د پښتو او د دغې ژبي د ادبياتو مينه والو ته زيری ورکول کيږي چي د پښتو قاموسونو آنلاين پروژې د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د پټي خزانې خطي نسخه په ديجيتل بڼه آنلاين کړه. په دې توګه نو دا لومړی ځل دی چي د پټي خزانې متن په بشپړه توګه آنلاين کيږي.

د پښتو او د دغې ژبي د ادبياتو مينه والو ته زيری ورکول کيږي چي د پښتو قاموسونو آنلاين پروژې د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د پټي خزانې خطي نسخه په ديجيتل بڼه آنلاين کړه. په دې توګه نو دا لومړی ځل دی چي د پټي خزانې متن په بشپړه توګه آنلاين کيږي.

د قاموسونه ټکی کام له پاره د پښتو ژبي د دغې مهمي خطي نسخې د ديجيتل کولو چارې تکړه او بااحساسه کندهاري ځوان، نور احمد ښاد په غاړه اخيستې وې. دغه ځوان چي د کندهار په پوهنتون کي د ژبو او ادبياتو د پوهنځۍ د دويم محصل دی، دغه نسخه يې بلا معاوضه او په يوازي توګه ټايپ کړه. نور احمد ښاد په خپل دغه عملي کومک سره د پښتو ژبي د ادبياتو د تاريخ دغه مهم اثر پر انټرنټ د څېړونکو له پاره په لا زیاته اساني د لاسرسي او تحقيق وړ وګرځاوه. قاموسونه ټکی کام له بااحساسه ځوان ښاد څخه مننه کوي او ورته تبريک وايي، چي د قاموسونه ټکی کام د نوي لړۍ پېل يې وکړ چي په ترڅ کي به يې هڅه کيږي چي په پښتو ژبه بېلي مهمي خطي نسخې ډيجيټل او پر دغه پاڼه آنلاين کړل سي.

پټه خزانه د پښتنو شاعرانو هغه تذکره ده چي په ۱۷۲۹ مېلادي کال (له نن څخه ۲۹۲ کاله تر مخه) د هوتکيانو په دوره کي د محمد هوتک په نوم ليکوال له خوا ليکل سوې، او خطي نسخه يې په ۱۹۴۴ عيسوي کال د فاضل استاد علامه عبدالحي حبيبي له خوا موندل سوې ده. قاموسونه ټکی کام همدغه خطي نسخه اوس په ديجيتل بڼه د آنلاين قاموس په توګه تر لاندني عنوان لاندي آنلاين کړېده:

Manuscript of Pata Khazana 1719 پټه خزانه خطي نسخه [Digitalized by Noor Ahmad Shad]

د قاموس په توګه آنلاين کېدل په دې معنی چي د قاموسونه ټکی کام کاروونکي کولای سي چي د دغې خطي نسخې په متن کي په ځانګړو لغتونو پسي لټون وکړي او ورسره مل د نقل قول/ماخذ/ريفرنس ټول اړين معلومات ترلاسه کړي. د بېلګي په توګه که څوک په «زابل» لغت پسي لټون وکړي نو ورته لاندي معلومات ښودل کيږي:

لما اتل نسته _ بل په زابل نسته
[پټه خزانه خطي نسخه, محمد هوتک, ليکوال/شاعر: امير کروړ, څپرکی: لمړی خزانه, سرليک: وياړنه د امير کروړ جهان پهلوان, پاڼه: 16, کرښه: 11, ديجيتل کوونکی: نور احمد ښاد، اکتوبر ۲۰۲۱ ]

که څوک په «اتل» پسي لټون وکړي نو ورته ټول هغه ۹ موارد ښودل کيږي چي دغه لغت پکښي راغلی دی. د دې تر څنګ د هرې کرښي/مصرعې سره د مأخذ په توګه بشپړه معلومات وړاندي کيږي.

قاموسونه ټکی کام له تيرو شلو کالو راهيسي پر انټرنټ وړيا پښتو قاموسونه وړاندي کوي او د پښتو اشعارو د ډيجيټل کولو پروژه هم پر مخ بيايي. دمګړی پر دغه پاڼه ۵۰ پښتو قاموسونه آنلاين دي چي د ټولو لغتونو شمير يې تر دولس نيم لکو څخه زيات دی. پر دغه پاڼه د پښتو اشعارو تر ۱۹۲ زرو څخه زياتې مصرعې هم آنلاين دي. قاموسونه ټکی کام به په راتلونکي هڅه کوي چي د پښتو ژبي مهمي خطي نسخې په ډيجيټل بڼه آنلاين کړي. البته د امکاناتو او وسايلو د کمښت له کبله ښايي دا پروسه زيات وخت ونيسي. خو د پټي خزانې د ډيجيټل بڼې په آنلاين کېدو سره د دغه هدف پر لور نن لومړی ګام پورته سو.

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۲۳مه نېټه

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ