ژبه يوه داسې مور ده چې په سلونو او زرونو کاله ژوند کوي او د څو نسلونو روزنه کوي او د هغوے پر سر يې لاس ايښے وي.


ژبه يوه داسې مور ده چې په سلونو او زرونو کاله ژوند کوي او د څو نسلونو روزنه کوي او د هغوے پر سر يې لاس ايښے وي. د بچيانو يو نسل يې مري او بل زيږي. خو مور جانه ژوندۍ پاته وي او د مخکنيو بچيانو لخوا ساتل شوے هويت او ګټل شوي وياړونه او شته منۍ  راتلونکو نسلونو ته سپاري. مورکه جانه ژبه د خپلې کورنۍ تاريخ، کلتور او هويت د خپلو ويونکو لپاره په خپل ځان کې خوندي ساتي.

تغيرات
ابۍ ژبه د وخت د اړتياوو سره سم بعضي نوي څيزونه اخلي او بعضي زاړه ايسته کوي او د ژوندۍ پاته کېدلو او پر خپلو ويونکو بچيانو د هويت د سايې يا سيوري په توګه پاته کېدلو لپاره د اړتيا سره سم په ځان کې تغيرات راولي. دا د دې لپاره چې ويونکي اولادونه يې د وخت د اړتياوو سره سم په سياليو کې شاته پاته نه وي. خو د ادې ژبې د شخصيت، هويت، طبيعت او مزاج عنصرونه تل ورسره مل وي. هغه تغيرات چې په خپله خوښه يې په ځان کې راولې هغه طبعي وي او د دې د مزاج او طبيعت سره په همږغۍ کې وي.

پردي او نوي لغتونه
کله چې ادکه ژبه د مثال په توګه له بيلو نورو ژبو څخه لغتونه اخلي يا په طبعي توګه ځان ته نوي لغتونه جوړوي، نو دا داسې وي لکه کومه مېرمنه چې خپل ځان ته د اړتيا سره سم داسې جامې کوي، چې هم د موسم د يخوالي يا ګرمۍ لپاره مؤثره وي او هم د دې د شخصيت او هويت سره په ټکر کې نه وي. دا په ښايسته شي، خو شخصيت يې ور بدل نه کړي. عموما دا پروسه طبعي وي او مورکه پخپله خوښه ځان ته انتخاب کوي چې څه شے اخلي او څه شے ايسته غورځوي.

افراطي پورستان
که يې بعضي ويونکي بچيان افراطيان وي او په خپله مور داسې جامې اغوستل غواړي چې د مور د عزت، شخصيت او هويت سره يې په ټکر کې وي نو دا په کورنۍ کې د لانجې سبب کېدلے شي. دا ځکه چې مور مشترکه وي او ورته د مهمو څيزونو اخيستلو پر وخت يې بايد د بچيانو تر منځ تفاهم موجود وي. بل دا څيزونه ډېر واړه وي او نه دا چې له سره د مور څرنګوالې ته ‍‍۱۸۰ درجې تغير ورکړي.

که د مور ژبې د بچيانو په صرف يو نسل کې داسې د ګوتو په شمېر بچيان پيدا شي چې بالکل د هغې د شخصيت، هويت، مزاج او طبيعت پر ضد هغې ته د کره والې، عصريتوب يا بل ورته شعار لاندې بالکل تغير ورکول غواړي، نو دا لويه ستونزه وي. دا هغه کسان وي چې ځان ته د دې حق ورکوي چې ټول پخواني او ټول اوسني وروڼه او خوېندې او د هغوے نظر او خوښه او لا مهمه د خپلې مور خوښه له پامه وغورځوي او د مور د مزاج او طبيعت ضد هغه داسې بدله کړي چې د هغې له اصلي شخصيت سره يې نور هيڅ ورته والے پاته نشي.
د مثال په توګه ايرانيانو خپلې مور فارسي ته د وخت د اړتيا سره سمو جامو اخيستلو پر ځاے، د هغې شخصيت ته تغير ورکړے دے او دا پروسه يې لا جاري ساتلې ده. ورته د نولوجيزمونو فابريکې يې جوړي کړي او اصلي او خپله پوزه، غوږونه، سترګې، بازوګان، ورېښته او زړه ورڅخه راباسي او پر ځاے يې نوې مصنوعي پوزه، غوږونه او سترګې ورته ايږدي.

لهجې
لکه د انسانانو په يوه عادي کورنۍ کې چې د کورنيو د بيلو ماشومانو طبيعتونه او مزاجونه بدل وي، همداسې د مورکۍ ژبې بچيان هم بېل طبيعتونه او کردارونه لري چې ورته لهجې ويلے شي. خو دغه بېلابېلوالے د مور د زړه د قرار او د کورنۍ د ښايست او د کورني ژوند د دلچسپ والې سبب وي. هر څومره چې د مور ژبې بچي زيات وي، هغومره مور په پياوړې او ډاډمنه وي. دا چې بچي يې ډېر وي نو معلومه خبره ده چې مزاجونه به يې هم يو شانته نه وي. ټولو بچيانو ته د مور خوښي، صحت او ژوند مهم وي.

معيار
لکه څنګه چې په يوه کورنۍ کې د ژوند پر وخت د کورنۍ د غړو طبيعتونه سره فرق کوي، همداسي په ژبه کې د لهجو او بېلابېلوالي موجوديت عادي او طبعي خبره وي. په يوه کورنۍ کې د ښه ګډ ژوند لپاره دا مهمه وي چې داسي اصول او قوانين موجود وي چې د ټولو لپاره قابل عمل وي. د هر چا د شخصيت او طبيعت د بېلوالي باوجوده بايد هغه د ښه ګډ ژوند په مقصد بايد کورني اصول مراعت کړي. دغه اصول د کور دننه د بهتر او همږغي ګډ ژوند لپاره او له کور څخه دباندې د نورو خلکو لپاره د دغې کورنۍ د دلچسپيو، لېوالتياوو او تماس ساتلو لپاره مهم او اړين وي. دغه اصول چې وروڼه او خوېندې يې د خپلې مور په خوښه او د هغې د مزاج او طبيعت سره سم او د خپلمنځي عدالت او اخوت پر اساس رامنځته کوي، د مور د بقا لپاره مهم ګام وي.

کتابونه، آثار او وياړونه
د مور ژبې هر بچے بايد خپلې او د بل مور ته تل د احترام په سترګه وګوري او حقونه يې ادا کړي. دا حق له دې څخه پېليږي چې د خپلې مور په کور کې واوسي او د خپلې مور بچے پاته شي او خپل بچيان په همدغه کور کې رالوے کړي. دا هغه وخت وي کله چې پخپله هم خپله ژبه زده کړي او خپلو بچيانو ته يې هم وښيي. نه دا چې په خپله مور شرميږي او له کور څخه يې کوچ وکړي.

د دې تر څنګ بايد د خپلې مور د روغتيا، خوشالۍ او آبادۍ لپاره د خپلو نورو وروڼو او خوېندو سره په ګډه کار وکړي او ورته آثار وليکي، ورته وياړونه راوړي او ورباندې ننګه وکړي. په دې توګه هغه ژوندۍ پاته شوې مور چې د وروڼو او خوېندو تيرو نسلونو يې ورته ژوندۍ او روغه رارسولې وي، راتلونکو نسلونو ته هم نه يوازې ژوندۍ بلکه روغه، خوشاله، صحتمنده، وياړلې، سرلوړې او په ځان بسيا ورسوي. صرف هغه څوک د خپلې مور ژبې اهل او صالح اولاد ګڼل کېدلے شي چې لږ تر لږه ياد کارونه وکړي.

ګرانه لوستونکيه، ته د خپلې مور څومره اهل او صالح بچے يې؟

احمدولي اڅکزے، د ۲۰۲۴ کال د می ۱۸مه نېټه
#Pashto
#aipashto
#پښتو
#qamosona
#commonvoicepashto

 

___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba