قاموسونه ټکی کام د پښتو ژبي د مهمو ليکوالانو د بيوګرافيو د خپرولو لړۍ د «نوميالي ليکوال» تر غنوان لاندي پېل کړې ده. د دغې لړۍ د ټولو مقالو/بيوګرافيو ليسټ پر لاندني لينک موندلای سئ:
نوميالي ليکوال https://bit.ly/3dljF88

نوميالی ليکوال: پوهاند مجاور احمد زيار

پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار (په انګرېزي: Mujawir Ahmad Zyar) د افغانستان يو ژبور څېړونکی ، ژبپوه، لرغونپوه، شاعر، ليکوال او اديب دی نوموړی په ۱۹۳۷ زېږديز کال د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې وزېږېد .

 زده کړې

لومړنی ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .

پر 1962 زيږيز كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .

له 1966 تر 1972 ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توکمپوهنه ( اتنالوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .

له 1984 – 1986 ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( 1994 – 1996 ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار "اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .

 څېرمه چارې او دندې

 1972 – 1975 : د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .

1978 – 1979 : د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .

1980 : د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .

1980 : د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .

1980 – 1984 : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .

له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري .

 علمي او ادبي هستونې

پوهنيزې څېړنې

پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات (الماني)

پښتو پښويه

ويي پوهنه

پښتو ليكلار

پښتو شعر څنګه جوړېږي؟

پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې

پټه خزانه يوه لغوي خزانه

پښتو سيندګى (هممانيزونه)

پښتو سيندګى (نويزونه)

انګرېزي - پښتو سيندګى (سربلونه + اوستربلونه)

د خوشال ادبي پښتو

د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود

د ژبپوهنې بنسټونه

غږپوهه او د پښتو پښويي (ګرامر)

درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه) خپرونه .

ژباړې

پښتانه او وروڼه مليتونه

د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني )

پټه خزانه (پرالماني)

ادبي ( پېيلې او ناپېيلې) ټولګې

زنداني نغمې

سوزونه او سازونه

وينه او مينه

ګلكڅونه

ګلولې

اند و ژوند

اند و واند

رزم و بزم

پوهه او ګروهه

د سبرونو نڅا

ګلوييونه

څڅواكي

زما نړۍ

د مرجانونو څانګې

نوې پېړۍ او نوې زرۍ

اور و وينې

ساندې او سندرې

مينه د زړه په وينه (ناول) او ناپېيلي ( نثري تولگه ) .

د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي ريكارډأ څښتن كړى دى .

 پر دغو ټولو علمي - فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې ده .


د بيوګرافۍ منبع/ليکونکی: پښتو ويکيپېديا ۲۰۱۳م عيسوي کال

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ