
00007 ـ ولايت: بلوچستان ولسوالي: هرنايي قبيله: ترينو مخياڼی ثبت کال: ۲۰۲۱ اوږدوالی: ۱۰ دقيقې
- څانګه: پښتو ږغيز لهجوي آرشيف
د پښتو لهجو ږغيز آرشيف ـ آوډيو نمبر ۰۰۰۰۷ ـ بلوچستان/سويلي پښتونخوا هرنايي د ترينو مخياڼۍ لهجه ۲۰۲۳
- لوستنې: 196

00006 ـ ولايت: خوست/پکتيا ولسوالي: موسی خېل/ميرزکه قبيله: منګل موسی خېل ثبت کال: ۲۰۲۳ اوږدوالی: ۳۷ دقيقې
- څانګه: پښتو ږغيز لهجوي آرشيف
د پښتو لهجو ږغيز آرشيف ـ آوډيو نمبر ۰۰۰۰۶ ـ خوست او پکتيا د منګلو لهجه ۲۰۲۳
- لوستنې: 250

00005 ـ ولايت: پکتيا ولسوالي: ځاځي اريوب قبيله: ځاځي ثبت کال: ۲۰۲۱ اوږدوالی: ۷ دقيقې
- څانګه: پښتو ږغيز لهجوي آرشيف
د پښتو لهجو ږغيز آرشيف ـ آوډيو نمبر ۰۰۰۰۵ ـ د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ د سکندرخېل کلي لهجه ۲۰۲۱
- لوستنې: 368

00004 _ ولايت: خوست او پکتيا/ ولسوالي: موسی خيل او ميرزکی/ کلی: سيدګی او چرړوکی/ قبيله: منګل/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۶ دقيقې
- څانګه: پښتو ږغيز لهجوي آرشيف
د پښتو لهجو ږغيز آرشيف ـ آوډيو نمبر ۰۰۰۰۴ ـ خوست او پکتيا د منګلو لهجه ۲۰۲۳
- لوستنې: 329

نظم ـ چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه (ملنګ جان)
- څانګه: نظمونه
چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه
د سرو شونډو د پاسه سور پېزوان مه یادوه
راوړئ زولنې چې اول ښکُل بیا ېې په پښو کړم
د مینې کار کې مالره زندان مه یادوه
دلیل او دلایل په خط او خال د یار مېن کړم
دا څه له راته واېې تور زُلفان مه یادوه
شمع په ژړا شوه لباسي پتنګان لاړل
وردانګه ملنګ جان خو د ځان مه یادوه
ملنګ جان
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/1cepu
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 314

نظم ـ مخـــــــې تـه تـلل، پـۀ شـا کتـل، سـړي تـه شـک پیـدا کـړي (انجان سينګهـ)
- څانګه: نظمونه
مخـــــــې تـه تـلل، پـۀ شـا کتـل، سـړي تـه شـک پیـدا کـړي
خـوږه مسـکا، شـونـډې چیچـل، سـړي تـه شـک پیـدا کـړي
همـــــــــزولـي وړانـدې او تـه وروستـه، د دې څـۀ مـانـا ده
منــــــــــــګـې پـۀ لپـــو ډکــول، سـړي تـه شـک پیـدا کـړي
زړۀ کښې د تــا هــــــــــــم، لـږیـدلـې اور، د مینـې ښـکاري
د ستـرګـو داســــــــــــې رپـول، سـړي تـه شـک پیـدا کـړي
چــــــې مخـامـخ شـې، پـۀ څنـګ تیـره، شـاتـه پټ وګـورې
لـه مــــــــــــــخ نـه زلفـې اړول، سـړي تـه شـک پیـدا کـړي
پـۀ خیـال کـې ورکـه، سـره غـرمـه کـې، ښـایستـه جـانـانـه
داســـــې کــړکـۍ کښې دریـدل، سـړي تـه شـک پیـدا کـړي
د ټیکـــــــري پیڅـه، تـر غـاښ لانـدې، شمـار د ګـوتـو کـول
پـۀ ســوچ کـې دومـره ډوبیـدل، سـړي تـه شـک پیـدا کـړي
د ښــکلي یــار ، هـــــــــــــــــــــره ادا، تـرسیمـول پـۀ هنــر
انجـــــــــــــــانـه دا رنګـه غـزل، سـړي تـه شـک پیـدا کـړي
انجان سينګهـ
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/qm5me
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 362

00003 _ ولايت: جنوبي وزيرستان/ ولسوالي: واڼا/ کلی: _/ قبيله: وزير/ د ثبت کال: ۲۰۲۲/ اوږدوالی: ۹ دقيقې
- څانګه: پښتو ږغيز لهجوي آرشيف
د پښتو لهجو ږغيز آرشيف ـ آوډيو نمبر ۰۰۰۰۳ ـ جنوبي وزيرستان واڼا وزيري لهجه ۲۰۲۲
- لوستنې: 239

00002 ـ ولايت: پښتونخوا ډېره اسماعيل خان ولسوالي: کلاچی تحصيل کلی: لوڼی قبيله: ګنډپور ثبت کال: ۱۹۹۳ اوږدوالی: ۱۴ دقيقې
- څانګه: پښتو ږغيز لهجوي آرشيف
د پښتو لهجو ږغيز آرشيف ـ آوډيو نمبر ۰۰۰۰۲ ـ پښتونخوا ډېره اسماعيل خان کلاچی تحصيل لوڼی کلی قوم ګنډپور
- لوستنې: 282

00001 ـ ولايت: پکتیکا ولسوالي: شرنه کلی: دلوو قبيله: بنډارخېل خروټی ثبت کال: ۲۰۲۳ اوږدوالی: ۳۱ دقيقې
- څانګه: پښتو ږغيز لهجوي آرشيف
د پښتو لهجو ږغيز آرشيف ـ آوډيو نمبر ۰۰۰۰۱ ـ پکتيکا ولايت شرنه
- لوستنې: 1818

د پښتو لهجو د ږغيزو موادو د راغونډولو پروژه
- څانګه: پښتو ږغيز لهجوي آرشيف
قاموسونه ټکی کام د پښتو لهجو د ږغيز آرشيف پروژه پېلوي، تاسو هم پکښې مرسته کولای شئ
- لوستنې: 622

پښتو به تر کله لا «انالوګه» پاته وي؟
- څانګه: ژبپوهنه
ډيجيټلايزېشن يا ډيجيټل کول يوه ډېره پراخه ساحه ده او د اوسني پېر تر ټولو مهمه څو بعدي پدېده او اړتيا ده.
- لوستنې: 380

د پروفيسر ډاکټر نصرالله جان وزير ادبي او علمي فعاليتونو ته ځغلند نظر
- څانګه: پښتانه ليکوال
ډاکټر وزير د پېښور په پوهنتون کې تر پي ايچ ډی خپلې لوړې زده کړې بشپړي کړي او ۲۱ کاله ېې د بلوچستان پوهنتون د پښتو په څانګه کې د استاد په توګه د ځوان کهول په روزنه او پالنه کې کاري ونډه اخيستې او د خپلې ژبې او ادب لپاره ېې نه هېرېدونکی خدمتونه کړی دي.
- لوستنې: 282

د څیړونکي او تاریخپوه ډاکټر لطيف ياد؛ پيژندګلوي
- څانګه: پښتانه ليکوال
ښاغلی یاد د څلورو کلونو وو چې پلار یې ورته د قران کريم زده کړه پيل کړه. سربېره پردې چې د پښتو ژبې د کتابونو سره آشنا شو، د رحمان بابا ديوان به تل د دوئ په کور کې د تبرک په توګه ساتل کېده.
- لوستنې: 297

نظم ـ مانه جانان غوښتي سپورو څـڼـو ته ګلونه پسرليه (رحمت شاه سايل)
- څانګه: نظمونه
مانه جانان غوښتي سپورو څـڼـو ته ګلونه پسرليه
چرته خو زمونږ کلي ته هم راپېښه وکړه
ماته يې په وچو شونډو ډېر کړي سوالونه پسرليه
چرته خو زمونږ کلي ته هم را پېښه وکړه
مونږ غريبان يو زمونږ ميني هم غريبي دي
مونږ بد نصيب يو زمونږ برخي بدنصيبي دي
مونږ شډل پډل يو زموږ غوښتي بې ترتيبي دي
مونږ ساده مين يو او زموږ ميني عجيبي دي
ما ورسره کړي دي په سرو ګلو لوظونه پسرليه
چرته خو زمونږ کلي ته راپېښه وکړه
ستا دي وي قسم سپرليه مات راله زړګی نه کړې
اور د محبت مينه کي وران ما بې اسرې نه کړې
ټال له مې د خوب او خیال د مینې پړي پرې نه کړي
ما مي د فکرونو دلربا ته بې وعدې نه کړې
ستا په انتظار مي غوړېدلي پرهرونه پسرليه
چرته خو زموږ کلي ته هم راپېښه وکړه
مونږ مينان يو مونږ ژوندي يو په دردونو کي
مونږ بياباني يو مونږ ګذران کوو په زړونو کي
ښکلي يو په دوړو کي په خاورو کي رېګونو کي
لا شي قيامتونه چي مسکي شو په ګلونو کي
موږ به تاته هم وشيندو پاڼي پاڼي زړونه پسرليه
چرته خو زموږ کلي ته هم راپېښه وکړه
دلته به دي مست کړي د مستانو مستانه خندا
دلته به دي ځوان کړي د خوبانو جانانه خندا
اور به شې د سوزه د زلمو په ديوانه خندا
شور به شې د پيغلو په رنګ رنګ دانه دانه خندا
موج به دي په روڼ جبين کي ووهي رنګونه پسرليه
چرته خو زموږ کلي ته هم راپېښه وکړه
رحمت شاه سايل
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/spgnq
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 436

د ملي ترمینالوژۍ پېژندنه، ارزښت او ساتنه (عبدالکبير حساس)
د افغانستان وګړو ته د ملي ترمینالوژۍ د پېژندنې، ارزښت، ساتنې او بډاینې په اړه پوهاوی ورکول.
- لوستنې: 450

نظم ـ ستۍ (پروين ملال)
- څانګه: نظمونه
ستۍ
(ستۍ په کندهار کې هغې نجلۍ ته ویل کیږي چې د پلار په کور کې جبرا زړه شي او هیڅ واده نشي (پروین))
موسم د مېنې او ودونو راغلی
وږمې سندرې سرکړې
نګهت نکاح د ګلو ولوستله
ستوري یو بل ته د رڼا په لېمو لار جوړوي
د اوږده ژمي د تلنګ اوریځ یې څېرې کړله
نریو وړانګو د لمر د بودۍ ټال کې د رنګونو
ټالۍ ووهلې
زموږ د کور د برنډې په چت
چوغکو کور جوړ کړی
شور د چیچانو یې د ژوند ترانه وېښه کړله
د کلي ټولې رمې لنګې سولې
سپینو شیدو یې د کوچۍ د نغري
څوکې ښکل کړې
د ځوانکي وراره وړوکی زوی مې
اوس په مسحد کې د الف د قد صراط لولي
لویې ګاونډ ته ناوکۍ ودوي
دا تېره شپه یې د نکریزو شپه وه
زما همزولې «غوټۍ» سږ کال د مېړه سره
و حج ته درومي
زموږ د بزګر دریمه لور«تورپېکۍ»
د خپل خاوند سره په سره بګۍ کې
د ښارمېلو ته ولاړه
د دیوال هغې خوا ته زما د تره کور دی
د الماسي ویالې په خوا کې د شاه توت د زړې ونې لاندې
زما د ترله «شېرینو»
د زوي دپاره د شاتوت څانګو کې ښکلې ځانګو جوړوي
پرون د پلار کره په شپو راغلی
زه د دالان په تیاره کونج کې ناسته
زما نجلیتوب زما پیغلتوب
د دې دالان تر درشل
د دې دالان په حد کې
نه مې سینګار نه ائینه
نه د پاولو کنهار
نه د بنګرو شرنګهار
زما د ورځو په مهراب کې زما د خال ملا امام
سجده کړې نه ده
زما د باړخو په ګلابي پاڼه کې
یو چا د عشق کیسه لیکلې نه ده
زما د ویښتانو شپې شوې
د سپینو تورو ډکې
زما د کوڅو کهکشانو تر شمار وتلې
سنت او فرض مې دي د نه په حد کې
د تهجد د سجدو اجر مې په باج کې
لکه زما د ځوانۍ فوج د وخت تللي تاراج کې تللی
زه یم ستۍ ستۍ
زه د بابا زه دنیکه د غور نیکه د ستر نیکه
آن تر آدمه پورې
د مځکې زر او پېسو
د بدل پور وړمه
زه د بابا په کاله سپین اوربل
خپور وړمه
زه یم ستۍ ستۍ
د ژوند په باب کې
یوه سپینه پاڼه
پروین ملال، کراچي
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/0f9y3
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 551

نظم ـ نيمګړې مينه (شميم ايمن اداس)
- څانګه: نظمونه
زما د مینې نه توبه ده بیا به نه کوم مینه
د جانان مینه عجیبه ده بیا به نه کوم مینه
په زنده ګۍ کې مې یو ځل کړې وه مینه خلکه
خبر زه نه وم چې لمبه ده بیا به نه کړم مینه
خبره نه وم چې جانان د ټول جهان جانان دی
راسره کړې یې دوکه ده بیا به نه کوم مینه
ما ورته ژوند و ټول بخښلی اشنا پوهه نه شو
زما ترې دغه یو ګیله ده بیا به نه کوم مینه
ایمن اوداس وایي دوکه نه شئ د چا په وعدو
د ښکلو مینه عجیبه ده بیا به نه کوم مینه
شمیم ایمن اوداس
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/4l96f
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 729

نظم ـ ازغو کې اوسم (شميم ايمن اداس)
- څانګه: نظمونه
لکه د ګل په شان ازغو کې اوسم
جانانه ستا په وسوسو کې اوسم
زما د مینې دنیا ورانه شوله
مړه شوم اشنا خو په ژوندو کې اوسم
زه بې وفا نه یم چې تا به هېر کړم
زه په امید ستا د راتلو کې اوسم
ته چې هر څه کوې اختیار دې خپل دی
ایمن اوداس ستا په کوڅو کې اوسم
شمیم ایمن اوداس
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/njzsp
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 1638

نظم ـ جنت (اجمل خټک)
- څانګه: نظمونه
د يو ملا نه مې تپوس وکړو
ما وې ملا صاحب جنت به څه وي؟
هغه په ګيډه لاس واهه ويل يې
تازه ميوې او د شودو رودونه
خوا کې کتاب ته يو طالب ناست وو
ما وې چې ته به په کې څه ووايي؟
د زليخې کتاب يې بند غوندې کړو
وې چې ښايسته حورې او شنه خالونه
شيخ د تسپو اميل په لاس ولاړ وو
په خپله ږيره کې يې لاس وهلو
ده پرې را ودانګل نه داسې نه ده
ښکلې غلمان او جنتي سرونه
يو خان په لويه سجده پروت پاڅيدو
ما وې چې خان کاکا ستا څه رايه ده؟
خپله شمله يې سموه ويل يې
د سرو او سپينو عنبرې کورونه
خوا کې يو ستړى سيليدو ولاړ وو
ما وې مزدوره ته جنت پيژندنې؟
د خپل تندي خوله يې وچه کړله
وې چې ماړه ګيډه خواږه خوبونه
يو ليوانۍ غوندې په لاره تيريدو
ما وې چې يه فلسفي ته څه وايي؟
خپل ببر سر يې ګروو ويل يې
بس د انسان د خوشحالو خوبونه
ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو
ده په اوترو سترګو بره کتل
دى شين اسمان ته غوريدو ويل يې
ما اوريدل ترې دا يو څو لفظونه
ويل يې اى د له مکان خاونده
په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى
ګنې د دغه ليوانتوب په نامه
که نار وې نار،که دار وي دار،جنت دى
اجمل خټک
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/7tems
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 1776

نظم ـ ساقي واخله پياله واخله (عطايي ملا)
- څانګه: نظمونه
ساقي واخله پیاله واخله، نور دي خوم رانذرانه کړه
زما تنده د عمرونو، یو دریـــاب را پیـــمانه کړه
د مـــــکار زاهــــد پر قبر، بدمستان سره ټول سوي
انتـــقام له ژونده اخلي، هدیره یــــــې میخانه کړه
د گمراه عقل ځنځیر مي، د گلرخ په پښو کي توی کړ
د پایزېب له هــــره شرنگه، جوړه مسته ترانه کړه
د خزان زخــــــمي بلبله، پســـــــرلی دي مبارک سه
د سرو گلـــــــو په بسترکي، هېره تېره افسانه کړه
بیا بې گورو چــــــي شیخ څنگه، لنډوي د جنت لاره
ستا مستي یې په سر بار کړه، زما جنون یې زولانه کړه
چـــې فتــوا د ملایانو، بیا ســــزا نه کړي واجبه
د قـــــضا د مسند مهر، د مینـــوشــو حواله کړه
عبدالهادي عطایي ملا
د ۱۹۷۹ ز کال مارچ، کابل
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/rv7l6
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 1729
3 له 12 پاڼو څخه