ليکونکی: دوکتور اجمل ښکلى
د ليکنې منبع: د ليکوال د فيسبوک پاڼه
د ليکنې د لومړۍ خپرېدنې نېټه: February 19, 2019

لنډيز:
دوديزه ارپوهه له تاريخي پلوه د کلمو پر ريښو غږېږي. کله چې د ريښې بحث راځي: نو تاريخ هم راداخلېږي. دوديزه اۤرپوهه د يوې کلمې پر ټولنيز علت بحث کوي او بالعموم ورته داستانونه جوړوي، چې له مخې يې له دې زاويې يوه کلمه رامنځته شوې ده. دا کلمې يا د ځايونو نومونه دي يا د شيانو او اشخاصو او نورو؛ خو څرنګه چې دوديزه اۤرپوهه د تاريخي ژبپوهنې له علمي اصولو نه استفاده نه کوي؛ نو په علمي مباحثو کې يې د کلمو په اړه استدلال د منلو وړ نه دى. دا ليکنه پر همدې څرخي، چې دوديزه اۤرپوهه څه ده؟ پر څه بحث کوي؟ مباحث يې څومره علمي دي؟ او د دوديزې اۤرپوهې ارزښت څه دى؟
آر ويونه: تاريخي ژبپوهنه، دوديزه اۤرپوهه، د ځايونو نومونه، د کلمو تاريخي تحول.

١- سريزه
په نولسمه پېړۍ کې د دوديزې ژبپوهنې پر وړاندې تاريخي ژبپوهنه راولاړه شوه. دې نوې ژبپوهنې ژبې ته له تاريخي زاويې نه وکتل او د فرهنګ د بل هر اړخ غوندې يې ژبه هم بدلېدونکي پديده وګڼله، چې بېلابېلې دورې لري او په بېلابېلو دورو کې يې ګرامري جوړښتونه او د کلمو زېرمه، بڼې او ماناوې توپير لري. په دې توګه، پر يوه ژبه هله ښه پوهېداى شو، چې له تاريخي منشا او بدلونه يې خبر اوسو. د تاريخي ژبپوهنې مشهور عالم وليم جونز د سانسکريت او نورو ۤريايي ژبو ترمنځ جوړښتي او وييزه همرنګي وليده او داسې د ژبو تاريخي پرتلې ته لار هواره شوه. تاريخي ژبپوهنې د بېلابېلو ژبو د کلمو د ريښو د پېژندلو او ورته والي له مخې ژبې ډلبندي کړې. کومو ژبو چې له تاريخي پلوه ګډ خصوصيتونه لرل، خپلوانې ژبې وبلل شوې او په يوه کورنۍ کې وشمېرل شوې. مثلا: هندو اۤريايي کورنۍ چې اۤريايي ژبې پکې راځي.

دوديزه اۤرپوهه هم د کلمو د تاريخي ريښو لټه کوي او له علمي تاريخي ژبپوهنې سره موازي روانه وي؛ خو د تاريخي ژبپوهنې او دوديزې اۤرپوهې ترمنځ مهم توپيرونه موجود دي. تاريخي ژبپوهنه علم دى، چې د علمي اصولو له مخې عمل کوي. تاريخي ژبپوهنه د کلمو ريښه په داستانو او کيسو کې نه ګوري، ځکه چې کلمې د پېښو ايجاد نه دي، بلکې داسې ټولنيز تړون دى، چې خلکو پرې سره هوکړه کړې. پر دې بنسټ تاريخي ژبپوهنه دکلمو او ګرامري جوړښتونو پر تاريخ په مجرده توګه غږېږي. تاريخي ژبپوهنه د علمي اۤرونو په رڼا کې د بېلګو له مخې د کلمو د بڼو، ماناوو يا دواړو پر بدلون غږېږي؛ خو دا بدلون يوازې تر يوې بېلګې محدود نه وي، بلکې د څو مهالي(Diachronic) نظام پر ډېرو بېلګو مسلط وي او د يوه منظم سيستم په توګه په ډېرو بېلګو کې ځان ښيي.

خو دوديزه اۤرپوهه د تاريخي ژبپوهنې علمي اصول نه مني او نه د کلمو د بڼې او مانا بدلون ته علمي پاملرنه کوي. په دې کې هره بېلګه البته چې منطق لري؛ خو دا منطق علمي نه، ولسي بنسټ لري. په دوديزه اۤرپوهه کې د زياترو بېلګو تر شا لکه د متلونو غوندې کيسې هم موجودې وي. په دې توګه ويلاى شو، چې دوديزه اۤرپوهه د کلمو په اړه ولسي پوهه او پانګه ده؛ نو څرنګه چې ورته پانګه وايو، د فوکلوري توکيو په توګه ارزښت لري او پکار ده، چې خوندي شي.

پر دې سربېره، چې دوديزه اۤرپوهه ولسي ارزښت لري او بايد خوندي شي، يو بل ارزښت هم لري او هغه دا چې، په دې طريقه موږ له ژبې سره علمي چلن ته متوجه کوي.

د دوديزې اۤرپوهې بنسټ په ژبني التباس کې دى. زياتره کلمې ډېرې پخوانۍ او د مړو يا پرديو ژبو اړوندې دي؛ خو دوديزه اۤرپوهه يې د اوسېدونکو له موجودې ژبې سره التباس ويني او کله ورپسې کيسه جوړوي. مثلا: ''تکتو'' په سويلي پښتونخوا کې د يوه غره نوم دى. تاريخي ژبپوهنه وايي، چې ''تو'' لکه په ''جغتو'' او داسې نورو کلمو کې د ځاى روستاړى دى؛ خو ځايي خلکو د پښتو د ''تېکه'' او ''تو'' له کلمو سره د التباس له مخې داسې انګېرلې، چې د يوې نجلۍ يخني کېده؛ نو دې غره ته يې ورتو کړل، چې تېک ولاړ يې، له ما دې لمر پټ کړى. د دې غره کيسه به په لاندې ليکنه کې راځي.

٢- دوديزه اۤرپوهه پر څه غږېږي؟
"د کوټې ښار چې د کومو غرونو په کلا کې راګير دى، په هغو کې د يوه غره نوم (تکه تو) تکتو دى، چې شايد د دې په شاوخوا کې په لکونو اوسېدونکو خلکو کې به ډېرو کمو د دې پر مانا غور کړى وي او ممکن دى، هېڅوک هم په څه نتيجه نه وي رسېدلي. په دې ترڅ کې (متل) زموږ مرسته کولاى شي، خو اول د يوه متل پسر منظر:
دا غر يوه دره لري، چې د بوستان و خوا ته يې لاره ده، چې د کوشنۍ درې په نامه مشهوره ده. د دغې درې و يوه اړخ ته په پخوا زمانه کې يو کور و، چې ورته له يوې خلاصې او ميداني سيمې څخه يوه نجلۍ د ژمي په موسم کې هغه وخت راواده شوله، چې لا دې غره څه نوم نه درلود. د غره ژمى خو هسې هم سوړ وي، پيتاوى(لمر څريکى) ځکه زياتره نه وي پکې، چې تقريبا هرې خوا ته غره د لمر مخ نيولى وي، نو په دې دره کې هم يو خو سهار نهه نيمې- لس بجې لمر راخېژي او بيا يوولس نيمې- دولس بجې چې زوال شروع شي، نو بېرته د ماسپښين سايې راولوېږي او د لمر سترګي وډره شي. مازيګر څلور بجې خو بيا کټ مټ داسې ښکاري چې ګويا د ماښام تيارې وغوړېدې، يعنې د ورځې په تقريبا لس ګنټو کې غوټې دوې يا درې ګنټې روڼا يا لمرڅرکى وي. د ژمي پر پار(موسم) ګويا څلور مياشتې دغه کيفيت وي.
نو يوه ورځ چې په دره يا غره کې راګيره دغه ناوکۍ د يخ له لاسه ډېره زياته تنګه شوله؛ نو و غره ته داسې مخاطب شوه:
تيکه تو(تکه تو)
(تېک) په لغت کې و نېغ خو و بيهوده ولاړ چا ته وايي او د (تو) مانا ده لعنت يا پېټ، چې د دې ټولې کلمې مانا شوه: اى بې مقصده يا بې کرامته ولاړ غره! درباندې لعنت دې شي، چې دنګ ولاړ يې او ستا له لاسه هم د لمر له روڼا محرومه يم او هم يې له پيتاوي يا حرارت څخه استفاده نسم کولاى.
د (تکتو غره) د دغه نامه تصديق د پښتو له يوه بل متل څخه هم کېږي، په کوم کې چې سربېره پر (تکتو) د درو نورو علاقايي غرونو لکه د مسلېغ، اجرم او خواجه عمران بابا نومونه هم راغلي دي، چې په دې ډول دي:
تو پر تکتو، مسلېغ لکه چاکو، په اجرم کې مو ځاى نشته خو اجمران بابا ته ځو.
په لومړي او دويم متل کې پر تکتو غره باندې (تو) ويل شوى دى، چې مطلب يې دا شو چې د ناوکۍ له خولې راوتلى تورى د تکتو غره وجه تسميه ګرځېدلې ده." (ځلاند، ٢٠٠٥، ٣٥-٣٧).
کامې ته ځکه کامه وايي، چې هر قام پکې اوسېږي. د (کامې) او (قامې) ترمنځ تلفظي التباس د (هرقامه) تصور راپيدا کړى او د هر قامه ګڼلو دليل سره يې مرسته کړې. ځينې خلک وايي، چې دلته کعبه جوړېده؛ خو چې ځمکه يې کچ کړه، کمه وخته. دلته هم د کامې، کعبې او کمې ترمنځ د تجانس له امله ولس دا مانا ورکړې.
د ځايونو د نومونو په اړه دا ډول تصور دوديزه اۤرپوهه جوړوي. په دې تصور کې تلفظي همرنګي مهم نقش لري. نومونې(تسميې) د مانا له پلوه په دوو ډولو وېشلاى شو، چې يو ډول ته يې محمد رضا باطني(١٣٩٥) رڼې او بل ډول ته تتې وايي:
"له رڼو کلمو مو موخه هغه کلمې دي، چې د غږ يا بنې له مخې يې پر مانا وپوهېږو يا يې حدس ووهو. برعکس تتې چې تلفظ يا بڼه يې راسره د مانا په پوهېدو کې مرسته ونه کړي. په بله وينا، رڼې(transparent) هغه کلمې دي، چې ټوله يا څه نا څه مانا يې له بڼي سره تړاو ولري؛ خو تتې(opaque) کلمې دا ځانګړنه نه لري." مثلا: سپينغر، چې له نومه يې پوهېږو، چې سپين غر ورته سرو کال پرې د واورې د موجوديت له امله وايي. همداسې د تورو ډبرو د درلودو له امله تور غر. استاد رشاد (١٣٨٩، ١٢٥) وايي: په اوستا کې راغلى د غره نوم spita-gaona-gairi دغه اوسنى سپين غر، چې په ننګرهار کې واقع دى او اوس يې هم پښتانه سپين غر يا سپينه غره بولي.''
همدا راز د ځينو ځايونو نومونه چې وروسته ايښودل شوي، هغه يوه مانا لري. مثلا: هسکه مېنه، شين ډنډ او داسې نور؛ خو ځينې داسې ځايونه دي، چې د هغوى نومونه له پخوا نه راپاتې دي او د ابوالخير ځلاند(٢٠٠٥، ٣٥) په اند: "... په پيل کې هر توري۱ د جوړېدو په وخت څه نه څه مانا درلوده، خو د وخت له تېرېدو سره سره د خلکو د ځينو تورو مانا هېره شوله، چې اوس که څه هم ځينې نومونه يا الفاظ موجود دي، لاکن په مطلب يې زياتره خلک نه پوهېږي"؛ ځکه چې وخت په وخت پکې شکلي بدلونونه راغلي دي؛ خو خلک په دې نومونو کې هم مانا ګوري. مثلا: د ستاليف په اړه د ځينو پوهانو وينا ده، چې دا ''ستا لپه'' ده، ځکه چې په ستاليف کې زيارت دى او زيارت ته د دعا لپاره خلکو لاسونه لپه کوي؛ خو ما له استاد حبيب الله جاج پښتونزوى نه اورېدلي وو، چې يوه ورځ له مشهور ختيځپوه مارګنستيرن سره ستاليف ته تللى وم، چې له يوه ځايي اوسېدونکي نه مو د ستاليف د نوم د مانا پوښتنه وکړه. هغه ويل: "اينجا انګورستان بود." مارګنسترين تاييد کړه، چې ستاليف په يوناني کې انګورو ته وايى. يونانيان چې دې سيمې ته راغلي او انګور يې ليدلي؛ نو د ستاليف نوم يې پرې ايښى؛ خو د ''ستا لپه'' خبره د دوديزې اۤرپوهې استازي کوي.
ابوالخير ځلاند د (تکتو) د نوم په اړه روايت له ملا عبدالسلام اڅکزي بابا نه کوي: "و ما (ځلاند) ته د ناوکۍ دغه متل او پس منظر د سيمې د نامتو شاعر ارواښاد ملا عبدالسلام اڅکزي بابا(المتوفى ۲۴ جنوري ۱۹۷۴) له خولې رارسېدلى دى." د دې مانا دا ده، چې نالوستي وګړي څه، چې پوهان هم پر دې ناعلمي ولسي روايتونو باور کوي او آن جوړوي يې. باطني (١٣٩٥) په دې لړ کې د برهان قاطع بېلګه ورکوي، چې د ډېرو کلمو عامياني اشتقاقي وجهې يې راخيستې دي، چې په دې کې يوه د (خدا) کلمه هم ده: "د خود آ لنډيز(مخفف) دى، يعنې هغه کس چې پخپله راغلى. خدا د پهلوي له خوداى(xwaday) راغلى... چې د لرغونې ريښې په اړه يې ويلاى شو، چې xwa له خود سره اړيکه لري؛ خو دويم توک day يې له آمدن(راتلو) سره هېڅ ډول تړاو نه لري، بلخي له توانېدلو سره همريښه دى.
د غزل په اړه د بېلابېلو قاموسونو په حواله دهخدا وايي:
سستی آوردن سگ و آن چنان باشد که چون به گرفتن نزدیک شود، آهو از ترس وی بانگ کند پس سگ بازگردد. (منتهی الارب) (از اقرب الموارد). متحیر شدن از بانگ کردن آهوبره در روی بره(تاج المصادر بیهقی)
بانګ هغه زګېروي يا فرياد ته وايي، چې په غشي د لګېدو يا د تازي سپي تر ليدو وروسته د غزال( د هوسۍ د بچي) له خولې وځي، چې دا چغه له درده او اغېزه ډکه وي. غزل د اغېز له امله پخوانو ادبپوهانو له همدې کلمې راوتى ګڼلى.
د ننګرهار په کږه کې د ''کړسو'' په نامه يو خوړ دى، چې په اړه يې ځينو پوهانو نظر څرګند کړى و، چې دې ته ځکه کړسو وايي، چې لاروي ترې په کړس تېرېږي؛ خو دا په اصل کې ''‎ قره سو'' ترکي کلمه ده، چې ''تورې اوبه'' ته وايي.
پر دې سربېره ابوالخير ځلاند د (تو پر تکتو، مسېلغ لکه چاکو، په اجرم کې مو ځاى نشته؛ خو اجمران بابا له ځو) په مرسته هڅه کوي، چې د خپلې خبرې لپاره سند ومومي. د تکتو د نومولو تر شا کيسه ولسي ده. د يوه ځاى د نوم په اړه چې مستند تاريخي سند نه وي، دوديزې آرپوهې ته مخه کوي او په دوديزه آرپوهه يې په اړه ولسي روايتونه راټولوي، چې بنسټ يې په تلفظي التباس ولاړ وي.
خو علمي اۤرپوهه وايي، په ''تکتو'' کې ''تو'‎' د ځاى د نوم روستاړى دى، چې په جغتو، چنارتو، اوبه تو، ارګه تو او تکته تو کې هم ليدل کېږي. (رشاد، ١٣٨٩، ٥٧٦)
د کسي غر په ځينو روايتونو کې د پښتنو جد امجد قيس ته منسوب شوى، چې له حضرت پيغمبر سره يې ليده شوي وو؛ خو څېړنې د قيس په نامه د پښتو د جد امجد په نامه څوک نه پيژني. صفيه حليم د کسي غره په اړه په يوه انځوريزه ليکنه کې کاږي: '' هم دلته( د کسي په غره کې) د ډبرو يو اوږد پروت څلی دی. دې څلي ته خلک د قېس په نامه ياد سوي “کس ګور” وايي. خلک وايي چې دا قېس يو صحابي و او له مرګه وروسته دلته ښخ کړل شوی و؛ خو د دې خبرې هيڅ کوم سند نشته، ولې چې د ډبرو کوم څلي ته خلک “ګور” وايي دا د يو ګور په شکل نه دی جوړ بلکه د يوه اوږده (12 ته تر 15فټه پوري) ټيټ دېوال دی.''
صفيه حليم د کسي په همدې ليکنه کې د کسي د غره د يوه بل ځاى په اړه وايي: '' د “قېس ګور” څخه پر لږ واټن د غره هوار مېدان پايته رسېږي او يوه ډېره ژوره کنده ده چې څو کلومېټره به ژوره وي. د دې کندې سره دوه نيم ميټره لاندې يوه چوتره ده چې خلک ورته د ”سلېمات تخت” وايي. د خلکو کيسه ده چې د سليمان (پېغمبر) باچا تخت دلته کېناسته او د دې تخت يو پښه پر دې چوتره لګېدلې وه. خو دا خبره هيڅ کوم تاريخي سند نه لري.''
د تاريخي ژبپوهنې پر بنسټ کسى د ساک نيمګړې مقلوب شوې بڼه ده او ساکانو ته منسوب دى.
"د ځايونو نومونه چې بالعموم لرغوني دي او د نومونې لامل او تاريخي شاليد يې هېر شوى د ى، د دوديزې آرپوهې مهم مبحث دى. تبرېز ځينې له تب او رېز نه مرکب ګڼي، يعنې هغه ځاى چې د انسان تبه پکې سړېږي! همدان ځينې د همه او دان مرکب ګڼي، يعنې هغه ځاى چې ټول خلک يې دانا او پوه دي. د مشهور غره بېستون په اړه ځينې وايي، چې له بې او ستون نه جوړ دى، يعنې بې ستنو، په داسې حال کې چې دا کلمه له (بغ+ستان) نه جوړه ده، چې د خداى د ځاى مانا لري او د لرغونې پارسي بڼه يې baghistana ده: "په مفاتيح العلوم کې يې پارسي نوم بغستان او په معجم البلدان کې بهستان دى او ځينو عرب پوهانو بهستون بللى دى."۲، چې د غږيزو بدلونونو په پايله کې په بيستون اوښتى. ځينې خلک سمرقند د سمر او قند مرکب ګڼي، چې دويم توک يې د (قند و شکر) په مانا اخلي. په داسې حال کې چې (قند) د (کند) عربي شوې بڼه ده، چې د ښار مانا لري، لکه په تاشکند کې هم ده، چې دا له خوراکي قند سره هېڅ تړاو نه لري.( باطني، ١٣٩٥)
په پښتو کې تراوسه د کند او کندي کلمه په همدې مانا ژوندۍ ده.
محمد رضا باطني(١٣٩٥) د دوديزې آرپوهې په اړه وايي:
دوديزه آرپوهه د ناخبرو کسانو له خوا د کلمې د غږ او مانا ترمنځ د اشتقاقي، ترکيبي او مجازي اړيکې د پيدا کولو هڅه ده، چې په دې ډول تتې کلمې په رڼو هغو واړوي. خلک هڅه کوي، چې کلمو ته رغښتي يا مانيزه انګېزه پيدا کړي، داسې انګېزه چې واقعيت نه لري، ځکه خو وايو،چې دا ناعلمي هڅه ده، چې د اړيکو د پيدا کولو لپاره يې د غږيز بدلون له علمي اصولو او په ټوله کې د ژبې له واقعي تحوله کار نه اخيستل کېږي، بلکې شخصي حدس او ګومان او ذوق او استنباط پکې کارېږي، چې د ژبې پر تاريخي واقعيتونو نه وي ولاړ.
استاد رشاد(١٤٨٩، ١٢) د ''قديم هندوستان کي تاريخ'' په ماخذ د ايزپ(نيکه) په اړه ليکي: '' ايزپ اوس د يوسف اوښتى شکل ګڼل کېږي، چې له اسلامي پوهې سره بايد پښتو ته راغلى وي. مګر موږ د دوو زرو کالو پخوا(زمانه کې) دا نوم په اراکوزيايي پاچهانو کې وينو. تر ''ماوس'' وروسته اياز ايزس او تر هغه وروسته دوه پاچهان د ايزپس په نامه په دغه کورنۍ کې تېر شوي دي.''
د دويزې ۤرپوهې په مټ د ځينو کلمو بڼې او ماناوې کله داسې مسخه شي، چې له اخلاقي پلوه ترې ابتذال څاڅي، چې په دې ليکنه کې يې نشو راوړاى.

٣- د دوديزې اۤرپوهې ډولونه:
له کلمو سره د دوديزې اۤرپوهې چلن درې ډوله پايلې لري، چې محمد رضا باطني(١٣٩٥) يې د دوديزې آرپوهې درې ډولونه بولي:
٣-١- يوازې مانا
چې دوديزه آرپوهه يوازې په مانا پورې محدوده شي او په بڼه کې يې بدلون رانه ولي. ځينې خلک ناخدا(ماڼو) له نا او خدا نه ترکيب شوى ګڼي؛ خو دا په اصل کې د ناوخدا لنډيز دى، چې د خداى ناو يا(د کيښتۍ څښتن) مانا لري.

٣-٢- شکلي او مانيز بدلون
کله ناکله دوديزه آرپوهه پر مانا سربېره د کلمې بڼه هم بدلوي. مثلا: د انګليسي bridegroom(زوم) د لرغوني انګليسي له brydguma نه راوتى، چې لومړى توک يې bryd د ناوې او دويم جز يې guma د سړي مانا لري. د بدلون په بهير کې guma د سړي په مانا له کاره ولوېده او په دې توګه د دې کلمې دويم توک تت شو. خلکو د دوديزې آرپوهې په مټ guma له groom سره، چې د ځوان په مانا دى، يو وګاڼه. په داسې حال کې چې دا دواړه کلمې له تاريکې او اشتقاق پلوه هېڅ تړاو نه لري. په دې توګه دوديزې آرپوهې د کلمې بڼه او څه نا څه مانا بدله کړه.
د ''پنجشېر'' په مورد کې هم د بڼې او مانا توپير وينو. خلک وايي، چې د دې مانا پينځه زمري ده؛ خو استاد رشاد يې راته تاريخي ريښه راپېژني:
'' كومه سيمه، چې اوس موږ هغه د پنجشير په نامه يادوو، زوړ او پخوانى نوم يې پنجهير دى، په دې كې پنج د (پينځه) عدد معنى وركوي او هېر، چې دى د غره يا د درې معنا ښندي. ابن بطوطه، چې تقريباَ اووه سوه كاله مخكې په دې لاره باندې تير شوى دى، هغه ليكي: '' موږ د اندراب له لارې څخه پنجهير ته ورسيدو او هلته په يوه لنګر كې د يوه سړي له طرفه ميلمانه شوو او هغه زموږ ډير عزت وكړ، بيا موږ د پنجهېر درې ته ننوتو.'' د پنجهير معنا خمسه جبال ده، چې په عربي ژبه كې د پينځو غرونو معنا لري.
ابن بطوطه د پنجهير د ښكلا ښايست او طراوت ډېر ذكر كوي. همدارنګه ابوريحان البيروني زركاله مخكې د دې ځاى نوم پنجهير ذكر كړى دى. دلته د هېر كلمه د ګير او ګيري كلمو مبدل ده، ځكه ګيري په سانسكريت كې د غره معنا لري او اوس په پښتو كې هغه په دغه شكل تلفظ كېږي، كله كله (ك) په (ه) باندې هم اوړي. مثلاَ ګره په روسي، بلاروسي، اوكرايني او بلغاريايي ژبو كې د غره معنا لري، اما په پولنډي ژبه كې ګره په (هره) بڼه ويل كېږي. نو په پنجهېر كې ''پنج'' د پنځه معنا ښندي او هير د غره او يا درې مفهوم افاده كوي.
كه ځير شو، اوس هم پنجشېر په پنځو درو ويشل شوى دى، چې يوه په هغو كې دره هزاره ده.'' (بدر، ١٣٩٦، ٤٤-٤٥)

٣-٣- يوازې بڼه
په دې ډول کې دوديزه آرپوهه يوازې د کلمې بڼه بدلوي. مثلا: په انګليسي کې island او isle دوه بېلې کلمې دي، چې دواړه د (ټاپو) په مانا دي. له تاريخي او اشتقاقي پلوه دا دواړه هېڅ اړيکه نه لري؛ خو خلکو د دوديزې آرپوهې په رڼا کې دا دواړه يو وبلل او د قياس له مخې يې isle -چې s پکې دى- د منځنۍ انګليسي د iland له املايي بڼې سره يوځاى کړ او island يې ترې جوړ: په دې مورد کې د کلمې په مانا کې بدلون رانغى، يوازې بڼه يې بدله شوه (باطني، ١٣٩).
ښاغلى باطني(١٣٩٥) د پوروينو په لړ کې هم د دوديزې آرپوهې خبره کوي. د نوموړي په اند: "څرنګه چې د پوروييونو مانا تته وي او خلک يې له تاريخي جوړښت او اشتقاقي وجهې خبر نه وي؛ نو د دوديزې آرپوهې په مټ يې د پېژندلو هڅه کوي. مثلا: د hamburger (هامبرګر) په انګليسي کې له اصولي پلوه هامبورګي دى، چې له هامبورګ ښار نه راوتلى. دا کلمه د hamburger steak ځايناستې ده، چې د (هامبورګي ستيک) مانا لري. د وخت په تېرېدو خلکو د دوديزې آرپوهې په مټ د ham او burger په دوو برخو وېشلې او لومړۍ برخه يې د انګليسي له ham يعنې (خوګ) سره يوه ګڼلې او دويمه برخه يې د دې خوړو د تهيې په مانا اخيستې ده او بياي يې ترې cheeseburger doublegruger، beefbur ger او نور جوړ کړي.''
استاد رشاد(١٣٨٩، ٥٦٠-٥٦٦) د ښارونو د نومونو د بدلون لاملونه په ګوته کړي دي، چې ځينې لاملونه يې زموږ له موضوع سره تړاو لري:
يو؛ کله چې فاتح يا مجاور قومونه د مفتوحو ملکو نومونه په خپله ژبه ژباړي؛ لکه: تاش کند( د ډبرو کلا) په عربي جغرافياوو کې ''برج الحجار'' شوى دى.
دوه؛ کله کله فاتح قومونه د مفتوحو ملکونو نومونه د خپلې ژبې له فونيتيکي غوښتنو سره سم اړوي؛ لکه: ګرګان په جرجان، چين په صين، ګندهارا په قندهار.
استاد حبيبي د پټې خزانې په تعليقاتو کې (١٣٣٩، ٢٣٢-٢٣٣)د امير کروړ په وياړنه کې د راغلي ''جروم'' په اړه ليکي، چې دا په اصل کې ګرم و؛ خو په عربي کې چې ګ نه و، دا يې په جرم واړاوه او بيا يې جمع کړ، چې ''جروم'' شو، د کندهار او سيستان او شاوخوا تودو سيمو ته وايي.
درې؛ په ځينو مواردو کې د نوم بدلون ښکاره لامل نه لري.
د ځايونو نومونه لرغونې ريښه لري او د تاريخي ژبپوهنې په مټ يې په لرغونو ژبو کې ريښې موندلاى شو؛ خو د دوديزې اۤرپوه په مټ داسې ډېرې کيسې او لاملونه موندلاى شو، چې خلکو په يوې کلمې پسې په ګړنۍ بڼه جوړ کړي دي. دا کيسې له يوه پلوه فوکلوري ارزښت لري او له بل پلوه مو د خپلو کلمو تاريخي بهير ته متوجه کوي. په پښتو کې داسې ډېرې سيمې دي، چې نومونه يې خلکو تحريف کړي او همداسې نورې کلمې هم دي، چې د تېزسونو په کچ پرې کار کولاى شو.

٤- پايله:
دوديزه اۤرپوهه د کلمو پر ريښو غږېږي؛ خو دا بحث علمي اساس نه لري، بلکې ولس له خپله انده د ځينو کلمو د التباس له مخې په ځينو کلمو پسې کيسې جوړې کړې وي او له دې لارې يې د يوې کلمې په بڼه، مانا يا دواړو کې بدلون راوستى وي، چې دې ته موږ د اۤرپوهې ډولونه وايو. دا بدلون د دوديزې اۤرپوهې يو بل مخ دى، چې تر شا بېلابېلو لاملونه لري. مثلا: کله سوبمنو قومونو د ځايي کلمو په بڼه کې بدلون راولي او د خپلې ژبې له فونولوژيکي امکاناتو سره يې برابر کړي او کله يې ترجمه کړي.
اۤرپوهه چې د ولسي پوهې زېږنده ده، په ولس کې دومره عامه وي، چې خلکو ته واقعيت ښکارى او اۤن کله د پوهانو پر فکر هم سيورى وغوړوي، چې موږ د تکتو په بېلګه کې وليدل.
په ټوله کې په دې پوهېږو چې دوديزه اۤرپوهه له کلمو سره ناعلمي چلن کوي او بايد د علمي څېړنو په چوکاټ کې ورسره احتياط وشي. څرنګه چې دا ولسي پوهې ته اشاره کوي؛ نو له دلچسپۍ خالي نه ده او پکار ده، چې د فوکلوري توکيو په توګه خوندي شي.

اخځونه:
1- باطني، محمد رضا۔ ۱۳۹۵۔ کلمات تيره و شفاف: بحثى در معنا شناسى۔ بخارا۔ شماره ۱۱۵۔ دى ۱۳۹۵: تهران
2- بدر، صديق الله.١٣٩٦. د سيمو تاريخي جغرافيه. کابل: دانش خپرندويه ټولنه
3- ځلاند، ابوالخير۔ ۲۰۰۵: د متلونو قصې(دويم ټوک)۔ کوټه، پښتو اکېډمۍ بلوچستان
4- رشاد، عبدالشکور. ١٣٨٩. جغرافيايي يادښتونه. کندهار: علامه رشاد اکاډيمي
5- هوتک، محمد۔ ۱۳۳۹۔ تذکره الشعرا پټه خانه۔ د عبدالحى حبيبي په زيار۔ کابل: د پوهنې وزارت د دارالتاليف رياست

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ