ليکوال: پوهاند عبدالشکور رشاد


"پاڼي ني" د سنسكريت ژبي مشهور ګرامر ليكونكى د پښتونخوا له نوابغو څخه دى، مشهور ژبپوه "Bloomfield" د ده ګرامر "اښټ ادهيايي" د انساني ذكاوت له سترو يادګارونو څخه بولي(1) او "Weber" وايي :
"د ژبنيو ريښو د څېړني له مخي او د لغاتو د جوړښت د تحقيق په باب د پاڼي ني ګرامر "اښټ ادهيايي" تر هغو ټولو مشابهو ګرامرونو لوړ دى، چي په نورو ملكو كي كښل سوي دي".(2)
د مهارشي پاڼي ني د Vyakaraṇa (ګرامر) تر مطالعې وروسته اروپايان په دې پوه سول، چي يوه ژبه بايد پر مشاهدوي اساس وڅېړله سي، نه پر يوه خاصه نظريه.
د سنسكريت شبدارتهـ كــَوستوُبهـ د اسماء الرجال په برخه كي كښلي دي :
"هر څوك چي له سنسكريت ژبي سره لږ و ډېر بلد وي، مهارشي پاڼي ني به هرومرو پېژني، ځكه چي د ده "اښټ ادهيايي وياكــَرَڼَ" د نورو ټولو وروستيو سنسكريتي ګرامرونو اساس دى، مهارشي پاڼي ني خپل تحصيلات د پخواني ګندهاره Gandahāra د سيمي په تكښَشِيلا (Takšašilā) مدرسه كي كړي دي(1)، په سنسكريتي علمو كي د تبحر درجې ته رسېدلى ؤ، ځكه نو د هندوستان پخوانيو خلكو "مهارشي" باله او د درو وتلو ملايانو (Trimunī) لومړى سړى يې شمېره. پخوانيو هندوستانيانو د ده ويناوو ته د الهامي ويناوو (Sruti) په سترګه كتل".(2)
مهارشي پاڼي ني د خپل دغه ګرامر (اښټ ادهيايي وياكرڼه) په واسطه خاص علمي شهرت لري. ده د دغه ګرامر په وسيله سره د سنسكريت ژبي علمي چوكاټ خوندي كړ او دغه علمي ژبه يې د پراكريتونو (Prakrīts) له گډوډيو څخه وساتله. د ده په مولفاتو كي ځيني كسان (Pātāl - Vijay) نومى كتاب (چي د سنسكريتي شاعرۍ يوه غوره نمونه ده) هم راوړي(3).

د "مهارِشي پاڼي ني" زمانه:
د "پاڼي ني" د زمانې په ټاكلو كي اختلاف سته، Rajanikanta Guptā پخپل كتاب Paņini كي د مهارشي پاڼي ني د ژوند زمانه د اتمي او نهمي قبل الميلاد سديو تر منځ ښوولې ده.
پروفيسر بهنډاركر وايي :
"مهارشي پاڼي ني د اوومي قبل الميلاد سدۍ په شروع كي ژوندى ؤ او كېداى سي چي تر دغه دي لا هم څه دمخه وي".
په "قرون وسطى مين هندوستاني تهذيب" نومي كتاب كي د مهارشي پاڼي ني د ژوند زمانه شپږمه قبل الميلاد سدۍ ښوول سوې ده(1).
د سنسكريت شبدارتهـ كوستُبهـ په اسماء الرجال كي كښلي دي :
"د مهارشي پاڼي ني د ژوند زمانه په يقيني ډول نه ده څرګنده، خو دا باوري خبره ده، چي د مهارشي پاڼي ني ژوند تر ۵۰۰ ق م راپه دېخوا نه ؤ. ځيني كسان داسي هم سته، چي د مهارشي پاڼي ني زمانه د ۸۰۰ ق م په شاوخوا كي ټاكي".
"پروفيسر ماكس مولير" د "مهارشي پاڼي ني" ژوند د څلورمي قبل الميلاد سدۍ په منځ كي ښوولى دى(2). د "پنجه تانترا" په روسي ترجمه كي چي د تبصرې تر عنوان لاندي څه څېړني سويدي، هلته هم د مهارشي پاڼي ني زمانه تر ميلاد څلور سوه كاله پخوا ښوول سوېده.
A. A. Macdonell د "A. Sanskrit Grammar" په مقدمه كي كښلي دي :
"د مهارشي پاڼي ني د زمانې په باب مشكله ده، چي تر ۳۰۰ ق م پخوا دي وټاكله سي".
د Indian Antiquary د لومړي ټوك په ۳۰۲ مخ كي راغلي دي :
"پاڼي ني د مَگــَدهـ Magadh د پاچا Pušpāmitra (۱۷۸ - ۱۴۲ ق م) معاصر ؤ".

د "مهارشي پاڼي ني" د زوكړي ځاى:
د پښتونخوا په شمال شرقي څنډه كي اټك د هغه ځاى نوم دى(1)، چي هلته د كابل څپانده رود د لنډي lanḍī په نامه(2) د پښتنو په اباسين < اباسيند گډېږي(3).
له اټك څخه د شمال خوا ته پنځلس شپاړس ميله ليري د اباسيند پر لويديځه غاړه د سوابۍ په سيمه كي د پښتنو يو لوى كلى پروت دى، چي هنډ Hand باله سي، شمالي عرض البلد يې ۳۴ درجې ۲ ثانيې او شرقي طول البلد يې ۷۲ درجې ۲۷ ثانيې دى.
د دغه كلي نوم يوه پښتانه شاعر پخپله يوه چاربيته كي داسي راوړى دى :
بېړۍ شوه د هــنډ ډوبه، په قدرت د كردګار
كارونه د حكيم دي، د چا نه رسېږي توان(1)
د اوسني "هنډ" پر چارپېر د يوه داسي زاړه ښار كنډوالې او كنډرونه راګرزېدلي دي، چي اوږده يې دوو ميلو ته رسېږي(2)، دغه زوړ ښار، چي په تاريخو كي وايهند Vāyhind - ويهند Vayhind - Udakakhanda, Und, Oyhand, Ohind او Udahhanda په نومو ياد سوى دى(3)، يو وخت د پخواني ګندهاره پايتخت ؤ(4).
د افغانستان د مشهور پاچا سلطان محمود غزنوي (۳۸۷ - ۴۲۱ هـ ق) د دربار د نامتو شاعر ابوالقاسم فردوسي په شهنامه كي د دغه ښار نوم ماىِ هند Mayihind راغلى دى :
همه كابل و دَنپور و ماىِ هند(1)
ز درياى چين تا بدرياىِ سـند(2)
د اوسني هنډ يا پخواني ويهند په لوېديځ كي لږ څه د شمال خوا ته څلور ميله ليري يو كلى پروت دى، چي اوس يې پښتانه lāhor (3) بولي، د دغه لاهور نوم په نوموړې چاربيته كي داسي راغلى دى :
فناه شوه له دنيا، يوؤلس تنه د لاهـــــــور
پنځه د جلوبۍ، نه مي ليكلي پســي نور
...........................................................................
...........................................................................
شپږ تنه د زېړۍ مولا دي وركاندي ديدار
بېړۍ شوه د هنډ ډوبه په قدرت د كردګار
(پښتني سندري، 2/10 مخ)
د دغه لاهور په شاوخوا كي هم د خاورو غونډۍ، زړې كنډوالې او كنډرونه سته، يوه غونډۍ چي يې څو كاله دمخه "Madam Corbeau" وكيندله، په هغې كي د بودا څو سرونه پيدا سول، چي د مجسمو جوړولو سبك (Style) يې كندهارى ؤ، له دغو سرو څخه يوه دانه د پېښور په موزيم كي خوندي ده(1).
مشهور ختيځ پوه "Canningham" د "Ancient Geography of India" په ۶۷ مخ كي دغه غونډۍ او كنډوالې د هغه Šalatura نومي ځاى پاته سوي نخښي بللي دي، چي "مهارشي پاڼي ني" هلته زېږېدلى ؤ او د زوكړي د ځاى له امله "Šalaturiya" باله كېده(2).
د "Šalaturiya" په كلمه كي īya د نسبت شاوندى (Suffix) دى، چي په هندي او بنګالي ژبو كي يې اوس (a) په (ā) اوښتې ده، لكه :
په هندي ژبه كي : له lon كلمې څخه چي د مالګي معنا لري، lon iyā جوړ سوى دى، چي د مالګي خرڅونكي په معنا استعمالېږي.
په بنګالي ژبه كي : له Mati كلمې څخه چي د خاوري معنا لري Mat iyā جوړ سوى دى، چي د خاورين لوښي په معنا استعمالېږي(3).
په اوسنۍ پښتو كي دغه شاوندى د مفرد مذكر (Sing. M) له پاره áy او د مفرد مونث (Sing. F.) له پاره yé په شكل پاته دى، لكه :
(كندهارى - كندهارۍ)، (كابلى - كابلۍ) او ....
نوموړي "كننګهم" دا هم كښلي دي، چي د دغه ځاى اوسنى نوم Lāhor د پخواني نامه Šalātura اوښتى او لنډ سوى شكل دى، د كننګهم دغه خبره ډېرو څېړونكو منلې ده(1).

اښټ ادهيايي – Ašṭadhyāyī :
د مهارِشي پاڼي ني مشهور كتاب چي د سنسكريت ژبي د ګرامر په باب كښل سوى دى، "اښټ ادهيايي" نومېږي، چي د "اته فصليز" معنا لري، دغه كتاب د Ašţaka, Paniniya, Pāņiriti او Vritti Sutra په نومو هم ياد سوى دى(2).
"اښټ ادهيايي" له ۳۹۹۵ سوتراوو (Sūtrās) څخه جوړ دى(3)، چي په دغو كي يې ۱۴ سوتراوي وروسته ورپوري نښلولي سوي دي او له دغه امله دا سوتراوي د Pratyā hara Sūtrah په نامه بللي كېږي.
A. A. Macdonell د سنسكريت ګرامر په مقدمه كي وايي، د مهارِشي پاڼي ني په اښټ ادهيايي كي تقريباً څلور زره ګرامري قاعدې راغلي دي".
د پخواني هندوستان خلكو د اښټ ادهيايي د كتاب ځيني برخي الهامي (Sruti) بللې او ويل يې، چي دغه برخي "شِيوا" مهارشي پاڼي ني ته ورښوولي دي.
د سنسكريت وياكرڼهَ په باب تر مهارشي پاڼي ني دمخه هم ځيني ګرامرونه كښل سوي دي، لكه د Šakt تاليف "شاكت شاستَرَه" او د Yāskā تاليف Niruktā او نور ....(1)
دغه راز تر "مهارشي پاڼي ني" وروسته هم د سنسكريت ژبي ګرامرونه تاليف سوي دي، لكه د كابلي پنډت Ugarbuta - شكهت ورتى Sakhat Vratti او نور ....(2)
مګر كوم قبول او مقام چي د سنسكريتي ګرامرونو په سلسله كي اښټ ادهيايي لري، د بل ګرامر نه دى په نصيب سوى.
د چينايي ګرځندوى "هيون څانګ" (۶۶۳ ع مړ) په زمانه (لومړي هجري قرن) كي اښټ ادهيايي د سنسكريت ژبي د ګرامر په توګه د هندوستان په پاټهـ شالو (مدرسو) كي ويل كېدئ او ده پخپله سفرنامه كي ذكر كړى دى(3).
تر هيون څانګ وروسته چي بل چينايي ګرځندوى "I. Tsing" (۷۱۳ ع مړ) هندوستان ته راغلى دى، ده هم كښلي دي :
" په هندوستان كي تر ټولو علمو دمخه وياكرڼَهَ (Grammar) لوسته كېږي، شاګرد لومړى د شپږو مياشتو په موده كي "برن بُودهوا" په ياده وي، بيا په اتو مياشتو كي بايد د مهارِشي پاڼي ني اښټ ادهيايي په ياد كړي".(4)
د اښټ ادهيايي په باب "Gold Štucker" ويلي دي :
"د مهارشي پاڼي ني كتاب د سنسكريت ژبي طبيعي تاريخ دى، د ده كتاب د لرغوني ادب د يوې لويي او عمده څانګي مركز دى، د هندوستان د علمي انكشاف په ساحه كي بل داسي علمي اثر نسته، چي د مهارِشي پاڼي ني تر كتاب دي يې اغېزه ژوره وي".(1)
"دواركا پرشاد شرما" او "پنډت تارِنِش جها" د "مهارشي" د ګرامر په باب كښلي دي :
"اښټ ادهيايي د سنسكريت ژبي د ټولو وروستيو ګرامرونو اساس دى، مهارشي پاڼي ني چي د سنسكريت ژبي كوم ګرامر كښلى دى، هغه سارى نه لري.
د اښټ ادهيايي د علمي صلاحيت په مخ كي نورو ګرامري څېړنو خپله وسله ايښې ده، مهارشي پاڼي ني د خپل علمي تبحّـُر له امله د دې وړ ؤ، چي مهارشي وباله سي، ده په خورا دقت سره د اښټ ادهيايي د سوترو تصنيف كړى دى".(2)
په قرون وسطى مين هندوستاني تهذيب نومي كتاب كي كښلي دي :
"د شپږمي قبل الميلاد سدۍ مشهور مولف مهارشي پاڼي ني سنسكريت ژبه د وياكَرَڼه (Grammar) د قاعدو په هغو سختو قالبونو كي واچوله، چي تر ده وروسته هيڅ شاعر او عالم له هغو څخه تېري ته زړه ښه نه كړ، دا ځكه چي خلكو پاڼي ني مهارشي باله، كلكه عقيده يې ورته درلوده او دده د اصولو ماتول يې ګناه بلله او دا عقيده له پخوا زمانو څخه راشروع وه".(3)
د اښټ ادهيايي شرحي:
د مهارشي پاڼي ني پر "اښټ ادهيايي" باندي، چي كومي شرحي كښلي سوي دي، مشهوري يې دا دي :
1. Varttika : د دې كتاب مولف كاتياين (Katyāyina) دى، كاتياين د وروچي Varuči په نامه هم يادېږي(1)، پلار يې "سوم دت" نومېدئ. دى د هندوستان په Kavšombi نومي ښار كي زېږېدلى دى(2)، د كاتياين د ژوند زمانه د مهارشي پاڼي ني وختو ته نژدې وه، دى نور مولفات هم لري. كاتياين ته سنسكريتي پوهان په خورا درنه سترګه ګوري او په درو وتلو عالمانو (Trimuni) كي يې دوهم عالم شمېري. ويل كېږي چي دى څه موده د پاټلي پُترا (اوسني پټنې) د پاچا مها راج نند Nand وزير هم ؤ.
2. Mahābhāšya: د ادښټ ادهيايي دوهمه شرحه ده، د دې كتاب مولف پَتَن جلي Patanjali دى، ده د ټيكسلا په مدرسه كي درس لوستى ؤ. په تاريخ الاطباء كي د پتن جلي د ژوند زمانه په دوهمه قبل الميلاد سدۍ كي ښوول سوېده(3) او د سنسكريت شبدارتهـ كــَوستُوبهـ په اسماء الرجال كي كښلي دي، چي پتن جلي د دوهمي او درېيمي قبل الميلاد سدۍ تر منځ ژوند كاوه، مګر A. A. Macdonell د سنسكريت ګرامر په مقدمه كي د پتن جلي ژوند د دوهم عيسوي قرن په دوهمه نيمايي كي ښوولى دى. د هندوستان پخوانيو خلكو پتن جلي په درو وتلو عالمانو (Trimuni) كي درېيم عالم شمېره او د هندوستان په علمي حلقو كي د خاص شهرت او عزت تښتن ؤ. پاتن جلي د جوګ (يوګه) (yoga) فلسفې مجدد دى او د يوګه شاسترا (yoga šāstra) په نامه يې د دغي فلسفې په باب يو كتاب هم كښلى دى(1).
3. Kāšika Varti : دا كتاب په ۶۶۲ ع كال (=۴۱ هـ ق) كښل سوى دى(2)، مولفين يې پنډت جيادِتا (Jyaditya) او وامن (Vāman) دي. په قرون وسطى كي "كاشيكا" تر ټولو لومړى كتاب دى، چي د سنسكريت ژبي د ګرامر په باب كښل سوى دى(3).

د "اښټ ادهيايي" او اوسنۍ پښتو ځيني مشتركي او مشابهي كلمې:
د "پاڼي ني" په "اښټ ادهيايي" كي ځيني داسي كلمې (Morphemes) سته، چي په اوسنۍ پښتو كي كټ مټ (عيناً) او يا په لږه اوښتې بڼه باب دي.
زه غواړم په دغه مقاله كي د هغو څو نمونې وړاندي كړم :
الف : هغه نومونه چي په كرهڼه پوري اړه لري :
1. هَل Hara>Har>Hal (n. Sing. m.)
پښتانه د يَوي هغه تير ته "هَل Hal" وايي(4)، چي يو سر يې د سرباڼي (بدريزي) په واسطه په جوغ پوري بندېږي او په بل سر كي يې كُونده، سپاره او تېش (پاله = كره كۍ) وي(5).
د "هَل" كلمه تقريباً درې سوه كاله پخوا عبدالقادر خان خټك (۱۰۶۳ هـ ق زوكړي) داسي راوړې ده :
چي يو ځل په هَل وَهَل كه مځكه سازه
د امـــــــــــيد تخـــــــم هـــاله كري مـــالي
(د ديوان ۱۱۷ مخ)
په كندهار كي متل دئ :
"ستا ... يې كدنى، كوم دي هَل كوم دي غويى؟"
د "هَل Hal" كلمه په ارتباطي حالــــــت كي " هلــَه Hlə" ويل كېږي، لكه :
مَل = ملــَه mlə
غَل = غلــَه γlə
شَل = شلــَه ləŠ (د يو راز نېزې په معنا(1))
د كندهار ژوندي شاعر مير حيدر صاحبزاده ويلي دي :
وكړه مــــا له يو دهقــــــــانه دا پوښــــــــتنه
ستا زړه څه غواړي؟ - رشتيا وايه بايي!
ده وې: "لاس په هَـــــرِېړۍ د هلــَه نـيولئ
ســــمه مــځكه، اوبه پراخـي، ښه غوايي
(ادبي تحفه)
په دغه څلوريزه كي د "هلــَه Hlə" پر كلمه سربېره د "هَرِېړۍ hareṛəy" كلمه هم راغلې ده، "هرېړۍ" د هله هغه لرګي ته ويل كېږي، چي بزګر د يوي (قــُلبې) په وخت كي لاس پوري نيسي(1) او د پښتو ژبي په وڼيڅي لهجه كي يې hal-mašti بولي(2)، نور پښتانه هرېړۍ ته موټۍ muštəy>muṭəy مَټۍ məṭəy او موټيانه(3) وايي.
د هرېړۍ په كلمه كي د "L" پر ځاى د "R" ږغ (Phoneme) راغلى دى، له دې ابداله څخه معلومېږي، چي د "هَل" كلمه پخوا په پښتو كي "هر har" ويله كېدله او تر دغه لا پخوانى شكل به يې هره hára ؤ، د هرېړۍ (har-eṛ-ey) كلمې دوهم توكئ (جزء) اړ aṛ كلمه ده، چي د بند، محتاج، بوخت (مشغول) معناوي وركوي.
دلته دا خبره بايد هېره نه كړو، چي په پښتو ژبه كي د (h) مهموسه (Aspirated) ږغ د (a) ږغ په مقابل كي كمزورى او بې مقاومته دى، عام پښتانه (هګۍ) كلمه (اګۍ)، (هڅه) كلمه (اڅه)، (هر) كلمه (اَر) او (هَل) كلمه (ال) وايي، موږ وينو چي د اوستا (هَئُومَه ) او (هَشِي ) كلمې په پښتو كي (اُومه Umá يا اومان Umān) او (اَشَا ašā) ويلي كېږي(4)، له دغه امله نو ښايي، چي د hara > har كلمې تلفظ به هم په لرغونې پښتو كي (al)ára > ar || ؤ.
ارواښاد عبد الله خان ساپي (۱۳۵۱ هـ ش مړ) چي په "افغاني نويس" مشهور دى، هم د افغانستان په عاميانه پاړسي كي د (al) كلمه د پښتو (hal ||al = كوندۀ اسپار) په معنا او (Al-junga) كلمه د (هرېړۍ = دستۀ قلبه) په معنا راوړې ده(1). د لغمان د اليشنګ درې پشه يان هم (ala) كلمه د پښتو "هل" په معنا كاروي.
د اښټ ادهيايي په (۱-۱۲-III)، (۲-۱۸۲-III)، (۴-۸۱-IV)، (۴-۹۷-IV) او (۴-۵۸-V) كي hala (Neut. G.) كلمه د پښتو د (ar>har>hal) په معنا راغلې ده. پاڼي ني د اښټ ادهيايي په (۱-۱۱۷-III) كي hali (m. G.) كلمه د غټ هلــَه په معنا راوړې ده. د اښټ ادهيايي دوهم شرحه كوونكي "پاټن جلي" د "مهابهاشيه" په (۲۸-II) كي د اښټ ادهيايي د لومړي شرحه كوونكي كاتياين له خولې كښلي دي، چي hali كلمه پخوانۍ ده، hala كلمه وروسته د hali پر ځاى باب سوېده.
د سنسكريت شبدارتهـ كوستُبهـ په ۱۲۶۶ مخ او A Practical Sanskrit Dictionary په ۳۷۶ مخ كي هم hala (Neut. G.) كلمه د مطلق " هلــَه" په معنا او hali (m. G.) كلمه د غټ هلــَه په معنا خوندي ده. په "Amara-Kōšə" نومي سانسكريتي قاموس كي (چي د اوومي عيسوي سدۍ په شروع كي كښل سوى دى(2)) او دغه راز د څو تنو اروپايي سنسكريت پوهانو په سنسكريتي څېړنو او قاموسونو كي hala كلمه په فاعلي حالت (Nom. C.) كي د اوسنۍ پښتو د hal كلمې په معنا راغلې ده(3).
د هاير سنسكريت ګرامر د لغت نامې په ۱۳۵ مخ كي د hala كلمې وروستى حركت له منځه تللى دى او يوه هجايي كلمه . hal ځني جوړه ده، چي د پښتو ژبي له اوسني تلفظ سره هيڅ توپير نه لري.
د دليل ساطع په ۴۴۲ مخ كي د hal كلمې بل سنسكريتي تلفظ har ښوول سوى دى. پروفيسر ويل دورانت هم د مشرق زمين يا ګهوارۀ تمدن په ۵۸۳ مخ كي د پروفيسر Monier Welliams (۱۸۱۹ - ۱۸۹۹ ع(1)) له خولې كښلي دي، چي پخوا په سنسكريت ژبه كي Ar كلمې د هَل وهلو او يوي كولو معنا درلوده.
علي سامي هم د "تمدن هخامنشي" په ۴۶ مخ كي دغه خبره رانقل كړېده.
"D. Diringer" د "The Alphabet" په ۶۴ مخ كي ويلي دي :
"له شرقه څخه بين النهرين ته لېږدېدلو سوميريانو هم Uru كلمه د هَل وهلو او شيدياري كولو په معنا استعمالوله".(2)
د "هَل" سنسكريتي كلمه په هندي ژبه كي هم رواج لري(1) او د hali كلمه د هندي ژبي په ا َ وَدهي لهجه (Avadhī dialect) كي تر اوسه خوندي ده. د هندوستان د پښتانه پاچا ابوالمظفر غازي سلطان سكندر لودي (۸۹۴ - ۹۲۳ هـ ق) د معاصر شاعر شيخ كبير داس په نظمونو كي hal كلمه داسي راغلې ده(2):
آج كــــل كـے بيچ ميں، جنــــــګل هوګا بــــــــــــــاس
اورے اورے هَل چليں، ډهور ډنګر چرينګے ګهاس
(هندي شاعري، ۸۷ مخ)
ترجمه :
د نن او سبا په منځ كي به ځنګل زموږ ځاى سي، هوري دوري به هل چلېږي او غواوغېلي به واښه څري.
د "بهارتيه كِرښي كهاوتيں" په ۱۲۱ مخ كي كښلي دي :
َدس هَل راو، آټهـ هَـل رانا
چارهلــــوں كا بړا كِســـانا
ترجمه :
چي لس هله لري پاچا دى، چي اته هله لري پاچاګى، چي څلور هله يې چلېږي غټ بزګر دى.
په پنجابي ژبه هم "هَل" ته ......... hala وايي(1).
د "هَل" كلمه ځيني هندي ويونكي د (har) په ډول هم وايي(2)، د har كلمه د هَل په معنا سره په دغه هندي متل كي سته :
اُتـّـَم كهيتي جُوهَر ګــَهَا ....................................................................
مَدهيم كهيتے جو سنګ رَها(3) ...................................................
ترجمه :
بشپړ بزګر هغه دى، چي پخپله يې هل وواهه، منځنى بزګر هغه دى، چي د هل وهونكي سره مل ؤ .
د "پاڼي ني" په "اښټ ادهيايي" كي موږ پر داسي كلمو هم پېښېږو، چي له hali او hala كلمو څخه د ځينو وندونو (افيكسونو) په نښلولو جوړي سوي دي، لكه :

لومړى :
د مخ ونديو (Prefixes) په واسطه :
a-Hali :
apa-hala :
په دغو كلمو كي (a) او (apa = بې) نافيه مخ وندي (Nigative prefixes) دي(4)، (a-hali) او (apa-hala) هغه چا ته ويل كېده، چي هَل به يې نه درلود. د هاير سنسكريت ګرامر په ۱۶۲ مخ كي د (a-hali) كلمې پر ځاى (a-hal) كلمه راغلې ده(1).
Dur-hali :
Dur-hala :
هغه بزګر ته ويل كېده، چي هَل به يې ښه نه ؤ، په دغو كلمو كي dur د (بَد) په معنا سنسكريتي مخ وندى دى. په سنسكريت كي
dur-dašā د (بد حال)، dur-acār د (بد چاري) او dur-gati د (بد قسمت) معنا لري.
Su-halih :
Su-halah :
هغه بزګر ته ويل كېده، چي ښه هَل به يې درلود. په دغو كلمو كي (su) د (ښه) معنا لري(2). دغه مخ وندى په آريانيو ژبو كي د (hu) په ډول ويل كېده، لكه په اوستا كي hu-šiti د (ښه ټاټوبي) او hu-tava د (ښې رمې لرونكي) په معنا او .......

دوهم:
د شاونديو (Suffixes) په واسطه :
Hál-ya :
د"اښټ ادهيايي" په (۴-۹۷-IV) كي halya كلمه د هغي مځكي په معنا راغلې ده، چي هَل پكښي چلېدلى وي، يعني شيدياره سوې وي. د Dictionary Sanskrit & English په ۱۰۴۷ مخ كي هم halya كلمه د يوي سوي مځكي (ploughed) په معنا خوندي ده.
.... ya په سنسكريت ژبه كي د تېري (ماضي) زمانې دمجهول مفعول (Past Passive Participle) شاوندى (Suffix) دى(1)، لكه :
(= drš-ya ليدل سوى)، (= váč-ya ويل سوى) .....(2)
د "اښټ ادهيايي" په درېيمه شرحه "كاشيكاورتي" كي هغه اندازه مځكه هم halya بلل سوې ده، چي په يوه فصل كي په يوه هلــَه يوې كېدلاى سي. دغه اندازه مځكه اوس په كندهار كي غولبه γólbə بولي. په "كاشيكاورتي" كي دوې غولبې مځكه (dvi-halya) او درې غولبې مځكه (Tri-halya) بلل سوېده.
Hāli-ka :
د "اښټ ادهيايي" په (۴-۸۱-IV) سوترا كي د يوي غويى hāli-ka بلل سوى دى. دسنســــكريت شـــــــبدارتهـ كوستُبهـ په ۱۲۷۰ مخ كي كښلي دي :
hālika كلمه د هل پر غوايي سربېره د هغه چا په معنا هم راغلې ده، چي په هل سره جنګ كوي، په دغه كلمه كي ka د فاعليت شاوندى (Suffix) دى، په (Seva-ka = خدمت - ګار)، (bhraja-ka = برېښېدونكي) او دغسي نورو سنسكريتي كلمو كي هم دغه شاوندى سته(3).
Halá-yati :
د "اښټ ادهيايي" په (۱-۲۱-III)، (117-1-III)، (۲-۱۸۳-III)، (۴-۵۸-V) او (۴-۱۲۱-V) سوتراوو كي د دغي كلمې معنا ده :
په چا هَل وَهَل يعني په چا يوې كول.
په halá yati كلمه كي (yati) كلمه د غربي ژبپوهانو په اصطلاح سببي شاوندى (Causative Suffix) دى(1)، چي د سنسكريت ژبي په دغو فعلونو كي يې هم وينو :
له (= Šro-tum اورېدل) مصدره څخه Sravá-yati
(په اَورول-اَورول).
له (= Sat-tum كښېنستل) مصدره څخه Sadá-yati
(په كښېنول-كښېنول).
له (mar-tum = مړل-مړكېدل) مصدره څخه mār-yati
(په وژل-په مړكول) .....
په سنسكريتي قاموسو كي (hal-vāhā)(2) او (hal-in) كلمې د هَل وهونكي (يوي كوونكي = بزګر) په معنا راغلي دي(1)، (hal-vāh-i) او (hal-āyi) كلمو ته د هل وهلو او يوي كولو (بزګرۍ) معنا كښلې ده او (har-is) كلمه د هل د كوندې په معنا خوندي ده(2).
"هَل" د لرغونو زمانو په جنګو كي د ګُرز په توګه كارېدئ، ځكه نو د هندوستان د مشهور حماسي اثر (مهابهارته) په لومړي فصل (سبها پرب) كي د (hala-yudha) كلمه د هغه جنګ په معنا راغلې ده، چي هَل د وسلې په ډول پكښي كار سوى ؤ(3). د دغي كلمې دوهم جزء (yudha) د جنګ معنا لري. په مهابهارته كي د هندوانو د مذهبي پېشوا (كرشنا) د مشر ورور (بل رام) لقبونه ځكه (hala-dhara) او (hala-bharita) راغلي دي، چي ده په هَل سره جنګ كاوه. د دغو دوو لقبو لغوي معنا ده :
هل لرونكى - هل وړونكى
مهارشي پاڼي ني د "اښټ ادهيايي" په (۲-۱۸۷-IV) سوترا كي lāngala كلمه د hala مترادفه ښوولې ده، دغه كلمه د اښټ ادهيايي د لومړۍ شرحي (Varttika) په (۲-۹-III) او د دوهمي شرحي
(mhā-bhāšya) په (۹۹-II) كي هم راغلې ده، lāngala يوه ويدي كلمه ده، چي د هندوانو په لرغوني ديني كتاب لومړي وېد (Rg veda) كي د "هَل" په معنا ليدله كېږي(4).
په ځينو سنسكريتي قاموسونو كي هم lāngala كلمه د (هل) (lāngal-išā) او (lāngal-danḍa) كلمې د هَل د تير (غشي) (lāngala-graha) كلمه د هل وهونكي په معنا او (lānga-lin) كلمه د (بل رام) د لقب په توګه راغلې ده(1). د (lāngala) ويدي كلمه په پنجابي ژبه كي تر اوسه پوري د (nangala.) په ډول د (هَل) په معنا پاته ده(2).
"T. Burrow" د "The Sanskrit Language" په ۳۷۹ مخ كي زموږ تر څېړني لاندي كلمه (hala) له ويدي كلمې lāngala جوړه سوې بللې ده، دى دغه اشتقاق (derivation) له پاره خورا اوږده لار وهي او د مخ وندي (lān)(3) تر غورځېدلو وروسته د تنې (Stem) (G) د (K) په واسطه په (h) اړوي(4). نوموړى دا هم ورپسې زياتوي :
"lāngala كلمه د هندوستان په نا آريايي (non-Aryan) ژبو پوري اړه لري او ماخذ يې (Austro-Asiātic) ژبي دي. هل ته په Khmer ژبه كي (ankāl) په Čam ژبه كي (lanal, lanar) په كهاسي ژبه كي (ka-lynkar) په مالي Malay ژبه كي (tangāla, tingala) په باتك ژبه كي (tingala) په Massar ژبه كي (nankala) وايي. د ډراويډي كورنۍ (Dravidian Family)(5) په تَامِل ژبه كي(1) (nānčil) او په كانړي ژبه كي(2) (negal) هلــَه ته ويل كېږي. د ډراويډي كورنۍ ژبو ته دغه كلمې د هندوستان د يوې بلي نا آريايي ژبنۍ كورنۍ (Munḍā) څخه راننوتلي دي(3) او اوس هم د مونډا كورنۍ په سنتالي لهجه كي هَل ته (nahil) وايي".

__________________________
(1) Language، ۱۱ مخ.
(2) India as known to Paṇini ، ۱ مخ.
(1) په پخواني هندوستان كي د سنسكريتي علمو د زده كړي له پاره دوې لويي مدرسې تر ټولو مشهوري وې، يوه يې د نلندا مدرسه بلله، چي په بهار كي واقع وه او بله د ټكسيلا مدرسه، چي په پخوانۍ ګندهاره كي وه.
(2) Sanskrit Šabdarth Kavstubh، 1308 مخ.
(3) پورتنى كتاب، 1308 مخ.
(1) وګ : قرون وسطى مين هندوستاني تهذيب، 83 مخ.
(2) History of Ancient Sanskrit Literature، 275-301 مخ.
(1) په هر كال اټك د ده ښه راغلې كاندي
غوړوي پر څنډو خپل پاسته ســـالونه
(ښكارندوى)
لا تر اوسه د ســـــــرونو انــــــــــبارې دي
په اټك په پېښـــــور يې مـــــــنارې دي
(خوشال خان خټك)
ما هاله مـــــــــاتم د ځان وكړ په وينـــــــو
چي اټك وته مي شـــــا كړه په ژړا شوم
(د اشرف خان هجري ديوان، ۱۰۲ مخ)
(2) هغه باد چي كابل خـــېز دى په ما واړه عـــــــــــنبر بېز دى
د لـــڼدي اوبه سلــــــــــسالي د حـــيات د اوبو ســـــــــيالي
كه يې خضــــر پياله وڅښي د حــــــيات اوبه به نه څــښي
(د خوشال فراقنامه)
(3) كه ګــــذر په خـــــــــيرآباد وكړې نســـــــــــيمه
يا دي ګښت وسي د سراى د سيند په سيمه
اباســــــيند وته نــــــاره وكــــــــــــــــــړه په زوره
و لـــــــــــنډي ته وينــــا ووايـــــه حلـــــــــــــــيمه
(د خوشال خان مرغلري، ۲۳۷ مخ)
د پښتنو اباسين يا اباسيند يوناني جغرافيه ليكونكو او مورخينو د Indus په نامه ياد كړى دى او شرقي خلك يې د سيند رود بولي.
(1) وګ : پښتني سندري، ۲/9 مخ، د كابل چاپ.
په دغه چاربيته كي د هغي كښتۍ حال بيان سوى دى، چي څه موده پخوا د هنډ په چړ (ګودر) كي ډوبه سوې وه او (108) تنه پكښي مړه سوي وو.
(2) چينايي ګرځندوى "هيون څانګ" (۶۶۳ ع مړ) د دغه ښار كلا څلور ميله ښوولې ده.
(وګ : د صوبه سرحد ګزيټر، ۱۵ مخ)
(3) وګ : د جوزجاني حدود العالم ۴۶ مخ - د منهاج السراج جوزجاني د طبقات ناصري 1/170مخ - د عبد الحى ګردېزي د زين الاخبار 177 مخ - د صوبه سرحد ګزيټر ۱۵ مخ - د البيروني د كتاب الجماهر في معرفت الجواهر ۲۳۶ مخ - د "The life of Hsun Tsang"، 67 مخ - Mineralogy of Beroni (په روسي ژبه)، 479 مخ.
د "A handbook of the inscriptions gallery in the Peshawer Museum" په نهمه كتيبه كي د يوه سړي نوم هم Vihenda راغلى دى.
(4) د البشاري المقدسي "احسن التقاسيم" ۳۷۷ - ۴۸۵ مخونه، د ډاكټر ناظم د "حيات سلطان محمود" ۱۹۴ مخ او د "يوسفزي افغان " ۲۴۵ مخ.
(1) پخوا په ننګرهار كي اوسني جلال آباد ته نژدې يو ښار ودان ؤ، چي "دن پور" نومېدئ، ځينو كسانو په غلطي سره دغه نوم دنيور كښلى دى. دغه ښار په اوسني سرخرود كي واقع ؤ.
(2) وګ : د فردوسي شهنامې هغه خطي نسخه، چي د لينن ګراد په عمومي كتابتون كي خوندي ده او په ۷۳۳ هـ ق كال كښل سوې ده او د فردوسي شهنامې د تهران چاپ، 1/116 مخ.
د شهنامې په هغه نسخه كي، چي لومړى ټوك يې په ۱۹۶۰ ع كال په ماسكو كي چاپ سوى دى، دغه بيت داسي راغلى دى :
همه كابل و زابل و ماىِ هــــند ز درياى چين تا به درياى سند
(1/151 مخ)
(3) د لاهور په نامه په كونړ كي، اسد آباد ته نژدې يوه غونډۍ او يو ډاګ سته او د كوز كونړ په ښيوه كي سلام پور ته مخامخ هم يوه غونډۍ او څه كنډوالې د "لاهور" په نامه يادېږي. د كندهار په ارغنداو كي يوه واله د لاهور په نامه يادوي. په غربي پنجاب كي د "راوي" نومي سيند پر غاړه هم لوى ښار د "لاهور" په نامه سته، مګر دغه ښار د پاڼي ني په زمانه كي په دغه نامه نه ؤ.
(1) وګ : د ډاكټر اګروال "India as known to Panini"، د لسم مخ لمنه (حاشيه).
(2) وګ : د پورتني كتاب ۹ مخ - د "The Life of Hsun Tsang" ۱۱۷ مخ، د پيكن چاپ ۱۹۵۹ ع - اپانيشاد، ۶۶۲ مخ، د تهران چاپ ۱۹۶۱ ع.
(3) وګ : د هندي ډكشنرۍ ۱۸۳ مخ او د بنګالي ژبي ۵۹ مخ.
(1) وګ : د نندولال "A Geographical Dictionary of Ancient and Mediaval India" ۱۷۵ مخ او د ډاكټر اګروال "India as known to Panini" ۱۵ مخ.
(2) وګ : د البيروني "كتاب الهـند" 1/178 مخ - "India as known to Panini " ۲۳ مخ.
(3) د اپانيشاد په ۶۶۲ مخ كي د اښټ ادهيايي سوتراګاني (۳۹۹۶) ښوول سوي دي او د The Life of Hsun Tsang په ۱۱۷ مخ كي كښلي دي، چي د مهارشي پاڼي ني ګرامر له اتو زرو شلوكو څخه جوړ دى.
(1) د نِرُوكتا ذكر په اښټ اهيايي كي سته.
(2) . وګ : د البيروني كتاب الهند 1/178 مخ او د علامه پوهاند عبد الحى حبيبي تاليف "افغانستان بعد از اسلام" 1/766 مخ
(3) وګ : د "The Life of Hsun Tsang" 117 مخ.
(4) قرون وسطى مين هندوستاني تهذيب، ۱۷۷ مخ.
(1) "India as known to Panini " ۲ مخ - اُپنيشاد ۶۶۲ مخ.
(2) وګ : "Sanskrit Šabdarth Kawstubh" ۱۳۰۸ مخ.
(3) قرون وسطى مين هندوستاني تهذيب، ۸۳ مخ.
(1) د هندوستان په علمي مشاهيرو كي يو بل "وروچي" هم سته، چي د مهاراج بكرماجيت په نهو جواهراتو "Navratn" كي شمېرل كېده.
(2) دغه ښار اوس "Kosma" بولي.
(3) تاريخ الاطباء (اردو)، ۸۵۵ مخ.
(1) د اپانيشاد ۵۰۸ مخ. د اپني شدونو په دوره كي جوګ يو مجرد تصوفي تفكر او مراقبه وه، پاټن جلي عملي تزكيه او رياضتونه په ګډ كړل.
(2) وګ : قرون وسطى مين هندوستاني تهذيب، ۹۹ مخ.
(3) وګ : سنسكريت شبدارتهـ كوستُبهـ ۳۲۲ مخ او قرون وسطى مين هندوستاني تهذيب ۹۸ مخ.
(4) هَل ته ځيني پښتانه "رخت Raxt " هم وايي، ځيني بلوڅان يې هم "رخت" بولي. په بلوڅي ژبه هل nangā>langā بلل كېږي.
(وګ : د بلوڅي اردو لغت ۲۶۱ مخ)
(5) وګ : پښتو قاموس 2/323 مخ - د ډاكټر بيليو پښتو انګرېزي ډكشنري 178 مخ، د 1867 چاپ او د "اسلانوف" پښتو-روسي قاموس، ۹۷۳ مخ.
(1) "حسين" ويلي دي :
هيڅ له ويري ورته پورته كتاى نشم تور باڼه دي په سينه ګوزار د شله كا
(د ديوان ۲۸۸ مخ)
 دغه مقاله ارواښاد علامه رشاد بابا هغه وخت ليكلې ده، چي مير حيدر صاحبزاده (پښتون فردوسي) لا ژوندى ؤ .
(علامه رشاد اكاډيمي)
(1) وګ : د پښتو قاموس ۹۸۱ مخ او د اسلانوف پښتو روسي قاموس ۹۷۱ مخ.
(2) وګ : د آريانا مجلې د ۲۷۲ ګڼې ۱۹ مخ (د گيورگ مورگين سټيرن د مضمون ترجمه).
(3) هرېړۍ ته د غوربند خېشكي او د ننګرهار شينواري موټۍ muṭáy، د كونړ پښتانه مَټۍ maṭáy او د كندهار په ځينو سيمو كي موټيانه muṭyána وايي. په پاړسي يې "دستۀ قـُُلبه" او په بلوڅي يې Dasniká بولي.
(4) وګ : لس زره لغات ۴۹-۲۳ مخونه - پښتو قاموس ۵۹-۲۴ مخونه او ظفراللغات ۴۵ مخ.
(1) وګ : لغات عاميانۀ پارسي افغانستان ۱۸ مخ، د كابل چاپ ۱۳۳۷ هـ ش.
(2) "امره كوشه" د سنسكريت ژبي منظوم قاموس دى، چي "ا َمَـــرَ سنګهـ Amara Siŋha" نومي پنډت كښلى دى، د دغه كتاب په پنځوسو (۵۰) شرحو كي تر ټولو مشهوره شرحه په ۱۰۵۰ ع كال (۴۴۲ هـ ق) "چهيرسوامي بهټ" كښلې ده.
"امره كوشه" د كلكتې په سيرام پور نومي ځاى كي چاپ سوى دى، د "Glebrook" انګرېزي ترجمه هم ورسره سته.
(3) وګ : د "Horace Hayman Willson" د تاليف "Dictionary Sanskrit and English" د كلكتې چاپ ۱۸۱۹ ع - د "Monier Williams" د تاليف "Sanskrit English Dictionary" ۱۲۹۳ مخ د لندن چاپ ۱۸۹۹ ع - د "Arthur Anthony Macdonell" د تاليف "A Practical Sanskrit Dictionrary" ۳۷۶ مخ د لندن چاپ ۱۹۲۵ ع - د "T. Burrow" د تاليف "The Sanskrit Language" ۳۷۹ مخ د لندن چاپ.
(1) نامتو انګرېز سنسكريت پوه "مونير ويليامز" د ۱۸۹۹ ع كال د اپريل په يوولسمه په فرانسه كي ومړ، د سنسكريت ژبي كومه لويه ډكشنري، چي ده كښلې وه، د ده تر مرګ څو اوونۍ وروسته د آكسفورډ پوهنتون په چاپخانه كي له چاپه راووتله. مشهوره سنسكريتي قصه "شكونتلا" هم ده انګرېزي كړېده.
(2) "سر ليونارډولي" او "فليپ هتي" ويلي دي :
"سوميريان تقريباً شپږ زره كاله پخوا له منځنۍ آسيا څخه عراق ته لېږدېدلي دي، دوى د كښت او كر سامانونه بين النهرين ته يووړل".
د تمدن هخامنشي په ۴۴ مخ كي كښلي دي :
"سوميريان له سامي نسله نه ؤ".
د ژبو د وېشني په ۱۲۶-۸۳ مخ كي راغلي دي :
"د سوميريانو ژبه او نسل دواړه سامي وو، سوميري ژبه كرار كرار په سامي ژبو كي وركه سوه".
(1) وګ : نفايس اللغات، ۶۲۷ مخ د نولكشور چاپ - اردو سكول ډكشنري، ۳۳۵ مخ د لاهور چاپ - سټنډرډ اردو ډكشنري، ۸۵۲ مخ د لاهور چاپ - هندي روسي شبدهـ كوش، ۱۲۰۵ مخ، د ماسكو چاپ - هندي شبدارتهـ پاريجات ، ۷۲۲ مخ د اِله آباد چاپ.
(2) د كبير داس د مړيني په كال كي اختلاف سته، مولوي غلام سرور لاهوري د خزينة الاصفياء په 1/446 مخ كي ۱۰۰۳ هـ ق (۱۵۹۴ ع)، ځينو كسانو ۱۵۷۵ ع (= ۹۸۳ هـ ق)، ډاكټر پارس ناتهـ تِواري د "كبير" په ۳۴ مخ كي ۱۵۰۵ ع (911/912 هـ ق) ښوولى دى. په دغو كلونو كي وروستى كال، چي د سلطان سكندر لودي د پاچهۍ له اتلسم كال سره برابرېږي سم دى.
(1) وګ : پنجابي ډكشنري (پنجابي شبدكوش) ۲۶۵ مخ.
(2) وګ : هندي شبدارتهـ پاريجات، ۷۲۲ مخ د اِله آباد چاپ.
(3) وګ : بهارتيه كِرشي كهاوتېن ، ۷۰ مخ د "رام ايشور اشانت" تاليف، د ډهلي چاپ.
(4) د (apa) مخ وندى په پهلوي كي د (ape) په ډول ويل كېده (وګ : فرهنګ ....، ۳۴ مخ). د كارنامۀ اردشير بابكان په ۷۱ مخ كي (اپې + وزند) د بې ګزند په معنا او (اپې + بُد) د بې خود په معنا راغلي دي. ابوالقاسم فردوسي په شهنامه كي دغه كلمه د (abe) په ډول راوړې ده :
فرستاده گفت اى گران مايه شاه! ابې تو مــــبيناد كـــــــس پېـــش گاه
(د ماسكو چاپ شهنامه، 1/95 مخ)
دغه مخ وندى په اوسنۍ پښتو او پاړسي ژبو كي د (be) په ډول ويل كېږي.
(1) د (a) نافيه مخ وندى په دغو پښتو كلمو كي سته :
(الــُوڅه- A-lúca) د "پټ" په معنا
(ابوټلى- A-butalay) د "بشپړ" په معنا او ....
(2) وګ : د اښټ ادهيايي (۴-۱۲۱-V) او (۲-۱۸۷-IV).
(1) وګ : د "A Sanskrit Grammar for Students" ۱۳۷ مخ د اكسفورډ پوهنتون چاپ .
(2) په ځينو پښتو كتابو كي (= gal-yā خوړين سوى، ويلي سوى)،
(= jal-yā سوځلى)، (= kas-yā اوړه سوى) او داسي نوري كلمې سته، چي دغه شاوندى لري.
(3) دغه شاوندى په اوسنۍ پښتو كي د مفرد مذكر (Sing. m.) له پاره (āk, ák, ak) او د مفرد مونث (sing. f.) له پاره (akə, akə, ākə) راځي.
(1) د عربي ژبي د "اِفعال" مصدر مشتقات په Causative Verb كي راځي، د عربي ګرامر پوهانو په اصطلاح په دغه مصدر كي تعديه او تصئير سته، يعني تر خپلي غوښتني يو مفعول زيات غواړي او اصلي فاعل د مسند اليه په نسبت تصئيري مفعول ګرزي، لكه آكــــَلتُ زُيداً رَغيفاً = ما په زيد ټيكله وخوړله. په پښتو كي دغه راز مصدرونه وَيَوَل، ږَغَوَل، (كسي را بسخن آوردن)، خُورَوَل (خورانيدن)، الوزول ( پرانيدن)، چيغول (بصدا آوردن)، بيدول (خوابانيدن) او نور دي.
(2) . د "هلواها" كلمه د هل وهونكي او بزګر په معنا په دغه هندي متل كي راغلې ده :
اســاړ جو تېں لړكي بارے، ساون بهــــادرو مېں هلــواهے
كوار مېں جو تېن كِسان كا بېټا، تب اونچې هوے هونهارے
(بهارتيه كِرښي كهاوتېں، ۶۸ مخ)
ترجمه :
د اساړهـ (اهاړ) په مياشت كي هلكان هم كښت كولاى سي، د ساوڼ او بهادرو په مياشتو كي كښت لره (پوخ) هل وهونكى (بزګر) په كار دى، د كوار په مياشت كي چي د بزګر زوى كښت ته وروزي، نو ښه قابل هلك دى.
(1) د (in) شاوندى په اوسنۍ پښتو كي د (ən) په ډول خوندي دى، لكه :
(جګړن jagr-ən)، (چينجن cinj-ən)، (غوښن γvaš-ən) او نور ......
(2) دليل ساطع، ۴۴۲ مخ.
(3) وګ : د مهابهارته د سبها پرب د روسي ترجمې ۱۹۲ مخ، د ماسكو چاپ ۱۹۶۲ ع او سنسكريت شبدارتهـ كوستُبهـ ۱۲۶۶ مخ.
(4) وګ : د (Vedic Index) 2/231 مخ او د مونير ويليامز د ډكشنرۍ ۹۰۰ مخ.
(1) وګ : د هوريس هايمن ويلسن د ډكشنرۍ ۱۰۴۷ مخ - د مونير ويليامز د ډكشنرۍ ۹۰۰ مخ - د آرتهر انتوني مكډونل د ډكشنرۍ ۲۶۲ مخ او د سنسكريت شبدارتهـ كوستُبهـ ۹۶۰ مخ.
(2) وګ : پنجابي شبدهـ كوش، ۶۳۳ مخ.
(3) مونير ويليامز د lāngala كلمه له lang او lag كلمو سره مطابقه ګڼي، چي په دې توګه نو la بايد شاوندى وي. مونير ويليامز په دغه كلمه كي د مخ وندي سته والي ته اشاره نه ده كړې.
(4) T. Burrow وايي :
"په (h) سره د (k) اړول د مونډا د ژبنۍ كورنۍ د شمالي ژبو خاصيت دى او دا ابدال هم د دغه خاصيت له مخي پېښ دى.
(5) ډراويدي كورنۍ ژبي د هندوستان د ټاپووزمي (جزيره نما) په جنوب او جنوب شرقي برخو كي ويلي كېږي. مهمي ژبي يې Kannari, Malayalam, Tamil او Telugu دي.
(1) د هندوستاني لسانيات په ۸۲ مخ او د Δραβuδийски язьікиپه مقدمه كي كښلي دي :
د هندوستان په جنوبي ټاپووزمه (جزيره نما) او د سيلون په شمالي برخه كي خلك په تامِل ژبه خبري كوي. يروكل، ارول، كسودا او چپسي د تامِل ژبي څلور مشهوري لهجې دي. تامِل ژبه د مدراس د ايالت رسمي ژبه ده، تقريباً دېرش مليونه خلك په دغه ژبه ږغېږي.
(2) په كنړي Kannaṛi ژبه تقريباً پنځلس مليونه خلك خبري كوي او له ميسوره څخه د دكن تر بېدره پوري اوسي، بډگ، كورمبا او د بيجاپور لهجه د كانړي ژبي مهمي لهجې دي. په دغه ژبه كي د لسمي عيسوي سدۍ كتابونه سته، اوجَينانو كښلي دي.
(3) د مونډا كورنۍ ژبو مركز د چهوټا ناګپور شاوخوا سيمي دي، سنتالي او مونډري ژبي په دغه سيمه كي ويلي كېږي. كوركوني ژبه د مدهيه پردېش د مهاديو په غرونو او ست پوره كي ويله كېږي. Savara د مونډا كورنۍ مهمه ژبه ده او د مدراس تر سرحده خپره ده.
(وگ : د The Sanskrit Langauge ۳۷۸ مخ)

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




[forms ID=1]