پښتو توري په آی پي اې د اړولو آنلاين آسانتيا

 ختيځ پوهانو او ژبپوهانو ته د پښتو تورو په فونېټيکي/ترانسکرپشن بڼه کي ټايپول په زياتو مواردو کي د ستونزو سره مل يو کار وي. قاموسونه ټکی کام په خپله پاڼه کي اوس په اوتوماتيکه توګه د پښتو تورو د فونېټيکي کولو آنلاين آسانتيا ور اضافه کړېده. د دغې آسانتيا په مرسته څوک کولای سي چي پښتو متن/توري په يوه ځانګړې خانه کي ټايپ يا پېسټ کړي او بيا د يوې کيلۍ  (convert) په کليک کولو سره هغه په دوو بيلو ترانسکريپشن بڼو واړوي. يوه بڼه د فونېټيکس په نړيواله الفبا (IPA) او دويمه بڼه د ختيځ پوهانو له خوا د پښتو د ټرانسکريپشن له پاره استعمال کېدونکې الفبا په شکل وړاندي کيږي.

د قاموسونه ټکی کام د دغه نوي کوچني پروګرام په مرسته د بېلګي په توګه د «د پښتو سره مينه» و «d pṣx̌two srah mɪnah d̪ pʂt̪wo srah mɪnah» ته اړول کيږي. لکه څرنګه چي له بيلګي څرګنديږي، اوښتل سوي بڼي د ترلاسه کېدو وروسته اصلاح ته اړتيا لري. د مثال په توګه «د» صرف په «d» او «d̪» اړول سوی دی او ږغيزتوری/واول بايد وراضافه کړل سي. د دې تر څنګ «ه» په «ah» او «ښ» په «ṣx̌» او «ʂ» اړول سوی دی. دا له دې کبله چي څوک د ښ ټولې درې بڼي ولري او بيا د خپلي اړتيا له مخي ورڅخه يوه بڼه انتخاب کړي. په همدې توګه د «و» له پاره پر يو وخت هم د «w» او هم د «o» تورو وړانديز کيږي. د «ا» توري له پاره هم دوه سمبولونه «aː,ā ,a» وړانديز کيږي چي کتونکی بيا د خپلې اړتيا سره سم ورڅخه يوه بڼه انتخاب کړي. نو څوک چي له دغې آسانتيا ګټه اخلي، بايد لومړی پښتو متن/لغت د دغه پاڼي په مرسته په jرانسکريپشن واړوي، بيا يې کاپي کړي او په خپل کمپيوتر کي يې اضافي توري ليري او کم توري (واولونه) پکښي اضافه کړي.

د اصلاح وروسته به بيا د مخکي ياد سوي پښتو جملې jرانسکريپشن داس ي وي: da paṣto sara mɪna d̪a paʂt̪o sara mɪna

دغه آسانتيا د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه تر https://qamosona.com/j/index.php/ps-to-ipa-converter ادرس لاندي موندلای سئ. يا دغه خبرتيا په پای کي له دغه کنورټر يا اړوونکي څخه کار اخيستلای سئ.

په آئنده کي به مي هڅه دا وي چي د دغې آسانتيا مؤثريت او دقيق والی زيات سي. خو د بنيادي استعمال او اړتيا د رفعه کولو له پاره ما پخپله له دغې آسانتيا کار اخيستی دی. هيله ده چي دغه آسانتيا اوس د پښتو د نورو مينه والو په کار هم ورسي.

احمدولي اڅکزي، د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۲۳مه نېټه بون

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ