ليکونکی: پوهاند عبدالحی حبيبي
د مقالې ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين

په ابتدائي ژبو کي ځيني کلمات موجود وي، چي د ژبي تر علمي پرورښت او جوړښت دمخه هغه کلمات په غير مرتب او نامعين ډول په مختلفو مواقعو کي استعماليږي، مګر کله چي ژبه په علمي ډول تر ترتيب او روزني لاندي راسي، نو پوهان هغه کلمات پر خپل خپل ځای باندي د يوه خاص مفهوم لپاره وټاکي او په داسي ډول هغو وحشي کلماتو ته مانوس او مدني مفاهيم ور کي، چي تر تداول او استعمال وروسته ئې خلق له هغو مفاهيمو سره آشنا سي او هغه کلمات په مدني اړتياوو کي د خلقو په درد وخوري او احتياج ئې پوره کي.
مثلاً په پښتو کي له قديمه د (تون) ادات د ظرفيت لپاره موجود ول، مګر د خلقو غوږونه ور سره اشنا نه ول او کله چي موږ لومړی پلا دغه ادات په نوو نومونو کي استعمال کړل، ځينو خلقو و نه مانه او انتقاد ئې پر کاوه. مګر وروسته چي په پوهنتون او زېږنتون او درملتون او نورو نومو کي استعمال سو، اوس ګورو چي خلق ئې په ډېره مينه استعمالوي او ډېر مانوس او آشنا ښکاري.
په پښتو ژبپوهنه او ګرامر کي موږ ډېرو اصطلاحاتو ته ضرورت لرو او بايد د فونيم او مورفيم او کلمې او سلايبل او کلام په مقابل کي خپل پښتو کلمات او اصطلاحات ولرو، چي تر ټاکلو او استعمال وروسته دغه کلمات په علمي ډول مانوس او مفهوم سي او خلق ئې له استعماله سره آشنا سي.
له ډېره وخته موږ د پښتو ګړ د سلايبل په مقابل کي استعمالوو او د صوت او صدا لپاره ږغ يا غږ وايو او ږغپوهنه هغه ژبنی بحث بولو، چي په صوت‌شناسۍ پوري اړه لري.
په پښتو کي درې نوري دغسي کلمې سته، چي پوهان ئې په ګرامري احتياجاتو کي استعمالولای سي او زه ئې له ادبي اسنادو سره دلته در ښيم:
د (ويل) له مادې څخه يوه کلمه په قديم ادب کي موجوده وه، چي اوس ئې موږ نه وايو، مګر ممکنه ده چي دغه کلمه په ګرامري او ژبنيو مباحثو کي پر خپل ځای کښېږدو او ښه کار ځني واخلو:
(ويی) د خوشحال خان په کلام کي مکرر راغلی دئ او داسي ښکاري چي په خټکو کي دا کلمه وه، مثلاً خوشحال خان وايي:
چي به بل تر تا را تېر کړم
دا ويــی د زړه وبـــاســه
بل ځای وايي:
يــو ويــی د دلاســا راته پــرې نــږدي
ځان که هر څو خپل مين ته مرور کړم
بيا بل ځای وايي:
دا ويـی زمــا د راز دئ
دا منزل دور و دراز دئ
په يوه بله قصيده کي وايي:
چي په نيم ويي ئې کار کيږي د خلق
د خلاصۍ مي همېشه کاندي جدال
له دې ادبي سندو څخه ښکاري، چي ويی په قديمه پښتو کي د کلمې په مفهوم استعمالېده او که اوس هم په ګرامر او ژبپوهنه کي دا کلمه د مورفيم يا کلمې پر ځای وټاکو، ګټوره به وي.
دوهمه کلمه له دغي مادې څخه (ووی) دئ، دا هم خوشحال خان مکرر استعمالوی او ښايي چي په محاوره کي هم داخل وو، مثلاً وايي:
دا ووی مي خوښ دئ، چي چا ويلی دئ
ډېـر مـي پر زړه بانــدي ښه لـګېدلـی دئ
بل ځای وايي:
دا آسمان نه دئ، يو خوني پړانګ دئ
راتـه غـړمبـيـږي، تـلـتل پـه پانـګ دئ
خولـه ئـې سره کـړې د دارا په وينو ده
شفـق ته ګـوره دا ووی پـه ټانـګ دئ
بيا بل ځای داسي وايي:
دا ووی رښتيا دئ، عاشقان نه مــري
مجنون ژوندی دئ، که ته ئې وينې
په يوه بل بيت کي داسي وايي:
شيــطــان هــر ګــوره ښـايــسته روغ دئ
چي ئې بدرنګ بولي، دا ووی دروغ دئ
له همدغو ګردو مثالو څخه ښکاري، چي ووی د قدماوو په ژبه، کلام او جمله او د انګرېزي سېن‌ټېنس وو او اوس هم ښايي، چي موږ ئې په ګرامر کي د کلام او جملې پر ځای وټاکو.
بله کلمه له همدې ريښې څخه وينا ده، چي اوس ئې هم موږ په عامه محاوره کي وايو، دغه وينا له ډېره وخته د پښتو مرکې هم د نطق په مقابل کي ټاکلې وه او اوس ئې هم موږ په دغه مفهوم منو.
اوس به نو دغو ژبنيو اصطلاحاتو ته داسي ترتيب ور کړو، چي: د ژبي هغه لومړی ووړ جز به ږغ يا فونيم وبولو، بيا به نو د څو ږغو مجموعه يو ګړ (سلايبل) وبولو. د يوه يا څو ګړو مجموعه به ويی يعني مورفيم کلمه وګڼو او د څو کلمو او ويو مجموعه به يووې يعني کلمه او جمله وبولو او د څو وويو يعني جملو مجموعه به وينا وبولو.
يو انسان چي خبري کوي، هم اول ږغ له خولې را باسي او بيا له څو ږغو څخه يو ګړ او سلايبل جوړوي. بيا نو له ګړو څخه کلمات او ويي او له ويو څخه جملې، يعني وويونه او له وويو څخه وينا جوړوي.
د ږغ، ګړ، ويي، ووي، وينا استعمال د اروپايي يا عربي اصطلاحاتو پر ځای په ګرامر او ږغپوهنه او ژبپوهنه کي ما ته مناسب ښکاري او دغه کلمات د پيشنهاد په ډول وړاندي کوم.
البته که بل څوک په ادبي، علمي اسنادو سره بل څه وړاندي کوي، که هغه تر دغو کلماتو موزون او مستند وې، بايد هغه ومنل سي، ځکه چي په دسي کارو کي تر يو فکر او د يوه سړي تر معلوماتو د ټولني او ګڼو پوهانو فکر رسا او سم او مفيد وي.


دغه مقاله د (۱۳۶۳ل.) کال د زيري په کالنۍ کي خپره سوې ده.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba