که په کافي شمېر پښتانهٔ پر وخت، په کافي اندازه او په رضاکارانه توګه د پښتو ژبې د ډيجيټل کولو په بيلو پروژو کې مرسته وکړي، نو به خپل يو ډېر روښان او بريالي راتلونکي ته لاره هواره کړي.


د ولسونو په ژوند کې بعضې داسې مواقع او حالات راځي چې هغوے له آسمان څخه مځکې ته راپرځولے او يا هم له تاترين څخه آسمان ته پورته کولے شي. زه شخصا په دې نظر يم چې د ولس په توګه د پښتنو لپاره نن په ياد شان يوه ډېره مهمه موقع برابره شوې ده. هغه دا چې دغه ولس کولے شي چې د خپلو زياتو ناخوالو او محروميتونو باوجوده د نوې ټيکنالوژۍ په مټ خپل ځان ته پخپله يو روښان سباوون تضمين کړي.

ډيجيټلايزېشن که د سيال کېدلو بهترين چانس؟
نوې ټينکالوژي او مصنوعي ځيرکتيا د نړۍ د نورو ټولو ځپل شوو او شاته پاته ولسونو تر څنګ د پښتنو لپاره هم يو ښه چانس دے چې ورته د علم، پوهې، تعليم او معلوماتو او په دې توګه هر اړخيز واک، پرمختګ او ودې لاره هواره کړي.
که پښتانهٔ وتوانيږي چې پر سم وخت او په کافي اندازه د رضاکارانه مرستو له لارې پښتو ژبه ډيجيټل کړي، نو دا به يې د بهتر راتلونکي لپاره يوه تر ټولو مهمه پانګه اچونه وي. که دوے پر وخت دا کار وکړي نو به د نورو ژبو د زدکړې له لارې و پوهې او معلوماتو ته د لاسرسي پيدا کولو د اوږدې او لانجمنې لارې پر ځاے به په لنډه او آسانه لاره او په خپله مورنۍ ژبه ټولو هغو معلوماتو او پوهې ته لاسرسے پيدا کړي لکه نور پرمختللي ولسونه چې يې لري.

د پښتو د ډيجټلايزېشن نړيواله مرکه
د دې لپاره چې د پښتو ژبې د ډيجيټلايزېشن د پروسې اړين او مهم ګامونه تشخيص، تنظیم او د لومړيتوب پر اساس په تدريجي توګه عملي شي، ورته د کارپوهانو يوه نړيواله مرکه جوړول پکار ده. په دغه مرکه کې بايد هغه کسان سره راغونډ شي چې د ډيجيټلايزېشن سره مربوطو او اړينو دسپلينونو کارپوهان او تجربه لرونکي وي. هغوے بايد يوه داسې تګلاره جوړه کړي چې په مرسته يې د ډيجيټلايزېشن پر لور حرکتونه همږغي او منسجم شي. په دې ترڅ کې بايد چې د اړينو وړتياوو يوه زېرمه تشکيل شي او د شته پروژو تر څنګ نوې پروژې طرحه او عملي شي.
د امريکا په متحده ايالاتو کې يو ځوان کمپوټر پوه فواد باچا هڅه روانه کړې ده چې پښتانه مور او پلار دې ته وهڅوي چې په خپلو اولادونو د سايبري امنيت تحصيلونه وکړي. په بريتانيا کې حنيف الرحمن خان صاحب، د امريکا په متحده ايالاتو کې فيروز محبوبي او همداسي د نړۍ په بيلو برخو کې نور پښتانهٔ ځوانان په مصنوعي ځيرکتيا کې د پښتو  ژبې لپاره ځاے پيدا کولو ته هلې ځلې کوي. پکاره ده چې پر انټرنټ يو داسې پلټفارم جوړ کړل شي چې د ډيجيټلايزېشن سره تړلو پروژو پر مخ بېوونکي پښتانه ځوانان پکښې راغونډي شي او په سلامشورې سره خپلې پروژې همږه او د نورو کارپوهانو او رضاکارانو د جلب لپاره مشترکې هلې ځلې وکړي.

اوپن سورس تر ټولو غوره لاره ده
د نوې ټيکنالوژۍ لمنه ډېره پراخه ده او پکښې هره ژبه او هره لهجه خپل ځاے پيدا کولے شي. له دې کبله پکښې پخوانيو، بې ثمره او ستړي کوونکو بحثونو، بدنيتيو او لانجو ته اړتيا نشته چې کومه لهجه به لومړيتوب لري او که به يې نه لري. بلکه د عمل په دغه ډګر کې که هر څومره زياتې لهجې هم په اړين مقدار او لا زیات معلوماتي مواد يا ډېټا وړاندې کړي، د ټيکنالوژۍ لمنه به ورته نه تنګيږي، بلکه ټولې به پکښې خپل خپل ځاے مومي. په دې توګه به نو ځيرک مرستندويه پروګرامونه نه يوازې په ننګرهارۍ لهجه خبرې واورېدلے او وکولاے شي، بلکه په کندهارۍ، وزيرۍ او نورو تولو لهجه به هم پوهيږي او هم به ورباندې خبرې کوي. البته شرط يې دا دے چې په کافي اندازه ډېټا به راغونډيږي.
په تاريکو او نمجنو الماريو، په کتابخانو، په اکاډميو او یا قلف شوو بکسونو کې د نادره او نايابو کتابونو او په دې توګه د خزانو پټ ساتل پخوا و. اوس د اوپن سورس يا هغو زېرمو عصر او پېر دے چې هر څوک په وړيا او بېله قيد او شرط څخه معلوماتو ته لاسرسے لري. د دې لپاره چې د کامن وايس، ګوګل ټرانسلېټر، اوپن اې آی او ورته اوسنيو او راتلوکو پروژو لپاره په اړينه اندازه پښتو متون، ږغونه، ژباړې او ورته ډېټا موجوده وي، پکار ده چې د کراوډ سورسينګ يا رضاکارو کسانو د هم زمان ونډه اخيستنې له لارې اړينه ډېټا رامنځته کړله شي. هغه هم داسې چې هر څوک يې ډاونلوډ، استعمال او پراخه کړلے شي.
د پښتو ژبې او په دې توګه د پښتنو د ژوندي پاته کېدو او سيال کېدو او يا هم له منځه تلو لپاره اوسنے پېر د تيرو نورو ټولو تاريخونو په پرتله ډېر مهم او پرېکړنده دے. له دې کبله پکار ده چې سبا ته انتظار ونکړو بلکه نن لا سره راغونډ شو او د پښتو ډيجيټلايزېشن ته منظم او مشترک کار پېل کړو.

احمدولي اڅکزے، د قاموسونه ټکے کام مسؤل چلوونکے

___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ