د پښتو د درس تدريس تر ټولو لويې ننګونې کومې دي؟
د پښتو د درس تدريس تر ټولو لويې ننګونې کومې دي؟
۱ ـ په ليک کې د حرکاتو نشته والی
د حرکاتو يا لنډ واولونو لکه زور، زير، پېښ يا يې د بديلو تورو نشته والی د پښتو د زدکړې پر وخت لويه ننګونه وي.
۲ ـ يو ږغ ته زیات توري
په پښتو کې د ت، ه، ز، س او ۍ لپاره تر يو څخه زيات توري شته، لکه
د a لپاره ا، ع
د t لپاره ت، ط
د s لپاره ث، س، ص
د i لپاره ي، ع
د h لپاره ح، ه
د z لپاره ذ، ز، ض، ظ
د k لپاره ق، ک
د ǝy لپاره ۍ، ئ
۳ ـ د زياتو غږونو لپاره يو توری/ګرافيم
په پښتو کې «و» د درو ږغونو يعنې o,u او هم w لپاره کارول کيږي، لکه
Lur لور
Lor لور
Lwar لور
maalum معلوم
ilm علم
۴ ـ د يوې واحدې املا نشتوالی
د باړه ګلۍ او د افغانستان د درسي کتابونو د املا تر منځ د فرق تر څنګ د کوټې او کندهار املاوې هم بيلې دي.
۵ ـ د معياري ډيجيټالي او چاپي درسي موادو کمښت
د پښتو د ليک لوست د زدکړې لپاره د نصاب شته کتابونه او نور مواد پخپله زياتې نيمګړتياوې لري.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۲۵مه نېټه
___
د ليکنې لنډ لينک:
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________