ليکونکی: احمدولي اڅکزی

خان عبدالصمد خان اڅکزی چي په پښتنو کي د خان شهيد په نوم هم ياديږي، په زياته د خپلو سياسي افکارو او مبارزې له پاره زيات پېژندل سوی او معروف دی. خو د پښتو ژبي د پرمختګ او د پښتو ليکدود او املا په تړاو د هغه وړانديزونه او عملي کارونه په کافي اندازه خلکو ته نه دي معلوم او هغسي چي زما په فکر ارزي، نه دي مطرح سوي.

غواړم چي پر دې ټينګار وکړم چي د «وړانديز» او د «امرمطلق» تر منځ فرق ډېر روښان او څرګند دی. په داسي حال کي چي د پښتو د املا او انشا په تړاو زیات وختونه حتی غير مسئول او غير مسلکي کسان هم «مطلق امرونه» صادروي زما وړانديز دا دی چي د خان شهيد له خوا پر وړانديز سوو اصولو بايد غور و فکر او مسلکي بحث وسي.

په زياته د «و» په تړاو د خان شهيد پر وړانديز بايد غور و فکر وسي. په پښتو لغتونو مور (ادې)، سور (رنګ) او ولس کي درې بېل ږغونه په يو توري* يعني «و» سره ليکل کيږي. خو د خان شهيد وړانديز دا ؤ چي د بيلو يېګانو «ی، ې، ي، ئ، ۍ» په شان د «و» له پاره هم بايد درې بېل توري وکارول سي.

د دې تر څنګ د هغو تورو له پاره چي ساکن وي او نه خج لري او نه حرکت، د خان شهيد د وړانديز له مخي بايد پر سر يې يوه ځانګړې نخښه چي (۷) ته ورته ده، کښېښودل سي.

په کوټه کي عاليقدر او دروند استاد پروفيسور غني غنو صاحب نژدې خپل ټول کتابونه د خان شهيد له خوا د وړانديز سوي املا په مرسته ليکلي دي. خو د دغې املا سره ناآشنا او تجربه نه لرونکي کسان شکايت کوي چي د دغو متونو لوست ورته زښت ګران تماميږي او آن زيات وخت نه په پوهيږي. د بېلګي په توګه پروفيسور غنو صاحب د عبدالصمد پر ځای »اودل سمد« ليکي او په مطلقه توګه د ځانګړو عربي تورو لکه ث، ح، ذ او ورته نورو عربي تورو د کارولو څخه ډه ډه کوي. د دې تر څنګ پخپله د استاد غنو صاحب له پاره د دغو متونو چاپ ځکه د زښتو ستونزو سره مل وي، ځکه چي په کمپيوتر کي ورته اړيني آسانتياوي نه لري. نوموړی لومړی کتاب په کمپيوتر چاپوي او بيا په قلم توري اصلاح کوي او بيا يې د کتاب په شکل چاپ ته سپاري. ما نژدې لس کاله تر مخه د استاد غنو صاحب او د خان شهيد د وړانديز سوي املا او ليکدود د ليکلو له پاره ځانګړی پښتو فونټ/ليکبڼه او کيبورډ »لې اوټ« پروګرام جوړ کړی ؤ. البته دغه تخنيکي آسانتيا ښايي د نوو وينډوز سيسټمونو سره کار ورنکړي.

زه د پښتو ژبي د بنيادي شاګرد په حيث نه اړينه پوهه او نه اړينه تجربه لرم چي په داسي يو مغلق بحث کي په کافي اندازه رغنده برخه واخيستلای سم. البته د يو امي په توګه داسي فکر کوم چي د ژبو د کمپيوتري کېدو په پېر او عصر کي د پښتو پر ليکدود مسلکي بحث حتمي نه ده چي د لا نورو ستونزو زېږوونکی ثابت سي. په داسي حال کي چي قدرمن عاليقدر او فاضل استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار صاحب او د هغه پلويان د دې غوښتونکي دي چي يو وخت بايد پښتو توري په لاتيني تورو بدل سي، اکثريت نور افغان ليکوالان او ژبپوهان د دې پلويان دي چي د عربي تورو پر اساس جوړ سوي پښتو توري د پښتو او پښتنو د هويت برخه ګرځېدلي دي او بايد چي وساتل سي.

ښايي يوه منځنۍ لاره دا وي چي د عربي تورو پر اساس په شته پښتو الفبا کي داسي توري ور اضافه سي چي پښتو ليکدود يې په مرسته هم فونېټيک سي او هم يې «خپل اصلي هويت» پر ځای پاته سي. په دې تړاو ما د پښتو د الفبا/تورو له پاره يو داسي وړانديز چمتو کړی چي په مرسته يې پښتو بالکل هغسي ليکل کېدلای سي لکه تقريبا په IPA يا د فونېټيک نړيواله الفبا کي چي څوک تلفظ ته نژدې الفاظ ليکلای سي. د پښتو له پاره دغه الفبا پر زړو او څو نوو داسي تورو ولاړه ده چي له عربي تورو څخه سرچينه اخلي خو متغير دي. په دغه الفبا کي د بېلګي په توګه د خان شهيد له خوا د درو بيلو ږغونو له پاره د «و» درې بېل ګرافېمونه هم شامل دي. په راتلونکي کي به انشالله دغه الفبا د يو «وړانديز» په توګه ستاسو سره شريکه کړم.

د خان شهيد د ۴۶م تلين په مناسبت د قام له پاره د هغه و نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او قربانيو ته د احترام او عقيدت سلام وړاندي کوم. روح دي يې ښاده وي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۲مه نېټه

* په دغه ليکنه کي و «ګرافېم» ته هم د «توري» لغت کارول سوی دی 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ