درنو مشرانو او استادانو، 
سلام عليکم
زه غواړم چې په راتلونکو ورځو کې په آنلاين توګه يوه پراخه نظرپوښتنه تر سره کړم. پر انټرنټ به د دغې نظر پوښتنې لينک ته انشالله کامپاين وکړم چې خلک يې خلاص کړي او پکښې راغلو پوښتنو ته خپل جوابونه وړاندې کړي. د دغې نظر پوښتنې مقصد په پوهنتون کې زما د زدکړو د يوې تحقيقي پروژې لپاره د پښتو ژبې د ليکدود په تړاو د پښتنو د نظر ډېټا راغونډول دي. د نظر پوښتنې نتايج به انشالله آنلاين خپاره شي او د هر چا د لاسرسي وړ به وي او ښايي په يو شمېر تحقيقاتي موضوعاتو کې د ريفرنس په توګه هم ورڅخه کار واخيستل شي.
ما د دغې سروې لپاره لاندې پوښتنې او ورسره مل د ممکنه جوابونو انتخابونه جوړې کړې دي. ستاسو څخه مې هيله ده چې دغه پوښتنې او انتخابونه يې تر نظر تېر کړئ او مخکې له دې چې زه د نظر پوښتنه شروع کړم، پکښې تاسو راته د اصلاحاتو خپل وړانديزونه او نورې لارښوونې شريکې کړئ. که تاسو هم د خپل تحقيق لپاره ځانګړې پوښتنه لرئ او د دغې موضوع سره مطابقت لري، نو زه کولای شم چې ستاسو پوښتنه هم په دغه نظر پوښتنه کې له برخه والو څخه وپوښتم.

ستاسو ټولو له لارښوونو څخه يوه نړۍ مننه

دمګړی د سروې پوښتنې په دا ډول دي:
___
1.    ستاسو نوم څه دی؟ لطفا لاندې خانه کې يې وليکئ. (متن)
___
2.    ستاسو مسلک څه دی؟ (یو يا زيات جوابونه انتخابولای شئ)
لیکوال
ژورنالست
ژبپوه
د آی ټي/کمپيوټر سره مربوط
د پښتو اکېډمي غړی (کوټه)
د پښتو اکېډمي غړی (پېښور)
د کابل د علومو اکېډمي غړی
د پوهنتون استاد یا پروفیسور
د ښوونځي يا ليسې استاد
زده کوونکی/محصل/سټوډنټ 
زما مسلک په دغه ليسټ کې نشته
___
3.    تاسو څو کلن یاست؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
له ۱۸ کالو  کم
د ۱۸ او ۲۵ کالو ترمنځ
د ۲۵ او ۳۰ کالو ترمنځ
د ۳۰ او ۴۰ کالو ترمنځ
د ۴۰ او ۵۰ کالو ترمنځ
د ۵۰ او ۶۰ کالو ترمنځ
له ۶۰ کالو زیات
___
4.    ستاسو جنسیت څه دی؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
نارینه
ښځینه
متفاوت
زه نه غواړم د خپل جنسيت په تړاو معلومات شریک کړم
___
5.    ستاسو د زوکړې ځای (هیواد، ولایت، ولسوالۍ) کوم دی؟ (متن)
___
6.    تاسو په خپل د زوکړې هیواد کې څو کاله ژوند کړی دی؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
زما ټول ژوند
د ۱ او ۵ کالو ترمنځ
د ۵ او ۱۰ کالو ترمنځ
د ۱۰ او ۲۰ کالو ترمنځ
د ۲۰ او ۳۰ کالو ترمنځ
د ۳۰ او ۴۰ کالو ترمنځ
له ۴۰ کالو زیات
___
7.    دمګړی ستاسو د اوسیدو هیواد (هیواد، ولایت، ولسوالۍ) کوم دی؟ (متن)
___
8.    که تاسو د هيواد څخه دباندې ژوند کوئ، نو دغه باندني هيواد کې مو څو کاله کيږي چې اوسېږئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
زه په خارج کې نه يم
زما ټول ژوند په خارج کې يم
د ۱ او ۵ کالو ترمنځ وخت راهيسې خارج کې يم
د ۵ او ۱۰ کالو ترمنځ وخت راهيسې خارج کې يم
د ۱۰ او ۲۰ کالو ترمنځ وخت راهيسې خارج کې يم
د ۲۰ او ۳۰ کالو ترمنځ وخت راهيسې خارج کې يم
د ۳۰ او ۴۰ کالو ترمنځ وخت راهيسې خارج کې يم
له ۴۰ کالو زیات وخت راهيسې خارج کې يم


___
9.    ایا پښتو ستاسو مورنۍ ژبه ده؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو، پښتو زما مورنۍ ژبه ده.
نه، زما مورنۍ ژبه پښتو نه ده.
___
10.    ايا ستاسو په ماشومتوب کې ستاسو کورنۍ ژبه پښتو وه؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
___
11.    اوس تاسو په خپل کور کې په کومه ژبه خبرې کوئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
پښتو
دري/فارسي
يوه بله ژبه
نورې ژبې (نه پښتو او نه دري)
___
12.    ایا ستاسو د کورنۍ ماشومان په پښتو خبرې کولی شي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو، په ډیره ښه پښتو خبرې کوي
هو، خو پښتو يې بشپړه نه ده زده
نه، پښتو يې بالکل نه ده زده
___
13.    ایا ستاسو د کورنۍ ماشومان په پښتو لوستل او لیکل کولی شي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو، ډیر ښه پښتو لوست او لیک کوي
هو، خو پښتو يې کمزورې ده او اصلي ليک لوست په بله ژبه کوي
نه، په پښتو هيڅ ليک لوست نشي کولای
___
14.    که تاسو له هيواد څخه دباندې ژوند کوئ، نو ايا د خپلې کورنۍ ماشومانو ته د پښتو ليک او لوست ورزده کوئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو، پښتو ليک لوست زده کوي (زده کړی يې دی)
نه، د ليک لوست ښودلو امکانات نه لرم
زه په خارج کې ژوند نه کوم
په کورنۍ کې مو ماشومان نشته
___
15.    ایا ستاسو د ژوند د ملګرې/ملګري مورنۍ ژبه پښتو ده؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
زه د ژوند ملګرې/ملګری نه لرم
___
16.    ایا ستاسو د کورنۍ لپاره مهمه ده چې ستاسو د کورنۍ هلکان او نجونې په پښتنو کې کوزدن وکړي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
زه ژوند ملګری/ملګرې نه لرم
___
17.    ایا ستاسو د ژوند ملګری/ملګرې په پښتو لوستل او لیکل کولی شي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
زه د ژوند ملګری/ملګرې نه لرم
___
18.    ايا تاسو پخپله د پښتو متونو د ژباړې، اصلاح يا توليد لپاره له نوې ټيکنالوژۍ لکه انټرنټي پاڼو يا د کمپيوټر يا موبايل پروګرامونو څخه کار اخلئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه

___
19.    تاسو په کومو ژبو خبرې کولی، لوست او لیکل  کولی شئ؟  (یو يا زيات جوابونه انتخابولای شئ)
پښتو
دري/فارسي
انګلیسي
عربي
جرمني
فرانسوي
روسي
نورې ژبې
___
20.    په کومو ژبو کې تاسو د خلاقانه لیکلو وړتیا لرئ (لکه شعرونه، کیسې، مقالې، کتابونه) او پکښې خلاقانه ليکنې مو کړې دي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
پښتو
دري/فارسي
انګلیسي
اردو
جرمني
فرانسوي
بله ژبه/نورې ژبې
نورې ژبې
___
21.    تاسو د پښتو "ياګانو لکه ی، ي، ې، ۍ او ئ (ے)" د استعمال سره څومره اشنا او د درست استعمال په هکله يې په ځان څومره باوري یاست؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
په ياګانو هيڅ بلد نه يم
له ۵۰ سلنه لا په کمه برخه د ياګانو په درست استعمال پوهېږم
د ۵۰ او ۸۰ سلنې ترمنځ د ياګانو په صحيح استعمال پوهېږم
۱۰۰ سلنه د ياګانو پر صحيح استعمال تسلط لرم
___
22.    په لومړني ښوونځي (لومړي تر پنځم ټولګي) کې ستاسو د زده کړو اساسي ژبه کومه وه؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
پښتو
انګلیسي
اردو
دری/فارسي
بله ژبه
ما لومړنی ښوونځی نه دی لوستی
___
23.    تاسو په خپل ماشومتوب کې د پښتو لوست په څومره وخت کې زده کړ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
د ۱ او شپږو مياشتو تر منځ وخت کې
د ۶ مياشتو او يو کال تر منځ وخت کې
د ۱ او ۲ کالونو تر منځ وخت کې
د ۲ او ۳ کالونو تر منځ وخت کې
د ۳ او ۴ کالونو تر منځ وخت کې
له ۴ کالو زيات وخت کې
ما په ماشومتوب کې پښتو لوست نه دی زده کړی
___
24.    تاسو په څومره وخت کې پښتو ليکل زده کړل؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
د ۱ او ۶ مياشتو تر منځ وخت کې
د ۶ مياشتو او يو کال تر منځ وخت کې
د ۱ او ۲ کالونو تر منځ وخت کې
د ۲ او ۳ کالونو تر منځ وخت کې
د ۳ او ۴ کالونو تر منځ وخت کې
له ۴ کالو زيات وخت کې
زما تر اوسه پښتو ليکل سم نه دي زده


___
25.    په لیسه/کالج (یوولسم تر دوولسم/دیارلسم ټولګي) کې ستاسو د زده کړو اساسي ژبه کومه وه؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
پښتو
پښتو او يوه بله ژبه
دری/فارسي
انګلیسي
اردو
بله ژبه
ما لیسه/کالج کې زدکړې نه دي کړي
___
26.    په پوهنتون کې ستاسو د زده کړو اساسي ژبه کومه وه؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
پښتو
پښتو او يوه بله ژبه
دري/فارسي
انګلیسي
اردو
بله ژبه
ما پوهنتون نه دی لوستی
___
27.    تاسو د خپلو زده کړو (ښوونځي، ليسه يا پوهنتون) پر وخت کومې ژبې زده کړې؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
پښتو
دري/فارسي
اردو
انګلیسي
جرمني
عربي
روسي
فرانسوي
هسپانوي
لاتیني/لاطيني
هندي
ما زدکړې نه دي کړي
___
28.    تاسو د ژبپوهنې، ليکوالۍ يا ادب په برخه کې څو کاله تجربه لرئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
د ۱ او ۵ کالو ترمنځ
د ۵ او ۱۰ کالو ترمنځ
د ۱۰ او ۱۵ کالو ترمنځ
د ۱۵ او ۲۰ کالو ترمنځ
له ۲۰ کالو زیات
زه په ژبنۍ یا ادبي برخه کې تجربه نه لرم
___
29.    په کوم شمېر ستاسو لخوا ليکل شوي پښتو کتابونه له چاپ څخه راوتلي دي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هيڅ کتاب مې تر اوسه نه دی چاپ شوی
د ۱ او ۵ تر منځ پښتو کتابونه مې چاپ شوي دي
د ۵ او ۱۰ تر منځ پښتو کتابونه مې چاپ شوي دي
د ۱۰ او ۲۰ تر منځ پښتو کتابونه مې چاپ شوي دي
له ۲۰ زيات پښتو کتابونه مې چاپ شوي دي

___
30.    ایا تاسو کله په داسې ناسته، سیمینار یا ورکشاپ کې ګډون کړی چې د پښتو املا یا نصاب په اړه پکښې پرېکړې کېدلې او تاسو هم پکښې د رايه ورکولو حق لاره؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
___
31.    ستاسو په نظر د پښتو املا په اړه تر ټولو لویې ستونزې څه دي؟  (یو يا زيات جوابونه انتخابولای شئ)
لویه ستونزه د باړه ګلۍ (پېښور)، د افغانستان درسي کتابونو، کوټې او کندهار ترمنځ د املا فرق دی
په پښتو ليک کې د ځینو غږونو د سم څرګندولو لپاره د حروفو/تورو/ګرافېمونو نشتوالی يوه لويه ستونزه ده، لکه لورlur ، لورlor ، لورlwar  کې چې صرف يو توری «و» د درو غږونو لپاره کارول کيږي
په درسي کتابونو او نورو منابعو کې د پښتو د املا بېلابېلوالی او نه وحدت
په نوې ټکنالوژۍ کې د پښتو ناکافي موجوديت
زه کومه ستونزه نه وینم
___
32.    ایا تاسو فکر کوئ چې د پښتو املا لویه ستونزه د لیکنې سیسټم (الفبا) کې ده؟ (یوه یا څو انتخابونه)
هو، د لیکنې سیسټم ستونزمن دی، ځکه چې موږ لنډ وکالونه "زورa"، "زيرi"، "پېښu" نه کاروو او نه ورته الفبا کې بديل توري لرو . مثلا يو توری «و» د درو غږونو o, u, w لپاره کارول هم ستونزې زېږوي لکه «لور (ښځينه اولاد)، لور (استقامت)، لور (لېور)» کې.
هو، ځکه چې د لوست زده کوونکو ماشومانو او بهرنيانو لپاره د لوست زده کړه مشکله کوي
زه کومه ستونزه نه وینم، د پښتو الفبا هيڅ ستونزه نه لري
___
33.    ستاسو په آند پښتو ولې تر اوسه واحد او معیاري اورتوګرافي/ليکدود نه دی ترلاسه کړی؟  (یو يا زيات جوابونه انتخابولای شئ)
د دولتي ملاتړ او پالیسۍ د کمښت يا نشتوالې له کبله
دې برخه کې د پاکستان او افغانستان مختلف اهداف
د بعضو اشخاصو غيرسالم دريځ د یووالي مخنیوی کوي
د ټولو اړخونو لخوا په دې برخه کې کافي هڅه نه ده شوې
د مشترکې پښتو لپاره و يووالې ته د لومړيتوب ورکولو پر ځای و سیمه ایزتوب او لهجوي تمايلاتو ته لومړيتوب ورکول
ځینې هغه لهجوي ډلې چې په اوسني ليکدود کې د خپلې لهجې له ونډې ناراضه دي، د هغوی لخوا د موجوده املايي قواعدو نه مراعت کول د ليکدود د وحدت مخه نيسي
په پښتو کې د زياتو لهجو موجوديت پخپله يوه لويه ستونزه ده
___
34.    ستاسو په نظر د موجوده املايي معیارونو څخه کوم معيار د زیاترو پښتو ویونکو لپاره غوره معيار کېدلای شي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
د افغانستان د ښوونځیو د کتابونو املا، لکه: يوې ښځې وويل چې دغه سړی  په کور کې زوړ شو.
د کندهار د لیکوالانو املا، لکه: يوې ښځي وويل چي دغه سړی په کور کي زوړ سو.
د کوټې املا، لکه: يوې ښځي وويل چي دغه سړی په کور کي زوړ شو.
د باړه ګلۍ/پېښور املا، لکه: يوې ښځې وويل چې دغه سړے پهٔ کور کې زوړ شو.
له شته پښتو ليکدودونو څخه يو هم د اکثريت پښتو ويونکو لپاره غوره نشي بلل کېدلای
___
35.    د پښتو ژبې د ليکلو لپاره تاسو له لاندنيو د الفبا نظامونو څخه کوم تر ټولو غوره بولئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)

د پښتو موجوده فارسي-عربي الفبا باید په اوسنۍ بڼه پاته شي، لکه: د بزګر لور د وښو رېبلو لور په لاس کې نيولی و او په دلاورۍ د خپل کشر لور (لېور، د مېړه ورور) د کور پر لور ولاړه.

د پښتو لپاره بايد د عربي حرکات لکه زور، زير، پېښ... او په همدې شان د o او w غږ د فرق کولو لپاره بايد ؤ توری ورزيات کړل شي، لکه: دَ بَزګَر لُر دَ ؤښو رېبَلُ لور پَه لاس کې نيوَلی ؤُ او پَ دِلاوَرۍ دَ خپَل کَشَر لوَر دَ کور پَر لور ؤلاړَ.

موجوده الفبا کې بايد د لنډو ووکالونو (زور، زېر، پېښ) لپاره داسې نوي توري جوړ شي چې پښتو بالکل هغسې ولوستله شي لکه چې ليکل کيږي، مثلا لکه: دٮٔ بٮٔزګٮٔر لڡٔر دٮٔ ۏٮٔښو رېبٮٔلڡ لور پٮٔ لاس کې نٮٕــــۏٮٔلی ۏڡ اۏ پٮٔ دٮٕلاۏٮٔرۍ دٮٔ خپٮٔل کٮٔشٮٔر لۏٮٔر دٮٔ کور پٮٔر لور ۏلاړٮٔ. (( زور يا a لپاره : ٮٔ، زېر يا i لپاره : ٮٕ، پېښ يا u لپاره : ڡ، و يا w لپاره : ۏ))

 پښتو باید په لاطیني لیکدود ولیکل شي، لکه: da bazgar lur da waṣo rebalu lor pa lās ke niwalay wo aw pa dilāwarǝy da xpal kašar lewar da kor par lor wlāṛa.

زه په دې اړه نظر نه لرم
___
36.     ایا تاسو فکر کوئ چې پر فارسي ـ عربي الفبا ولاړ د پښتو د الفبا اوسنی نظام ساتل ستاسو د دین (اسلام) او/یا کلتور (پښتون کلتور) له امله مهم دی؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
زه په دې اړه نظر نه لرم
___
37.     ایا تاسو فکر کوئ چې پښتو لیکدود ته د لاطیني تورو بدلون به د پښتو ژبې، ادب، او کلتور لپاره منفي پایلې ولري؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
زه په دې اړه نظر نه لرم
___
38.    هغه پښتانه ماشومان څوک چې د قرآن پاک لوست زده کوي، ستاسو په فکر له لاندنيو پښتو الفباوو څخه به د کومې په مرسته ورته د پښتو لوست زده کول زيات آسانه وي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)

د پښتو موجوده فارسي-عربي الفبا باید په اوسنۍ بڼه پاته شي، لکه: د بزګر لور د وښو رېبلو لور په لاس کې نيولی و او په دلاورۍ د خپل کشر لور (لېور، د مېړه ورور) د کور پر لور ولاړه.

د پښتو لپاره بايد د عربي حرکات لکه زور، زير، پېښ... او په همدې شان د o او w غږ د فرق کولو لپاره بايد ؤ توری ورزيات کړل شي، لکه: دَ بَزګَر لُر دَ ؤښو رېبَلُ لور پَه لاس کې نيوَلی ؤُ او پَ دِلاوَرۍ دَ خپَل کَشَر لوَر دَ کور پَر لور ؤلاړَ.

موجوده الفبا کې بايد د لنډو ووکالونو (زور، زېر، پېښ) لپاره داسې نوي توري جوړ شي چې پښتو بالکل هغسې ولوستله شي لکه چې ليکل کيږي، مثلا لکه: دٮٔ بٮٔزګٮٔر لڡٔر دٮٔ ۏٮٔښو رېبٮٔلڡ لور پٮٔ لاس کې نٮٕــــۏٮٔلی ۏڡ اۏ پٮٔ دٮٕلاۏٮٔرۍ دٮٔ خپٮٔل کٮٔشٮٔر لۏٮٔر دٮٔ کور پٮٔر لور ۏلاړٮٔ. (( زور يا a لپاره : ٮٔ، زېر يا i لپاره : ٮٕ، پېښ يا u لپاره : ڡ، و يا w لپاره : ۏ))

 پښتو باید په لاطیني لیکدود ولیکل شي، لکه: da bazgar lur da waṣo rebalu lor pa lās ke niwalay wo aw pa dilāwarǝy da xpal kašar lewar da kor par lor wlāṛa.

زه په دې اړه نظر نه لرم
___
39.     ایا تاسو فکر کوئ چې و لاطیني تورو ته د پښتو الفبا بدلون به د افغان ماشومانو لپاره د لوستلو او لیکلو زده کړه سخته کړي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
زه په دې اړه نظر نه لرم
___
40.     د پښتو په اوسنۍ الف بې کې د بعضو غږونو توري کم دي. که ثابته شي چې د دغو غږونو لپاره د نوو تورو ور اضافه کول به په کمپيوټري پروګرامونو او مصنوعي ځيرکتيا کې د پښتو پرمختګ چټک او آسانه کړي، نو ايا تاسو به د پښتو په اوسنۍ الف بې کې د نوو تورو د اضافې ملاتړ وکړئ؟(یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
زه په دې اړه لا نظر نه لرم
___
41.     که یوازې او صرف يوازې لاندني دوه انتخابونه ولرئ، تاسو به ورڅخه کوم یو غوره کړئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
پښتو باید په لاطیني تورو ولیکل شي، لکه: da bazgar lur da waṣo rebalu lor pa lās ke niwalay wo aw pa dilāwarǝy da xpal kašar lewar da kor par lor wlāṛa

د پښتو ليک باید په موجوده الفبا کې پاتې شي، خو پکښې باید هغه توري لا اضافه شي چې اوس کم دي، لکه: دٮٔ بٮٔزګٮٔر لڡٔر دٮٔ ۏٮٔښو رېبٮٔلڡ لور پٮٔ لاس کې نٮٕــــۏٮٔلی ۏڡ اۏ پٮٔ دٮٕلاۏٮٔرۍ دٮٔ خپٮٔل کٮٔشٮٔر لۏٮٔر دٮٔ کور پٮٔر لور ۏلاړٮٔ. (( زور يا a لپاره : ٮٔ، زېر يا i لپاره : ٮٕ، پېښ يا u لپاره : ڡ، و يا w لپاره : ۏ)). (( زور يا a لپاره : ٮٔ، زېر يا i لپاره : ٮٕ، پېښ يا u لپاره : ڡ، و يا w لپاره : ۏ))

___
42.     که  پښتانه له لاندنيو دوو انتخابونو څخه صرف يو انتخاب ولري، ستاسو په فکر اکثريت به يې کوم انتخاب غوره وګڼي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
پښتو باید په لاطیني تورو ولیکل شي
پښتو الفبا بايد همداسې د فارسي-عربي پر طرز پاته شي، خو بايد پکښې نور توري اضافه شي.
___
43.     ایا تاسو فکر کوئ چې "ے" باید د پښتو حروفو برخه وي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه، ځکه چې نورې ياګانې «ی، ي، ې، ۍ، ئ» کفايت کوي
 نه، ځکه چې زه فکر کوم دا له اردو څخه اخیستل شوی توری دی

___
44.    د «ۍ» او «ئ» غږ يو دی خو استعمال يې فرق کوي. تاسو يې په هکله له لاندنيو دوو نظرونو څخه کوم يو درست بولئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
دا چې غږ يې يو دی، نو دوو تورو ته اړتيا نشته. بايد صرف يو توری وي
مخ په وړاندې دې «ۍ» د اسمونو لکه «لکۍ، خولۍ...» لپاره او «ئ» د امريه فعلي جملو لپاره وکارول شي، لکه «ماشومانو دلته راشئ» يا «تاسو کله راځئ؟»
 په هکله يې نظر نه لرم

___
45.    ایا تاسو فکر کوئ چې پښتو بايد «کره/سوچه/خالصه» کړل شې او ورڅخه د عربي، فارسي او نورو ژبو لغتونه وايستل شي او پر ځای يې نوي پښتو لغتونه جوړ کړل شي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه، کوم لغتونه چې پښتو ته داخل شوي دي او استعماليږي، نبايد چې په نوو جوړو شوو لغتونو تبديل کړل شي
په هکله يې نظر نه لرم
___
46.    که تاسو پوه شئ چې د پښتو الفبا اصلاح او پکښې زياتونې به ستاسو لپاره يو نا اشنا او بيا زدکړه به يې درته تکليفي کار وي، خو راتلونکو نسلونو لپاره به ګټورې او د آسانۍ سبب وي، نو به کوم انتخاب وکړئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
د پښتو الفبا د اصلاح او پکښې زياتونو مخالفت به وکړم
د پښتو الفبا د اصلاح او تکميل ملاتړ به وکړم

___
47.    ايا تاسو له هغو نوو لغتونو څخه خوښ ياست چې د بيلو اشخاصو لخوا د پښتو د سوچه/کره کولو په مقصد وړانديز شوي دي او لا وړانديز کيږي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
په هکله يې نظر نه لرم
___
48.     ایا تاسو فکر کوئ چې په پښتو املا کې موجود بېلابېلوالی د ډیجیټل کولو او مصنوعي ځيرکتيا په چټک پرمختګ کې خنډ دی؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
___
49.    که ثابته شي چې د پښتو په شته الفبا کې تغيرات او زیاتونې د پښتو د ډیجیټل کولو د پروسې د چټکېدو او په مصنوعي ځيرکتيا کې د ژر پرمختګ لامل ګرځي، نو ایا تاسو به د پښتو په موجوده الفبا کې د اړتيا پر اساس د تغيراتو راوستلو او نوو تورو د زياتولو ملاتړ وکړئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
___
50.     که د پښتو د ډيجيټلايز کولو په پروسه او په مصنوعي ځيرکتيا کې د پرمختګ لپاره صرف لاندني دوه انتخابه وي، نو تاسو به کوم ورڅخه غوره وګنئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
پښتو ليک باید د عربي په څیر په حرکاتو (زور، زير، پېښ...) وليکل شي لکه: دَ بَزګَر لُور پَ دِلاوَرۍ يَوازې دَ خَتِـــــــځ پَر لَور ؤلاړَ.
په پښتو الفبا کې بايد د غږیزو غږونو او بې غږه غږونو لپاره نوي حروف اضافه شي، مثلا لکه: دٮٔ بٮٔزګٮٔر لڡر پٮٔ دٮٕلاۏٮٔرۍ ؠــــــــــٔـــۏازې دٮٔ خٮٔتيځ پٮٔر لور ۏلاړٮٔ. (زور/ ٮٔ، زير/ٮٕ، پېښ/ڡ، w/ۏ، ؠ /j )
___
51.     ایا تاسو فکر کوئ چې د "o, u, w" غږونو لپاره دمګړی د «و» توری ناکافي دی او بايد د هر غږ لپاره جلا توری ولرو؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو، بايد د لور lur(ښځينه اولاد)، لور lor(استقامت) او لور lwar(لېور) او ورته لغتونو تر منځ د فرق ښودلو لپاره درې بېل توري ولرو. يو توری «و» ناکافي دی
نه، همدغه يو «و» کفايت کوي
___
52.    ستاسو په فکر له لاندنيو دوو بڼو څخه د «هٔ» او «ه» په تړاو بايد کومه بڼه معيار وګرځول شي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
مينه، پښتانهٔ، باڼهٔ (باړه ګلۍ ليکدود)
مينه، پښتانه، باڼه (د افغانستان د نصاب ليکدود)
___
53.    دمګړی د پښتو په الفبا کې د عربي توري شته خو اکثريت پښتانه يې نه تلفظ کوي لکه ث، ح، ذ، ع، ص، ط، ض. له دې کبله د t غږ لپاره ت او ط، د h غږ لپاره ح او ه، د s غږ لپاره ث س او ص، د z غږ لپاره ذ ز ض او ظ، د k لپاره ک او ق او همدا شان ع هم a او هم د i ږغ لپاره کارول کيږي. تاسو يې په هکله څه نظر لرئ؟
ث، ح، ذ، ص، ض، ط، ظ، ع او ق دې له پښتو الفبا څخه وايستل شي
نه، له عربي ژبې څخه منبع اخيستونکو زياتو لغتونو د سم ليکلو په مقصد بايد ث، ح، ذ، ص، ض، ط، ظ، ع او ق توري پاته شي

___
54.     ایا تاسو د پښتو له اوسني ليکدود او املايي اصولو څخه مطمئن او راضي یاست؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
په هکله يې نظر نه لرم
___
55.    ایا تاسو د پښتو املا د معيار ټاکلو په هکله د پښتو اکاډميو له رول څخه راضي یاست؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
په هکله يې نظر نه لرم
___
56.    ایا تاسو د پښتو ژبې د ډيجيټلايز کولو په مقصد د پښتو اکاډميو له رول څخه راضي یاست؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
په هکله يې نظر نه لرم
___
57.     ایا تاسو فکر کوئ چې د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره د پښتو اکاډميو کارونه د وخت د غوښتنو سره برابر دي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
په هکله يې نظر نه لرم
___
58.    ستاسو په فکر پښتو اکاډمۍ  بايد کومو فعاليتونو ته لومړيتوب ورکړي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
د نورو چاپي او تحقيقي کارونو تر څنګ د پښتو ډيجيټلايزېشن په برخه کې تحقيقات کول او په ډيجيتل لارو خلکو ته د پښتو سره مربوطو خدماتو رسول
صرف د پښتو ادب سره تړلو کتابونو په چاپولو اکتفا کول
په هکله يې نظر نه لرم
___
59.    په پښتو اکاډميو کې دمګړی د کوم مسلک سره تړاو لرونکو تشه ده او بايد دغه تشه په نوو غړو ډکه کړل شي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
اديبان، شاعران، افسانه ليکونکي
د ډيجيټلايزېشن سره مربوط کسان، کمپيوټر پوهان، د کمپيوټري ژبپوهنې کارپوهان او محققين
___
60.     کله چې تاسو په پښتو املا کې د کومې ستونزې يا پوښتنې سره مخامخ شئ، نو تاسو چیرته په مرسته پسې تلاښ کوئ؟ (څو انتخابونه)
زه پښتو قاموسونو ته مراجعه کوم
زه د افغان ښوونځیو کتابونو ته مراجعه کوم
زه له ملګرو او همکارانو پوښتنه کوم
زه د پښتو ګرامر سره تړلو کتابونو ته مراجعه کوم
زه پر انټرنټ د مرسته ترلاسه کولو کوښښ کوم
زه نه پوهېږم چې چیرته مرسته ترلاسه کړم
___
61.     ایا تاسو پر انټرنټ د پښتو اکاډميو لخوا وړاندې کېدونکو خدماتو، معلوماتو او موادو څخه راضي ياست؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
په هکله يې نظر نه لرم
___
62.     ایا تاسو فکر کوئ چې د پښتو اکېډمۍ بايد د پښتو زړې خطي نسخې او نور زاړه کتابونه ډيجيټل کړي او آنلاين يې د هر چا د کتلو لپاره وړاندې کړي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
په هکله يې نظر نه لرم
___
63.     تاسو د پښتو لپاره د اوسني ټیکنالوژیکي پرمختګونو په اړه څومره راضي یاست، لکه د ژباړې پروګرامونه او مصنوعي ځيرکتيا؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
ډیر راضي يم
منځنی راضي يم
هیڅ راضي نه یم
___
64.     ایا تاسو فکر کوئ چې د باړه ګلۍ/پېښور، کوټې، کندهار، او افغان ښوونځيو د درسي کتابونو د پښتو املا/ليکدود تر منځ توپیرونه غیر ضروري دي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو، بيلو ليکدودونو ته اړتيا نشته، بايد يو واحد ليکدود رامنځته شي
نه، هر څه همداسې سم دي
په هکله يې نظر نه لرم
___
65.     ایا تاسو فکر کوئ چې د پښتو یوه واحده ممکنه املا او يو واحد ليکدود به د لر او بر پښتنو په یووالي کې مثبت رول ولوبوي؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو، د پښتو يو واحد ليکدود به لر او بر پښتنو په يووالي کې مرسته وکړي
نه، د ليکدود يووالی به د لر او بر پښتنو په يووالي کې مرسته ونکړي
په هکله يې نظر نه لرم
___
66.     د پښتو املا او ليکدود په تړاو چې تاسو د کومو بحثونو شاهدان شوي ياست، څنګه يې ارزيابي کوئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
اکثريت بحثونه غيرعلمي، احساساتي او غيرسالم اوسېدلي دي
اکثريت بحثونه علمي، رغنده او ګتور اوسېدلي دي
په هکله يې نظر نه لرم
___
67.     ايا تاسو حاضر ياست چې د لر او بر تر منځ د پښتو املا/ليکدود د وحدت لپاره د ليکدود په تړاو د خپلې خوښې تر بعضو دريځونو او اصولو تېر شئ؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
په هکله يې نظر نه لرم
___
68.     ایا تاسو فکر کوئ چې د باړه ګلۍ/پېښور پښتو ليکدود له اردو ژبې تر تاثير لاندې دی؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
په هکله يې نظر نه لرم
___
69.     ایا تاسو فکر کوئ چې په افغان ښوونځیو کې کارول شوی پښتو ليکدود زیاتره د يوې واحدې پښتو لهجې تر تاثير لاندې دی او پکښې نورو لهجو ته وړ ځای نه دی ورکول شوی؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
هو
نه
په هکله يې نظر نه لرم
___
70.     د پښتو الفبا فونيميکه کول، يعني د هر غږ لپاره يو واحد توري لرل به څه اغېز ولري؟ (یو جواب انتخاب کړئ)
د لهجو تر منځ فرقونه او اختلافات به لا زيات کړي
د لر او بر تر منځ د پښتو ليکدود د وحدت سبب به شي
په نوې ټيکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا کې به د پښتو پرمختګ چټک کړي
په هکله يې نظر نه لرم
___

که غواړئ د دغو پوښتنو په تړاو راسره خپل نظر شريک کړئ نو د فيسبوک پر لاندني پوسټ راته تبصره وليکئ.
https://www.facebook.com/qamosona.pashtodictionary/posts/pfbid031UjYx5jYzznJmAqwpHBmZcpD84qiAEezHyANRMEEdQ8CR6aGcdFbfCgo8EieKEd5l

 

___
د ليکنې لنډ لينک: 

___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba