ليکونکی: تمهيد سيلانی
د فونيټيک يا غږپوهنې د پېژندنې، سپړنې او ښۀ پوهاوي لۀ پاره د نورو ډېرو علومو ترڅنګ د طبي علومو پوهاوي ته هم اړينه اړتيا پيښږي. دا ځکه چې موږ پۀ توليدي او اوریزه غږ پوهنه کې د بدن دهغو غړو پۀ پېژندنې او دندو باندې خبرې کو چې د غږونو پۀ توليد او تفکيک کې رغنده رول لري. نو اړينه ده چې د يادو غړو د پېژندنې لۀ پاره فونيټک لۀ طبي علومو سره هم مهال ولولو...
دا ليکنه د انسان پۀ بدن کې د وييزو غړو د پېژندنې، سپړنې او د هغو د ندو پۀ هکله ترسره شوې ده. نو ددې لۀ پاره چې دا پروسه لوستونکو ته منظمه او واضحه وي، لومړی مې د طبي علومو پۀ چاپيريال کې د انسان د بدن هغه غړي تاسو ته در پېژندل شوي، چې د غږونو پۀ توليد کې اړين رول لوبوي. دويمه برخه يې د همدغو غړو دندې دي، چې د غږونو د توليد پر مهال یې لري.
د وييزو غړو پېژندنه لوستونکو ته ځکه اړينه ده او پۀ لومړۍ برخه کې را اخستل شوې ده، چې وروستۍ برخه کې د يادو غړو د ندو د تبصرې پر مهال لوستونکو ته د غړو پېژندنه،موقعيت، برخې او نورې ځانګړنې مخکې لۀ مخکې معلومې وي. هېره دې نه وي، چې پرته د ووييزو غړو لۀ پېژندنې او سپړنې د ياد غړو د دندو او کارونې تشريح ناشونې ده.
د انسان بدن لۀ بېلابېلو غړو جوړ دی. ددې غړو يوه کورنۍ يا يو سيستم د غږونو پۀ توليد کې بنسټيز رول لري. ددغو غړو يوه برخه د بدن به باندنۍ برخه کې موقعيت لري، خو برعکس يوه بله برخه يې د بدن پۀ داخل کې موقعيت لري. دا غړي پۀ ټوليزه توګه د تنفسي دستګاه يا سيستم پۀ نامۀ ياديږي. پۀ دغۀ سيستم کې لاندې غړي شامل دي، چې د غږونو پۀتوليد کې ترې کار اخیستل کيږي:
« سږي یا شش، حجاب حاجز، وچه مرۍ يا نای، کومی یا حنجره، غږيز مزي،مرۍ یا ګلو او برخې يې، ستونی يا حلق او برخې يې، پوزه یا بیني اوبرخې يې، خولۀ یا دهان او برخې يې، کام یا تالو، ژبه یا زبان او برخې يې، غاښونه يا دندانها او برخې يې، شونډې يا لبها او برخې يې...»
دا چې ليکنه ډېره اوږده نشي، نو تاسو ته يې يوه برخه وړاندې کوم. دليکنې دا برخه د وييزو غړو طبي پېژندنه ده...

1. سږی، شش يا هم lungs
سږي د انسان د بدن دوه هغه سفنجي شکله غړي دي، چې د سينې په قفس کې ځای پر ځای شوي دي او د دوو وړو پايپونو پۀ واسطه د ستوني لۀ مرۍ سره نښلول کيږي. نايچه يا واړه پايپونه پۀ ډېرو نورو وړو پايپونو وېشل شوي دي او دسږو پۀ ټولو برخو کې خپريږي. يادونه مو وکړه چې دسږو جوړښت سفنجي شکله دی، چې دا خپلۀ سږو ته ارتجاعي ځانګړنه وربښي. کۀچېرې سږو ته فشار ورکړل شي، نور د لږ ځند وروسته پۀخپل حالت را ګرځي. سږي د بدن سا اخیسنیز غونډال کې دېر اړين غړي دي. موږ د سږ لۀ لارې سا اخلو او سا بېرته اوباسو. د سږو تر ټولو اړينه دنده د د وينې جريان ته د آکسیجن رسول او د وينې د جريان څخه د کاربن دای اکسايد وېستل دي.
2. برځه،حجاب حاجز یا diaphragm
د سږو پۀ پورتنۍ برخه کې د حجاب حاجز پرده يا ديافراګم موقعیت لري. د بدن دا غړی چې يوه ماهيچه ماننده يا ښونده پرده وي، د سينې قفس لۀ خېټې یا بطن څخه بېلوي. دا پرده د يو قوس پۀ بڼه ده، خو د غجېدنې پرمهال د هغۀ باندنۍ برخه د سږو پۀ لور پورته ځي او د ګنبد بڼه ځانته غوره کوي. همدا عمل ددې لامل کيږي، چې د سينې د قفس حجم کم شي او دسږو پۀ بهرنۍ برخه باندې زور راشي. پۀدې کار سره سږي دفشار لاندې نيول کيږي او هغه هوا چې د سږو دننه وي فشار پرې وارديږي تر څو دباندې را ووځي، چې دې عمل ته بازدم يا ساه اېستل وايي.
د يا فراګم پۀ پراخوالي سره فشار د سينې پۀ قفس باندې زياتیږي، پۀ دې کار سره نور د سږو پۀ ديوالونو يا باندنۍ برخې فشار نه زياتیږي. د فشار نشتون او د سږو اسنفجي بڼه ددې لامل کيږي، چې سږي خپل لومړنۍ بڼې ته بېرته را وګرځي پۀ دغۀ حالت کې د سږو دننه د هوا حجم د باندې پۀ پرتله کم وي چې پۀ پايله کې د بهر هوا سږو ته دننه کيږي، چې دې دم يا د ساه اخستل وايي.
3. وچه مرۍ يا windpipe
وچه مرۍ د تنفسي دستګاه هغه غړی دی، چې وروسته لۀ سرې مرۍ يا کومي څخه د انسان پۀ بدن موقعیت لري. د وچې ومرۍ ساختمان د (Ω) بڼې پۀ شان لۀ غضروفونو څخه جوړ شوی دی. وچه مرۍ ۱۰ -۱۲ سانتي متره اوږد والی لري او داخلي قطر يې ۵/۱ تر ۲ سانتي متره پورې رسيږي. دا پايب ماننده غړی د غاړې لۀ شپږمې مرۍ لاندې پۀ دوو برخو ښي او کيڼې برخو باندې وېشل کيږي، چې دا برخې سره مرۍ يا برونش نوميږي.
ښی برونش يا سره مرۍ ۵/۲ سانتي متره اوږد والی لري، چې ښي سپین ځيګر ته دننه کيږي. ګينه سره مرۍ یا برونش ۵ سانتي متره اوږد والی لري چې ګيڼ سپين ځيکر ته دننه کيږي. همدا سرې مرۍ د سپن ځيکر دننه پۀ وړو نورو مريو يا پرونشيول باندې وېشل کيږي. د چې مرۍ بنسټيزه دنده سږو ته د هوا لېږدول دي.
4. سره مرۍ، کومی larynx یا حنجره
د تنفسي سيستم هغه غړی دی، چې د غاړې پۀمخکينۍ برخه کې د غاړې لۀ دريېم، څلورم، پنځم او شپږمې مرۍ پر وړاندې موقعيت لري. کومی د انسان د تنفسي دستګاه يو لۀ هغو مهمو غړو څخه دی، چې په پورتني برخه کې لۀ ستوني او لاندنۍ برخه کې لۀ وچې مرۍ سره تړلې ده.
د بدن ياد غړی د غږونو د توليد سرچينه او ذخیره ګڼل کيږي. د کومي د لا ښې پېژندنې لۀ پاره تاسوکولی شئ چې د غاړې د مخکينۍ برخې منځنۍ برخه لمس کړئ، پۀ ټوليزه توګه د کومي يوه ګړپندونکي يا غضروفي شکله ځای د غاړې پۀ منځنۍ برخه کې را وتلې وي. دا را وتلې برخه د نارينوو پۀغاړه کې تر سترګو کيږي.
د کومي بڼه د انسانانو د عمر پۀ نسبت توپیر لري. کومی لۀ څو ګړپندونکو یا غضروفونو څخه جوړ شوی دی. دا ګړپندونکي د وړو مزو پۀ واسطه سره تړل شوي دي، چې د همدغو مزو پۀ خوځښت سره د کومي دنده ترسره کوي. کومی سربېره لۀ عضلاتو او ګړپندونکو لۀ مغزي اعصابو، د وينې د رګونو... درلودونکی هم دی، چې همدا غړي پۀ بنسټيزه توګه د کومي پۀ هغۀ جوړښت کې ونډه لري چې د پايپ پۀبڼه دی. مګر غږيز مزي يې پۀجوړښت کې بنسټيز رول لري. غږيز مزي دوه اوبدل شوي مزي دي، چې لۀ مخې شاته ځي.
کومی درې ځانګړي او جوړه ګړپندونکي يا کړپندي لري، چې تر ټولو ستر غضروف يې تيروئيد نوميږي. همدارنګه موږ کولی شو، چې د کومي عضلات يا غړي پۀ دوو برخو « باندني او داخلي » باندې ووېشو. باندني غړي يې د کومي د کښته پورته کېدو دنده ترسره کوي او داخلي عضلات يې د ګړپندوکو د نښلولو او خوځښت د نده ترسره کوي. هېره دې نه وي چې دهمدغو عضلاتو خوځښت د غږونو د را منځته کېدو، برونشونو ته د خواړو د ننه کېدو د مخنيوي او پۀ ټوليزه توګه د تنفسي ستونزو د مخنيوي لامل ګرځي.
پۀکومي کې غږيز مزي د انګليسي 7 بڼه لري او پۀ دوو برخو وېشل(ـحقيقي غږيز مزي او کاذبه غږیز مزي) کيږي، چې دا مزي د تیروئيد لۀ ګړپندونکي سره تړلي دي. پۀ ټولیزه توګه دا غږيز مزي پۀ نارينو او ښځينو کې توپير لري، د نارينوو غږيز غړي د ښځينوو پۀ پرتله اوږدۀ وي، نوځکه د نارينوو غږونه تر ښځينوو ډبل وي. هېره دې نه وي چې د غږونو پۀ توليد کې يوازې حقيقي غږيز غړي ونډه لري.
کاذبه غږيز مزي؛ هغه مزي دي، چې د غږونو د توليد پر مهال آرامه او فعاليت نه کوي او د غږونو پۀ توليد کې کوم رول نۀ لوبوي. دا مزي چې د حقيقي مزو پۀ پورتنۍ برخه کې موقعيت لري، لۀ يوې خوا تیروئيد ګړپندونکي او لۀ بلې خوا هرموني ګړپندونکي سره تړلي دي. دا مزي د هوا د لارې پۀ تړلو او کومي ته د اضافي موادو د را دننه کېدو مخه نیسي.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ