شوخي دې پکښې وي...

شوخي دې پکښې وي... ويل کيږي چې افغانان د خبرو د ډګر تر ټولو لوے اتلان دي. خو تر اوسه له بده مرغه په خبرو ورته څه په لاس نه ورتلل او نه يې ورڅخه ګټه ليدله. د لومړي ځل لپاره اوس داسې يوه موقع برابره شوې چې د خبرو له لارې ځان د نړۍ سره سيال کولے او د ټيکنالوژۍ په ډګر کې خپل ښه راتلونکے تضمين کولے شي.
د https://commonvoice.mozilla.org/ps پروژه د بيلو ژبو د خلکو ږغونه راغونډوي او د دغو پر اساس به بیا راتلونکې کې ځيرک پروګرامونه چمتو کيږي چې په ږغ کې به په همدغه ژبه پوهيږي. په دې توګه نو بيا د موبايل، کمپيوتر او راتلونکو نورو نوو اليکترونيکي او ځيرکو آلو سره د ږغيزو خبرو له لارې تماس نيول کېدلے شي.
لکه څنګه چې په انځور کې وينئ په دغه ډګر کې د پښتو ګاونډۍ ژبې تر پښتو مخکې دي. په اردو کې تر اوسه ۲۳۳ ساعته ږغيز مواد ثبت شوي او آن سرائيکي تر پښتو مخکې ده. 
ستاسو ټولو څخه هيله کيږي چې په دغه پروژه کې په خپل ږغ کې جملې ثبت کړئ، د نورو له خوا ثبت شوې جملې ارزيابي کړئ او نوې ليکل شوي جملې په متن کې ور اضافه کړئ. هيله ده چې دا کار په دوامداره توګه وکړئ او ځان ته مقدار وټاکئ چې په ورځ يا اونۍ کې څو جملې ثبتوئ. ښه به دا وي چې نه يوازي ثبت وکړئ، بلکه ثبت شوي د نورو جملې هم تائيد يا رد کړئ او په ليکلې بڼه نوې جملې هم وراضافه کړئ. په دې توګه به نو توازن برابر وي.
که تاسو په دغه پاڼه کې ځان ته حساب يا اکاونټ جوړ کړئ او هميشه د لاګ اين کېدلو وروسته هلته جملې ثبت او وارزوئ نو به پخوانے ريکارډ درسره وي چې څومره کار مو کړے دے.
په دغه پروګرام کې چې هر څومره د بيلو لهجو، سيمو، بيل عمر لرونکو او نرينه او ښځينه و ږغونه ثبت کيږي، هغومره به بيا وروسته جوړېدونکي پروګرامونه د هرې لهجې او واريانت لپاره د پوهېدلو ښه وړتيا او واک ولري. هغه لهجې چې په دغه پروژه کې به يې ونډه کمه وي، د دغې پانګې پر اساس جوړېدونکي پروګرامونه به له هغوے څخه «ناراضه» وي او د هغوے په خبرو او امرونو به نه پوهيږي او د دغو لهجو پر مخ به د علم، پوهې او ټيکنالوژۍ دغه دروازه تړلې وي. 
دا چې ږغ څنګه ثبتولے شئ، په لومړۍ تبصره کې يې ويډيو وګورئ.


له دې کبله .... حی علی الفلاح

تعقيب (د اپريل ۱۱مه نېټه ۲۰۲۴ کال)

څوک چې د سلونو کالونو شاته پاتې والي څخه راوتل او د پرمختګ پر لور حرکت کول غواړي، نو دا ورته کفايت نه کوي چې د نورو په شان او اندازه خوب، خوراک او کار وکړي، ځکه چې د نورو له وضعيت سره يې وضعيت فرق لري. بلکه دغه کس يا ولس به د نورو عامو خلکو په پرتله څو چنده زيات پر ځان تکليف راولي او تر نورو به څو چنده زیات کار کوي او تر نورو به څو چنده لږ آرام کوي.
هغسې ژبې چې د پښتو په شان زياتې لهجې ونلري او د پښتو په پرتله يې ډيجيټلايزېشن ته ډېر کار شوے، د هغوے ږغ و متن (سپيچ ټو ټيکسټ) آسانتياوو جوړولو لپاره په سوونو زرو په متن او ږغ کې ثبت شوو جملو ته اړتيا وي. نو د زياتو لهجو لرونکې پښتو لپاره خو د اړينو موادو حجم لا زيات دے.
که غواړئ چې پښتو ويونکي د معلوماتو او پوهې د ترلاسه کولو لپاره د نورو ژبو د زدکړې له مکلفيت او شرط څخه خلاص شي، نو د پښتو د ډيجيټلايزېشن په برخه کې به خامخا برخه اخلئ او ورته خپل خوب او آرام به خرابوئ. لکه د https://commonvoice.mozilla.org/ps پروژې لپاره چې په دوامداره توګه ستاسو مرسته ته اړتيا شته.
هغه مقدار جملې چې تر اوسه په متن او ږغ کې په ياده پروژه کې په دا څو ورځو کې راغونډې شوي دي، تر پخوا يې وضعيت بهتره کړيدے. خو يوه خبره پکښې دا ده چې بيا هم کفايت نه کوي او بل پکښې د جملو په اضافه کولو، په ږغ کې ثبتولو او په ارزيابي کولو کې توازن نه دے موجود. ښه به دا وي چې په متن کې د نوو جملو په زياتولو، د شته جملو په ږغ کې ثبتولو او د ثبت شوو جملو په ارزولو کې متوازي برابر کار وشي. 
خو هغه خبره چې حتمي ده، هغه دا ده چې که غواړئ د نوي ټيکنالوژۍ په شته او د مستقبل په راتلونکو آسانتياوو کې د خپلې برخې لرونکي واوسئ او خپله ژبه مو په نوي پېر کې هم ژوندۍ وساتئ، نو د مثال په توګه په دغه پروژه کې په ساعتونو ږغيز مواد او په سوونو زره جملې په متن او ږغ کې برابروئ. بل په په زرونو او لسونو زره د بيلو لهجو ويونکي نرينه او ښځينه خپل ږغونه ثبتوئ. دا کار صرف هغه وخت ممکن دے چې صرف يو يا دوه، يا سل کسان ورته کار ووايي بلکه په زرونو او هغه هم په دوامداره توګه!!
ما خو درته خپلې غاړې خلاصې کړې او هيله لرم چې سر به مو خلاص شوے وي. نور نو تاسو پوه شه او د خبرو او عمل موازنه او توازن مو....

تعقيب (د اپريل ۲۰مه نېټه ۲۰۲۴)

د پوهنتون استادانو ته
د ژبو، ژبپوهنې، ادبياتو، کمپيوتر پوهنې او ورته څانګو څخه بايد يو محصل هم بريليک درڅخه وانخلي تر څو چې يې د اوپن سورس (ټولو ته د لاسرسي وړ، وړيا او عامه استعمال وړ) لپاره د خپلې ژبې مواد په معلومه اندازه ډيجيټل کړي نه وي. که تاسو قدرمن استاده په دغه موضوع او اهميت کافي معلومات نه لرئ خو پکښې دلچسپي لرئ، نو راسره تماس ونيسئ چې موږ درته اړين معلومات درکړو. ډيجيټلايزېشن په اوسني پېر يا عصر کې د پښتو د مرګ او ژوند موضوع ده.
د مثال په توګه که محصل غواړي د خپل سيمسټر امتحانونو ته حاضر شي، نو د ګډون لپاره شرط يې دا کېدلے شي چې زر پښتو جملې به يې په متن کې و کامن وايس موڅيلا پروژې ته پورته کړي وي، زر جملې به يې په ږغ کې ثبت کړي وي او زر به يې تائيد يا رد کړي وي. دا چې کامن وايس څه شے دے زما د همدغه فيسبوک پاڼې په مخکنيو پوستونو کې يې په هکله معلومات لوستلے شئ. يا لومړۍ تبصرې ته مراجعه وکړئ.

ادبي ټولنو او شاعرانو
له دې وروسته چې خپله غونډه، مجلس يا مشاعره جوړوئ نو د خپلو شعرونو/مقالو  وړاندې کولو مخکې په دې هکله خامخا معلومات روښانه کوئ چې د پښتو ډيجيټلايزېشن لپاره مو په تيرو ورځو، اونيو يا مياشتو کې کوم کارونه کړي دي. ډيجيټلایزېشن په اوسني عصر يا پېر کې د ژبو د مړينې يا ژوند سره تړلې مسئله ده. که يې په هکله معلومات نه لرئ، نو د ګوګل، يوټيوب، د پوهانو څخه د پوښتنو او نورو لارو باندې ځانونه خبر او پوه کړئ.
ستاسو هر ملګرے بايد په اونۍ کې ځان ته معلوم هدف وټاکي چې د پښتو ډيجټلايزېشن لپاره کوم کار کول غواړي يا حد اقل په کومو اړخونو يې ځان پوه کوي. بايد په معلوم شمېر د مثال په توګه پښتو جملې د کامن وايس موڅيلا پروژې ته پورته کړي، په ږغ کې يې ثبت کړي او شته جملې تائيد يا رد کړي. دا چې کامن وايس څه شے دے زما د همدغه فيسبوک پاڼې په مخکنيو پوستونو کې يې په هکله معلومات لوستلے شئ. يا لومړۍ تبصرې ته مراجعه وکړئ.

___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ