره هغه دویاړ نه ډک وخت دئ چي زموږ خلګ او اولسونه باید تل پرې و ویاړي او د یوه غوره سر مشق په توګه د اجانبو په مقابل کي تل ترې کار واخلي.
د هوتکو د ویاړ نه ډک حکومت پیل د حاجي میرویس خان په ملي تړون او یرغل سره پیل کیږي. دغه ملي آزادي بخښونکی حرکت او یرغل یو داسي حرکت وو چي زموږ اولسونه باید تل پرې وویاړي. دا ځکه چي متجاوزینو زموږ سپېڅلې خاوره او د پلار نیکه دغه پاک میراث تهدیداوه او دښمنانو زموږ د خلګو مرۍ تربتولې، د میرویس نیکه په هغه آزادۍ بخښونکې جګړه کي چي د ګرګین پر ضد ئې کوله د هیواد په آزادۍ او قوممینو ځوانانو او مشرانو په لړ کي یو هم سیدال خان ناصر و.
د پټي خزانې په حواله سیدال خان د ابدال خان زوی باړي زی ناصر دئ. پلار ئې په ډیله (۱) کي چي د وازي خوا په سر کي یو ځای دئ اوسېده. څه وخت چي سلطان ملخي توخي استقلال وموند او د غزني څخه تر جلدکه ئې حکومت کاوه، نو باړي زی د ابدال خان سره راغلل او په اتغر کي مېشته شول. ابدال خان د عادل خان توخي په ملګرتیا د صفوي حکومت له خوا مقرر شوی ګرګین سره په جګړه لاس پوري کړ او دغه پردی ظالم خون خوار ئې پرې نه ښود چي پر کلات حکومت وکا.
سیدال خان د خپل دغه مېړني او هیواد پال جګړن پلار (ابدال خان) زوی دئ. څه وخت چي میرویس خان د ګرګین د وژلو د پاره پلانونه طرح کول او غونډي ئې کولې، سیدال خان ناصر به هم د نوموړو سره په دغو غونډو کي برخه اخیسته. د مثال په توګه څه وخت چي میرویس خان د ګرګین او د هغه د ظلمونو د یادولو پر برخه کي دوهمه ملي جرګه په مانجه نومي ځای کي جوړه کړه، په دغه جرګه کي د هوتکو، ناصرو، بابیو، نورزیو، بابړو، بړيڅو، مومندو، کاکړو، بلوڅو، ترینو، الکوزو او نورو پښتني قبیلو مشرانو او مخورو ګډون کړی وو.
د دغو مشرانو د ډلي څخه رېدی خان مومند د دغو لاندنیو دوولسو قومي مشرانو نومونه یادوي.
۱ـ سیدال خان ناصر. ۲ـ بابوجان بابی ۳ـ ملاپیرمحمد میاجی ۴ـ بهادرخان ۵ـ یوسف خان ۶ـ عزیز خان نورزی ۷ـ ګل خان بابړ ۸ـ نور خان بړیڅ ۹ـ نصرو خان الکوزی ۱۰ـ یحی خان ۱۱ـ محمود خان هوتک ۱۲ یونس خان کاکړ. څه وخت چي میرویس خان په دې بریالی شو چي ګرګین ووژني نو سیدال خان د پښتنو جګړنو سپه سالار و. څه وخت چي صفوي دولت د افغانانو څخه د انتقام اخیستلو د پاره یو شمېر فوځ را واستاوه، نو سیدال خان د میرویس خان له خوا د پښتنو لښکرو سپه سالار وو او څو ځله ئې صفوي لښکر ته چي تر حساب تېر وو، ماتي ورکړه او بې شمېره ئې ووژل، سیدال خان د صفويانو سره په ټولو جګړو کي غالب او فاتح وو. همهغه وو چي په زړورتوب او مېړاني سره مشهور شو. د هیواد د قهرمان زوی او باتور مبتکر ملي مشر میرویس خان تر مړیني وروسته ئې عبدالعزیز پاچا شو.
د هغه تر مړیني وروسته د میرویس خان زړور زوی محمود هوتک د نولس کلنۍ په عمر په ۱۱۲۹ هـ کال کي په تخت کښېناست. سیدال خان د ده د دربار لوی سپه سالار او حربي مشاور وو.
پښتنو د شاه محمود او سیدال خان په مشرتوب د فراه او سیستان له لاري کرمان ونیو. د کرمان تر نیولو وروسته د پښتنو سره دا خیال پیدا شو چي کندهار ته بیرته ستانه او په کوم بل مناسب وخت کي به د اصفهان د نیولو پرمختګ دپاره اقدام وکړي، ولي شاه محمود په بیرته ستنېدو خوښ نه و. په دغه اثنا کي شاه محمود د سیدال خان څخه چي د افغاني فوځ سپه سالار وو، و پوښتل چي کندهار لیري دئ که اصفهان؟ سیدال خان ناصر ورته وویل چي کندهار. شاه محمود ورته وویل چي دوې شپې کیږي چي د کندهار څخه را روان شوي یو، اصفهان خو ډېر ليري دئ. سیدال خان په ځواب کي ورته وویل چي پر کومه خوا چي مو عزم وي هغه ډېر نږدې او کومي خوا ته مو چي شا وي هغه لیری دئ. شاه محمود د سیدال خان په خبره ډېر خوشحاله شو او پر تندي ئې مچ کړ، ورته و ئې ویل: هو! د میرویس بابا دا وصیت وو، چي اصفهان ونیسئ. باید د ده وصیت پر ځای کړو. همغه وو چي سیدال خان خپلو عسکرو ته وویل چي د لاري لیري والی زموږ عزم نه شي ماتولی. اصفهان چنداني ليري نه دئ. موږ به ئې ضرور نیسو په همدغه وخت کي د سیدال خان ناصر په برخه کي د ستايني دغه ناره وویل شوه:
که سر دئ اصفهان د ملکو سر دئ
چي اصفهان نږدې کوي سیدال ناصر دئ
همغه وو چي شاه محمود د خپلو لښکرو سره مخ پراصفهان روان شو. پښتنو لښکرو صفوي قوت د خپل پوهي، جرات او ښه تدبیر په واسطه له منځه یووړ. افغانانو د خپلو قوي او مدبرو مشرانو په غوره تدبیرونو سره وکولای شول چي د صفوي عسکرو صفونه یو په بل پسي مات او سنګرونه ئې ونیسي. په دې توګه سره شاه محمود د اصفهان پاچا شو او د ایران پاچا خپل تاج په خپلو لاسونو د ده په سر کښېښود.
د پوهاند حبیبي په قول د افغان اولس د برمه ډکه دغه غوره جګړه او بري کي کوم عسکر چي د دښمن پرضد د سیدال خان تر مشرتابه او سپه سالارۍ لاندي جنګېدل په پښتنو برسېره د افغان اولس نورو قومونو او باغیرته زړورو مېړونو هم برخه اخیستې وه. د مثال په توګه په دغه جګړه کي د سیدال خان تر مشرۍ لاندي د پښتنو عسکرو تر څنګه پنځه زره هزاره هم وجنګېدل او د هیوادپالني په زړه پوري ثبوت ئې څرګند کړ، د شاه محمود تر مړیني وروسته د نوموړي د تره زوی شاه اشرف په ۱۱۳۷ هـ کال د برات د میاشتي په دوولسمه نېټه پاچا شو، سیدال خان د نوموړي سپه سالار هم وو. هغه وخت چي شاه اشرف د دریو لویو قوتونو یعني داخلي مخالفینو په تېره بیا شهزاده طهماسب، ترکانو او روسانو سره لاس په ګرېوان وو. سیدال خان د هیواد پالني او پښتني ننګ په ځای کولو او افغاني امپراتورۍ د ساتني په غرض فاتحانه جنګونه وکړل. ده په خپل پاخه تدبیر او نه ماتېدونکي عزم سره وکړای شول چي د روسي لښکر د ايران په شمالي پولو او د عثماني ترکانو پوځونه په لوېديځو ميدانونو کي شا ته وتمبوي. شاه اشرف لومړی وغوښتل چي په آذر بایجان کي د ده پر ضد الو ګولو د منځه وړلو د پاره لاس په توره کړي. ده همدارنګه نیت درلودئ چي د تهران پر خوا د شهزاده طهماسب د پرمختګ مخه ونیسي. د شهزاده طهماسب او افغاني لښکري دواړه د سلمان آباد په حدودو کي مخامخ شوې، دغه وخت د شهزاده اشرف د لښکرو لوی قومندان جنرال سیدال خان ناصر وو. د دواړو خواوو تر منځ سخت جنګ وشو. په دغه جګړه کي سیدال خان ناصر د پښتنو عسکرو د روحیې لوړولو او احساساتو راوستلو په غرض په خپله هم ګډون کړی وو او هري خواته ئې توري وهلې، تر سختي نښتي او جګړې وروسته شهزاده طهماسب ماتي وخوړه، وتښتېد، ډېر مړي او ټپيان د جګړې په میدان کي ترې پاتې شول.
تر دې بري او فتحي وروسته شاه اشرف سیدال ته د قزوین نیولو دنده ورکړه. د قزوین خلګ چي د سیدال خان د مېړاني، شجاعت او د پښتنو د توریالیتوب څخه خبر ول، پرته له دې چي د سیدال مقابلې او جګړې ته را ووزي له ویري تسلیم شول. څه موده وروسته طهماسب د فتح علي خان په مشرۍ یو شمېر خلګ د افغانانو د ماتولو او مقابلې د پاره راولېږل. ولي فتح علي خان هم ډېر ژر په ابراهیم آباد کي د افغانانو د لاسه ماتي وخوړه او ابراهیم اباد د پښتنو په لاس کي ولوېد. تر دې وروسته د شاو او قم خلکو هم د شاه اشرف متابعت ومانه او خپل ښارونه ئې پښتنو ته تسلیم کړل. (۳).
شاه اشرف د پاچاهۍ په دریم کال عثماني ترکانو شپېته زره عسکرو د اویاوو (۷۰) توپونو سره د احمد پادشاه په مشرۍ د اصفهان د نیولو د پاره را روان شول، شاه اشرف لومړی د روغي جوړي هڅي وکړې، ولي کله چي پوه شو نتیجه ئې ور نه کړه، نو د یوه افغان په حیث ئې دا خپله دنده ګڼله چي د خاوري او خپل ملک د ساتلو د پاره په جدي اقداماتو لاس پوري کړي. همغه وو چي سیدال خان ناصر ئې را وغوښت او ورته و ئې ویل چي په خپل پښتني عزم او همت سره ترکانو ته د افغاني ننګ او غیرت بریښ وښیه. په دغه اتنا کي شاه اشرف هم د څلوېښتو زمبورکو توپونو سره د اصفهان څخه د مدافعې د پاره ووت. افغاني لښکر د ترکانو په نیمايي هم نه وو. دواړه قوتونه د اصفهان په پنځه لس فرسخي کي سره ونښتل. شاه اشرف او سیدال خان دواړه د جګړې په میدان ور ګډ شول او په یرغل او حملو ئې پیل وکړ، سیدال خان عزم کړی وو چي د دغي جګړې د میدان نه به ژوندی نه وځي. په دغه سخته جګړه کي د افغاني لښکرو احساسات سخت راپارېدلي ول.
په دغه تاریخي او سخته جګړه کي بالاخره ترکانو د افغاني جګړنو د جرأت او پاخه عزم د یرغلونو تاب را نه شو وړای او سخته ماتي ئې وخوړه. په دغه تاریخي او د افغاني لښکرو د سرښندني ډکه جګړه کي د ترکانو نه دوولس زره مړي پر میدان پاتي شول. په دې برسېره په دغه جنګ کي پنځوس توپونه سره د نورو حربي سامان الاتو د سیدال خان ناصر لاس ته ورغلل. ترکان بالاخره مجبور شول چي د شاه اشرف سره سوله وکړي او په پاریس باندي د ده تسلط په رسمیت و پېژني.
تر دې وروسته شاه اشرف د جګړې د ډګر سالار او پهلوان سیدال خان ناصر د روسي قواوو د وړاندي تګ د مخنیوي د پاره ولېږه. سیدال خان او روسي لښکري د پارس په شمالي برخه دربند نومي ځای کي سره مخامخ شوې.
افغاني لښکر که څه هم ډېر جنګېدلی، ستړی او د وسلې او شمېر له پلوه هم نسبت روسي لښکرو ته ډېر کم وو، ولي بیا هم په ډېره مېړانه، شجاعت او سرښندني سره جنګېدل او هغه ئې شاتګ ته مجبوره کړل. په دې توګه سره روسي لښکر مجبور شو چي د شاه اشرف اقتدار او نفوذ په پارس باندي په رسمیت و پېژني.
د عثماني او روسي دولتونو د شاته تمبولو او د هغوی سره سوله او د سیاسي پولو ټاکلو څخه وروسته شاه اشرف د داخلي چارو تنظیم او ترتیب ته متوجه شو. په دغه آثنا کي ئې په خراسان باندي د نادر قلي چي په پای کي په نادر افشار مشهور شو د یرغل خبر واورېد. نادر قلي د خراسان ښارونه یو په بل پسي ونیول. تر دې وروسته ئې د هرات د ابدالیانو خواته مخه کړه. د هرات د ابدالیانو او نادرقلي خان د عسکرو تر منځ خونړۍ جګړې وشوې. د هرات ابدالیانو په خپل ټول قوت او پوره جرأت سره د خپلي خاوري د ساتني څخه دفاع کوله. د دواړو ترمنځ تر دوو کلونو څخه زیاتي مودې پوري جګړه روانه وه.
د نادرقلي په مقابل کي لا د هرات د ابدالیانو دفاع پای ته نه وه رسېدلې چي شاه اشرف هوتک د نادرقلي خان خطرونو ته متوجه او په دفاعي تجهیزاتو ئې لاس پوري کړ. څرنګه چي شاه اشرف د خپلو افغاني لښکرو زیاته برخه د پارس په جګړو کي له لاسه ورکړې وه او د لښکرو زیاته برخه د پارس نه ورته رسېده نو مجبور شو چي د نادر قلي په مقابل کي د پردیو یعني غیر افغاني فوځ څخه هم کار واخلي په دې توګه سره د شاه اشرف تر نیمایي لښکر زیاته برخه غیر افغاني ول. دوی په ظاهره ځانونه وفادار ښودل، ولي په حساسو مراحلو کي به ئې د جګړې پر ځای خیانت او د افغاني لښکرو د ماتي اسباب برابرول.
د شاه اشرف او نادر قلي لومړۍ جګړه په مهماندوس نومي ځای کي وشوه. (۴) شاه اشرف چي د نادرقلي د قوي توپخانې څخه چي د لسو تنو فرانسوي صاحب منصبانو له خوا څخه اداره کېده خبر شو نو سمدستي ئې خپل جنرال سیدال خان ناصر را وغوښت او د دښمن د توپخانې د منځه وړلو دنده ئې ور کړه. سیدال خان ناصر د بسطام خوا ته ولاړ او د نادري په توپخانه چي د بسطام د مربوطاتو د مهروش په کلا کي وه د شپې له خوا حمله وکړه مرګ ژوبله ډېره وشوه څرنګه چي توپخانه ډېره قوي وه او له بلي خوا نادرقلي پلي او سپور لښکر د بسطام بند په ښار کي توپخانې ته نږدې پروت وه، نو افغانان په خپل کار او عزم چنداني بریالي نه شول. سهار ته نږدې مهال بیرته شاه اشرف ته راغلل. د دغي ورځي په سبا ۱۱۴۲هـ کال دربیع الاول په شپږمه نېټه د دواړو خواوو تر منځ سخت جنګ وشو.
سیدال خان په دغه جګړه کي په ډیر جرأت سره وجنګېد. د افغانانو او نادرقلي دوهمه جګړه هم د دواړو خواوو تر منځ ډېره سخته او خونړۍ وه. شاه اشرف په دغه جګړه کي د نادرقلي سره مخامخ په جګړه بوخت وو، چي سیدال خان ناصر د یو شمېر لښکرو سره د شا له خوا نه پر نادري لښکرو یرغل وکړ او ډېر نادري لښکر ئې تر تېغ تېر کړ.
دشاه اشرف او نادر په دریمه (زرقا جګړه) کي هم سیدال خان ناصر په پوره مېړانه، جرأت او مهارت سره د جګړې تر پایه پوري و جنګېده خو څرنګه چي د شاه اشرف د لښکر زیاته برخه غیري افغانان ول او هغوی نه غوښتل چي د زړه نه وجنګیږي نو بریاليتوب ئې په برخه نه شو. هغه وخت چي نادر قلي شېراز ښار کلابند کړ، نو شاه اشرف د سیدال خان په مشوره د دوولس زره افغاني سپرو په ملګرتیا په ایستلو تورو په زور سره د ښاره ووتل په یوه سخته حمله او جرأت سره ئې پر نادري لوی پوځ کي درز پیدا کړ، شاه اشرف چي خپل دفاعي قوت له لاسه ور کړی و، د سیستان له لاري کندهار ته روان شو او په ۱۱۴۲هـ کال کي په لاره کي د عبدالله خان بلوڅ د زوی ابراهیم نومي د لاسه د لوت په دښته کي ووژل شو. (۵)
تر دې وروسته نادر افشار کندهار ته متوجه شو. په کندهار کي شاه حسین پاچاهي کوله او سیدال خان د نوموړي سپه سالار وو. نادر افشار د ټول فارس څخه په داوطلبانه توګه یو لک تکړه ځوانان راټول کړل. لومړی ئې د هرات پر ابدالیانو یرغل وکړ. هغوی له شاه حسین څخه مرسته وغوښته شاه حسین سیدال خان د څو زرو کومکي عسکرو سره د هرات ابدالي هیواد پالو ته د ملاتړ د پاره ور ولېږه. څه وخت چي د نادر افشار لښکر ارغنداو ته راورسېد، نو شاه حسین خپل دوه تنه زړور قوماندانان سیدال خان ناصر او یونس خان افغان د نادر په لښکرو باندي د شبخون په خاطر ولېږل.
لومړۍ حمله یونس خان افغان وکړه په هغه پسي سیدال خان په یرغل لاس پوري کړ. د دواړو افغاني مېړنو او قهرمانانو د خپلي قهرمانۍ ثبوت وښود. دوی په خپلو حملو او یرغلونو سره د نادر افشار عسکر چي شمېر ئې څلور لکو ته رسېده ډېر وار خطا کړل او یو زیات شمېر کسان ئې ترې ووژل. خو څرنګه چي د پښتني لښکرو شمېر ډېر لږ وو، نو بیرته کندهار ته را تر شا شول.
نادر افشار چي د سیدال خان او د هغه تر قوماندې لاندي زړورو پښتنو د جرأت او په افغاني ټولنو کي د سیدال خان د محبوبیت څخه پوره خبر وو، نو ډېر ترې وېرېده. د همدې کبله ئې د ده پر سر انعامونه او زیات بخششونه ښندل.
نادر افشار د کندهار خوا ته را دمخه شو. کندهار ئې محاصره کړ، په دغه اثنا کي د نادر افشار یو شمېر نور عسکر چي د بلوچستان د جنګونو څخه خلاص شوي ول، د جنګي داوطلبو عسکرو سره هم کندهار ته راورسېدل په دغه وخت کي شاه حسین سیدال خان ناصر ته وویل چي د شلو زرو لښکرو په مشرۍ د کندهاره ووځه او د نادر افشار د عسکرو مرکز او تدارکات د منځه یوسه. سیدال خان د شاه حسین د غوښتني سره سم په دغه اقدام لاس پوري کړ.
د سیدال خان لښکر د نادر افشار لښکر او قوماندان ارسلاخان ته ماته ورکړه، ولي نادر افشار نور هوسا عسکر د ملاتړ د پاره ور ولېږل په دې برسېره هغه ځیني افغانان په رشوتونو او وعدو ورکولو او چال نیرنګ سره د سیدال خان مقابلې ته ولېږل. څرنګه چي د راټولولو د پاره بیرته کندهار ته تر شا شو. دغه وخت امان الله خان چي د قلات او شا و خوا سیمو او خزانو د ساتلو د پاره شاه حسین لېږلی وو د نادر افشار د لښکرو له خوا ووژل شو. د امان الله خان په مړینه شاه حسین ډېر خفه شو او د هغه د کسات اخیستلو د پاره ئې سیدال خان ناصر ولېږه. سیدال خان ناصر د موسی خان او نادر افشار د لښکرو د ماتولو دپاره د شپږزره لښکرو سره د کندهار د ښار څخه په زور ووت. په داسي حال کي چي نږدې وو چي د موسی خان افغان او نصرالله میرزا لښکر له پښو وغورزوي، په دغه اثنا کي د نادر افشار د ځینو نورو هوسا عسکرو او د زر خریدو غولېدلو افغاني داوطلبو افغانانو رسیدلو په مرسته د موسی خان او نصرالله میرزا لښکر بیرته د خطر او منځه تلو څخه بچ کړ. دا وخت سیدال خان ته د خپل لښکر څخه ډېر لږ شمېر کسان ور پاتي ول. د لښکر اکثره برخه ئې له منځه تللې ول. نو مجبور شو، چي کندهار ته بیرته ستون شي. د افغانانو د بدبختۍ او تباهۍ لوی او عمده علت دا وو چي دوی د پردیو په تشو خبرو، چالونو، او نیرنګونو وغولېدل او خپل ئې په خپلو کي د پښو نه وغور ځول.
کله چي سیدال خان کندهار ته بیرته ستون شو، نو ډېر غمګین او په کور ننووت. شاه حسین چي د ده د غمګینۍ څخه خبر شو، نو د دغه قهرمان کور ته ورغئ، ډاډګيرنه ئې ور کړه او د هیواد پالني په برخه کي ئې د ده زیات خدمتونه او سرښندني یادي کړې. د نادر افشار لښکر د افغاني لښکرو تقريباً څو چنده وو. نادر د خپلو لښکرو یوه برخه د کلات کلا نیولو د پاره و لېږله، تر دې وروسته شاه حسین سیدال خان او خپل زوی د څلورو زرو لښکرو سره د کلات د کلا ساتلو ته ولېږل. د کلات کلا څخه سیدال خان په ډېره مېړانه دفاع کوله. بالاخره نادر افشار د سیدال خان د مقابلې د پاره مجبور شو. سیدال خان د خپل قوت تر اخره پوري د کلات نه دفاع وکړه، ولي بالاخره د مقابل لوري سره د مخامخ جګړې د پاره د شاه حسین د زوی سره یو ځای د کلات د کلا نه ووت او لاس په ګرېوان د نادري لښکر سره په جګړه بوخت شول، او په پای کي د نادري لښکرو په لاس کي کښېوتل.
وایي څه وخت چي سیدال خان ناصر نادر افشار ته مخامخ شو نو هغه د دغه پښتون قهرمان او هیواد صادق زوی د تاثیرناکو سترګو په مقابل کي مقامت ونه شو کړای او ترې ووېرېده همغه وو چي امر ئې وکړ چي د «سیدال خان سترګي وباسئ ځکه چي زه د ده له سترګو څخه ډارېږم.»
د نادر افشار د امر سره سم د سیدال خان سترګي و ویستل شوې په دې توګه سره دغه پښتون مېړه د هیواد پالني او افغاني ننګ ناموس د ساتلو د پاره د سترګو د غوره نعمت له لاسه ورکړ.
د زمریانو شوې خالي د هیواد درګي
نادر وکښې د سیدال مېړني سترګي(۶)
سیدال خان د سترګو د نعمت د لاسه ورکولو نه وروسته د کوهدامن شکر درې ته راغئ، او همدلته مړ او خښ شو. د دغه قهرمان پښتون قبر په شکر دره کي اوس هم افغانانو ته د هوتکیانو د دورې د امپراطورۍ افتخارات او د نوموړي د هیواد پالني، سرښندني او په دغه لاره کي د هر ډول قربانۍ ورکولو د پاکي عقیدې څرګندونه او الهام بخښنه کوي.
د دغه قهرمان او هیواد پال د قهرمانیو او د توري د پوره اثبات د پاره به ښه دا وي چي دلته د هوتکو نارې نومي کتاب څخه د هوتکو څو نارې چي د ده په باب يې ویلي دي راوړو:
که سر دئ اصفهان د ملکو سر دئ
چي اصفهان نږدې کوي سیدال ناصر دئ

که زرو اصفهان کلا د زرو
شاه محمود ته ور نیولي وه ناصرو

که ښاغلي دي ناصر زلمي ښاغلي
سیدال خپل نوم باندي باسي په تهران باندي ئې ډېر زلمي وزلي

سیدال خان ویل لښکر مي شو بزي بزي
آزاد خان مي چي توري شپې وخوړ که ورځي

که لوګی دئ (مهمان) په سرلوګی دئ
سیدال کړی ناصري خواري په میدان کي پروت سل کسه عمرزی دئ

چي پټي په سیدال خان باندي غوټې کړې
د تورو مشغولا وه سیدال خان دستي د ډال تنې ور پرې کړې

سیدال ویل په کلمو مي پروښتون دئ
دنیا د غم په ورځ پيدا ده د نیازمنو ځای باندي بېلتون دئ

چي نادر تر غره ایستلي رسالې دي
سیدال باندي ور وزي د نادر په اوستور بل باندي حملې دي

ګرځوله سیدال اسپه لنډه لنډه
شاه حسین هم ور ووت ایرانیان ئې تر نادره کړل په منډه

د زمریانو سوې خالي د هیواد درګي
نادر وکښې د سیدال مېړني سترګي

که زړا د پښتنو په مخ سربازي (۷)
د سیدال سترګي نادر ایرانی کاږي

که خلاصي کړې نادر خلاصي لاري
تر هوتک او ناصر جار سم د ټوپکو لا مظبوطي کوي واري

که خیال سو د نادر دغسي خیال سو
اوس به زر کندهار خلاص سي چي په دواړو سترګو ړوند جنګي سیدال سو
د سیدال خان ناصر ادبي قوت:
سیدال خان ناصر لکه څنګه مو چي وویل د جګړې د ډګر غوره قهرمان او باتور قوماندان وو، همدارنګه د شعر او شاعرۍ د علم او پوهي په زړه پوري برخه ئې هم درلوده. ده د خوشحال خان او احمدشاه بابا په شان د خپلي توري تر څنګ قلم هم درلود. د پټي خزانې په حواله نوموړي مروجه علوم لکه فقه، تفسیر، فصاحت، صرف، او نحو او فارسي کتابونه لوستي ول. کله چي به د جګړې څخه خلاص شو نو شعرونه به ئې ویل. تر اوسه پوري موږ ته د نوموړي یوازي د یوه شعر درک هغه هم د پټي خزانې په حواله شوی دئ. د نوموړي د دغه شعر څخه داسي څرګنديږي چي دغه پښتون قهرمان شاعر او ادیب به یو زیات شمېر اشعار ویلي وي، ولي د بده مرغه چي د نوموړي قوماندان او په افغانیت مین جګړن د نورو اشعارو پته تر نن پوري زموږ سره نه شته. داسي اټکل کیږي چي که د زمانې تندو بادونو د ده اشعار د منځه نه وي وړي او یا ئې یو نه سي نو شاید یوه ورځ د افغانستان د یوه ګوټ څخه د ده د نورو اشعارو پته ولګیږي دا ځکه چي تر اوسه پوري موږ په دې نه یو بریالي شوي چي د خپل اولس ادبي شتمني او اولسي کلتوري پانګي د سلو څخه لس برخي هم راټولي کړو. د اولسي، ادبي، فولکلوري او کلتوري شتمنیو د راټولولو څخه زموږ د هیواد د ویاړلي تاریخ او قهرمانانو هیوادولو په برخه کي ډېر نوي او په زړه پوري معلومات تر لاسه کیږي. کېدای سي چي کله کله ځیني داسي معلومات او مواد وموندل شي چي زموږ ادبي، او تاریخي لیکنو، قضاوتونو او پرېکړو ته بالکل بل رنګ ورکړي.
په هر صورت را به شو خپل مطلب ته هغه دا چي د سیدال خان ناصر د ادبي کلام نمونه چي په ملي اوزانو ویل شوې او په پټه خزانه کي راغلې ده لوستونکي کولی شي نوموړی قیمتي او با ارزښته کتاب ته مراجعه وکړي او خپله ادبي تنده پرې ماته کړي.
(۱) ډيله د مقر جنوب لوېديځي ولاړو اوبو ته نژدې پرته ده، (هوتکيان، ۱۵۱ مخ، د بېنوا ليکنه).
(۲) هوتکيان د بېنوا ليکنه، ۴۲ مخ، ۱۳۴۲ کال خپرونه.
(۳) د زيری اخبار، ۱۳۴۷ کال، ۷ ګڼه، د محمد ولي زلمي ليکنه.
(۴) هوتکيان نومی اثر، د بېنوا ليکنه، ۱۳۴۵ کال، تاريخ ټولني چاپ.
(۵) هوتکيان، د بېنوا ليکنه، د تاريخ ټولني چاپ، ۱۳۴۵ کال.
(۶) د هوتکو نارې نومی اثر، د ۱۳۴۹ کال چاپ.
(۷) د هوتکو نارې نومي کتاب په حواله: يوه ناروغي ده چي مخ او سر پکښي پړسيږي.

یادونه: دا مقاله (د محمدهوتک یاد) د ملي سیمینار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمن (پتوال)


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ