ليکونکی: بلال احمد بری
د کوټي او پښين وادې چي اوسېدونکي ئې سوچه پښتانه دي، شمال او لوېدیځ ته ئې افغانستان، ختیځ خوا ته ئې ږوب او سیوۍ یا سبۍ سیمه او جنوب ته ئې د بولان دره، تاراوان او د بلوڅي کلات برخي پرتې دي (۱).
د کوټي اوږدوالي له شمال څخه جنوب ته «۱۲۰» میله پسور ئې د ختیځ څخه لوېدیځ ته «۲۴» میله او مساحت ئې ۵۳۱۱۴ مربع میله دئ چي له انګلیسي استعمار څخه مخکي د افغانستان د پښتني سیمو څخه شمېرل کېده. د دې سیمي د مشرقي عرض البلد او سمالي مساحت ئې «۸۸۴۶۳۸» مربع میله او شاحلي اوږدوالی ئې «۴۷۳» مربع میله ته رسیږي.
غرنۍ برخي ئې د بحر له سطحي څخه «۲۰۰۰» فټه او میداني برخي ئې «۱۰۰۰» فټه د بحر څخه لوړي دي. د پټي خزانې په درو سرو چاپ سوو نسخو کي دا درې ټکي د یو ویونکي پام ځان ته را اړوي:
اول: د محمدهوتک تالیف پټه خزانه لومړی په کوټه کي موندل شوې ده.
دوهم: حاجي محمداکبر هوتک کندهاری د پټي خزانې پر یوه نسخه پېښ شوی دئ او د هغه سره ئې دلچسپي پیدا کړې ده.
دريم: په کال (۱۳۰۳هـ.ق.) مرحوم عباس کاسي د حاجي محمد اکبر هوتک په سپارښت او هیله دغه پټه خزانه د اصلي نسخې څخه رانقل کړې او حاجي محمداکبر ته ئې سپارلې ده، چي وروسته بیا په (۱۳۲۲هـ.ش.) کال زموږ هیواد ته راوړل سوې ده.
دا هغه درې ټکي ول چي سړی اول ځل د پټي خزانې د کتاب په پرانیستو کي ور ته متوجه کیږي. زما په خیال دا درې مطلبه په خپل ذات کي درې بیلي بيلي پوښتني پيداکوي چي هغه به زیات و کم داسي وي:
اوله پوښتنه: پټه خزانه چي د اعلیحضرت شاه حسین هوتک کال (۱۱۳۵هـ.ق.) د کندهار د لرغوني پښتني سلطنت یوه پښتو تاریخي او ادبي پانګه ده په کوټه کي څنګه پيدا کیږي؟ ایا هوتکو او د هوتکو پاچهانو مخصوصا شاه حسین هوتک د کوټي او د هغه شاوخوا برخو ته فتوحات کړي دي او د هغه وخت راهیسي داسي شواهد او تاریخي اسناد شته چي د کوټي او کندهار د پښتنو راکړه ورکړه تګ راتګ او ادبي تړون وښيي؟
دوهمه پوښتنه: حاجي محمداکبر هوتک کندهاری څوک وو؟ ده په کوټه کي څه کول؟ که دا به ومنو چي د کندهار او کوټي د خلګو تر منځ د پېړیو راهیسي علایق ول نو پاتیږي دا خبره چي حاجي محمداکبر هوتک تر کمي اندازې په هغه وخت کي له پښتو ادب سره مینه درلوده؟ ایا حاجي محمداکبر هوتک په باب داسي مطالب سته چي د ده رښتني علاقه د پټي خزانې د پیداکېدو بیا د هغه د نقلېدو او ساتنګ ته په اثبات ورسوي او هم دا وښيي چي حاجي محمداکبر هوتک د خپل وخت یو پښتون لیکوال وو او ادبي ذوق ئې درلود که نه؟
دریمه پوښتنه: عباس کاسی څوک وو چي د پټي خزانې خطاط او لیکونکی او نقلېدونکی بلل شوی دئ؟ آیا په کوټه کي د عباس کاسي کام «کاسیان» شته او د کاسیانو اجتماعي او ادبي ژوند څنګه دئ؟ د کوټي کاسیان څوک دي او دوی له پښتو ادب سره څونه مینه لري؟ آیا په کوټه کي له پخوا د پښتو ژبي له ادب سره علاقه شته او اوس هم دغه علاقه او مینه توده ده که څنګه؟ چي په دې حساب کي د عباس کاسي څېره هم لیدلای شو.
د اولي پوښتني جواب: د تاریخ په رڼا کي د هوتکیانو د لښکرو هڅي د کوټي او د هغه د شاوخوا سیمو په نیولو کي ښکاره دي. ولي چي په کال (۱۷۳۳م.) کي د اعلیحضرت شاه حسین هوتک په امر جنرال بهادر خان د بروهیانو څخه د پښين کلا ونیوله او هغه ئې د عسکري چوڼۍ په څېر ټینګه کړه، بیا د ده لښکري د غزه بند پر کوتل را وختې او کوټه ئې هم ونیوله او په خپله اعلیحضرت شاه حسین هوتک هم کوټي ته راغئ او هغه ځایونه ئې فتح کړه چي نن د کوټي ښار او د هغه شاوخوا ورته ویلای شو. د هغه وخت راهیسي په کوټه کي ښالم‌خېل هوتک چي د حاجي میرویس هوتک قبیله ده هلته شته او په کوټه کي ژوند کوي (۲).
اعلیحضرت شاه حسین هوتک چي د حاجي میرویس خان نیکه اولاد او زوی وو، یو قابل او ښکلی زلمی د کال (۱۱۱۴هـ.ق.) د ربیع الاول په دوهمه ورځ د کلات د سیوري په سیمه کي زوکړی دئ چي د یو نېک کردار خاوند او علم دوسته د پښتو ژبي پالونکی او بهادر پاچا وو. د ده په حکومت کي تر غزني پوري علاقه شامله وه. په کال (۱۱۳۸هـ.ق.) کي شاه حسین هوتک د شال (موجوده کوټي ) او ږوب علاقې هم فتح کړې او په کال (۱۱۳۹هـ.ق.) کي ئې د ډېره‌جاتو او ګومل پوري ټوله برخي په خپل اقتدار کي راوستي دي. خطبه او سکه ئې هم په خپل نوم جاري کړې ده (۳).
له پخوا زمانو او د اعلیحضرت شاه حسین هوتک له فتوحاتو وروسته تر انګلیسي استعمار پوري د پښین، ږوب او کوټي برخي د کندهار مربوطي سیمي وې، لکه څنګه چي هیتورام په (تاریخ بلوچستان) کي د احمدشاه بابا فرمانونه ثبت کړي دي چي د کاسیانو د خانانو په نامه لیکل سوي دي، د هوتکو له روایتي نارو څخه چي د عصمت‌مأبي بي بي زینب هوتکي له خولې تر موږ را رسېدلي دي همداسي ښکاري چي د هوتکو پاچهان کوټي او د هغه شاوخوا ته فتوحات او لښکرکشۍ کړي دي. د حاجي میرویس نیکه د پوهي لور او د اعلیحضرت شاه حسین هوتک د خور له دغي نارې څخه پوره څرګندیږي چي د هوتکو پاچهانو تګ او راتګ کوټي ته سوی دئ او د کوټي سیمه د دوی په قلمرو کي داخله وه.
‌د بي بي زینب هوتکي ادبي ناره داسي ده:
حسین خانه خدای دروستی د ورور وار دئ
اشرف وزي له سیستانه د مستنګ پر لور روان دئ
مستنګ یا مستونګ اوس هم د بلوچستان د جنوبي برخي په ۲۵ میلو کي یوه سیمه او کمشنري ده، چي بلوڅ او پښتانه ګډ پکښي اوسي.
دا هم ښکاره ده چي د پښتني لښکرو په سر کي د ملایانو او عالمانو جنډه وړه کیږي او لښکري وروسته پر له پسې وي نو ځکه زیات امکان شته چي د پټي خزانې یوه قلمي نسخه هم له کندهاره کوټي ته په دغه لښکر کښیو کي وړل سوې وي؛ او یا دا چي دا پټه خزانه د تاریخ په یو بل پړاو کي چي له کندهاره هر کله پښتانه کوټي ته تللي او راغلي دي، د پټي خزانې کتاب هلته وړل سوی وي او یا به دا خزانه په بل شکل کوټي ته رسېدلې وي.
د یادولو وړ ده، چي د کوټي خلګ او پښتانه زیاتره قلمي او خطي کتابونه ټولوي او له دې کار سره خاصه مینه او علاقه لري.
د دوهمي پوښتني جواب:
د حاجي محمداکبر هوتک اهلیت د پټي خزانې د کتاب په پیداکېدو کي:
د کندهار د کابل بازار د ملاګل داد اخوند په کوڅه کي د هوتکو یوه کورنۍ اوسي چي دا کورنۍ د پېړیو را په دې خوا دلته مېشته ده چي په یوولسمه پېړۍ کي دوه وروڼه د حاجي صحبت خان او حاجي محبت خان په نامه د کلات له سیوري کندهار ته را و کوچېدل د حاجي محبت خان هوتک زوی ملاموسی هوتک په کندهار کي عقلي او نقلي علوم زده کړل چي له علمي معرفت سره سره ئې سودا ګري هم کوله. حاجي محمداکبرهوتک د دغه ملاموسی هوتک زوی دئ. اوس د حاجي محمداکبر هوتک کورنۍ د خدای مال په شمار زیات دي. د ده له زامنو څخه حاجي محمدعثمان هوتک، عبدالطیف هوتک، فیض محمد او حاجي احمدعلي هوتک ژوندي دي چي عمر ئې نژدې سلو کلو ته رسیږي. د پښتو ژبي پخوانی خدمت‌ګار مرحوم مولوي صالح محمد کندهاری د حاجي محمداکبر هوتک لمسی او زه د دې مقالې لیکونکی ئې کړوسی کېږم.
هغه کسان چي حاجي محمداکبرهوتک او د ده د کورنۍ نور غړي ئې له نژدې لیدلي دي وايي چي دا یوه هوښیاره علم دوسته او د سوداګرۍ د پېشې سره او هم د پښتو ژبي له ادب سره علاقه مند خلګ دي او په اجتماعي سلوک کي د خپل وخت مهذب انسانان شمېرل کیږي. پخپله حاجي محمداکبر هوتک چي پټه خزانه ئې له کوټي موږ ته را رسولې ده د هندوستان تجارت ئې کاوه. حاجي صاحب د خپل وخت یو متحول او د ذوق څښتن سوداګر وو او په کندهار کي یوازنی سړی وو چي هغه وخت ئې کتاب خانه درلودله او د پښتو ژبي آثار او قلمي نسخې ئې په بیه را نیولې او پخپله کتاب خانه کي ئې خوندي کړیدي.
حاجي محمداکبر هوتک په کال (۱۲۹۸هـ.ق.) کي د امیرعبدالرحمن خان په امر د برتانوي هند و برخو ته تبعید سو، چي امیر ته وروسته د ده بېګناهي ثابته هم سوه. حاجي صاحب د کوټي په ښار کي د څو کلو لپاره هلته اوسېدئ چي په تجارت بوخت وو او هم ئې د علم او ادب سره خپله علاقه ساتله.
په کال (۱۳۰۰هـ.ق.) حاجي محمداکبر هوتک د افغانستان امیر عبدالرحمن خان ته په پښتو ژبه یو منظومه عریضه ولیکله چي د امیر په عنوان ئې کابل ته را وا ستوله او د خپل وطن د میني او بیرته راتګ او هم ئې د خپلي بېګناهۍ حال په شعر کي په پښتو ژبه امیر ته ولیکئ. د افغانستان امیر عبدالرحمن خان ته دا پښتو منظومه عریضه راورسېده امیر حاجي محمداکبر هوتک له دې کبله چي هیڅ راز ګناه ئې نه درلوده، وباخښه او د ده راتګ ئې وطن ته منظور کئ.
په کوټه کي د حاجي صاحب په وروستیو شپو او ورځو کي پر ده باندي د پټي خزانې یوه نسخه پېښه سوه، چي ده دعباس کاسي په لیک دغه نسخه رانقل کړه.
حاجي محمداکبر کندهار ته راورسېد او پس له څه وخته په کندهار کي مړ سو او په خپله پلرنۍ هدیره حضرت جي بابا ته نژدې د عیدګاه تر څنګ ښخ سو.
په (۱۳۱۷هـ.ش.) کال کي چي پوهاند عبدالحی حبیبي د خوشحال خان خټک کلیات په کندهار کي چاپ کړ، یوه خطي نسخه ئې له دغه حاجي احمدعلي هوتک د حاجي محمداکبر هوتک له زوی څخه لاس ته راوستې وه چي د خوشحال خان دا خطي نسخه هم د حاجي محمد اکبر هوتک له کتاب خانې څخه د ده زامنو ته پاته سوې ده. زما غرض له دې یادوني څخه دا دئ چي حاجي محمداکبر هوتک لومړی له پښتو ادب سره علاقه درلوده او په عین حال کي د ګنجګاو څېړونکی او ساتونکی کرکټر څښتن تېر سوی دئ.
بې شکه د دې صفاتو تر څنګ د محمدهوتک د پټي خزانې قلمي نسخه په کوټه کي د حاجي صاحب له خوا پيدا او په عباس کاسي ئې نقل کړې ده چي شپو او ورځو تر موږ پوري را رسولې ده.
دغه نسخه د پوهاند حبیبي په مېړانه څو ځله خپره او چاپ سوې ده چي بېشکه د پښتو ژبي د لرغونتوب په باب پټه خزانه یو نوی تمهید او نوې مقدمه ګڼلای سو، چي د دوی دا علمي خدمت د ټولو پښتنو له خوا منل سوی دئ. خدای دي خیر ورکي.
د حاجي محمداکبر هوتک د هغه منظومي عریضې په باب چي له کوټي څخه ئې امیرعبدالرحمن ته رالېږلې ده او چي څنګه احکام او امر د امیر له خوا د حاجي محمداکبر د بخښني په باب صادر سوی دئ. د چا او چا امضا ده د ښاغلي حبیب الله رفیع لخوا څېړل سوې ده......
د عباس کاسي لیکلې پټه خزانه د سردار مهردل خان ته د نقل سوي پټي خزانې له قلمي نسخې څخه چي د نورمحمد خروټي په قلم لیکل سوې ده، د حاجي محمداکبر هوتک لپاره تیاره کړې ده، چي په کال (۱۲۶۵هـ.ق.) کي نورمحمد خروټي سردار مهردل خان ته لیکلې ده.
د دریمي پوښتني جواب:
« عباس کاسی څوک دئ او د کوټي د سیمي کاسیان څنګه خلګ دي؟» کاسیان د کوټي د ختیځي درې میلۍ په یوه برخه کي چي د ګوالمندي او جامع مسجد تر مینځ موقیعت لري پراته دي. کاسیان د کوټي هغه پښتانه دي چي ځانونه د کسي د غره د لمني پخواني اوسېدونکي او د کسي د غره سره د انتساب په وجه ځانو ته کاسیان وائي. دوی عقیده لري چي د کوټي او د هغه ځای د شاوخوا اولني پښتانه دوی دي او دا ادعا هم کوي چي په کوټه کي نور پښتانه لکه اڅکزي، ترینان سیدان او کاکړ او نور توکمونه د تاریخي مهاجرتو او جنګو په ترڅ کي کوټي ته راغلي دي.
که څه هم د کوټي پر ښار سربېره په چمن، لورلائي، فورټ، سنډیمن، هندوباغ (مسلم باغ) میلو زیارت او هرنائي کي پښتانه اکثریت او پښتو ژبه عامه ده، خو کاسیان د بلوچستان او کوټي تر ټولو پښتنو ځانونه پخواني او ستانه بولي او د قدامت په لحاظ پر بل چا تن نه ورکوي.
د کوټي کاسیان خپل اصیل پښتني دودونه پالي، دوی د کاسیانو په نامه یوه بېله سیمه او منطقه او پښتني ماحول لري او په خپلو نژدې برخو کي زیاتره دوی پراته دي چي بل څوک چنداني نه پرېږدي. د کاسیانو سپين ږیري او معمره خلګ سنګین او پخواني پښتني کالي اغوندي. جګي ګلابتوني خولۍ او یا رخچیني، کلکه شمله داره بګړۍ، پراخ پرتوګ او موچڼي اوس هم د دوی رایج لباس او جامه ده.
نوي ځوانان ئې د کمیس او پرتوګ سره زموږ قره قلي خولۍ پر سروي او ځیني تعلیم یافته کسان ئې درېشي هم کوي.
په کوټه کي د کاسیانو ادبي ټولني او پښتو مشاعرې:
ما ته د درو نیمو کلو پاره یعني د کال (۱۹۷۰م.) د جنوري د میاشتي څخه د کال (۱۹۷۳م.) د اګسټ تر پایه په کوټه کي استوګنه او ماموریت پېښ سوی دئ. ما په کوټه کي د خپلي استوګني په موده کي د کاسیانو کلا لیدلې او د دوی د ځینو کامي مشرانو سره مي کتلي دي. په دوی کي زه د شهید ملک عبدالصادق، ملک محمدعثمان کاسي، ډاکتر عبدالمالک کاسي، ارباب عبدالقادر کاسي او نورو ځوانانو سره پېژنم ملک عبدالصادق کاسي چي یو بیدار مغزه او ویښ پښتون وو، د هغه وخت په سیاسي او انقلابي حرکتو کي تر ټولو ځوانانو مخکي وو، نو ځکه د کال (۱۳۵۰ش.) د ثور د میاشتي په ۱۳ ماښام په داسي حال کي چي خپل کور ته روان وو، وویشتل سو او شهید سو. کاسیان له نورو اوصافو سره سره له ډېري زمانې څخه د پښتو ادب سره مینه لري چي په عنعنوي توګه د جمعې په شپو کي هر ماښام په دوی کي پښتانه شاعران او لیکوال راغونډيږي او پښتو مشاعره کوي ما پخپله د ملک عبدالصادق کاسي په کور او کلا کي د جمعې د شپې په څو ماښامو کي د پښتو مشاعرو په څو جرګو کي د اورېدونکي په حیث برخه اخیستې ده او د کاسیانو د پښتو ادبي ذوق او علاقه مي له نژدې څخه لیدلې ده، چي شاعرانو او پښتنو به خپل ملي، اجتماعي، انقلابي او ذوقي شعرونه ویل او ځوانان به ورته مستېدل. د ملک عبدالصادق کاسي د پلار حاجي عبدالله جان کاسي له خولې خبره ده چي ويل ئې زموږ د کاسیانو په کلاوو او کورو کي د پښتو ژبي مشاعرې او ادبي ټولني له ډېري زمانې را په دې خوا کیږي او دا خبره روڼ تاریخ لري. رشتیا هم کوټي ته که به د خیبر د سیمي او یا پېښور مشهور شاعران او یا لیکوال راغلل نو مېنه به ئې د کاسیانو کلاه وه، د کابل او یا نور افغانستان پښتانه لیکوال او د ادبي ذوق څښتنان چي به کوټي ته راتلل، نو ضرور به د کاسیانو کلي او کلا ته ور تلل او خپله ادبي تنده به ئې هلته ماتوله.
ما په کوټه او بلوچستان کي د خپلي استوګني په موده کي د هر چا او مخصوصا کاسیانو څخه د عباس کاسي او د هغه د اولادو په باب چي دا سړی د پټي خزانې د یوې نسخې کاتب هم دئ، پوښتني او ګروېږني کړي دي، چي له بده مرغه مستند او غونډ معلومات چي سړی لاس پر ونیسي په ګوتو نه دي راغلي. فقط د کاسیانو یوه سپین ږیري چي اوس مې نوم هېر دئ او د کوټي د کندهاري بازار یوه تن ښالم خېل هوتک، حاجي عبدالله جان د عباس کاسي نوم اورېدلی وو او ما ته ئې داسي وویل: چي عباس کاسي د کاسیانو د کامه یو غریب سړی تېر سوی دئ چي د کتابت او خط له لاري ئې ډوډۍ پیداکوله، ښالم خېل هوتک حاجي عبدالله جان د عباس کاسي په باب وویل عباس کاسي او د ده اولاده اوس په کوټه کي نسته او د عباس کاسي اولاده ئې اوس په «لاس بیله» کي ښووله، له ده څخه دومره معلومات ول چي د ده د پلار د خولې خبره ده چي د عباس کاسي ماینه پنجابۍ او د لاهور څخه وه. حاجي عبدالله خان وویل ممکنه ده د عباس کاسي اولاده په لاهور او یا لاس بیله کي وي چي په اغلب ګمان به خطاطي او رسامي کوي. ما په کال (۱۹۷۳م.) کي د راولپنډۍ په ښار کي د یوې هنري موسسې له خوا د ټول پاکستان د ارټ او هنر او خطاطۍ نندارتون ولید چي څو نقشې او ځیني په عربي رسم الخط لیکلي لوحې پکښي وي. په دې نندارتون کي رحمان بابا او د خوشحال خان ځیني پښتو او مذهبي لیکني هم وې، چي د دې پښتو لیکنو خطاطان ظریف عباس لاهوری او الله بخش عباس ښوول سوي ول، چي په یوه تقریبي انداز ممکنه ده چي دا پښتو لیکونه او رسمونه زموږ د پټي خزانې عباس کاسي د اولادو او لمسیانو هنري اثار وي، چي حاجي عبدالله خان هوتک هم دمخه د عباس کاسي د اولادو وجود ته د لاهور په ښار کي اشاره کړې ده. په هر صورت د عباس کاسي په باب تر اوسه زموږ په لاس کي مستند او د باور وړ معلومات نسته خو څه چي واضح دي هغه دا چي کاسیان په کوټه کي د پښتو ژبي د ادب سره پوره مینه او علاقه لري او دا علاقه ئې تر اوسه هم ساتلې ده.
په اوسني وخت کي په کوټه کي د پښتو لیک خطاطان ډېر دي چي په دوی کي پياوړي او د تجربې لرونکي لیکونکي او خطاطان عبارت دي له نذیر خیال او عزیز جان غلجي څخه، لومړی خطاط نذیر خیال د عبدل کاکا زوی او په خټه خروټی وو، چي په کال (۱۹۷۰م.) په کوټه کي مړ سوی دئ (۴) او د پښتو ژبي ماهر خطاط وو چي زیاتره پښتو کتابونه او رسمي مجلې او جریدې چي به پښتو وې د ده په قلم دي.
دوهم پیاوړی خطاط او هنرمند عزیز جان غلجی دئ. عزیز جان غلجی ښه هنرمند مجسمه ساز او د پښتو لیک پياوړی خطاط دئ چي تر اوسه ژوندی دئ. کابل ته هم کله کله راځي او د کوټي د پښتنو لیکوالو زیاتره کتابونه او نور آثار د ده په کتابت لیکلي او خپاره سوي دي.
د یادولو وړ ده چي د کوټي او د هغه ځای د شاوخوا پښتنو د پښتو ادب سره خپله مینه ساتلې او دلته د پښتو زیاتي خپروني سوي دي او اوس هم کیږي. تر کمه ځایه چي ماته معلومه ده، د دغه خپرونو چي د مجلې اخبار او یا جریدې په شکل خپرې دې او ځیني ئې تر اوسه خپریږي دا دي:
استقلال، خورشید، جمهوریت ږغ، مېزان، بولان، ګلستان، خارکن، ظفر الاسلام، هیواد، اولس، ږوب، سبیل الرشاد، رېګ سنګ او برېښنا.
د ذکر سوو نشراتو له‌‌پاره د پښتو برخه دغه لیکوالو پر غاړه درلوده، چي زیاتره ئې ژوندي دي. ښاغلو (سلطان محمدصابر، فضل احمد غازي، محمدجعفر اڅکزی، سیال کاکړ، عبدالحق بوستان، حافظ خان محمد، کمال شېراني، ډاکتر خدایداد، عبدالحق تارن، ظفرالله خان، یوسف ګل، یوسف منصور، عبدالرحمن بېتاب، مختاراحمد زاهد، فاروق اسمعیل زی، محمداکبر اڅکزی، او نور په پای کي زه د خپلي توضیح په ترڅ کي چي توضیح مي ستاسي په خدمت کي په عرض ورسوله داسي نتیجه اخلم او په درو کوټلو ټکو کي په لنډه توګه وایم، چي:
اول: د هوتکو د پاچهانو د روڼي دورې په ترڅ او په زیاته بیا د اعلیحضرت شاه حسین هوتک چي په کندهار کي د پښتو ادب او پوهي حامي وو، د کوټي و سیمو ته ئې تاریخي فتوحات کړي دي چي ګواکي د کوټي د پښتنو او د کندهار او د افغانستان د ټولو پښتنو تر منځ راکړه ورکړه او تګ راتګ موجود وو چي اوس هم دا سلسله روانه ده. نو که پټه خزانه په خپله د اعلیحضرت شاه حسین هوتک د لښکرکښيو څخه وروسته کوټي ته وړل سوې وي د حقیقت او واقیعت څخه لیري خبره نه ده او ډېره د منلو وړ ده.
دوهم : حاجي محمداکبر هوتک چي د خپل وخت یو پښتون په پښتو لیک او لوست پوه او د کتابو په لټولو، رانیولو او ساتلو کي مشهور او د ادبي ذوق څښتن هم وو، بېله شکه ئې پټه خزانه په کوټه کي پيداکړې ده.
لمن لیکونه:
۱ـ ګزت آف بلوچستان، ۶مخ، انګریزي متن.
۲ـ کندهار، د محمدولي ځلمي تالیف، ۹۶مخ، کابل چاپ.
۳ـ پښتانه د تاریخ په رڼا کي، بهادر شاه ظفر کاکاخېل د پېښور چاپ.
۴ـ د کابل مجله، او زېری اخبار د رفیع صاحب تتبع او څېړنه.
۵ـ د کیسې دغه ژورنالیزم، مولف سیال کاکړ.

یادونه: دا مقاله په (تاریخي پلټني ) مقالو ټولګه کي خپره سوې ده چي په (۱۳۵۷ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ چاپ کړې ده.
ډیجیټال کوونکی: عبدالرحمن (پتوال)