ليکونکی: احمدولي اڅکزی

فاضل ښاغلي محترم استاد محمد پرويش شاهين د سوات په منګلور کي دې نړۍ ته سترګي پرانستلي دي. هغه يو تاريخپوه، لرغونپوه، شاعر او قلموال دی چي تر ۴۵ څخه زيات کتابونه يې په پښتو، اردو او انګرېزي ژبو ليکلي دي. فاضل استاد له پنجاب پوهنتون او پېښور پوهنتون څخه څلور ماسټرۍ اخيستي چي پکښي د پښتو ادب، ښوونې او رزونې، اردو ادب او تاريخ مضامين شامل دي. هغه له علامه اقبال پوهنتون څخه هم د ټولنپوهنې په ډګر کي يو بريليک ترلاسه کړی دی.

فاضل استاد د پښتو ژبي په ادبياتو، ګنداهارا کلتور، بودايزم، ژورناليزم، چاپيريالپوهنه، لرغوني تاريخ او د کوچنيانو پر ادبياتو څېړني تر سره کړي دي. د دې تر څنګ هغه د زيات شمير ماسټرۍ، ام فيل او پي ايچ ډي زده کوونکو رهنما او لارښود يا مراقبت کوونکی استاد پاته سوی دی.

استاد پرويش شاهين صاحب په پېښور کي د پښتو اکاډمۍ غړی دی او د خيبرپښتونخوا حکومت د ژبو د ادارې رئيس تېر سوی دی.

محترم استاد يو داسي شخصي کتابتون لري چي د نړۍ له بيلو سيمو څخه څېړونکي د ده پر کور مېلمانه وي او له دغې کتابخانې څخه د خپلو څېړنو له پاره کار اخلي. په دغه کتابخانه کي تر ۲۵ زرو زيات چاپي او د خطي نسخو کتابونه او ګڼ شمير ويډيويي، ږغيز او نور مواد هم موجود دي.

د استاد محترم دوه کتابونه په نصاب کي شامل سوي دي. هغه په سوات کي د شاهين ادبي جرګې مشر هم دی.

ما پخپله د فاضل استاد سره ديدن او مجلس په ۲۰۱۵ کال د کوټي په ښار کي د پښتو د نړيوال کانفرانس پر وخت په نصيب سو. د زښت زيات علم او تجربې لرلو باوجوده دغه ښکلی انسان ډېر خاکساره، مؤدب، شفيق او مهربان دی. ولس او ژبه يې د ټولو خدمتونو احسانمنده ده.

فاضل استاد ته د امان الله نصرت صاحب په لاندنۍ قصيده دغه لنډه پېژندنه پای ته رسوم.

پروېش شاهين بابا
تاريخونو نه خبر پرويش شاهين دی
ډک له علم و له هنر پرويش شاهين دی
لوی عالم لوی محقق لوی قلموال دی
د ادب د اسمان لمر پرويش شاهين دی
خوروي هر خوا د پوهې رڼاګانې
تورو شپو ته سپين سحر پروېش شاهين دی
خزانې د علم و پوهې ورسره دي
بې نياز له سيم و زر پرويش شاهين دی
دروند پښتون دی په پښتو باندې مين دی
د پښتو ادب زېور پرويش شاهين دی
په رګونو کې ېې وينه پښتنه ده
ملنګۍ کې قلندر پرويش شاهين دی
د شاهانو خزانې ېې پکار نه دي
ناست خوشال په خپل ټغر پروېش شاهين دی
پښتو وايي پښتو ليکي پښتو پالي
ټينګ ولاړ په هر سنګر پروېش شاهين دی
خپل کلتور خپل ثقافت ورباندې ګران دی
خدمتګار د خپل کلچر پروېش شاهين دی
عقيده ېې ښه راسخه ده پوهېږم
د اسلام د دين عسکر پروېش شاهين دی
لپې لپې وږمې وېشي د ګلونو
د وختونو جلوه ګر پرويش شاهين دی
په کابل او پېښور باندې مين دی
هم د لر او هم د بر پروېش شاهين دی
په هرځای کې سپينې سپينې ښکاره وايي
بې پروا له هر خطر پروېش شاهين دی
لوی استاد دی د ادب په دبستان کې
ښه لارښود او نيک رهبر پروېش شاهين دی
لکه ستوری ماښامونو کې ځلېږي
ددې خاورې شمله ور پروېش شاهين دی
ساتندوی دی د لرغونو ميراثونو
سخندان او سخنور پروېش شاهين دی
ټينګ ايمان ننګ او غيرت دی خدای ورکړی
دروند انسان لکه د غر پروېش شاهين دی
د خپل قام په درد و غم باندې دردېږي
د خپل قام د زړونو سر پروېش شاهين دی
لوړ فکرونه خدای ورکړي دي نصرته
لوړ ېې خيال لوړ ېې نظر پروېش شاهين دی

انځور: د استاد شاهين صاحب له خوا قاموسونه ټکی کام ته سپارل سوی، ورڅخه مننه کوم

قاموسونه ټکی کام د پښتو ژبي د مهمو ليکوالانو د بيوګرافيو د خپرولو لړۍ د «نوميالي ليکوال» تر عنوان لاندي پېل کړې ده. د دغې لړۍ د ټولو مقالو/بيوګرافيو ليسټ پر لاندني لينک موندلای سئ:
https://bit.ly/3dljF88


___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/7u57x
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ