نوميالی ليکوال: عبدالاحد عارض
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين

ښاغلی عبدالاحد عارض د ميرزا زکريا خان زوی، په (۱۲۹۷ل.) کال د کندهار ولايت د هرات بازار د ملا شال ناصري په کوڅه کي زېږېدلی وو.
لومړني زده کړي ئې تر (۱۳۱۳ل.) کال پوري په خپل محل کي کړي دي او تر (۱۳۱۵ل.) کال پوري ئې د عربي او اردو ژبو د کتابونو په ويلو سره، پر دې ژبو هم لاس بر سو.
لومړنۍ دنده ئې په (۱۳۱۵ل.) کال په ملي بانک کي شروع کړه. وروسته ئې په وطن شرکت، د مېوې شرکت او د قند جوړولو په شرکتو کي هم دندې اجرا کړي دي.
ښاغلی عارض په (۱۳۲۶ل.) کال د مېوې د شرکت د نظارتي هيئت په حيث چمن ته ولاړ او په (۱۳۲۹ل.) کال کندهار ته تر بيرته راتګ وروسته د قند جوړولو په شرکت کي د حساب او کنټرول په برخه کي وګومارل سو.
په (۱۳۳۰ل.) کال چي د قند جوړلو شرکت په دولتي انحصاراتو پوري وتړل سو، نو ښاغلی عارض د شرکت له خوا کابل ته تبديل سو. په همدې وختونو کي عارض له ويښ زلميانو ګوند سره هم يو ځای سو.
په (۱۳۳۵ل.) کال ښاغلی عارض بيرته کندهار ته د قبايلو د عمومي مدير په حيث را ولېږل سو. دا دنده ئې تر (۱۳۳۷ل.) کال پوري اجرا کړل او وروسته ئې پرېښوول.
ښاغلی عارض په (۱۳۳۷ل.) کال د قادري بس چلولو ټرانسپورټ د محاسبې مدير مقرر سو او اته کاله ئې دا دنده اجرا کړل.
په (۱۳۴۵ل.) کال د صدراعظم محمد هاشم ميوندوال په خاصي منظورۍ د روزګان اولسوال وټاکل سو. دا دنده ئې تر (۱۳۴۸ل.) کال پوري اجرا کړه، چي وروسته د داخله وزارت د ټرانسپورټ مدير وټاکل سو.
ښاغلی عارض په (۱۳۵۳ل.) کال ننګرهار ولايت ته ولاړی او هلته د سرکاڼو اولسوال وټاکل سو. يو کال وروسته په (۱۳۵۴ل.) کال تقاعد کړل سو.
عبدالاحد عارض د خپلو رسمي دندو تر څنګ د قلم لار هم نه ده پرې ايښې، ځيني تاليفات او ژباړي ئې په لاندي ډول دي.
۱- بې سواده آمر.
۲- د ملګرو ملتونو منشور.
۳- ابوريحان البيرونی (دری).
۴- فتاوی دار العلوم ديوبند (۱۲ ټوکه)، (دری).
۵- قوت القلوب (۲ ټوکه)، (دری).
۶- رياض الصالحين (۳ ټوکه).
۷- بوستان سعدی (پښتو).
۸- د سزاګانو اسلامي قانون.
۹- درود او سلام.
۱۰- درود و سلام (دری).
۱۱- اسمأالحسنی.
۱۲- اسمأالحسنی (دری).
۱۳- فتاوی معمی (دری).
۱۴- حلال او حرام.
۱۵- احکام ميت.
۱۶- احکام و مسايل روزه.
۱۷- مسائل زکات.
۱۸- احکام ميت (دری).
د ښاغلي عارض مقالې په ورځپاڼو او جريدو کي هم خپرې سوي دي، چي ډېره برخه ئې په مساوات جريده کي خپرې سوي دي.
عبدالاحد عارض د (۱۳۹۹ل.) کال د جوزا د مياشتي پر لسمه نېټه، د (۱۰۲) کالو په عمر په کابل کي له دې نړۍ سترګي پټي کړې‌.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ