لکه څنګه چي په ټولو ژبو کي کانسوننټونه (لکه ب، پ، ت، ټ، ث، ج...) او ووکالونه/ږغ لرونکي توري/ږغونه (لکه آ، ا، ي، و...) سته، همداسي په بعضو افريقايي او د آستراليا په بومي ژبو کي کليکونه (Click consonant) وجود لري، د بېلګي په توګه په افريقايي ژبه «خُوس سا»کي ۱۸ کليکه/کليکونه سته.

{source}<iframe width="560" height="315" src="https://www.youtube.com/embed/lrK-XVCwGnI" frameborder="0" allow="accelerometer; autoplay; clipboard-write; encrypted-media; gyroscope; picture-in-picture" allowfullscreen></iframe>{/source}
لکه په سويلي افريقا کي د «پ» يا «p» ږغ پر ځای کليک کارول کيږي. دا کليک داسي ادا/وهل کيږي چي دواړو شونډو باندنۍ پورتنۍ برخي يو د بل سره مښلول کيږي او بيا په فشار د خولې دننه د بندي هوا د پمپ کولو/زبېښلو کوښښ کيږي او بيا يو دم ايله کيږي چي په نتيجه کي يې يوې وړې چاودنې ته ورته آواز راوځي. دا د «پ» د تلفظ سرچپه خو په لا زيات فشار او لوړ ږغ رامنځته کولو لاره ده.

دا چي موږ اندازه ولګولای سو چي په کليکي ژبو کي کليک څنګه کارول کيږي او د غير کليکي ژبه لرونکو په توګه زموږ له پاره يې تلفظ/ادا کول څومره مشکل دي، لاندنۍ جمله داسي تلفظ کړئ چي د «پ» پر ځای پورتنی يا بل کليک تلفظ کړئ:
«پهلوان په کور کي پټاټې پخوي. پټاټې او پياز يې تر مخه لا له پټي څخه راوړي ول.»

کله چي د ژبي يو ږغ تلفظ کيږي نو عموما هوا ته د خولې له دننه څخه د بيرون پر لور حرکت ورکول کيږي. د بېلګي په توګه که تاسو «ته» لغت تلظ کړئ نو د پورتني غاښونو داخلي اورۍ باندي هوا بندوئ او بيا يو دم پر همدغه ځای هوا خوشي کوئ چي له کبله يې هوا له دننه څخه د بيرون پر لور په يوه وړه چاودنه سره حرکت کوي(Voiceless dental and alveolar plosives). که اوس تاسو سرچپه پر همدغه ځای له بيرون څخه د دننه د ژبي د څوکي په مرسته هوا په زيات فشار بنده کړئ او بیا يې له بيرون څخه د خولې دننه يو دم پرېږدئ نو به يوه وړې چاودنې ته ورته ږغ رامنځ ته کړئ چي دا يو کليک دی. پر دغه ځای تلفظ کېدونکي کليک ته (Tenuis dental click) ويل کيږي او په نړيواله فونېټيک الفبا کي ورته د (k͡ǀ) نخښه کارول کيږي. (د دغه ږغ اورېدولو له پاره پر دغه لينک کليک وکړئ او بيا په پلېر کي پر پلې کليک وکړئ: https://en.wikipedia.org/wiki/File:Dental_click.ogg)
په داسي حال کي چي په خوس سا او نورو کليکي ژبو کي کليکونه داسي عام دي لکه د بېلګي په توګه په پښتو ژبه کي چي د «ب» کانسوننټ يا ورته نورو کانسوننټونه زياته فريکونسي لري، په پښتو کانسونټونو کي کليکونه نسته. له دې کبله پښتو ژبه يوه کليکي ژبه هم نه ده. خو د هغه باوجوده ما پخپله په پښتنو کي يو کم شمير کليک لرونکي لغتونه/ږغونه اورېدلي چي عام استعمال لري:
(۱) په کوټه/کندهار/هلمند او نورو سيمو کي د تأسف/زړسوي/غم اظهار کولو له پاره دوه ځله د (k͡ǀ) کليک د ژبي په څوکه او د غاښونو پر سر اورۍ وهل/تلفظ کيږي. بېلګه: «k͡ǀ k͡ǀ خوارکی څنګه بد ژوبل سوی دی!»
(۲) که د (k͡ǀ) کليک په آخره کي «آ» يا «آی» اضافه سي نو بيا د ماشومانو په ژبه د «خوړولو خوندور/خوږ شي» معنی ورکوي.
(۳) پر غاښو د (k͡ǀ) یو ځل کلیک د تېروتنې په نتیجه کې د پښېماني مانا ورکوي.
(۴) د (k͡ǀ) یو ځل کلیک د نفي «یا» لپاره کاريږي چي د کلیک ږغ چِیک هم بلل کیږي.
(۵) په کندهار کي د ماشومانو په ژبه کي و مُچي/چپ کولو/ښکل کولو ته معادل لغت د (kʘ) کليک په شکل وهل/تلفظ کيږي او په آخره کي يې «آ» اضافه کيږي. بېلګه: «هله هله راسه او بابا ته يوه kʘ آ راکړه!»
(۶) که د (kʘ) کليک څو واري تکرار سي نو بيا د مرغانو/حيوانانو د ځان ته بللو له پاره هم کارول کيږي. (د کليک د اورېدلو لينک: https://en.wikipedia.org/wiki/File:Clic_bilabial_sourd.ogg)
(۷) په کندهار کي د «نه/يا» يا په عمومي توګه د منفي جواب د څرګندولو پر وخت د ژبي د ښه يا کيڼ اړخ په څنډه يو ځانګړی کليک کيږي.
(۸) که د ۷ مې بېلګي کليک څو واري تکرار سي نو بيا د خره يا بل بوده ته د مخ ته تلو امر په توګه هم استعماليږي.
(۹) د رضايت يا مثبت جواب لکه «هو» پر ځای په بعضو پښتني سيمو کي د سرچپه «ښښښ» (مشرقي ښ) يا «خخخ» تلفظ کيږي چي کليک ته ورته ږغ رامنځ ته کوي.
تاسو په پښتو کي د کليک لرونکو لغتونو يا کليکونه په هکله څه معلومات لرئ؟
تاسو په يادو بېلګو کي کومي کاروئ او پېژنئ؟ په پښتنو کي نور کوم کليکونه سته چي تاسو يې پېژنئ؟
په تاسو کي ژبپوهان دوستان څه معلومات لري چي دغه کليکونه څنګه او کله پښتو ژبي ته راغلي؟
کليک لرونکو دغو پښتو لغتونو لا ولي تر اوسه و پښتو قاموسونو ته لاره نه ده پيدا کړې؟

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د دسمبر ۲۴مه نېټه، بون

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ