نوميالی ليکوال: محمد رفيق حبيبي
ديجيتل کوونکي:
خليل الله سروري، شمس الله آرين
محمد رفيق حبيبي زموږ د وخت د مشهور سندرغاړي ناشناس پلار، د مرحوم زين العابدين زوی، د مولوي عبدالرحيم لمسی او د علامه حبو اخندزاده (حبيب الله کندهاری) کړوسی دئ. په (۱۳۲۰هـ.ق.) کال په کندهار کي زېږېدلی دئ.
لومړۍ زده کړي ئې له مولوي عبدالواسع شهيد څخه کړي، بيا دوه کاله د کندهار په (بيت الحفاظ) کي وو. په (۱۲۹۸هـ.ش.) کال د کابل په دارالمعلمين کي شامل سو او تر فراغت وروسته په کندهار کي ښوونکی او سرښوونکی سو.
تر سقوي دورې دمخه په (۱۳۰۵هـ.ش.) کال په مزار شريف کي سرښوونکی او په (۱۳۰۶هـ.ش.) کال د کابل د حبيبيې په ښوونځي کي د عربي صرف و نحو ښوونکی وو.
په سقوي دور کي پر کور کښېنستی.
د نادري دورې په راتګ سره، د کندهار په مستوفيت کي د تحريراتو سرکاتب وټاکل سو.
په (۱۳۱۲هـ.ش.) کال د کندهار په (پښتون شرکت) کي مامور وو، کال وروسته په کراچي کي د شرکت نماينده او دوه نيم کاله وروسته په بمبئي کي د شرکت نماينده سو.
په (۱۳۱۸هـ.ش.) کال په کراچي کي د ملي بانک نماينده، په (۱۳۲۱هـ.ش.) کال په پېښور کي د ملي بانک نماينده، يو کال وروسته په ډهلي کي د کندهار د تجارت اطاق نماينده او په (۱۳۲۵هـ.ش.) کال په پېښور کي د بانک نماينده سو.
په (۱۳۲۶هـ.ش.) کال په کابل کي لومړی تجارتي مدير، بيا د مامورينو مدير او په (۱۳۲۹هـ.ش.) کال د ملي بانک د تفتيش د دايرې د لوی مدير په توګه وټاکل سو، چي په همدې وظيفه کي تقاعد او پر کور کښېنول سو.
ښاغلي حبيبي په پښتو او پاړسي تر کښنګ برعلاوه، په عربي، انګرېزي او اردو ژبو کي هم ښه وارد وو، لاندي د ده ژباړل سوي کتابونه دي:
۱- هدايت الحکمة: (له عربي څخه)، (۱۳۰۶ش.).
۲- تتمة البيان في تاريخ الافغان: (له عربي څخه پښتو او پاړسي ته)، (۱۳۲۰ش.).
۳- تاريخ الامم: (له اردو څخه په اوو جلدو کي ژباړل سوی).
محمد رفيق حبيبي په (۱۳۵۰هـ.ش.) کال په کابل کي وفات سو.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba