۷۶ کلن چي هونګسای له زرګونو په لاس لیکل شویو پانو سره دفتر ته راننوت او یوازې یوه خبره یي وکړه: “زما کار بشپړ شو.”

لیکوال: مومن –

۷۶ کلن چي هونګسای له زرګونو په لاس لیکل شویو پانو سره دفتر ته راننوت او یوازې یوه خبره یي وکړه: “زما کار بشپړ شو.”

د هغه په لاسونو کې د پښتو-چینایي ژبي لومړنی قاموس وه، کومه پروژه چې د دولتي شورا لخوا پیل شوه، بیا پیل شوه او په پای کې ورکه شوه.

دا هر څه په کال ۱۹۷۵ کې پیل شول. که څه هم ماو لا ژوندی وه، خو د ګوند، دولت او پوځ واکي د ډینګ ژیوپینګ په لاس کې وي.

د ۱۹۸۰ کلونو د مشهورو اصلاحاتو په وخت کې، دولتي شورا د ګوانګژو په ښار کې یو ملي غونډه رابللي وه، چې د ۱۶۰ بهرنیو ژبو د قاموسونو جوړولو په اړه بحث وکړي، چې د راتلونکو پیړیو کې به د دولت له پراختیایي اهدافو سره مرسته وکړي.

په هغه مهال کې، په چین کې پروفیسور چي هونګسای یوازینی کس وه چې په پښتو ژبه کې ښه مهارت درلود.

په پای کې، له غوښتل شویو قاموسونو څخه یوازي ۷۰ سلنه یي په ۱۹۸۰ کلونو کې خپري شوي، او نوري هغه یې هیري شوي، ځکه دندې بدلي شوي او پروفیسران له نړۍ څخه ولاړل.

د چي سفر

چي وایي “زه په ۱۹۵۷ کال کې د بیجینګ د بهرنیو ژبو په انستیتیوت کې شامل شوم، چې انګریزي ژبه زده کړم.”

د زده کړو په دریم کال کې چي او د هغه ټولګیوالو ته دنده ورکړل شوه چې هغه ژبې زده کړي چې په نړۍ کې لږ ویل کیږي تر څو د انستیتیوت د ژبو څانګې ظرفیت لوړ شي.

چي کابل ته ولیږدول شو، چې د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي کې د تبادلي پروګرام کې څلور کاله تیر کړي.

د هغه دنده، د پښتو ژبې زده کړه، په ځانګړي توګه پیچلي وه.

کله چې بیرته چین ته راستون شو، هغه ته د پښتو ژبې د تدریس دنده ورکړ شوه، او وروسته ورته لارښوونه وشوه چې د چینایي- پښتو ژبې په قاموس باندې کار وکړي.

د کلونو په بهیر کې، د دولت او سیاست له بدلیدلو سره سم، د هغه دنده هم څو ځله وځنډول شوه، د قاموس پروژه په تاخچه کې کیښودل شوه، هیره شوه، بیا پیل شوه، بیا هیره شوه.

چي د ۱۹۹۰ کلونو په بهیر کې تقاعد شو او د تیرې لسیزي ډیر وخت یي د پښتو ژبې د نوي سافټویرونو په مرسته د قاموس د مسودي په بیا کتنه بوخت وه.

د خپل کار او ژوند په اړه غبرګون

چي وایي: “زموږ په وختونو کې، موږ دا اختیار نه درلود چې خپل مسلک په خپله غوره کړو. زموږ دندې په بشپړه توګه د دولت په خوښه وي.”

په ۱۹۹۰ کلونو کې د دولت لخوا ټاکل شوي ډیر شمیر دندې هیري کړی شوي.

“هر څوک په خپله دنده او کار بوخت شول او زموږ پروژه په بشپړه توګه هیره شوه.”

چي ته د هغه د کار لپاره د هرو ۱۰۰۰ کلمو په بدل کې ۸۰ ینه ورکول کیږي. دا قاموس، چې ۲ میلیون کلمي لري، په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال په دویمه نیمایي کې له چاپ څخه راووځي.

د مطلب منبع: http://www.taand.com/archives/25392

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ