د نوې کره کتنې تعبیر او تفسیر
- Details
- څانګه: نقد تجزيه او تحقيق
ليکونکی: پروفيسر محمود ایاز
تنقید ولې او ولې نه
(۱۶)
د نوې کره کتنې تعبیر او تفسیر
د تحقیقي شواهدو او حقایقو له رویه ، نوی یعني “new’ توری غالباً اسکر وائیلډ په خپل یو ناول “ The picture of Dorain Gray “ په مقدمه کې په 1891 عیسوي کال کې په اول ځل کارولی ؤ . خو د نوي تنقید “ New Criticism “ اصطلاح سپنګارن د کولمبیا په پوهنتون کې په 1910 عیسوي کال کې په خپل یوه متنازعه لېکچر کې شاید په اول وار کارولې وه . له دې نه مخکې نه خو هورېس (Horace ) په خپله بوطیقا کې دا اصطلاح کارولې او نه کونټي لین ( Quintilian ) یا بولیئو ( Boileau ) په خپلو شعریات کې ، همدغسې د ارسطو په ( Poetics ) کې هم د “ New Criticism “ اصطلاح چا نه ده په ګوته کړې . کوم چې په نړیواله کچه د ادبي تنقید اولنی کاوش بلل کیږي . دلته د جان کروو رېنسم د هغه کاوش ( work ) یادونه از بس ضروري ده کوم چې دوئ د “ The new criticism “ تر عنوان لاندې په 1941 عیسوي کال کې خپور کړی ؤ . غالباً د نوې کره کتنې د مکتب پلویانو د خپل تحریک نوم د رېنسم د همدغه ذکر شوي کتاب نه مستعار اخستی دی . دا خبره یاد ساتل پکار ده چې د ذکر شوي مکتب یا تحریک د ودې او پرمختګ لپاره جان کروو رېنسم او آئي . اے . رچرډ ډېر اهم او بنیادي رول لوبولی دی . په ذکر شوي مکتب د بحث و مباحثې نه مخکې که دلته موږ یو څو سوالونه د دې سکول د تاویلاتو په اړه را پورته کړو نو د نوې کره کتنې د تعبیر او تفسیر یا تشریح او تصریح لپاره به لاره نوره هم په ښه شان هواره شي .
أ. آیا ادب پاره یوه خود کفیله او خود مختاره اکائي ده ؟
ب. د مصنف او قاري په مقابل کې متن ولې زیات اهم دی ؟
ج. په فارملزم کې فارم ته ، په نوې تنقید کې متن ته او په قاري اساس تنقید کې قاري ته ولې زیات اهمیت حاصل دی ؟
د. آیا د یوۀ متن د مرکوزې مطالعې. ( close reading ) په عمل کې مصنف د قاري د ذهن نه وتلی شي ؟
ه. آیا د مصنف ، قاري او متن د باهمې هم آهنګي په صورت کې د متن مطالعه ناقصه او لایعني ګڼل یوه لاحاصله مفروضه نه ده ؟
و. د آرټ جذبات غیر شخصي کېدلی شي ؟
د ذکر شویو سوالونو جوابونه به په دغه زېر بحث موضوع کې مخته را برسېره کوو . دلته اول دا ضروري ده چې اول ځینې شواهد ، حقایق او بصیرت افروز تاویلات د نوي تنقید او لږ ډېر د هیئت پسندۍ په اړه دلته د نقل کولو هڅه وکړو .
د ځینو نورو تهیوریو غوندې د نوې کره کتنې متعین اصولونه او معیارونه هم په خپل ځای د ادب لوستونکیو د زیاتي دلچسپۍ وړ ګرځېدلي دي . د دغې زېر بحث تنقیدي نظرئې اصول او معیارونه هیڅ بې هیڅه نه دي رابرسېره شوي . اولني او ابتدائي اصول او پیمانې ئې د ستر نقاد او پوهان آئي. اې. رچرډ د هغه عملي تجربې په ردعمل کې مرتب شوي کومه تجربه چې دوئ د پوهنتون د هلکانو او انجونو محاصلینو نه د عملي تنقید په کچه د یو ټېسټ په صورت کې کړې وه . په دې ټېسټ کې رچرډ د یو نظم نه د شاعر نوم حذف کړ او له دوئ نه ئې دا غوښتنه وکړه چې اوس د دې نظم د متن کوټلې مطالعه او تجزیه په خپلو تورو کې وکړئ . هغه په شعوري توګه یو داسې نظم منتخب کړی ؤ چې اقتباس ئې هم زیات مشکل او پېچلی نه ؤ . د دې ټېسټ یا امتحان په نتیجه کې دوئ ته د نظم په اړه مختلف تعبیرات او تشریحات لاس ته راغلۀ . کله چې دوئ ذکر شوي تشریحات په کوټلې نظر و کاتۀ نو د محسوس تر حده ئې دا محسوس کړ چې په دغو پلټنو او تجزیو کې طالب علمان د انتهائي مشکل سره مخامخ شوي دي . ځکه دوئ دغه تجزیاتي مطالعې نه صرف ناکافي بلکې نیمګړي ئې هم و بللې . خو حقیقت دا چې ټولو په خپل خپل انداز کې د نظم بېل بېل تشریحات کړي ؤ. مګر دې منور نقاد د نظم او قاري په باهمي ربط کې خورا ډېر کمي محسوسه کړه او غالباً په هم دې ردعمل کې دۀ د یوې فن پارې د کوټلي او مرکوزې مطالعې لپاره څلور معنائیز اصول مرتب کړل او دغه اصول ئې د متن د مطالعې لپاره د زیاتو معناوو د رابرسېره کولو څلور اهم معیارونه و ګڼل . دا څلور معنائیز اصولونه دا ؤ
۱: خیال Sense ۲: احساس Feeling
۳:لهجه Tone ۴ : منشا Intention
د رچرډ په نزد خیال معنا نه ده بلکې د معنا و لور ته د توجه کولو یو اهم اصول دی مطلب مصنف څنګه وئیلي ؟ دویم اصول ئې احساس دی او شاعري د احساساتو یوه سلسله ده د رچرډ په فکر چې د یو خیال نه مخکې زموز په ذات یا داخل کې جذبه موجوده وي او هغه په دې خیال باندې اثراندازه کېدلی شي او په ردعمل کې ئې د متن حقیقي تجزیه او مطالعه متأثره کېدی شي او دریم اصول ئې د لهجې په لور پاملرنه ده . مطلب دا چې چرته د متن لهجه د قاري د لهجې او خپل سامع تشفي کوي او کنه ؟ دلته دوئ دا یادونه کوي چې یو قاري له پکار ده چې د متن د مطالعې په وخت هغه د مصنف د خیال ، احساس ، لهجه او منشا هم په خپل پام کې وساتي . د دې څلور معنائیز معیارونو مفهوم په اسان ټکو کې داسې هم موږ روښانه کولی شو د مثال په توګه په اول اصول خیال کې قاري دا ګوري چې تخلیق کار څه او څنګه وئیلي دي ؟ په feeling کې قاري ګوري چې متن په کومه جذبه ، خواهش او دلچسپۍ رابرسېره شوی او په tone کې د متن لهجه د قاري او سامع د تشفي په صورت کې ګوري او intention کې قاري دا ګوري چې متن د کوم مقصد لپار لیکل شوی . د معنا دا څلور قسمونه ( four kinds of meaning ) د متن و کلي معنا ته د رسائي اهمه وسیله ده . رچرډ دا دعوه هم کوي چې په یوه نظم کې ذکر شوي څلو معناوي حتمي وي او دغه معناوي د مصنف د نفسیاتي او تخلیقي عمل نه زېږي . دوئ په اصل کې د متن تجزیاتي مطالعه د سائنسي طریق کار او مشاهدې په صورت کې عین ممکن و بلله خو د دوئ دا تنقیدي شعور د دوئ د نفسیاتي تناظر د ردعمل یوه اهمه شاخسانه بلل کیږي شاید ځکه دۀ وئیلي ؤ چې قاري باید د متن مطالعه داسې وکړي لکه یو سائنس دان چې د طبعي فطرت مطالعه په څومره عمیق او دقیق تناظر کې کوي . دلته د دۀ پنځه د مطالعې وړ کتابونه د نقل کولو جسارت کوم لکه
1- Principle of literary criticism 1924
2 - Practical criticism 1929
3 - philosophy of rhetoric
4 - foundation of esthetics
5 - meaning of meaning
په اول الذکر دوو کتابونو کې ئې په نوي تنقید باندې انتهائي شتمن بحثونه کړي دي او دریم کتاب ئې د ګفتګوئ او د تکلم د هنر په موضوع لیکلی . اخري دوه کتابونه ئې د بل ملګري او هم فکره لیکوال سره په ګډه لیکلي دي
همدغه رنګه موږ د نوموړي نقاد ټي . اېس . اېلیټ په تهیوري “ روایت او انفرادي صلاحیت “ کې د نوي تنقید له نظري مباحثو سره هم آهنګې یو شمېر اهمې نکتې په اسانه رابرسېره کولی شو . لکه … تخلیق یو غیر شخصي څیز دی … د ادب د مطالعې په صورت کې د ادب نه بهر نه دي وتل پکار یعنې متن ته توجه کول پکار ده …. تخلیق کار باید د تخلیق په وخت د آزاد فکر او آزاد ذهن متحمل وي …. زموږ ادبي فیصلې همېشه د خطاګانو شومه ګرځېدلي دي … د یو شاعر د لوئي امکانات خو هله ممکن وي کله چې هغه د یو اجنبي په توګه د شاعري و دنیاګانو ته ور داخل شي .
بل اهم نوم د وېلیئم اېمپسن دی دا بختور شخصیت د آئي ۔ اے ۔ رچرډ شاګرد ؤ . د دوئ د ابهام اووه قسمونه “ Seven types of imbigiuty “ په اصل کې د رچرډ د څلور قسمه معنا د تصور د مزیدې اضافې ، توسیع او تجدید هڅه بلل کیږي . دوئ په دې عقیده ؤ چې هیئت او معنا د یو بل نه بېلول په یوه صورت کې هم ممکن نه دي . ولې چې دا د شاعري باهم مربوط توکي دي نو که دلته موږ دا او وایو چې بیا مصنف او متن د یو بل نه بېلول په کوم دلیل ممکن دي ذکر شوي دواړه عناصر خو هم باهم مربوط صداقتونه دي ولې چې د متن د قرأت په وخت مصنف د قاري د ذهن بېخي وتلی نشي . د اېمپسن د ابهام تهیوري هم د دې تریخ حقیقت اثبات کوي چې هره ادب پاره یا هر متن د یوه نه زیاتې معناوې لري . دوئ ابهام د تخلیق ښائست او زېور و بالۀ او د ابهام روایتي تصور ، چې “ ابهام د یوې تخلیق پارې عیب دی “ یو مخ رد کړ او ابهام ئې د فن پارې جمال او هنر و ګرځاوۀ. د نوي تنقید پلویان ټول د رچرډ غوندې د شاعري د غلط بیاني یعني د Pseudo statements او د fake احساس په لحاظ د سائنسي صداقت د حقیقت مماثل نه بلله ولې چې د شاعري دنیا د دوئ په خیال یوه نا اشنا دنیا وه ځکه ذکر شوې اصطلاح د جعلي او باطل په معنا نه ده اخستل پکار . ولې چې شاعري دوئ تر نورو ټولو علومو د افکار او تخیلاتو په اړه عالي او اوچته بلله …. دا ډله د مېتهیو ارنالډ د تنقیدي بصیرت نه زیاته انسپائر وه او د هغه په تنقیدي فکر کې ئې نورې نوي نوي اضافي وکړې . آئي.اې. رچرډ د نفسیات او ادب په ربط کې د لېونتوب تر حده دلچسپي درلوده او د معنیات میدان یا Science of semantics د هغه د مطالعې خاص څانګه یعني field ؤ . د زیاتې یادونې وړ خبره دا چې د شلمې پېړۍ د تنقید په سلطنت دوو کسانو ته د حکمرانۍ اعزاز او شرف حاصل شوی چې یو پکې آئي . اے ۔ رچرډ ؤ او بل ټي . اېس . اېلیټ …… د متن د افهام او تفهیم لپاره چې کومه نوې لار ذکر شویو دواړو نقادانو هواره کړې او د ژبې او ادب له تخلیقي وسیلو او عناصرو نه چې کوم اوچت کار دوئ اخستی . په عالمي کچه ورته د عام قبولیت حاصل شوی دی . دا به منو چې د نظم مطالعه فقط د نظم په توګه د کولو نوی روایت هم رچرډ متعارف کړی . دوئ په ژبې او تخلیقي عمل کې د معني خېزي ترسیل او رسائي ته زیات ارزښت ورکاوۀ. بالخصوص رچرډ خو تخلیق یوه نامعلومه پراسراره دنیا ګنله . چرته چې د فهم او ادراک رسائي هم دۀ مشکل بلله . د هغه په خیال دلته صرف او صرف د نفسیاتي اپروچ له لارې رسائي ممکن ده . د دغې ډلې احساساتو کم و بېش د ورډزورتهـ له دې قول سره مماثلت درلود چې “ شاعري د تمامو علومو سائنس او عالي روح ده “
اېف . آر . لېوس د متن په اړه د تېکنیکي اصولونو او معیارونو آګاهي اهمه و بلله همدغه رنګه کلینتهـ بروکس د متن د جمالیاتي قدرونو مرکوزه مطالعه د نوي کره کتنې لپاره د یادونې وړ عمل شمېرلی . د دوئ په خیال ژبه په اصل کې د قول محال paradox ژبه ده او دغې ډلې د شعر لپاره طنزیه ، استعاراتي او رمزیه ژبه زیاته مهمه ګڼله . ولي دوئ دا فکر درلود چې په شاعري کې د متضادو عناصرو تجزیه او مطالعه خپل ارزښت او قدروقیمت لري .
د رابرټ پېن وارن دلچسپي محور په شاعري کې د طنز عمیقه او دقیقه مطالعه وه خو د دوئ په مقابل کې د اېلن ټېټ د تلاش او جستجوئ محور ټېنشن یعني بې چیني او تناؤ ؤ . د شاعر اراده یا ارادي او شعوري شاعري د دۀ په خیال یو لایعني عمل ؤ . ځکه د داسې شاعري یکسر مخالف ؤ او داسې شاعري ئې بې روحه او مرده شاعري بلله . له دوئ نه علاوه ډبلیو.کې.ومساټ نه صرف د مصنف د تناظر بلکې د قاري د تأثر نفي ئې هم په واز کومې کړې وه او داسې رویه ئې د متن د تجزئې لپاره د زیان او تاوان باعث ګڼله داسې عمل ئې د متن د جمالیاتي مرتبې د مرګ مماثل عمل ګڼلی .
د زېر بحث تهیوري په اړه د ویلیئم ایمپسن کاوشونه لکه Some versions of pastoral , The structure of complex words او Milton’s God د ایف . آر . لېوس مجله Scrutiny د کلینتھ بروکس دوہ کتابونه The well-wrought urn او Understanding poetry د اېلن ټېټ ناول او د شاعري مجموعې او د بلېک مر The double aget سره سره د ډبلیو . کے . ومساټ Verbal Icon زیار او کاوشونه د دقیقې مطالعې غوښتنه کوي .
د نوي تنقید ټولو منورینو اصل د دلچسپۍ محور متن ؤ ځکه دوئ ټولو د شاعر یا مصنف سره سره د هغه د دورې لا هم یو مخ نفي کوله . اوس سوال دا پیدا کیږي . چې ذکر شویو کره کتونکیو د متن د مرکوزې مطالعې لپاره کوم کوم ادبي وسائل او عناصر په ګوته کړي ؟ د دوئ به د متن د تجزئې لپاره د متن جوړښت ، لفظي ترتیب او تنظیم ، د ژبې استعمال او د لهجې د ادائیګي سره سره په متن کې د استعارې ، کنائې ، تشبیهـ ، علامت ، قول محال او د ابهام نه علاوه د متن د جمالیاتي قدر ، طنزیه پیرائې او په متن کې د بحر ، لی ، ردهم ، صوتي آهنګ ، لفظي تکرار سره سره به ئې صنف هم په خپل پام کې نیولی . دوئ ټولو به د پاڼې موجود توري فوکس کول هغه هم په انتهائي توجه او باریک بینۍ
په قاري اساس تنقید کې و قاري ته اولیت حاصل دی . په فارملزم کې فارم یعني هیئت ته او په نوي تنقید کې دا مرتبه صرف او صرف و متن ته حاصله ده . او په دې درې واړه تهیوریو کې مصنف یو مخ شړل شوی هغه هم هیڅ بې هیڅه …. په دې اړه دوئ هم څه نا څه فرضي دلائل لري خو حقیقت دا چې په کلي لحاظ او اساس قابل قبول او تشفي بخش نه محسوسېږي . قاري اساس تنقید خو په ابتدا کې —— مصنف ، قاري او متن درې واړه د یو بل لپاره لازم او ملزوم ګڼل خو وروسته چې نورې تهیوریانې د قاري اساس تنقید په صورت کې راغلې نو مصنف او متن ئې ترېنه بیا یو مخ حذف کړ او دا حکمراني ئې صرف او صرف قاري ته و سپارله . سوال دا پیدا کیږي چې د ذکر شویو درې واړه ( لازم او ملزوم ) تثلیث په صورت کې د متن مطالعه reading آخر ولې نشي ممکن کېدی ؟
د نوي تنقید ډله دا تصور لري چې د یوه توري چې څومره ښکاره معناوي وي هم دومره ئې پټې ، نهامې او مخفي معناوې هم وي . د اېمپسن ذکر شوی ګمان د ابهام د تصور په اړه خپل اهمیت لري . لکه دوئ چې وائي چې (۱) کله خبره په څو پیرایو کې شوې وي .(۲) کله د دوو یا دوو نه زیاتې معناوې یو ځای شوي وي. (۳) کله غیر متعلقه معناوې یو ځای شوي وي. (۴) کله متبادل معناوې یو ځای شوي وي. د کوم نه چې د مصنف ذهني حالت واضحه کېدی شي. (۵) کرله مصنف د تخلیق په وخت کې له مشکل سره مخامخ شوی وي. (۶) کله پکې داسې خبره شوې وي چې تضاد لري. (۷) کله اظهار نامکمل وي.
ذکر شوي مفروضې اېمپسن د ابهام د اوو قسمونو په صورت کې رابرسېره کړي وې او په یو متن کې د داسې یو نیم ابهام صورت د قاري مخې ته راتلی شي. مطلب دا چې ذکر شوي ټولې نکتې د متن د مطالعې لپاره په نظر کې ساتل پکار دي.
اوس راځو د راپورته کړي سوالونو و لور ته. اولنی سوال دا ؤ چې آیا ادب یو خود مختاره اکائي ده؟ فکر کوم چې دا پوښتنه په خپل ځای غور طلبه ده. په کومه معنا خود مختاره یا خود کفیله کېدی شي. دا د یو عمل نه راتېره شوې ده. یوۀ ذهني اختراع ده. د یو چا د لاشعور نه رازېږېدلې ده. په دې کې د یو چا احساسات خپل وزر رپوي. دا استعارې، علامتونه او مبهم تورې د عمل په رد عمل کې رابرسېره شوي. دا داسې مثال لري لکه د یو چا مکان خو دې ومنل شي خو د مکان مالک دې هیڅ بې هیڅه ترېنه منها شي. سوال دا پیدا کیږي چې د مصنف په سوب خو متن او قاري شتون لري که مصنف نه وي نو د قاري او متن صورت لا هم بیا امکان نه لري. نو بیا ولې متن او قاري ته د مصنف په مقابل کې اولیت حاصل دی؟
په فارملزم کې فارم، په نوي تنقید کې متن او په قاري اساس تنقید کې قاري ته اولیت شاید په دې حاصل شوی چې شاید دغه نظري مباحث د یوۀ بل د ردّ کولو حق په هر صورت کې خپل استحقاق بولي. د دې معنا دا ده چې یوه نظري تنقیدي تهیوري هم په پوره توګه د قبولیت وړ نه ده، که داسې فکري اختلاف د دوئ لپاره جائز دی نو زموږ لپاره بیا ولې حرام او ناجائز دی او بله ناشنوې خبره خو دا ده چې د متن د مرکوزې مطالعې په وخت باید مصنف د ذهن نه وایستل شي. زما په خیال خو دا یو بې ځایه غوندې فرضي احساس خو کېدی شي خو یوه جېنون فارموله بېخي نشي کېدی. په ذکر شویو تهیوریانو کې چې څومره تنقیدي مطالعې شوې دي هغه ټولې یا اهم په شاعرانو یا اهم لیکوالو شوي. د دې معنا دا ده چې د دې مکتبونو سره د تړلي نقادانو له ذهن نه هم ذکر شوي معتبر شاعران او لیکوال نه دي وتلي. بلکې د دوئ په ذهنونو باندې مسلسل سوارۀ او غالب پاته شوي دي. فکر کوم چې د مصنف، قاري او متن درې واړو په موجودګۍ کې هم د متن مرکوزه مطالعه عین ممکن ده. ژوندی مثال ئې د ټي اېس اېلیټ "وېسټ لېنډ" دی یا د جېمز جوائس "یولیسس". ولې چې د عام او معتبر تخلیق کار توپیر په هره زمانه کې شوی دی. د نشاة الثانیه د ډرامې حکمراني هیڅ بې هیڅه د شېکسپیر په برخه شوې نه ده. ولې چې د هغه په ډرامه کې به ضرور څه ؤ. په یوۀ دور کې هم جېنون ادیب او شاعر نه دی نظر انداز شوی. ټي. اېس ایلیټ خو د شاعر او نقاد دواړو په حېث د قبولیت وړ ګرځېدلی دی. د چوسر په دوره کې د چوسر نه بل لوئ شاعر ولې نشو رابرسېره؟ د نوي تنقید پلویان دې د بل کوم شاعر د شعري زیار مرکوزه متني مطالعه وکړي او بل شاعر دې د چوسر د عظمت نه لوړ ثابت کړي. فکر کوم چې نه ئې شي ثابتولی. ذکر شوي تریخ حقیقتونه لاجواب او لازوال تریخ حقیقتونه دي او د آرټ جذبات غیر شخصي نه شي ګرځېدلی. پکاسو پکاسو دی او مائیکل اېنجلو ځان له یو فن کار. خو د ذکر شوي بحث نه په پرته د تنقیدي بدلون دغه معیار ځانله خپله جداګانه لار لري. د ادبي تجزیو د کره کتنې دغه روایت بیا هم د خپلو اصولونو او معیارونو یو مخصوصه لاره نه لري. خو من حېث المجموع د متن د ظاهري ساخت او داخلي تسلسل کوټلې مطالعه ضرور کوي. ولې چې د مرکوزې مطالعې لپاره ئې اصول او معیارونه متعین نه دي. هر نقاد ئې ځان ځانله خپل معیارونه ټاکلي دي. د فکرونظر خاوندانو په هره دوره کې د تنقیدي بصیرت لپاره بېل بېل معیارونه او اصول متعین کړي او د تجزیاتي مطالعې د ودې لپاره ئې نوي دروازې پرانستلي دي. د نوي کره کتنې د پلویانو فضیلت په دې زیات دی چې د دوئ تعلق د درس او تدریس له څانګې سره ؤ. شاید ځکه نوي تنقید په نړیواله کچه یو نوی شور او هنګامه برپا کړه. خو له بد مرغه د دې شور او هنګامې ساه هم ډېره زر ووتله. په متن کې دننه د مخفي متن ګره کشائي یا سپړنه دوئ په خپل انتهائي بصیرت رابرسېره کوله او د متن د کماحقه تفهیم او تعبیر د رابرسېره کولو وظیفه دې ډلې په مها بصیرت او انتهائي دلچسپۍ اجرا کوله. ولې چې دوئ به دې ته نه کاتۀ چې فن پاره د چا ده؟ بلکې دوئ به په متن باندې خپله توجه مرکوزه ساتله چې متن څنګه دی؟ ژبه ئې څنګه ده. د متن جوړښت، ترتیب او تنظیم ئې څنګه رابرسېره شوی؟ د جملو ساخت، صرفي او نحويي صورت ئې څنګه دی؟ توري پکې څنګه خوندي شوي؟ د متن لب و لهجه او اسلوب په جمالیاتي توګه څومره رنګيني او دلکشي لري؟ تمثیلي او استعاراتي اظهار ئې څومره قوي دی؟ د متن تر حقیقي قدر و قیمت پورې رسائي څنګه ممکن ده؟ د متن تسلسل او رواني حقیقي صورت حال څنګه منظم شوی؟ او له دې ټولو سوالونو سره سره د متن تر تل پورې رسائي څنګه ممکن ده؟ مطلب دا چې د دوئ لپاره صرف او صرف متن بنیادي څیز ؤ. شاید ځکه دوئ خپله تجزیاتي مطالعه د سائنسي مطالعې مترادف بلله او خپل تجربات ئې د "ادب سائنس" وبالۀ. نوې کره کتنه و هئيتي تنقید ته د نزدېکت باوجود د یو جداګانه اهمیت وړ ګرځېدلې. د متن د نهامې صورت ګري حقایق او شواهد رابرسېره کول د دوئ اصول هدف او د دوئ تجزیات د معنوي تفهیم د فهم او ادراک په اړه د اسمان نه د ستورو راکوزولو د عمل مترادف عمل ؤ یا په ویړ سراب کې د اوبو پیدا کولو یوه ناتمامه هڅه. د فن پارې د سیاق او سباق نه ئې ډډه وکړه. متن ته ئې مرکزي حېثیت وروبخښلی. ولې په بل صورت کې د فن پارې مرکوزه او کوټلې مطالعه بېخي ممکن نه وه. د دوئ دا پوخ یقین ؤ چې معناوې د متن په مرکزي وحدت کې رابرسېره کېدی شي. دوئ د متن په مرکوزې مطالعې (Close Reading) او کوټلې توجه (Close Attention) باندې متفق ؤ. خو ځيني نقادانو د نوي تنقیدي اپروچ سره سراسر اختلاف څرګند کړ او په دوئ باندې ئې دا تور ولګاوۀ چې دا په متن کې د نهامې جمال پرستۍ لېوني دي. دا د فن برای فن ړاندۀ مقلدین دي. دوئ د ټولنیزو حالاتو، تاریخي مسائلو او د ژوند د ترخو حقایقو نه سترګې پټوي او دا ئې لا هم د نوي تنقید په اړه وئيل چې دا د تصنع نه رازېږېدلی یو لاحاصل عمل دی. یو مصنوعي عمل آخر څنګه د تنقیدي تجزئې حامل بلل کېدی شي. داسې تجزیات لاحاصله، بې اعتباره، او بې ثمره دي. دا محض د تخلیق کار د مرګ لپاره مصروفِ عمل دي. غالباً د ذکر شویو تنقیداتو په ردّعمل کې ورور ورو نوي تنقید د زوال په لور په تادي تادي خپل ګامونه واخیستل. هغه نوی تنقید چې متن ئې د فن پارې د ټولو نهامو حقیقتونو امین بللی او د تخلیق پارې د ټولو پوشیده صداقتونو ضامن هم. په عمومي اعتبار هر تنقيدي مکتب د متن سپړنې لپاره خپل اصول متعین کړي. هر تنقیدي تحريک د فن پارې د مشاهدې او مطالعې لپاره خپل معیارونه رابرسېره کړي. ځکه دومره اتفاق ازبس ضروري دی چې د کره کتنې هر سکول او هرې مدرسې د تجزیاتي مطالعو لپاره په خپل خپل ځای یو مهم رول لوبولی. خو فکري او نظري اختلاف د متن سپړنې لپاره هر وخت مؤثر ثابت شوی دی او د تنقیدي بصیرت د نور توان او شتمنی حامل ګرځېدلی. زما په شخصي فکر په دغو نظري او فکري اختلافاتو کې د ژبې او ادب د ودې زیری خپل وزر رپوي.
د ليک منبع:
د فيسبوکپاڼه «Saeed Gauhar Literary Page»، د پوست د خپرېدنې نېټه د ۲۰۲۲ کال د جون دويمه، د کاپي کېدو نېټه، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر شپږمه نېټه
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/d2a57
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2691
نظم ـ بل هغه سړی احمق بللی بويه (خوشال خان خټک)
- Details
- څانګه: نظمونه
چې مې ښه په زړه کې فهم فکر وکړو
احمقان راته ښکاره شوه په خويونو
يو هغه سړی احمق بللی بویه
چې باور کا د غلیم په سوګندونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې پاړو شي د لړمو د مارونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې په سپينه ږیره خیال کوي د نجونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې د ښځوسره پاڅي په جنګونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې په هر طبیب دارو کا د رنځونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې وېښته به توروي په حضابونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې د تېښتې ګمان ورک کا له مرئيونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې خبرې کا په سترګو په لاسونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې بدخواهه سړی پرېږدي په دوه ګونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې بې حده تکلف کا په ځانونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې پیران به کښېنوي په خپلو خونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې به غواړي دی لويي په نسبونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې بغیر تورې دعوا کا د ملکونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې به مال ددنیا نه خوري په کورونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې بربنډه کونه لامبي په سیندونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې غوږ نه کا د خوشال په دا حرفونو
خوشال خان خټک
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/ne7yt
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 1509
نظم ـ چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهارونه نه سي (رحمت شاه سايل)
- Details
- څانګه: نظمونه
چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي
راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه
چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي
بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مينې
بيا چېرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي
په دُعاګانو مې د خوږ زړګي دردونه نه ځي
څو چې ښېرې د شونډو تړم ټکورونه نشي
وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو
په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نشي
د نظر غشي مې په زړه باندې په پام اوروه
چېرته زخمي پکې دا ستا نازک يادونه نشي
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فکرونه نشي
ويده دنيا ای د (سائل ) قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي
رحمت شاه سايل
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/alq44
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2286
نظم ـ نه به ټول عمر ځواني وي (غني خان)
- Details
- څانګه: نظمونه
نه به ټول عمر دنيا وي
نه به ټول عمر ځواني وي
بيا به ګران سوال او جواب وي
ځان به ټينګ نه کې غني
د جنت حوري به څه کړم
چې ياران راسره نه وي
بې مستۍ شراب به څه کړم
چې ملا يې هم څښي
دا څو ورځي زندګي ده
جام راواچوه ساقي
دا وعده کړې ده خدای
چې بخښي به لېوني
غني خان
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/h4ia0
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2468
عبدالکريم بريالے: ژوند، شخصيت او فن
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
ليک: سيدالامين احسن خوېشګي
لوړ دنګ، اوس لږ راټيټ، خشخشي ږيره، ځلنده سترګې، د خطابت اوږده پوزه، په څټ پراتهٴ اوږده وېښتهٴ لرونكے، ناخوښې خبرې عربي اصطلاحاتو كښې كوونكے، د جلال او جمال د امتزاج غوره نمونه -محقق، شاعر، مترجم، اديب، تذكره نګار، نقاد، او سبكدوش بيوروكرېټ عبدالكريم بريالے د مارچ په دوېمه كال نولس سوه پنځوسم 1950ع كښې د قومي شاعر او مبارز ملاظريف اخوند كاكړ کره وزېږيدو. اولنئ زده كړې ئې د خپلې علاقې په سكول كښې ترلاسه كؤلو سره سره سحر او ماښام د درس نظامي او عربي ادب تحصيل د كال نولس سوه اتهٴ شپېتم 1968ع نه تر كال نولس سوه څلور اويايم 1974 پورې جاري وه. كال نولس سوه دوه څلوېښتم 1942ع کښې جوړ كوېټه انټر كالج كښې وروستو دوي خپلو رسمي زده كړو له دوام وركړو. د عملي ژوند ابتدا ئې څلور كاله د سينئر انګلش مدرس، بيا د اطلاعاتو محكمه كښې افسر او بيا ايډيټر 'پشتو' ژوب نه وشوه. وروستو، كال نوس سوه پينځهٴ اويايم 1975 ع كښې نوشكي، چاغي او بيا پشين كښې د ليكچرر په حېث د تدريس نه پس ئې په كال نولس سوه اتهٴ اويايم 1978ع كښې د وفاقي او صوبائي حكومتونو د مقابلې امتحانونه سي اېس اېس او پي سي اېس دواړه په يو كال پاس كړهٴ. اوَله حكمنامه د پي سي اېس ترلاسه كؤلو نه پس د لاهور په ځاے پېښور ته تربيت دپاره لاړلو. اردو، اسلاميات او پښتو كښې داېم اې، انګلستان نه په انتظامي او بېن الاقوامي معاملاتو كښې ډګري، له قاهرې نه د قراٴت درے سندونه لرونكے، بريالي د سعيدګوهر او سرور سودائي ملګرتيا كښې اردو شاعري هم كړې ده. د اې سي، ډي سي، كمشنر، او تر سېكرټري انتظامي عهدو خپلې فريضې ترسره كؤلو نه پس د مارچ په دوېمه كال دوه زره لسم 2010ع د خپلو ذمه داريو نه سبكدوش شو.
'دكال نولس سوه اويايم 1970ع نه د ليك باقاعده شروع كؤنكے او په پښتو، اردو، انګريزي او بلوچئ كښې په تحقيق، تنقيد، تاريخ، سفرنامې، شاعرئ قريبا د درېو سوو نه زياتې مقالې ليكونكے، بريالي صاحب د بلوچستان سختو علاقو كښې د تعيناتئ دوران كښې بلوچي زده كړه. او د ادبي هلو ځلو په دوام كښې ئې د عمرګل عسكر، سرور سودائي او خېرمحمد عارف په ملګرتيا كښې ادبي تنظيم 'پښتو ادبي ملګري' هم جوړ كړو. دوي د 'خداے بخښلي سعيد ګوهر او سرور سودائي په ملګرتيا كښې پېښور سره ادبي رابطه كونكي وړومبي اديبان وهٴ چې طنزا په پشاوري وبللے شو'. ابتدا كښې د صاحبزاده حميدالله صاحب د 'د پشتو د وَدې ټولنه' نه دے اثر اخستونكي، د 'اردو او پښتو لسانياتي تقابل' پي ايچ ډي تهيسس مكمل شو خو د لرے تعيناتئ او نتيجتاَ په وخت د نهٴ جمع كېدو په وجه دغه عمل نيمګړے پاتے شو. شرقي علومو كښې د مولانا عبدالودود اخونزاده كاكړ نه د عربۍ او فارسۍ د تحصيل د تلمذ او اثر افتخار لري. د غربي علومو د تحصيل ضمن كښې لندن او مانچسټر كښې د مطالعې تېر وختونه او د څلورو پينځو يورپي ملكونو د سېل خوندونه اوس هم يادوي. د ترقي پسندانه خيالاتو لرلو په بنا زورلے شوے هم دے. اديب د نقاد شاعر او صحافي سليم راز ترقي پسند كانفرنس كښې د جعفر خان اچكزي او بلوچو دانشوارانو ملګرتيا كښې ګډون وكړو. نههٴ ماشومانو كښې ئې څلور ډاكټران، يو انجنئير او نور پي ايچ ډي كوي'.
په مجوعی توګه پينځلسو نه زياتو شائع شوو كتابونو كښې ئې وړومبے كتاب'جامع القواعد' بيا ' ليك دود'، 'پټه خزانه د حقيقت په ائينه كښې' ( 2003ع)، 'دپښتو ادب حال وقال (2014ع)'، 'په مونږ كښې زنديق نشته (2017ع)'، 'ختم نبوت اور انګرېزون كے سياسي متنبي(2018ع)'، د بايزيد روښان خېرالبيان او د محققينو د څېړنو جاج (مارچ 2011ع)' د تاريخ مقدمه يو تنقيدي جاج له مشرق څخه تر مغرب پورې - د ارنلډ ټائن بي ترجمه'، 'رحمت الله درد -د پښتو غزل د نوي روايت او اسلوب باني (2019ع)'، 'روښاني تحريك (په شال كوټه اوقندهار كښې)'، 'د امين الله داؤدزي ازاد نظمونه'، 'اشرف غمګين، شخصيت او د رسم الخط مقاله'، 'ليكنځي 1984ع' كښې مرحوم سعيد ګوهر او نورو سره مرسته، او د شاعرئ ئې'موسمونه خاندي(2015ع)'، 'د علامه حبيبي د اروا ترسېوري لاندې'، 'د ايندارو تر بازاره'، 'د سراب په مخ حباب'، 'د پښتونخوا نغمې'، مجموعې شائع دي.
زيرِ طبع كتابونو كښې ئې 'ریگء مزل' د زېتون بانو د افسانو بلوچی ترجمه، سفرنامې او د نامورو شاعرانو عبدالعلي اخونزاده، ملا عبدالسلام، سيد علي محمد بزګر او پير محمد كاكړ د ديوانونو د قلمي نسخو د ديوانونو ترتيب، تدوين او د ژوند حالاتو باندې كتاب، دهِروډوټس د تاريخ پښتو ترجمه او ژوره مقدمه، د پښتنو د تاريخ جاج، د رحمان بابا د كلياتو جامعه څېړنه او د الحاقي شعرونو جاج، د پښتو ورومبۍ افسانه باندې څېړنه او نوے كار، پټه خزانه باندې د خپل شوي كار نوره څېړنه، شائع شوې علمي مقالې- د نهونه زيات كتابونه ئې د خپل جوړ كړي، ملا ظريف اخون كاكړ فاؤنډېشن، كوټې، له خوا شائع دي.
' دبايزيد خېرالبيان او د محققينو د څېړنو جاج' كښې د خېرالبيان په متعلقاتو، صراط التوحيد، مقصود المؤمنين، د علامه حبيبي صاحب د مؤقف په دفاع، او ميرزا خان انصاري نه علاوه په پينځهٴ دېرشو نورو متعلقه علمي موضوعاتو تنقيدي، تحقيقي اوتقابلي بحث نوي بحثونو له وجود وركوي اګر كهٴ چرته چرته موضوعاتي تكرار هم ښكاري.
د كال نولس سوه پينځهٴ اويايم 1975ع نه تر 2009ع پورې د ورباندې محيطه د 'موسمونه خاندي' شاعري د دوي د فكر ارتقائي سفر د غزل انفرادي تجربه او په شخصياتو نظمونه د دوي د تخيل، تغزل او تفكر د كېنوسونو وسعت ښائي. سيد خېر محمد عارف صاحب ئې 'شاعري د جمالياتو د هغه رباب ترنګ بولي چې په زړونو كښې د مستئ او سوچ ولوله راپاروي'
'ختم نبوت اور انگريزون كې سياسي متنبي 2018ع 'كښې د قاديانيت او بهائيت فراخه تنقيدي مطالعه او د هغوي د خود ساخته دلائلو رد كوي، د ډېر علمي او ذهني و مشقت متقاضي دې موضوع سره د دوي مينه او د دوي علمي علويت په نظر راځي. دے ضمن كښې دلته د موضوع متعلق د خارجي ليكونكيو نه علاوه د مقامي پښتنو محققينو مؤرخينو او منورينو ښاغليو سعدالله جان برق او عبدالرحيم مجذوب د افكارو او اقوالو تنقيدي جاج هم اخلي او استدراك ئې كوي. دا كتاب په ملكي سطح خوښ كړے شوے دے.
'رحمت الله درد د پښتو غزل د نوي روايت او اسلوب باني مئ 2019ع' د خداے بخښلي پروفېسر رحمت الله درد د غزل په سلاست، اسلوب، انفراديت، مقصديت، او سادګئ بحث كوي. د احمدجان احمد مروت د 'درد او مجذوب' (اكتوبر 2006ع) او ځنو مقالو نه پس د خپلو خلقو نظر انداز د منفردې لهجې په دے شاعر دا اهم تصنيف دے، چې د درد د غزل تجزياتي مطالعه د تنقيد د جديدو اصولو په رڼا كښې كوي.
'په مونږ كښې زنديق نشته 2017ع 'په سماع، تصوف، تعقل او علم كلام، د عباسيانو د دور فقهي او تصوفي تاريخ، د ناويشلي هند د تصوفي بحثونو او بيا د خپلو پښتنو متصوفينو ميا فقيرالله وغېر هم د افكارو ذكر او احاطه كوي، په نولسمه او شلمه پېړئ كښې جديد علم الكلام او تصوف لنډ تاريخ بيانؤلو سره سره دا كتاب د پښتو د سنجيده ادب ډېر ژور افكارلري، او د بحثونو او شاملو افكارو په اساس د خپل نوعيت ځانګړے كتاب دے. دا كتاب ئې په حكومتي سطح په (دوه لاكهه روپئ) انعام ونمانځلے شو. له بريالي صاحب څخه په داسې موضوعاتو له نورو علمي ليكنو طمع اوتوقع كېدے شي چې د يو كښې زيات تبحر او استناد لري.
'حال او قال2014ع ' د شپاړسو ادبي شخصياتو د فكر او فن جائزه او ځنې نورو موضوعاتو باندې مضامين لري، بين السطور كښې د يو دور ادبي تاريخ هم قلم ته سپاري او د څو ادبي تقريبونو رودادونه هم بيانوي. وړومبو خبرو كښې ئې رومان شا ه رومان 'نوم او كار دواړه بريالي ګڼي'.
'روښاني تحريك (په شال(كوټه) او كندهار كښې)'2018ع- په دوه نيمو سوونه زياتو مخونومشتمل دا كتاب، د جناب اكبر كرګر د 'بايزيد روښان او اشراقي معرفت' ( 2019ع) او د خداے بخښلي روښان شناس پروفېسر ډاكټر پروېز مهجور خېشكي د 'روښاني تصوف' (2016ع)، د محمد معصوم ھوتک د 'خېرالبيان او صراط التوحيد' (2017ع) د زيارونو په تسلسل او موضوعاتي اشتراك كښې، مستندو او ثقه منابعو ته رسائي كوي ځكه چې دا كتاب جديد تر او مختص تر دے. او د پخوانيو او اوسنيو ځائي او مستشرقينو اقوال او اراء وار په وار نقل كوي او پرې علمي او منطقي جرح كوي، خپل دلائل وړاندے كوي، او د فكر، خبر او نظر نوې لارې په ګوته كوي. د محقق او اديب فرهاد محمد غالب ترين په خيال ' د بريالي صاحب دا كتاب د روښاني تحريك په تعبير، تشريح او تفهيم كښې زيات واضح او اهم دے '، زما په خيال د دے كتاب ژبه، منابع، مصادر، زيات قوي ښكاري او د بيان انداز ئې ډېر زړهٴ راښكونكے دے. د بايزيد روښان د تصوفي مقاماتو تشريح كښې د 'سكونت' په باب د بايزيد له دواړو كتابونو د 'الترمذي وابن ماجه' په حواله د 'اللهم احييتني مسكينا و اميتني مسكينا و احشرني في زمرة المساكين' عبارت راؤړي، او ګويا د مذكور'مسكين' او بايزيد د 'سكونت' د مقام تطبيق كوي، خو سوال دا دے چې ايا دغه تطبيق عقلِ سليم مني؟دا استنباط انشراحِ صدر نهٴ كوي. البته د شريعت او طريقت په مروجه تړون او مطابقت كښې يوه هڅه ګڼلې كېدې شي. دوي د ډاكټر پروېز مهجور خوېشكي علمي كتاب'روښاني تصوف' باندې د 'تصوف په مسلك كښې د روښاني تصوف څرك' ليكلې جامعه او مانعه مقدمه كښې هم په خپل دغه موقف تفريع كوي، ليكي '... خو د كمال خبره دا ده چې د بايزيد مسكنت يو داسې افاقي منصب دے چې د رومي او شمس تبرېز د خداے د مينې سره يوځاے كېدل هغه مقام دے چې ډاكټر مهجور ورته د'بقاباالله' منصب وائي.... '
مونږ د مرحوم سعيد ګوهر په تذكره كښې ليكلي وهٴ چې له بلوچستان نه د'پټې خزانې ' په باب په متضادو نتائجو ولاړ دوه غوره تحقيقي زيارونه راغلي دي يو د ښاغلي سعيد ګوهر 'پټه خزانه في الحقيقيت'- او بل د بريالي صاحب 'پټه خزانه د حقيقت په ائينه كښې' –پهٴ څهٴ كم پينځه سوو مخونو مشتمل دا كتاب محقق د خپل موقف او مدعا په اثبات كښې د' پټه خزانه يو ناقابلِ ترديد حقيقت' نه شروع كوي. نورو مشمولاتو كښې دوي د قلندر مومند 'پټه خزانه في الميزان' د شك لړلي هغه مضمون تفسير' ګڼي چې په كال 1976ع كښې' پښتو' مجله كښې شائع وهٴ، او وروستو كامل كتاب شو. او 'دوي هم په 17 اپرېل 1977ع كښې لورالائي كښې د 'پښتو ادبي ملګرو' له لوري راجوړ سيمينار كښې وراندے كړے شوے د دغه مضمون جواب دا كتابي شكل وموندو. دا كتاب وړاندے'په پټه خزانه د جديديت الزام او د هغهٴ تحليل'، د 'مخالفينو' ښاغليو مشتاق مجروح يوسفزي، سعيد ګوهر او سيد محمود ظفر ترديد، د موافقينو د اقوالو تائيد، او دعزيز لوني د تېروتنو ذكر كوي، په ظاهره د بريالي صاحب دا كتاب د قلندر مومند د كړو شوو پوښتنو او اعتراضونو ځوابونه ښكاري خو د خپل مؤقف په تائيد كښې د دوي دلائېل هم نظر انداز كېدے نهٴ شي. پښتو ادب كښې تر څلور څلوېښتو كلونو روان د پټې خزانې دا مباحث او د جواب الجواب سلسله بنده ته د امام ابو حامد محمد بن محمد الطوسي الغزالي او ابولوليد محمد ابن احمد ابن رشد تر مينځه شوي علمي اختلاف او د جوابي تصنيفاتو سلسله راياده كړي. او د خپلو موقفونو په تائيد كښې بحث لا مختتمه پاتے شي. او اوس خو د جمعه خان صوفي صاحب ''پټه خزانه د تاريخ په تلا؟(تله)كښې، هم وليكلے شو چې زما له نظره نهٴ دے تېر خو په سرورق د كتاب په نوم كښې د فاش غلطئ نه ئې علمي او تحقيقي حيثيت ښكاره كيږي. د بريالي صاحب دا كتاب هم په 'پټه خزانه' ليكلي نورو كتابونو غوندې كله كله د اظهار د افراط او تفريط او موضوع او موقف سره د جذباتي وابستګئ عناصرلري. كله كله جزئيات نګاري او طوالت هم ښهٴ نهٴ برېښي.
په شخصياتي توګه بريالے صاحب د خداے بخښليو مولناعبدالمجيد افغاني، مير احمد شاه رضواني، قاضي عبدالسلام، عبدالقدوس قاسمي، مولنا محمد اسرائېل او حافظ محمد ادريس، مولانا عنايت الرحمان د طورو، مولانا امير محمد ترخوي، مولانا عبدالقادر، تقويم الحق كاكاخېل، پروفېسر افضل رضا او ځنو نورو اكابرو رحمهم الله غوندې هغه ډلې سره تعلق لري چې خپلې سيني ئې په ابتدا كښې د حقاني علومو په رڼا رڼې كړي، او اصلي متونو، حقيقي منابعو او عربي او فارسي ادب ته ئې رسائي ممكنه كړې وه، او د شرقي علومو دغه ځلا ئې د فن او فكرپه زيارونو كښې برېښي. بل اړخ ته دوي د هغه اديبانو په قبيله كښې هم شمېرلے كېږي چې نهٴ د پښتو استاذان پاتے دي او نهٴ ئې رسمي وظيفه وه خو د اِدارو هومره كارئې كړے دے لكه قاضي عطاءالله، دوست محمد خان كامل، قلندرمومند، اجمل خټك، ډاكټر محمدهمايون هما، ډاكټر سيد وقار علي شا كاكاخېل، ډاكټر لياقت تابان، رشيد احمد صاحب و غېر هم... چې د منصبونو تقاضې ئې نورې وې خو پښتو ئې د خپل زيار او كار په رنګ رنګينه كړې ده. بريالے صاحب په شرقي او غربي دواړه علومو منور دے او متنوع ادبي او علمي اثار ئې د دغه دعوې ښكاره ثبوت دے.
د مترجم په حيث د دوي د انګريزۍ او پښتو نه ترجمې، او د تاريخ نويسئ ضمن كښې د مشهور مورخ ارنلډ جوسف ټائن بي د تاريخ پښتو ترجمه، چې شايد هم د دوي دغه اوليت لري، د دے كهنه مشق اديب د جهان بينئ، سياسي زيركتيا، تاريخ ليكنې ته مېلان، سماجي تبحر او هر اړخيزه شخصيت عكاسي كوي.
د دوي همعصر اديب ملګري عمرګل عسكر ماسره خبرو كښې اووئېل چې 'بريالے زمونږ د 'پشتو ادبي ملګري' تنظيم ډېر اهم او ډېر ښهٴ غړے، او مونږ ټولو سره كمكونه كؤنكے ملګرے دے. د ملګريو او علاقې په غم ښادئ كښې ګډون لري. علم دوست برېالے د تحقيق د طالب علمانو مدد او رهنمائي كوي'
سرور سودائي صاحب وائي، 'بريالے ښهٴ دوست، دروند پښتون، خوږ سړے، مېلمه پال، مددګار او د ډېر ژوندي طبيعت څښتن دے، په حساسو علمي موضوعاتو د كار كؤلو هنر لري'
د خپل فكر په څېر متحرك او متنوع بريالے، د خپلې خاؤرې نه علاوه د ملك په نورو برخو كښې عموما او د خېبر پښتونخوا په هر ښار او هر كلي كښې خصوصا د دمې، علمي او ادبي صحبتونو او علم دوست او علم پروره خلقو سره د پخې ناستې پاستې ځايونه لري، او هر ځاے ئې وجود غنيمت ګڼلے كيږي په كشرانو زيات مهربان او د مشرانو زيات قدردان عبدالكريم بريالي صاحب د پاره لاس په دعا يو چې د ژوند په هر ګام كښې دے كامرانه اوبريالے وي او علم او عمل كښې دې ئې نهٴ ختمېدونكي بركتونه وي.
منبع: د «پښتو ادب pukhto adab» له فيسبوک پاڼي څخه (د کاپي کولو نېټه: د ۲۰۲۲ کال د نوامبر دريمه)
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/luek8
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 1974
نظم ـ تللي اشنا ته (عبدالرحيم مجذوب)
- Details
- څانګه: نظمونه
ستا د خواږه یاد په خاطر ډېرې مودې بعده نن
نیمه خوا یاره ستا په تېرو قدمونو ګرځم
زمونږ د کلي خداونده ستا واړۀ جهان کښې
زه خوشې سر وهم په خوشو دیوالونو ګرځم
لکه خارو سره د ملخ په تشې جالې واوړي
واړۀ بچي غواړي په ونو کښې چغېږي شوري
هسې دا ستا مینه د تا په پرېښولو منډو
خاورې ایرې نولي په سر، زړه یې سوځېږي شوري
دیدو د یار په جدایي کښې ځان ته اور ورته کړو
د سوځونکي محبت لمبې یې لرې ښکاري
خو زه د تا په جدایي کښې پټه خوله سوځمه
زما په زړه کښې اتشینه اور د سرې ښکارې
د تا په تلو د سپرلي څنګه سپرۀ مخ وختو
د چُستو ورځو شپو هغه زړۀ چُستي وخته
یا هغه ورځې شپې دي هر یو شے په ځاے هغسې
زما له زړه هغه د مینې سر مستي وخته
نن دغه ونې بوټي څنګه سنجیده ولاړ دي
داسې لیده شي چې ما مړۀ ته جنازه راکوي
ستا په سرو شونډو تورو زلفو مې قسم دے اشنا
دا سور شفق او تور ماښام که اوس مزه راکوي
عبدالرحيم مجذوب (1935 - 2021)
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/5ucud
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2355
د عبدالرحيم مجذوب ژوند، شخصيت او فن
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
ليک: سيدالامين احسن خويشګي
په پښتو كښې اساطيري ادب متعارف كونكے، د شېكسپئر او جان كيټس پښتو مترجم، د متصوفانه رومانيت بې بدله شاعر، د خوږ، ژور نظم او روماني غزل خالق عبدالرحيم مجذوب، د يو ادبي دور، سبك او يو انداز سرخېل، قديمي خيالات په نوي شاعرانه شكل كښې وړاندے كؤلو كښې لوے كمال لري، د دوي شعر ته مېلان د دوي د موروثي رجحان نه علاوه، د كور ماحول، د فارسي او انګريزي ادب رسمي او غېر رسمي زده كړو او د پېښور ادبي او علمي محفلونو نور ځلنده او سپين سپېځلے كړو،
د مروتو په نار صاحب دا د ميدادخېلو كښې د جنورئ په څوارلسمه په كال نولس سوه پينځهٴ دېرشم (١٩٣٥ع) كښې يو ماشوم وزېږېدو چې خپل پلار عبدالكريم خان پرې د عبدالرحيم نامه كېخوده، چې وروستو ئې په ادبي دنيا كښې ځان د عبدالرحيم مجذوب په نامه امر كړو، دا خوش بخته او نازؤلے ماشوم چې ستر شو نو زيرك او مهربان والد صاحب ځان سره هند ته د اجمير شريف زيارت له هم بوتلو، په وركوټوالي كښې ئې ورله، د ډاكټر فضل الرحيم مروت د وېنا ترمخه، لكه د ناوېشلي هند د نورو سترو او مخوريزو كورنيو د خپل كلي يو هندو استاد هم نيولے وهٴ چې كور كښې ورته هندي وروښائي، دغه رنګ مولانا عالم شاه لنګرخېل ورته د قران او فقهې نه علاوه د سعدي د مشهورو كتابونو 'ګلستان'، 'بوستان'، او د نورالدين عبدالرحمان جامي د' يوسف او زليخا' سره سره د نظامي ګنجوي 'سكندرنامه' هم ورلؤلوله، چې د مجذوب صاحب په خيال دغه 'نظمي' ملا به دغه شعرونه په 'لے' كښې وئېل' چې دے ئې وروستو شعر ليكلو ته وهڅؤلو او په كور كښې د خپلې ترور د قران د تلاوت او مطالعې سره مينې، او د 'انيا' قصو ئې په شعر كښې سلاست او رواني راپېدا كړه'، د سكول د استاد خان بادشاه، چې ترقي پسندو تحريكونو سره د تعلق لرلونه علاوه د خاكسار تحريك سره هم تړلے وهٴ، په رنګ هم رنګ شوے وهٴ، په وركوټوالي كښې فارسۍ سره د شناسائئ په بنياد د دولسم جومات د طالب علمئ دوران كښې مجذوب صاحب د خپلو سبقونو نه پس نورو زده كؤنكيو ته فارسي هم ورزده كؤله،
دے حساس الطبع عبدالرحيم اولنئ رسمي زده كړې دن ورنګ په لوے سركاري سكول كښې په كال نولس سوه پنځوسم (١٩٥٠ع ) كښې تر لسمه وكړې او بيائې د ډېره اسماعيل خان په ګورنمنټ ډګري كالج كښې د يولسم جومات دپاره داخله اخستلو نه پس هم په دغه كال خپله دغه داخله د بنو لوے سركاري كالج ته منتقل كړه. دلته د دوي ليدل كتل د پښتو د ياد غزلګو شاعر پروفېسر رحمت الله درد او عالم او فاضل محقق سيد تقويم الحق كاكاخېل سره وشول چې هغوي دا زلمے پښتو شعر ليكلو ته وهڅؤلو، او دوي شاعري شايد په كال نولس سوه پنځوسم (١٩٥٠ع) كښې شروع كړه، د بنو كالج نه ئې په كال نولس سوه درے پنځوسم (١٩٥٣ع ) كښې دولسم پاس كؤلو نه وروستو د اسلاميه كالج پېښور نه څوارلسم ( بي اې) په كال نولس سوه شپږ پنځوسم (١٩٥٦ع ) كښې وكړو، او دكال نولس سوه شپږ پنځوسم نه تر اتهٴ پنځوسم ( ١٩٥٦-١٩٥٨ع ) پورې ئې د قانون (اېل اېل بي) ډګري تر لاسه كړه، د فارسۍ او انګريزۍ نه علاوه د اردو او فارسۍ استاد شاعر د مرزا اسدالله خان غالب او ډاكټر محمد اقبال مطالعه ئې هم لرله. د دوي په خيال 'غالب هر وخت نوے نوے ظهور لري، ډېر بلند خياله دے، '
د پيښور د زده كړو دوران كښې دوي د دغه دور د قداورو اديبانو صاحبزاده ادريس (١٩٠٧ع-١٩٩٤ع)، قلندر مومند، پروفېسر ډاكټر محمد اعظم اعظم (٢١دسمبر ١٩٤١ع-١٥، نومبر٢٠١٢ع) ، مهدي شاه باچا، دوست محمد خان كامل مومند (١٧ ستمبر ١٩١٥ع-٢٢ فروري ١٩٨١ع)، امير حمزه حمزه خان شنواري (١٩٠٧ع-١٨ فروري ١٩٨٢ع)، حافظ ادريس، يوسف خان (اوركزي)، اجمل خټك (١٩١٩ع-٧فروري ٢٠١٠ع)، ډاكټر اسرار او سيد اختر سره ليدل كتل وشوه. د اولسي ادبي جرګې ( ١٩٥٧ع-١٩٥٠ع) په ادبي او علمي نشستونو كښې د دوي ګډون دوي د ادب او فن نوي خيالونو، رجحاناتو او معياراتو سره اشنا كړو، د تاريخي علي ګړھ يونيورسټۍ فارغ التحصيل نكته رس محقق او نابغه دوست محمد خان كامل په نګرانئ كښې تر يو وخته د قانون د معاملاتو په تربيت او تحصيل كښې هم پاتے شو او د پښتو اكېډيمۍ د هغه وخت ډائركټر مرحوم مولانا عبدالقادر (١٧ جون ١٩٠٥ع-٢٢ اكتوبر ١٩٦٩ع) ورته د پښتو د ليكچرر د پوسټ وړاندېز په دې شرط وكړو 'چې په ادب كښې يوه ډګري واخلي'، خو مجذوب صاحب 'د پلار محترم د خواهش تر مخه د وكيل جوړيدو په اساس رد كړو'،
په كال نولس سوه اووهٴ پنځوسم (١٩٥٧ع) كښې په هاسټل كښې هم د دوي په كمره كښې د'زلمي ليكوال ادبي ټولنه' په نوم يو تنظيم جوړ كړے شو، په بنو كښې د اوسېدو دوران كښې دوي د'اولسي تنقيدي ادبي ټولنه' په نوم يو ادبي تنظيم هم متحرك ساتلے وهٴ چې په كال نولس سوه درې شپېتم (١٩٦٣ع) كښې لكي مروت ته د دوي د منتقل كېدو او مستقل وسېدو په وجه دوي د هغه تنظيم حصه پاتے نهٴ شو او هغه وروستو د'ادبي تنقيدي ټولنه' په نوم ياد شو.
زيړ ګلونه ( ١٩٧٧ع)، لال اوكوتي لال (١٩٧٥ع)، د مينې تنده ( له انګرېزئ منظومه ترجمه كال ١٩٥٨-٥٩ع) (اشاعت١٩٧٩ع)، دارالاوهام (١٩٨٠ع)، د مجذوب نوې چاپ شعري (١٩٩٩ع)، دواتشه- د جان كيټس د' ليميا، او د كَيتھ اېف-بي د 'د بادر مرګ' منظومې ترجمې) ( ٢٠٠٥ع)، د مجذوب كليات دوه برخې (٢٠١٣ع) (د پروفېسر ډاكټر محمد زبېر حسرت او (ډاكټر) محب وزير په اهتمام) ، د نور مظهرونه ( ٢٠١٦ع) ، بالترتيب د دوي منظوم، مترجم او منثور اثار دي،
له دې علاوه دامیرنواز مروت د تحقيق مطابق دوي په ادبي مجلو 'قند' او'ننګيالے' كښې په دې عنوانونو افسانې هم ليكلي دي، 'مشين چلوي (؟) ، حاجي ولدِ حاجي، مسمات كِلي، ككي (كاكي؟) ، سپوږمۍ، ستر كاكا، او 'د ګلو ښاپېرۍ'، د ورځپاڼې شهباز، او 'رهبر (رساله) ' دپاره مضونونه، فيچرونه او كالمونه او مجلو 'پښتو، 'قند'، 'نورنګ' 'ننګيالے' او 'جرس'، دپاره ئې تحقيقي مقالې هم ليكلې دي. پروفېسر ډاكټر محمد همايون هما صاحب په 'قند' د خپل تحقيق متعلق ماسره خبرو كښې ووئېل چې، 'مجذوب د قند مستقل ليكوالو كښې وهٴ او په ليكونو كښې ئې علميت، ندرت او جدت وهٴ'
د دوي په شاعرئ ډاكټر محب وزير 'د مجذوب د شاعرئ تنقيدي مطالعه' په نوم كتاب ليكلے دے او نادرخان عليل د دغه كتاب په تنقيدي جائزه يوه مقاله ليكلې ده، كراچۍ نه ابوالفتح پښتون، پلوشه- مجذوب نمبر' شائع كړے، احمد جان مروت صاحب د 'درد او مجذوب' په نوم كتاب ليكلے، او نادم خټك، ګل محمد بېتاب او پروفېسر قاسم محمود صاحبانو ورسره مركې كړي دي، چې مائې ناچاپه مواد لوستي دي، د مرحوم ډاكټر شېرزمان طائزي پرې انګرېزۍ كښې اوږده علمي مقاله ده، د ډاكټر فضل الرحيم د قول ترمخه، د ډيپارټمنټ اف پاكستان سټډيز، پوسټ ګريجوېټ كالج، مانسهره، نه پرې كال نولس سوه څلور نوي- شپږ نوي (٩٦-١٩٩٤ع) كښې امير نواز مروت د ايم اے تهيسز ليكلي دي. اسلم مير صاحب د دوي د نظمونو غوره انګريزي ترجمه او زلمے زاهد امين د سماجي رابطو په نِټ ورك فېس بك د'مجذوب'په نوم يوه پاڼه متحركه ساتي.
مجذوب د خپل فكر او مېلان، انداز او تطور، موضوع، هئېت، لفظياتي نظام او خيال په بنياد منفرد او ځانګړے دے، د دوي د يوناني او هندي د يو مالائي او اساطيري مطالعې، او د انګريزي او فارسي ادب ژورې مطالعې دوي له يو جدا مقام وركړے دے،، د 'دشينت اوشكنتلا' په نوم نظم، او د شېكسپئر د 'وينس اواېډونس' د جان كيټس د يوناني اساطيري كردار د 'ليميا' او كېتھ اېف-بي د 'د بادر مرګ 'پښتو منظومې ترجمې د دوي د دغه علمي تكامل، فني ژورتيا او فراخه فكر ډېر كامل، ګڼ اړخيزاو متنوع تصوير ساز وي،
د موضوع له رويه د مجذوب په شاعرئ كښې پرېمانه متصوفانه خيالات په يو غېر متصوفانه انداز كښې نظم شوي په نظر راځي، لكه 'لعل او كتى لعل' كښې د دوي نظم 'وحدت او كثرت'، او د ماديت عناصر هم لري لكه 'د هالي ووډ اېكټرې' او ګويا د دواړو د امتزاج يوه شعوري هڅه هم لري، په دې باب ډاكټر اقبال نسيم خټك خپل كتاب 'دردانې' كښې ليكي، 'د مجذوب تصوفي افكار و انداز او اظهار د روايتي تصوف نه بيخي جدا رنګ لري د هغهٴ په هر يو نظم كښې مركزي خيال په شاعرانه انداز كښې د توحيد د عقيدې تفسير بيانوي، دغه قسم تمثيلي او تجريدي ارټ اګر كهٴ څهٴ نوې تجربه نهٴ ده خو په پښتو نظم كښې يوه اضافه ضرور ده په دے لړ كښې هم مجذوب د جدا طرز خاوند دے'
د مجذوب د غزل د مطالعې دوران كښې د دوي په غزل خوارهٴماورائي، روماني او روحاني كيفيتونه لوستونكے په خپله ولقه كښې واخلي او مجذوب د هغهٴ په ذهن كښې د دغه كيفيتونو د مجسم كؤلو كمال لري، مرحوم ډاكټر اقبال نسيم خټك د مجذوب د غزل په باب ليكي'د مجذوب په غزل كښې ښكلي او رنګ رنګ تشبيهات هم شته او لفظي او معنوي صنعتونه هم-دغه تشبهات دومره برمحل او ښكلي دي چې لوستونكي داسې محسوسوي چې ګني دغه تشبيهات هم د دغه موقعو دپاره جوړ وي'، د دوي نظم او غزل د تجربې او نوښت په بنياد يوه نوې تجربه او د قديم او جديد امتزاج دے، ورو ورو په زړهٴ كښې لارې جوړوي، قديمه د يومالائي يا اساطيري تجربه په يو مقامي شكل كښې نظم كؤل او دغه كردارونه سر دوباره را پېدا كؤل د دوي خاصه ده، دوي دعلامتونو برمحل استعمال كوي او كله كله دغه كوشش كښې ډېرې زړهٴ راښكونكې تجربې وكړې لكه د دوي نظم 'درمې شپونكيه څهٴ شوې'؟ او 'ځه چې ځو تيارې دي' او نور، مقاميت كښې 'د شېخ بدين غرهٴ ته خطاب ' كوي' خو مزاحمتي ادب كښې'عوام دي پاڅېدلي' او 'وېتنام ته مې سلام دے' هم ليكي، 'زهٴ به له پښې لاندې كومه زړګے' كښې ياسيت او خود سپردګي مجسمه كوي، د دوي نظم 'مجمع البحرين' كښې د ماديت او روحانيت مكالمه په نظر راځي چې دوي پكښې خضر سره ملاقات او دعلامتونو په ذريعه د راپيښو حالاتو منظر كشي كوي، دا اوږد نظم د روانو چارو د نقش كؤلو او ثبت كؤلو سره سره ګويا د طلسماتي حقيقت پسندئ هم يوه غوره نمونه ده،
ډاكټر سيد چراغ حسېن شاه په 'دارالاوهام 'كښې د دوي شعري تجربې ته 'روماني تصوف' وائي، او مجذوب ورته' د ټېګور د تصوف نه هم متاثره' ښكاري، د دوي په شاعرئ كښې يو لټون، يو جستجو، يو بې قراري، د مينې الهامي تصور او ماضي پرستي په نظر راځي، مرحوم پروفېسر رحمت الله درد ته په 'زيړ ګلونه' كښې مجذوب د 'پښتو كيټس' ښكاري، هاشم بابر هم دوي په دغه نوم بللے دے، او اجمل خټك مرحوم ئې د 'پسرلي زېرے' ګڼي،
د امير نواز مروت مطابق امير حمزه خان شنواري وائي چې،. . . . . د نن د مجذوب شاعرانه انداز د پښتو ادب د يو ستر شاعر دے چې د هغهٴ تخليقات د بلې ژبې د تخليقاتو سره د تقابل جوګه دي'.
د كلياتو دوېمه برخه كښې يوه (مرثيه خود ګفته) 'مړي خبرې كوي' نېټه ستمبر ٢٠٠٥ع لري، او بله مرثيه 'صدام په سولۍ كيږي' ليكي، چې د دسمبر په دېرشمه كال دوه زره شپږم ( ٢٠٠٦ع) ورته پانسي وركړې شوې وه چونكې نوره 'ناچاپه شاعري' د دغې نه پس نېټه نهٴ لري نو ګويا تخميناَ په دستاويزي توګه دې ته مونږ د دوي د اخري دور شاعري وئېلے شو، د دوي سره د صدام حسېن د بدو كارونو دغندلو، د هغه د شجاعت ستائنه كؤل او د 'په ننګ د مسلمان به مسلمان يدِ مولا شي' خبره كول، مونږ ته د دوي سياسي مؤقف راپه ګوته كوي.
مجذوب په حقيقي معنو كښې لږ لوستلے او څېړلے، او ډېر ستائلے شوے دے، په هغوي تر اوسه شوے كار هم ناكافي دے، د مجذوب د افكارو د نفسياتو د اصولو په رڼا كښې ژوره مطالعه او نفسي تحليل به د دوي د فكر پټ او سربسته رازونه نور هم په ډاګه كړي.
منبع: د ليکونکي فيسبوکپاڼه (د 2022 کال د اګست 31مه نېټه)
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/0lfys
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2372
نظم ـ پښتو ته (عبدالرحيم مجذوب)
- Details
- څانګه: نظمونه
زما پښتو زما شېرنې پښتو !
غم مې دې وچې کړلې وينې پښتو !
تا سره خوا کښې بادشاهان تېر دي
آهم لهٔ تانه غافلان تېر دي
مغلو هر څهٔ دي لوټلي د تا
کالې يې واړه دي ايستلي د تا
پښتنو تاته بد کتلي دي هم
دوی درنه لرې ګرځېدلي دي هم
د چليپا (۱) څښتن چېړلې يې تهٔ
خو غېر وو، غېره يې ګڼلې يې تهٔ
پاک پمن تا پورې نخوال (۲) کاندي
خندا د تا پهٔ خط و خال کاندي
ستا د سينې ګلان رژيږي خوشې
سپرلے پهٔ تا باندې تېريږي خوشې
ستا ښايسته وجود چا خپل نهٔ کړو
ښکلے رخسار دې هيچا ښکل نهٔ کړو
افسوس دے ستا چې څوک مين جوړ شي
د زمانې ټولې دښمن جوړ شي
د ستا عاشق ته بهانې لټوي
څوک ورته جېل، څوک زولنې لټوي
تهٔ ورته غلي غلي ګورې ولې؟
خپل عاشقان ورباندې زورې ولې؟
تهٔ د ګلرخو ناز لرې او که نه؟
د دلبرۍ اندا لرې او که نه؟
پاڅه د ښکلو خاصيت پيدا که
شوخي پيدا که برقيت پيدا که
ستا پهٔ زلفانو کښې طوفان شته دے
ستا پهٔ چشمانو کښې نيران شته دے
ستا پهٔ خندا کښې تندرونه وينم
ستا په ادا کښې محشرونه وينم
پهٔ تا مين قلندران (۳) څهٔ شول؟
هغه د سرو سترګو بازان څهٔ شول؟
جميلې ستا هغه اجمل چيرته دے؟
زوی د خوشحال دويم ايمل چيرته دے؟
ورځه مهدي نه هدايت واخله
له ميرحمزه (۴) ځنې قوت واخله
پهٔ خپل غليم باندې طوفان (۵) راوله
بيا پهٔ مغلو خوشحال خان راوله
عبدالرحيم مجذوب (1935 - 2021)
(۱) صليب (۲) مسخرې (۳) د پښتو دوه شاعران (۴) حمزه شينوارے (۵) ولي محمد طوفان
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/vejcv
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 1564
د پښتو د معياري کولو سل کلنې هڅې
- Details
- څانګه: اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې
د ليکني منبع: د ليکوال د فيسبوک پاڼه او کړکۍ اکاډمي وېبپاڼه
لنډيز:
هسې خو د پښتو د معيارسازۍ هڅې له ډېرې پخوا نه پيل شوې. په نولسمه پېړۍ کې د امير شېر عليخان په دويمه پلا پاچاهۍ کې نظامي بولۍ پښتو شوې، خو په تېرو سلو کلونو کې د ملي او رسمي ژبې په توگه د پښتو د جوگه کولو په لړ کې دا هڅې گړندې شوې. په تېرو سلو کلنو کې د اعليحضرت امان الله خان په وخت کې د پښتو مرکه جوړه شوه، چې د قاموسونو او “يوازنۍ پښتو” او “پښتو پښويې” په نامه يې دوه کتابه خپاره کړل. قاموسونه له منځه تللي، خو وروستي دوه کتاب راپاتې دي. په دې کتابونو کې د پښتو د مياشتو نومونه او د نورو شيانو نومونه راغلې او د سياسي او درباري کسانو لپاره يې نوېزونه جوړ کړي. د پښتو مرکې زياتره کلمې موږ اوس نه کاروو، بلکې پر ځاى يې نورې کلمې کاروو، ځکه چې دا کلمې اساني نه لري او له مانيز پلوه رڼې نه دي.
تر پښتو مرکې وروسته د کندهار ادبي انجمن د وييرغاونې په برخه کې کارونه کړي. ورپسې پښتو ټولنې د املا په لړ کې څو غونډې کړې، چې لومړنۍ يې په ۱۳۲۱ کې او نورې يې په ۱۳۲۷ او ۱۳۳۷ کې کړې. پښتو ټولنې د وييرغاونې پر ځاى ډېر کار پر املا کړى.
تر پښتو ټولنې وروسته د پېښور پښتو اکېډمۍ هم د املا په برخه کې ستاينوړ کارونه کړي، چې په ۱۹۹۲ کې يې د باړه گلۍ سيمينار او تر دې وروسته يې گڼې غونډې کړې.
د اشخاصو په توگه وزير محمد گل خان موند، استاد حبيبي، حسين کوثر غورياخېل، عبدالصمد خان اڅکزي، استاد زيار او نورو کارونه کړي، چې هم د وييرغاونې او هم د املا برخه رانغاړي.
د پښتو د معيارسازۍ په لړ کې دا کارونه ستونزې هم لري، خو گټې او مثبت اړخونه يې ډېر دي؛ خو په نوي مهال کې د ژبې د بډاينې او معيارسازۍ طرحه مهمه گرځېدلې. د کومې ژبې لپاره چې دا طرحه نه وي، هغه ژبه ورو ورو له ليک نه غورځېږي. هيله دا ده، چې علمي مرکزونه او اشخاص دې برخې ته پاملرنه وکړي.
مهم وييونه: د ژبې طرحه، معياسازي، وييرغاونه، املا، پښتو مرکه، پښتو ټولنه، پښتو اکېډمي
سريزه:
د گاروين او ماتيو په اند د يوې ژبې معياري بڼه يوه ليکلې او تثبيت شوې بڼه ده چې د يوې ټولنې پاموړ برخې د ماډل په توگه منلې وي او کاروي يې او نسبتا ټاکلې ځانگړنې ولري(گاروين، ۱۹۷۳: ۲۵). دا ځانگړنې د هغو خصوصياتو، دندو او چلنونو ټولگه ده، چې په ټوله کې يې په ژبنيو(يا رغښتي) او ناژبنيو (يا دندو او چلنونو) ويشلاى شو. د گاروين او ماتيو په اند، د معيار بڼه لاندې ځانگړنې لري:
الف. ژبني متغير: دوه رغښتي ځانگړنې رانغاړي، چې يو نرم ثبات[1] او بل دقت يا پوخوالى[2]. مطلب دا چې معياري ژبه له اړتيا سره سمه بايد له يوې خوا ټيکاو(ثبات) ولري او بېلابېل جوړښتونه يې ټاکلي او ثابت وي او له بله پلوه د فرهنگي اوښتونونو پر وړاندې نرمښت ولري، چې پر يوه ځاى ولاړه پاتې نشي. همدا راز معياري ژبه بايد د نويو نومونو د ايجاد او د علمي او دقيق ليک وړتيا ولري.
ب. ناژبني متغير: دا څلور دندې او درې چلنونه رانغاړي. څلور دندې يې، پيوستونکى[3] نقش يا دنده، جلاکوونکى نقش[4] او اعتبار ورکونکى نقش[5] سېمبوليکه بڼه لري او د مرجعيت نقش[6] يې عيني اړخ لري. معياري ژبه د سيمه ييزو او ټولنيزو بڼو د ويونکو ترمنځ يو ډول يووالى او پيوستون پيدا کوي(پيوستونکى نقش) او هممهاله يوه ژبه له شاوخوا او خپلوانو ژبو بېلوي(جلاکوونکى نقش)؛ معياري ژبه خپلو ويونکو ته ټولنيز اعتبار پيدا کوي(اعتبار ورکوونکى نقش) او سمې او ناسمې وينا او ادبي خلاقيت ته يو معيار برابروي(د حيثيت نقش).
دا پاسني نقشونه په يوه ژبنۍ ټولنه کې د ژمنتيا[7]، وياړ او له نورمونو نه د خبرېدا درې چلنونه پيدا کوي. د ژمنتيا چلن د پيوستون او جلاکوونکي نقش، د وياړ چلن له اعتبار يا حيثيت ورکوونکي نقش او له نورمونو نه خبرېدا د مرجعيت نقش زېږنده دى( صادقي، ۱۳۶۳: ۴۵– ۵۵؛ گاروين، ۱۹۶۴: ۵۲۱– ۵۲۳ او گاروين، ۱۹۷۳: ۲۴– ۳۳).
د گاروين او ماتيو په اند، دا ژبنۍ او ناژبنۍ ځانگړنې په نورو ژبنيو بڼو کې هم په څه نا څه بڼه موجود وي؛ نو معياروالى يو ډول نسبي چاره ده او بشپړ او ايډيل معيار په عمل کې ډېر سخت دى.
د يوې ژبې معيارسازي يوه لړۍ ده، چې د ژبې يو ډول پکې په معيار بدلېږي او تلفظي، املايي او گرامري بېلگې يې تر نورو ټولنيزو او سيمه ييزو بڼو غوره گڼل کېږي او په پراخه کچه خپلېږي(آنسره، ۱۹۷۴: ۳۷۰).
د معيارسازۍ په لړ کې يوه د غوراوي او بله د پراختيا موضوع ده. راى(۱۹۶۳: ۷۰) د معيارسازۍ لپاره دوه پړاوونه راخلي: لومړى د يوې ژبنۍ بڼې غوراوى او دويم د همدې بڼې پياوړتيا او پراختيا، چې پايله يې پر نورو بڼو د دې بڼې برلاسى وي. په لومړي پړاو کې يوه بڼه د معياري ژبې په توگه ټاکل کېږي او په دويم پړاو کې د گرامري، تلفظي او املايي آرونو په ليکلو همدا بڼه پياوړې کېږي، چې په دې ډول يې د کارېدو ويجه(ساحه) پراخېږي او اعتبار يې ډېرېږي.
په دې ډول لومړى د يوې ژبې يوه بڼه چې له سياسي او ټولنيز پلوه برلاسې وي، غوره کېږي، ورپسې يې د ژبې طراحان د وييزېرمو، سيندونو، د گرامري، تلفظي او املايي کتابونو په ليکلو په يو ډول تثبيت شوې بڼې بدلوي.
انتخاب شوې بڼه بايد گڼې چارې ترسره کړي او په اداري، دولتي، ښوونيزه، ادبي او بله برخه کې خپله وړتيا وښيي، بايد له رغښتي پلوه گڼې شونتياوې ولري او له سبکي او وييز پلوه پراختيا ومومي او په نويو نومونو او کلمو سمباله شي. تر دې پړاوونو وروسته يوې بڼې ته معياري بڼه ويلاى شو. استاد حبيبي په ۱۳۱۳ ل کال د کب پر ۱۳ د “يوازې پښتو” په سرليک طلوع افغان ته سرليکنه کړې. په هغې کې يې چې کومې خبرې کړې، هغه د معياري ژبې په لړ کې د يادولو وړ دي: ” … د هرې ژبې ښه والى او د لمنې پلنوالى په دې سره ښکاره کېږي چې هغه ژبه پخپله دومره ارته وي، چې لويې لويې او خورا اوږدې ويناوې په دغه ژبه سره وليکلى سي او د پرديو ژبو څخه څه په گډ نه کې! هره ژبه چې ډېره روزلې سوې وي او ډېر ژوندون يې کړى وي، هغه هم د داسې چارو واک لري. …”(حبيبي، ۱۳۱۳: لومړى مخ). استاد د (د پښتو د علمي اصطلاحاتو يا نوو لغاتو وضع) په سرليک ليکنه کې د ژبې د بشپړوالي موارد ښودلي دي: د لغاتو ټولول او قاموس ليکل، د پښتو سوچه لغاتو پلټنه، د لغاتو وضع، د وضع اصول، پر پښتو د وضع د اصولو تطبيق(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۲۳ٌ). د استاد حبيبي وړاندې کړې طرحه د ژبې د معيارسازۍ له اوسنۍ طرحې سره ډېر توپير نه لري.
د معياري ژبې ټولنيز اعتبار تل يو ډول نه وي، بدلېږي، ځکه چي ټولنيز، فرهنگي او نور عوامل پرې مثبت يا منفي اغېز کوي. که مثبت اغېز پرې وکړي، ټولنيز دريځ يې لا پياوړى شي او که منفي اغېز پرې وکړي، ټولنيز اعتبار يې راکمېږي.
معيارسازي تجويزي بڼه لري. که معياري بڼه د څو گړدودنو له توکيو جوړه وي، نو د يوې ژبې ځينې اصول د معيار په توگه خپل او ځينې وغورځوي، مثلا پښتو د جمع کولو لپاره گڼ روستاړي لري. په معياري بڼه کې د اسانۍ او ثابتې قاعدمنۍ لپاره ځينې روستاړي راخيستل کېږي او بيا د هغوى لپاره ځينې قاعدې وضع کېږي، چې د “ونه” روستاړى به په ليکنۍ ژبه کې يوازې د بېسا او “آن” روستاړى به د ساکښو لپاره کاروو. يعنې يو وړانديز کېږي؛ خو په پښتو کې د “ونه” او “آن” کارونه په بېسا او ساکښو دواړو کې گډه ليدل کېږي. داسې په يوه ژبه کې گڼ امکانات وي، چې په معياري بڼه کې يې د ژبې طراحان ټول نه راخلي، ځينې يې د ټاکلو معيارونو پر بنسټ انتخابوي. کله چې دا معياري ژبه جوړه شي، انسجام يې پر نورو گړدودونو اغېز کوي او ورو ورو دا تجويزې بڼې د ژبې برخې وگرځي او ژبه يوه او منسجمه بڼه ورخپله کړي.
د شلمې پېړۍ په سر کې چې ختيځ ته هم د ملتپالنې باد راوالوت. د يوې جغرافيې او يوه ملت د هويت لپاره د يوې ملې ژبې شتون اړين و. د افغانستان په لړ کې د هويت کار پښتو ترسره کولاى شو، ځکه چې پښتو د اکثريت ژبه وه/ ده، د افغانستان هويت يې له منځنۍ اسيا او ايران څخه رابېلاوه او دا د يوه افغان لپاره اړينه وه، چې له نورو بېل هويت ولري. د پښتو د معيارسازۍ لپاره “مرکه د پښتو” جوړه شوه. مرکې په ۱۳۰۱ کال “يوازينۍ پښتو” چاپ کړ. په دې کتاب کې د پښتو د اهميت په اړه لولو: “دا خبره هر يوه ته ښکاره ده چې د هر ټبر ژبه څو خپله نسي او ليک او ليکى(کتاب) يه(يې) په خپله ژبه نسي، لوړتوب او پوره والى نسي درلودلاى او د پردي له اړي نسي وتلاى….” د استاد رفيع په وينا په دې کتاب کې عقيده ښکاره شوې چې د ملي ژبې روزنه د ملت د مشرانو په وسيله کېږي او ملي مشران د نورو کارونو په څنگ کې لومړى د خپل ملت ملي ژبه روزي؛ نو په دې باب ليکي:
“دا دى نن ورځ لومړى پک(وخت) د پښتانه د ټولواکۍ بلل کېږي، مشر بادار د پښتانه(الغازي امير امان الله خان) چي په کلو زوى او په پوهانده پلار د تير سوو(د اوسنيو پښتنو دى) په دې راز د لوړتابه د ټبر او د ودانۍ د خپلې مېنې پوه سو چې د تورې مټ د کښي(قلم) بې مټه نه ځلېږي او پردى کټ تر ننگړې شپې دى، نه خپلېږي او د هېڅ ولس مېړانه د بل ژبه پر ټوله مځکه نه خپرېږي؛ نو يې و ټبرې ژبه خپله ته مخه سوه، چې هرو مر دې خپله ژبه بشپړه سي او په ټولواکۍ او ټولواگۍ (سلطنت او سياست) کې دې بله ژبه نه ښوري. ټول پوهاند سړي د گردې مځکې د دې ووى(حکم) په گټه پوهېږي، چې دا څه پاشلى دى او اخيستنه به يې څه وي”.
هغه وخت د پښتو دې ملي نقش ته علامه محمود طرزى متوجه شوى و، چې افغانستان ته يو بېل هويت ورکولاى شي؛ نو يې په سراج الاخبار افغانيه کې مستقيم نامستقيم دولت او ځوانان د پښتو بډاينې او د يوې ملي او رسمي ژبې په توگه جوگه کولو ته هڅول. د دويم کال په نهمه گڼه کې يې د (مبحث زبان) په ستون کې د “زبان افغانى اجداد زبانها است” تر سرليک لاندې يوه مفصله مقاله خپره کړه، چې د پښتو ژبې پر اصالت او لرغونتوب يې پوره رڼا اچولې ده. د همدې گڼې په ۱۱ مخ کې يې په يوه جدول کې (پلار، مور، خور، ورور او لور) کلمې په پښتو، فارسي، سانسکريت، کردي، ارمني، لاتيني، جرمني، انگليسي او فرانسوي ژبو کې پرتله کړې دي او دا يې ثابته کړې چې “زبان افغانى اجداد زبانها و ملت افغانى اجداد اقوام اريانها) دى (کرزى، ۲۰۱۳: ۱۱۵). موږ پوهېږو، چې د مرحوم طرزي دا خبره د تاريخي ژبپوهنې څېړنو پر بنسټ سمه نه ده، خو له دې خبرو د ملتپالنې خوږ وږم لټېږي، چې طرزي په دې خاطر دا کار کاوه، چې پښتو د افغانستان د ملي تشخص جوگه شي.
د خپلواکۍ تر ترلاسه کېدو وروسته چې د هېواد د هر اړخيز پرمختگ او بدلون لپاره پلانونه جوړ شول، ادارې رامنځته شوې او قوانين راووتل. د پښتو ملي ژبې د روزنې، پالنې او رسمي کېدلو ضرورت هم احساس شو. د وخت ټولواک اعليحضرت غازي امان الله خان له پښتو سره شخصا زياته علاقه وښوده او سربېره پر دې چې پخپله يې په پښتو خبرې کولاى شوې، ويې غوښتل چې د هېواد دا ملي او لرغونې ژبه بايد راژوندۍ شي او محسوسه يې کړه چې د يوه ملت ژوند بې د ملې ژبې له درلودلو نه ناممکن دى، همدا وو چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې يې د پښتو مرکه چې “مرکه د پښتو” يې نوم پرې کېښود، جوړه او د پښتو مرکې فاضلو غړو د پښتو روزنې او پالنې لپاره يې لېچې وغړلې(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۴۵).
۱- د پښتو د معياري سازۍ تاريخ
هسې خو د پښتو د معيارسازي په هڅو پسې د تاريخ څراغ راواخلو، نو تر پير روښان او خوشال پورې يې رسولاى شو، خو د معيارسازۍ دا اصطلاح له لويديځه راغلې دومره پخوانۍ نه ده. په نوې بڼه د پښتو د معياري سازۍ لومړنۍ نښې د امير شېر علي خان په دويمه پلا واکمنۍ کې ليداى شو، چې پوځي نومونې پښتو شوې.
خو زموږ موضوع د پښتو د معيار سازۍ سلن کلن تاريخ دى، چې د غازي امان الله خان له وخته له “مرکه د پښتو” پيلېږي او تر اوسه رارسېږي. په دې دومره موده کې د پښتو د معيارسازۍ گڼې دولتي او نادولتي هڅې شوې. د ټولنو، اکاډميو په بڼه او په شخصي هڅو. دا ټولې هڅې موږ د معيارسازۍ له مخې په څو ډلبنديو ويشو. دا هڅې که وشنو، نو لومړنى مرکز يې “مرکه د پښتو” ده.
۱- مرکه د پښتو:
دا مرکه د اماني دورې په لومړنيو تشکيلاتو کې شامله او د پوهنې وزارت له درېگونو رياستونو نه د يوه ځانگړي رياست په توگه رامنځته شوې وه. پښتو مرکې وروسته د لومړي او دويم رييس په نامه دوه رييسان درلودل، چې يو ارواښاد مولوي عبدالواسع خان او دويم ارواښاد عبدالرحمن خان لودين و(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۴۶–۱۴۷).
د دې مرکې دندې د پښتو لپاره د قاعدو جوړول او د درسي کتابونو ژباړه او نقلول ښودل شوي:
“لپاره د ضبطو جوړول او اېښودل د قاعدو د ژؓبې د پښتو او لپاره د نقل او ترجمه کول د درسيه کتابو په ژبه د پښتو سره، يوه مرکه د پښتو جوړېږي او دا مرکه د پښتو به (په) مرکه د معارف تړلې وي”(نظامنامه: ۳۱)
پښتو مرکې د دوو رييسانو په گډون دولس غړي درلوده، چې د پښتو د بېلابېلو لهجو خلک پکې شامل وو. له دې مرکې نه څلور کتابه راپاتي دي، چې دوه يې قاموسه دي، چې له منځه تللي او په دوو نورو کې يې يو “يوازنۍ پښتو” او بل ” پښتو پښويه” ده.
يوازنۍ پښتو په ۱۳۰۱ کې په ۱۵۲ مخونو کې د پوهنې وزارت په مطبعه کې خپره شوې. د کتاب ځانگړنه دا ده، چې ټول په يوازې پښتو دى. د مرکې غړو هڅه کړې، چې د هرې عربي يا دري کلمې په انډول پښتو ويى پيدا کړي. که په ولس کې يې دا ويى نه دى موندلى، بيا يې ورته له وييزې مانا سره سم جوړ کړى. کتاب دوه برخې لري، لومړۍ برخه يې عبدالوهاب کاميي ليکلى چې يوه يوه کلمه ده او دويمه برخه يې محمد زمان ليکلې او مکالمې دي(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۵۲).
د کتاب په لومړۍ برخه کې د پښتو د ځانگړو غږو توري ښودل شوي، چې يوازې “ځ” پکې بېل دى، چې “ح” ته پکې لاندې باندې ټکي ايښودل شوي. په دې کې وختونه، ورځې، لمريزې او قمري مياشتې، د وجود غړي، د معيوبو کسانو نومونه، د کاليو نومونه، د ليک او لوست اوزار، د رنگ ډولونه، د افغانستان سيکې او د تول اوزار، د مېوو، ونو، گلو نومونه، د غلې ډولونه، د کر د شيانو نومونه، د کسبگرو نومونه، د کسبگرو د اړتياو وړ شيانو نومونه، د خپلوانو نومونه، د خوړو نومونه، د شاهي کورنۍ او نظامي منصبدارانو نومونه، د حلالو او حرامو څارويو، حشرو او مرغانو نومونه او ورځنۍ مکالمې لنډې راغلې دي.
په دې کتاب کې “کې او چې” په همدې اوسنۍ بڼه او “يې” د “يه” په بڼه ليکلې. لنډه “ي” په اوسنۍ بڼه او اوږده “ې” کله د اردو غوندې په پرته “ے” ليکي. په ځينو توريو ته زور، زېر او پېښ ورکوي او د اضافي ترکيب جوړښت يې د دري غوندې دى(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۵۶– ۱۵۷).
“پښتو پښويه” بيا په ۱۳۰۲ کې د پوهنې وزارت په مطبعه کې چاپ شوى، چې ۱۴۴ مخه لري. دا د پښتو صرف و نحو دي. دوه برخې لري، چې لومړۍ يې د صرف و نحو قواعد دي او دويمه يې د پښتو مصدرونو ليست دى.
۲- د پښتو ادبي انجمن:
دا انجمن په يوه پرتمينه غونډه کې په ۱۳۱۱ کې په کندهار کې جوړ شو، چې د کندهار د هغه وخت د تنظيمه رييس وزير محمد گل خان مومند پکې لوى لاس و. دا انجمن د پښتو ژبې د ودې او بډاينې لپاره جوړ شو، چې دنده يې د پښتو مجلې خپراوى، له ولسه د پښتو لغتونو راټولول، د پښتو ادبي آثارو راټولول، د درسي کتابونو ژباړه، د علمي، تاريخي او نورو کتابونو ژباړه، د پښتو د يوه ملي کتابتون جوړول او د پښتو په اړه د ملت ذهنيت جوړول وو.
دې انجمن بېلابېل غړي درلودل او د پښتو د غني کولو او معياري کولو لپاره يې گټورې هڅې وکړې، چې يوه لويه هڅه يې د پښتو مجلې خپرول وو، چې رنگارنگ تاريخي، ټولنيز علمي او اقتصادي موضوعات او فوکلوري مسايل پکې خپرېدل. په دې مجله کې د “پښتو صرف و نحو” په نامه د ژبې برخه هم وه. پر دې سربېره د ابېڅې په ترتيب يې د پښتو کلمو تعبير او تفسير هم پيل کړى و.
د پښتو ادبي انجمن د ژبې د زده کړې په برخه کې د معلم پښتو، پښتو خبرې او پښتو ښوونکى کتابونه هم خپاره شوي. پر دې سربېره يې مشاعري هم کړې.
۳- پښتو ټولنه:
د کندهار له پښتو ادبي انجمن او د کابل له انجمن نه په ۱۳۱۶ کال کې پښتو ټولنه جوړه شوه، چې دنده يې د استاد حبيب الله رفيع په اند، د افغانستان د تاريخ تدوين، د ژبې او ادب د ودې لپاره د ولسي پانگې(فوکلور) راټولول، د عصري ژبې په توگه د پښتو جوگه کول، د کابل مجلې په مټ د ژبې او ادب پياوړتيا.
په ۱۳۳۳ کال د پښتو ټولنې د دندو او موخو په اړه نوى گام پورته شو. له ليکوالو نه د ملي ژبې د پرمختگ، عصري کولو او علمي کولو په موخه نظرونه وپوښتل شول، چې بيا په يوه غونډه کې د پښتو ټولنې تگلاره په ۵۶ ماده کې ترتيب شوه، چې د پښتو د پرمختگ لپاره پکې پر گڼو مادوه سربېره د پښتو ژبې د لغاتو او قواعدو تدوين، د اړتيا له مخې د نويو نومونو جوړول هم شامل وو(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۸۰). خو پښتو ټولنې تر وييرغاونې ډېره توجه د زړو دېوانونو په چاپ د ولسي ادبياتو پر راټولولو او املا وکړه.
پښتو ټولنې په پيل کې د تاليف او ترجمې، ادبياتو، نشراتو او د پښتو لغت، صرف او نحوې څانگې درلودې. د کابل مجله، کالنۍ، د کتابونو خپرول، د زېري جريدې خپرول، د دايره المعارف خپراوى، د هېواد جريدې خپرول او مشاعرې او سيمينارونه جوړول.
د پښتو ټولنې په کابل مجله کې پر گڼو ټولنيزو موضوعاتو د پښتو ژبې د لرغونتيا، تحول، گړدودونو، پښويې او پانگې په اړه ډېرې علمي ليکنې وشوې.
پر دې سربېره پښتو ټولنې د قواعد پښتو، لغوي څېړنه، پښتو گرامر، د پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه، املا او انشاء، ليکوالي او نور آثار د ژبې په برخه کې چاپ کړي او همدا ډول يې د پښتو املا د يووالي په موخه په افغانستان دننه او د پښتونخوا له پښتنو سره غونډې کړې دي.
پر دې سربېره پښتو ټولنې تراوسه د پښتو د گړدودونو قاموسونه جوړ کړي او له پښتو پښتو تشريحي قاموس سره سره يې گڼ نور قاموسونه خپاره کړي.
۴- پښتو اکېډمي:
پښتو اکېډمي(پېښور) په ۱۹۵۵ کې د مولانا عبدالقادر په مشرۍ جوړه شوه، چې اووه ويشت ماده يي پلان يې درلوده، چې زياتره مادې يې د پښتو ټولنې د طرحې مادو ته ورته دي، چې د پښتو زاړه دېوانونه به خپروي، ولسي ادب به راټولوي. څرنگه چې موږ پوهېږو، چې پښتو اکېډمي له پښتو ټولنې سره په سيالۍ جوړه شوه؛ خو دې سيالۍ پښتو ادب ته ډېره گټه ورسوله. د پښتو اکېډمې د برنامې څو مادې د پښتو له معيارسازۍ سره نېغې اړيکې لري، يوه د پښتو د لهجو قاموس، چې په دې لړ کې اکېډمې د پښتو يو څو ټوکيز قاموس خپور کړى، دوه، د پښتو د املا يووالى، چې په دې لړ کې يې پر ۱۹۹۲ کال په باړه گلۍ کې د لرو پښتنو يو گډه درې ورځنۍ غونډه، درې، اکېډمي به د دمشق، مصر، ايران او پښتو ټولنې غوندې نوې کلمې جوړوي، چې د وضع کولو واک به يې له اکېډمۍ سره وي؛ خو موږ پوهېږو، چې د وييرغاونې په لړ کې د پښتو اکېډمۍ کار په نشت حساب دى.
۵- اشخاص:
په نړۍ کې بالعموم د ژبو د معيارسازۍ طرحه علمي مرکزونه جوړوي او عملي کوي، چې علمي بڼه ومومي او د عملي کولو امکان يې ډېر وي؛ خو د پښتو د معيارسازۍ په برخه کې تر علمي مرکزونو ډېر کار اشخاصو کړى، چې په دوى کې استاد مجاور احمد زيار تر نورو مخکښ دى.
په شلمه پېړۍ کې وزير محمد گل خان مومند تر نورو مخکې پښتو ته نوې کلمې جوړې کړې. دويم سړى استاد عبدالحى حبيبي دى. د استاد رفيع په اند، د پښتو د بشپړتابه لپاره چې کوم گامونه استاد حبيبي اوچت کړي دي، هغه په معاصره دوره کې د پښتو د سوچتابه په پيلامه کې درېږي او د استاد هڅه په دې برخه کې مشکوره ده.
په پښتونخوا کې هم ځينو کسانو د پښتو د وييرغونې او املا د سمون خپرې ورې او محدودې هڅې کړې، چې ولي محمد طوفان، لطيف وهمي، نصر الله خان نصر، محمود سنجري، حسين کوثر غورياخېل، محمد شاه خيال، حمزه شينوارى، فضل الحق شيدا، عبدالصمد خان اڅکزي او قلندر مومند.
عبدالصمد خان په دې اړه په خپل اثر (پښتو ژبه او ليکدود) کې درې اصلو ته اشاره کوي، يو چې خپله کلمه وي، پردۍ به نه کاروو، دويم، نوې کلمې به جوړوو، درېېم، پردۍ کلمې به په خپل تلفظ ليکو، لکه عبدالحق په اودل هک، عبدالصمد په اودل سمد او نور(رفيع، ۱۳۹۷: ۱۲۸).
د اشخاصو په توگه تر ټولو ډېر کار استاد مجاور هم زيار کړى، چې له گڼو اختلافونو سره هم مخ شوى؛ خو استاد زيار دا يو شخصي نه بلکې يو غورځنگ بولي. د هغه په خپله وينا: “په ټوله مانا يو پرله غښتى علمي– تخنيکي پښتو نيولوجيزم په کابل پوهنتون کې زموږ د ((يوې يوازېنۍ– کره ليکنۍ پښتو)) غورځنگ له منځته پيلامې(۱۹۷۲) سره رانښلول کېږي. په دغه څه له پاسه څلوېښت کلن مهالپېر کې د بېلابېلو پوهنيزو او فرهنگي څانگو زرگونه نومونې(اصطلاحات رغول شوي او تراوسه يې زياته برخه دود شوې او پاتې هغه يې هم پرلپسې دود مومي” (پښتو وييپوهنه او وييرغاونه، ۱۳۹۳: ۱۴۰).
استاد زيار په ادب او ژبپوهنه کې گڼ کتابونه لري. په ژبپوهنه کې د استاد زيار پر پښويه او ماناپوهنه سربېره گټور کار په وييپوهنه(۱۳۹۳)، ليکلارښود(۱۳۸۶) او د هممانيزونو سيندگي(۱۳۷۳) کې کړى. استاد زيار په ليکلارښود کې د املا او وييرغونې په اړه ډېرې خبرې کړې دي، لکه يوځاى ليکل او بېل ليکل يا د کلمو د کره او ناکره بڼو بيلول او همدا ډول مهمه برخه يې نوېزونه دي.
۲- د پښتو د معيارسازۍ څرنگوالى
د ژبې معيارسازې د ژبنۍ طرحې يوه برخه ده، چې يو هېواد يې د يوې ژبې د رسمي کولو يا ملي کولو لپاره کوي. دا طرحه د ژبې په ټولنپوهنه(Sociology of Language) کې مطالعه کېږي. د ژبې ټولنپوهنه پر ژبه د يوه ټولنيزې ښکارندې په توگه غږېږي او ټولنيز ارزښت يې رابرسېره کوي. پر ژبنۍ طرحه سربېره جنسيت، سن او گڼ نور ټولنيز موضوعات د ژبې په ټولنپوهنه کې مطرح کېږي.
څرنگه چې زموږ موضوع د پښتو ژبې معيارسازي ده، دلته به يې پر همدې برخه خبرې وکړو.
د يوې ژبې معيارسازي يوازې په املا پورې نه محدودېږي، بلکې وييرغاونه هم رانغاړي.
۱– وييرغاونه:
وييرغاونه د ژبې د معيارسازۍ له نورو اړخونو سره هممهاله روانه وي، چې د نويو مفاهيمو لپاره نوې کلمې جوړېږي. دا چاره کله د څېړنيزو دولتي مرکزونو لکه اکاډميو له خوا وي او کله شخصي وي.
کلمې د ژبې د نورو توکيو پر خلاف خپلواک توکي دي، چې د نويو شيانو په راتگ سره پکې بدلون راځي او د نويو افکارو، شيانو او ښکارندو په راتگ په يوه ټولنه کې نوې کلمې جوړېږي.
په ژبه کې د نويو کلمو د جوړولو لارې دوه دي، يوه دا چې پخپله په هغه ټولنه کې د فرهنگي بدلونونو په پايله کې نوې پديدې راپيدا شي او دې نويو پديدو ته نوې کلمې جوړې شي، چې دې ته طبيعي وييرغاونه وايي. دويم ډول يې دا ده، چې د بلې ټولنې فرهنگي بدلونونه او پديدې يوې ټولنې ته راشي، نو دلته له دې دويمې ټولنې سره دوه لارې دي، يوه دا چې د دې نويو راغليو پديدو ټاکلي نومونه هم ومني، چې دې ته پورونه وايي او د پور وييونو په بڼه په يوه ژبه کې موجود وي، دويمه لار يې دا ده، چې د دې نويو تخنيکي پديدو او علمي نومونو لپاره خپلې کلمې جوړې شي، چې دې ته وييرغاونه وايي، لکه تليفون، موټر، کمپيوټر او همدا ډول علمي نومونې. (مدرسي، ۱۳۹۶: ۳۱۰)
د وييرغونې په چاره کې يو خطر دا شته، چې که په افراطي بڼه د ژبې د سوچه کولو او نويو وييونو رغونه پيل شي، ژبه له انزوا سره مخوي او ويونکو ته يې نااشنا کوي؛ خو ژبه د نورو ټولنيزو پديدو غوندې تل د بدلون په حال کې وي، که له نويو پديدو او شرايطو سره ځان جوړ نه کړي، د مرگ وېره يې زياتېږي، ځکه نو ژبه د خپلې بډاينې په خاطر چې د هر ډول علمي او ټولنيزو پديدو ته ځواب ولري، بايد وخت په وخت ورته نوې کلمې جوړې شي. نوې کلمې ژبه د نورو ژبو له احتياجه ژغوري او په خپلو پښو يې دروي. که ژبه همداسي پرېښودل شي او د وييرغونې پر ځاى يې پورونه ډېر شي، ژبه ورو ورو له منځه ځي.
په تېرو سلو کلو کې لومړى گام د وييرغونې په لړ کې پښتو مرکې اخيستى. پښتو مرکې په بېلابېلو برخو کې په لسگونه کلمې رغولې دي، چې لويه برخه يې سياسي او د نويو مفاهيمو ژباړه او ورته انډول موندل دي. په دې کې داسې کلمې شته، چې اوس يې د مانا له پلوه بدلون کړى، مثلا: پښتو مرکه “خبريال” د ورځپاڼې لپاره ليکلى، چې اوس د خبرنگار لپاره کارېږي او زياتره يې اوس مړې دي، چې اوس موږ ته نااشنا دي، مثلا قلم ته د کښي، کتاب ته د ليکي، کتابچې ته د ليکۍ کلمه او داسې زياتره اوس موږ نه کاروو.
په دې کلمو کې د نويو چاپي شيانو لکه مطبعې لپاره ټاپن ځي، چاپ لپاره د ټاپ کلمې هم شته دي. د پښتو مرکې دا کلمې ولې تراوسه و نه پايېدې، د دې گڼ ټولنيز او سياسي لاملونه دي، خو ژبني لاملونه هم لري. د ژبې طراحان د نوېزونو يا وييرغاونې لپاره درې اصله په پام کې لري، يو دا چې نوې جوړه کړې کلمه په اسانه ياده شي، دويم دا چې د مانا له پلوه رڼه وي او مفهوم سم ورسوي، درېيم دا چې د ټولنې له روان او دود سره همغږي ولري(هاگن، ۱۹۶۶: ۶۱–۶۴). د پښتو مرکې جوړې کړې زياتره سياسي او د نويو پديدو لپاره رغولې کلمې دا درېواړه ستونزې لري، ځينو يې لومړى اصل پوره کړى، خو د مفهوم له پلوه رڼې نه دي، لکې د پلورى وزر يا مخ بهاندى يا انځور، همداسې يې يې ځينو دويم اصل پوره کړى، خو وروستى اصل يې نه دى پوره کړى.
تر مرکې وروسته بيا تراوسه پورې پښتو نوېزونه دا ستونزې لري او د دې يوه ستونزه دا ده، چې زياتره يې د افرادو په هڅو رغېدلي، چې بايد په علمي مرکزونو کې پرې ډله ييز کار شوى واى.
استاد حبيب الله رفيع په (ژبپالنه) کې د پښتو مرکې جوړې کړې کلمې راخيستې دي. په دې کې د ورځو نومونه دي، چې موږ يې اوس نه کاروو، لکه تشه ورځ(شنبه)، دويمه ورځ، ورپسې ورځ، لاس پورې ورځ، ښه ورځ او ټولۍ ورځ(جمعه). همدا راز قمري او لمريزې مياشتې پښتو شوې، چې موږ تر ډېره ساتلې دي. د فصلونو نومونه راغلي او د آباد کال لپاره د بښکالۍ کلمه کارېدلې، چې موږ يې اوس نه کاروو.
پښتو مرکې د ليک و لوست د شيانو لپاره هم نومونه وضع کړي: کښى(قلم)، مشواڼۍ، دودۍ(سياهي)، ښکلى(کاغذ)، پټۍ(تخته) کښى ځى(قلمدان)، کرښى(خط کش)، کرښه، پاڼه، مخ(صفحه)، ليکى(کتاب)، ليکۍ(کتابچه)، ليکى خونه(کتابتون)، وچ کښى(پنسل)، لښتى(جدول)، لوستنځى(مکتب)، لوستنځۍ(مدرسه)، ښوونکى، زده کړى(شاگرد)، کړاوليک(مشق)، کړاو ليکى(مشاق)، لاسليک(امضاء)، کمرکه(المارۍ)، ونج(مېز)، ونجړى(ووړ مېز)، پېړۍ(چوکاټ)، ونج تورى(مېزپوش)، انځور(اسباب جدول کشى)، ټاپ(چاپ)، ټاپن ځاى(مطبع)، خبريال(اخبار)، کښيده(نقشه)، سيورن(سايه بان)، ليرليدى(دوربين)، وړنگى(ذره بين).
په دې کلمو کې موږ لاسليک کلمه ساتلې او استاد زيار د لښتي(جدول) او کړاو کلمه راخيستې.
د واکمنۍ کورنۍ او نظامي مامورينو نومونه: لوړ درشل(اعليحضرت)، ټولواک(سلطان)، پاسوال(پاچا)، ووى وال(امير)، پاسوال زى(شهزاده)، پاسوالزۍ(شاه لور)، پلازمېنى، بادار(صاحب)، الس(ملت)، پاسلى(رعيت)، ټبر(قوم)، وزرتون(وزارت، وزر(وزير)، لوى وزر(لومړى وزير)، غزا وزر(وزير حربيه)، دباندينى وزير، مېنې وزر(د کورنيو چارو وزير)، پوهنې وزر، پلورى وزر(وزير تجارت)، کرل وزر، مخ وزر(وزير حضور)، مخ بهاندى(شاه غاسي)، لورى مرکى مشر(رييس مجلس شورا)، مرستى(ياور)، سلا شوونى(مستشار)، انگړمشر(قلعه بيگي)، مخ ليک مشر(سر منشى حضور)، گڼون مشر(مستوفي)، بهاندى(مدير)، پاز بهاندى(دفتري)، بهاندى مرستى(معاون مدير)، پازوال(مامور)، ليکوال(نويسنده، محرر)، بهانځى(مديريت، اداره)، گاټ بهاندى( د گمرک مدير)، گڼون بهاندى(مدير محاسبه)، پازوال بهاندى(مدير مامورين)، پاڼې بهاندى(مدير اوراق)، ليک بهاندى(مدير تحريرات)، چرلاو بهاندى(مدير ماشين خانه)، لېږون بهاندى(مدير پوسته خانه)، خبريال بهاندى(د اخبار مدير)، سړون بهاندى(مدير نفوس)، اخيست بهاندى(مدير تحصيلي)، لار بهاندى(مدير معابر)، پيودل بهاندى(مدير تنظيمات)، پلټوونکى(مفتش)، اخيستوال(تحصيلدار)، ټولتون(مجلس)، کلي مشر(قريه دار)، وړاستولاى(سفير)، وړاستولتون(سفارت)، استولاى(قونسل جنرال)، استولتون(قونسل جنرالي)، ووړ استولاى(قونسل)، ژب پوهان(ترجمان)، واکوال(وکيل)، پلور واکوال(وکيل التجار)، بربرى(بيرغ)، لويناب ځى(ايالت، نائب الحکومتي)(۱۱۸–۱۲۱).
په پښتو کې موږ وينو چې په معاصر وخت کې دا چاره د دولتى مرکزونو پر ځاى اشخاصو کړې او له همدې امله تر نيوکې لاندې هم راغلې، ځکه چې له يوه پلوه د واک خبره ده، چې که هر چا ته د نويزونو د جوړولو اجازه ورکړل شى، په ژبه کې گډوډي پيدا کېږى او دويم دا چې د مرکزونو کار تر افرادو علمي وي،ځکه د هرې څانگې پوهانو پکې ښکېل وي، چې يوه نوې کلمه له بېلابېلو اړخونو ځيري؛ خو له بده مرغه چې دا چاره له مجبوريته اشخاصو ته پاتې ده، په تېره استاد مجاور احمد زيار چې کوم کارونه کړي، ښايي ځينې پکې د نيوکې وړ وي، خو ډېر پکې د ستاينې وړ هم دى، ځکه چې د پښتو له خپلواکۍ او ځان بساينې سره يې مرسته کړې.
خو دا هڅې بسنده نه دي، ځکه يو کس يوازې تر خپله وسه کار کولاى شي. پر دې بنسټ دا بيا هم د علمي مرکزونو، په تېره د علومو اکاډمۍ کار دى. اوس چې پر نويو پديدو او نويو تخنيکونو سربېره هره نظريه خپلې نومونې لري او که دا ټول پښتو ژبې ته مخه کړي، پښتو به له ننگونې سره مخ کړي. پکار ده، چې اکاډمۍ ته دا واک ورکړل شي، چې د نويو علمي او تخنيکي پرمختگونو پر وړاندې فعال غبرگون وښيي او نومونه ورته وټاکي. مثلا که د علم له بېلابېلو څانگو راتېر شو او يوازې ژبپوهنې ته راشو او يو څوک پر ادراکي ژبپوهنه کار کوي، هلته له گڼو نومونو سره مخېږي، اوس دا شخص اړ دى، چې دې نومونو ته له خپله انده نومونه جوړ کړي، يعنې د وييرغاونې دنده هم پر غاړه واخلي، چې دا له يوې خوا دروند بار دى او له بلې خو د څېړونکي کار له خنډونو سره مخوي؛ خو که علمي مرکزونو مخکې له مخې په دې لړ کې قاموسونه جوړ کړي وي، له يوې پلوه به د علم د يوې حوزې مخه به راخلاصه وي ژبې ته او ژبه به ورسره بډايه شي او له بله پلوه به څېړونکو او لوستونکو ته علمي ستونزې هوارې شوې وي.
د استاد حبيبي وضع کړې څو بېلگې استاد رفيع(۱۳۹۷) راخيستې: ليرليک(ټيلگراف)، بشرليک(فوټوگراف)، ږغ ليک(فونوگراف)، مځک ليک(تاپوگراف)، ژوندليک(بيوگرافي)، ډبرټاپو(ليټوگراف)، اوبلن(مايع)، ډبرين(متحجر)، لمرنى(شمسي)، پانگمن(سرمايه دار)، ليرليد(ټيلسکوپ)، غارمه ښوونکى(ترماميتر)، برېښناښوونکى(الکتروميټر)، هډپوهنه(اټولوجي)، ووړليد(ميکروسکوپ)، يوتوپ، يووالى(فيدارسيون)، ږغ پوهنه(فونولوژي)، سړي پوهنه(انتروپولوجي)، ارواپوهنه(سايکولوژي)، ورمکړى(ميکروب)، ستاينه(ايولوجي)، غوږکتونکى(اتولوکوپ)، اوبجوړوونکى(اوديوميټر)، روزنه، پالنه(پيداگوجي)، ږغ سم(ميکرافون)، زوړپوهنه(ټاليولوجي)(۱۲۳– ۱۲۵).
د استاد حبيبي جوړ کړي نومونو اوس هم موږ کاروو او د دې ژبني لاملونه دا دي، چې تلفظ يې اسان دى، مانا يې رڼه ده او په ولس کې ريښه لري، چې دا ځانگړنې د مرکې په نوېزونو کې نه وينو.
ارواښاد عبدالصمد خان چې کوم نوېزونه جوړ کړي، په هغو کې د محکمې لپاره د ميانځگرۍ، جمهوريت لپاره د ولسواکۍ، د کلچر لپاره د ژواک، د خود غرض لپاره د خپلچاري او د منتقم لپاره د غچن کلمې دي.
د وييرغونې لپاره بېلابېلې لارې په پام کې نيول کېږي، يوه لار يې د بلې ژبې د نومونې ژباړه ده، مثلا په پښتو کې د internet لپاره د جال او د website لپاره د ويبپاڼې نومونه يا د Airport لپاره د هوايي ډگر کلمه. که نوم ترکبيي وي، کله يې يو ټوک او کله ټول ژباړل کېږي. ژبپوهان دا ډول وييرغاونه ښه نه بولي، ځکه چې د پردۍ ژبۍ جوړښت او اغېز پکې پاتې شي، چې د وخت په تېرېدو سره پر ژبه ناوړه اغېز کوي(نجفي، ۱۳۶۱: ۴– ۱۵). په پښتو کې د مرکې جوړې کړې کلمې دا ځانگړنه لري او دا ځکه چې د مرکې گام لومړنى گام و، چې د کلمې کټمټ ژباړه يې کړې.
دويم روش دا دى، چې د يوې پديدې نقش يا ځانگړنو ته کتل کېږي او بيا ورته يوه کلمه جوړه شي، لکه په پښتو کې د Airplane لپاره د الوتکې کلمه. درېيمه لار دا ده، چې په ژبه کې له مخکې شته کلمې مانا پراخېږي او له زړې مانا سره نوې مانا ورخپلوي، لکه د هليکوپټر لپاره د چورلکې کلمه يا د فونيم لپاره د غږ کلمه يا د Department او profession لپاره په پښتو کې د څانگې د کلمې کارونه . په دې لړ کې د څانگوالو ښکېلول پکار دي، چې د کلمو له دندو او قرينو خبر وي. په پښتو کې د استاد زيار نوېزونه له وړې برخې پرته دا ځانگړنه لري. د استاد زيار د ليکلارښود زياتره اشتقاقي او ترکيبي نوېزونه دي، خو ځينې پکې له پخوانو متونو هم راخيستل شوي.
همدا راز له لنډيزونو کار اخيستل کېږي(تالي، ۱۹۷۴: ۶۰– ۶۱). يعنې که نوم اوږد وي، لنډيز يې کارېږي. استاد وزېر محمد گل خان مومند فرهنگ ته د “هڅوب” کله کارولې، چې د “هغه، څه، ولسونه ، بېلوي” لنډيز(مخفف) دى مانا يې “هغه څه چې ولسونه بېلوي” ده.
د پښتو وييرغونې په تاريخ کې له دې ټولو لارو کار اخيستل شوى، خو وروستنى د لنډېزونو هغه ډېر کم پر کار لوېدلى. مرحوم عبدالصمد خان اڅکزي هم په “پښتو ژبه او ليکدود” کې د نوېزونو د جوړولو او د ځينو په خپل ژبني سيستم د ليکلو سپارښته کړې.
د اشخاصو په توگه د وييرغونې په برخه کې تر ټولو ډېر کار استاد زيار کړى دى او له همدې امله يې ځينې حساسيتونه هم راپارولې. پر استاد يوه نيوکه دا ده، چې استاد د وييرغونې په لړ د لهجوي او پخوانو کلمو د بيا راژوندي کولو خبره خو کوي(وييپوهنه: ۲۳مخ)؛ خو ډېره اډانه پر نوېزونو لگوي او گړدودنو او ارکايزمونو ته کمه پاملرنه کوي(هوتک، ۲۰۰۷: ۶۵). بله نيوکه پر استاد د ژبې د سوچه کولو، په تېره د افراطي سوچه کولو تور دى او وايي، چې استاد هغه پور کلمې هم له پښتو ايستل غواړي، چې خلکو منلي. استاد روهي(۱۳۵۶: ۵۱– ۵۲) چې د پښتو ټؤلنې رييس و، ويلي وو: ” يو زيات شمېر خلک فکر کوي، چې دا نوي لغتونه به د پښتو ټولنې له خوا جوړ شوي وي… ځينې پر مونږ انتقاد کوي او وايي چې مونږ د راديو په خبرونو نه پوهېږو، تاسې ولې هره ورځ نوي لغتونه جوړوئ. پښتو ټولنې په دې برخه کې له مسؤولو مراجع څخه غوښتنه وکړه چې که دوى نوي لغتونه او اصطلاحات خپروي، بايد د پښتو ټولنې سلا او مشوره وغواړي… زما شخصي نظر دا دى، چې په افراطي بڼه د پښتو سوچه کول به ژبه له ويونکو څخه تجريد کړي. افراطي تصفيه نه ضروري برېښي او نه ممکنه”.
پر استاد دا نيوکه ښيي، چې کار يې تر رسنيو رسېدلى و. د استاد زيار په اند، د رسنيو اوسنۍ ژبه د کره پښتو د غورځنگ برکت دى، چې ورو ورو پکې پښتو ځاى نيولى او کلمې عامې شوې دي. د نوېزونو له امله د استاد زيار پر ژبه هم نيوکې کېږي، چې په اسانه ترې مانا نه اخيستل کېږي، خو که ځير شو، د استاد د سبک دا ستونزه په نوېزونو کې نه، بلکې په گډلو او اوږدو جملو کې ده.
وييرغاونه دوه موخې لري، يوه د ژبې سوچه کول او بل نوې کول او پراخول دي. ځينې پوهان غواړي، چې ژبې د سياسي، ديني، توکمي او نورو لاملونو له مخې خپله ژبه سوچه کړي او هغه کلمې ترې وباسي، چې د دوى لپاره ښه تاريخ نه لري. په پښتو کې هم نظامي بولۍ او د دولتي وزارتونو نومونه وخت په وخت سوچه شوي. نوي کول بيا په دې موخه کېږي، چې ژبه له زاړه محدود حالته وايستل شي او نويو اصطلاحاتو او نومونو ته پکې ځاى پيدا شي. له دې سره ژبه شتمنېږي او پراخېږي. پر استاد زيار هم د سوچه کولو تور دى، خو موږ وينو، چې په پښتو کې د سوچه کولو دا لړۍ چندان بريالۍ نه ده، البته د ژبې د پراخولو موخه يې غښتلې ده. په ليکلارښود کې د استاد زيار(۱۳۸۶) جوړې کړې يو څو کلمې د بېلگې په توگه راوړو، لکه پلارواکي، مورواکي، ځمکواکي(فيوداليزم)، ميرزايواله، جگړه ماري، ازمېښتځى او…(۱۴۰–۱۴۱).
۲– د ليک سمون:
ژبه تل د بدلون په حال کې وي، د وخت په تېرېدو سره د ژبې په گړنۍ بڼه کې بدلون راځي، چې د ځانساتۍ له امله خط وروسته پاتې شي او دا واټن چې د گړنۍ ژبې او ليک ترمنځ پيدا شي، په ليک کې ستونزې پيدا کړې. په دې ډول په ليک کې بايد وخت په وخت بدلون راشي. د ژبې طراحان د ليک د دقيق کولو لپاره د نښو د حذف، زياتونې او ساده سازۍ په مټ کوي(مدرسي، ۱۳۹۶: ۳۳۱).
په تېرو سلو کلنو کې د پښتو د معيارسازۍ په لړ کې د ليکدود(املا) د يووالي وياړ د پښتو ټولنې په برخه دى. استاد الفت پر دغو پرېکړو په خبرو کې وايي:
پښتو ليک که په زړو کتابونو کې گورو او که د اوسنيو ليکوالو په آثارو کې، هر چېرته او هر کله د يوه او بل په ليک کې ځينې اختلافات شته چې د رسم الخط يووالي ته يې زيان رسولى(الفت، ۱۳۳۹: ۹)
د پښتو املا د يووالي په اړه پښتو ټولنې لومړۍ غونډه د ۱۳۲۱ په غبرگولي کې وکړه، چې د افغانستان ۲۵ کسه پوهان پکې راټول شوي وو او پرېکړه يې وکړه، چې شونډې، کښېناست، ټول خلق، ټولې خبرې، پاته، که راغلى واى، لويه، تويه، مېړونه، لڅ، وشو، شوى، شته، شي، ولاړ، مونږ او… يې تر دې وروسته کره بڼې دي(الفت، ۱۳۳۹: ۱۰).
د ژبو طراحان په دې اند دي، چې کله په يوه ژبه کې گړدودونه ډېر وي، بيا د معيار لپاره دوه ډوله غوراوي کېږي، يو دا چې په گڼو گړدودنو او بڼو کې يوه بڼه د فرهنگي، تاريخي او ادبي شاليد له امله د معيارسازۍ لپاره انتخابېږي، مثلا د فارسي په گڼو گړودونو کې په ايران کې تهرانۍ لهجه د معيارسازۍ لپاره ټاکل شوې ده. په دويم ډول غوراوي کې يوه بڼه نه، بلکې د بېلابېلو گړدودونو د توکيو له ترکيبه معياري بڼه رامنځته کېږي، مثلا په زيمبابوى کې له کارانگا او کوره کوره نه د شانا د معياري بڼي جوړېدل، بله بېلگه يې اوسنۍ معياري نارويژي ده، چې له بېلابېلو گړدودونو جوړه ده. دا دويمه لار چې له مختلفو گړدودونو نه معياري گړدود رامنځته کېږي، د معياري بڼې پر وړاندې د نورو گړدودونو د ويونکو تعصب او مقاوت راکموي.
د پښتو ټولنې په اختلافې پرېکړو کې له گړدودونو انتخاب وينو. د پښتو مرکې په وخت کې د معيارسازۍ په چاره کې سويل لويديځ گړدود غالب و، بلکې په يوه ډول ويلاى شو، چې هغه د معيار په توگه ټاکل شوى و؛ خو کله چې پښتو ټولنه جوړه شوه، د پښتو د معيارسازۍ دود بدلون وکړ او د معيار په توگه د يوه گړدود خبره له منځه ووته، بلکې له دويم انتخابه استفاده وشوه، چې هغه د بېلابېلو گړدودونو د توکيو له ترکيبه د معياري بڼې جوړول دي. د پښتو ټولنې د ۱۳۲۱ ل کال په غونډه کې د بېلابېلو گړدودونو بېلگې د معيار په توگه ټاکل شوې او دا ښيي، چې پر دې پرېکړو د علمي استدلال پر ځاى د قومي يووالي د مصلحت او رايو سيورى خپور و. د استاد زيار وينا پر دې خبره د تاييد مهر لگوي، چې “پخوا به په پښتو ټولنه يا پښتو مرکه کې داسې کار کېده، چې لاس به پورته کېده. که به د کندهاريانو لاسونه زيات شو، د کندهاريانو پښتو به شوه. که به د ننگرهاريانو دا زيات وو، د هغو به شوه؛ خو موږ دا کار پرېښوده. زموږ له پښتو ټولنې او بيا ستر انسان محمد گل خان سره دا توپير و چې هغوى لومړى غوښتل چې د لاس په پورته کولو او ريفرنډم له لارې يو سټنډرډ ليکنى فورم پيدا کړي او په تېره بيا وزير محمد گل خان د خلکو په خولو کې ژبه ورسموله، دا امکان نه لري”(هوتک، ۲۰۰۷: ۳۳) .
په ۱۳۳۷ کې چې درېيمه پرېکړه شوې، په هغې کې د “پاته” پرځاى “پاتې” او “لڅ” پر ځاى “لوڅ” او د مونږ، موږ او ولاړ او لاړ دواړه بڼې معياره بلل شوې، چې دا د معيارسازۍ چاره ټکنۍ کوي، چې د يوې پرځاى دوه بڼې معياري وبلل شي. د ۱۳۲۷ د وږي په اتمه پښتو ټولنې نوى گام واخيست او د معيارسازۍ لمن يې د ډيورنډ تر کرښې هاخوا هم خپره کړه. پر دغه کال پښتو ټولنې د پښتونخوا پوهان پښتو ټولنې ته راوبلل، چې د پښتو ليک په يووالي کې سره هوکړه وکړي. که څه هم هغوى گوتشمېر وو، خو ځينې پرېکړې وشوې او دا پرېکړې د غږونو او کلمو په کچ وې، چې د پښتونخوا او افغانستان د املا په يووالي کې يې بنسټي نقش ولوباوه او دا اوس چې موږ څه ناڅه يووالى وينو، د دې بنسټ همغه وخت ايښودل شوى. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د “نړ” پر ځاى به “ڼ” ليکو، ښ، ږ، ځ او داسې نور غږونه معياري دي، دا به په خ، ش، گ، ژ نه ليکو، د تلل وسمهال استمراري بڼه په ځ ليکو. “ويل” به “وې” نه ليکو. د “ې” پر ځاى به د اردو پرته “ے” نه کاروو، “پکښې” به په “ې” ليکو؛ خو عجيبه دا ده، چې په “ادبي جرگې” کې راغلې د دې پرېکړې سرليک(ادبي جرگې) بيا پښتو ټولنې په اوږده “ى” ليکلى (ادبي جرگې، ۱۳۲۷: ۷۱– ۷۳). په دې پرېکړه کې موږ وينو، چې د افغانستان د ليکدود(املا) پله درنه ده او پښتو ټولنې خپلې خبرې د پښتونخوا پر پوهانو منلې دي. د دې پرېکړې په پاى کې د مولانا عبدالقادر، سيد رسول رسا، حمزه صاحب او… د پښتونخوا او مرحوم شمس الدي مجروح، خادم صاحب، الفت صاحب، ارسلان سليمي او… د افغانستان په استازيتوب پر دې پرېکړه لاسليک کړى.
درېيمه پرېکړه په ۱۳۳۷ کې له پښتونخوا د خپلواکۍ د جشن په ورځو کې راغلو پوهانو د پښتو ټولنې له غړيو سره کړې، چې دا ځل ټوله خبره د کلمو په کچ ده، چې کومه کلمه څرنگه وليکو. د ځمکې په بېلابېلو بڼو کې پر ځمکه، زمري، ژبه، ژړا او گڼو نور بېلگو هوکړه شوې(د بېلگو لپاره ليکوالي؛ املا انشاء ۱۳– تر ۱۶ مخونه وگورئ). په دې بېلگو کې ډېرې ساده بېلگې هم دي، لکه ژوند، ژمى چې اوس يې ټول پښتانه په همدې يوه بڼه ليکي؛ خو په دې پرېکړه کې کله دوه بېلگې هم د معيار په توگه وړانديز شوي، لکه لمر، نمر، لمسى، نمسى، کنځل، ښکنځل، لامده، لانده، جينۍ، نجلۍ او داسې نور، چې دا د دې پرېکړې په کمزورۍ دلالت کوي.
له پښتونخوا سره په املا کې اوس هم موږ اختلاف لرو، خو دا اختلاف يوازې د املا په کچ نه دى، بلکې د کلمو په کچ هم دى. هغوى په څېړنيز ليک کې د اردو، اردو شوې عربي او انگليسي نومونو نه استفاده کوي او موږ له خپلو پښتو نوېزونو، فارسي او عربي نه؛ نو که د املا ستونزه هواره هم شي، د وييرغونې په کچ به ستونزې پاتې وي او تر څو چې له املا سره دا دويمه ستونزه هم هواره نشي، د ليک د يووالي امکان کم دى، خو دا ستونزه يوازې د نوېزونو په لړ کې نه ده، بلکې د عامو پښتو کلمو هم مختلفې بڼې کارېږي(لکه: سکروټه، سروټکه، نجلۍ، جينۍ او …)، چې پکار ده، چې يوه بڼه يې د معيار په توگه ومنل شي، ځکه چې کلمې مانيز واحدونه دي او يووالى يې فکري يووالى رامنځته کوي.
معياري ژبه ورو ورو پر نورو گړدودونو اغېز کوي او په هغوى کې تلفظي، وييز او گرامري بدلون راولي. دا بدلون کله بيا دومره پراخه شي چې معياري بڼه نور گړدودونه وخوري. نن سبا چې برېښنايي رسنۍ په ثانيو کې يو څيز بل ځاى ته لېږدوي، دا اغېز ډېر چټک دى(مدرسي، ۱۳۹۶: ۲۸۸). پښتانه که څه هم له يو بل نه لري پراته دي، چې راشه درشه يې کمه ده او خپلوۍ هم له خپلو قبيلو پرته له نورو سره نه کوي، ځکه نو پکې تراوسه گړدودي توپيرونه څرگند او ډېر دي؛ خو که لوستي کهول ته راشو. پر دوى د نصاب او رسنيو، په تېره د خواله رسنيو اغېز، د پښتو له يووالي سره مرسته کړې، چې په دې ډول د پښتو يوه معياري لهجه د ځواکمنېدو او برلاسي کېدو په حال کې ده، چې که د سواد کچه لوړه شي او د قبيلو ترمنځ راشه درشه ډېره شي، د سرکونو جال خپور شي، دا اغېز نور هم ډېرېږي.
په ۱۹۹۲ کې په باړه گلۍ کې د پښتو ليکدود په اړه بله پرېکړه وشوه. دا پرېکړه د افغانستان او پښتونخوا د کډوالو ليکوالو په گډون جوړه شوه، چې د پښتونخوا د ليکوالو پله پکې درنه وه. د سيمينار د منځته راتگ زمينه د هغو ټولنيزو او کولتوري اړيکو له امله برابره شوه، چې په افغانستان کې د ثور د بخولې(فاجعې) له خاطره پاکستان ته د افغانانو د ډله ييز مهاجرت وروسته د لرو او برو پښتنو ترمنځ ټينگې شوې وې. په دې سيمينار کې د تېرو فيصلو ځينې مواد تعديل شو او د ښاغلي رفيع صاحب د خولې خبره ده، چې په مجموع کې هغه ليکدود تر ډېرې اندازې ومنل شو چې په افغانستان کې پالل کېده. داسې ښکاري چې د سيمينار له نتايجو سره ځينو پوهانو چې په سيمينار کې يې برخه نه وه اخيستې، په ځينو برخو کې موافقه نه درلوده. د پېښور نامتو ليکوال ارواښاد قلندر مومند خو له لومړي سره د سيمينار پر ضد و، ځکه ده خپل ځان ته نوى ليکدود راايستلى و… پوهاند دوکتور زيار صاحب د باړه گلۍ فيصلو ته انتقادي نظر لري او ليکي چې په دې سيمينار کې ځينې منلې او عامې شوې سمونې بېرته باطلې شوې دي، لکه “عربي ټول پوروييونه په آره بڼه ليکل، لکه قميص، طمع، شمط….، نيم کانسونيټي(معدوله) واو نه ليکل، لکه په خله(خوله)، گټ(گوټ)… کې، همدارنگه د پښتو اوږد يا مجهول (و) پر ځاى له پېښ(ضمې) او اوږدې يا مجهولې(ې) پر ځاى له زېر(کسرې) کار اخيستل لکه په گمان، رمان او گله(گيله) ، ډموکراسي کې او له دې ټولو سره تر “گ” کړۍ واله “ګ” غوره گڼل چې کړۍ ورواچول شي او خوشې يو تورى پر پښتو ابېڅې ورسربارى شي، چې هم تخنيکي ستونزه رامنځته او هم اقتصادي او مهالي هغه(هوتک، ۲۰۰۷: ۳۳–۳۴(.
په باړه گلۍ کې پرېکړه شوې وه، چې د عربي هغه کلمې چې ماناوې يې نه دي اوښتي، په اصل بڼه او د کومو ماناگانې چې اوښتي، هغه به په پښتو شوې بڼه ليکو: لکه قميص او قصه به همداسې او ماشوم او تپوس به داسې ليکو. د ڼ تورى به په همدې بڼه وي، د زور پاى شوې کلمو زور به نه حذفوو، “ى” به په پښتونخوا کې پرته او افغانستان کې گرده ليکل کېږي، اوږده “ې” به د کلمې په منځ کې هم پلې کېږي او “ى” به هم په منځ کې ُپه اوږده “ې” ليکل کېږي. لنډه”ي” به د “ي” په بڼه په خوا په خوا ټکو ليکل کېږي، “ۍ” به لکۍ واله وي، فعل به په “ئ” ليکو، زورکيواله”هې” به په “ۀ” ليکل کېږي، “گ” ته به کړۍ ورکول کېږي، معدوله “و” به پر خپل ځاى پاتې وي، د لنډ “و” له پاسه به پېښ ورکول کېږي، د پښتو څ، ځ، ښ او ږ به مراعاتېږي. “کې”، “کېناستل” او داسې نورې کلمې به په “کښې” او “کښېناستل” ليکل کېږي(سپېدې، ۱۳۶۹: ۲۷– ۳۸)
پښتو اکاډمۍ تر دې غوندې وروسته نورې غونډې هم وکړې او په باړه گلۍ کې يې په دې وروستيو کلونو کې بله غونډه وکړه.
که اشخاصو ته راشو، استاد زيار په خپلو آثارو، په تېره په ليکلارښود کې د مورفيمونو او کلمو په کچ پر املا غږېدلى، لکه د “و ماته” پر ځاى “ما ته” او همدا ډول مازيگر، ماسختن، مانا، مرغلره، مرغومى او مږوى(د نورو بېلگو لپاره وگورئ: ليکلارښوده) کره بلل شوي؛ خو دا بڼې هم د کوم سيستم له مخې نه، بلکې بېلې بېلې راخيستل شوې دي.
پايله:
د املا د يووالي په برخه کې له پښتو ټولنې نه راواخله تر اوسه پورې د شويو هڅو لويه ستونزه دا ده، چې پرېکړې په منفردو بېلگو شوي. موږ پوهېږو، چې پر ژبه او ليک باندې نظام حاکم وي، چې د هغه نظام پيدا کول اړين دي. منفردې پرېکړې يوازې دا نه چې ډېرې ستونزې نه هواروي، بلکې د نورو بېلگو په پيدا کېدو ممکن منل شوې بڼه د ژبپوهنې له پلوه له ننگونې سره مخ کړي؛ نو ښه خبره دا ده، چې څرنگه ماشوم د منفردو بېلگو پر ځاى د ژبې د نظام د زده کړې هڅه کوي او موږ هم چې بله ژبه زده کوو، د منفردو بېلگو پر ځاى يې په قواعدو پسې گرځو. پر دې بنسټ د ليک د يووالي لپاره هم د ژبې د خپلو ځانگړنو او د تجويز لپاره کلي اصولو او قواعدو ته اړتيا ده، چې لومړى ستونزې په گوته شي، بېلگې يې راواخيستل شي، وشنل شي او بيا ورته کلي قواعد وړانديز شي او په هغې کې بېلگې ډلبندۍ شي. که داسې وشي، د دې يوه گټه به دا وي، چې ورته نوې بېلگې به مخکې له مخکې حل ولري او رسنوال او نصابوال به قواعدو ته گوري، هره نوې کلمه چې راځي، د تجويزې قاعدې له مخې به يې سموي.
د پښتو د معيارسازۍ سلن کلنې هڅې په دوو برخو کې راټولې شوې، چې يوه يې ليکدود او بله يې وييرغاونه ده. مرکې د پښتو وييرغاونې او پښتو ټولنې او پښتو اکاډمۍ بيا املا ته لومړيتوب ورکړى. په شخصي هڅو کې بيا استاد زيار وييرغاونې ته ډېره پاملرنه کړې، خو ورسره يې د ليکدود د کره کولو هڅې هم کړې دي.
ماخذونه:
۱– ادبي جرگې. ۱۳۲۷. پښتو ټولنه: کابل
۲– الفت، گل پاچا. ۱۳۳۹. ليکوالي(املا انشاء)، دويم چاپ. کابل: پښتو ټولنه
۳– حبيبي، عبدالحى. ۱۳۱۳. يوازې پښتو. طلوع افغان. ۱۲ کال. ۷۷۴ پرله پسې گڼه، د ۱۳۱۳ ش د کب ۱۳، کندهار
۴– د پښتو په ليکلار د باړه گلۍ د مذاکرې فيصلې. سپېدې(مجله)، ۱۳۶۹، دويمه دوره، دويمه گڼه. پېښور: د افغانستان کولتوري ټولنه
۵– د پښتو ټولنې تاريخچه. ۱۳۵۶. پښتو ټولنه. کابل
۶– زيار، مجاور احمد. ۱۳۷۳. پښتو سيندگى: هممانيزونه. پېښور: د پښتو پانگې ملگري
۷– زيار، مجاور احمد. ۱۳۹۳. پښتو وييپوهنه او وييرغاونه. جلال اباد: مومند خپرندويه ټولنه
۸– زيار، مجاور احمد. ۱۳۸۶. ليکلارښود(يوه پښتو– کره پښتو). پېښور: دانش خپرندويه ټولنه
۹– صادقي، علي اشرف. ۱۳۶۳. “زبان معيار”. مسائل نثر فارسى، مجموعه سخنرانى هاى اولين سمينار نگارش فارسى. تهران: مرکز نشر دانشگاهى
۱۰– کرزى، زلمى. ۲۰۱۳. په افغانستان کې د مشروطيت غورځنگ. جرمني. چاپځى: د ساحل صنعتي مطبعه
۱۱– مدرسي،يحيى. ۱۳۹۶. درآمدى بر جامعه شناسى زبان. تهران: پژوهشګاه علوم انسانى و مطالعات فرهنګى
۱۲- نظامنامه د تشکيلات اساسي د افغانستان.
13- Ansre, C. 1974. “Language Standardization in Sub-Saharan Africa”. Advances in Language Planning. Ed. J. Fishman.
14- Garvin, P. 1973. “some Comments on Language Planning”. Language Planning: Current Issues and Research. Eds. J. Rubin and R. Shu.
15- Haugen. E. 1966. “Linuistics Planning in Modern Norway”. The Ecology of Language, Essays by E. Haugen. Ed. A. Dill.
16- Ray, P. 1963. Language Standardization. The Hague. Mouton.
[1] Flexible Stability
[2] Intellectualization
[3] Unifying function
[4] Separatist function
[5] Prestige function
[6] Frame of reference function
[7] Loyalty
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/zbgf4
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2920
د فاروق سرور ژوند شخصيت او فن
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
ليك: سيدالامين احسن خوېشګي
د پښتو علامتي افسانې، ناول، ادبي صحافت، اداكارئ، اوترجمې ډېر لوے نوم، فاروق سرور د خپلې وېنا مطابق د مئي په پينځويشتمه كال نولس سوه دوه شپېتهٴ او د سركاري دستاويزاتو مطابق د جون په پينځويشتمه ٢٥ جون كال نولس سوه دوه شپېتهٴ ( 1962ع) كښې غلام سرور كره وزېږېدو. د دوي نيكهٴ يو ليك لوستے شخصيت وهٴ، او پلار محترم ئې د پېشې په لحاظ وكيل وهٴچې د دوي رجحان ئې هم وروستو د قانون زدكړو ته مائله كړو. اولنئ رسمي زده كړې ئې د خپلې وېنا تر مخه د كوېټې ښار په يو مشنري سكول كښې وكړې او بيا ئې هم دغه ښار كښې په انګرېزئ طريقه تدريس كښې روان اسلاميه سكول كښې داخله واخسته. په كال نولس سوه اتهٴ اويايم ( 1978ع) كښې ئې له دغه ادارې د لسم جماعت سند ترلاسه كړو. وروستو په كال نولس سوه يو اتيا (1981ع) كښې د دولسم جماعت پاس كؤلو نه پس ئې په كال نول سوه څلور اتيا (1984ع) كښې د څوارلسم جماعت امتحان كاميابئ سره پاس كړو. په انګرېزي ادب كښې ئې اېم اې وكړه. دې نه پس ئې د ملازمت دوران كښې د قانون ډګرئ هم په كال نولس سوه نوي (1990ع) كښې ترلاسه كړه. د عملي ژوند هلو ځلو سلسله كښې ئې د رېډيو پاكستان محكمه كښې د پروګرام پروډيوسر تربيت اسلام اباد كښې د ياد محقق رشيد احمد يوسفزي سره يوځاے ترلاسه كړو. په نولس سوه پينځهٴ اويايم (1975ع) كښې افسانه نويس، دستاويزګار او منتظم درمحمد کاسی پاکستان ټيلي ويژن مركز ته راوستو او د ماشومانو د پاره وړومبۍ ډرامه كښې ئې پرې كردار ترسره كړو، او دا رنګ په کال نولس سوه څلور اويايم ( 1974ع) كښې ئې د اداکارئ د ممشاهرې د دېرشو روپو وړومبے چِك واخستو. ١
د فاروق سرور د وېنامطابق دغه ايام كښې ئې تر يو وخته رېډيو پاكستان، كوېټه، كښې د پښتو د اناؤنسر په توګه كار كؤلو چې خپل ماما، ياد ليكونكي او پروډيوسر ابوالخېر ځلاند، پرې د ريډيو او ټي وي د پاره ډرامې و ليكلې. د ادبي صحافت ضمن كښې دوي د كوېټې نه شائع كېدونكي د اردو اخبار' جنګ ' سب ايډيټر بهرام غوري، چې دوي ئې خپل استاد ګڼي، په كال نولس سوه اووهٴ نوي (1997ع) كښې ئې پرې دغه ورځپاڼه كښې اووهٴ ورځنے ادبي كالم 'ادب سېر' ليكل شروع كړو چې لا تر اوسه جاري دے. په خپل ناول' سګوان' ورته خوشحال خان خټك اېوارډ وركړے شوے دے. د اداكارئ په مېدان كښې ئې د حبيب پانيزئ ډرامو، 'بېلتون' او 'كور مې تر تا جار' كښې مركزي كردارونه ترسره كړل. د قانون په شعبه كښې ئې د كال دوه زره پينځلسم نه تر دوه زره اتلسم (2015 نه تر2018ع) پورې د خپلې صوبې د اېډوكېټ جنرل فريضې سرته رسؤلې. ٢
تذكره نويس او كهنه مشق محقق ډاكټر عبدالرؤف رفيقي صاحب خپل اهم كتاب 'وياړلي' كښې د دوي او د دوي د كتابونو تذكره داسې كوي:
'زوكړه؟نچاري فتح خان روډكوټه د محمد سرورخان زوى په خټه اتمان خېل كاكړ زده كړې اېل اېل بي، كالم ليكونكى، په كوټه كښې په وكيل ليكوال او كامېډي هنرمند، اثار: لېوه لنډې كيسې چاپ، د پورتني كتاب انګليسي ژباړه چاپ، دريه: ١٢ لنډې كېسې چاپ د پښتو كاروان نچاري ټرېډرز كوټه فراري ١٩٨٨ع مخونه ١١٢
زنځيرونه: لنډي كيسې چاپ ګوشه ادب جناح روډ كوټه ٢٠١٥ع مخونه ١١١
تنده:٩ لنډې كيسې چاپ پښتو ادبي ملګري كوټه ستمبر ١٩٩٤ع مخونه ١٣٦
ندي كي پياس: اردو لنډي كيسې چاپ پښتو ادبي ملګري كوټه ١٩٩٦، مخونه ١١٠
ګرګۍ ګيږكه: چاپ سكام ادبي اكېډيمي كوټه فروري ٢٠٠٦، مخونه ١١٠
سګوان: ناول چاپ سكام ادبي اكېډيمي كوټه اپرېل ٢٠٠٨ع، مخونه ١٤٧
سګ بان: د پورتني ناول اردو ژباړه چاپ سېل اېنډ سروسز كوټه اپرېل ٢٠١٥ع مخونه ١٣١
ادب سېر: د اردو كالمونو ټولګه چاپ كلات پبلشرز
سكروټې : لنډې كيسې چاپ. . . . . '٣
له دغو علاوه، 'ماڼو'- (٢٠٠٩ع)، 'بوډا او ماشوم'- ( ٢٠١٣ع)، 'مجرم'- ( ٢٠١٧ع)، او 'اسمان به نن نړيږي'، ( ٢٠١٨ع)، هم د دوي د افسانو مجموعې دي.
د دوي د وېنا ترمخه اول اول به د دوي ليكلې وړې وړې افسانې د نورو خلقو نه علاوه بهرام غوري هم خوښؤلې او هم دغه ورځو كښې د دوي طبعي عمر برعكس د زيات پوخ ادبي او فني فكر په وجه رېډيو كښې د دوي په افسانو د نقل ګمان كېدلو خو چې كله ورته معلومه شوه چې دغه افسانې په رښتيا د دوي تخليق دي نو بيا د دوې په تعريفونو نهٴ مَړېدل. په دغه اساس د انګرېزي ادب سره وابسته د دوي ملګري وارث اقبال، مجتبى صاحب او نورو لويو لويو خلقو د دوي باره كښې د يو لوے ليكوال پېشګوئي وكړه. او د هغوي دغه ډاډ او حوصله افزائئ دوي په وړاندې بوتللو او د ادبي رفعتونو دغه سفر لا دوام لري.
اردو كښې دوي يوسف ګل خپل اولنے استاد ګڼي. له هندوستان نه د لوے نقاد او محقق خداے بخښلي شمس الرحمان فاروقي په ادارت كښې شائع كېدونكې ادبي مجله 'شبخون' كښې د دوي اردو افسانې شائع شوې چې د دوي دپاره د درناوي او اعزاز خبره ده او د دوي د افسانې شهرت ئې يوې لوئې حلقې ته ورسؤلو. ځكه نو دوي پښتو افسانه د اردو افسانې سره برابرؤلو دپاره يوه شعوري هڅه هم كؤله. خپلو متقدمينو او هم عصرو افسانه ليكونكو كښې د محقق او افسانه نويس قلندر مومند افسانې د هئيت او ساخت، موضوع او مضمون، او كردار نګاري په بنياد خوښوي. د سفرنامه نګار، ناول نويس او افسانه ليكونكي طاهر افريدي افسانه ورته 'عامه افسانه' ښكاري. د نورالامين يوسفزي افسانه 'ښه اومعياري' ګڼي. دوي وائي چې' نورالامين افسانه ليكلو كښې زما حوصله افزائي كړې ده او د پروفېسر اسير منګل د مينې هم شكرګزار دے. دمنفرد افسانه ليكونكي' ګل افضل خان او مهدي شا باچا افسانو نه ورته ځان متاثره ښكاري'. ٤
دوي لا 'څوارلسم جماعت طلب علم وهٴ چې د اردو افسانې تعريف ئې كېدلو او څو افسانې ئې انګرېزۍ كښې ترجمه شوې هم وې'. د دوي په خيال ښه افسانه 'هلته ليكلې كېدې شي چرته چې سياسي حالات خراب وي. په مړه ګېډه ښه افسانه نهٴ شي ليكلې كېدې. روس كښې هم د بهترين فكشن او افسانې تخليق كېدلو يوه بنيادي وجه هلته د دننه حالاتو خرابېدل وهٴ'، خو د دوي د دغه مفروضه په جزوي توګه تر يوحده غلطه هغه وخت ثابته شي چې كله مونږ د خپلې افسانې او ناول جائزه اخلو او په دې نتيجه رسو چې د افغانستان دومره لوئې غميزې مونږ ته په فكشن كښې ډېر كم څهٴ راكړي دي، البته دغه سفر اوس روان شوے دے. پښتو كښې د علامتي افسانې ضمن كښې دوي د پروفېسر ډاكټر زبېر حسرت، خپل ځان او نورالامين يوسفزي ذكر كوي 'حالانكې علامتي افسانې نورو افسانه نويسو هم ليكلي دي خو دوي دا هم وائي چې' د پښتو افسانې دومره ډېر مطالعه ئې نهٴ ده كړې' وائي 'نورمحمد تركئ بهترين ناولونه ليكلي وهٴ خو د هغهٴ نظريه د خلقو نهٴ وه خوښه شوې. ټالسټائې خپل ناول څلوېښت ځله بيا بيا وليكلو او چې بيا ئې سر دوباره ليكلو نو سېكرټري ورته شائع شوې نسخه راؤړه. ځكه نو بهترين ادب د مسلسل ليكلو مشق غواړي'. دغه تتبع كښې دوي يوه افسانه شل ځله هم وليكي او نورالامين يوسفزي، افضل مراد او محمود اياز سره پرې مشورې كوي'. وائي 'سعيد ګوهر ئې ډېره حوصله افزائي كړې ده'. ٥ خو د دغه ټولو خبرو باوجود زمونږ افسانه او ناول ليكونكيو مونږ ته د افغانستان په اوږده پېښه، د اشتراكيت په عروج او زوال مطلوب او ښهٴ افسانوي ادب نهٴ دے تخليق كړے او چې كوم دے هغه هم سطحيت ته ورته ګڼلے كېدې شي.
وائي' افضل مراد او بهرام غوري به ناول ليكلو ته هڅولو، نو اتهٴ كاله مشقت نه پس ئې 'سګوان' وليكلو او د اشاعت نه وړاندې ئې ملګرو ته نقلونه وركړل چې تنقيدي نظر پرې وغورزوي' . د ډرامې متعلق خيال لري چې 'قدوس دراني د ډرامې بادشاه ګڼلې كېدو، پروډيوسر قاسم جلالي د فاروق سرور ډېره حوصله افزائي وكړه نصرت ټاكر او كاظم پاشا ورته كراچۍ ته د ډرامې دپاره د راتللو ووئېل'ځوانانو ته د 'محنت كولو پېغام'٦ وركوي.
د افسانې ليكلو نه علاوه د دوي بل اهم مېدان انګرېزۍ او اردو ته د پښتو ادب ترجمه كؤل دي دغه ضمن كښې د دوي ترجمه شوي كتاب بهيړيا (بھیڑیا) چې په پښتو د دوي اوولس افسانې اردو ته ترجمه شوي دي. سنزر خان شايد د دوي زوے دے او دا ترجمه هم د هغوي نه، بلكه د دوي خپله ښكاري. بهرحال د دغه افسانو اردو هم ادبي او فني اردو ده او د مطالعې دوران كښې داسې نهٴ ښكاري چې ګني دا ترجمه شوي فنپارې دي. ٧ (الف) له دغه علاوه دوي د څهٴ همعصره شاعرانو منظوم تخليقات هم انګرېزۍ ته اړؤلي دي د دوي انګرېزي ترجمې هم خپل ادبي خوږوالے لري او پكښې د نورو معياري كېدو ځاے شته. دوي بيا خپلې افسانې انګرېزۍ كښې د 'دي وولف' ٧ (ب) په نامه ترجمه كړي دي. چې لس افسانې لري. انګرېزي ئې زياته فني اوعلمي نهٴ ده خو بهرۤحال مونږ ئې د افسانو هغه څو مجموعو كښې شمېرلې شو چې په انګرېزۍ كښې پكښې پښتو افسانې وړاندې كړې شوي دي.
د دغه افسانو متعلق محمد حفیظ خان لیکی:
' فاروق سرور نے جہاں کہانی لکھنے کو نئی جہتوں سے آشنا کیا ہے وہیں بحیثیت نقاد، تنقید میں بھی غیر جانبدارانہ اور خالصتاً علمی انداز اپنا کر نقد و نظر کے دامن کو اعتبار عطا کیا ہے۔۔۔فاروق سرور کی خوش قسمتی کہوں یا پشتو فکشن کی خوش بختی کہ ایک خاص وقت میں بہت سے اعلی ذہن تخلیق کاروں کی صحبت میں ایک ایسے کہانی کار کی پرداخت ہوئی کہ جو نہ صرف ہمہ جہت ہے بلکہ فکشن کی تمام اشاک وجہات پر صورت و معنی کی وسعتون تک محیط ہے' ٨
د دوي د ناول 'سګوان' په حق له محقق او اديب رشيد احمد رائي لري:
'دا ناول په امريكه كښې په دوه منارو (Twin Towers) د بريدونو نه وروستو د هغې په عكس العمل كښې د څرګندو شوو حالاتو او په دې سيمه د هغې د اغېزو په تناظر كښې ليكلے شوے دے او ناول نګار په علامتي ډول دغه ټول محركات او اغېزې لوستونكو ته وړاندې كړې دې مونږ دا وئېلے شو چې دا ناول په پښتنه سيمه كښې د نورو قامونو دلچسپي او مقصدونه په ګوته كوي او د هغې د نتيجو جاج اخلي دا يو سياسي او مقصدي ناول دے'. ٩
په برغو منارو يرغل او د هغې په ردعمل كښې راپېښې ساخته او خودساخته بيانيې ادب ته نوي موضوعات وركړل. دې نهٴ يوازې په امريكه دننه بلكه بهر نړۍ كښې هم يوه نوې ثقافتي، مذهبي او سياسي بيانيه سازه كړه. په لږ وخت كښې صرف په امريكه كښې په دغه موضوع تقريباً پينځهٴ څلوېښت ناولونه، ګرافك ناولونه او د افسانو مجموعې شائع شوې. چې پكښې د جوناتهن سېفران فؤر ( "Extremely Loud and Incredibly Close, (2005 د اېن مِك اېوَنSaturday’’، د محسن حامد The Reluctant Fundamentalist,، او د ډان ډي لېلو Falling Man، او نور شامل دي١٠. دې موضوع سره متصلو بحثونو مونږ يو ځل بيا داېډورډ وديع سعيد د Orientalism ١١بحثونو ته وديكلو. دغه تصوراتو او بيانيو ځانله په فلم، صحافت او د سماجي رابطو نټ وركونو كښې هم لاره پېداكړه. او يوه مستقله خودساخته بيانيه جوړه شوه. او د تحليل، ترديد يا د دغه بيانيې د تجزيې دپاره متقاضي جوابي بيانيه سازه نهٴ كړې شوه ګويا دا يوه 'نوې ابادياتي' يا 'نوې مابعدنو ابادياتي بيانيه' مخې ته راغله. دغه جوابي بيانيه له دغه ناول نه علاوه د حيات روغاني ناول 'نينځك' او د اٰفغانستان ځنې فنپارو كښې هم خوندي شوه. ډاكټر محب وزير پرې د يو لنډ كتاب 'په پښتوناول او افسانه ديولسم ستمبر اثرات'١٢ په نوم ليكلو په شكل كښې بنياد كېخودو خو د موضوع په لحاظ پكښې يوه تشنګي ښكاري.
په داسې حال كښې د'سګوان' شايع كېدل د پښتو فكشن د عالمي ادب سيال كوي او خپل هغه موقف چې نړۍ نظرانداز كړے وهٴ اومونږ په پوره منطقي توګه نهٴ وهٴ وړاندے كړے شوے. ما د كوشش باوجود د'سګوان' نسخه ترلاسه نهٴ كړې شوه البته څو صفحات او پرې د پروفېسر محمود اياز او ډاكټر صادق ژړك ليكونه مې پرې له نظره تېر شول. د سګوان متعلق محقق پروفېسر محمود اياز د يو اوږد علمي او فني بحث نه پس ليكي چې: د فاروق سرور فكشن دغه روايت په موجوده ګلوبل وېلج باندې يو لوے طنزدے او ښهٴ تخليق عموماً هغه وي چې يو اهم سوال پېداكؤلے شي. . دوي ته دغه ناول كښې د 'كندل اكا' كردار لږ ډېر پيكه معلوميږي'. . او فاروق سرور ورته د 'جنوبي پښتونخوا چيخوف ښكاري' ١٣ او صادق ژړك ئې 'ويښ ليكوال'١٤ ګڼي. د چېخوف پورې راياده شوه چې د سګوان د كردار'ماماګئ' غوندې يو كردار د چېخوف ناول ګوټي 'وارډنمبر شپږم' كښې هم دے . چې د آئيوان دمترچ ګروموف په نوم دے. هغه د سركار له لوري د بندي كېدو په يره كښې اخته دے. خو دي َرې كومه عكاسي چې ئې چېخوف كړې ده، او څنګه چې ئې يره مجسمه كړې ده، لوستونكے حېران دريان كړي. ١٥محقق رشيد احمد هم 'د نائن الېون بيانيه كښې دا ښهٴ ناول 'ګڼي١٦ (الف) . هم د دے ناول متعلق زرين انځور خپل غوره كتاب 'د سهيل داستاني ستوري' كښې ليكي چې 'سګوان تر ډېره حده يو سياسي معاصر ناول دى چې نوې پيښې په سمبوليكه (علامتي) بڼه وراندې كوي. رواني او اجتماعى بېلابېل اړخونه لري او له همدې كبله يې سبموليك اړخ دومره زيات هم پيچلى علامتي نه دى يو څه ترې د سياسي فكر له كبله سمبوليكې نخښې هم لوڅې شوې دي'. ١٦ (ب)
فاروق سرور صاحب دعالمي ادب نه اخذ، اكتساب او ترجمې هم كوي. د نړۍ د اهمو ژبيو د ادب عاليه ځنې ترجمې او پرې بحثونه ئې زما له نظر تېر شوي دي چې كهٴ يو اړخ ته پښتو نورو ژبيو ته متعارف كوي نو بل اړخ ته پښتو لوستونكي هم د نورو ژبيو دت خليقاتو نه خبر ساتي.
په مجموعي توګه د دوي افسانه يو خپل ساخت او جوړښت لري او كهٴ څوك ئې د دوي د نوم نه بغېر هم لولي نو بيا هم معلوميږ ي چې د افسانې تخليق كار فاروق سرور دے. دا افسانه كله كله د رمزيت نګارئ يو داسې رنګ واخلي چې ما بعد الطبيعاتي غوندې ښكاره شي. هغه د يو پوخ قصه ګو فنكار غوندې د ځناورو، مرغيو او اونو بوټيو په ژبه له خپلو كردارونو ناشنا خبرې وباسي. لكه د دوي افسانه' زنځيرونه'١٧. نو دا ګويا د كليله او دِمنه امتزاج د جديدې افسانې سره كوي. اګر كهٴ د پښتو ادب ځنې ناقدين او محققين د استهزا په توګه دارائې لري چې افسانه د قديم او جديد له قېده ازاده ده، خو بيا به ئې د ارتقائي سفر ادراك څنګ كوو. ؟ مونږ به د راحت زاخېلي د افسانې په تقابل كښې د عنايت الله ضياء، ډاكټر همدرد يوسفزي، ډاكټر علي خېل درياب او نورو مختصرو افسانو له څهٴ نوم وركوو؟علامتي افسانې كهٴ يو اړخ ته په ايمۤائيت او اشاره كنايه كښې د جبر او زياتي خلاف خپل بېرغ هسك ساتلے دے نو بل اړخ ته ئې د لوستونكيو دپاره د ابلاغ مسئلې هم مخې ته راؤړى دي. او دغه څيز د فاروق سرور افسانو كښې كله كله محسوس شي. د ګل محمد بېتاب پوښتنه هم ځاے لري چې ايا اوس هم دې د اظهار د پاره علامتي ادب تخليق شي؟١٨. محقق او شاعر پروفېسر محمود اياز خپله مقاله 'په سهېلي پښتونخوا كښې د ناول د سفر يو اجمالي جاج' كښې دغه ضمن كښې ليكې چې' په كابل كښې ما د اسدالله غضنفر نه پوښتنه وكړه چې د فاروق سرور د فكشن نګارئ په اړه دې څهٴ خيال دے هغهٴ په ځواب كښې راته ووئېل چې زهٴ نهٴ ورباندې پوهېږم نو ما ورته ووئېل چې په دې كښې د هغهٴ قصورن شته قصور د هغهٴ د قاري دے'١٩. معنى دا چې څهٴ ځايونو كښې د فاروق سرور په تخليقاتو پوهېدل خاص پوهه او خاص تفهيم لرل غواړي، البته كوم لوستونكي چې د دغسې فنپارو لوستلو او ترې د مقصد اخذ كؤلو اختصاص او ماده لري هغوي دپاره كښې پكښې ابهام نشته. په داسې صورت كښې به د دوي لوستونكي په دوه برخو كښې وېشلي كيږي او نتيجتاً هغه به كم وي خو په عقلي او منطقي توګه به زيات موثر وي.
كله كله د دوي افسانه يو ماورائي رنګ واخلي، له معلوم نه د نامعلوم او له نامعلوم نه د معلوم، له عامو موضوعاتو نه د خاصو او له خاصو نه عام جوړؤلو كښې هم دوي پوخ هنر لري. په دغه قرينه پښتو افسانه كښې د دوي انداز او ساخت د چا په تتبع كښې نهٴ ښكاري بلكه ځانله خپل جدا هئيت لري. البته په موضوعاتي توګه د نورو افسانه نويسو سره يو شان والے لري او لوستونكے پكښې د تنوع تشنګي محسوسوي. ماورائي انداز ئې هم خپل زميني حقيقتونه نهٴ هېروي لكه د دوي افسانه 'ناولد'٢٠كښې چې لېدې شي. خو دعالمي ادب د وسيعې مطالعې په سبب پكښې د اردو او انګرېزي ادب د افسانې رنګونه كله كله وبريښي. په لسانياتي توګه د مقامي لهجې خپل لغات او ټكي اګر كهٴ يو خپل خوند اوخوږلت لري خو دا هم ده چې دغه اختصاص او امتياز د دوي د لوستونكيو دائره هم په يو خاص حد كښې ساتي. او د دوي خاص انداز كښې ليكل دوي په يوخاص قطار كښې ودروي. خو سره د دې متفرقاتو فاروق سرور بيا هم د روان عصر په څو بهترينو افسانه ليكونكيو كښې شمېرلے كيږي. د روايت او جدت د امتزاج په صورت كښې كله كله د دوي په افسانه كښې د قديمو داستانونو كردارونه راژوندي شي، هم هغسې مافوق الفطرت خيالات پكښې ځاے ونيسي اوس نو دا كوشش كهٴ شعوري وي او كهٴ غېر شعوري، خو قصه ايز ادب په يو نوي شكل كښې د تخليق د عمل نه راتېروي او د دغه خاؤرې تاريخ په افسانه كښې رانغاړي. دغسې كار ليو ټالسټاے په خپل ناول وار اېنډ پيس، او اوس دتركيې ناول نګار اورحان پاموك خپل تركي ناول' بېنِم ادِم قِرمِزي (انګرېزي ترجمه- مائي نېم از رِډ) ' كښې كړے دے. دا ګويا د تاريخ او ادب د امتزاج او انجذاب يو شعوري كوشش او عمل دے چې زمونږ فاروق سرور پكښې تر ډېره حده بريالے دے. ورته دښهٴ ژوند دعا اواحترام
اخذاواكتساب:
١-كوېټه كښې د فاروق سرور سره زما بالمشافه مركه او مباحثه، ١٨-١٩دسمبر كال ٢٠٢١ع
٢-هم دغه مركه
٣-ډاكټر، رفيقي، عبدالرؤف، وياړلي، د پښتنو ليكوالو، شاعرانو او نورو پښتو پېژندونكيو ليكوالو د پېژندنې لارښود، اووم ټوك، د افغانستان ملي تحريك او د ډاكتر رفيقي څېړنيز مركز، اسد دانش مطبعه كابل. مخونه، ٢٨٠٩، ٢٨١٠١٣٩٥ل/٢٠١٧ز
٤-پورته ذكر مركه
٥-هم دغه مركه
٦-هم دغه مركه
٧- (الف) خان، سنزر، بھیڑیا (فاروق سرور کی پشتو کہانیوں کا ترجمہ) ملتان انسٹی ٹیوٹ آف پالیسی اینڈ ریسرچ ملتان، مطبع بی پی ایچ پرنٹرز لاہورجون ٢٠٢٠ع
٧ (ب) . Sarwar,Farooq,The Wolf-A Translation of Pashto Fiction,Gosha-e-Adab,Kabir Building,Jinnah Road,Quetta,2016.
٨- دغه پورته كتاب، مخ، 11، 12
٩-احمد، رشيد، ' پښتو ناول سل كاله'مخونه ٣٩٩، ٣٩٨، ضياء سنز پرنټرز، پېښور، ٢٠١٥ع
10-https://www. theguardian. com/. . . /top-10-9-1-novels. . .
١١-Said,W,Edward,Orientalism-Western Conceptions of the Orient,Pinguin Books,India,2001
١٢-ډاكټر، وزير، محب'په پښتوناول او افسانه د يولسم ستمبر اثرات' پښتونخوا مطالعاتي مركز، باچاخان يونيورسټي، چارسده كال ٢٠١٤ع
١٣-'سګوان زما په نظر كښې'، په 'سګوان' د پروفېسر محمود اياز مقدمه، مخ ١٥.
١٤-'ملګرى فاروق سرور يو ويښ ليكوال'په 'سګوان' د صادق ژړك ابتدائي خبرې، مخ ١٧
١٥- چيخوف، انتون، دوناولټ، مترجمه، محمد يوسف، مكتبه شاهراه دهلي نمبر شپږم، جيد برقي پرېس دهلي، د اشاعت كال نهٴ لري.
١٦- (الف) رشيد احمد صاحب سره زما خبرې، ١٦ جولائي، ٢٠٢٢ع
١٦ (ب) انځور، زرين، 'دسهيل داستاني ستوري''د سهيلي پښتونخوا د داستاني ادبياتو مخكښې څېرې'، هاشمي خپرندويه ټولنه، جلال اباد، ١٣٩٩لمريز، ٢٠٢٠ ميلادي كال، مخ ١٣٩.
١٧-سرور، فاروق، زنځيرونه، ګوشهٴ ادب، جناح روډ، كوټه، سېلز اېنډ سروسز، كبير بلډنګ، جناح روډ كوټه، فروري ٢٠١٥ع
١٨- ګل محمد بېتاب سره زما مباحثه، ١٤ جولائي، ٢٠٢٢ع
١٩-پروفېسر، اياز، محمود'په سهېلي پښتونخوا كښې د ناول د سفر يو اجمالي جاج' مشموله، د مقالو ټولګه، د پښتو ژبې، ادب و كلتور فكري او تخليقي يون، له نائن الېون وروسته، پښتو اكېډمۍ بلوچستان كوټه، مخ، ١٣١، ٢٠١٩ع
٢٠-سرور، فاروق، زنځيرونه.
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/gwzts
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2167
د شفاهي او ليکل سوي ژبي تر منځ څه فرق دی؟
- Details
- څانګه: تاريخي ژبپوهنه
صرف انسانان خبري کولای سي
د انسانانو د دمګړي علم، پوهې او معلوماتو پر اساس انسانان يوازنی مخلوق دی چي «ژبه» لري. د مځکي پر کوره شته نور ژوندي مخلوقات هم يو د بل سره د تماس نيولو لپاره بېلي لاري او وړتياوي کاروي، خو د ژبي استعمال صرف تر انسانانو پوري محدود دی. يوه بيزو ښايي بلي بيزو يا انسانانو ته په اشارو يا ږغونو د موجودو څيزونو په هکله وويلای سي چي «کيله غواړم». خو د تيرو سوو پيښو په هکله مغلقه معلومات نسي شريک کولای، لکه «کله چي پروند د زړې خو لا تکړه بيزو ناروغ بچي شور جوړ کړی ؤ، او د ورستې مېوې د خوړولو له کبله د نس درد هم زه خوب ته نه پرېښودلم، نو په وريځو کي د تالاندي ږغ سخته وبېرولم او بيا مي ټوله شپه سترګي پټي نه کړې.»
ژبه جينيټيکي وړتيا ده
د طبعي ژبي وړتيا نه يوازي د انسان د اناټومي يعني دماغ، ژبي، غوږونو، ږغيزو غړو او د تنفس د نظام او کلتور او چاپيريال سره تړلې ده، بلکه د ژبي وړتيا جينيټيکي/موروثي اړخ هم لري. دا په دې معنی نه ده چي که يو څوک يوه ژبه زدکړه کړي، نو د هغه دغه زدکړه د هغه ماشومانو ته هم انتقاليږي. بلکه دلته مقصد دا دی چي په مجموع کي هغه ژوندی مخلوق چي ورته انسان وايو او د مځکي پر کوره ژوند کوي، د هغه په جينيټيک کوډ کي د ژبي د زدکړي وړتيا شامله ده. که شرايط برابر وي نو انسانان له خپل چاپيريال څخه ژبه زده کولای او خبري په کولای سي.
انسانان د ږغ په ځانګړو غړو سره په ډېره چټکه توګه ډېر مغلق داسي آوازونه توليدولای سي چي نور انسانان يې د غوږو له لاري اوري. د انسان په سر کي د مغزو ځانګړي برخي چي د ژبي د پروسې لپاره مسؤلي دي، اورېدل سوي ږغونه پروسه کوي او په پوهاوي وړ معلوماتو يې اړوي. د انسان همدغه جينيټيکي وړتيا دغه مخلوق ته امکان ورکوي چي د ژبي ډېر مغلق نظامونه رامنځته او زده کړي.
ليک د شفاهي ژبي پېښې دي
ليک او لوست د انسانانو له خوا اختراع سوی يو نظام دی چي مقصد يې په ګرافيکي/انځوريزه توګه د ژبي پيښي کول دي. ليکل سوی متن که هر څومره ډېر مغلق معلومات او پېچلې ژبه تر يوې اندازې انځورولای سي، خو ژبه نه ده. د مثال په توګه که يوه سندره يو ځل په ږغيزه توګه واورېدل سي او بيا يې ليکلې بڼه ولوستله سي، نو چا ته څرګنديږي چي ليک څومره محدودیتونه لري. په طبعي ږغيزه ژبه کي اورېدونکی د ويونکي د عمر، جنسيت، روغتيايي او رواني يا احساساتي وضعيت تر څنګ ګڼ شمير نور داسي معلومات په لاس راوړلای سي چي په ليکل سوې بڼه کي له منځه ځي. له دې کبله ليکل د ژبي «پېښې» یا د «تقليد» يوه محدوده وسيله ده، خو ژبه نه ده.
ليک او خبري فرق لري
عموما په شفاهي خبرو او تماس نيونه کي انسانان يو شان ژبه کاروي او په ليکلو کي بل شانته ژبه کاروي. په شفاهي توګه اکثره وخت جملې لنډي او نامکملي کيدلای سي، بېله دې چي په تماس نيونه يا د مقصد په افاده کولو کي د اخلال سبب سي. دا ځکه چي په مستقيمه توګه تر سره کېدونکو خبرو کي (هغه خبري چي د کاغذ پر مخ له ليکل سوي متن څخه نه لوستل کيږي) زیات موجود څيزونه، حالت، اشارې/ميميک اشارې اور نور څيزونه هم د لغتونو او جملو ځای نيسي. د مثال په توګه که دوه کسان ولاړ وي او ورڅخه يو کس د يو غير حاضر کس په هکله چي تر مخه يې هم د خبرو موضوع ګرځېدلی ؤ، په هکله يې ووايي چي «نن بيا ستړی ؤ»، نو حاضر دويم کس پوهيږي چي څوک يې مطلب دی. خو که همدغه جمله د کاغذ پر مخ وليکل سي نو خپل بشپړ مطلب او معلومات نه رسوي.
د ژبپوهانو بيلو تحقيقي تجربو ښودلې ده چي عموما انسانان په عادي خبرو اترو کي يو ډول ژبه کاروي، خو که ورته وويله سي چي همدغه مطلب په متن کي وليکي، نو بل شان او په اصطلاح زياته فورمال ژبه کاروي. دا خبره د ليک لوستو او اکاډميک کسانو لپاره هم صدق کوي. البته دا په هغه صورت کي چي انسانان اضافي او قصدي کوښښ ونکړي چي حفظ/حافظې ته رسولي متون په شفاهي توګه وړاندي کړي يا په قصد سره د ليکل سوي ژبي پېښې وکړي.
ليکلې وينا فورمال وي
په داسي حال کي چي په شفاهي خبرو کي زيات وخت جملې نيمګړي، ساده، د اصلاح کېدني او قطع کېدني (يو د بل خبره پرې کولو) سره مل وي، ليکل سوې ژبه عموما له بشپړه جملو او نخښو لکه ټکی، کومه، سواليه نخښه او داسو نورو فورمال څيزونو څخه ډک وي. په ليکل سوې ژبه کي يوه جمله څو ماتحته او مربوطي جملې لرلای سي چي په شفاهي ژبه کي عموما داسي نه وي.
شفاهي ژبه او وينا تر زياتي اندازې د دمګړي لپاره وي او که يې اورېدونکي حتی په خپله حافظه کي ثبت او بيا تکرار کړي، نو بيا يې هم ډېره برخه معلومات له منځه ځي. که په تخنيکي وسايلو سره ږغ ثبت سي، نو بيا بله خبره ده. خو ليکل سوی متن د زمان او مکان له قيد څخه آزاد وي. د ليکلې وينا د متن نقل/کاپي کول، اصلاح کول او پکښي زياتونې کول ممکن وي.
ليک ژبي ژوندۍ ساتلای سي
دمګړی په نړۍ کي تر ۷ زرو څخه زياتي ژبي ژوندۍ دي او ويل کيږي. خو له دغو څخه ډير کم شمېر يې ځان ته د ليک نظام يا ليکل سوې بڼه لري. د نورو فاکتورونو تر څنګ د نورو ژبو په پرتله د بعضو ژبو د ژر مړينې/له منځه تللو او د انسانانو له حافظې او علم څخه د هميشه لپاره ورکېدو يو لامل د دغو ژبو د ليک نه لرل دي. هغه ژبي چي پکښي ليک او لوست کيږي، د هغو ژبو په پرتله چي صرف شفاهي دي، ژبنيز تغيرات کم واقع کيږي. په بله اصطلاح ليک د ژبو او لهجو د کنزروېشن يا خوندي ساتل کېدني په لاره کي يو مهم فاکتور وي. البته د يوې ژبي د ليکل سوي بڼي شتون خامخا د دې ضامن نه دی چي په اصلي شفاهي ژبه کي به تغيرات نه رامنځته کيږي. دا د زياتو نورو فاکتورونو تر څنګ پر دې پوري هم تړاو لري چي د يوې ژبي ويونکي تر کومي اندازې ليک لوستي دي.
د ژبي ليکل سوې بڼې د انسانانو تر منځ په پراخه اندازه د تماس نيونې او معلوماتو د شريک کولو امکان رامنځته کولو تر څنګ د انساني تجربو او علم د خوندي کولو، پراخولو او د زمان او مکان له قيد څخه په آزاده توګه د انتقالولو امکان رامنځته کړی دی.
د يوې ژبي انځوريزه يا ګرافيکي پېښې (ليکل سوې بڼه يې) د اصلي شفاهي ژبي د خوندي او ژوندي ساتلو تر څنګ په ټوليزه توګه د انسان د پوهې، تجربې او علم د پراختيا او پرمختګ سبب ګرځي.
د شفاهي ژبې خوندي کول
د نوي ټيکنالوژۍ په عصر کي اوس دا هم ممکنه شوې چې په پراخه اندازه د شفاهي ژبي بيلګي خوندي کړل سي. له دغې لاري د مثال په توګه د شفاهي ژبي واريانتونه، لهجې او نورې ږغيزه ځانګړتياوي خوندي کيدلای سي. په زياته د مصنوعي ځيرکتيا او د ژبي له لاري د ځيرکو سيسټمونو سره د تماس نيولو لپاره دا يو اړين او مهم ګام دی چي د شفاهي ژبي لويه زيرمه راغونډه سوې او د ټيکنالوژۍ د اړتيا او اصولو سره سمه درجه بندي سوې وي.
احمدولي اڅکزي، د ۲۰۲۲ کال د اګست ۹ نېټه
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/b1g66
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 1570
د سهېلي پښتونخوا پښتو خطي پانګه
- Details
- څانګه: متن پوهنه
د سهېلي پښتونخوا پښتو خطي پانګه (An Analysis of Pashto Manuscripts of Southern Pashtoonkhwa) د ګرانې خور رحمت بي بي اڅکزۍ هغه په زړۀ پورې څېړنه ده چې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې له اړخه پرې ورته د سندي څېړنې په اساس د ایم فل سند ورکړے شوے دے. د دې څېړنې لارښود ډاکټر برکت شا کاکړ او معاون لارښود ډاکټر عبدالرحمان کاکړ دے. د اېم فل د سندي څېړنو مقالو کښې دا یوه نادره علمي موضوع ده او ګرانې خور رحمت بي بي ورسره پوره پوره انصاف کړے دے.
اولنے باب د سهېلي پښتونخوا علمي او تاریخي ارزښت باندې لیکلے شوے دے. دلته جعرافیایی پس منظر، علمي او فرهنګي حوزې او دې کښې د خطي نسخو یو مجموعي اجمال وړاندې کړے شوے دے.
دوېم باب کښې په یاد محیط کښې د پښتو خطي نسخو د دیني زخیرې سرمایه راټوله شوې ده. دې باب کښې یوه برخه د تفسیرونو، حدیثونو او سیرت ده. دې مد کښې د اتویشتو (۲۸) نسخو پېژندنه ده. دوېمه برخه همد باب کښې د فقهي او تصوفي نسخو ده. د مد کښې د اووۀ نوي نسخو پېژنګلوي ده. درېمه برخه همدې باب کښې د اخلاقي معنون خطي نسخو ده. دلته د څوارلس خطي نسخو اجمالي تعارف دے.
درېم باب د ادبي نسخو متعلق دے. په دې باب کښې درې برخې دي. یوه برخه د پښتو خطي نسخو د دیوانونو ده. دلته د څلور دېرش دیوانونو پېژنګلوي ده. دوېمه برخه د جونګونو ده. دلته د نظم او د متعدد شاعرانو په کلامونو ایستل شوې خطې نسخې راوړلې شوي دي. دا لړۍ د شپاړسو بېلګو پېژنګلوي ثبت کوي.
څلور باب د طبي، تاریخي او تربیتي هغه پښتو خطي نسخې راپېژني چې په سهېلي پښتونخوا کښې خوندي دي. دلته د طب برخه کښې یوه نسخه، د تاریخ برخه کښې یوولس نسخې او د تربیت برخه کښې اتۀ نسخې راوړلې شوي دي.
پنځم باب کښې متفرق خطی نسخې راغونډې کړې شوې دي. په دې کشې هم درې قسمه وېش دے. یو د جنګ نامو دے. په دې کښې څلور نسخې راوړلې شوي دي. دوېم وېش د ژبنیز اثارو دے په دې کښې څوارلس نسخې دي. او درېم وېش د قیصو/ډرامو دے چې ورپکښې دیارلس نسخې ثبت دي.
دا رنګ دې څېړنه کښې ټولټال دوه سوه او نهۀ شپېتۀ نسخې د نظر لاندې نیولې شوي دي. د دې نسخو لیکوال، د لیک کال، کاتب، د کتابت نوغے، د مخونو شمار، د نسخې پېل او پایې، په نسخه مختصرترین تبصره او د نسخې د موجودګۍ ځاے ځګے لیکلې شوي دي. د دې څېړنې لپاره څېړنکارې خور بیخي زیات زیار وباسلے دے او سنجیده نتایج او وړاندېزونه یی راوړي دي. کتابي شکل کښې دا مقاله د ډاکټر رفیقي څېړنیز مرکز کوټې له خوا جاپ ده. د چاپ کال یی ستمبر دوه زره یویشتم دے.
ما چې دا کتاب لوستو نو د پښتنو د لیک لوست شواخون د یو عحیبه اذیتناک خو ویاړمن کېفیت نه تېرولم. اذیت داسې چې د پښتو کتاب لیک کښې په پېړیو پېړیو هېڅ مادي ګټه نه وه خو پشتنو ثبت کول او خوندي کول. د شهرت به یی هم څۀ دومره لالچ او لاس ته راوړنه نۀ وه ځکه په دغه خطی نسخو کښې د زیات تره لیکوال احوال نامعلوم هم دي! او د دې نسخو اکثر معنون/محتوا د ویر او اخلاص نه ډک دي. ویاړمن کېف ورته داسې وایم چې دا لرغونې ژبه همدغه لېونو شتۀ کړې ده. د هر قسمه لالچ او مادي منفعت نه پورته یی د مورنۍ ژبې حق پاللې دے. او په یویشتمه پېړۍ کښې هم دا فرض کوم ریاست او ادارې زیات نه بلکه د دې مور لېکوال او هنرمندان بچی د وینو په قیمت ادا کوي.
دې کتاب کښې یوه نسخه د "دعا سریاني" په نوم ده. دا د بابو جان د حضرت عبدالله بن عباس د دعا منظومه پښو ژباړه ده. تر اوسه ناچاپ ده. پروفیسر صاحبزاده حمیدالله پانګه بلوچستان ارکایوز کوټه کښې خوندي ده. زۀ دې نوم د حېرت په جهان ډوب کړم. بابو جان د عربي نه پښتو ژباړه کوي او پېل داسې کوي چې
زۀ موجود یم د همېشه
کۀ طلب لرې دروېشه
او نوم ورته دعا سریاني ورکوي. دا اقدام بلها ډېر سوالونه زېږوي چې دا نوم بابو جان ورکوی؟ ولې یی ورکوي؟ هغه سریاني نه څومره خبر و؟ د سریاني د پښتو سره څۀ تړون دے؟ دلته د ژبو د مشترک تعامل/تفاعل او د ورکړې راکړې فطرت ته اشارات دي؟
امام محمد بن اسماعیل بخاري خپل د حدیثو مشهور کتاب الجامع الصحیح البخاري کښې یو ناویاته اسلوب دا خپل کړے دے چې باب له یو ناویاته نوم (ترجمة الباب) راوړي. په ظاهره دغه باب کښې راوړل شوی حدیثونه د دې عنوان سره تړلې نۀ ښکاري خو چې دقیق محدثانه پس منظر، د فقاهت ژورتیا، د ادب لطافت او لسان العرب په وسعت کښې ورته اپروچ وشي نو بیا نادر نادر نکات راڅرګند شي. دې لړ کښې د امام په دغه اسلوبي ادا په زرګونو صفحات لیکلې شوي دي. ابن خلدون لیکلي دي چې د امام بخاري د دې ادا سپړدنه په امت لا تر دې دمه قرض دے! د خوند خبره دا ده چې دا ترحمة الباب (عنوان) یو دعوی وي. او د دې لاند راوړلې شوې موضوع د دې دعوې دلیل وي. په کوم چې د بحث مد کښې بلها تنقیدي بحثونه راځي. او د دې پښتو خطي نسخو لړ کښې دلته د بابو جان "دعا سریاني" دا رنګ بلها اړخونه راسپړي کۀ په دې نوم، متن، ماتن، ژباړې، ژباړن دقیقه څېړنیزه مطالعه وشي نو خوندور مباحث به وزېږوي.
دې کتاب کښې د یوې بلې نثري نسخې " د پښتنو نسب" متعلق هم اساسی معلومات ثبت دي. دا نسخه د ملا اقبال خواجه زی اڅکزي ده. د لیکلو کال یی نامعلوم دے. پېل یی داسې دے چې دا سوال چي پښتانۀ څوک دي او له مودې څخه د ځپلو او پردو ترمنځ د بحث لاندې دي. په دې نسخه د تبصرې لړ کښې آغلې خور د جاج تر عنوان لاندې داسې لیکي " دا د ملا اقبال اخوند یوه علمي څېړنه ده جی د پښتنو د نسب باب یی کړې ده. په نسخه کښې ځېنې شجرې هم راغلي دي. یوه پکښې د ملا محمد شا ملیزي د پښتو اولسي شاعر مشهور په ملا باچا شجره تر آدم پورې هم پکښې ده"
اوس کۀ د حسب نسب علم د جینټکس/جینیالوجي ساینس تر ډېره حده په یویشتمه پېړۍ کشې منقح کړے دے. خو د دې باوجود د حسب نسب تحفظ چې د مقاصد شریعت یوه اساسي موخه ده په هر دور کښې علم دوسته قامونو د دې پالنه کړې ده. پښتنو په خطي نسخو کښې په بېلابېلو حوزو کښې دې ته څنګه اپروچ کړے دے؟ دا اپروچ د درباري او مصنوعي اپروچ تابع دے کۀ مخالف دے؟ دا د شناخت د حساسیت او لزومیت سماجي او قامي ارزښت په ګوته کوي.
په دې کتاب کښې د یوې بلې نسخې تفصیلاتو غرېو نیولے کړم. مرۍ مې ترخه زهر شوه. دا نسخه "دعائیه افغانستان" ده. د یو سل او اووۀ مخو دا منظومه د نامعلوم لیکوال ده! د ویلو کال هم نامعلوم او د کاتب حال هم نامعلوم!!
د دې نسخې د پېل ټکي داسې ثبت دي.
"عارضان یو موږ و تا ته یا احده
تۀ بې نیازه ترهر چا یی یا صمده
خلاص مو ته کړے له شاهي ستا په مدده
بې تا نه کیږي هېڅ کار بار سبحان
ربه ته کړے کل ازاد افغانستان
که یی ورکه کړی شاهي باري سبحان
پاې
نتیجه د وکیلانو زمونږ دا شوه
دا کسان د دې ملت په ځان بلا شوه
دوی په جاه و په عزت ټول مبتلا شوه
چی بیا نه کړې وکیلان دا جاهلان
ربه ته کړې کل اباد افغانستان
کۀ رب ورک کړه خاینان باری سبحان"
د افغانستان په خاوره د فساد او یلغار دا تاریخواله د نړۍ یو طویل ترین ناتار شو. دا یلغار او استعمار اګر کۀ خارجی لاملونه لري خو مونږ هم د دعاوو نه پرته د دې ناتار په شا کولو لره څۀ کړي دي؟ دا منم چې دعا د عبادت مغز دے. دا تقدیر بدلوي خو دا د سنتِ الاهي برخلاف نۀ ځي! مونږ دا ګڼو بلکه عقیده کوو چې څۀ کیږي زما د ښې لپاره کیږي! حال دا چې دا تېښته ده. د خداے د عالم الغېب د صفت نه نیمګړې او متصادمه استفاده ده. دا خاصه هم په دې خاوره او دې خلقو په مودو مودو په یو ساینسي ذهني سرمایه کارۍ ترلاسه کړې شوې ده. اوس کۀ ورته څوک رسا خبره کوي هغې ته شک او سرکشۍ په سترګه ګوري.
زۀ په دې څېړنه رحمت بي بي اڅکزۍ ته دا ډاډ ورکووم چې هغه خپله دغه د څېړنې موضوع د محتوا له اړخه نوره وشاربي او د دې تهذیبي څېړنه وکړي. او دا نوره مخ په وړاندې بوځي. یقیناً دا مقاله د دې ګواهي ورکوي چې هغې کښې د څېړنې استعداد کافي شافي دے. د لا ځلولو لپاره ورته د ډېر لږ اشارت ضرورت دے.
سمیع الدین ارمان
اتم اګست دوه زره دویشتم
اریانا پېښور
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/8jnid
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2878
د پښتو لپاره په شلو کالونو کي شل ابتکارونه
- Details
- څانګه: قاموسونه ټکی کام اعلانونه
زما په خپل شخصي ژوند کي ښايي ما په تيرو شلو کالونو کي نه پر زدکړو، نه پر تحصيل، نه په ساعت تېري، نه پر حصول رزق او نه هم په بل کوم کار دومره زيات وخت او نور شخصي امکانات مصرف کړی وي، لکه د پښتو سره او د پښتو ژبي لپاره چي مي مصرف کړي دي. په ژوند کي په زياته د خپل ځان سره حساب او کتاب کول مهم بولم. زه نن غواړم چي د دغه لنډ ليک په مرسته په عامه محضر کي د خپل ځان سره حساب او کتاب وکړم. خو ذهن ته مي څو پوښتني راځي: لکه، زه ولي په خلوت کي د خپل ځان سره دغه حساب او کتاب نه کوم؟ د دغه متن د ليکلو مقصد خو به مي خدای مکړه د خپل ځان ښودل، خودنمايي، د شاباسي ترلاسه کولو شوق او يا هم د ځان مطرح کول نه وي؟ د دغه حساب او کتاب کولو مقصد خو به مي خدای مکړه پر يو چا د احسان اچولو نه وي؟ په عامه توګه د خپل ځان سره د دغه حساب او کتاب کولو مقصد خو به مي دا نه وي چي زه د ژوند په نورو شخصي برخو کي په کافي او پرتليزه توګه له کمو لاسته راوړنو لرلو احساس لرم او اوس ورته عذر او معذرت لټوم؟ دغه او ورته زیاتي نوري پوښتني مي په ذهن کي ګرځي راګرځي، خو جوابول يې راته آسانه کار نه دی.
د ټولو يادو او نورو پوښتنو لپاره د ډاډه جوابونو نه لرلو باوجوده بيا هم يو ډېر قوي دليل وينم چي د خپل ځان سره د حساب او کتاب دغه ليک په عامه توګه شريک کړم. هغه دليل دا دی چي زه په خپل ځان، په خپل شاوخوا او خپل ټول ولس کي د نه منلو وړ د بې وسۍ او نااميدۍ يو مشترک احساس وينم. داسي يو مشترک احساس چي د اور په شان په ما او زما د ولس په دننه کي بل دی. موږ اکثره د دغه دنني مشترک اور او ناهيلۍ د احساس له کبله نه د خپل شخصي ژوند په نعمتونو او برياؤ خوند اخيستلای سو او نه هم راته د خلاصون کومه لاره تر سترګو کيږي.
که زه خپل د ژوند تيرو شلو کالو ته وګورم چي د ژڼکوالي او شباب له عمر څخه نېولې بيا اوس په ږيره کي د لومړيو سپينو ورېښتانو تر راڅرګندېدلو وخت شامل دی، نو له ځان څخه ډاډه او خوشاله نه يم. خو که خپلې بې سوادۍ، بې علمۍ، بې وسۍ، بې کسۍ، د امکاناتو او ملاتړو نشتون او نورو کمبودونو ته وګورم نو بيا د راتلونکي په هکله راپکښي هيلي راټوکيږي. زه غواړم چي دغه هيلي په زیاته و خپلو ځوانو او ناهيلو لوستونکو سره شريکي او ورته انتقال کړم.
غواړم د دغه ليک د لوستونکو سره د خپل ژوند د تيرو شلو کالو هغه کارونه شريک کړم، چي ما وکولای سول چي تر سره يې کړم. دا د هغه باوجوده چي په تيرو شکلو کالو کي نه الحمدلله ما له چا څخه د خپلو پروژو د پر مخ بيولو لپاره د پيسو غوښتنه کړېده، او نه مي الحمدلله تر اوسه پوري له دغو کارونو څخه کوم تجارت يا د پيسو ګټلو منبع جوړه کړېده. هغه وخت چي زما همزولو به په مېلمستياو او مېلو کي تفريح استراحت او ساعت تېری کاوه، يا به يې پيسې او اکاډميکي يا مسلکي رتبې ګټلې، ما خپله شپه او ورځ پښتو ته وقف کړېوه. زما سره په دغه کار کي د عملي کارکوونکو نه يوازي دا چي هيڅ کاروان نه ؤ ملګری، بلکه بالکل پکښي يک تنها وم. بېله خدای څخه راسره اکثره وختونه بل څوک نه ؤ ملګری چي بار مي راسپک کړي. په مؤقتي توګه راسره يو شمير دوستانو په عملي ډګر کي راته په پراخ زړه د مرستي لاس هم راکړی دی، خو تر ۹۵ فيصدو پوري کار ته زه تل يوازي پاته وم. خو زه په دې نه يم شرمېدلی چي مستعمله جامې واغوندم يا په شخصي ژوند کي نور محدوديتونه پر ځان وضع کړم. ښايي همدا وجه وي چي الله راته په شلو کالو کي دا مواقع راکړې چي حد اقل شل ځله خپل کړېدلي او د بدو خبرونو سره عادي ولس ته ښه او د زړه د پورته کېدلو او هيلو ډک زيري وړاندي کړم.
شل کالونه او شل ابتکارونه
(1) - 2001 - لومړي مفت آنلاين پښتو قاموسونه وړاندي کول، د قاموسونه ټکی کام پاڼي تاسيس، دمګړی پکښي پنځوس پښتو قاموسونه او په مليونو پښتو لغتونه انلاين دي
(2) - 2005 - لومړی د ټولو پخوانيو او نوو کمپيوتري پښتو ليکونکو پروګرامونو پر کيبورډي لې آوټ ولاړ د واحد کمپيوتري پروګرام جوړول
(3) - 2006 - لومړی د کمپيوتري اصطلاحاتو آلماني پښتو قاموس بشپړه کول
(4) - 2007 - په لومړي ځل په هسپانوي، ايټالوي، يوناني، جاپاني، اندونيزيايي، سوېډني او نورو ژبو د پښتو قاموسونه انلاين کول
(5) - 2009 - لومړی پښتو آلماني قاموس ليکل او چاپ ته ورکول
(6) - 2009 - په پښتو لومړی داسي قاموس ليکل چي پکښي د راغلي هر لغت منبع او ريفرنس ورکول سوی وي، چي ښيي دغه لغت په دغه املا او معنی په بل کوم کوم قاموس کي راغلی دی
(7) - 2009 - د پښتو لومړی داسي قاموس ليکل چي پکښي د هر لغت سره د پښتو شعر يوه جوړه بيتونه راغلي وي او ورسره د شعر د کتاب نوم، د پاڼي شمېره او د کرښي شمېره درج سوې وي
( 8 ) - 2010 - تر څلوېښتو زرو څخه زياتو پښتو لغتونو لومړۍ داسي فريکونسي چمتو کول چي پکښي د راغلي هر پښتو لغت د استعمال او کارول کېدنې اندازه او د نورو لغتونو سره پرتليز استعمال او فريکونسي ښودل سوېده.
(9) - 2012 - په پښتو ژبه لومړۍ د قرآن پاک د ترجمې او تفسير د لټون وړ انټرنټپاڼه جوړول، اسلام لکم ټکی کام
(10) - 2015 - د ژبپوهنې پر موضوع په پښتو ژبه د ليکل سوو علمي مقالو لپاره ځانګړې پاڼه جوړول، پر قاموسونه ټکی کام د ژبپوهنې تخصصي څانګه
(11) - 2015 - د پښتو هممانيزونو او ورته لغتونو لومړی قاموس ليکل او چاپ ته ورکول
(12) - 2015 - د ماشومانو لپاره د پښتو نکلونو او مطالبو لومړۍ تخصصي پاڼه جوړول، کوچنی ټکی کام
(13) - 2016 - لومړی د قافيو پښتو قاموس ليکل
(14) - 2017 - لومړی د هالنډي فلامي پښتو قاموس شريک ليکوال کېدل
(15) - 2018 - لومړی د سانسکريت پښتو قاموس ليکل
(16) - 2019 - په لومړي ځل په پښتو ژبه په منظومه توګه د انبيا ع نکلونه ليکل او د کتاب په شکل چاپ ته سپارل
(17) - 2019 - په لومړۍ توګه د سانسکريت زر مهمي جملې پښتو ته ژباړل
(18) - 2020 - په لومړي ځل په پښتو ژبه د سانسکريت ژبي د تعارف کتاب ليکل
(19) - 2021 - په لومړي ځل د پښتو اشعارو لويه ځېرمه جوړول او انلاين کول، دمګړی تقريبا دوه سوه زره پښتو مصرعې شعرونه لري
(20) - 2021 - د پښتو تر ټولو لويه ويپانګه راغونډول چي تقريبا يو لک او شل زره پښتو لغتونه لري، تر دې بله لويه پانګه په ټوله نړۍ کي نسته
په شلو کالو کي الله ماته دا وياړ بخښلی دی چي زه د پښتو ژبي لپاره بعضي داسي پروژې تکميل کړم، چي زما څخه تر مخه په پښتو کي هيڅ چا ورباندي کار نه ؤ کړی. په ياد ليسټ کي د پښتو لپاره هغه پروژې نه دي شاملي چي ما ورباندي کار کړی دی، خو ابتکار يې نسو بللای. په شلو کالو کي د شلو ابتکارونو پورتنی ليسټ په زياته خپلو ځوانو لوستونکو ته ډالۍ کوم، چي هغوی ناهيلي نسي. که زما په شان يو غير منظم، لټ، په پرتليزه توګه بې سواده او بې علمه کس دومره کار کولای سي، نو دا په دې معنی چي که وغواړئ نو تاسو هم دا کار کولای سئ.
له خپل ځان څخه ناهيلۍ ليري کړئ او نن او سبا ته خپل پلانونه جوړ او له اوس څخه يې عملي کول پېل کړئ. په زياته که موږ تاسو خپل نيت پاک کړو او پوهې ته مخه وکړو نو د نړۍ هيڅ قدرت راڅخه يو بريالی راتلونکی نسي اخيستلای. مه ناهيلي کېږئ!
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د جولای شلمه نېټه
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/8ccur
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 1735
په روزمره، محاوره او مجاز کښې د "سترګو" او "زړۀ" یوه تهذیبي جایزه
- Details
- څانګه: پټه خزانه
د پښتو ژبې روزمره، محاوره او مجاز کښې د "سترګو" او "زړۀ" سره تړلې متعلقاتو یوه تهذیبي جایزه
روزمره او محاوره
روزمره د دوه ټکو داسې پېوستون وي چې د یوې ژبې ویونکي یی په حقیقي معنیو کښې پکاروي. دا ترکیب کوم قیاسي مداخلت نۀ قبلوي. دې کښې د ویونکیو اولسي اتفاق پېمانه ده. محاوره هم د دوه ټکو پېوستون وي خو د ژبې ویونکي یی په مجازي/علامتي/اصطلاحي/غېرحقیقي معنیو کښې پکاروي. هره روزمره محاوره نۀ وي. البته هره محاوره به د روزمرې متابعت ضرور کوي. محاوره د قواعدو پابنده وي او روزمره د دې نه بالا وي. هم دا وجه ده چې محاوره کښې تغیرتبدل اولس هم نشی کولے البته روزمره کښې د یو اولس شعوري/غېرشعوري تعامل تغیرتبدل راوستلې شي. روزمره کله کله په یو ټکي هم مشتمله کېدې شي چې عموماً د دوه ټکو نه یو جوړ شوي وي. خو محاوره کښې به خامخا دوه ټکي هم راځي او دې کښې به یو اسم بل فعل وي. دوه اسمونه یا دوه فعلونه محاوره نشي کیدلی.
۱. سترګور
د صاحب الرائ وګړي لپاره پکاریږي
۲. سترګې خوَږول
د سرور خمار او خراباتي کېفیت اظهار لپاره راځي
۳. سترګې ترخول
د خوب استراحت اخستلو یا کله کله د نیمخوابي نه د وتلو لپاره کاریږي.
۴. سترګې لګول
د لږ وخت لپاره د خوب کولو اظهاریه
۵. سترګې لګېدل
د نظر ملاوېدو لپاره او ټولنیز ژوند کښې د مروت فطري جذبې د اظهار لپاره کاریږي
۶. سترګې پټول
دا د صرفِ نظر او یو څیز نه ارادتاً ګرېز کولو لپاره د رائ د اظهار وخت کښې پکاریږي.
۷. سترګې اړول
دا د تعامل او ټولنیز راشه درشه کښې د عملي ګرېز لپاره پکاریږي.
۸. سترګې کږول
د ناراضګۍ اختلاف او قدرې غصې حالت د اظهار لپاره پکاریږي.
۹. سترګه وهل /سترګک
یو چا ته مثبت یا منفي صریح اشاره کولو لپاره مستعمل ترکیب دے. د موقع په مناسبت هم یو حرکت هم د منفی او هم د مثبت یاداشت یادوَنه ورکوي. بعضې سیمو کښې د وریځو غېر عادي ارادي حرکت ته وایی او بعضې کښې د یوې سترګې پټولو ته هم دغه ترکیب استعمالیږي.
۱۰. سترګه رپېدل
دا د علم طب لخوا خو د ستړیاوې علامت دے خو پښتو کښې ورسره د کومې خوشخبرۍ یا زېري اسطوره هم تړلې ده
۱۱. سترګې سپینول
د مروت نه عاري سفاکه رویه اختیارولو لپاره راځي. هم د دې په مناسبت "سپین سترګې" اسم صفت هم عام دے. دې سره جوختو معنو کښې "کلک سترګې" هم ډېر عام دے.
۱۲. سترګې ټیټول/ کوزول/سترګې په زمکه ننویستل
دا د شرمندګۍ د حالت بیان کوي. دې نه "کوزسترګے" اسم صفت هم مستعمل دے.
۱۳. سترګې وچتول
دا د ویاړ د حالت بیان کوي. د درناوي معنیو کښې هم پکاریږي لکه پښتانۀ متل کوي چې د مړ زوي سترګې وچتې وي.
۱۴. سترګې برندول
د ښکاره جاره شدت سره د غصې د حالت بیان کوي.
۱۵. سترګې جنګول
ارادي نظر ملاوهل یا د مینې او شدتِ توجه لپاره پکاریږي. د دې عمل عادي کوونکي ته د "کاسیرو سترګو" ترکیب هم کاریږي.
۱۶. سترګې چوچۍ کول
د فوکس لپاره سترګو ته د یو خاص حرکت ورکولو یو حالت بیانوي
۱۷. سترګې ځمبول
دا د سترګو د ځېځمو او لېمو ملاوېدو ته وایی. انګرېزی کښې ورته blinking وایی. دا لغوي معنو کښې هم راځي او کۀ غېرعادي ځمب وي نو بیا محاوراتي معنې هم لري.
۱۸. سترګې رڼول
دا ترکیب د یو بې خبره حالت نه باخبر حالت ته دا راتلو بیان کوي.
۱۹. سترګې تړل
دا د یو داسې کېفیت اظهار لپاره راځي چې سترګې په ظاهره بینا ښکاري خو په معنوي توګه د یو خارجي لامل/انجنیرنګ د وجې لیدونکې رسا لیدل نۀ کوي
۲۰. سترګې سترګې کېدل
دا د تحییر او حېرت حالت بیانوي
۲۱. سترګې په لار
د انتظار لپاره ډېر عام ترکیب دے
۲۲. سترګې بدلول
د وعده خلافۍ د اظهار لپاره یا د خپل موقف نه شاته کېدلو لپاره راځي
۲۳. په سترګو خبرې کول
سترګې راواړوه خو سوال پکښې راوا نۀ ړوې
تۀ به جواب غواړې او ماسره جواب نشته دے.
۲۴. په سر سترګو
د رضا د حالت شدت بیانوي.
۲۵. د سترګو تور
یو ډېر ستر مقام ټاکنې لپاره راځي. نازولي ته وایی. انګرېزي کښې دې ته ورته ترکیب blue-eyed دے.
۲۶. د سترګو ازغے
د دښمن/رقیب/مخالف لپاره پکاریږي.
۲۷. سترګې خوَږېدل
د نظر د رانیولو، څوک پېزنګلو شان تاثر ورکولو د حالت بیان کوي.
۲۸. سترګې څارل
د چا تاثر معلومولو لپاره هڅه کول
۲۹. سترګې یخېدل
د بصارت او بصیرت سېرابي کیفیت بیانوي
۳۰. سترګې مړېدل
د اروا د درناوي او سپکاوي لپاره پکاریږي او "اوږې سترګې" اسم صفت هم د دې نه جوړ دے
۳۱. سترګې سپېنې کېدل
حد درجې د انتظار د درد او کرب نه پس راپېخ حالت لپاره راځي.
۳۲. سترګې تورې تورې کېدل
د عمومي حالت نه داسې د بدل حالت راپېخېدو په وخت پکاریږي. دا د ظاهري عمل په ځائی د کارکردګۍ د بدلون بیان هم کوي. او د بې هوشۍ طاري کېدو لپاره هم راځي.
۳۳. سترګې راډکېدل
د ژړا د حالت نه د لږ شان وړاندیني حالت بیان کوي.
۳۴. سترګې وچېدل
د ژړا د هغه اخري حد بیان چې اوښکې نۀ وي خو د شدید ژړا کیفیت قایم وي.
۳۵. د سترګو نه پرېوتل
خپل مقام بایللو لپاره راځي
۳۶. د سترګو خوړل
د سترګو د تاثیر/اغېز د شدت لپاره پکاریږي.
۳۷. سترګې پټېدل
دا ترکیب د مرګ لپاره پکاریږي.
۳۸. سترګې غړېدل
یوه لغوي حقیقي معنا لري د روزمرې په توګه او بله معنا یی رسا ادراک ته رسېدل دي.
۳۹. د بل په سترګو کتل
د غېر زاویه نظر اختیارولو لپاره پکاریږي.
۴۰. سترګو کښې وسېدل
د جوت مقام لرلو بیان کوي
۴۱. سترګې ساتل
د حیا او مروت لپاره راځي. د چا بل په خاطر د یو چا سپک وړلو زغم ظاهرولو لپاره پکاریږي.
۴۲. سترګې ګرځول
نظر ګرځول، لټون کول، ښکار کول، څۀ په نخښه کولو لپاره پکاریږي.
۴۳. سترګې راویستل
په چا دوړه دباو/دهړکه غورځولو لپاره راځي.
د پښتو ژبې مجاز، روزمره او محاوره کښې د "زړۀ" سره تړلې متعلقات
۱.زړۀ خوئېدل
حوصله بایلل
۱. زړۀ غټېدل
حوصله میندل
۳. زړۀ ورانېدل/ړنګېدل/ماتېدل
غټه حادثه زغمل غټ غم راپېښدل
۴. زړۀ تورېدل
د چا نه خفه کیدل نفرت پیدا کیدل
۵. زړۀ مړېدل
اشتها نۀ پاتې کېدل
۶. زړۀ صبرېدل
د زغم حالت بیانول
۷. زړۀ سورے کېدل
د درد د شدید کیفیت لپاره/زړۀ مې غار غار دے
۸. زړۀ وړل
مئنېدلو لپاره پکاریږي
۹. زړۀ سپینول
د شرح صدر/اطمینان د حالت د بیان لپاره
۱۰. زړۀ ساتل
د دلاسې ورکولو لپاره یا د قربانۍ ورکولو حالت بیان لپاره
۱۱. د زړۀ ستنه
ډېر خاص مقام لرونکي لپاره
۱۲. د زړۀ سر
ډېر خاص مقام/مرتبه لرونکي لپاره
۱۳. زړۀ ور
بهادر او ویره نۀ کونکے
۱۴. د زړۀ کور
خاص مقام
۱۵. یو زړۀ مې دا غواړی او بل زړۀ مې دا غواړي
غېرفیصله کن حالت لپاره یا د دوه زاویو نه سوچ لپاره
۱۶. زړۀ ته کتل
د غېر د رائ د احترام په وخت پکاریږی/ د تعقل په ځائې جذبات او مروت پالل
۱۷. زړۀ ټینګول
برداشت او زغم کولو لپاره راځي
۱۸. زړۀ پخېدل
تنګ راتللو کیفیت بیانولو لپاره
۱۹. زړۀ کچه کېدل
بوجهدار کیفیت بیانولو لپاره
۲۰. زړۀ نړېدل
د یو یرې اعستونکي حالت د بیان لپاره
۲۱. زړۀ یخېدل/سړېدل
د چا په درد/خوشالۍ خوشالېدلو لپاره پکاریږی
۲۲. زړۀ شین کول
ستړیا او شواخون لپاره پکاریږی
۲۳. زړۀ ډوبېدل
د بوجهدار کیفت بیان لپاره
۲۴. زړۀ کښې اوسېدل
یاد ساتل/خاص حیثیت ورکولو لره پکاریږی
۲۵. زړۀ ستړے کول
ډېر زیات تاکید کولو لپاره پکاریږي
۲۶. زړۀ بایلل
د مئېنېدو لپاره
۲۷. زړۀ ګټل
د چا اعتماد بحال ساتلو یا زیاتولو صورت کښې پکاریږی
۲۸. زړۀ تنګول
بوجهداره حالت د بیان لپاره
۲۹. زړۀ سوزول
رحم او شفقت کولو لپاره پکاریږی
۳۰. زړۀ خوړل
اندېښمن وسېدلو یا غېرضروري حساس وسېدلو لپاره پکاریږی
۳۱. زړۀ درزېدل
وارخطا حالت د بیان لپاره راځي/ د زړۀ حرکت تېزېدلو لپاره هم پکاریږي
۳۲. زړۀ رپېدل
یره راخورېدلو حالت/ اندېشنه کولو حالت بیانولو لپاره راځي
۳۳. زړۀ سپکول/ تشول
د بوجهدار حالت نه غېربوجهدار حالت ته راتګ لپاره راځي
۳۴. زړۀ تخنېدل
کوم اقدام/حرکت/عمل لپاره دروني ادعا راولاړېدلو حالت بیانوي.
۳۵. زړۀ کېدل / زړۀ نۀ کېدل
رضا او نارضا لپاره راځي
۳۶. په نۀ زړۀ کول /نازړۀ کول
د نۀ رضا باجود کوم کار کول
۳۷. زړۀ کښې لارې جوړول
ډېر زیات تاثیر کولو لپاره دا پکاریږي
۳۸. زړۀ لګېدل
کوم ځائې کښې/کوم چا سره خوشاله وسېدل
۳۹. زړۀ ته اچول
کومه خبره بده منل/ کومه خبره یاداشت کښې غېرضروري ایثارېدلو لپاره راځي
۴۰. ډک زړۀ
د زورور اظهار په شا موجود شدید کیفیت بیانولو لپاره
۴۱. زړۀ خُوږېدل
رحم او شفقت محسوسولو لپاره
۴۲. زړۀ خوَږېدل
د خوښېدو د پېل حالت بیانوي
۴۳. زړۀ پرېوتل/ وتل
د ناساپي یرې دلاسه راپېښ حالت بیانوي
۴۴. زړۀ کول
سود کول یا د کوم اقدام لپاره جراء کول
۴۵. زړۀ ښۀ کول
د یو څیز/خبرې امیدوار کېدلو لپاره راځي
۴۶. زړۀ بدول/ زړۀ بداوے
د خفګان کولو علت/واقعیت بیانوي
۴۷. زړۀ راښکونکی
ښایسته/مثبت اغېز لرونکی
۴۸. غټ زړۀ لرونکی/وړوکی زړۀ لرونکی
پراخه اروا لرونکی/ تنګه اروا لرونکی
۴۹. زړۀ خوټکېدل
د زغم/بداوي شدید حالت بیانولو لپاره
۵۰ زړۀ نرے کېدل
حساسه اروا لرونکے، کمزوری کیدل
د روزمرې او محاورې ژوره تهذیبي مطالعه او څېړنه د تهذیبي او کلتوري رغښت شتمني برڅېره کوي. پښتو ژبه دې مد کښې د نړیوالو ژبو سره سیاله ژبه ده.
نتایج بحث/ د بحث موخې
لفظ او معنی د اظهار د شتون لپاره هغه نامیاتي تسلسل دے چې د زمان او مکان، وګړي او ټولنې او داخل او خارج سره په یو وخت ساده او پېچیده تړون لري. د ايټمالوجي برخه کۀ د دغه تړون د ماضي پړاوونه په ګوته کوي او د لغوي مرکزیت حرکیات راڅرګندوي، د ورکړې راکړې او ردوقبول نخښې نیخښانې برڅېروي نو سیاق او سباق یی په یو صورت کښې بېلابېلتوب هم ښکاره کوي. د تهذیب و تمدن ارتقا دغه یاد تسلسل د حال د واقعیت سره سره د مستقبل په پړاوونو کښې هم د یو زورور ثبات سره په حرکت کښې ساتي. دغه یون کښې علامت یو خوا د پېشکش او نمایندګۍ وظیفه ترسره کوي نو بل خوا د حقیقت او مجاز تر منځه یو وسیله هم جوړیږي. دلته نه رمز او اصطلاح دوه جدا جدا سفرونه پېل کوي او یاده دې وي چې دا حرکت د لغاتو او لسانیاتو د یو قسمه چپ/خاموش علمي اتفاق دلاندې روان وي.
زۀ دلته د لغت او لسانیاتو تفصیل ته نۀ ځم. د لفظ او معنې نامیاتي تسلسل کښې متحرک/فعال اصولو ته ځیر کېږم چې دا د ټولنیز تهذیب اظهار کښې کوم قسمه معیاري اصول وضع کوي. محض دومره اشاره کووم چې ژبه اولیت لري او د دې ګرامر/قواعد ورستو راځي. دا استخراجي او استنباطي هم وي او اولس پخپله بلاواسطه ورکښې شریک هم نۀ وي. نو دې صورت کښې د قواعدو د واجب احترام/اطاعت سره سره د ژبې فطري حرکیات هم یو د اهمیت وړ بل جوت پړاو جوړیږي. دا فطري حرکیات هم یو کوټلي سنت باندې سفر کوي نو د ژبو ماهرین په دې سنت کښې هم ګوتې وهي او د فطري حرکت په معیار او مقدار کښې اثرانداز کیږي. دا لاس وهنه بیخي په بالا سطح کیږي او ورسره ورسره د څۀ نورو علمي څانګو لکه سیاست/معیشت/کلتور د جواهرو نه تړلې عناصر راخلي او د یو ویونکي د ټاکنې په تول داسې اثرانداز کیږي چې هغه مورنۍ ژبه کمتره کوي او د غېر هغه بالا کوي.
انساني ژوند د خپل اجتماعي شعور او لاشعور د پېژندنې لړ کښې د خپل ادراک ټاکنه په تهذیبي جوړښتونو کوي. دا جوړښتونه د علامت په وسیله مري او غېرمري طبعي او مابعدالطبعي جهانونه سره په معنوي توګه پېوستوي. دې عمل کښې یو جز د شعور/قدر ټاکنې د یو تجریدي برخې واقعیت/تجسیمیت وي. ګویا علامتونه د قدرونو/جذباتو/جبلتونو د صورت ګرۍ یو ساینس هم جوړیږي. او دا رنګ دا عمل په یو وخت بېلابېل علامتونه/رنګارنګ نسبتونه/متعدد معنویتونه رازېږوي. کله چې دا عمل یو بلوغ ته ورسي او د اولس/ژبې قبولیت هم واخلي نو دلته د دې ردو و قبول د شدت/تاکید/تاثیر په اساس دا یون ورستو د استعارې او مجاز نه محاورې، او روزمرې ته هم وراداخل شي. مرکباتِ وصف او متلونه ترې جوړ شي. اګر کۀ متل کښې مرکز کرافټ نۀ دے تهیم دے خو په ثانوي توګه د کرافټ/جوړښټ/پېشکش هم د نظره بیخي نۀ غورځول کیږي.اوس دلته هم یو خو تعریفي/لغوي/اطلاقي اړخونه دي هغې ته هم نۀ ځم. بل اړخ خصوصاً روزمرې/محاورې/ هغه دے چې د شناخت او تعین قدر سره تړلے دے. دې مد کښې د پښتو ژبې د زړۀ او سترګو سره تړلي متعلقات ولې تر ټولو زیات ترمخه کیږي؟ دا رنګ د رنګونو سره تړلي متعلقات ولې زیات دي؟ زما په اند زړۀ چې په اولسي/ادبي/لساني کچ د جذباتو/عواطفو سرچینه ده او دا د دماغو سره مقایسه کښې هم اکثر بریالې کیږي. اګر کۀ اوس ساینس دا رد کوي هم خو د دې مقداري او معیاري ونډه د نظر نه د غورځولو نۀ ده. بل د علامتونو/مجاز د نظام حرکیات چې په معاصر ساینس تلل کیږي نو دا یو غېرمتوقع نتیجه ورکوي. د دې دوه غټ لاملونه نظر کښې نیول پکار دي. یو دا چې د علامت/مجاز او د دې د بل پړاو روزمرې محاورې وغېره تړون په خارج کښې د ټولنیزو قدرونو او په داخل کښې د اجتماعي لاشعور سره وي. دوېم دا چې علامت/مجاز او د دې دا بل پړاو د تخلیقي عمل سره هم یو لازمي رشته لري. دا رشته څیزونه د شتون/واقعاتي کچ نه بالا سطح ته اوړي. او دا رنګ دا د صداقت/حقیقت د بالایی جوړښت/سپرټ/روح ترجماني کوي. دلته روح بیخي په مذهبي معنو کښې نۀ دے. دا په هغه ساینسي معنو کښې دے چې یو خو د عناصر اربعه لکه واقعاتي/مادي شتون دے خو بل د دې سپرټ دے. لکه د خاورې سپرټ متانت/سنجیدګي اخیستل کیږي.
اوس بیا راځم دې سوال ته چې پښتو ژبه کښې د سترګو/زړۀ او د رنګونو سره وابسته مرکبات ولې زیات دي؟ د رنګونو مثالونه لکه شین سترګې/سپین سترګې/شین خېټې/شین سرے/شنه شونډه/زړۀ سپینیدل/سترګې سبينېدل/تور زړے/سورخلے/خاورین/غنم رنګ/وغېره..... زما په اند دا درې واړه مرکزي توکي په ژور علمیلتي منهج کښې د جمال/ښایست مستخدمین دي. ګویا پښتو چې د پښتنو د ټولنیز شناخت یوه فطري خوندي خانه ده. مونږ کۀ د دوي د ټولنیز شناخت څرکونه راټولوو نو دا مونږ ته یوه څرګنده اشاره راکوي. د دې یو بل خارجي دلیل دا دے چې په پښتو کښې تر دې دمه شاعري ترټولو زیات کېدونکے تخلیقي عمل دے. او دا هم په ګڼو حوالو د ښکلا/لطافت/اظهار سره تړون لري. زړۀ په لغاتي/ادبي سرمایه کښې د مینې منبع ده، د رحم او قهر ټاټوبې دے. سترګې د بصارت او بصیرت سره یو لازمي ریښه لري. د سترګو او د زړۀ غوښن جوړښت کښې هم د مرکزیت نه علاوه د جمال بڼه زیاته برڅېره ده. د یو چینایی فلسفي قول دے چې سترګې د روح کړکۍ دي. سترګې د خاموشۍ او حرکت په ژبه د ګویایی او صوتیات لاحوابه کوي. د پښتو په فولکلوري/تخلیقي سرمایه کښې د راوړلي مثالونو نه علاوه په زرګونو اظهارونو کښې سترګې/زړۀ/رنګونه هم مرکزیت لري. د توجه وړ مقام ګرځي. دا بحث دا ټاکنه څرګندوي چې ښایست د دې ژبې او ژبې ویونکیو د ټولنیز شناخت، تهذیبي یون او سماجي قدرونو په خمیر/سرشت کښې یو د مرکزې حیثیت لري. بیا د ښایست فلسفه او د هغې مابعدالطبعیاتي تلازمات هم په دې قام کښې څرګند متحرک ښکاري.
ډاکټر سمیع الدین ارمان
د ۲۰۲۲ کال د جولای شلمه نېټه
اېډورډز کالج پېښور
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/dkyo9
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 1668
په ژبپوهنه کي «معانيز چتر» يا (semantic domain) څه شی دی؟
- Details
- څانګه: ژبپوهنه
په ژبپوهنه کي «معانيز چتر» يا (semantic domain) څه شی دی؟
تعريف:
د معنی چتر د لغتونو هغه ساحې يا ډلې ته ويل کيږي، چي د يو ځانګړي لغت سره تړاو لرونکي لغتونه پکښي شامل وي. د مثال په توګه که موږ «باران» لغت راواخلو، نو ورسره د باران څاڅکي، باراني موسم، ورښت او آن وريځه، وچکالي، سيلاب او داسي نور لغتونه هم د دغه لغت تر چتر لاندي راځي. يعني که موږ د باران په هکله خبري کوو نو پکښي د دغه لغت سره په ليکسيکل/قاموسي او معانيز لحاظ تړلو زیاتو لغتونو تر څنګ زيات داسي لغتونه هم راځي چي د دغې موضوع سره په معنی کي نه بلکه په بل ډول تړلي وي.
معانيز چتر او هممانيزونه:
معانيز چتر د هممانيز سره فرق لري ځکه چي د معانيز چتر ساحه تر هممانيزي يا سينونيوم ساحې څخه پراخه او ارته وي. په داسي حال کي چي د يو لغت ټول هممانيزونه د هغه په معانيز چتر کي داخل وي، خو حتمي نه ده چي تر معانيز چتر لاندي ټول لغتونه دي سره هممانيزونه يا سينونيومز واوسي. په زياتو ژبو کي د هممانيزونو قاموسونه موجوده وي چي دغه قاموسونه د معانيز چتر په ساحه کي کار آسانه کوي. په پښتو کي لومړی او تر اوسه (د ۲۰۲۲ کال د جولای مياشت) پوري يوازنی دا ډول يو قاموس ما خاوري په سر ليکلی چي د «د پښتو هممانيزونو او ورته لغتونو» تر عنوان لاندي په ۲۰۱۵ عيسوي کال کي د کوټي پښتو اکاډمۍ چاپ کړی دی. ما په دغه قاموس کي کوښښ کړی دی چي د تقريبا ۱۸ زرو پښتو لغتونو سره نه يوازي د هغوی هممانيزونه، لهجوي بڼي او املايي واريانتونه وليکم، بلکه هغه لغتونه چي ما د «ورته لغتونو» نوم ورته کارولی دی، هم پکښي راغلي دي. دا چي دغه قاموس ما د يو اماتور او بېله کومې مسلکي ډلې او انسټيټيوټ د مرستي په يوازي سر ليکلی دی، نو ښايي پکښي زياتي نيمګرتياوي موجودي وي. البته که له دې وروسته څوک په دې ساحه کي کار کوي، نو ښايي زما دغه قاموس ورسره په لومړي قدمونو کي مرسته وکړي. ياد قاموس پر قاموسونه ټکی کام پاڼه د Dictionary of Pashto Synonyms and related Words [Ahmad Wali Achakzai] تر عنوان لاندي هم موندلای او صرف آنلاين کارولای سئ.
معانيز چتر او ژبنيزه پانګه:
معانيز چتر په لنډه موده کي په زياته د هغو ژبو د لغتونو او پانګي د راټولولو لپاره د يوې آلې په توګه کارول کيږي، کومي چي په کافي اندازه ليکل سوي نه وي او شفاهي بڼه لري. که موږ غواړو چي د يوې ژبي يا لهجې پانګه راټوله کړو، نو کولای سو چي پراخ معانيز چتر لرونکي لغتونه راټول کړو او بيا د بومي خلکو څخه يو په پسي يې په هکله پوښتنه وکړو او جوابونه يې ثبت کړو. د مثال په توګه له بومي/ځايي/سيميزو خلکو څخه پوښتنه کولای سو: «ستاسو په ژبه/لهجه کي د باران سره تړلي کوم لغتونه سته.» د داسي يو دقيق سوال په نتيجه کي دغو بومي کسانو ته چي عموما مسلکي کسان نه وي او حتی ليک او لوست يې نه وي زده، عموما جواب ورکول او لغتونه، جملې، متلونه او شعرونه ورڅخه راټولول آسانه دي.
معانيز چتر او پښتو لهجې:
پښتو هم يوه له هغو ژبو څخه ده چي په زياته لهجوي پانګه يې لا په پراخه اندازه نه ده راټوله او منظمه سوې. د سيمېنټک ډومين په برخه کي د SIL په نوم د ژبو مسلکي بنياد او سازمان زيات کار کړی دی. د دغه بنياد د کار پر اساس که د پښتو ژبي د لهجو او مشترکي پانګي د راټولو کوښښ وسي، نو ښايي په پرتليزه توګه لږ وخت او امکاناتو ته اړتيا وي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۰مه نېټه
يادونه: د يو غير ژبپوه په حيث زه د دې دعوا نه لرم چي ګواکي دغه ليکنه دي اکاډميکه وي.
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/gflwd
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 3850
د پښتو او جرمني مشترک ديفتانګونه، د پښتو يېګانې او وړانديز
- Details
- څانګه: ژبپوهنه
د پښتو او جرمني ژبو مشترک ديفتانګونه او
د پښتو ياګانو د يوې احتمالي حل لارې وړاندیز:
د پښتو ژبې پۀ اکثریته لیکل شويو ګرامرونو(خويشکي، شېرزاد، زیار، رښتین...) کې د « یاګانو »، « واوونو »، د موضوعاتو عصري ډلبندي او دې ته ورته ډېر نور موضوعات پۀ دودیزه ډول را پاتې دي. لا تر اوسه د افغانستان او پېښور علومو اکدمیانې او د پوهنتونونو استادان پۀ دې نۀ دي توانېدلي چې د پښتو ژبې یو متفقآ علیه لیکدود، ګرامر، د پښتو ادبیاتو ډلبندي پۀ ځانګړې توګه د ژبپوهنې څانګه او د پښتو ژبپوهنې یو نړيوال مرکز چې مجرب او متخصص غړي ولري را منځته کړي.
د پښتو ژبې ټول ګرامرونه تر ډېره دودیز، تقلیدي او د ځينو لهجو پر بنسټ ليکل شوي دي، نو پر همدې اساس چا د نوښت غږ او هڅه نۀ ده کړې، پخوانۍ خبرې او نظرې یې پۀ مجهوله او لۀ تفکر پرته تائيد شوي دي. دا ډېره د شرم او عیب خبره ده چې پښتو ژبه د ماسترۍ او پي اچ ډي برنامې لري، مګر لا تر اوسه دوی نۀ دي توانېدلي چې د خپل ليکدود، ګرامر ستونزه حل کړي او د ژبپوهنې ځانګې او متخصص استادان ولري. تر دې وړاندې بیا د شرم خبره داده چې استادان پۀ ټولګي کې لا تر اوسه محصل ته وايي چې پښتو پنځه ياګانې لري او فونیمکس او فونيټکس د فونولوژۍ څانګې دي.
هر ژبه لیکنیزې ستونزه لري، خو د ژبې متخصصینو یې ورته د حل یوه لاره پېدا کړې ده او خپلو ژبو ته یې یوه ځانګړې قاعده ټاکلې ده. راځئ دا بېلګه پۀ جرمني ژبه کې و پلټو: جرمني یوه نړیواله ژبه ده. دا ژبه تر پښتو ژبې ډېرې ستونزې لري، مګر ژبپوهانو یې لۀ هرې ممکنې لارې ورته قواعد ترتیب کړي دي. دوه کارنده توري ( ü ö ) پکې ترکي دي، همدارنګه د انګلیسي، روسي، فرانسوي، عربي، پښتو، هندي او د نورو ژبو توري پکې شته. پۀ دې ژبه کې ځينې داسې ديفتانګونه شته چې پۀ پښتو او ځينو نورو ژبو کې هم شته او کارول کيږي، خو توپير یې لۀ پښتو ژبې سره پۀ دې کې دی چې جرمني ژبه کې ورته ځانګړي ګرافیمونه لري مګر پښتو کې پۀ مجهوله توګه د یو ګرافیم پر اساس کارول کيږي. ځينې یې دادي:
۱. Au: دا دیفتانګ د او یا aw پۀ بڼه تلفظ کيږي. لکۀ: Frau, Frauen, Frauenarzt موږ هم دا دیفتانګ لرو، لکه: پلو، کنډو... همدارنګه پۀ جرمني ژبه کې Ei دیفتانګ هم ورته غږ وړاندې کوي.
2. Ai : دا ديفتانګ د آی پۀ بڼه تلفظ کيږي، لکه: Mai دا ديفتانګ پۀ پښتو ژبه کې هم شته، لکه: ځای، چای...
3. Eu: دا دیفتانګ د اُی یا اوی یا oy پۀ بڼه تلفظ کيږي، چې زموږ پۀ ژبه کې هم شته: لکه: Eule, , Euroیا لکه پښتو زوی، لوی... همدارنګه پۀ جرمني ژبه کې äu دیفتانګ ورته غږ وړاندې کوي.
4. ie : دا دیفتانګ د اي غږ وړاندې کوي، لکه : Sieb, Siebte دا دیفتانګ موږ پۀ پښتو ژبه کې هم لرو لکه: کيږي، میر، تیر، ځير...
هېره دې نۀ وي یاد دیفتانګونه نظر موقعیت او نورو فونولوژيکي ځانګړو لۀ مخې خپل غږ بدلوي. پۀ پښتو ژبه کې د پنځو یاګانو لپاره چې دوه یې واول دي او نورو یې دیفتانګونه دي، ګرافیمونه لرو، خو د څلورو نورو لپاره کوم ځانګړی ګرافیم نشته او د نرمې ی تر عنوان لاندې زده کوونکي ته تدریسيږي. حال دا چې نوموړي دیفتانګونه ځانګړي غوږونه او پۀ فونټيکي لحاظ ځانګړي ګرافیمونه لري. راځئ دلته یې واضح کړو:
۱ ـ اوږ واو واله یې،غبرګ غږ لۀ اوږ واو او سیمي واوېل یې رغېدلی، تصویر یې {وی } دی، د کلیمو پۀ پای کې راځي،تلفظ یې باید د ښوونکي لۀ خوا زده کوونکو ته وشي. بېلګه زوی zoy
۲ ـ لنډ واو واله یې، غبرګغږ، لۀ لنډ واو او سیمي واوېل یې رغېدلی، تصویر یې {وی} دی، د کلیمو پۀ پای کې راځي بېلګه: خوی xuy
۳ ـ الف واله یې، غبرګغږ لۀ الف او سیمي واوېل یې رغېدلې، تصویر یې پۀ مروج لیکدود کې {ای} دی، د کلیمو پۀ پای کې راځي. بېلګه: ځای jāy
۴- نیمواکه، سیمي واوېل یې، لۀ نورو خپلواکو غږونو سره غبرګ غږونه هم جوړوي او هم پۀ یوازې ځان کاریږي.تصویر یې{ـيـ} دی، د کلیمو پۀ پیل او منځ کې کاریږي. بېلګه: یوyaw، مین mayan
دا پورته څلور دیفتانګونه زموږ پۀ پوهنتونونو کې د نرمې ی تر چتر لاندې تدریسږي، دا کار د پښتنو زده کوونکو تر څنګ بهرنیانو ته چې پښتو زده کوي، دېره لویه ستونزه او ربړه ده. ځکه د ژبپوهنې د اصولو لۀ مخې باید هر غږ ځانته جلا ګرافیم ولري، ترڅو زده کړه یې آسانه شي.
دا چې زموږ لیکدود د عربي ژبې پر بنست جوړ شوی دی، نو باید ګرافیمونه هم ورته د همدې لیکدو لۀ مخې ترتیب شي، لاتیني ګرافیم نۀ شي ورته وضع کېدلی، کۀ لاتیني وضع شي نو باید ټول ليکدو لاتیني شي، چې دا غوره لاره هم ده، مګر ناشونې ده. زما پۀ آند د يادو څلورو دیفتانګو لپاره دې پۀ ترتیب سره یا هم پۀ انتخابی توګه، د لومړي دیفتانګ لپاره د نرمې ی لاندې یو ټکی، د دوهم لپاره درې ټکي پيوست ( ...)، درېيم لپاره درې ټکي غوره شي مګر دوه څنګ پرڅنګ او یو لاندې او څلورمې لپاره څلور ټکي پیوست( ....) یا دوه دوه سر پر سر.
دې ته ورته ګرافیمونه پۀ نورو ژبو کې هم شته، تاسو در واخلئ آلماني، ترکي، فرانسوي... هغوی هم د تورو پۀ سر، لاندې او پای کې ځينې نښې علاوه کړي دي او خپل ليکدود یې یو ځانګړي قالب ته اچولی دی. پۀ پای کې باید ووایم چې دا وړاندې یو احتمالي وړاندیز دی، مګر دا واضحه ده چې پښتو نهه یاګانې لري، نه پنځه. نو کۀ چېرې دوستان کوم بل وړانديز یا طرحه لري راسره دې شریکۀدې کړي.
مننه او درنښت!
تمهيد سیلانی
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/wcqv2
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2468
د پښتو ژبي يو لنډ تعارف ـ لطيف جان بابی
- Details
- څانګه: ژبپوهنه
د پښتو په باره کښي
لطيف جان بابی
پښتو يوه ډيره لرغؤنې آريايي ژبه ده چي د سامي او عبري ژبو سره هيڅ اړه نه لري. پښتو د ويدي او اويستايي مهالونو مخکښي د پښتؤن ،پکهت یا پښت د لؤی ټبر لرغؤنې ژبه وه. پښتو لکه آريک غؤندي ډيره لرغؤنې او زړه آريايي يا هيندواروپايي ژبه ده، چي لرغؤني ژبپوهان يې د سنسکريت او اوستا خور گڼي
پښتو د زند او سنسکريت سره ډير ورته والى او نژدېتوب لري او د آريايي ژبؤ سره بنسټيزي رودې یا قاعدې او وييز یا لغوي گډؤن لري.
د ډيرؤ پخوانيؤ مهالؤنؤ څخه دا دود ؤ چي د ټبرؤنؤ يا اؤلسؤنؤ پر نؤم به يې اؤږد(و) ور زيات کړ او د هغه اؤلس د ژبي نؤم به سؤ لکه د ايندکي او پاړس څخه چي د (و) په زياتوالي سره ايندکو او پاړسو جوړه سوله، نو په همدې ډول د پښت څخه د و په زياتوالي پښتو ژبه جوړه سوله چي د پښتؤن ټبر ژبه ده.
پښتو د سنسکريت او اويستا سره په يوه هيواد کښي زېږېدلې ده، سنسکريت د هيند په ارتؤ او پراخؤ ورشوگانؤ کښي خپره سوله، اويستا په باختر کښي ځوانۍ ته ورسېدله او پښتو د پښتنو سره يوځاى پخپلؤ غرؤنؤ کښي تر اؤسه پوري ژوندۍ پاته ده.
پښتو له آريک مهاله همداسي آريکه ،سپېڅلې، بکره او پېغله راپاته ده چي په نونسمه زييځه یا مېلادي پېړۍ کښي د اروپايي ژبپوهانؤ، توکمپوهانؤ او ختيځپوهانؤ د پاملرني وړ وگرځېدله، دغؤ پوهانؤ چي د مصر زاړۀ ليکؤنه، د ايران ډبرليکؤنه، د هيند او چين زړې ژبي چي اؤس ژوندۍ نه دي او نه ويل کيږي زده کړلې او ډيرؤ ته يې بيرته ساوي ورکړلې، دؤى آريايي ژبي زده کړلې، زاړۀ پډيان یا کتابؤنه يې وژباړل، زړه پاړسو، پهلوي او پښتو يې ولوستلې او دا يې په زبات ورسوله چي پښتو ژبه د سميټيک يا سامي ژبؤ سره اړيکي نه لري بلکي د هيند ؤ آرين ژبؤ څخه يوه سؤچه ژبه ده چي د ويؤنؤ، رودو یا قاعدؤ او پښويي یا گرامر له مخي د سامي ژبؤ سره هيڅ تړاو نه لري.
پښتنو د خپلي ژبي په باره کښي ډيري لږ کښني او ليکني کړي دي دا ځکه چي پښتانۀ جنگيالي وگړي دي، جنگي مهارتؤنه يې خورا ډير لرغؤنتوب لري خؤ د ليکڼي یا قلم چلولؤ او پرهنگي
چارؤ په سمبالتيا کښي ورؤسته پاته راغلي دي. کورؤنه دي د دباندنيؤ څېړؤنکؤ او ژبپوهانؤ ودان وي چي د دې ژبي د لرغؤنتوب پلټني او څېړني يې کړي دي.
پښتو چا هيندو آريایي، چا سامي ، چا ساکي، اوچا هم سيتي ژبه بللې ده.
راورټي وايي چي پښتو لرغؤنې ژبه ده ، د زند ، پهلوي او عبري څخه یې راوتلې ګڼي.
سرويليم جونز د بنگال د آسيايي ټولني مشر تر راورټي ډېر مخکښي پښتو د سامي څخه راوتلې گڼلې وه او و کلداني ژبي ته يې ډېره نژدې بلله.
کلاپروت نؤمور ختيځپوهاند دئ چي په ١٨١٠ زييځ یا ميلادي کښي يې د پښتو ساميتوب رد کړ او و يې ويل چي د پښتو ويؤنه او پښويه د سامي سره هيڅ اړه نه لري بلکي پښتو يې يوه آريايي ژبه وگڼل چي د هيندو جرمانيک د ډلي يوه ستره څانگه ده.
الفنسټن منستوراټ په ١٨١٤ زييځ یا ميلادي کښي ٢١٨پښتو ويؤنه د عبراني او کلداني سره پرتله کړله او وایي چي پښتو د کلداني ژبي سره هیڅ تړاو نه لري.
جان مالکم هم پښتو او کلداني ژبي سره پرتله کړلې چي هيڅ نژدېوالى يې په نښه نه کړ ځکه يې د پښتو د کلدانيتوب سوچ و نه مانه.
برنارد ډورن په ١٨٦٣ زييځ یا ميلادي کښي پښتو د کلداني سره پرتله کړله او پدې گروه سو چي پښتو او کلداني په ويؤنؤ او پښويه یا گرامر کښي هيڅ ډول نژدېوالى نه لري بلکي پښتو يې يوه آريايي ژبه وگڼل او د هيندؤ پاړسي ژبؤ په يوه لويه کورنۍ پوري يې وتړله.
رابرت ليچ په ١٨٣٩ زييځ یا ميلادي کښي د بنگال د آسيايي ټولني په غؤنډلپاڼه یا مجله کښي د پښتو او سنسکريت ژبو ږغؤنه سره پرتله کړله او پښتو يې په ډاگه کړله چي د سنسکريټ بڼه لري.
ارنست ترومپ په دې گروه ؤ چي پښتو د مگادي پراکريت سره ډېر نژدې خصوصيات لري خؤ بيا هم د پراکريت يو ويښت یا لهجه نه دۀ بلکي ځانته يوه ډېره ډېره لرغؤنې او خورا زړه ژبه ده .
رودولف هورنل پخپل پډي یا کتاب کښي چي د گادي ژبؤ پرتليزه پښويه نؤميږي ليکي چي د هيند شمال لوېديځؤ پولؤ ته پراکريت ويل کيږي خؤ له دې ځاى څخه هاخوا ته پښتو او کافري ژبي دي. دى وايي چي پښتو د مگادي پراکريت سره گډ خصوصيات لري نو له دې څخه څرگنديږي چي مگٰادي پراکريت او پښتو په لرغؤنؤ زمانو کښي ډيري سره نژدې وې او کېداى سي چي يوه ژبه به وه.
ماکس ميولر په ١٨٥٥ زييځ یا مېلادي کښي پخپل خپارۀ سوي پډي کښي چي په ختيځ کښي د جنګ د منځ ژبي نؤمیږي،وايي چي افغاني يا پښتو ژبه د پښويي له کبله د پاړس د ژبؤ په ډله کښي راځي او ١٨٦٢ زييځ یا مېلادي کال پخپل بل خپاره سوي پډي یا کتاب کښي چي د افغانانؤ ژبه نؤميږي پښتو يې د ايراني ژبؤ په ختيځه ډله کښي د زند سره مؤښلولې ده.
جيمز ډار ميسټټر پښتو او زند سره پرتله کړلې او وایي چي پښتو او زند دغؤمره نژدېوالى لري لکه نوې پاړسي چي يې له زړې پاړسي سره لري خؤ پښتو د اوستا او سنسکريټ غؤندي ډېره زړه او لرغؤنې ژبه ګڼي چي ژبپوهانؤ د اوستا او سنسکريټ همزولې گڼلې ده.
د ټولو آريايانؤ يوه گډه ژبه وه چي آريک نؤمېدله چي تر ٢٤٠٠ قبل المېلاد پوري وه او کله چي آريايان يو له بله جلا سول نو ژبي يې هم سره بيلي سولې
اوستا او سنسکريت دوې نؤموري ژبي دي چي يوې په اوسني بلخ یا لرغؤني پښتي او دوهمي په هيند کښي وده وموندل، زړتښت په پښتي یا اوسني بلخ کښي ؤ او هديره يې هم همدلته وه.
بلخ تؤرکى تورى دئ چي زړه بڼه يې بالخ دئ چي د ښار په ډول څو کليؤ ته ويل کيږي.
پښتو شمال ختيزه آريایي ژبه ده چي د خپلؤ ويؤنکؤ سره په دوهمه مخزييځه یا قبل المېلاد پېړۍ کښي ساکستان یا اوسني سيستان ته لېږدېدلې ده چي تر دغه لېږد مخکښي د پاميري لهجو په تېره بيا د مونجي او ييدغا سره يو ځاى ويل کېدله.
زړه پښتو د اويستا سره ډېر نژدېوالى لري چي ورؤسته يې منځنۍ دوره په ساکستان یا اوسني سيستان، هيلمند، غور او اراکوزيا یا کندهار کښي تېره کړې ده او بيا يې نوې دوره د کسي یا سليمان په غرۀ کښي تېره کړې ده او په نوره پښتونخوا کښي تر بشپړتوبه رسېدلې ده.
مورگين سټېرني د پښتو په نړيوال سيمينار(١٩٥٧)کښي پښتو له پارثواparsauh يا parsa/u څخه رااخيستې بولي چي اصل يې په پرسواشparsuash پسې وړي چي آثوري انډول يې پارسوparsu او يوناني يې پرسيسpersis ده چي هخامنشيانؤ پاړس بللى دئ چي د پهلو سره اړوند لري چي په زړې بڼي پرثوه پسې ځي او بيا پښتو Pashto له زړې پرشتواparshtawaa څخه انگېري. مورگين سټېرني پښتو د ساکانؤ يوه لهجه گڼي.
د مارگين سټيرني د نظريې پر سټه داسي ایسي چي پښتو دوه زره کاله وړاندي دود درلود او مشرانؤ يې تر زییځ یا میلاد سل کاله مخکښي په ٩٧ مخزییزييځ یا قبل الميلاد په نننۍ پښتونخوا کښي واکمني لرله چي په پينځمه زييځه یا مېلادي پېړۍ کښي پاى ته ورسېدله او ژبه يې هم پسې ورکه سوله.
مارگين سټېرني پښتي/بخدي، یا نننى بلخ د پښتو ژبي لؤمړنۍ مېنه او زانګو ګڼي او يا دا چي د ساکانؤ د يوې ژبي سره اړيکي لري چي ختيځي ژبي ته نژدې ده، او وایي چي د ساکانؤ يوه ډله (دها) نؤمېدله چي په پښتي یا نننى بلخ کښي اوسېدله. مارگين سټېرني دا هم وايي چي کېداى سي د پښتو لرغؤنې بڼه پاړسوانه وي چي له پاړس څخه راوتلې وي.
پښتو د خپلؤ ويؤنکؤ سره د باختر او پامير یا د هومه ورگه ساکانؤ له سيمي څخه په درېيمه مخزییځه یا قبل المیلاد پېړۍ کښي ساکستان یا اوسني سيستان ته ولېږدېدله او بيا تر غور، هيلمند او کسي غره پوري خپره سوله.
گايگر، دارمسټټړ او مارگين سټيرن پدې گروه ول چي پښتو يوه نيگه آريايي ژبه ده او یا د يوې بلي ژبي سره زياتي اړيکي لري کؤم چي اوستا ته ډېره نژدې ده.
دارمسټټر وایي چي پښتو د ساکانؤ يوه لهجه ده، چي لږ تر لږه دوه نيم زره کاله پخوا معموله وه ځکه چي د ساکانؤ مشران تر زييځ / مېلاد سل کاله مخکښي په نننۍ پښتونخوا کښي مسلط سول، په پينځم زييځ/ مېلادي يې تسلط پاى ته ورسېد او په پسې يې ژبه هم لادرکه سوله.
پښتو کېداى سي چي د يوناني پرسوا((parsawa سره سمؤن ولري چي په اوستا کښي پرشتا(parshta) شا" او په سنسکريټ کښي پړشټا((prhshtha شا، اوچت، لوړتيا" سره چي پړستانا prhstaanaa غرني وگړى ته وايي چي د پښتؤن سره نژدېوالى لري.
ځيني پوهان لکه مکينزي پښتو د پرثوا / پرثووا(parsawaa) یا خراسان" او پښتؤن له(parswaana) څخه گڼي چي د پاړسيانؤ ((persians، او پارتيانؤ(Parthians) له زړو نؤمؤنؤ سره اړيکي لري.
پرثوو(پښتنو) په پرثووا کښي چي د اوسني خراسان سيمي يې وې پاچاهي جوړه کړله چي لويه ټولواکي یا امپراتوري سوله چي پولي يې تر فرات سيند، جهيلم سيند، بغداد او تاکسيلا پوري غزېدلي وې اوهغؤ وګړؤ چي پر پرثووا باندي يې واکمني کوله پرثووان نؤمېدل چي تړاو يې د پرثووا سره ؤ. د پرثووا پاچاهي په ٢٢٤ مخزييځ/ ق م کښي ساسانيانؤ ونړوله چي تر دغه ورؤسته پرثوي په پهلوي واوښتله او پرثووا په پهلوا واوښتل. دغه مهال تر اؤومي پېړۍ پوري دوام وکړ، تر هغو چي مسلمانانؤ د ساسانيانؤ پاچاهي ونړوله. همدا مهال په پهلوا کښي اشکاني پهلوي ويل کېدله او په پاړس کښي ساساني پهلوي ښاريتوب درلود.
پښتو که څۀ هم يوه خورا لرغؤنې آريايي ژبه ده، خؤ يو لړ تورک مغولي ويؤنه د تورک مغولي تاړاکؤنؤ سره د دولسمي پېړۍ راهيسي پښتو ته ننوتلي دي.
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/ryf5x
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2889
د خوړو په هکله تر ۲۰۰ څخه زيات پښتو متلونه
- Details
- څانګه: شفاهي ادبيات
پښتو يوه له هغو ژبو څخه ده چي پکښي د خوړو سړه تړلي شفاهي ادبي او ژبنيز توکي زيات دي. په دې کي لنډي کيسې، ټوکي، محاورې، ضرب المثلونه او متلونه هم شامل دي. ما د امتحان لپاره نن له خپلو فيسبوک دوستانو څخه وپوښتل چي د غذا په تړاو کوم متلونه پېژني. صرف د څو ساعتونو په جريان کي راسره ملګرو لاندني تر ۲۰۰ څخه زيات متلونه شريک کړل چي له کبله يې زما اټکل راته درست ښکاره سو چي د غذا په تړاو په پښتو ژبه کي زيات متلونه مستعمل دي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د جولای شپږمه نېټه
په فيسبوک کي زما د ملګرو له خوا راسره شريک کړل سوي متلونه:
1 ـ اتڼ کوه شېرداده نن بیا د چرګ ښوروا ده
2 ـ اتڼ کوه میربښې نن بیا د چرګې غوښې
3 ـ آتڼ کوه میرداده، نن بیا د چرګ ښوروا ده
4 ـ اوبه په وار وار څښه
5 ـ اوبه دي یخې مړۍ دي ګرمه
6 ـ اوګره په تازیله نه سړېږي
7 ـ اوګره په تلوار نه خوړل کیږي
8 ـ اوګره په تلوار نه سړيږي
9 ـ اول نس وروسته اودس
10 ـ اول وخوره د ځان غوښې بیا وخوره د ښکار غوښې
11 ـ بخت د بختورو نه ځي کاک له ګېډور نه ځي
12 ـ بې مرچه مه خولې کیږه
13 ـ پاچهان چي د اوګرې پېروی خوري وس به یې لري
14 ـ پر ګازري (زردکي) نه یم، پر خرپ ئې یم
15 ـ په اخوند ښوروا هم ډېره ده
16 ـ په اوړو کي یې شګه ده
17 ـ په پردي خيرات کي سپي په ډبرو مه ويله
18 ـ په تشه خوله شخوند نه وهل کېږي
19 ـ په حلوا، حلوا ويلو خوله نه خوږېږي
20 ـ په دسترخوان د بل خولې ته مه ګوره
21 ـ په دغه شکنه يې پوري کوه
22 ـ په دېګ چې څه وي په کاسهکې ترې لوېږي
23 ـ په ډيری کې خوره ، په لږ کې وېشه
24 ـ په کاسه چې موړ نه شوې په څټلو نه مړیږي
25 ـ په کوچو کي یې غاښ ووتی
26 ـ په کور کي نه اکوک نه پياز ارږی دي دومره واز
27 ـ په لاس کي یې وچ اوړه مردار دي
28 ـ په مړه اوبه مه څښه
29 ـ په میاشتو وږی، په یوه ورځ نه مړیږي
30 ـ په نس کي نه کوک نه پياز ارږی د وازګو
31 ـ په نه خواړه اشر
32 ـ پوره وي که سپوره په شريکه دې وي
33 ـ پوره وي که سپوره له خپله کوره دې وي
34 ـ پیاز دي وي په ناز دي وي
35 ـ تالي ته يې مه ګوړه ټنډې (تندي ) ته ګوره
36 ـ تر خوړلو یې امید ښه دی
37 ـ تر يوې خورما دوې وڅکي لا ښه دي
38 ـ ترخه خوره ترخه مه وايه
39 ـ تږی په خوب اوبه ویني
40 ـ توت په کپه انګور په دانه
41 ـ تور بانجان بلا نه وهي
42 ـ توري به لالا وهي ګولې به عبد الله وهي
43 ـ ټول خواړه زړه ته سلام کوي، خو سېب ته زړه سلام کوي
44 ـ چا وخوړی د ځان غوښی چا وخوړی د ښکار غوښی
45 ـ چڼې په غلا نشي چيچلې
46 ـ چې ابۍ یې کوي، سابو/اورږې ته هم تبی کوي
47 ـ چې اوږه یې نه وي خوړلي د خولې یې بوی نه ځي
48 ـ چې پردۍ ښوروا ته يې میدوې تا به یې وچه خورې
49 ـ چې چېرته وخر ې پياڅه ( جوارې يا سوکړک) هم هاغه ځای له بيا سه (ځه) د خیبري اپريدو متل
50 ـ چې نه ځې په شا به دې کم، چې نه خورې څه به دې کم
51 ـ چې نه دې وي سړي مه کورت خوره مه غوړي
52 ـ چې نه یې خوري، هغه سل خرواره خوري
53 ـ چې ویی غواړې په خوله وبه یی خوری په څه
54 ـ چي اوږه وه نه خوري د خولې یې بوی نه ځي
55 ـ چي پر اخور دي لوی سوی وي، غاښ یې مه ګوره
56 ـ چی په سېب نسو خوشحاله په باغ هم نه خوشحاله کیږي
57 ـ چي په گوړه مري، په زهرو يې څه له وژنې
58 ـ چي خېټه لري، له هغې بلا مه وېرېږه
59 ـ چي د کاسې په منځ موړ نه سې، په څنډو به ئې هم موړ نه سې
60 ـ چي درانه بارونه وړي ځوځ یې خوراک دئ
61 ـ چي زما سره ګرځې داسي کشمش به خورې
62 ـ چي مربي لرې مربا خوره
63 ـ چی نه ځې په شا به دي کړم، چي نه یې خورې څه درباندي وکړم
64 ـ چي نه لرې سړي مه کورت خوره مه غوړي
65 ـ څه چې په کټوه کې وي په څمڅه کې راپورته کیږي
66 ـ څو د انا غړکه کوچ کا طالبان به ورته وچ کا
67 ـ څوړی څه په څنګ څه په نس
68 ـ څوک چى لږ خوري هغه ډېره خوري، څوک چى ډېره خوري هغه لږ خوري٠ ( هدف يې دادى چى د يوه عمر کميږي او د بل عمر ډيريږي )
69 ـ خپل په خوله خورې د بل په سترګو
70 ـ خپل تر بس خورې د بل په هوس
71 ـ خپله ډوډۍ دبل پر سترخوان مه خوره
72 ـ خپله وچه ډوډۍ د بادشاه له ډوډۍ غوره ده
73 ـ خټکی له خټکي رنګ اخلي
74 ـ خدایه باران وکړې د خان غنم اوبه کړې مسکینان په ماړه کې
75 ـ خدایه را کړې خپل،چې ویې خورم تل
76 ـ خواړه له رنګه خوړل کېږي
77 ـ خورې څښې ما کره،غاپې د مېرزا په کوټه
78 ـ خورې خمچه (وچه ډوډۍ) او پسکۍ د وازدو ولې
79 ـ خورې سوکړک خیال د حلوا کوې
80 ـ خوړلی دي سوړ سک دی ارږی دکورتو کاږې
81 ـ خولۍ دي په غوړو کي ده
82 ـ د بل ښوروا ته وړه مه کوه
83 ـ د بل وکاسې ته یې وړه کوي هغه یې وچه خوري
84 ـ د پور تر حلوا نغده څپیړه ښه ده
85 ـ د پوونده ګاځرې ترې جوړول
86 ـ د تخته پول نرۍ وریجي هر ځای نه پیدا کېږي
87 ـ د چا په غوړو [ډوډۍ] پورې کول
88 ـ د خوار په لاس کې غنمینه ډوډۍ عیب ده
89 ـ د سپې په خوله د بحر اوبه نه مرداریږي
90 ـ د سر ئې د غورمې بوی ځي
91 ـ د سلو کالو وږی به په سل کاله موړ نسي
92 ـ د سیال خواړه دنامرد په ګیډه کې پراته وي
93 ـ د صبر میوه خوږه وي
94 ـ د صبر میوې په پراخه پخېږي
95 ـ د غریب سړي غاښ په حلوا کې خیږي
96 ـ د کور اوبه دې دارو شه
97 ـ د کور پېتي د بل کالۀ تر چرګ غوره ده
98 ـ د کور مخته یې پیشو په ټاپ تېرېږي
99 ـ د کور وچه(ډوډۍ) له پردۍ غوړې ښه ده
100 ـ د لوږي مړ سه د منت خواړه مه خوره
101 ـ د میلمه جواب پاتی دی
102 ـ د ناز خواړه یا ډېر تروه وي يا بل منگه
103 ـ د نغري خوراک د پسرلي خوراک دئ
104 ـ د وږی په سږي هم ښه کېږي
105 ـ د وږي سترګې دسترخوان کي وي
106 ـ د وږي له غوږه د ډوډۍ غږ (ږغ) ورځي
107 ـ دبې کاره ښځي به شلومبې بدبویه وي
108 ـ ده بل تر غلمینه خپله اوربشینه ښه ده
109 ـ دومره وخوره چي هضمولای یې کړې
110 ـ دې انغري سره نژدې ژر به مړې دلې
111 ـ ډوډۍ خپله خوره عقل دبل څخه زده کوه
112 ـ ډوډۍ د خان پخیږي ګوتي د نانوای سوځي
113 ـ ډوډۍ که د بل ده، نس خو دي خپل دی
114 ـ ډوډی بل ځای خورې ارږی پر موږ صافوې
115 ـ ړنګه يې خوره چې خخه د نه شي
116 ـ زړه دي کدو غوندي ډک ونیسه
117 ـ زما غوړی ستا پر کورتو تویږي او ټراری لا هم کوي
118 ـ زوم تې خاګنه کول په خپله ورته بېسده سوه
119 ـ سابه ور په مالګه کول
120 ـ سپمولي سپو خوړلي
121 ـ سپی چې هډوکي خوري، اول د خپلې ک... سره سلا کوي
122 ـ سړه يې خوره
123 ـ ښه انګور چغال خوري
124 ـ سوړسک (جواری) د غلمينې سيال نه دی
125 ـ شپه که تياره ده مڼې په شمار دي
126 ـ شلومبو ته رباب وهي پیاز په ګنډه ګرځوي
127 ـ شنې په پټه نه چیچل کیږي
128 ـ شيدو سوځلی مستې پوکي
129 ـ شيدې نعمت دی چې غوړي پرې واچوې نعمت الله سي
130 ـ غټه ګوله که ثواب لري انډيوال حق لري
131 ـ غوايی حلال ندی خانک يې په سر نيولی
132 ـ غوړ پر غوړ تویېږي، نه پر خواره چاوده
133 ـ غوړ په غوړو اوړي نه په سپیرو خاورو
134 ـ غوړ په غوړو تویږي
135 ـ غوړي او پنیر دې وي، په ویر دې وي
136 ـ غوړي لا غوړ
137 ـ غوښه چې وسوځیږي هم له سبو ښه وي
138 ـ غوښه که اوسوزي هم دال نه ښه ده
139 ـ غوښي د هر چا خوښي دي، خو پیشي ایمان پر راوړی دی
140 ـ غول خوړل
141 ـ فيل وګټه اوښ وخوره
142 ـ قرت خو قرت دي خوند يې اوبو وړی دی
143 ـ ګوړه ګوړه وایه خوله به دي خوږه وي
144 ـ کابل که نه خورې، نو بد ېې هم مه وایه
145 ـ کبابو کښي هډوکي مه لټوه
146 ـ کډو په نس کې هم یوه میاشت د خدای ثنا وایي
147 ـ که خپله يې وخورې غول به شي که بل ته يې ورکړې ګل به شي
148 ـ که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي
149 ـ که شلومبې نه را کوې د غوا سترگې خو را ښکاره کړه
150 ـ که کور پردی دی خېټه دې خپله ده
151 ـ که ورېژې غوړي خوړل اسان وې نو د منجۍ زامنو به خوړلې
152 ـ که وږی یم لری لا نه خورم
153 ـ کوړت کوړت دلته کوې، هګۍ هلته اچوې
154 ـ لالا را وړې لالا خوړلې
155 ـ لږ خوره تل خوره
156 ـ لږ خوره تل خوره،ډیر خوره ګنډیر خوره
157 ـ لږ خوره هوسا ګرځه
158 ـ لږ يې خوره تل يې خوره
159 ـ لږي وريجي ډيرې ډمامې
160 ـ لکه دشلومبو غرپ دګولې مخکي مه ځه
161 ـ لکه شلومبې تر ګولې مخته تېرېږې
162 ـ له پتيو (دالو) سوې غوښه هم ښه ده
163 ـ له دېګ یې کاشوغه ګرمه ده
164 ـ له غره نه غوښه او له سيند نه ښوروا جوړوي
165 ـ له يوې کټوي دوه هډونه مه راکاږه
166 ـ لویې مړۍ[ګولې] ثواب لري، خو یو څه د نس خیر هم په کې وي
167 ـ ماغزه خوړل
168 ـ مرګ دي وي خو د حلوايي پر دوکان
169 ـ مرگ پر ماړه نس ښه وي
170 ـ مړه ګېډه فارسي وایې
171 ـ مړۍ[ګوله] په خپله خوله کي خوند کوي
172 ـ مستې د هر چا خوښېږي خو د پشکې پسې زېړی وي
173 ـ مفت خواړه پور دي ياپېغور
174 ـ مڼه له خپلې ونې (درختې) لرې نه لوېږي
175 ـ موږ دي په سړه نه ګډو ته په توده راګډ سوې
176 ـ موږ ېې په هډوکو نه راګډوو دی په ښوروا راګډيږي
177 ـ مور یې په کلي شلومبې غواړي، لور یې په یو من کوچو سر نه غوړوینه
178 ـ موړ د وږي له حاله څه خبر دی؟
179 ـ موړ نس فارسي وايي
180 ـ میلمه خپل خواړه له ځان سره راوړي
181 ـ نيمه ډوډۍ پور کړه د ژمي شپه پر کور کړه
182 ـ نیمه ډوډۍ د کوټې پای
183 ـ هر سړی د بل په دسترخوان خپله ډوډۍ خوري
184 ـ هر سړی وايي چي زما د غړکي خوند سم دی
185 ـ هغه آش هغه کاسه
186 ـ وای سهار یې ځانته خوره، غرمه یې ملګري سره خوره او دشپې یې له دښمن سره
187 ـ وای له غ... اوګره چپه سوه، وای په نصیب کې به مې نه وه
188 ـ وچه ډوډۍ د کوټې پاى
189 ـ وږي ته ئې وویل یو یو څو کېږي ویل دوې ډوډۍ
190 ـ وریژې د وره پورې، سوکړک غره پورې
191 ـ وړه دي په اوړه تر تا ښه زما مئده منت دې په څه
192 ـ وړيا انګور تروه وي
193 ـ ومه خورې ها نغن ، چې ته شې په پلن
194 ـ ویل فقیره غوښي دي، ویل زما هم خوښي دي
195 ـ ویی ګټه مريی په شان ویی خوره دزمري په شان
196 ـ ياد به دي زه کړم موړ به دي خدای کړي
197 ـ يار د يار لپاره خوري د غوايي غوښي
198 ـ یتیم په ورانو شودو کي خیر دی
199 ـ يو املوک سل يې پسکۍ
200 ـ یو په ست ښه ښکاري بل په نه خوراک
201 ـ یو د لوږی مړ کېدئ، بل یې سر ته پراټې پخولې
202 ـ یو شخوند دې وي، ښه شخوند وي
203 ـ یو له ست بل له نه خواړه
204 ـ يو له لوږي مړ کېدی بل يې تر سر لاندي پراټې لټولې
205 ـ یو ممیز په سلو یارانو
206 ـ یو نس سل مینته
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/prb9v
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2130
د ولس محسن استاد سلطانزی
- Details
- څانګه: معاصر ليکوال
قدرمن محترم او فاضل استاد الحا ج پوهنوا ل ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ يو له هغو افغانانو څخه دی چي خپل ولس ته يې د ساينس په برخه کي بې ساري خدمتونه کړي دي. د ښکلو اخلاقو او ډېر علم دغه څښتن په پښتو ژبه دومره مهم آثار ليکلي دي چي په برکت يې پښتو په اړونده ساينسي ساحه کي د کتابونو له پلوه له نادارۍ څخه د بډايتوب پر لور روانه سوېده. د يو ساينسپوه په توګه د فاضل استاد له خوا په پښتو ژبه د کتاب ليکلو په مرسته و خپل ولس ته د خپل علم پوهي او تجربې د رسولو او خوندي کولو ابتکار بايد نورو ټولو افغان ساينسپوهانو ته مشعل او لارښود او د تقليد وړ عمل وګرځي. دا ځکه چي پښتو ژبه په زياته د ساينسي علومو په برخه کي د کتابونو د کمښت جدي ستونزه لري. حال دا چي په زياته په اوسني پېر کي د ژبي د ژوندي پاته کېدو او د سيالانو سره د سيال کېدو لپاره د ژبي علمي او ساينسي کېدل حتمي دي.
د افغانستان د اټومي ادارې دغه پخوانی رئيس استاد سلطانزي ځدراڼ په آلمان کي د مهاجرت د ژوند پر وخت د آلمان په ټولنه کي د يو مسلکي او متخصص ډاکټر او تدريس کوونکي په توګه منل سوی او پېژندل سوی دی. هغه د خپل زښت مصروف مسلکي ژوند تر څنګ د ټولو ستونزو باوجوده خپل هيواد او ولس ته بېساري خدمتونه کړي دي. د بېلګي په توګه فاضل استاد لاندني کتابونه په روانه او ښکلې پښتو خپل ولس ته وړاندي کړي دي:
ـ د سرطان ناروغيو راديو تراپي، کابل ۲۰۲۲ عيسوي کال
ـ طبيعي علومو انګليسي ـ پښتو قاموس، کابل ۲۰۲۱ عيسوي کال
ـ سرطان او د چاپيريال راديو اکتيويتي، آلمان ۲۰۰۷ عيسوي کال
ـ د اولترا سونډ طبي کارول، آلمان ۲۰۰۷ عيسوي کال
ـ د وينې سرطان، آلمان ۲۰۰۹ عيسوي کال
ـ د سينې سرطان پېژندنه، درملنه او مخنيوی، آلمان ۲۰۱۶ عيسوي کال
دا چي فاضل استاد د يادو کتابونو د ليکلو پر وخت څه ډول مشکلات پر ځان منلي او ورسره کومي ستړياوي مل وې، ښايي يوازي استاد او د هغه رب په خبر وي. دا ځکه چي پښتو ژبه په زياته د ساينسي او مسلکي اړخه د قاموسونو او نورو ورته مهمو منابعو په ترڅ کي خورا خواره ده. نو ځکه که يو څوک يو مسلکي او ساينسي کتاب په پښتو ژبه ليکي نو د مسلکي او ساينسي لغتونو د ژباړي او تشريح په وخت کي د لويو ستونزو سره مخامخ کيږي. دا چي استاد د هغه باوجوده پر ځان دغه تکاليف ومنل او دومره مهم ساينسي کتابونه يې د پښتو ژبي ته ډالۍ کړل، نو دا د خپل هيواد او خپل ولس سره د هغه د ميني او بې ساري خلوص څرګندويي کوي.
دروند او مهربان استاد د «اسلام پوهنه» په نوم کتاب هم ليکلی دی چي د اسلام د مبين دين د بنيادي لارښوونو په هکله معلومات په امانتدارۍ او د ماخذونو او منابعو سره مل راغونډ کړل سوي دي.
په ۱۹۴۴ عيسوي کال په پکتيا کي نړۍ ته سترګي پرانيستونکي ډاکټر صاحب سلطانزي ځدراڼ په آلماني ژبه هم علمي مقالې او کتابونه ليکلي دي. نوموړی ۱۸ کلن ؤ چي په ۱۹۶۲ کال آلمان ته راغلی او د فرانکفورټ ام ماين په پوهنتون کي يې فيزيک او د هغه وروسته په بوخوم ښار کي په طب کي لوړي زدکړي وکړې. د تحصيل د بشپړه کولو وروسته هغه بېرته افغانستان ته ولاړ او هلته يې د کابل په پوهنتون کي د استاد په توګه کار پېل کړ. استاد هغه وخت د افغانستان يوازنی فيزيک پوه ؤ او ولسمشر هغه د افغانستان د اټومي ادارې رئيس وټاکه. استاد سلطانزي ځدراڼ په دغه دوره کي د نورو مهمو کارونو تر څنګ د اټومي انرژۍ د نړيوالي ادارې په تمويل په افغانستان کي د راديو اکتيف وړانګو په تړاو پلټنې وکړې او پايلي يې په ۱۹۸۶ کال په ويانا کي يادي ادارې ته وړاندي کړې.
فاضل استاد د خپلې ټولې پوهي، تجربې او مسلکي برياوو لرلو باوجوده يو ډېر خاکساره او مينه ناک انسان دی. زه په دې فخر کوم چي فاضل استاد خپل لارښود، مشر او ملګری ياد کړم. الله دي پر افغان ولس نور ډېر داسي عالم، باخلوصه او سپېڅلي بچي پېرزو کړي. آمين
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د می ۲۹مه نېټه
- لوستنې: 995
پر «درياب په کوزه کي» کتاب باندي يو لنډ تقريظ
- Details
- څانګه: کتابونه
پښتو يوه سياله ژبه ده
(د پروفيسر ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي پر «درياب په کوزه کي» اثر باندي د احمدولي اڅکزي تقريظ)
دمګړی په نړۍ کي ۷۱۱۷ ژبي ويل کيږي چي ورڅخه تقريبا ۴۰ فيصده يې هغه ژبي دي چي د ويونکو شمير يې تر ۱۰۰۰ کسانو کم دی [ايتنولوګ راپور ۲۰۲۱ عيسوي کال]. دا هغه ژبي دي چي د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي. له بل اړخه بيا له يادو تر ۷ زرو څخه زياتو ژونديو ژبو څخه صرف ۲۳ يې داسي دي چي د نړۍ تقريبا نيمه برخه انسانان ورباندي خبري کوي. په دغو ۲۳ ژبو کي تر ټولو زيات ويونکي لاندنۍ څلور ژبي لري: (په شمول د هغو کسانو چي د خپلي مورنۍ يا لومړۍ ژبي تر څنګ په دغو ژبو هم خبري کوي)
انګريزي (۱۱۳۲مليون) لومړی مقام، مندارين/چينايي (۱۱۱۶مليون) دويم مقام، هندي (۶۱۵ مليون) دريم مقام او هسپانوي (۵۳۴ مليون) پر څلورم مقام
که د نړۍ د تر ټولو زياتو ويونکو د شمير پر اساس د ژبو ليسټ جوړ کړو نو به پکښي له ګاونډيو ژبو څخه اردو (۲۳۰ مليون ويونکي) پر ۱۰ مقام، ختيځه او لوېديځه پنجابي (۱۱۲ مليون) پر ۱۳ مقام او فارسي (۷۴ مليون ويونکي) پر ۲۴ مقام وي. پښتو چي د ويونکو شمير يې تر ۶۰ مليونو څخه زیات اټکل کولای سو، په دې ترتيب تقريبا پر ۳۰مقام راځي. که يې حتی هغه تر ټولو محتاط او غير منطقي کم شمير يعني ۴۰ مليونه ويونکي اټکل کړو نو بيا هم پښتو د نړۍ په لومړي ۵۰ سترو ژبو کي راځي.
دا چي په پښتني سيمو کي نه يوازي د څو پيړيو راهيسي په دوامداره توګه لوی بحرانونه رامنځته سوي او لا جريان لري، نو بيا هم څنګه پښتانه په دې توانېدلي دي چي خپله ژبه ژوندۍ وساتي؟
د ياد سوال له ممکنه جوابونو څخه يو جواب دا کيدلای سي چي د ژبپوهنې په حواله هغه ژبي د نورو ژبو په پرتله زيات وخت ژوندۍ پاته کيږي چي صرف شفاهي بڼه نه لري بلکه ليکل کيږي او پکښي آثار/کتابونه موجود وي. پښتو هم يوه له هغو ژبو څخه ده چي د زياتو نورو ژبو په پرتله يې وختي ليکل پېل سوي او پکښي آثار رامنځته سوي دي. د يو شمير پوهانو په اټکل بايد له روښاني پېر څخه تر مخه هم په پښتو ژبه ليکل سوي آثار موجود اوسېدلي وي چي له بده مرغه د يو شمير لاملونو له کبله اوس زموږ سره نه دي موجود او لادرکه سوي دي. د دغه اټکل په استدلال کي د سليمان ماکو د تذکرة الاولیا اثر يادولای سو چي په ۱۲۱۶ عيسوي کال يعني له نن څخه تقريبا ۸۰۵ کاله مخکي ليکل سوی دی.
خو که حتی د بايزيد پير روښان (۱۵۸۵ ـ ۱۵۲۵ عيسوي کال) او د خيرالبيان د پېر څخه څوک د پښتو ژبي د ليک او لوست او ادب د پېل حساب ونيسي نو هم دغه تاريخ تر څلورو سوو څخه زيات قدامت لري چي دا هم څه کم وخت نه دی. په ۱۹۴۴ عيسوي کال د فاضل علامه پوهاند عبدالحی حبيبي صاحب له خوا موندل سوې پښتو خطي نسخه «پټه خزانه» پر دغه قدامت يو بل دليل دی.
که د پښتو ژبي د حال خبره وکړو نو په ډاډ ويلای سو چي پښتو ژبه ښايي دمګړی د خپل تاريخ په تر ټولو بډايه او مثمره دوره کي قرار لري. نوې ټيکنالوژي د دغه يون يو له تر ټولو مهم لاملونو څخه بللای سو. د دغه اټکل په حق کي د ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي دغه اثر «درياب په کوزه کي» يو لوی ثبتوت دی. دا ځکه چي په دغه کتاب کي د راغلو په لسونو زرو کتابونو څخه په لومړي نظر اکثره يې په تيرو څلويښتو کالونو کي چاپ سوي دي.
که پورتنۍ پوښتنه بيا تکرار او لږ پراخه کړو چي پښتانه څنګه د خپلي ژبي په ژوندۍ ساتلو او په ادبي لحاظ په لا بډايه کولو کي تر دې سرحده بريالي سوي دي، نو يو منطقي او مدلل جواب يې دا کيدلای: په دغه ولس کي داسي نابغه ګان او نه ستړي کېدونکي خدمتګاران پيدا سوي دي، چي په يوازي سر يې د اکاډميو په حجم کارونه او خدمتونه کړي دي. داسي د پښتو محسنان نه يوازي پخوا تېر سوي بلکه د خوشالۍ خبره ده چي په اوسني پېر کي هم شکر موجود دي. له دغو څخه يو هم ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي دي. که د ډاکټر صاحب نور نور ټول خدمتونه چي بې حسابه او بې اندازې دي خدای مکړه حتی له پامه وغورځوو نو د «درياب په کوزه کي» دغه اثر يې د کېفيت او کيميت له مخي يو بي ساری خدمت دی.
هيله ده چي کومه مؤسسه يا بنسټ دغه اثر په ډيجيټل بڼه هم چمتو او د آنلاين کارونې له پاره پر انټرنټ خپور کړي. هغه هم په داسي شکل چي پکښي په اليکترونيکي توګه لټون ممکن وي. که د دغه اثر تر څنګ په دغه کتاب کي راغلي د پښتو نور ټول کتابونه هم ډيجيټل او آنلاين سي نو دا به پر پښتو د تحقيق او د دغې ژبي د پياوړي کولو پر لاره يو ډېر لوی او مهم ګام وي.
تر څو چي د ډاکټر صاحب په شان محسنان او خدمتګاران ژوندي، فعال او ګړندي وي نو پښتو به نه يوازي ژوندۍ پاته وي بلکه مخ په وړاندي به هم د سيالو ژبه سياله وي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۶مه نېټه، رېماګن آلمان
تعقيب:
د استاد رفيقي صاحب پر فيسبوک پاڼه د دغه کتاب د چاپ په هکله د لنډ پوست متن لاندني لوستلای سئ: (د ۲۰۲۲ کال د می ۱۸مه نېټه)
الحمدلله ثم الحمدلله
My 49th Book (encyclopedic Bibliography of pashto published books & manuscripts) published in 9 volume containing more than 5000 pages
شکر چي په خپل ژوند کي مي خپل دا دروند څېړنيز اثر "درياب په کوزه کي" چي ما د نړيوالو ژبو او علومو په سيالي ليکلی دی چاپ سو درياب په کوزه کي بندول څه اسان کار نه وو د خپل شيرين عمر ډير خواږه کلونه مي تر جار کړه دوه ځله مي د عینکو نمبر کي بدل شو په بيلابيلو ژبو کي مي دا 49 چاپي اثر سو د خيره چي نهه ټوکه دی او تر پنځه زره مخونو اوښتی دی چي د پښتو د چاپ او ناچاپه کتابونو له بيخي پيله تر 2021 پوري بشپړه دايره المعارف دی چي د نوي نړي په پاوکم پنځه سوه علومو کي اوډل شوی دی د پښتو د 22000 کتابونو احوال په کښې دی او په نړيواله کچه بيلابيلو پوهانو تقريظونه پر ليکلي دي دا کتاب پښتو اکاډمۍ کوټي د خپل پنځوس کلن جشن او خپل څلورم نړيوال کنفرانس په وياړ چاپ کړ چي زه يي و ټولو کالخوايانو او غړو ته کور ودانی وايم
ياده دي وي چي تر دې له مخه مي شپږ کاله وړاندي ډ ,"وياړلي" په نوم د پښتو ژبي د ليکوالو او شاعرانو دايره المعارف په لس ټوکه کي چاپ شوی وو چي د دوويشت نيم زړه کسانو .دولس سوه ښځينو او درينم سوه غيرو پښتنو چي پښتو ژبي ته يي کار کړی وو احوال او اثار راغلي وو او پر پښتنو علمي رجالو د څيړني يوه لويه منبع ده او اوس بيا د خدای په فضل دغه اثر چاپ شو چي د پښتو ژبې د علمي بډايني ښکارندويه دی او ما تر خپله وسه ټول توان په کار اچولی دی چي څيړونکو ته غوره اسانتياوي کي برابري کړم
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/6rpxp
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 1525
5 له 13 پاڼو څخه