د پښتو په تړاو د سروې يا نظر پوښتنې سوالونه او جوابونه
- Details
- څانګه: اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې
- لوستنې: 571
د پښتو لپاره د نويو وييونو وړانديز ـ لومړۍ برخه
- Details
- څانګه: قاموسونه مطالب
لاندې اصطلاحات د نیولوجزم، فونولوژۍ او مورفولوژۍ له مخې جوړ او سپړل شوي
- لوستنې: 399
پښتو، ډيجيټلايزېشن او د الفبا او ابجد نظامونو پرتلنه
- Details
- څانګه: اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې
په دې مقاله کې به موږ دې ته لنډه کتنه وکړو چې الفبا او ابجد څه شی دي، د هغو ژبو مثالونه به وګورو...
- لوستنې: 534
فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن
- Details
- څانګه: فونېټکس
په دغه لنډه ليکنه کې غواړم ستاسو سره دا معلومات شريک کړم چې د ټرانسکرپشن، ټرانسليټرېشن او رومنايزېشن تر منځ څه فرق دی او دا چې د فونېټيک او فونېميک ټرانسکرپشن توپير په څه کې دی.
- لوستنې: 278
د سويلي لهجې د «ښ» او «ږ» په هکله تکراري مغالطه
- Details
- څانګه: فونېټکس
پوښتنه دا ده چې بيا هم ولې دغو عالمانو په تکراري توګه ادعا کړې چې ګواکې په کندهارۍ لهجه کې ښ ʂ په ش ʃ تلفظ کيږي.
- لوستنې: 253
ايا کندهارۍ(سويلي) او اکثريت نورې د پښتو لهجې به له منځه ولاړې شي؟
- Details
- څانګه: اورتوګرافي / املا او انشأ / لهجې
بايد چې د ۳۰۰ او ۵۰۰ ساعتونو تر منځ متنوع (د نر، ښځې، ځوان، سپينږري...) ږغيز مواد يې بايد چې د پښتو متن، ټرانسکرپشن يا تلفظ او ترجمې سره ثبت شي.
- لوستنې: 287
د اندرويد موبايلونو لپاره د قاموسونه ټکی کام اېپ
- Details
- څانګه: قاموسونه ټکی کام اعلانونه
- لوستنې: 289
د پېښور، کابل او کوټې پښتو اکاډميو ته پرانستی ليک
- Details
- څانګه: تبصرې او نظرونه
د پېښور پښتو اکاډمۍ، د کابل د علومو اکاډمۍ او د کوټې د پښتو اکاډمۍ درنو مسؤلينو ته
- لوستنې: 260
د نهه کلن پروګرامر ماشوم لخوا د پښتو ياګانو د تمرين پروګرام
- Details
- څانګه: قاموسونه ټکی کام اعلانونه
د پښتو د پنځو ياګانو د زده کولو او تمرين کولو لپاره پنځوس سوالونه او دوه سوه ممکنه جوابونه
- لوستنې: 308
د ۱۷ زرو پښتو لنډيو بسپتنه
- Details
- څانګه: قاموسونه ټکی کام اعلانونه
مهمه دا ده چې د پښتو ژبې ياده اړينه ډيجيټل شوې ډېټا اوپن سورس يعني د هر چا د لاسرسي وړ او د کار اخيستنې لپاره بېله قيده او شرطه مهيا وي.
- لوستنې: 255
که ژبه انسان وے، نو به څوک او څنګه وے؟
- Details
- څانګه: تبصرې او نظرونه
ژبه يوه داسې مور ده چې په سلونو او زرونو کاله ژوند کوي او د څو نسلونو روزنه کوي او د هغوے پر سر يې لاس ايښے وي.
- لوستنې: 251
اشارې، لاسي حرکات، ژبه او نوې ټيکنالوژي
- Details
- څانګه: ډيجيټلايزېشن
اشارې د انسانانو د خپلمنځي تعاملاتو لازمي برخه دي.
- لوستنې: 242
د پښتو د تاريخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده؟
- Details
- څانګه: ډيجيټلايزېشن
که په کافي شمېر پښتانهٔ پر وخت، په کافي اندازه او په رضاکارانه توګه د پښتو ژبې د ډيجيټل کولو په بيلو پروژو کې مرسته وکړي، نو به خپل يو ډېر روښان او بريالي راتلونکي ته لاره هواره کړي.
- لوستنې: 531
دقاموسونه ټکے کام نوې بڼه آنلاين شوه
- Details
- څانګه: قاموسونه ټکی کام اعلانونه
د قاموسونه ټکے کام وېبپاڼې www.Qamosona.com نوې بڼه آنلاين شوه.
- لوستنې: 586
نظم ـ لوېــــږم ساقي د پـــرېــوتــو سره بلد نه یمه (خيبر افريدي)
- Details
- څانګه: نظمونه
لوېــــږم ساقي د پـــرېــوتــو سره بلد نه یمه
ما خو وویل چې د پیالو سره بلد نه یمه
وخته د سترګو غړېدو سره مې لاس مه تړه
زه خو لا هیڅ د زولنو سـره بلد نه یمه
دا پښتـــونخوا ده دلته مینه هیڅوک نه پېژني
په خپل اولس کښـې د دُرخو سره بلد نه یمه
د زلفو خیال دې د صحرا په لور بلنې کوي
زه د خاموشه ورځو شپو سره بلد نه یمه
سپېنې خبرې تـه دې غوږ یم چې به وایې کله
وړوکی زه د اشارو سره بلد نه یمه
ته د ناترسه تصور نه زما خوب اوپوښته
د دي پریشانه شــوګیرو سره بلد نه یمه
هره لمحه د ژوند یو نوی انقلاب راولي
زه د ژوندون د تقاضو سره بلد نه یمه
زړه راته وابي چې ورګـــوره ورکتی نه شمه
د هغو سترګو امزرو ســـره بلد نه یمه
د سرور اور شو په ما بل چې دې راسرې کړې سترګې
هسې می وېل چی د لمبو سره بلد نه یمه
خیبره خېر دې وي راپېښه شوه څه نوې مینه
زه د الفت د باریکـو سره بلد نه یمه
خیبر افریدی
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 829
نظم ـ د لويو لويو قدرتونو ربه (اجمل خټک)
- Details
- څانګه: نظمونه
د لويو لويو قدرتونو ربه
يو تمنا ده اورېدی شې که نه ؟
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی ليدی شې که نه ؟
ستا د سېليو طوفانونو په مخ
يو اسوېلی دی درلېږل يې غواړم
ستا د څپو څپو سيندونو په نوم
لېمه راډک شول څڅول يې غواړم
هسې نه چُڼ د خولې وېستل کُفر شي
هسې نه تاتم ژړېدل کُفر شي
ستا د جنت د نعمتونو نه ځار
زه درته وږی په جهان ژاړم
ستا د دوزخ له لړمانو توبه
زه درته دا لړمان ژاړم
دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوؤ
هلته شو ستا د دوزخونو خشاک
دلته د دغو قصابانو خوراک
هلته د هغو ښامارانو خوراک
نه مو ځان تور کړو او نه سپين پاتې شو
نه د دُنيا شو نه د دين پاتې شو
ستا د سنګينو فېصلو نه قُربان
ولې حېران يم کوم قانون ومنم؟
ته خو دې خپل قارون په زمکه منډې
زه دې په سر باندې قارون ومنم؟
ستا په رضا زما رضا ده ربه
کاڼی هم نس پورې تړلی شمه
خو چې ښامار په خزانو ووينم
آخر انسان يم څنګه غلی شمه؟
راډک شو زړه ايسارولی نشم
خُله ماته ښه ده خو ګنډلی نشم
ستا د جنت په تمه تمه چې مري
د هغه وږؤ په سلګو مې قسم
په دې دوزخ کې يې نور نشم ليدی
ستا د رضوان په منارو مې قسم
يا خو د زمکې په دې ارته سينه
ما ته خپل ژوند زما جنت راکړه
يا د نهر دوزخي مرګ نه مخکې
د يوې چيغې اجازت راکړه
چې دا ستا وږي ستا په خوان ماړه کړم
يا په خپل ځان باندې کارغان ماړه کړم
اجمل خټک
___
د ليکنې لنډ لينک:
https://t1p.de/jtse0
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 1443
- 00036 _ ولايت: سويلي پښتونخوا/ ولسوالي: قلعه عبدالله_توبه_اڅکزی/ کلی: _/ قبيله: اڅکزی/ د ثبت کال: 2023/ اوږدوالی: 5 دقيقې
- 00035 _ ولايت: سويلي پښتونخوا/ ولسوالي: قلعه عبدالله_توبه_اڅکزی/ کلی: ولګی/ قبيله: اڅکزی/ د ثبت کال: 2023/ اوږدوالی: 6 دقيقې
- 00034 _ ولايت: غزني/ ولسوالي: قره باغ/ کلی: شاغولی/ قبيله: خروټی/ د ثبت کال: ۲۰۲۳/ اوږدوالی: ۸ دقيقې
1 له 13 پاڼو څخه