ليک: امان الله نصرت (May 15, 2020)

دا يو جوت او رښتينی حقيقت دی هغه قامونه او ولسونه چې د خپلې ژبې د بقا او ارتقا غم او فکر ورسره نه وي، په  پرديو ژبو ېې اتکا کړې وي او د خپلې مورنۍ ژبې د اهميت او قدر احساس ونه لري بې له شکه  خپله ژبه له لاسه ورکوي او د ژوندۍ ژبې نوم ېې د مړو ژبو په لست کې په تورو ټکو ليکل کېږي(...)

پروفيسر ډاکتر وزير په قوم وزير احمدزی (ميرايي وزير) او د ۱۹۶۴ کال د جنورۍ په پنځلسمه د بنو د ډوميل په پښتنه سيمه کې زېږېدلی دی.

ډاکټر وزير د پېښور په پوهنتون کې تر پي ايچ ډی خپلې لوړې زده کړې بشپړي کړي او ۲۱ کاله ېې د بلوچستان پوهنتون د پښتو په څانګه کې د استاد په توګه د ځوان کهول په روزنه او پالنه کې کاري ونډه اخيستې او د خپلې ژبې او ادب لپاره ېې نه هېرېدونکی خدمتونه کړی دي.

ښاغلی وزير له ۲.۱۵ څخه تر دې دمه د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمۍ د مشر په توګه ورسپارل شوې دنده پر مخ وړي او دغه علمي او څېړنيز مرکزېې په خپل شتون او نه ستړي کېدونکو خدمتونو لاپسې ځلولی او ښکلی کړی دی.

دا درنه علمي سټه په رښتيا هم يوه ارزښتمنه او قيمتي ډالۍ ده چې الله ج په پښتنو لورولي او د څېړني، ژبپوهنې، تاريخ او اولسي ادبياتو په برخه کې ېې ورته بې سارې مهارت، پوهه او لوړ استعداد وربښلی او د نوموړي د خوښې په همدې ميدان کې ېې ورته ډېرې ښې او تلپاتې لاسته راوړنې ورپه برخه کړي دي.

ډاکټر وزير تر دې دمه په څلرويشتو بېلابېلو موضوعاتو علمي او څېړنيزې مقالې ليکلي چې خورا اړينې او په زړه پورې شننې او سپړنې ېې پکې کړي او د تحقيق او تخليق زده کوونکي ترې د مستندو سرچينواو ماخذونو په توګه لازمه ګټه اخيستلای شي.

ډاکټر وزير د نورو علمي کارونو تر څنګ په يو شمير بېلابېلو کتابونو ارزښتناکې او خوږې سريزې او مقدمي ليکلي چې هغو ته ېې وزن او قوت وربښلی او د پام وړ ېې ګرځولي دي (...)

ښاغلی ډاکټر ظفر بخشالي ډاکټر وزير د پښتو اکاډمۍ وياړ ګڼي او د نوموړي د خدمتونو او کارونو په اړه ليکي چې:
د پښتو اکيډيمي وياړ « پښتو اکيډيمي پېښور پوهنتون د ډاکټر نصرالله جان وزير په وخت کښې تر اوسه پوري ۴۵ تحقيقي کتابونه او د پښتو لغت په نوم دوه زره مخه لغت هم چاپ کړي شو په راروان وختونو کښې په دے ټولو کتابونو مخکتنه او کتاب مېله هم کيدونکي ده چې په پکښې به زده کوونکو د پاره په ارزانه بيه کتابونه ورکولي شي ، د دې تر څنګ د پښتو اکيډيمي کتابتون د پاره ودانۍ هم پراخه کړي شوه ، د ورکوټي اختر نه پس به يو بل قومي کانفرانس او ورکشاپونه هم کولي شي.»

(...)
 
ښاغلی عبدالرحمن کاکړ د ښاغلي ډاکټر وزير د کار او زيار په اړه په خپله يوه تبصره کې ليکي چې: «ډاکټرزنصرالله جان وزير په رښتيا هم رښتونی، سپېڅلی او خواخوږی انسان دی. له پښتو ژبي او ادب سره يې مينه د ده له کار څخه معلوميږي. چې له کومه وخته ډاکټر صاحب چارج اخيستی دی، پښتو اکېډمۍ يې ډېره راپورته کړې ده،. په اکېډمۍ کښې ېې سيمينارونه، کانفرانسونه او علمي ناستو ته دوام ورکړی. هغه کتابونه يې چاپ کړي چې ډېر د ارزښت وړ ؤ او ورته اړتيا وه، خو تيرو دورونو کښې چا نه وو چاپ کړي نه شم وئيلای چې ځيني کسان دده مخالفت ولي کوي. ټوله پښتونخواه خو سيمينار ته نه شي راغوښتلای او نه دا ممکنه وي. ډېر خلګ په دې خوابدي وي چې هغه صاحب ته بلنليک نه وي استولی شوی، الله دي ورته هدايت وکړې او بايد ډاکټر صاحب ته حوصله ورکړو د دې په ځای چې بې ځايه نيوکي پرې وکړو.»
 
له کومې ورځې څخه چې ښاغلی وزير د پېښور د پښتو اکاډمۍ د مشر په توګه ټاکل شوی نو د دې اکاډمۍ کارونو کې يو ستر او د پام وړ بدلون راغلی او اړونده چارې او فعاليتونه ېې خورا اغيزمن او تند شوي دي.

د نوموړې تر مشرتابه لاندې زيات شمير سيمينارونه، کنفرانسونه او علمي او ادبي غونډې شوي چې په تيرو وختونو کې ېې ساری نه ليدل کېږي او دا مثبت او ګټور خدمات د ډاکټر وزير د مدبرانه مديريت او نوښتګرو ګامونږ ښکارندويي کوي.

د ډاکټر صيب د لارښوونو په سيوري کې تر دې دمه له پنځه څلوېښتو زيات علمي او څېړنيز کتابونه چاپ او د لوستونګو ګټې اخيستنې او لوستو ته وړاندې شوې دي چې دا کار هم د ډاکټر صيب د زخمتونو او نه ستړي کېدونکو کوښښونو پايله او لاسته راوړنه ده.

ښاغلي ډاکټر وزير د پښتو اکاډمۍ شپږمياشتينۍ پښتو تحقيقي مجله د تير په څير د خپل کار برخه وګرځوله او ټکني کېدو ته پرېنښوده او له نېکه بخته چې د يادې مجلې د چاپ چارې د ډاکټر صيب د لارښوونو پر بنسټ له معمول سره سمې روانې او په خپل وخت د لوستونکو او مينه والو لاسونو ته رسېږي.

د اورمړې ژبې د ودې او پرمختيا کار او زيار په ارزښتناک اثر د ډاکټر صيب وزير له پاملرنې او نظر لاندې کار روان دی چې په هغه کې د اورمړې ژبې لغاتونه، لومړنۍ قاعدې، ګرامر او ځينې نور اثار او معلومات چاپولی شي، همدغه راز په پښتو-انګليسي ډکشنرۍ، د پښتو د ابتدايي زده کړو په کتابونو (قاعدو) او د ماشومانو په ادب ګړندی کار روان دی او تمه ده چې ژر به د چاپ په ګاڼه ښکلي او د لوستونکو لاسونو ته ورسيږي.

د پروفيسر ډاکتر وزير په نوښت د ۱۴۵ قلمی نسخو چې د پښتو اکاډمۍ له مهمو لرغونو او تاريخي اثارو څخه دي د ډيجټلايزېشن کار بشپړ شو او نوموړي قلمي اثار خوندي او له ورکېدو او لمنځه تللو څخه وژغورل شول. په يادو شوو قلمي نسخو کې ځينې ډېرې پخوانۍ او ارزښتناکي نسخې دي او لسګونه او حتی سلګونه کلونه قدامت لري چې د يو څو نومونه ېې په لاندې ډول دي:

 د خوشال بابا دېوان
د رحمان بابا دېوان
د فردوسي شاهنامه
د شمس الدين کاکړ دېوان او نور.

د دې تر څنګ د پښتو ټول کتابونه به د کتابتون نوې ودانۍ ته يوړل شي چې دا به هم په خپل ځای يو ګټور او د قدر وړ کار وي چې د ډاکټر وزير په ځانګړي پاملرنه او نوښت به تر سره شي.

ښاغلی ډاکټر وزير د غوره تخليقي صلاحيتونو او پوهې څښتن دی او د يوه نوښتګر څېړونکي او متبحر او متفکر عالم او دانشمند په توګه ېې ليکنې او څېړنې د ځوان کهول د استعدادونو په روزلو او پاللو کې خورا ګټورې او اغېزمني دي او ډېری ځوانان ترې د علمي سرچينو او مستندو ماخذونو په حيث کار اخلي.

(...)

که د ډاکټر صيب وزير د خدمتونو او کارونو هرڅومره ستاينه او ځلونه وشي پرې ارزي او نوموړی ېې مستحق او حقدار دی.

د ښاغلې ډاکټر وزير صيب علمي او ادبي شخصيت ډير لوړ او له وياړه ډک دی او د پښتو د معاصرو ادبياتو په تاريخ کې به په درانه او ښه نامه يادېږي، پښتانه به ېې تل د مينې او احسان پوروړي وي او د پښتنې خاورې د يوه رښتينې خواخوږي او خادم په توګه به ېې لوی او واړه پوره قدر او درناوی کوي.

د ډاکټر وزير نوم به د تاريخ په پاڼو کې تل خوندي او ژوندی وي او تر پېړيړ پېړيو به ېې راتلونکی نسل له علمي او ادبي اثارو او افکارو ګټه اخلي او ثوابونه به ېې پس له مرګه هم د نوموړي اروا ته رسېږي.

مړه هغه چې نه ېې نوم نه ېې نښان وي
تل تر تله په ښه نوم پايي ښاغلي
خوشال خان خټک
مونږ لاس په دعا يو چې د پښتو ژبې او ادب دا بې ريا او مخلص خدمتګار دې تل همداسې تاند، ځلاند، تپاند او هڅاند اوسې چې د خپلې ژبې او قام د خدمتونو او چوپړ دا سلسله او بهير همداسې ژوندی او ګړندی وساتي او پښتو ادب ته د لا زياتو تلپاتې ادبي او تاريخي خدمتونو وياړ او اعزاز تر لاسه کړي.
د پښتو ژبې او ادب د روښانه او ځلانده راتلونکې په هيله
په ډېر ادب او درناوي
د پروفيسر ډاکټر وزيز ادبي او علمي اثار:
۱- غني خان حيات اور فن (اردو) تاليف
۲ – د ثقافت بېلابېل رنګونه (پښتو) ژباړه
۳ – په پښتو ژبه او ادب د افغانستان د ثور د انقلاب اثرات ( تاليف)
۴ – ژبه او ژبپوهنه ژباړه
۵ – د وزيرستان تاريخي او ثقافتي جايزه
تدوين شوي کتابونه:
۱ – دېوان ضياؤالدين
۲ –پشتونوں کی تاريخ اور شجرے

منبع:
دغه مقاله د ۲۰۲۲ کال د دسامبر په لسمه نېټه، سهار اته بجي له لاندني لينک څخه کاپي کړل شوه

د دغې مقالي بشپړه بڼه پر اصلي منبع پر لاندني لينک لوستل کيدلای شي:
https://www.pukhto.net/article-detail/64

د قاموسونه ټکی کام يادونه: دلته د اصلي مقالې لنډه کړل شوې برخه خپريږي او هر چيري چي د (...) نخښي راغلي نو دا په دې معنی چي دلته مقاله لنډه کړل شوې ده.

___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/590qn
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ