ليك: سيدالامين احسن خوېشګي 

د پښتو علامتي افسانې، ناول، ادبي صحافت، اداكارئ، اوترجمې ډېر لوے نوم، فاروق سرور د خپلې وېنا مطابق د مئي په پينځويشتمه كال نولس سوه دوه شپېتهٴ او د سركاري دستاويزاتو مطابق د جون په پينځويشتمه ٢٥ جون كال نولس سوه دوه شپېتهٴ ( 1962ع) كښې غلام سرور كره وزېږېدو. د دوي نيكهٴ يو ليك لوستے شخصيت وهٴ، او پلار محترم ئې د پېشې په لحاظ وكيل وهٴچې د دوي رجحان ئې هم وروستو د قانون زدكړو ته مائله كړو. اولنئ رسمي زده كړې ئې د خپلې وېنا تر مخه د كوېټې ښار په يو مشنري سكول كښې وكړې او بيا ئې هم دغه ښار كښې په انګرېزئ طريقه تدريس كښې روان اسلاميه سكول كښې داخله واخسته. په كال نولس سوه اتهٴ اويايم ( 1978ع) كښې ئې له دغه ادارې د لسم جماعت سند ترلاسه كړو. وروستو په كال نولس سوه يو اتيا (1981ع) كښې د دولسم جماعت پاس كؤلو نه پس ئې په كال نول سوه څلور اتيا (1984ع) كښې د څوارلسم جماعت امتحان كاميابئ سره پاس كړو. په انګرېزي ادب كښې ئې اېم اې وكړه. دې نه پس ئې د ملازمت دوران كښې د قانون ډګرئ هم په كال نولس سوه نوي (1990ع) كښې ترلاسه كړه. د عملي ژوند هلو ځلو سلسله كښې ئې د رېډيو پاكستان محكمه كښې د پروګرام پروډيوسر تربيت اسلام اباد كښې د ياد محقق رشيد احمد يوسفزي سره يوځاے ترلاسه كړو. په نولس سوه پينځهٴ اويايم (1975ع) كښې افسانه نويس، دستاويزګار او منتظم درمحمد کاسی پاکستان ټيلي ويژن مركز ته راوستو او د ماشومانو د پاره وړومبۍ ډرامه كښې ئې پرې كردار ترسره كړو، او دا رنګ په کال نولس سوه څلور اويايم ( 1974ع) كښې ئې د اداکارئ د ممشاهرې د دېرشو روپو وړومبے چِك واخستو. ١ 

د فاروق سرور د وېنامطابق دغه ايام كښې ئې تر يو وخته رېډيو پاكستان، كوېټه، كښې د پښتو د اناؤنسر په توګه كار كؤلو چې خپل ماما، ياد ليكونكي او پروډيوسر ابوالخېر ځلاند، پرې د ريډيو او ټي وي د پاره ډرامې و ليكلې. د ادبي صحافت ضمن كښې دوي د كوېټې نه شائع كېدونكي د اردو اخبار' جنګ ' سب ايډيټر بهرام غوري، چې دوي ئې خپل استاد ګڼي، په كال نولس سوه اووهٴ نوي (1997ع) كښې ئې پرې دغه ورځپاڼه كښې اووهٴ ورځنے ادبي كالم 'ادب سېر' ليكل شروع كړو چې لا تر اوسه جاري دے. په خپل ناول' سګوان' ورته خوشحال خان خټك اېوارډ وركړے شوے دے. د اداكارئ په مېدان كښې ئې د حبيب پانيزئ ډرامو، 'بېلتون' او 'كور مې تر تا جار' كښې مركزي كردارونه ترسره كړل. د قانون په شعبه كښې ئې د كال دوه زره پينځلسم نه تر دوه زره اتلسم (2015 نه تر2018ع) پورې د خپلې صوبې د اېډوكېټ جنرل فريضې سرته رسؤلې. ٢

تذكره نويس او كهنه مشق محقق ډاكټر عبدالرؤف رفيقي صاحب خپل اهم كتاب 'وياړلي' كښې د دوي او د دوي د كتابونو تذكره داسې كوي:

'زوكړه؟نچاري فتح خان روډكوټه د محمد سرورخان زوى په خټه اتمان خېل كاكړ زده كړې اېل اېل بي، كالم ليكونكى، په كوټه كښې په وكيل ليكوال او كامېډي هنرمند، اثار: لېوه لنډې كيسې چاپ، د پورتني كتاب انګليسي ژباړه چاپ، دريه: ١٢ لنډې كېسې چاپ د پښتو كاروان نچاري ټرېډرز كوټه فراري ١٩٨٨ع مخونه ١١٢
زنځيرونه: لنډي كيسې چاپ ګوشه ادب جناح روډ كوټه ٢٠١٥ع مخونه ١١١
تنده:٩ لنډې كيسې چاپ پښتو ادبي ملګري كوټه ستمبر ١٩٩٤ع مخونه ١٣٦
ندي كي پياس: اردو لنډي كيسې چاپ پښتو ادبي ملګري كوټه ١٩٩٦، مخونه ١١٠
ګرګۍ ګيږكه: چاپ سكام ادبي اكېډيمي كوټه فروري ٢٠٠٦، مخونه ١١٠
سګوان: ناول چاپ سكام ادبي اكېډيمي كوټه اپرېل ٢٠٠٨ع، مخونه ١٤٧
سګ بان: د پورتني ناول اردو ژباړه چاپ سېل اېنډ سروسز كوټه اپرېل ٢٠١٥ع مخونه ١٣١
ادب سېر: د اردو كالمونو ټولګه چاپ كلات پبلشرز
سكروټې : لنډې كيسې چاپ. . . . . '٣

له دغو علاوه، 'ماڼو'- (٢٠٠٩ع)، 'بوډا او ماشوم'- ( ٢٠١٣ع)، 'مجرم'- ( ٢٠١٧ع)، او 'اسمان به نن نړيږي'، ( ٢٠١٨ع)، هم د دوي د افسانو مجموعې دي. 

د دوي د وېنا ترمخه اول اول به د دوي ليكلې وړې وړې افسانې د نورو خلقو نه علاوه بهرام غوري هم خوښؤلې او هم دغه ورځو كښې د دوي طبعي عمر برعكس د زيات پوخ ادبي او فني فكر په وجه رېډيو كښې د دوي په افسانو د نقل ګمان كېدلو خو چې كله ورته معلومه شوه چې دغه افسانې په رښتيا د دوي تخليق دي نو بيا د دوې په تعريفونو نهٴ مَړېدل. په دغه اساس د انګرېزي ادب سره وابسته د دوي ملګري وارث اقبال، مجتبى صاحب او نورو لويو لويو خلقو د دوي باره كښې د يو لوے ليكوال پېشګوئي وكړه. او د هغوي دغه ډاډ او حوصله افزائئ دوي په وړاندې بوتللو او د ادبي رفعتونو دغه سفر لا دوام لري. 
اردو كښې دوي يوسف ګل خپل اولنے استاد ګڼي. له هندوستان نه د لوے نقاد او محقق خداے بخښلي شمس الرحمان فاروقي په ادارت كښې شائع كېدونكې ادبي مجله 'شبخون' كښې د دوي اردو افسانې شائع شوې چې د دوي دپاره د درناوي او اعزاز خبره ده او د دوي د افسانې شهرت ئې يوې لوئې حلقې ته ورسؤلو. ځكه نو دوي پښتو افسانه د اردو افسانې سره برابرؤلو دپاره يوه شعوري هڅه هم كؤله. خپلو متقدمينو او هم عصرو افسانه ليكونكو كښې د محقق او افسانه نويس قلندر مومند افسانې د هئيت او ساخت، موضوع او مضمون، او كردار نګاري په بنياد خوښوي. د سفرنامه نګار، ناول نويس او افسانه ليكونكي طاهر افريدي افسانه ورته 'عامه افسانه' ښكاري. د نورالامين يوسفزي افسانه 'ښه اومعياري' ګڼي. دوي وائي چې' نورالامين افسانه ليكلو كښې زما حوصله افزائي كړې ده او د پروفېسر اسير منګل د مينې هم شكرګزار دے. دمنفرد افسانه ليكونكي' ګل افضل خان او مهدي شا باچا افسانو نه ورته ځان متاثره ښكاري'. ٤
دوي لا 'څوارلسم جماعت طلب علم وهٴ چې د اردو افسانې تعريف ئې كېدلو او څو افسانې ئې انګرېزۍ كښې ترجمه شوې هم وې'. د دوي په خيال ښه افسانه 'هلته ليكلې كېدې شي چرته چې سياسي حالات خراب وي. په مړه ګېډه ښه افسانه نهٴ شي ليكلې كېدې. روس كښې هم د بهترين فكشن او افسانې تخليق كېدلو يوه بنيادي وجه هلته د دننه حالاتو خرابېدل وهٴ'، خو د دوي د دغه مفروضه په جزوي توګه تر يوحده غلطه هغه وخت ثابته شي چې كله مونږ د خپلې افسانې او ناول جائزه اخلو او په دې نتيجه رسو چې د افغانستان دومره لوئې غميزې مونږ ته په فكشن كښې ډېر كم څهٴ راكړي دي، البته دغه سفر اوس روان شوے دے. پښتو كښې د علامتي افسانې ضمن كښې دوي د پروفېسر ډاكټر زبېر حسرت، خپل ځان او نورالامين يوسفزي ذكر كوي 'حالانكې علامتي افسانې نورو افسانه نويسو هم ليكلي دي خو دوي دا هم وائي چې' د پښتو افسانې دومره ډېر مطالعه ئې نهٴ ده كړې' وائي 'نورمحمد تركئ بهترين ناولونه ليكلي وهٴ خو د هغهٴ نظريه د خلقو نهٴ وه خوښه شوې. ټالسټائې خپل ناول څلوېښت ځله بيا بيا وليكلو او چې بيا ئې سر دوباره ليكلو نو سېكرټري ورته شائع شوې نسخه راؤړه. ځكه نو بهترين ادب د مسلسل ليكلو مشق غواړي'. دغه تتبع كښې دوي يوه افسانه شل ځله هم وليكي او نورالامين يوسفزي، افضل مراد او محمود اياز سره پرې مشورې كوي'. وائي 'سعيد ګوهر ئې ډېره حوصله افزائي كړې ده'. ٥ خو د دغه ټولو خبرو باوجود زمونږ افسانه او ناول ليكونكيو مونږ ته د افغانستان په اوږده پېښه، د اشتراكيت په عروج او زوال مطلوب او ښهٴ افسانوي ادب نهٴ دے تخليق كړے او چې كوم دے هغه هم سطحيت ته ورته ګڼلے كېدې شي. 

 وائي' افضل مراد او بهرام غوري به ناول ليكلو ته هڅولو، نو اتهٴ كاله مشقت نه پس ئې 'سګوان' وليكلو او د اشاعت نه وړاندې ئې ملګرو ته نقلونه وركړل چې تنقيدي نظر پرې وغورزوي' . د ډرامې متعلق خيال لري چې 'قدوس دراني د ډرامې بادشاه ګڼلې كېدو، پروډيوسر قاسم جلالي د فاروق سرور ډېره حوصله افزائي وكړه نصرت ټاكر او كاظم پاشا ورته كراچۍ ته د ډرامې دپاره د راتللو ووئېل'ځوانانو ته د 'محنت كولو پېغام'٦ وركوي. 

د افسانې ليكلو نه علاوه د دوي بل اهم مېدان انګرېزۍ او اردو ته د پښتو ادب ترجمه كؤل دي دغه ضمن كښې د دوي ترجمه شوي كتاب بهيړيا (بھیڑیا) چې په پښتو د دوي اوولس افسانې اردو ته ترجمه شوي دي. سنزر خان شايد د دوي زوے دے او دا ترجمه هم د هغوي نه، بلكه د دوي خپله ښكاري. بهرحال د دغه افسانو اردو هم ادبي او فني اردو ده او د مطالعې دوران كښې داسې نهٴ ښكاري چې ګني دا ترجمه شوي فنپارې دي. ٧ (الف) له دغه علاوه دوي د څهٴ همعصره شاعرانو منظوم تخليقات هم انګرېزۍ ته اړؤلي دي د دوي انګرېزي ترجمې هم خپل ادبي خوږوالے لري او پكښې د نورو معياري كېدو ځاے شته. دوي بيا خپلې افسانې انګرېزۍ كښې د 'دي وولف' ٧ (ب) په نامه ترجمه كړي دي. چې لس افسانې لري. انګرېزي ئې زياته فني اوعلمي نهٴ ده خو بهرۤحال مونږ ئې د افسانو هغه څو مجموعو كښې شمېرلې شو چې په انګرېزۍ كښې پكښې پښتو افسانې وړاندې كړې شوي دي. 

د دغه افسانو متعلق محمد حفیظ خان لیکی: 
' فاروق سرور نے جہاں کہانی لکھنے کو نئی جہتوں سے آشنا کیا ہے وہیں بحیثیت نقاد، تنقید میں بھی غیر جانبدارانہ اور خالصتاً علمی انداز اپنا کر نقد و نظر کے دامن کو اعتبار عطا کیا ہے۔۔۔فاروق سرور کی خوش قسمتی کہوں یا پشتو فکشن کی خوش بختی کہ ایک خاص وقت میں بہت سے اعلی ذہن تخلیق کاروں کی صحبت میں ایک ایسے کہانی کار کی پرداخت ہوئی کہ جو نہ صرف ہمہ جہت ہے بلکہ فکشن کی تمام اشاک وجہات پر صورت و معنی کی وسعتون تک محیط ہے' ٨

د دوي د ناول 'سګوان' په حق له محقق او اديب رشيد احمد رائي لري:
'دا ناول په امريكه كښې په دوه منارو (Twin Towers) د بريدونو نه وروستو د هغې په عكس العمل كښې د څرګندو شوو حالاتو او په دې سيمه د هغې د اغېزو په تناظر كښې ليكلے شوے دے او ناول نګار په علامتي ډول دغه ټول محركات او اغېزې لوستونكو ته وړاندې كړې دې مونږ دا وئېلے شو چې دا ناول په پښتنه سيمه كښې د نورو قامونو دلچسپي او مقصدونه په ګوته كوي او د هغې د نتيجو جاج اخلي دا يو سياسي او مقصدي ناول دے'. ٩

په برغو منارو يرغل او د هغې په ردعمل كښې راپېښې ساخته او خودساخته بيانيې ادب ته نوي موضوعات وركړل. دې نهٴ يوازې په امريكه دننه بلكه بهر نړۍ كښې هم يوه نوې ثقافتي، مذهبي او سياسي بيانيه سازه كړه. په لږ وخت كښې صرف په امريكه كښې په دغه موضوع تقريباً پينځهٴ څلوېښت ناولونه، ګرافك ناولونه او د افسانو مجموعې شائع شوې. چې پكښې د جوناتهن سېفران فؤر ( "Extremely Loud and Incredibly Close, (2005 د اېن مِك اېوَنSaturday’’، د محسن حامد The Reluctant Fundamentalist,، او د ډان ډي لېلو Falling Man، او نور شامل دي١٠. دې موضوع سره متصلو بحثونو مونږ يو ځل بيا داېډورډ وديع سعيد د Orientalism ١١بحثونو ته وديكلو. دغه تصوراتو او بيانيو ځانله په فلم، صحافت او د سماجي رابطو نټ وركونو كښې هم لاره پېداكړه. او يوه مستقله خودساخته بيانيه جوړه شوه. او د تحليل، ترديد يا د دغه بيانيې د تجزيې دپاره متقاضي جوابي بيانيه سازه نهٴ كړې شوه ګويا دا يوه 'نوې ابادياتي' يا 'نوې مابعدنو ابادياتي بيانيه' مخې ته راغله. دغه جوابي بيانيه له دغه ناول نه علاوه د حيات روغاني ناول 'نينځك' او د اٰفغانستان ځنې فنپارو كښې هم خوندي شوه. ډاكټر محب وزير پرې د يو لنډ كتاب 'په پښتوناول او افسانه ديولسم ستمبر اثرات'١٢ په نوم ليكلو په شكل كښې بنياد كېخودو خو د موضوع په لحاظ پكښې يوه تشنګي ښكاري. 

په داسې حال كښې د'سګوان' شايع كېدل د پښتو فكشن د عالمي ادب سيال كوي او خپل هغه موقف چې نړۍ نظرانداز كړے وهٴ اومونږ په پوره منطقي توګه نهٴ وهٴ وړاندے كړے شوے. ما د كوشش باوجود د'سګوان' نسخه ترلاسه نهٴ كړې شوه البته څو صفحات او پرې د پروفېسر محمود اياز او ډاكټر صادق ژړك ليكونه مې پرې له نظره تېر شول. د سګوان متعلق محقق پروفېسر محمود اياز د يو اوږد علمي او فني بحث نه پس ليكي چې: د فاروق سرور فكشن دغه روايت په موجوده ګلوبل وېلج باندې يو لوے طنزدے او ښهٴ تخليق عموماً هغه وي چې يو اهم سوال پېداكؤلے شي. . دوي ته دغه ناول كښې د 'كندل اكا' كردار لږ ډېر پيكه معلوميږي'. . او فاروق سرور ورته د 'جنوبي پښتونخوا چيخوف ښكاري' ١٣ او صادق ژړك ئې 'ويښ ليكوال'١٤ ګڼي. د چېخوف پورې راياده شوه چې د سګوان د كردار'ماماګئ' غوندې يو كردار د چېخوف ناول ګوټي 'وارډنمبر شپږم' كښې هم دے . چې د آئيوان دمترچ ګروموف په نوم دے. هغه د سركار له لوري د بندي كېدو په يره كښې اخته دے. خو دي َرې كومه عكاسي چې ئې چېخوف كړې ده، او څنګه چې ئې يره مجسمه كړې ده، لوستونكے حېران دريان كړي. ١٥محقق رشيد احمد هم 'د نائن الېون بيانيه كښې دا ښهٴ ناول 'ګڼي١٦ (الف) . هم د دے ناول متعلق زرين انځور خپل غوره كتاب 'د سهيل داستاني ستوري' كښې ليكي چې 'سګوان تر ډېره حده يو سياسي معاصر ناول دى چې نوې پيښې په سمبوليكه (علامتي) بڼه وراندې كوي. رواني او اجتماعى بېلابېل اړخونه لري او له همدې كبله يې سبموليك اړخ دومره زيات هم پيچلى علامتي نه دى يو څه ترې د سياسي فكر له كبله سمبوليكې نخښې هم لوڅې شوې دي'. ١٦ (ب) 

فاروق سرور صاحب دعالمي ادب نه اخذ، اكتساب او ترجمې هم كوي. د نړۍ د اهمو ژبيو د ادب عاليه ځنې ترجمې او پرې بحثونه ئې زما له نظر تېر شوي دي چې كهٴ يو اړخ ته پښتو نورو ژبيو ته متعارف كوي نو بل اړخ ته پښتو لوستونكي هم د نورو ژبيو دت خليقاتو نه خبر ساتي. 

په مجموعي توګه د دوي افسانه يو خپل ساخت او جوړښت لري او كهٴ څوك ئې د دوي د نوم نه بغېر هم لولي نو بيا هم معلوميږ ي چې د افسانې تخليق كار فاروق سرور دے. دا افسانه كله كله د رمزيت نګارئ يو داسې رنګ واخلي چې ما بعد الطبيعاتي غوندې ښكاره شي. هغه د يو پوخ قصه ګو فنكار غوندې د ځناورو، مرغيو او اونو بوټيو په ژبه له خپلو كردارونو ناشنا خبرې وباسي. لكه د دوي افسانه' زنځيرونه'١٧. نو دا ګويا د كليله او دِمنه امتزاج د جديدې افسانې سره كوي. اګر كهٴ د پښتو ادب ځنې ناقدين او محققين د استهزا په توګه دارائې لري چې افسانه د قديم او جديد له قېده ازاده ده، خو بيا به ئې د ارتقائي سفر ادراك څنګ كوو. ؟ مونږ به د راحت زاخېلي د افسانې په تقابل كښې د عنايت الله ضياء، ډاكټر همدرد يوسفزي، ډاكټر علي خېل درياب او نورو مختصرو افسانو له څهٴ نوم وركوو؟علامتي افسانې كهٴ يو اړخ ته په ايمۤائيت او اشاره كنايه كښې د جبر او زياتي خلاف خپل بېرغ هسك ساتلے دے نو بل اړخ ته ئې د لوستونكيو دپاره د ابلاغ مسئلې هم مخې ته راؤړى دي. او دغه څيز د فاروق سرور افسانو كښې كله كله محسوس شي. د ګل محمد بېتاب پوښتنه هم ځاے لري چې ايا اوس هم دې د اظهار د پاره علامتي ادب تخليق شي؟١٨. محقق او شاعر پروفېسر محمود اياز خپله مقاله 'په سهېلي پښتونخوا كښې د ناول د سفر يو اجمالي جاج' كښې دغه ضمن كښې ليكې چې' په كابل كښې ما د اسدالله غضنفر نه پوښتنه وكړه چې د فاروق سرور د فكشن نګارئ په اړه دې څهٴ خيال دے هغهٴ په ځواب كښې راته ووئېل چې زهٴ نهٴ ورباندې پوهېږم نو ما ورته ووئېل چې په دې كښې د هغهٴ قصورن شته قصور د هغهٴ د قاري دے'١٩. معنى دا چې څهٴ ځايونو كښې د فاروق سرور په تخليقاتو پوهېدل خاص پوهه او خاص تفهيم لرل غواړي، البته كوم لوستونكي چې د دغسې فنپارو لوستلو او ترې د مقصد اخذ كؤلو اختصاص او ماده لري هغوي دپاره كښې پكښې ابهام نشته. په داسې صورت كښې به د دوي لوستونكي په دوه برخو كښې وېشلي كيږي او نتيجتاً هغه به كم وي خو په عقلي او منطقي توګه به زيات موثر وي. 

 كله كله د دوي افسانه يو ماورائي رنګ واخلي، له معلوم نه د نامعلوم او له نامعلوم نه د معلوم، له عامو موضوعاتو نه د خاصو او له خاصو نه عام جوړؤلو كښې هم دوي پوخ هنر لري. په دغه قرينه پښتو افسانه كښې د دوي انداز او ساخت د چا په تتبع كښې نهٴ ښكاري بلكه ځانله خپل جدا هئيت لري. البته په موضوعاتي توګه د نورو افسانه نويسو سره يو شان والے لري او لوستونكے پكښې د تنوع تشنګي محسوسوي. ماورائي انداز ئې هم خپل زميني حقيقتونه نهٴ هېروي لكه د دوي افسانه 'ناولد'٢٠كښې چې لېدې شي. خو دعالمي ادب د وسيعې مطالعې په سبب پكښې د اردو او انګرېزي ادب د افسانې رنګونه كله كله وبريښي. په لسانياتي توګه د مقامي لهجې خپل لغات او ټكي اګر كهٴ يو خپل خوند اوخوږلت لري خو دا هم ده چې دغه اختصاص او امتياز د دوي د لوستونكيو دائره هم په يو خاص حد كښې ساتي. او د دوي خاص انداز كښې ليكل دوي په يوخاص قطار كښې ودروي. خو سره د دې متفرقاتو فاروق سرور بيا هم د روان عصر په څو بهترينو افسانه ليكونكيو كښې شمېرلے كيږي. د روايت او جدت د امتزاج په صورت كښې كله كله د دوي په افسانه كښې د قديمو داستانونو كردارونه راژوندي شي، هم هغسې مافوق الفطرت خيالات پكښې ځاے ونيسي اوس نو دا كوشش كهٴ شعوري وي او كهٴ غېر شعوري، خو قصه ايز ادب په يو نوي شكل كښې د تخليق د عمل نه راتېروي او د دغه خاؤرې تاريخ په افسانه كښې رانغاړي. دغسې كار ليو ټالسټاے په خپل ناول وار اېنډ پيس، او اوس دتركيې ناول نګار اورحان پاموك خپل تركي ناول' بېنِم ادِم قِرمِزي (انګرېزي ترجمه- مائي نېم از رِډ) ' كښې كړے دے. دا ګويا د تاريخ او ادب د امتزاج او انجذاب يو شعوري كوشش او عمل دے چې زمونږ فاروق سرور پكښې تر ډېره حده بريالے دے. ورته دښهٴ ژوند دعا اواحترام
اخذاواكتساب:

١-كوېټه كښې د فاروق سرور سره زما بالمشافه مركه او مباحثه، ١٨-١٩دسمبر كال ٢٠٢١ع
٢-هم دغه مركه
٣-ډاكټر، رفيقي، عبدالرؤف، وياړلي، د پښتنو ليكوالو، شاعرانو او نورو پښتو پېژندونكيو ليكوالو د پېژندنې لارښود، اووم ټوك، د افغانستان ملي تحريك او د ډاكتر رفيقي څېړنيز مركز، اسد دانش مطبعه كابل. مخونه، ٢٨٠٩، ٢٨١٠١٣٩٥ل/٢٠١٧ز
٤-پورته ذكر مركه
٥-هم دغه مركه
٦-هم دغه مركه
٧- (الف) خان، سنزر، بھیڑیا (فاروق سرور کی پشتو کہانیوں کا ترجمہ) ملتان انسٹی ٹیوٹ آف پالیسی اینڈ ریسرچ ملتان، مطبع بی پی ایچ پرنٹرز لاہورجون ٢٠٢٠ع 
٧ (ب) . Sarwar,Farooq,The Wolf-A Translation of Pashto Fiction,Gosha-e-Adab,Kabir Building,Jinnah Road,Quetta,2016. 
٨- دغه پورته كتاب، مخ، 11، 12
٩-احمد، رشيد، ' پښتو ناول سل كاله'مخونه ٣٩٩، ٣٩٨، ضياء سنز پرنټرز، پېښور، ٢٠١٥ع
10-https://www. theguardian. com/. . . /top-10-9-1-novels. . . 
١١-Said,W,Edward,Orientalism-Western Conceptions of the Orient,Pinguin Books,India,2001 
١٢-ډاكټر، وزير، محب'په پښتوناول او افسانه د يولسم ستمبر اثرات' پښتونخوا مطالعاتي مركز، باچاخان يونيورسټي، چارسده كال ٢٠١٤ع
١٣-'سګوان زما په نظر كښې'، په 'سګوان' د پروفېسر محمود اياز مقدمه، مخ ١٥. 
١٤-'ملګرى فاروق سرور يو ويښ ليكوال'په 'سګوان' د صادق ژړك ابتدائي خبرې، مخ ١٧
١٥- چيخوف، انتون، دوناولټ، مترجمه، محمد يوسف، مكتبه شاهراه دهلي نمبر شپږم، جيد برقي پرېس دهلي، د اشاعت كال نهٴ لري. 
١٦- (الف) رشيد احمد صاحب سره زما خبرې، ١٦ جولائي، ٢٠٢٢ع
١٦ (ب) انځور، زرين، 'دسهيل داستاني ستوري''د سهيلي پښتونخوا د داستاني ادبياتو مخكښې څېرې'، هاشمي خپرندويه ټولنه، جلال اباد، ١٣٩٩لمريز، ٢٠٢٠ ميلادي كال، مخ ١٣٩. 
١٧-سرور، فاروق، زنځيرونه، ګوشهٴ ادب، جناح روډ، كوټه، سېلز اېنډ سروسز، كبير بلډنګ، جناح روډ كوټه، فروري ٢٠١٥ع
١٨- ګل محمد بېتاب سره زما مباحثه، ١٤ جولائي، ٢٠٢٢ع 
١٩-پروفېسر، اياز، محمود'په سهېلي پښتونخوا كښې د ناول د سفر يو اجمالي جاج' مشموله، د مقالو ټولګه، د پښتو ژبې، ادب و كلتور فكري او تخليقي يون، له نائن الېون وروسته، پښتو اكېډمۍ بلوچستان كوټه، مخ، ١٣١، ٢٠١٩ع
٢٠-سرور، فاروق، زنځيرونه. 


___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/gwzts
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ