ډاکـټــر مـحــمـد داود اعـظـمي
(سپټمبر ۲۰۱۵م)

پښتو ميډيا (رسنۍ/ خپرنۍ) شاوخوا سل کاله تاريخ لري، خو اصلي وده يې د شلمي ميلادي (عيسوي) پېړۍ په دوهمه نيمايي کي وکړه. د همدغو پنځوسو کلنو پر مهال، نه يوازي پښتو چاپي او ږغيزي (راډيويي) خپروني په بې ساري توګه وغوړېدې، بلکه پښتو ژبي په لومړي ځل ټلويژن ته هم لار ومونده. په دغه موده کي پښتو ميډيا د هدف او ملکيت له پلوه درې ډولونه درلودل.
۱. په افغانستان او پاکستان کي حکومتي پښتو ميډيا (مجلې، ورځپاڼي، جريدې، راډيويي او ټلويژني خپروني)، چي د اوس په څېر يې تعليمي (پوهنيز)، تفريحي (ساعتيري/ بوختيا) او تبليغاتي (پروپګېنډا) هدفونه درلودل. دواړو حکومتونو غوښتل چي د خپلو پښتو خپرونو له لاري پښتون ولس د ځان خوا ته راواړوي، د هغو زړونه او ذهنونه وګټي او قامي او ملي پېژندګلوي (شناخت) يې په خپل دولتي چوکاټ کښي مدغم/حل کړي.
۲. غير حکومتي (نادولتي) پښتـو خپـرنـۍ چي افرادو، ټولنـو او سيـاسـي ګوندونو چلولې او د مجـلو او جـرېــدو په بڼه کي تر چاپي ډګر پوري محدودې وې. د دغو خپرنيو هدف تر ډېره ادبي او سياسي و، او چلونکو يې هڅه کوله چې له دې لاري پښتو ژبي او ادب ته وده ورکړي او پښتون ولس ته د وخت له غوښتونو سره سم سيـاسي شعــور (پـوهه) ورکړي. خو د دې ډول خپرنيو شمېر او اغېز (تاثيـر) لــږ و، ځکه له يوې خوا، له حکومتي فشارونو او بنديزونو سره مخامخ وې، له بلي خوا يي چلونکو مالــي ستـونــزي هم درلودې. د دې تر څنګ، په خــپرنـيو کي د شـخـصي پنــګوني (سرمايه کارۍ) د دود نـيـشـتوالـی او په ولـس کي د ليک لوست د کــچـي ټيټوالی، د نـاحکومـتي مـيـډيا (Private Media) د غــوړېــدو په مخــکي مهم خـنـډونه ول.
۳. بهرنۍ يا نړيواله پښتو ميـډيا، چي وده يې له سـړې جګـړې (Cold War) سره تړاو لري. خو اصلي پرمختګ يې په ۱۹۷۹م کال کي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد (سوويت يونين) تر پوځي يرغل وروسته وکړی. د دغو خپرنيو، چي زياتره يې راډيويي او چاپي بڼه درلوده، هدف، تر ډېره سياسي او تبليغاتي و. په دې لړ کي د سيمي او نوري نړۍ په لسګونو هيوادونو کي په پښتو ژبه راډيويي خپروني پېل سوې.
جنـګي خپــرنۍ (ميـډيا)
پښتـو ميـډيا تر جنګونو مخکي کلونو کي زياتره کورنــۍ(Local) او حکومتـي وه، خو پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر يرغل وروسته، پښتو ميډيا نړېواله شوه. د بي بي سي (BBC) او امريکا ږغ (غـږ) (Voice of America) غوندي يو شمېر نورو خپرنيزو ادارو، په پښتو ژبه راډيويي خپروني پېل کړې. لکه څرنګه چي د افغانستان په جنګ کې يو شمېر عربو او عجمو، او مسلمانو او نا مسلمانو هېوادونو په يوه يا بل ډول ونډه درلوده، همدغسي له مصر او ايران څخه نيولې، تر کمونيسټ چين او شوروي اتحاد، او بيا د لوېـديځ تر يو شمېر عيسوي هيوادونو پوري، په لسـګونو هيوادونو پښتـو راډيويي خپروني شروع کړې.
که څه هم د بـهرنيو پښتو خپـرونو هــدف تر ډېره سيـاسـي و، خو لـه دې سره پښتـو ميډيا (خپـرنيو) او ژورناليزم (صـحافـت/ جـرنـليزم) د پام وړ وده وکړه. پښتو ژبه په يوه ډول نړيواله شوه، پښتو لهجې سره نژدې سوې، او پښتو ژبه ورسره وغوړېده. د جنګ له کبله چي ځايي پښتو ميډيا سخته زيانمنه شوه، نو د خلګو د خبرولو، معلوماتـو ورکولو او ساعتيري (تـفـريـح) سرچينه هم تر ډېره، همدغه بهرنۍ پښتو ميډيا وګرځيده.
د بـهـرنۍ پښتــو ميــډيـا يوه بل مثبت اړخ دا هم و چي له هــغو فشارونو (پرېشر) او ځــورونو څخه ازاده وه چــي کورنــۍ ميډيا او خبريالان (جـرنـليسټان) ورسـره مـخـامخ وي. د دې تر څنګ، ځينو خبريـالانو او ليکوالانو د همدې بــهرنــۍ پښتــــو ميــــډيا له لاري، د خپـــلي ژبـــــي، کلـــــتور (کلـــــچر) او ولــس ته د خـــدمـت يوه ښه موقع وموندله، او د جنګونه له کبله رسېــدلـي زيان د جبرانولو هڅي يې وکړې.
افغانستان په داسي وخت کي د يوې لويي جګړې ډګر وګرځېدی چي په نوره نړۍ کي ګلـوبـلايـزېـشـن يا نړيــوالـتـوب (Globalization) وده وکړه. د ګلـوبلايـزېـشن اصلي دور همدا تېر څلوېښت کاله و، چي د اطلاعاتو او مخابراتو ټکنالوجي (Information and Communication Technology) په بې ساري توګه پر مخ پکښي ولاړه؛ نړۍ سره نژدې شوه؛ هيوادونه، ښارونه، او سيمي او ولسونه سره وپېيل شول، او نړۍ په يوه کلي واوښته. خو د افغانستان او پښتونخوا وګړي پر دغه مهال په يوه لوی ناورين کښي ښکېل ول. ځايي پښتو ميډيا (خپرنيو) هم، د ژوند د بل هر ډګر په څير، نه يوازي وده ونه کړه، بلکه پخواني جوړښتونه يې هم ويجاړ سول.
زما په نظر که جنګ نه وای، نو پښتو ميډيا به د اوس په پرتله لس چنده ډېره وده کړې وای. بهرنۍ ميډيا که څه هم تر يوه حده د ځايي پښتو ميډيا د نيــشـتـوالي يا لږوالي جبران کوي، خو په منــفي اړخــونو کي يې دا هم راځي چي د ځايي پښتـو ميډيا وده يې سوکه (ورو) کړه. ځــکه ځــايي ميډيا د بېلو سبـبـونو له کبله له بهرنۍ ميډيا سره سيالي (مقابله) نه شوای کولای. له بلي خوا ټولني هم ځايي ميډيا ته ډېره اړتيا نه ليدله، ځکه بهــرنۍ ميډيا د خــلګو خبري او معلوماتي ضــرورتونه تر ډېره پوره کوله. يوه تياره مړۍ (ګـولــه) ده چي د ولـس په خـولــه کي يې وراچوي.
د دې تر څنګ، بهرنۍ ميډيا هغه مســوليت نه لري چي کورنــۍ ميډيا يې لري، او هغو ارزښـتــونو ته هـغومــره پام نه کوي چي کورنۍ خپرنۍ يـې په پام کي نيسي. له دې کبله بهرنۍ ميډيا چي هر څه د ولس په سـتـوني کښي ور اچوي، تېــروي به يې، ځکه بهــــرنۍ ميـډيا ځانته خپل حسـاب او کتــاب لري او لــه خپلو اصــولـو سره سم کار کوي. له بلي خوا د ډيرو پښـتــنو دا ګيـــله هـم وي چي غيـر پښتني بهرنـۍ ميـډيا نړۍ ته د پښتنو منفي انــځـور (تصوير) وړاندي کوي، پښـتــون ولــس بـدناموي او هــويت/ بـڼـه يې تخريبوي.

پـردۍ خـپـرنــۍ (ميـډيـا)
په تېرو څــــلورو لســيزو کي زياتـره پښتانه پر بهرنۍ ميډيا (خپــرنۍ) متکــي پاته سوي دي. نن هم زيــاتره پښــتوميــډيا بـهرنۍ ده او لا هم ډېری پښتانه د بهرنۍ ميډيا خــولــې ته ناســت دي. د پښتـــو ميډيا اوســنۍ وده له جـــنګونو سره تړلې ده. له همــــدې کبله زياتره پښتـــو ميډيا جــنګي ميډيا ده او ډېره برخه يې تر ورځنيو سـرسـري رپورټونو او خـبــرونو پــوري مــحدوده وي. "ده دا وويل؛ هغه دا وويل" غوندي خبري سـره اوړي را اوړي. زيــاتره ليـــکني، رپــورټــونــه او پـــروګــرامونه، د "مــا ويــلو، تــا ويــلو" او تبصرو او نظــرونو بڼــه لري، او تحـقيقي خــبريالي (Investigative Journalism) ډېره لږ ده.
جــرنــليزم (صــحافت) ته بېړنی يا تلـــواري ادب هم ويــل کيږي، له همـــدې کبله د جګړو په دې کلونو کي له جنګ سره تړلي ادب وده وکړه، او په ځانګړي ډول شاعري ورسره وغوړېده. خو په تحقيقي يا څېړنيز ډګر کي د پام وړ پــرمخـــتګ ونه شو، ځکه څېړنه، د سړې سينې او ارام ذهــن کار دی.
که څه هم په وروستيو څو کلونو کي کورنۍ ميډيا يو څه غوړېدلې؛ ټلويژنونه، راډيوګاني، وېبپاڼي، اخبارونه او مجلې راوتلې، خو د نورو ګاونډيو ژبو په پرتله د پښتوميډيا وده ډېره لږ ده. نن هم په پښتو ژبه کي يو داسي معياري اخبار (ورځپاڼه) نسته چي په ټول وطن کي تر خلګو رسيږي. يوازي درې څلور پښــتو اخبارونه دي چي زياتره تر هغو ښارونو او سيمو پوري محدود وې، چي پکښي چاپـيږي. د مــجلو حــال همداسي دی.
کلـــه کلـــه داسي ښکاري چي د انــټرنــېټ او ګلـــوبلايــزېــشن پــه دې دور کي هم، تر اوسه د بـــاچـــا خـــان د زمانې د پښتــون مـجلې ريــکارډ نه دی مات ســوی، چي په هغه وخت کي (۱۹۳۰مـو او ۱۹۴۰مـو کلونــو کي) تر امــريــکا او اســټرېليــا پـــوري په ډاک (پوســټ) کي ليږل کېـــده. د پښتـــو وېـبپـــاڼو حــالت هم د ډاډ وړ نه دی ځــــکه زياتره ليــکني يې سرسري او پر ګنــګوســـو (آوازو) او بې بــنسټه تبــصرو ولاړي وي.
د اخــبارونو، مــجلو او وېــبپاڼو په وده کي يو لوی خنډ، په پښتــنو کي د ليک او لوست د کـــچي ټيټوالی دی. خو د بـــاچــا خــان په خــــدايـي خــدمــتګار غــورځنګ کي د دې ستونزي چاره تر يوه حده په دې ډول کېده چي پښتون مجله به په کلــو او حــجرو کي په لوړ ږغ (غږ) لوستل کېده چي نالــوستي کسان هم ګــټه ځــيني واخــلي. ما څه باندي دوې لسيزي مـــخکي په کــندهــار کي يو لوستی قومي مـشر ليدلی و، چي مــاښــام به يې په خپل مېلمستون کي خپلو نــالوستو کلـيوالو ته د تاريخ کـتابـــونه په لــوړ ږغ لوستل چي خپله هم مطالعه وکړي او نور هم پوه شي.
راډيــو او ټلــويــژن د يوې نالوستي يا کم لوستي ټولني د خبرولو او پوهولو ډېره اسانه لار ده. که څه هم په تېرو څو کلونو کي په افغانستان کي په لسګونو ايف اېم (FM) راډيوګــاني او ټلويژنــونه پېل شول، خو په پاکســتان کي چي شاوخوا پنځوس ميليونه (پنځه کروړه) پښتانه پکښي اوسيږي، پښتوميډيا له تمي سره سمه وده نه ده کړې. په پاکستان کي د يوويشتمي پېړۍ په لومړۍ لسيزه کي ميډيا ډېره آزاده او پراخه سوه. په لسګونو شخصي (پرايوېټ) ټلــويژنونه او ايف اېم (FM) راډيــوګــاني جوړي شوې، خــو د هغه ځای پښــتنو له دې اســانتياوو څــخه تر اوسه سمه ګټه نه ده پورته کړې.
په پاکســـتان کي ميشتو پښتنــو ته پر دې خــبره فکـــر کــول په کـــار دي، چي که هلته يو مــلا په يوه ليري پرته ســـيمه کي يوه ناقانونه ايف ايم (FM) راډيـــو چـــلولای سي، نو په ښارونو کي خو دا کار په اسانۍ او په قــانـــوني تــــوګه کېدای سي. د دې تر څــــنګ، له افغانســــتان او پاکســـتان څــخه بهر په مليـــونونو پښـــتانه په شــــاوخوا پنځــــوسو هيوادونو، په ځانګـــړي ډول منځنــي ختيځ او لوېديځ (مغرب) کي ميشــت دي. دوی د پښـــتو ميـــډيا په وده کي مهم رول لوبولای سي خو دا وخت يې فعـاليتـونه تر ډېره، تر يو څو وېبپـــاڼو پوري محـــدود دي.

پښــتو ژبــه او خـپرنـۍ (ميـډيا)
د ميــډيا (خــپرنيــو) په دې دور کښي پښتو ژبه او لهــجې له يو شمېر خــطرونو سره مخامخ دي. په ځينو سيمو کي ځيني پښتو لهجې بــېخي ورکي شــوي، يا له ورکــېدو سره مخــامخ دي؛ لــکه په دکۍ او هــرنـايي کي "وڼېڅي" يا "تريــنو" لــهجه چي اوس پر ورکــېدو ده. پښتو ژبه دا مهال له درو مهمو چــېلنجــونو يا ســتونزو سره مــخامخ ده.
۱. پښــتو ژبه له يوې خوا د ګلــوبلايزېشــن ســېلاب په مخه اخيستې ده، پر نړيوالــه کـــچه روانو بدلونونو او څپو ســره مخامخ ده، او د لــوېـــديځ کلــچر (کلتور) او انګــريزي ژبي تر غلبې لاندي ده.
۲. پښــتو ژبه پر دوهمه کــچه په سيمه ييزي ســـيالۍ کي ښـــکېل ده. د اردو او فارســي/دري ژبو له فشــار (پرېشــر) سره مخامخ ده او د دغو دوو ګاونډيو ژبــو په منځ کي راګــېر ده. اردو او فارســي دواړي ژبي له يوې خوا حکومتي ســر پرسـتي لري او له يوې منظمي ســټراټيجۍ له مخي وده ورکول کيږي، له بلي خوا يې د پښتو په پرتله، عــلمي پــانګه (ســرمايه) هم پراخه ده. د دې تر څنګ، د خپرنيو شمېر او کچه يې هم تر پښتو ډېره لوړه ده. له دې کبله يې پر پښتو ژبي منفي اغېز (تاثير) کړی، او الــفاظــو يې د يو شمېر پښتو ټکو ځای نيولی دیږ همدا سبب دی چي په پېښور او ځينو نورو سيمو او ښارونو کي مېشت يو شمېر پښتانه، د پښتو شمېرو (عددونو) پر ځای اردو شمېرې کاروي او د ټېليفون نمبرونه (شمېرې)، کلونه (ســــنې) او نوري شــمېرې په اردو ژبه وايي. په کابل او څو نورو سيمو او ښارونو کي بيا ځيني پښتانه، شــمېرې (لــکه د ټېلــيفون نمـبرونه او کلــونه/سنې) په فارســي/ دري کي وايي.
د اردو او فارســـي ژبو او ميــــډيا د پرله پسې غلبــې له کبله، د افغانســـتان او پاکســـتان په ځينو ســيمو کي پښـــتو ورکــه ســـوې، يا د ورکــېدو په حال کي ده. د پښـــتو ژبي حـــالت په پاکســـتان کي د ډېري اندېښــنې وړ ښــکاري؛ ځــکه هـــلته له يوې خوا پښــتو ژبــه د ښـــوونځيـــو (ســکولــونو) په نصـــاب کي نســـته، لـــــه بلـــي خوا په تېرو دوو لســـيزو کــي د اردو ميــــډيــا، په ځـــــانګړي ډول د اردو ټلويــژنونو، ډېروالي او پر همدې مهال د پښتو ميډيا لږوالي او کمزورۍ د پښتو ژبي وده سوکه کړې او بقا يي په خطر کي اچولې ده.
۳. د پښتو ژبي دريمه لويه ستونزه د خپلو ويونکو بې غوري او بې پامي ده. که يو ولس د خپلي ژبي قدر او ساتنه ونکړي او د خدمت احساس او جذبه يې ونلري، هغه ژبه راتلونکې نلري. له ژبي سره د خپل ولس بې غوري، د ميډيا په دې زمانه کي نور هم ژر زيان رسوي؛ ځکه پښتو له څو اړخيزو سېلابونو او ګڼو يرغلونو سره مخامخ ده. په دې سېلاب کي يوازي هغه ولس روغ پاتېدای سي، چي لامبو يې زده وي او د دغه طوفان پر څپو سپرېدای سي.
په اوسنيو پښتو خپرنيو کي کارېدونکې ژبه د افراط او تفريط له دوو حالتونو سره مخامخ ده. په ځينو راډيوګانو، ټلويژنونو، اخبارونو او مجلو کي ژبه يا خو دومره پېچلې او بې ضرورته "ادبي" او "سوچه" وي چي د يوه عام سړي/ښځي لپاره د پوهي وړ نه وي. په بل حالت کي بيا ژبه دومره عاميانه وي چي نه يوازي د نورو ژبو ټکي بېځايه پکښي کاريږي بلکې د ګرامر، علميت او معيار پر تله هم پوره نه وي. دا دواړه حالتونه د يوې ژبي لپاره عيب ګڼل کيږي؛ ځکه په ځانګړي ډول په ميډيا (خپرنيو) کي چي ژبه څومره ساده خو معياري وي، هغومره مقصد په اسانۍ تر لاسه کېدای شي.
د نيويارک ټايمز (New York Times) نومې نړيوال شهرت لرونکې انګريزي ورځپاڼه د دې يو ښه مثال کېدای شي. د دغي ورځپاڼي ليکوالان او ايډيټران (مديران) که وغواړي، د خپلي ورځپاڼي ژبه هر څومره سختولای شي؛ خـو د دوی اصول دا دي چي د ورځــپاڼي د ليکنو ژبه بايد دومره ساده خو مـعياري وي چي تر اتـم ټـولګي لوستی کس بايد په پوه شي. دغه معيار په پښتو خپرنيو کي هم خپلېدای شي.
پــه اوســنيو پښتو خــپرنيو کي ژبه په عمومي توګه بېځــايه پېچــلې وي. زياتره کســان چي ليکل کوي نو داسي ښــکاري چي په نــظـر کښي يې يو عام لوســتونکی/ اورېــدونکی نـه، بلکې يو اديـب يــــا د لوړي کچــي لوســتی کـس وي. د ژبـي بېځـــايه ســختول نه يوازي له ژبي او د هـغې له ويونکو ســره ظلم دی، بـلکي دا کار لــه نـورو ولســونو ســره فاصلې ډېروي، او د نورو ژبو د ويــونـکو لپاره د پښتو زده کــول نوره هم ســختوي. لــه بلي خــوا د ژبي عــامـيانه کــول او لــه معياره راټيټول پر ‌ژبه بل ظلم دی.
د رحمان بابا ديوان په پښتو ژبه کي يو ډېر ښه مثال دی چي ژبه يې سوچه او معياري ده، خو ساده او اسانه هم ده. د کــندز لــه چاردرې څخه نيولې د پښتونخــوا تر چارســدې، او له شــينډنډ څخه تر شــالکوټ پوري د لـر او بـر ټول لوسـتي او نالوسـتي پښتانه په پوهيږي. د خپرنيو (ميډيا) هدف خلګ خبرول او په خبر پوهول دي، او هغو ته پېغام رسول دي. که خلګ پوه نه شي، يا يوازي په نيمه خبره پوه شي او په نيمه يې سر خلاص نه شي، نو خواري بېځايه ولاړه.
په پښتو خپرنيو (ميډيا) کي يوه بله ستونزه په افغانستان او پاکستان کي د حکومتي (سرکاري) اصطلاحاتو يا ټکو فرق (توپير) دی. ددې ستونزي يو حل دا دی چي "يا" وکارول شي، چي داسي د دواړو غاړو خلګ په پوه شي. د بيلګي په توګه په افغانستان کي "لوی درستيز" يا په پاکستان کي "ارمي چيف" يا "سپه سالار"؛ همداسي په افغانستان کي "قاضي القضات" او په پاکستان کي "چيف جسټيس". د دې مشکل يوه بله حل لاره، د ساده پښتو ټکو کارول دي؛ لکه د "لوی درستيز" يا "ارمي چيف" لپاره، "د پوځ مشر" کارول، او "قاضي القضات" يا "چيف جسټيس" ته، "مشر قاضي" ويل.

سـوچـه، کـه مـصنـوعـي پـښـتـو
پښتو ژبــه پــه دوديز ډول، په افغانســتان کي د فارســي او عـربـي تر تاثير لاندي پاته شــوې، او په پاکسـتان کي بيا د اردو/هـندي او انګــريزي پرغلبه وه/ده. په شــلمه ميلادي/عيسوي پېړۍ کي په پښتو ژبه کي هم د ځــينو نورو ســيمه ييزو ژبو، لکه فـارســي او تـرکــي، کي د "ســوچه والي" هـڅـي پېل شوې چي تر اوســه رواني دي. په نورو ژبو کي " تـصـفـيه" او د بهرنيو ټکو ايستنه او هـمدا راز د نـورو ټــکو (الــفاظــو) جوړونه په منظمه توګه او تر حکومتي چتر لاندي د عــلمي اکاډميو لخوا کېدله.
پــه پښتو کي د ژبـي د "ســوچه والي" هــڅي تر ‌ډېره خـپل سـري (انـفـرادي) بـڼـه لري. په دې ‌ډول جوړو سوو ډيرو ټکو ته بيا په پښتو ميډيا (خپرنيو) کي وده ورکړل شوه. د دغو خپل سـري کارونو له کبله په پښتو ژبه کي ځــيني ګډوډۍ رامنځته شــوې او ژبي ته يو شــمېر مـصنوعي ټکي ورنـنوتل. يو شــمېر داسـي توري (لـفـظونه) جـوړ شـول چي هــيڅ اړتـيا يې نه وه، ځــکه د هغو شــيانو لپاره ټکي په طــبعـي توګه له مخــکي څــخه لا په ولـس کي ول او کارېــدل. کـله کـله داسـي ټکي هم جــوړ شـول چـي هـــغه په ولـس کي په بله مـعـنا کـارېـدل. يو شـمېر ټکي بـيا داســي دي چي پــه ولس يا مـعياري ژبه کي پــه يوه معنا کاريـــږي، خــو پـه مـيډيـا کي په بـل ډول اسـتـعماليږي. دغــسـي ژبنۍ ســتونزي او تــېروتــني ډيـري دي خـــو لانـــدي يـې مازي يو څو بېلګي کاږم.

۱. د تهــديد او اخــطار ((Threat لپاره د "ګـواښ" ټکی (توری) کاريــږي خــو په يو شــمېر پښتني سـيمو کي "ګواښ" د "بـېلـولو" او "جــلا کـولـو" معــنا لري. دوه کســان چي کله په دعــوه يا جنګ اخــته وي نو دريم ســړی د دوی ترمنــځ راځي، دوی ســره بېلوي او "ګواښ" کوي؛ يعني دغه دوه کســان له يو بل څــخه ليري کړي چي لاس سره وانه چــوي او يو بل خوږ نه کړي. په وزيرســــتان او ‌ډيرو نورو پښتني ســيمو کي د "ګواښ" ټکی په عــامه توګه کاريــږي. د وزيرســــتان د سيمي په يوې لنــډۍ کي "ګواښ" په همــدې معنا په ډېره ښــکلې توګــه کارول شوی دی، او وايي چي د غاړګــۍ د ګل غــمی يا د ګېڼې تـار (مــزی) دي دومــره اوږد دی چي د ګواښګر/ ګواښــګري غوندي د ســينې په منځ کــښي پروت/ ولاړ وي.
د چــغاول مــزی دي لــنډ کړه
لــکه ګواښــګری د ســينـې منځ ته راځـينه

د کـوټـي دروېـــش درانــي هم په خــپل يـوه بيت کـي " ګـــواښ " په همــدې معــنا کارولی دی :

کـــه چېرتـه کــاڼــی او تـــندی بيــا ســـــره وجــنګــــېدل
منځ ته به زخم دګــواښ کړوني په شــان بېرته راسي

په هغو حالتونو کي، چي يو ټکی (توری) په بېلو سيمو کي بېلي معناوي لري، په کار ده په مشوره بدلون راوستل شي. يعني "ګواښ" په شخړه او دعوه کي ښکېلو خواوو د جلا کولو لپاره وکارول شي، او د تهديد او اخطار لپاره "ګواښونه" وکارول شي. ( لکه "هغه ګواښونه وکړه"). اوس خو د "ګواښ" کارونه نوره هم ګډه وډه سوې او په ناسم توګه نه يوازي د "تهديد" او "اخطار" په معنا استعماليږي، بلکه د "خطر" او "تاوان" لپاره هم کارول کيږي.
خو که يو څه نوره پلټنه وشي او په ولس کي وکتل شي نو په پښتو کي د "تهديد" او "اخطار" لپاره نور طبعي ټکي (لفظونه) شته. ددې لپاره "خبرداری" او "ګوت څنډنه" هم کار ورکوي. ددې ترڅنګ، په پېښور او شاوخوا سيمو کي "دړکه" کاريږي ( يعني هغه دړکه ورکړه/ وکړه). د "تهديد" او "اخطار" لپاره يو بل ښکلی ټکی "تلاوه" دی، چي نن هم په مران او شاوخوا سيمو کي ژوندی دی؛ ( يعني يوه او بل ته يې تلاوه کوله/ تلاوې کولې). علي خان هم دغه ټکی په خپل يوه بيت کي په دې ډول کارولی دی:
هـــــــغه يــار مي عــــلاوه تــــلاوه دا کا
چـي هجران مي دغه مه ګـڼه لا نـور دی

۲. د "اعتراف" لپاره "منښته"، او د "انکار" لپاره "ننښته" جوړ سوي. خو "منښته" په پېښور او شاوخوا سيمه کي د"نذر" او د يوه حاجت تر سره کېدو وروسته خيرات لپاره کاريږي. د دې تر څنګ "انکار" ته ورته ټکی "نټه" بيا په کندهار او شاوخوا سيمو کي عام دی.
د "مشــکوک" لپاره په زيــاتره پښتو ميډيا کي د "شکــمن" ټکی کاريــږي چــي بېــخي سـر چــپه معــنا لري. کــه څــوک ووايي چي "څــلور شکــمن اورپــکي يې ونيول"؛ نو دلته "شکــمن" فاعل دی، او هــغه چــاته ويــل کيږي چي پر بــل چــا شـک کــوي. او پر چــا چي شک کيــږي هغه "مشــکوک" بــلل کيږي چي مفــعولي حالت دی. دا جمله بايد داسي وي؛ "څلور مشکوک اورپکي يې ونيول"؛ ځکه پوليــسو/حکومت پر دغو کــسانو شک کوی چي اورپکي دي؛ دلته پوليس "شکمن" دي او اورپکي "مشکوک" دي. حمــزه شيــنواری په خــپل يــوه بيت کي وايي:
لاس مي تــېری وکړو، خـو شــکمن شومه
ټـــکنده غــرمــه نه شــوې، دا څه چـل دی

۳. د شپې عملياتو يا چاپې (Night Raid) ته په پښتو ميډيا (خپرنيو) کي ډېری کسان "شپنيز" عمليات وايي. دا د دې معنا ورکوي چي دا عمليات د شپون/ شپانه/ شپنې/ شپنو لخوا تر سره شوې دي. زما په نظر د شپې د عملياتو (چاپو) لپاره ښه لفظ "شپه ييز" دی.
۴. "پراختيا" يو بل ټکی دی چي په ناسمه توګه د پرمختګ (ترقۍ يا Development) لپاره کاريږي. موږ چي کله د کليوالو سيمو يا عمومي پرمختيا (Development) خبره کوو، نود هغه معنا دا وي چي دغه سيمي پر مخ ځي او وده کوي، نه دا چي پراخيږي. په همدې ډول د "بشري پرمختيا" ((Human Development لپاره د "بشري پراختيا" ټکی کارول کيږي، چي ناسم دی؛ ځکه بشر پراخيږي نه، بلکې پرمختيا/ پرمختګ کوي.
په پورتــه بيان شــوو ځينو مــثالونو کي څــرګنــده شــوه چي ډېر ټکي په څــومره تلوار (بېړه) پر ژبــه تپل شوي دي. دې کار يو شــمېر ګډوډۍ رامــنځته کـړي دي، او ژبه يې د مــصنوعيت خــواته بېولې ده. ژبــه د وخت په تېرېدو سره وده کــوي، او بدليــږي خــو دغــه وده او بدلون بايد طــبعي (Natural) وي. که د نوو ټکو د جــوړولو اړتيا هم وي، بايد پر پراخــه کــچه سلا مشــوره وسي او د ډېرو خلــګو تر نظر تر ايســتل کېدو وروســته عام شي. دا د يوه يا دوو کســانو د وس کار نه دی، او ــنه هم يو څــو کسـان دا حــق لري چي د دومــره لوی ولــس ژبه مســخ يا مــصنوعي کړي.
دا مهال تر ټولو مهم کار د پښتو ژبي راغونــډول او خــونــدي کول دي. د پښتنو په بيلو سيــمو او لهــجو کي بې شــمېره ټکي سته چي که راغــونډ سي، نو نه به يوازي ژبه ورسره بډايه ســي، بلکي ژبه به په طــبعي توګه ســـوچه شي او د بې ضــرورته نوو ټکو جــوړولو اړتيا به هــم ختــمه شي. ددې ترڅنــګ، ژبه به له مصــنوعي کېــدو څــخه وژغــورل شي، ځــکه داسي ډېر نــوي جــوړ شــوي لفــظونه او ترکيــبونه کاريږي چي د هغو لپاره په بېلو سيمو کي طــبعي ټکي سته.
ټولنه د وخت په تېرېدو پرمختګ کوي، نوي شيان مخ ته راځي چي د هغو لپاره د ټکو جوړولو اړتيا پيدا کيږي. دا کار هم بايد د ژبي له اصولو سره سم وي. تر ټولو مهمه دا ده چي دا چاره بايد په مشوره تر سره شي. اوس خو انټرنېټ دا کارونه ‌ډېر اسانه کړي دي. هر څوک کولای شي چي له هره ځايه د يوه ټکي وړانديز وکړي. بيا پوهان، عالمان او د نظر خاوندان کښيني او د ژبپوهني له اصولو سره سم تر ټولو غوره اعلان کړي.
د بېلګي په توګه "Sustainable Development" يو نوی ترکېب دی چي د ‌‌ډېرو ژبو لپاره يې ژباړه ګرانه ده. د ۲۰۰۰مو ميلادي/عيسوي کلونــو په پېل کي موږ لومړی د دې لپاره "پايښت لرونکې" پر مختيا کاروی. خو بيا ما د "پايښتي پرمختيا" وړانديز وکړی چي هم لنډ دی او هم اوريدونکی/ لوستونکی په اسانه په پوهيږي.
يو بل نوی ټکی "Euthanasia" دی چي په بېل ډول ژباړل شوی دی. ځيني يې د " ترحم (زړۀ ســوي) له مخي وژنه/مرګ " بولي. خو د دې لپاره " اسانه مړينه " مناسـب معلوميږي، ځکه دا د ډاکټر لخوا د يوه داسـي ناروغ وژلـو ته وايي چي د جوړېدو امکان يې نه ښکاري؛ يعني د يو چا د دې لپاره وژنـه چـي هـغه "د ناروغۍ له کبله له ځورېدو او تکليف څخه خلاص شي او په اسـانه توګه مـړ شي." (د ناروغ يا د کورنۍ د غړو په خوښه يې داسي مـرګونه اوس په ځينو لوېديځو هيوادونو کيږي.)
ما په بيلو سيمو کي ‌ډېروخت دا هـم ليدلي چي د هغو نوو توکو او مـفهومونو لپاره، چي په ولــس کي له مخکي څخه نه وي، خلــګو خپــله په ډېــره طــبعي تــوګــه ټــکي ورتـه جـــوړ کړي وي. د دغــسي نوو ټـکو يــوه بېــلګه " ډرون " (Drone) دی چــي پــه پښتو مــيډيا (خــپرنيو) کي "بــې پېلوټه/ بې پـايلټه الــوتـکه" ورتــه ويــل کيږي.
"ډرون" يو نوی شی دی چي پښتانه په دا تېرو څو کلونو کي ورسره بلد شول. خو مهمه خبره دا ده چي خلــګو د دې لپاره په ډېره طــبعي تــوګه خپل نومونه جوړ کړي دي. په وزيرســتان، خــوست او شــاوخوا سيــمه کي چي د ‌ډرون ډېــر بريدونه پکښي شوې، دې ته "بــونــګــنـه/ بـنـګــنـه" وايي. په هلــمند، کـنــدهار او نورو څېــرمه سيـموکي بيا "ډرون" ته "بــوزبــوزکــه" وايي. ډرون يا بې پېــلوټه الـوتکه چي کله په هوا کي ګرځي، نو بـونـګـهاری (بـونګی) يا بوزهــاری (بـوز- بـوز) کــوي؛ لــه دې کبله خلــګو خپله دغه نومونه پر ايښي دي.
حيــرانــونــکې خــبره دا ده چي خپله په انګريزي ژبه کي هم د "ډرون" (Drone) معنا "بزهـاری" او "بـونـګـهاری" دی. له دې څخه معـلوميږي چي ژبــه څــرنګه په طبعي توګه وده کــوي او څــرنګه له مــصـنوعـي کېدو څخه ژغورل کېدای شي. په دغــو پښتني سيمو کي خلګو بېله دې چي د "ډرون" په معنا پوه شي، د دې لپاره په طــبعي توګه د "بــونــګــنـي" او "بــزبــزکي" ټکي جوړ کړل. لوســتي پښــتانه هــم د دې پـر ځــای چي له ځــانه ټکي جــوړ کــړي، بــايد لــومړی په ولس کي وګوري او طــبعي ټــکي راټول کړي او عام يې کړي.
ژبه يوه ملي شمتني ده او د ټول ملت مال ده. ژبه د طبعي زيرمو (معدنونو) مثال لري چي په ملکيت کي يې ټول ملت سره شريک وي. ژبه هم د طبعي زېرمو غوندي ســاتنه او په احــتياط کارېــدنــه غــواړي. پښــتو ژبـه پر ټــول پښــتون ولــس حق لري، خو دا د هيــڅ چا ملکــيت نه ده. هيڅــوک دا حـق نـه لــري چي پښــتو خــرابه کړي يا يې خيرنه کړي. د پښتو ژبي حق دا دی چي ويونکی يې له ورکېدو او سپکېدو څــخــه وژغــوري؛ خــپلي پښتو ژبي ته وده ورکړي، ســاتنه يې وکړي، او لـږ تر لـږه هـېره يې نــه کړي.

* * * * * * * *
(يادونه: دا مقاله د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر په مياشت کي په کوټه کي د کوټي پښتو اکېډمۍ لخوا جوړشوي نړيوال سېمينار لپاره ليکل سوې وه. د کوټي پښتو اکېډمۍ د هغه سېمينار مقالې په ۲۰۱۷م کال کي د يوه کتاب په بڼه چاپ کړې، چي “پښتو ژبه: جهانيت، ستونزي او امکانات” نوميږي. دا مقاله ددغه کتاب له ۱۵۰-۱۶۲ مخ پوري ده.)

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ