نوميالی ليکوال:
 کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي
ديجيتل کوونکي:
خليل الله سروري، شمس الله آرين

کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي د مولوي عطا محمد زوی، په (۱۳۰۹ل.) کال د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کي، خرقې شريفي ته نژدې پيدا سوی دئ.
عطايي لومړنۍ زده کړي تر شپږم صنف پوري په کندهار او نوري زده کړي ئې تر لسم صنف پوري په کابل کي کړي دي. بيا د ځينو ستونزو له امله رسمي زده کړي ځيني پاته سوي دي او په خصوصي ډول ئې مروج علوم لوستي دي.
عطايي په خپل ۵۰ کلن علمي او ادبي ژوند کي په ژورناليزم، ادب، فرهنګ، تاريخ، اتنوګرافۍ، ژبو او توکمونو کي کره او پخې څېړني کړي دي.
لومړۍ رسمي دنده ئې په (۱۳۳۱ل.) کال کي د ښوونکي په حيث وه. په (۱۳۳۴ل.) کي د طلوع افغان مسؤل و ټاکل سو. په (۱۳۳۵ل.) کي د کندهار مطبعې مدير سو او په (۱۳۳۷ل.) کال د کندهار د مطبوعاتو د لوی مديريت مرستيالي ورکړه سوه. په (۱۳۴۰ل.) کال د هلمند د نشراتي موسسې آمر او د هلمند جريدې مسؤل وو. په (۱۳۴۶ل.) کال د کندهار د مطبوعاتو مدير وو.
په (۱۳۴۷ل.) کال بيرته هلمند ته ولاړی او هلته د اطلاعاتو او کلتور مدير سو.
په (۱۳۴۸ل.) کال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د مديريت کفيل وټاکل سو.
په (۱۳۴۹ل.) کال د قبايلو رياست د تبليغاتو عمومي مدير وو او په همدې (۱۳۴۹ل.) کال يو وار بيا د هلمند د اطلاعاتو او کلتور مدير وټاکل سو.
په (۱۳۵۳ل.) کال د پکتيا د اطلاعاتو کلتور مدير او د وړانګې مجلې چلوونکی وو. په (۱۳۵۵ل.) کال د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د مديريت مدير وټاکل سو.
د پښتو څېړنو د نړۍ وال مرکز په جوړېدو سره، ښاغلی عطايي د ريسرچ لوی مدير، د اتنوګرافۍ د څانګي غړی او وروسته ئې آمر وټاکل سو. وروسته د افغانستان د علومو اکاډمۍ د خپرونو او کتابتون رئيس وو.
عطايي په اکاډمۍ کي داخل او دباندي ډېري نوري دندي هم کړي دي، چي دلته ئې يادونه ليکنه اوږدوي.
د عطايي په سلګونه مقالې په طلوع افغان، هلمند، وړانګه، کابل، وږمه، ژوندون، جمهوري پلوشه، کندهار، جرګه، آريانا مجلو او ورځپاڼو کي خپرې سوي او ځيني تاليفات ئې مستقل هم چاپ سوي دي، چي ځيني ئې دا دي:
۱- د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه (۱۳۸۰ل.).
۲- هلمند د کلتور په ساحه کي (۱۳۴۴ل.).
۳- د آسيا په زړه کي طوفان (۱۳۵۹ل.).
۴- ملي هينداره د اجتماعي څېړنو له نظره (۱۳۶۳ل.).
۵- د پښتنو او بلوڅو کرونولوژي (۱۳۶۸ل.).
۶-په پښتو ادبياتو کي د کيسې برخه (۱۳۵۶ل.).
۷- سل معروف نړيوال داستانونه (۱۳۶۰ل.).
۸- د نيکه ګانو پيغام (شعرونه) (۱۳۳۲ل.).
۹- د جرګو وطن (۱۳۶۱ل.).
۱۰- د کندهار پېژندنه (۱۳۴۷ل.).
او نور
کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي د (۱۳۸۰ل.) کال د مېزان پر ۱۹ په کابل کي د زړه د ناروغۍ له امله وفات سو او د کابل په شهدای صالحين کي ښخ کړل سو.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ