د انګريزي ژبي لغت (pure) په پښتو کي د خالص، پاک، نږه او کره معنی ورکوي. ياد لغت د منځنۍ انګرېزي او زړې فرانسوي د (pur) او د لاتيني ژبي د (purus) لغت څخه منبع اخلي. په سانسکريت کي د نږه يا کره د صفت له پاره د (पवित्रिन्/پَويترين) لغت کارول کيږي. پوريزم د خالص والي يا پاکوالي عمل يا سيسټم/نظام ته ويل کيږي چي له دوو برخو (pure) يعني خالص او له وروستاړي (ism) څخه متشکل دی.

ژبنيز پوريزم (linguistic purism) چي ورته د ژبنيز پروتېکشنيزم (linguistic protectionism) يا ژبساتنې اصطلاح هم کارول کيږي د ژبي له بيلو لهجو /واريانتونو/بڼو څخه يوې ځانګړې لهجې/بڼي ته تر نورو ترجيح/لومړيتوب ورکولو او ورته تر نورو د زياتي خالصې/نږې/کرې ژبي په سترګه کتلو يا له «پرديو» يا «غيرمطلوبو» لغتونو يا پديديو څخه د ژبي پاک ساتلو ته ويل کيږي.

د ژبنيز پوريزم بنياد ايښودونکې لومړۍ مرجع د ايټالوي ژبي د «اکادميا دېلا کرُسکا» (Accademia della Crusca) په نوم هغه ټولنه/اکاډمي بلله کيږي چي په ۱۵۸۳ عيسوي کال (له نن څخه ۴۳۷ کاله مخکي) د ايټاليې په فلورېنس ښار کي د څو استادانو، ليکوالانو او شاعرانو له خوا تأسيس سوه. ياده ټولنه د نړۍ تر ټولو زړه د ژبي اکاډمي بلله کيږي او تر نن پوري د ايټالوي ژبي تر ټولو مهمه څېړنيزه مرجع ده. د يادي ټولنې د تأسيس مهم مقصد د ايټالوي ژبي «پاک/نږه/کره» ساتل ؤ چي په دې ترڅ کي په ۱۶۱۲ عيسوي کال (له نن څخه ۴۰۸ کال مخکي ) د ايټالوي ژبي لومړی قاموس (Vocabolario degli Accademici della Crusca) خپور کړل سو. دغه قاموس د شلمي پېړۍ تر نژدې لومړۍ ربعي پوري په دوامداره توګه د نوو زياتونو سره بيا بيا چاپ ته وسپارل سو.

د الزامي ژبپوهنې يوه بڼه

ژبنيز پوريزم (۱) د (prescriptive linguistics) يا «الزامي ژبپوهنې» يوه بڼه ده. په داسي حال کي چي په تشريحي ژبپوهنه (descriptive linguistics) کي د يوې ژبي شته/حاکم حالت مطالعه او هغسي بيانيږي لکه څنګه چي وي، الزامي ژبپوهنه (۲) هغه اصول وړاندي کوي چي په اعتقاد يې الزامي وي. الزامي ژبپوهنه د بېلګي په توګه د املا/ليکدود، سينتاکس/جملې د جوړښت، ګرامر او د ژبي په نورو ساحو کي الزامي اصول تعريفوي. د ژبپوهنې همدغې څانګي ته معتقد يا مؤظف کس/ډله/اداره بيا د املا، سينتاکس، معنی اخيستنې يا په نورو برخو کي پديدې پر «معياري» او «غير معياري» هم ويشلای سي، خو دا په هغه صورت کي چي تر مخه معيار تعريف سوی او منل سوی وي. په اصل کي د ژبپوهنې دواړې يادي او متقابلي برخي دي خو عموما دواړي يو د بل تکامل ته لازمي هم تصور کيږي.

مشاورتي، محافظه کاره او توندلارې بڼه

د الزامي ژبپوهنې اعتقاد (linguistic prescriptivism) لومړۍ درجه مشاورتي يا توصيه وي بڼه لرلای سي. د مثال په توګه دغه اعتقاد دا مقصد لرلای سي چي يوه ژبه معياري سي. ياد اعتقاد دا مقصد هم لرلای سي چي فرق وکړي چي په کومه ټولنه کي د ژبي کومه بڼه ښه يا بهترينه تصور کيږي/ده او سپارښتنه يا توصيه کولای سي چي څنګه په مؤثره او مناسبه توګه په يوه ژبه کي تماس نيول کيدلای سي.

و الزامي ژبپوهنې ته د اعتقاد بله بڼه تر توصيه وي څخه زياته محافظه کاره کيدلای سي. دا هغه وخت کله چي دريځ يې دا وي چي په يوه ژبه کي بايد د تغير يا بدلون مخه ونيول سي. ژبپوهنيز پوريزم همدلته پيليږي. په دې ترڅ کي د يوې ځانګړي ژبي د تاثيراتو په وړاندي د خپلي ژبي ساتنه هم راتللای سي. دا هڅې بعضي وخت د دولت پر سطحه هم تر سترګو کيږي. لکه ايران، فرانسه، سوېډن، اوکراين او يو شمير نور هيوادونه سته چي د خپلي ژبي/ژبو د ساتنې له پاره يې په حقوقي توګه قوانين جوړ کړي دي. د بېلګي په توګه د فرانسې د ۱۹۹۴ کال د فرانسوي ژبي د ساتنې د قانون له مخي په دغه هيواد کي په اعلانونو کي د انګريزي ژبي کارول ممنوع دي.

هغه کس، ډله يا دولت چي غواړي يوه ژبه «خالصه/کره/سوچه» کړي، يا يې «پاکه» وساتي، هغوی ته د ژبني پورست/پورستانو اصطلاح کارول کيږي. پورستان سياسي، ټولنيز، عقيدوي يا نور سوشيو لينګويسټيکي دلايل لرلای سي. هغوی عموما په ژبه کي تغير يا (لهجوي) بېلابېلوالي ته د ژبي د ضعف، پرشاتګ، شاته پاته والي، کمزورۍ يا ځوړ د يوې پديدې په توګه ګوري. له همدې کبله پورستان په ژبه کي هر ډول تغير او بېلابېلوالی دغې ژبي ته يو ګواښ بولي. د ژبنيز پوريزم يو مقصد له ګاونډۍ/سيالې ژبي سره د خپلې ژبي د ورته والي له منځه وړل/کمول هم کيدلای سي. په زياته دا هغه وخت کله چي د دغې سيالي ژبي ويونکي په کلتوري يا سياسي توګه برلاسي ورته معلوميږي. په داسي يو حالت کي داسي يو منطق حاکم کيدلای سي چي د خپلي ژبي «کلاسيکه بڼه» آيديال وګرځول سي. دا په هغه صورت کي هم چي ښايي دغه «کلاسيکه بڼه» تعريف يا معلومه نه وي او په دې توګه صرف د يو شعار او د خپل پوريزم د يو دليل په توګه ورڅخه کار اخيستل کيږي.

د الزامي ژبي د اعتقاد بله بڼه توندلاريتوب(۳) دی چي په نتيجه کي يې نيولوجيزم يا د نوو لغتونو جوړول د يوې پايلي په توګه راڅرګنديدلای سي.

پر ژبنيز پوريزم تنقيدونه

لکه څنګه چي عموما په هر ډګر کي توندلاريتوب غير سالم ګڼل کيږي، نو د ژبنيز پوريزم په ډګر کي هم تر ټولو زيات تنقيد د دغې پديدې پر توندلارې بڼي کيږي. خو په مجموع کي ژبنيز پوريزم تر ټولو لومړی انتقاد دا کيږي چي ګواکي له سره د ژبي د طبيعت د څرنګوالي سره په ټکر کي يو اعتقاد/دريځ دی. دا ځکه چي د عصري تعريف له مخي ژبه د تغير په حال کي يو څيز دی او د خپلي اړتيا سره سم پديدي يا څيزونه اخلي يا يې له ځانه څخه ليري کوي. دا چي د کايناتو د بل هر موجود شي په څېر ژبه هم له تغير څخه مثتثنی نه ده، دا خبره يوناني فيلوسوف هرقليطس (Heraclitus of Ephesus) حتی له نن څخه ۲۵۰۰ کاله تر مخه لا درک کړې وه. د نوموړي د بدلون د تيورۍ له مخي په کايناتو کي هر شی د بدلون په حال کي دی. د لاتويا پوهنتون د فلسفې استاد اندرېس وايسبېرګس (Andrejs Veisbergs) وايي چي «په ټولو ژونديو ژبو کي تغير راځي، صرف مړې ژبي پر خپل حال پاته وي»(۴).

دا چي بعضي توندلاري پورستان د مثال په توګه د يوې ژبي د «کلاسيکي» بڼې يا د «نږه/خالصې/پاکي/سوچه بڼې» د بېرته راژوندي کولو په نوم د يوې ژبي ژوندۍ بڼه د له منځه وړلو کوښښ کوي او يا په ټول قوت سره په ژبه کي د تغيراتو د راتلو مخنيوی کوي، نو دا د هغه برحال علمي منطق سره په ټکر کي واقع کار دی چي وايي ژبه له طبيعته تغير پذيره ده. د ميري لويس پټ تر څنګ يو شمير نور عصري ژبپوهان ژبنيز پوريزم د «يوټوپيايي ژبپوهنې»(۵) برخه بولي. يوټوپيا معنی پر ګوتو د داسي کشمير جوړول چي نه په حقیقت کي اوس موجود وي او نه يې له دې وروسته په وجود کي راتلل ممکن وي.

په زياته توندلاری پوريزم د غيرمطلوب او غير ضروري نيولوجيزم (نوو لغتونو د جوړولو) په مرسته د ژوندي او مستعمله/حاکمو لغتونو او ژبي د بڼي د له منځه وړلو کوښښ کوي. د دغه کوښښ اصلي لامل د هغوی ايتنو سياسي(۶)، پوپوليستي، نېشنلستي يا مذهبي دريځ وي او يا يې د توندلارو ژبنيزو پورستي هڅو لامل د هغوی حاشيه وي «علمي» دريځ، له ځانګړي ژبي ولس يا لهجې څخه کرکه او يا خپله احساس کمتري وي. د بېلګي په توګه له ايرانۍ فارسي څخه د عربي ژبي د لغتونو د ليري کولو او پر ځای يې د نوو جوړو سوو فارسي لغتونو ځايولو پروسه ژور سياسي او مذهبي لاملونه لري.

په ژبنيز پوريزم کي توندلاريتوب په ټولنو کي د ادعا کيدونکي يووالي رامنځ ته کولو برعکس د درزونو او واټنونو د رامنځته کېدو لامل هم ګرځېدلای سي دا ځکه چي عموما هر څومره چي عمل توند وي، هومره توند غبرګون راپاروي. د ژبنيز پوريزسم توندلاری او يوټوپيايي دريځ عموما توتاليستي/استبدادي بڼه لري (۷) او د عملي کيدلو له پاره يې توتاليستي اقداماتو ته اړتيا وي او استبدادي اقدامات په ټولنه کي نه يوازي د کرکي بلکه بعضي وخت د جګړو لامل هم ګرځيدلای سي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۰مه نېټه، بون


ماخذونه:
۱ـ
Janicki, Karol (2006) Language misconceived: arguing for applied cognitive sociolinguistics p.155

۲ـ
Crystal, David (2008). A Dictionary of Linguistics and Phonetics (6th ed.). Blackwell. p. 384. ISBN 978-1-4051-5296-9.

۳ـ
McArthur, Tom, ed. (1992). The Oxford Companion to the English Language. Oxford University Press.

۴ ـ
Veisbergs, Andrejs (2010). "Development of the Latvian Language, Purism and Prescriptivism", Page 8

۵ ـ
PRATT, Mary Louise(1987). Linguistic utopias

۶ ـ
Kevin Absillis and Jürgen Jaspers (2016), Beware of the weeds, Understanding Flemish linguistic purism as a utopian discourse, p1

۷ ـ
Kevin Absillis and Jürgen Jaspers (2016), Beware of the weeds, Understanding Flemish linguistic purism as a utopian , p7 discourse

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ