ليکونکی: شمس الله آرين

نن (۱۳۹۹/ ۹/ ۱۱) د افغانستان او د سيمي د لوی او منلي عالم اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد (علامه بابا) د مړيني شپاړس کاله پوره سول. شپاړس کاله دمخه همدا ورځ (۱۳۸۳/ ۹/ ۱۱) د کابل په څلور سوه بستريز روغتون کي د علامه بابا د نړۍ د ليدلو وروستۍ ورځ وه.
علامه بابا په (۱۳۰۰ل.) کال د کندهار په بابړو کوڅه کي د مرحوم عبدالغفور خان په کور کي وزېږېد. عبدالغفور خان يو عالم سړی وو، چي تر پښتو برعلاوه په پاړسي، عربي، اردو او انګرېزي ژبو هم پوهېدی. د علامه بابا په خبره: «زموږ کره ۷۰ کاله مخکي (اوس: ۹۰ کاله مخکي= ۱۳۱۰ل.) د (افغانستان) اخبار له لاهوره راتلی او هلته هم نشرېدی، اوس چي ئې موږ پاکستان بولو، د هغه وخت هندوستان. د هغه وخت ټوله اخبارونه چي په پښتو، اردو او پاړسي خپرېدل اکثره به زموږ کره راتلل. همېشه به د دوی په مجالسو کي پر سياسي او ادبي موضوعاتو باندي بحث کېدی». (ګوربت مجله، ۱۳۷۹ کال، د زمري- وږي ګڼه)
پوهاند رشاد د لسو کالو وو، چي د وخت پاړسي او عربي کتابونه او څه ناڅه انګرېزي ئې د پلار په توسط زده کړل. خو پلار ئې تر ډېره ور سره پاته نه سو؛ تقريباً علامه رشاد د ديارلسو کالو وو، چي د پلار سايه ئې له سره ليري سوه.
په همدې ديارلس کلنۍ کي علامه رشاد له مکتب څخه په اوله درجه فارغ او په مکتب کي د استاد په حيث وګمارل سو. په دې کم عمر کي د ده معالمۍ، دی په (کوچني معلم) مشهور کی.
علامه رشاد د کندهار د ښار د انتخابي ټولني د رياست او د کندهار ښاروالۍ د مرستيالۍ وظيفې هم اجرا کړي دي.
په (۱۹۴۷م.) کال علامه رشاد هند ته د نورو زده‌کړو له پاره ولاړ. هلته ئې تر رسمي زده‌کړو برعلاوه د پښتني شاهي کورنۍ (لوديان) په اړه خورا ډېري څېړني وکړې، چي بيا ئې د خپلو څېړنو پايلي په (۱۳۳۶ل.) کال د (لودي پښتانه) په نامه په يو کتاب کي خپرې کړې. ده هلته ديوانګري ليکدود او څه ناڅه سانسکريټ ژبه هم زده کړه.
نوی دهلي ـ د راديو سټېشن، په ۱۳۶۶ ه ش کال، د آل انډيا راډيو سره مرکه
انځور له علامه رشاد اکاډمۍ څخه په ځانګړې مننه

پوهاند رشاد له شپږويشت کلنۍ څخه د «ويښ زلميان» ګوند غړی وو، چي بيا په (۱۳۳۱ل.) کال د ګوند په استازيتوب د کندهار د استازي په توګه پارلمان ته معرفي سو، خو د ځينو ستونزو په خاطر، چي د وخت د والي عبدالغني خان له خوا ورته جوړي سوې، له پارلمان څخه پاته سو.
په (۱۳۳۷ل.) کال علامه رشاد د کابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي د پښتو ډيپارټمينټ رسمي استاد سو، چي په دې وخت کي ده د پښتو ټولني غړيتوب هم درلود. بيا دوه نيم کاله پخواني شوروي اتحاد ته ولېږل سو، هلته ئې د سنت پترزبورګ د ختيځ پېژندني په انسټيټيوټ کي د پښتو ژبي استادي کوله. تر راتګ وروسته ئې بيرته د کابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کي د پښتو په ډيپارټمينټ کي استادي شروع کړه، چي تر يو څه وخت وروسته د همدې ډيپارټمينټ مشر هم سو او د پوهنتون لوړه رتبه (پوهاندي) ئې هم واخيسته.
پوهاند رشاد د (۱۳۵۷ل.) کال د ثور د مياشتي پر اوومه نېټه متقاعد اعلان سو.
د استاد رشاد او دولت تر منځ موجود اختلافات د دې باعث ول، چي استاد نه يوازي د علومو د اکاډيمۍ مشرتوب نه منی، بلکي تر ډېره پوري ئې د اکاډيمۍ تر ټولو لوړه رتبه (اکاډيميسني) هم نه اخيسته.
د پوهاند رشاد په باطن کي د اپورچونيسټي خواصو نه موجوديت، ده ته د عمر تر پايه پوري د سر درد وګرځېدی. استاد رشاد هيڅ کله د حاکمو نظامو ظلمونه تر شلو پردو لاندي پټ نه کړل، بلکي د هر نظام ظلمونه ئې جلا جلا بيان کړل؛ استاد رشاد له (۱۹۷۸- ۱۹۹۲م.) کلو د حکومتو ظلمونه د (ملحد شاهۍ) په نوم په يوه شعري ټولګه کي را جمع کړي. له (۱۹۹۲- ۱۹۹۶م.) کلو د حاکم دولت ظلمونه او انارشيزم ئې د (تنظيم شاهۍ) په نوم په يوه شعري ټولګه کي ليکلي دي. له (۱۹۹۶- ۲۰۰۱م.) کلو د دولت ګډوډي او ظلمونه ئې د (طالب شاهۍ) په نوم په يوه شعري ټولګه کي ليکلي دي. تر (۲۰۰۱م.) کال وروسته ئې ډېر شعرونه او ليکني د بل‌واکۍ او زورواکۍ تر عنوانو لاندي ليکلي دي. د ده له دې کارو څخه معلوميږي، چي ده هيڅ کله په يوه او بل نامه پردۍ واکمني پر هيواد باندي نه منله او نه ئې هم هغه واکمنان په ښه نامه يادول، چي د پرديو زورواکانو له خوا په زور سره پر افغانانو باندي تپل سوي ول.
پوهاند رشاد د ژوند تر پايه پوري د هيواد د پرېښولو په نيت، له هيواد څخه و نه وتی. هغه د کابل ټوله خوني جنګونه له نژدې وليدل، د وخت د هغه دولت؛ چي دی ئې متقاعد کړی وو، دوه ساعته هغه تلاښي، چي د ده کتابونه ئې دانه په دانه وکتل، په خپلو سترګو ننداره کړه. خو هيڅ کله ئې دا فکر له ځانه سره و نه کړ چي له وطنه به وځي. هغه د ګوربت مجلې د خبريال د يوه سوال په جواب کي، چي له هيواد څخه د ده د نه وتلو علت ئې پوښتلی وو، داسي وويل: «نو تاسي ګمان کوئ چي ټول خلګ بايد له افغانستان څخه وتلي وای او افغانستان ئې خوشي کړی وای؟ ... ځيني کسان ول چي هغوی دا هر څه د هيواد په دننه کي وزغمل، مثلاً: ما په هغه وخت کي د دولتونو پر ضد مضامين ليکل او هغه له افغانستانه دباندي په مستعارو نومو خپرېدل. دلته داسي شپې او ورځي هم راغلې چي دوې جوړې کالي به مي هره شپه سر ته ايښوول، چي که فرضاً تا بوځي، بندي دي کړي، يو دوې جوړې کالي خو به لرې. نو په ډېرو سختيو کي مو شپې او ورځي تېري کړي دي، اما ټول د دې له پاره چي دا واقعيت له نژدې څخه ووينو.» (ګوربت مجله، ۱۳۷۹ کال، د زمري- وږي ګڼه)
اکاډيميسن پوهاند رشاد تر مورنۍ ژبي -پښتو- برعلاوه په پاړسي، عربي، اردو، هندي، جاپاني، روسي او انګرېزي ژبو رواني خبري کولای سوای. د سانسکريټ ژبي په شمول په ډېرو نورو ژبو هم پوهېدی. ده خپل لومړی شعر په ديارلس کلنۍ کي ووايه، خپله لومړۍ څېړنيزه مقاله ئې په شل کلنۍ کي په طلوع افغان کي خپره کړه او خپل لومړی اثر ئې په (۳۶) کلنۍ کي خپور کړ، چي تر اوسه پوري هم ډېر معتبر اثر دئ.
استاد رشاد په خپل ژوند (۱۴۲) آثار تأليف کړي، چي (۵۶) ئې د ده په ژوند چاپ سوي دي. د ده تر مرګ وروسته د ده (۸۶) آثار ناچاپ پاته سول، چي اوس له هغه جملې څخه (۲۶) نور هم چاپ سوي دي او (۶۰) آثار ئې لا د مينه‌والو تر لاسو نه دي رسېدلي.
له علامه رشاد څخه د علومو د اکاډيمۍ تر څو واري پر له پسې غوښتنو وروسته، ده د اکاډيميسنۍ رتبه قبوله کړې، د کدر د پوهاندۍ رتبه پوهنتون ور کړې او د (علامه) لقب په (۱۳۸۲ل.) کال په جلال آباد کي د يوې جوړي سوي غونډي پر مهال ور کول سو.
د پښتني لمر دغه وجود شپاړس کاله دمخه په خاورو کي ښخ سو. د دغه لمر له انرژۍ څخه متاسفانه پښتنو سمه استفاده و نه کړله او اوس ئې په نېستۍ کي ورغوي موږي.
روح دې ښاد وي!

 شمس الله آرين

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ