اشارې د انسانانو د خپلمنځي تعاملاتو لازمي برخه دي.


د اطلاعاتو او ژبپوهنې يوه نسبتا نوې د تحقيق برخه د تماس نيونې پر وخت د اشارو، لاسونو د حرکاتو او د بدن حرکات او په تماس نيونه کې د هغوے اهميت او وظيفه ده. دغه څانګه په زياته د ۱۹۸۰ لسيزې په آخره کې د اطلاعاتو او ژبې د کارپوهانو د توجه وړ وګرځېده او له نوو اړخونو يې په هکله عصري تحقيق پېل شو. مخکې دغه څانګه صرف د اروا پوهانو لپاره د تحقيقي فعاليت ساحه وه.

د اشارو اهميت
انسانان د خبرو کولو پر وخت په غير ارادي او ارادي يا شعوري او غير شعوري توګه لاسونو، مخونو او بدن ته حرکتونه ورکوي. دغه حرکات د ژبې د خبرو د بشپړه کولو، د افکارو د لا روښانه کولو او د احساساتو او ارادو د لا ښه څرګندولو وظايف اجرا کوي.

اشارې د انسانانو د خپلمنځي تعاملاتو لازمي برخه دي. دغه اشارې پر دې لويه اغېزه لري چې انسانان څنګه يو بل درک کوي او څنګه لا يو د بل په خبرو بهتر پوهيږي. تاسو به ليدلي وي چې د تليفون کولو پر وخت موږ تاسو هغسې اشارې کوو لکه د تليفون د مزې هغه بل اړخ کس چې موږ ويني. حال دا چې هغه صرف زموږ ږغ اوري او زموږ حرکات نه ويني، خو موږ بيا هم په غير شعوري توګه داسې حرکات کوو لکه هغه چې موږ ويني. دا ځکه چې اشارې او حرکات زموږ د ژبې او تماس نيونې د تکامل لپاره ضروري دي او زموږ سره د خپل نظر په بهتر څرګندولو کې مرسته کوي.

يوه اشاره بېلو ځايونو کې بېلې معناوې لرلے شي
اشارو یا غیر لفظي اړیکو ته د يوې نړیواله ژبې خطاب هم کېدلے شي. خو د وخت، جغرافيې او کلتور پر اساس د يوې واحدې اشارې معنا او تعبير بېل کېدلے شي. د مثال په توګه د موټ شوي لاس بټه ګوته پورته نيول 👍دمګړی په لوېديځه نړۍ او ګڼ شمېر نورو هيوادونو او خواله رسنيو کې د «ښه»، «سمه ده»، «خوښ مې دی» يا «هو» معنا ورکوي. خو همدغه اشاره چې په افغانستان کې ورته «جيرتک» يا نور اصطلاحات کارول کيږي او په زیاته د مېرمنو تر منځ رواج لري بلکل بله معنا ورکوي. هغه دا چې د يو چا د غوښتنې يا خواهش پر ضد او د هغه د رټلو په مقصد «جيرتک» ورکول کيږي چې د «خود يې کوم»، «بالکل دې خبره نه منم»، «ستا په قصد يې کوم» او داسې ورته منفي معناوې لري. د ژبې په څېر اشارې هم د وخت په تېرېدو سره بېلې معناوې ورکولے شي، يعني پکښې تغيرات راځي.

اشارې د کلتور او تماس نيونې هويتي برخه
لکه څنګه چې ژبه د يو ولس او کلتور په هويت کې مهمه برخه جوړوي، اشارې هم د ژبې سره مل د يو ولس د کلتوري پانګې برخه ګڼل کېدلے شي. د انسانانو تر منځ تماس نيونه يو ډېر عميق او له زښتو زياتو وړو تفصيلاتو او ذروي برخو جوړ عمل دے. په دغه عمل کې ښکېل ټول جزيات خپل وظايف لري او انسان، کلتور، عادتونو ته يې بېل هويت بخښي.
ليکل شوې ژبه د اصلي انساني تماس نيونې او خبرو بشپړ ځاے نشي نيولے. دا ځکه چې په ليکل شوې ژبه کې زښت زيات هغه تفصيلات او عميقوالے نه ثبت کيږي چې انسانان يې د خبرو پر وخت اجرا کوي.

نوې ټيکنالوژي کې د اشارو اهميت
هغه ماشينونه او روبوټونه چې د انسانانو سره د تماس نيونې وړتيا لري، هغوے د انسانانو په ژبه پوهيږي. خو په دغه برخه کې د اشارو او بدن د حرکاتو ساحه لا په بشپړه توګه نه ده تحقيق شوې او د راتلونکي وخت له مهمو تحقيقي څانګو څخه به يوه وي. د مثال په توګه کله چې پخپله چلېدونکے يو موټر د سړک پر غاړه انسانان وويني چې ګواکې اراده لري تر سړک واوړي، نو دغه ځيرک موټر بايد د هغوے حرکات او اشارې بېله دې چې ورسره خبرې وکړي په سمه توګه تفسير کړي او پوه شي چې ايا هغوے تر سړک اوښتل غواړي او که صرف هلته ولاړ دي.

د دې لپاره چې يوه ژبه په بشپړه توګه د نوې ټيکنالوژۍ برخه وګرځي، يو اړخ يې د دغې ژبې د ويونکو اشارې، حرکات او د تماس نيونې او خبرو پر وخت د نورو جزياتو ثبت او ارزونه هم ده. په اصل کې بايد په هره ژبه کې بايد په دغه ساحه کې تحقيق وشي، د اشارو «قاموسونه» چمتو شي، ويډيويي مواد راټول شي او د وخت سره سم پکښې نوي بدلونونه ثبت او اپډېټ شي.

احمدولي اڅکزے، د ۲۰۲۴ کال د می مياشتې ۹مه نېټه
#commonvoicepashto
#د_پښتو_لهجو_ږغيز_آرشيف
#aipashto
#qamosona
#Pashto
#پښتو
___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba