علیین و علیون ـ عزیزالدین پوپلزی
- Details
- څانګه: پټه خزانه
ليکونکی: عزیزالدین پوپلزی
مرحوم محمدهوتک نویسند، شاعر و مورخ شهیر در زبان پښتو معاصر دوره هوتکیان قندهار در حصه يی ازتصانیف تاریخی خویش به پیروی و متابعت اساسات متین مصنفین و مورخین اسلام و افغان کلمه مقدس (علیین) بمعنی جمع (علیه) را تمینا و تقدسا بکار برده است که سند قاطع مورخ مذکور و تمام مورخان اسلام این آیت قرآن بر حق است که میفرماید:
ان کتب الابرار لفی علیین و ما ادراک ماعلیون کتب مر قوم.
ترجمه: هر آیینه نامه اعمال نیکو کاران در علیین است و چه چیز داناند ترا که چیست علیون. کتابیست نوشته شده تفسیر:
علیون جایی است که در آن اسمای اهل جنت مندرج و نامه های اعمال شان مرتب ګذاشته میشود و ارواح آنها را نخست به آنجا برند و بعد به مقام شان رسانند و ارواح شانرا باقبور آنها یک نوع تعلق باشد.
ګویند این موضوع بالای آسمان هفتم بوده و ارواح مقربان عالیمقام در آن قیام پذیر. والله اعلم.
وکتب لغات چینین تصریح کرده است: (علیین) از جمله هشت بهشت و نام هشت بهشت از اینقرار است:
۱ـ خلد.
۲ـ دارالسلام.
۳ـ دارالقرار.
۴ـ جنة عدن.
۵ـ جنة الماوی.
۶ـ جنة النعیم.
۷ـ علیین.
۸ـ فردوس.
خلد: بالضم بقای دایم وهمیشګی و نام بهشت.
دارا اسلام: خانه سلامت ونام بهشت.
دارالقرار: نام بهشت از جمله هشت بهشت و لقب قندهار.
جنة عدن: باغهای از درخت پوشیده بهشت که مردم همیشه در آن خوا هند بود.
چون عدن بمعنی استقامت است بهشت را عدن بهمین سبب ګویند که بهشتیان دایم در ان اقامت خواهند داشت.
ماوای: تجای بر ګشتن یعنی خانه خود.
علیین: بالکسر و تشدید لام مکسوره و دو یای تحتانی و نون، غرفه های بهشت جمع(علیه) وخانه های بلند بهشت و کتاب اعمال بندګان صالح.
علییه: بفتح اول وکسر لام ویای تحتاني مشدده، بمعنی بلند. فردوس، نام بهشت و طبقه اعلی بهشت وباغ انګور. فرادیس جمع فردوس و بهمین سبب اشخاص متصوف اسلام و خاصة بندګان متقی و نیکوکار، خلد مکان، جنت مکان، علیین مکان، فردوس مکان، خلد مکین میګویند.
غرفه: بضم با لاخانه بر کنار بام و غرفه های بهشت و طبقه اعلی بهشت و باغ انګور.
علی: بفتح اول و کسر لام وتشدید یای تحتانی بمعنی بلند و نام حق تعالی و نام خلیفه چهارم کرم الله وجهه.
علوان: بالضم اول کتاب.
علیین: لغت خیلی معتبر وکلمه خاص زبان مقدس ومنزه عرب است. وبزرګان دین و دانش افغانستان از وفور علم و فضلی که در عصر داشته و دارند در اثبات الفاظ و معانی صحیح آن سعی و دقت تا ام بعمل آورده اند. چنانچه مولینا نورالدین عبدالرحمن جامی ګفته است:
ارزوی جنت الماوی برون کردم زدل
جنتم این بسکه بر خاک درت ماوی کنم
وکلمه علیین را در مرثیه فرزند خود اینطور آورده است:
همدم آه دلا راه به علیین جوی
بشنو این نکته و درګوش صفی الدین را
دانشوران خطه باستانی قندهار نیز چون تتبع کلام اساتذه در خصوص زبان عربی نموده اند از نتایج کلام ادبا و شعرا و نکته پردازان آن سرزمین پیداست که از معانی لغوی و اصطلاح لسان معجز بیان عربی که لسان دینی وسرمایه تمام علوم و السنه اسلامی و افغانی است، قطعا بی اطلاع وبیخبر نبوده و از بدو ظهور اسلام تاعهد خود شان تحقیقات کامل نموده و از متون اصیل لفظا ومعنا تمتع زیاد برده اند. و در تایخ قندهار زیاد دیده میشود که در توصیف رجال روحانی و بزرګان معنوی در الواح قبور و کتب و رسایل و وثایق و اقام جمله های شاندار (خقان علیین مکان رضوان مقام ) نوشته اند و جایی ګفته اند که از وجودش فردوس علیین نور آګين ګردید.
و در وصف رجال بزرګ دولت که در قید حیات بوده نیز نوشته اند مثلا:
(عضد الدولة العلیة العالیه) و عتبه علیه ویا این بیت:
یوم دوشنبه برون رفت از جهان سوی علیین اعلی بر قرار.
ویا این عبارت (دولت علیه مستقله خدا داد افغانستان.)
درجز تالت قراة الرشید طبع وزارت معارف مصر سال ۱۹۳۱ تحت عنوان قاضی و امیر از کلمه علیین دو بار و با تشکیل اعراب متذکر ګردیده و در سطر اخیر نوشته است: (... ومادام فی امتی رجال مثلک فهی اعلی علیین.) واثر علمی و تحقیقی مذکور که مخصوص تعلیم و تدریس زبان عرب برای متتبعین و محققین تهترین وسیله حل مسایل علمی شناسایی زبان عرب است. و مولینا جامی که خود عالم بزرګ و شاعر در هر دو زبان عربی و دری به مشکلات تحصیل زبان عربی معترف ګشته ضمن این بیت ادا حقیقت نموده است:
به شیخ شهر مګو جامیا حکایت عشق
مجوی از عجمی فهم نکته عربی
عالی و علی بمعنی بلند است.
عوالی : بفتح چیز های بلند و این جمع عالیه است که بمعنی بلند باشد. مولینا جامی برای اثبات این کلمات ابیاتی دارد که خلص آن درج میشود:
چاره کار ما که داند ساخت
جز خدا عزشانه وعلا
ای خواجه عالی محل این دیرمغان است
برصدر مکن جاکه ازضعیف تعالی
از عشق سخن مرتبه نیک بلند است
واعظ نبود لایق این پایه عالی
کلمه علیون: در متون تاریخ و قطعات نظم کمتر دیده شده و کلمه علیین زیاد بنظر رسیده است. و خود در کتب معتبر عربی دیده ام که بزرګ و بر ګزیده قوم را بعبارت (علیه القوم) یاد کرده اند و خلص اینکه کلمه (علیین) بالکسر و تشدید لام مکسور مشرد. بمعنی غرفه های بهشت جمع علیه و کتاب اعمال نیکان.
و قندهار سر زمین زندګانی محمدهوتک که به لقب دارالقرار یا شده وصاحب حبیب السیر در چهار صد سا قبل از امروز بعبارت مرجع الفضلا الاخیار یاد نموده به حقیقت میرساند که در آن سر زمین قلم و شمشیر در هر عصر اصحاب علم و ارباب تحقیق بوفرت و کثرت موجود و در استدراک معانی کلمات زبان عرب خیلی ها زحمت کشیده و در قالب اشعار آبدار و نکات و عبارات تاریخ و ادب ګنجا نیده اند و کلمه علیین در متون و ثایق شرعی و ارقام دولتی و الواح مزارات بکثرت دیده میشود.
تکمله:
آن چه استاد وکیلی خطاط هنر مند و مورخ عزیز ما تحقیق کرده اند، همه درست است و کلمه علیین که در قرآن شریف دو بار(درسوره المطققین ۱۸ـ۱۹) در حالت رفع علیون و در حالت جر علیین آمده در زبانهای عجمی و تراکیب زبان دری حالت جری آن رواج یافته و حتی برخی انرا اسم مفرد هم شمرده اند بمعنی بهشت و اسمان هشتم (غیاث ۴۷) در فرهنګ های لغت عرب آنرا جمع علی بکسر تین و تشدید لام بر وزن فعیل از ماده علو مثل سجین (از سجن اورده اند مقدمة الادب ۳۷۲) ولی در حالت اضافت (اهل علیین ) ارباب شرف و ثروت باشند (المنجد ۵۵۲).
در زبان دری و پښتو تراکیب امتزاجی توصیفی جنت مکان، فردوس مکان علیین مکان و غیره درسه و چهار قرن اخیر بین نویسنده ګان مروج است، ولی در این ګونه تراکیب (علییوون مکان) بنظر نیامده و حتی نظامی عروضی در چهار مقاله (حدود، ۵۵۰هـ) میګوید سخن رابه آسمان علیین برد... که در حالت توصیفی و اضافی علیین معتبر بود.
مثلا: جهانګیر پادشاه هندوستان مینویسد: «... این ګرامی تحفه، از کتابخانه علیین مکان شاه اسمعیل ماضی بسر کار برادرم شاه عباس انتقال یافته...»
(تزک جهانګیر ۲۸۸ طبع علی ګر ۱۸۶۴م). بدین نحو ترکیب علیین مکان دوسه قرن قبل از محمد هوتک رواج تام داشته و طوریکه یک نویسنده کوتاه بین تصور کرده نخستین بار در تاریخ مرصع تالیف افضل خان ختک (حدود. ۱۱۳۰ هـ) که معاصر محمدهوتک است نیامده و تنها حالت مرفوع آن (علیون مکان) در تراکیب زبانهای عجمی درست نی، بلکه (علیین مکان ) هم سابقه ادبی و تاریخی داشته است.
دا مقاله (دمحمدهوتک یاد) د ملي سیمینار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمن پتوال
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2625
مخزن افغاني د پټي خزانې د یوه ماخذ په توګه
- Details
- څانګه: پټه خزانه
لیکونکی: زلمی هیوادمل
د پټي خزانې مطالعه دا را څرګندوي، چي د دغه ګټور او مفید تاریخي او ادبي اثر فاضل او سترګور مولف محمد بن داود هوتک(۱۰۸۴هـ.ق. زوکړی) د دغه اثر تر کښني (۱۱۴۱ـ ۱۱۴۲هـ.ق.) دمخه د ډېرو تذکرو، تاریخونو او نورو دې ته ورته اثارو ژوره مطالعه درلوده. دا ځکه چي د تحقیق طرز او د واقعاتو د ضبط اُصول ئې دا زباتوي، چي دی د واقعاتو، نقل قولونو او روایاتو په ثبت کي نهایت دقیق دئ او د هر روایت او قول ماخذ او منبع په ډېره امانتدارۍ ښيي.
د عربو او عجمو مورخینو او تذکرهنګارانو د تحقیق او څېړني روشونه ډېر ښه مراعاتوي. د مثال لهپاره دی د امیرکروړ(۱۳۰هـ.ق.) شیخ اسعدسوري(۴۳۵هـ.ق.مړ)، ښکارندوی غوري(۶۰۰هـ.ق.حدود)، ابو محمدهاشم بن زیدالسرواني(۲۲۳ــ۲۹۷هـ.ق.) شرح حال له لرغوني پښتانه ( د شیخ کټه متي زي ۷۵۰هـ.ق.حدود) له تالیف نه را اخلي، چي هغه بیا دغه مطالب د محمد بن علي البستي له تالیف، تاریخ سوري(۶۵۰هـ.ق.حدود) نه رانقل کړي ول.
محمد هوتک په خپل اثر کي د دواړو ماخذو یادونه کوي او وایي چي د شیخ کټه متي زي(رح) په تالیف، لرغوني پښتانه کي دغه مطالب داسي دي، چي هغه بیا له تاریخ سوري(۱) نه نقل کړي دي. په دې توګه دی د خپل ماخذ اصلي منبع هم ښيي، چي دغه کار د ده په نهایت دقت او په علمي او تاریخي مسایلو کي په پوهېدنه او عمق نظر د لالت کوي. دغه رنګه چیري چي ئې د چا له خولې یا له قوله کوم روایت کښلی؛ د راوي نوم او د روایت کوونکی راوي هم ورسره یادوي او دا ټول هغه روشونه دي، چي د عربو او عجمو او د شرق ډېرو معتبرو او د اعتماد وړ مؤرخینو او مؤلفینو په خپلو آثارو کي ترې کار اخیستی دئ.
موږ د دې خبري د اثبات لهپاره د پټي خزانې اصلي ماخذونو ته رجوع کوو او د دې کتاب لیکني له اصلي منابعو سره ګورو، چي مؤلف په خپل کتاب کي څومره د امانتدارۍ خیال ساتلی دئ.
د محمدهوتک له ګڼو ماخذونو څخه یو ماخذ مخزن افغاني دئ؛ موږ به په دې لیکنه کي ګورو چي د پټي خزانې هغه کښني، چي د مخزن افغاني له مخه شوي دي، څنګه او په څه ډول دي؟
د پټي خزانې د خطي نسخې په ۳۱مخ کي دغه مطلب لولو:
«هسي نقل کا: خواجه نعمت الله هروي نورزی په مخزن افغاني کي، چي په دوران د جهانګیر پادشاه ئې وکښلئ، چي شیخ عیسی په قوم مشواڼی (۲) وو او په دامله ئې سکونت کا او د شېرشاه په دوران کي ژوندی وو؛ هسي وايي چي شېرشاه ته خلقو وویل: چي عیسی شراب خوري کا. شېرشاه خلق و ګمارل، چي ولاړ سي او د شیخ شراب وویني، چي راغلل؛ شیخ په خپل کور ناست وو او صراحي او پياله ورته پراته وو او خواړه یې. د پادشاه سړی چي راغئ؛ وې ویل: «اې شیخه په دې پياله کي څه خورې؟ شیخ وویل: راسه ته ئې هم وخوره. سړي چي صراحي کوږ کړ، په پیاله کي شیدې راتوی سوې. ولاړ او دغه حقیقت ئې پادشاه ته بیان کا. نعمت الله کښلي دي، چي شیخ عسی رحمة الله علیه لوی ولي وو او د خدای په توحید کې ښه شعرونه په پښتو او پارسي او هندي ویله. دپښتو یو شعر ئې دا دئ:
پخپله کار کړې پخپل انکار کړې
کله بادار یم، کله مي خوار کړې
ته خو قادر ئې په صفتونو
کله مي نور کړې، کله مي نار کړې
عیسی حیران دئ، په دې شیونو
کله مي یار کړې، کله اغیار کړې(۳)
دا وو د شیخ عیسی شرح حال چي د پټي خزانې مؤلف د مخزن افغاني په حواله کښلی دئ. اوس به موږ مخزن افغاني ته رجوع وکو او وبه ګورو، چي مؤلف مواد په څه شکل له هغه کتابه ضبط کړي دي.
د مخزني افغاني مؤلف د شیخ په احوال کي ډېري خبري لري، خو هغه څه چي د پټي خزانې مؤلف ترې اخیستي په یوه تذکره کي د یوه شاعر له حال سره برابري او سل په سلو د مخزن افغاني له کښنو سره سمي دي، هیڅ ډول تحریف پکښي نه لیدل کیږي. د نمونې له پاره به زه د شیخ عیسی د شرح حال هغه برخه له مخزن افغاني نه راوړم، چي د پټي خزانې مولف ترې را اخیستې ده.
نعمت الله په مخزن کي کښلي دي:
«نقلست که روزی در سلطنت شیرشاه سور حرف حکایت از اولیا الله آن وقت مذکور میشد، یکی از مردان معتمد الیه از شیخ وخت و صاحب نفس شیخ الزمان میاں شیخ عیسی نیز مذکور نمود، که درین وقت خیلی صاحب کشف و صاحب حال اند. یکی از مخصوصان عرض نمود، که بلی همچنین مرد یګانه اند، اما شنیده میشود، که شراب خوری می کنند. این سخن خیلی به شیرشاه ګران آمد. یکی از معتمدان الیهم خود را امر فرمود که تو برو و این ماجرا را از روی راستی واقعی تحقیق نمای. آنچه آن جا متحقق شود، آنرا آمده عرض رسان. حسب الامر آن مرد به ملازمت میاں شیخ عیسی رفت؛ چه بیند فی الواقع صراحی یک ګوشه ایستاده است. بعد از رد و بدل قال قال الله؛ این مرد رونده عرض نمود، که یا حضرتم درین صراحی چه چیز است؟ از کشف بطون ایشان معلوم بود، که آمدن این مرد به چه سبب است. فرمود که صراحی رابګیر و بریز آنچه درین خواهد بود بر آید.
این مرد رونده حسب الاشارت ایشان صراحی را بدست ګرفته سرنګون نمود، شیر سفید مصفا از آن صراحی بر آمد...»(۴)
د شیخ عیسي مشواڼي د شاعرۍ په باب نعمت الله کاږي:
«نقلست که در توحید حق تعالی میاں شیخ عیسی مشوانی رساله تصنیف فرموده آند، از سه قسم. بزبان پشتو و فارسی و هندویی از آن جمله این چند کلمه نوشته شده است...»(۵)
د مخزن افغاني مؤلف بیا تر دې وروسته د شیخ پښتو، پارسي او هندي بیتونه را وړي دي. پښتو درې بیتونه ئې د پټي خزانې مؤلف د مخزن په حواله په خپل کتاب کي هم ضبط کړي، چي لوړه ئې تاسي نمونه ولیدله.
د پټي خزانې د خطي نسخې په ۳۲مخ کي دا عبارت لولو:
«ذکر د سلطان السلاطین سلطان بهلول لودي علیه الرحمة الله الولي» تر دې وروسته بیا مؤلف کاږي: « په مخزن افغاني نعمت الله رحمة الله علیه هسي کښلي دي: چي ملک بهلول، د ملک کالا زوی وو. په هندوستان ئې د سلطنت لوا هسکه کړه او دغه ملک له لودي طایفې څخه وو. له ډېري زمانې دې لودي ټبر سلطنت کا، په هند کي.
ملک بهلول په سر هند کي د اسلام خان تر وفات راهیسي استقلال وموند او تر جنګو په ورسته ئې پر ډهلي خطبه او سکه ووهله. پاني پت او لاهور او هانسي او حصار او ناګور ئې د ملتان تر څنډو پوري ونیول. او د هندوانو او راجاګانو سره ئې سخت جنګونه وکړل او اته دېرش کاله ئې پر هندوستان سلطنت وکا او ډېر عادل او عالم پادشاه وو. په کال ۸۹۴ سنه هجري قدسي وفات سو، لکه چي وایي:
به هشت صدو نودو چهار رفت از عالم
خدیو ملک ستان و جهانکشا بهلول
د سلطان بهلول علیه الرحمه وفات په تبه د جلالي قصبه کي وو.»
په مخزن افغاني کي د سلطان بهلول لودي احوال د تاریخ ابراهیم شاهي او تاریخ نظامي له مخي کښل شوي او مؤلف تر خپلي وسي پوري د ده په باب معلومات راوړي دي(۸)، چي البته محمدهوتک ترې د خپل اثر د ضرورت له مخي مطالب اخیستي او هغه څه ئې ترې را پښتو کړي، چي د یوې تذکرې لهپاره د یوه شاعر یا مؤلف په خصوص کي لازم دي.
که چيري د مخزن افغاني او پټي خزانې لیکني مقایسه شي، سل په سلو کي سره یو شی دي. هیڅ ډول تصرف او لاسوهنه نه پکښي لیدل کیږي، چي دا کار خپله د پټي خزانې د مؤلف پر نهایت علمي احتیاط دلالت کوي. څرنګه چي په مخزن افغاني کي د سلطان بهلول بحث له (۱۶۶ـ ۱۶۹) مخونو پوري راغلی او زموږ مؤلف ترې خپل د کار مواد اخیستيی دي، نو ځکه د دواړو متنو مقایسه یو څه ګرانه ده. که چیري څوک د مخزن او پټي خزانې لیکني د سلطان بهلول علیه الرحمه په خصوص کي سره مقایسه کي، ډېر وړوکی تفاوت به هم پکښي بیا نه مومئ.
د پټي خزانې مؤلف د شیخ عیسی مشواڼي او سلطان بهلول لودي د احوالو تر څنګه د علی سرور لودي په سوانح کي له تحفة صالح سربېره څه مطالب له مخزن افغاني څخه هم اخیستي دي. د دغه کتاب د خطي نسخې په ۴۹مخ کي دا عبارت راغلی دئ:
په « تحفة صالح کي هسي کښلي: چي شیخ علي سرور شاهوخېل لودي(۹) چي د هندوستان په ملتان کي دېره وو او خاوند وو د کراماتو او خوارقو چي خلقو به هرکله ځني لیدل.
په مخزن افغاني کي هم نعمت الله هسي وايي: چی شیخ لوی کرامات ښکاره کړل او خلق په وګروهېدل. په تحفةصالح کي راوړي چي شیخ به خپلو مریدانو ته هدایت کا او وعظمونه او د سوالو ځوابونه به ئې ویل او د تصوف مشکلات به ئې حل کول.»(۱۰)
په مخزن کي د علي سرور لودي په باب داسي لولو:
«... شیخ علي سرور لودي شاهوخېل قدس الله سره العزیز از بزرګان این طایفه و قطب وخت خود بود، و در قصبه کهلور(۱۱) از توابع ملتان که چهل کرو است، سکونت داشت. و در سلسله سهروردي مرید بود، و صاحب خوارق عادات و مرتاض و متعبد و مستجاب الدعوات و بیک نظر توجه ایشان خلایق فیض تمام یافته به مرتبه ولایت می رسیدند.»(۱۲)
د مخزن دغه لیکنه او د پټي خزانې خبري طابق النعل بالنعل دي. هیڅ کوم تغیر او توپير نه پکښي لیدل کیږي. دلته د هېرولو نه ده، چي د پټي خزانې د مؤلف محمد هوتک معاصر مؤرخ افضل خان خټک په خپل تالیف تاریخ مرصع (۱۱۲۳ــ ۱۱۳۶هـ.ق.) کي چي یوه برخه ئې د همدې مخزن افغاني ترجمه ده، همدغه خبري د دغو درېو تنو په خصوص کي په پښتو ژبه هم پيدا کولای شوای.
د تاریخ مرصع د چاپي نسخې په (۵۷ـ۷۱) مخونو کي د سلطان بهلول لودي (۸۹۴هـ.ق.مړ) احوال او (۵۴۹)مخ کي د شیخ عیسی مشواڼي احوال او په (۵۳۹-۵۴۰) مخونو کي د علي سرور لودي حالات درج دي.
یوه بله خبره چي په تاریخ مرصع کي باید د شیخ عیسی مشواڼي د حالاتو په خصوص کي یاده شي دا ده، چي د تاریخ مرصع مؤلف تر دې لیکني:«نقل دئ چي میاں شیخ عیسی مشواڼی په توحید د حق تعالی شعر د پښتو او فارسي او هندي کي ویلی دي.»(ص۵۴۹)
وروسته لیکي: «مصنف د مخزن افغاني خواجه نعمت الله قصه د ګذشته بادشاهانو د پښتنو او سرګذشت د دوی او د بزرګانو د هغه وخت تر عهد د همایون په قید قلم را وړي وه. په خاطر فاطر ورسېدل، چي دا قصص پښتو شي او هر چي پس له هغه سر ګذشت امرایانو د پښتنو دي او بزرګان اولیاءالله ئې تېر شوي دي، هم ور سره محلق شي.»(ص۵۴۹) په دې توګه مؤلف د شیخ عیسی مشواڼي هغه پښتو او پارسي او هندي بیتونه چي مخزن افغاني د چاپي نسخې د دوهم ټوک په (۸۲۵)مخ کي راغلي، نه دي راوړي.
د تاریخ مرصع د نوټونو لیکونکي دوست محمد کامل بیا د تاریخ مرصع د چاپي نسخې په(۱۳۰۰-۱۳۰۱) مخونو کي په مخزن افغاني کي د شیخ عیسی پښتو، پارسي او هندکي بیتونه را وړي دي.
اوس چي مو د مخزن افغاني او پټي خزانې لیکني سره پرتله کړې او دا زیاته شوه، چي د پټي خزانې مؤلف د تاریخ او تذکره لیکني له اُصولو سره سم د یوه مدقق تذکرهنګار او یوه محتاط او په علمي او تاریخي پرنسیپونو اګاه مؤرخ په ډول له دغه کتاب نه خپل مواد اخیستي دي، چي په قول کي ئې د مخزن افغاني او تاریخ مرصع له لیکنو سره هیڅ توپير نه لیدل کیږي.
بهتره به وي چي د مخزن افغاني د معرفۍ په باب هم څو ټکي څرګند کړو.
مخزن افغاني خواجه نعمت الله هروي بن حبیب الله (د پټي خزانې مؤلف وايي(ص۷۴) چي په خټه نورزی وو) او د سامانې اوسېدونکي هیبت خان کاکړ د (۱۰۲۰هـ.ق.) په شا و خوا کي د نومیالي او ننګیالي پښتانه؛ خان جهان لودي(۱۳) (۱۰۴۰هـ.ق.) په حکم په پارسي ژبه کښلی دئ.
دغه کتاب له یوې دیباچې؛ چي د کتاب د تالیف په خصوص کي کښل شوې او یوې مقدمې (ذکر در احوال مهتر یعقوب) پرته پر لاندي ابوابو او فصولو وېشل شوی دئ:
لومړی باب چي دوه فصله لري، د پخوانیو پیغمبرانو او پښتنو په باب روایتي خبري لري، چي علمي او تاریخي ارزښت ئې ګردسره نشته.
په دوهم باب کي لومړی د خالد بحث راغلئ او بیا پر درېو فصلونو وېشل شوی دئ. په لومړي فصل کي د سلطان بهلول لودي(۸۹۴هـ.ق.مړ)، په دوهم فصل کي د سلطان سکندر لودي (۸۹۴ــ ۹۲۳هـ.ق.)، په درېیم فصل کي د ابراهیم لودي (۹۲۳ـ ۹۳۲هـ.ق.) احوال راوړي دي.
درېم باب ئې د سوریانو په باره کي دئ، چي دغه باب بیا لاندي فصول لري: لومړی فصل د شېرشاه، دوهم فصل د اسلام شاه، درېم فصل د فیروزشاه، څلورم فصل د محمد عادل سور، بل فصل د شجاعت خان سور په احوالو کي دئ. وروستي ابحاث ئې دا دي:
ذکر باز بهادر، دربیان احوال کرلاڼیان، در ذکر نوحانیان. پنځم باب ئې څلور فصله لري، چي په لومړي فصل کي ئې د کامیاب خان جهان لودي، په دوهم فصل کي ئې د دولت او په درېم فصل کي د میا دولت د اولادې او نواب خان جهان لودي، څلورم فصل ئې د (۱۰۲۰هـ.ق.)کال په احوالو کي او پنځم فصل ئې د خان جهان لودي د څلورم نیکه ملک احمد په بیان کي راغلی دئ.
شپږم باب ئې څلور فصله لري، چي په لومړي فصل کي د سړه بن د اولاد، په دوهم فصل کي د بېټني د اولاد په درېم فصل کي د غرغښتي قبایلو او په څلورم فصل کي د کرلاڼي او نورو متفرقو پښتني قبایلو په باب نسبي بحثونه شوي دي.
د مخزن اووم باب د جهانګیر (۱۰۱۴ـ ۱۰۳۷هـ.ق.) په احوالو کي دئ.
تر دې اوو بابونو وروسته کتاب یوه خاتمه هم لري، چي په خاتمه کي ئې د پښتنو او لیاوو او صاحب حال خلکو شرح حال او خوارق ښوول شوي دي. د خاتمې په لومړي فصل کي د سړبني قبایلو اولیاء او په دوهم فصل کي د بېټني قبایلو اولیاء راغلي دي.
په خاتمه کي له دغو درېو فصلونو وروسته د ضمیمې په ډول دغه مطالب هم میندل کیږي:
در ذکر اولاد یا دی پسر دوم شینکی، در ذکر اولاد غوري بن کند، در ذکر اولاد مامون بن داؤد و امنی بن داؤد، ذکر در بیان اولاد مکا(مکی) بن خښي، در بیان احوال هیبت خان و خواجه یحیی کبیر او په پای کي د پښتنو شجرة النسب راغلی دئ.
د مخزن افغاني خطي نسخې په افغانستان، هندوستان او انګلستان او شوروي اتحاد کي پيدا کیږي.
مخزن افغاني په انګرېزي ژبه پروفیسور برنادر ډورن (۱۸۰۵ـ ۱۸۸۱ع.) له خوا د History of Afghan په نامه ترجمه شوی هم دئ. دغه کتاب تر (۱۹۶۲ع.) کال پوري نه وو چاپ شوی، په دې کال د پښتنو دغه تاریخ د «تاریخ خان جهاني و مخزن افغاني » په نامه په دوو ټوکونو کي د بنګال د ایشیا ټک سوسایټي له خوا خپور شو.
د تاریخ خان جهاني او مخزن افغاني دغه انتقادي متن له انګرېزي مقدمې، د اعلامو له فهرست او پارسي حواشیو سره د سید امام الدین له خوا برابر شوی دئ، چي دواړه ټوکه ئې پرته له انګرېزي برخي ۹۰۵ مخه لري. دوهم ټوک ئې له ۴۳۵ مخه نه پیل کیږي. د لومړي ټوک انګريزي برخه ئې ۹۳ مخه ده او د دوهم ټوک انګریزي برخه ئې ۱۲۴مخونه لري.
-------------------------------------------------------
ماخذونه او حواشې:
۱ـ د تاریخ سوري او لرغوني پښتانه په باب د زیاتو معلوماتو له پاره و ګورئ: د پښتو پخوانۍ تذکرې ۱۵ـ ۱۹ مخونه او ۲۴ــ ۲۷ مخونه د ښاغلي رفیع، د ( ۱۳۵۰ل.) کال د تاریخ ټولني خپرونه.
۲ـ محمدحیات خان په حیات افغاني کي کښلي دي، چي مشواڼي د کاکړو یوه پښه ده، چي تقریبا څلور سوه کوره ئې په کوهدامن کي او ځیني کورنۍ ئې په کندهار کي اوسي او د ضلع هزاره په سري کوټ کي هم مشواڼي اباد دي. (حیات افغاني، ص ۴۴۳ـ ۴۴۴)
۳ـ پټه خزانه ص ۷۴ او ۷۶، طبع۱۳۳۹.
۴ـ مخزن افغاني و تاریخ خان جهاني، ج ۲، ص ۸۲۲—۸۲۴، د ۱۹۶۷ع. کال د ډاکې چاپ.
۵ـ- همدغه اثر ص ۸۲۵.
۶— پټه خزانه ص ۷۶.
۷ـ مخزن افغاني ج۱، ص ۱۲۶—۱۶۸.
۸ـ- شاهو خېل د لودیانو یوه غټه پښه ده او دوی د عمر بن پړنګي بن سیاني بن لودي بن شاه حسین غوري له نسله او د بي بي متو له اولادې څخه دي. (وګورئ خورشیدجهان، د شېرمحمدخان ګنډاپور، ص ۲۲۴، د ۱۳۱۱هـ.ق. کال د لاهور چاپ).
۹ــ پټه خزانه، ص ۱۰۳—۱۰۴.
۱۰ــ کهلور دلاهور د صوبې په دیپالپور کي د یو ځای نوم دئ. وګورئ ائین اکبري ج۲، ص ۳۲۵.
۱۱ــ مخزن افغاني ج۲، ص۷۹۵.
۱۲ــ د خان جهان لودي په احوالو کي فاضل استاد پوهاند عبدالشکور رشاد په لودي پښتانه (۱۳۳۶ل.) کال چاپ کي ډېر ښه معلومات راوړي دي.
یادونه: دا مقاله په (تاریخي پلټني ) مقالو ټولګه کي چاپ خپره سوې ده، چي په (۱۳۵۷ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ چاپ کړې ده.
ډیجیټال کوونکی: عبدالرحمن پتوال
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 3437
نقدی بر نقد دکتور حميدالله مفید «نگاهی به واژه های پټه خزانه»
- Details
- څانګه: پټه خزانه
دکتور زمان ستانیزی
منبع: افغان جرمن آنلاين پاڼه، د ۲۰۲۰ کال د جون مياشت
د ډاکټر صاحب حميدالله مفيد بشپړ نقد پر لاندني لينک لوستلای سئ:
https://www.ariaye.com/dari16/farhangi/mofid.html
(نگاهی به واژه های پټه خزانه) عنوان نوشته داکتر حميٍدالله مفید توجه ام را جلب کرد. من باموضوعات سیاسی آن سروکاری ندارم، صرف منحیث یک زبانشناس از نگاه مکلفیت مسلکی به تحلیل بخش لغوی آن می پردازم.
داکتر مفید مینویسند «واژه زمری: معنی این واژه در واژنامه اوستایی و پهلوی و فارسی پیدا نشد، در لغتنامه های سانسکرت نیز دیده نشد، مگر در (قاموس کتاب مقدس) آنرا دریافتم و معنی آن چنین است: نام رییس شمعونیان است».
قاطعیت ادعای دکتر مفید شگفت آور است که اینقدر اثار و اسناد را در زبانهای مختلف مطالعه یا مرور کرده ولی در هیچ یکی از آنها کلمه با معنا و مفهوم مشابه را نیافته است و استدلال میکنند که چون کلمه پشتوی (زمری) در واژنامه های این زبانها پیدا نشد، پس باید جعلی باشد. مگر داکتر مفید توقع داشتند که کلمه (زمری) را به همین شکل در زبانهای دیگر پیداکنند؟
تا جائیکه با علم زبانشناسی آشنایی کم و بیش دارم، برای ریشه یابی کلمات رجوع به قاموسها و واژنامه های انترنیتی ممکن قدم اول باشد، ولی هرگز نتيجه نهايی بوده نميتواند. اساس کار رجوع به طرز العملهای منظم و مرتب علمئ ریشه یابی در صداشناسی phonology و آواشناسی phonetics است که معمولاً از روی صامتها یعنی consonantsیا واحدهای صوتی یعنی phonemes آنهارا در بخش phonemics ریشه یابی میکنند.
برای یافتن ریشه کلمه صامتها کلیدی کلمه (زمری) /ز/، /م/ و /ر/ را در جدول صامتهای همردیفش قرار میدهیم تا مطابقت یا مغایرت آنرا با خانواده زبانهای مرتبطش پیدا کنیم .در این مورد صامتها مورد نظر را با صامتهای همردیف آن که دارای مخرجهای صوتی مشترک یعنی articulation of points مشابه اند و با آنها قابل ابدال و معاوضه اند، در سه ردیف قرار میدهیم:
۱. صامتهای ردیف اول عبارت اند از /ز/، /ژ/، /ږ/، /س/، /ش/ و /ښ/که صامتهای معادل تقریبی آن در الفبای صوتی بین المللی (IPA) عبارت اند از: ʒ ʂ ʐ z ž s š.
۲. صامتهای ُغنه ای همردیف دوم /م/، /ن/، /ں/و /ڼ/که صامتهای معادل تقریبی آن در الفبای صوتی بین المللی (IPA) عبارت اند از: m ṇ ŋ ɳ n.
۳. صامت ردیف سوم /ر/ و /ل/ که صامتهای معادل تقریبی آن در الفبای صوتی بین المللی (IPA) عبارت اند از:
r, ɹ, l, ʎ.
صوت / ز/ در (زمری) پشتو، با صوت اولی در زبانهای شرقئ هند و اروپایی چون سڼهالی (دراویدی) و زبان دیگر این دسته قابلیت اِبدال و جایگزینی دارد مثل سڼهه، شڼهه، سنها، سیره، شیره، شیر. صامت /م/ کلمه (زمری) با صامتهای وسطی در زبانهای همین دسته همگونی دارد چون سڼهه، شڼهه، سنها. و صامت /ر/ با بخش غربی زبانهای هندو اروپایی با /ل/ همگونی دارد مثال در (Löwin, lionne, leon, leo, lion) در اکثر زبانهای هندواروپایی از آيسلندی تا بنګالی و اندونيزيایی کلمه شير دارنده یک تا سه صامت کلیدی همین دسته اند که به صورت تقریبی اشکال الفبای صوتی بین المللی (IPA) ذیل در آنها به نظر میرسد:
z, ʒ, ʂ, ʐ, ž, s, š, ʃ
m, ṇ, ŋ, ɳ. n
r, ɹ, l, ʎ
بنا کلمه (زمری) پشتو دارنده هر سه صامت کلیدی زبانهای هندواروپایی است. در مقایسه زبانهای غیر هندواروپایی در کلمات هم معنی (زمری) یا (شیر) صامتهای بیرون از این دریف را دارند مثلا صامت /د/ در (اسد) عربی، صامت /غ/ در (آغیې) عبری، صامت /ج/ در (سجا) کوریایی، یا صامت /ب/ در (لیب) یدی، یا صامت /ک/ در (زکی) زبان هوسه. پس صامت های کلمه (زمری) پشتو با همه صامتهای زبانهای هندو اروپایی مطابقت کامل دارد و هیچ صامت بیگانه و غیر هندواروپایی در آن دیده نمیشود که شک و شبه در اریایی بودن زبان پشتو ایجاد کند.
بر میگردیم به زبانهای آریایی. همین دو صامت /ز/ و /ر/ که در کلمه (زمری) موجود اند در کلمات با معانی و مفاهیم مشابه (شیرصفتی) و دلیری علاوه بر اوستایی هم در فارسی/ دری ادبی موجود است و هم در فارسی عامیانه:
دیده سیر است مرا، جان دلیر است مرا
زهره شير است مرا، زهره تابنده شدم (مولانا - دیوان شمس(
در نیم بیت دوم (زهره) اول به معنای جرأت و شهامت از ریشه اوستایی است که در پشتو به شکل (زړه) و مشتقات آن (زړه ور - زړه ورتیا - زړه ورتوب) موجود است و در پهلوی کلمه (شیر) در شعر مولانا همان معنا و مفهوم دلیری را افاده میکند. همین کلمه در فارسی عامیانه در اصطلاح (زریش ترقید - زهره اش ترکید) همین مفهوم دل و دلیری را میرساند .
داکتر مفید مشتقات و مشترکات صوتی کلمه (زمری) را با زبانهای هندو اروپایی نادیده گرفته مینویسند: مگر در
)قاموس کتاب مقدس) آن را دریافتم و معنی آن چنین است :نام رییس شمعونیان است. باز هم اشتباه در اینجاست که کلمه zimri یا זמרי که دکتر مفید به آن اشاره میکنند در عبری به معنای (آوازخوان) و با تلفظ کامالا متفاوت از کلمه (زمری(zmarai در پښتو است که به معنای یک حیوان است که با آن هیچ ارتباط معنایی و هیچ مورد، ارتباط و همګونی ندارد. دکتر مفيد همه شباهت های معنايی و صوتی کلمه (زمری) را در زبانهای هندو اروپايی يافته نتوانستند. ولی با يک کلمه بدون هيچ شباهت های معنايی يا موضوعی در يک زبان کاملا بیرون از ساحه زبان اولی مرتبط می سازند .آیا اینجا واقعاً هدف ریشه یابئ کلمات است یا رشته بافی و بیگانه جلوه دادن یک هویت زبانی؟ آیا دکتر مفید واقعا نتوانستند ریشه این کلمات را بیابند، یا عمدا نخواستند بیابند. اولی علمیت شان را مورد ال سو قرار میدهد و دومی انگیزه (تحقیق) شان را.
داکتر مفید به جستجوی معنای کلمه (زمری) ادامه داده مینویسند: در دوره خوشحال خان خټک نیز پیدا نشد، بجای آن واژه (شیر) به کار میرفت، این واژه پس از کاربرد در پټه خزانه در زبان پشتو کاربرد یافته است...).
مکث.
یعنی کلمه زمری در زبان پشتو قبل از نشر نسخه چاپئ، یا به زعم ایشان جعلی، پټه خزانه وجود نداشت؟ به این اندازه قدرت و توانمندی در یک اثر (جعلی) واقعا تعجبآور است که یک کتاب با تکثیر یک یا دو هزار نسخه ملیونها ذهنیت پشتون را در عالم کم سوادی چنان تغیر فوری و آنی بدهد که همه آنها تصمیم بگیرند که منبعد عوض کلمه (شیر) از کلمه (زمری) استفاده کنند؟ ادعای دوم شان عجیبتر رشک بردم بر این که ایشان توانسته اند صدها شعر کلیات حجیم خوشحال خټک را که با طباعت حروف کوچک بیش از 1200 صفحه را احتوا میکند، به زبان پشتو خوانده است، ولی در آنها هیچ کلمه (زمری) را نیافته است. روی تصادف کلیات خوشحال خټک در الماری کتابخانه ام گویی منتظر نفی این ادعا بود:
باز، خوشخور مرغه، مزری دا درې اقوامه
غیر جنس سـره جـفـتـي کا دا ده عامه
د زمـري د پړانګ تر مـــنځ ببر پیدا شي
که انکار ور ځنــي نکـړي هسي دا شي
)خوشحال خټک - بازنامه ۹۶۴)
راشه وګوره خلقه! نصیب په څو خوري
توري نور ځوانان وهي منصب سدو خوري
په غـارونـو کی مــزری څټي منګولي
په تیاره کي د ګردۍ وازدي پیشو خوري
)خوشحال خټک - کلیات ۲۸۱)
در لهجه شرقی پشتو صامتهای پیوست در آغاز بعضی کلمات بعضا قابلیت اِبدال و جایگزینی پیدا میکنند که در صداشناسی آنرا consonantal inversion میگویند مثلا (پښه) یا (پخه – خپه)، (پسرلی – سپرلی)، (مزکه - زمکه)، (مزری – زمری). در دیوان خوشحال خټک، احتمالا به خاطر روانتر ساختن بحر شعر مثالهای هر دو نوع یعنی (زمری) و (مزری) به کار رفته. آیا داکتر مفید نتوانسته این کلمات را بیابد یا نخواسته آنها را بیابد ولی در ضمن به منبع ادعای استناد کند؟
داکتر مفيد نامهای اشخاص در پټه خزانه را به کلمات نا مرتبط ولی همصدا در زبانهای ديګر نسبت ميدهند و ادعا ميکنند، که اين نامها جعلی اند. مثلاً در مورد نام (ماکو) مينويسد، اين نام جعلی و ساختګی می باشد، زيرا نام سلیمان ماکو به جز در پټه خزانه در دیگر هیچ آثار فارسی و تازی و پشتو دیده نشده است.
مگر نامگذاری اشخاص باید سلسله مراتب داشته باشد که اول باید در یک زبان و بعدا در زبان دیگر ذکر شوند؟ فرضا اگر چنین هم باشد، آیا داکتر مفید نمیداند که زبان پشتو نظر به تاریخ تحول زبان، ساختارهای دستوری، و اغنای تنوع صوتی آن از زبان فارسی/ دری کهنه تر است؟ زبان پشتو نظر به تحول و تسلسل زمانی آن مستقیما از اوستا ریشه میگیرد از همین سبب دارنده کهنترین ترکیبات صوتی و ساختاری است که در شناخت فرهنگ زبانهای آریایی گنجینه نهایت ارزشمند است .در حالیکه ریشه فارسی/ دری امروزی از راه پارسی میانه پهلوی/ اشکانی به فُرس قدیم میرسد و از نگاه تحولات زمانی زبان جوانتر و به همین سبب ساده تر است. این سادگی از یک طرف در آموزش آن سهولت ایجاد میکند، ولی از طرف دیگر بسیاری از خصوصیت های کهن زبانهای اریایی در آن از بین رفته، چنانکه حتی با فارسی میانه در بسیاری موارد وجوه افهام و تفهیم آن نامانوس اند. خالصه اینکه از نگا تحولات صوتی باید انتقال یا به عاریت گرفتن کلمات از زبان کهنه به زبان نو باشد، نه عکس آن. پس نمیتوان استدالل کرد که برای اینکه نامهای پشتو اعتبار تسلسل ریشه ای داشته باشند باید اول در اثار فارسی و تازی ذکر شده باشند، در غیر آن جعلی اند.
باز هم اگر داکتر مفید به چهار طرف خود می نگریستند، ممکن می فهمیدند که (ماکو) یکی از اقوام پشتون است که در ولایات غربی افغانستان خصوصا در غور و هرات بود و باش دارند .تعدادی از آنها در نتیجه انتخاب زندگی شهری پشتونهای پارسیبان یا پارسی زبان شده اند. مطمئنم بین دانشمندان و نویسنده گان امروزی ما شخصیتهای مربوط به قوم ماکو هستند، که بنده تعداد آنها را میشناسم. که باید به وجود و هویت شان حرمت گذاشت و آنها را (جعلی) قلمداد نکنیم.
درباره کلمه نازو آنا مینویسند: «انا وامواژه ترکی اذربایجانی است، به معنی مادر می باشد، همسوی پشتوی آن (مور مورجانه و مورکۍ) می باشد، این واژه از دوران مغولیان در زبان پشتو وام شده است و تنها در مناطق پشاور پسان ها کاربرد یافته است، در پټه خزانه نیز با استفاده از زبان گفتاری پشتونها نگاشته شده است، که به هیچ روی پشتو نیست و پوهاند حبیبی صاحب این نام را نیز به گونه ای جعلی در پټه خزانه افزوده است، این نام در ادبیات و در سیاست و در فهرست نامهای خانواده هوتکیان و در تاریخ آنها نگاشته نشده است، زیرا هیچ سندی مبنی بر اینکه هوتکیان به زبان پشتو سخن رانده باشند در دوران خود انها در اختیار نیست، هر چه در زیر نام هوتکیان ذکر شده است در همین دوران جدید و پس از پټه خزانه می باشد».
این سلسله ادعاها با چنین قاطعیت نتنها اینکه ذهنیت پژوهشگر و خواننده را مغشوش و پارکنده میسازد، بلکه ضد و نقیض همدیگر اند. در اکثر زبانهای دنیا از زبانهای حامی و سامی تا زبانهای ترکو التایی و زبانهای هندو اروپایی همه و همه کلمات ندایی برای پدر و مادر از اصوات تکراری که در لب یا دندان ادا شوند ترکیب می شوند .دلیل آن این است که در ابتدایی ترین مراحل زندگی نوزاد زبان را سمعی و بصری می آموزد. و این کار ایجاب میکند که مادر آواهای را تکرار کند که نوزاد هم صدای آنرا بشنود و هم مخرجهای صوتی آنرا ببیند. صامتهای ب، پ، م، ن، د، و ت که مخرجهای صوتی آنها هم قابل دیدن اند و هم قابل شنیدن، از طرف نوزادان به آسانی تکرار میشوند، مثل: ابا، بابا، پاپا، ماما، انا، نانا، دادا، تاتا، اتا ... بعدها این صوت های مکرر به کلمات ندایی برای مهمترین اشخاص در زندگی یک نوزاد یعنی مادر و پدر به نامهای ندایی آنها تبدیل میشوند. اگر کلمه (اتا) در ترکی با کلمه (اُتو) در جاپانی هر دو به معنای پدر به کار میروند شباهت صوتی آنها به عاریتی بودن آنها دلالت نمیکند. همچنان کلمه (انا) بین آزری و پشتو همگون ادا میشود به وامواژگی آنها دلالت نمیکند چون همگونیهای آنها جهانشمول نه منحصر به یک زبان خاص. کلمه (انا) کاملاً پشتو است و شباهت آن با کلمه آزری نه به وامواژګی آن دلالت ميکند و نه قابل تعجب است. عجیبترا اینکه داکتر مفید کلمه (انا) در پشتو را به اشتباه مادر تعریف میکنند، حال آنکه معنای درست آن مادرکلان یا مادربزرگ است. بالفرض اگر این تفاوت را نادیده بگیریم باز هم داکتر مفید در اشتباه هستند .زیرا در پشتو (مور) نام ارتباط خانوادگی است، ولی (انا) اصطلاح ندایی است .در قیاس با فارسی/ دری (مور) معادل (مادر) است و (آنا) معادل (نه نه، بوبو...) داکتر مفید تا قبل از رسیدن به جمله بعدی ارتباط آزری را فراموش میکنند و می نویسند که این واژه از دوران مغولیان در زبان پشتو وام شده است و تنها در مناطق پشاور پسان ها کاربرد یافته است. «اینکه به کدام استناد و کدام استدلال ارتباط وامواژگی را از آزربایجان به پشاور میرسانند و مسؤليت آنرا به مغولیان منتقل می سازند کاملا نامفهوم است. مردم پشاور ممکن کلمات مغلی را به عاریت گرفته باشند، ولی واقعا با آزریها هیچ سروکاری نداشتند. تعجب آور اینکه، آیا داکتر مفيد واقعاً نمیدانند که نامهای ارتباطات خانوادگی در هیچ زبان دنیا عاریتی بوده نمیتواند چون کلمات اصلی و اولی اند؟ بالفرض اگر این ادعای کاملا غیر علمی او را بپذیریم، از استدلال ناقص آن چنین استنباط نیمشود که گویا تا آن زمان پشتونها برای مادر یا مادر کلان نام نداشتند؟ ولی قبل از آنکه رنگ قلم جمله قبلی او بخشکد بالفاصله دلیل خود را نقض میکنند و مینویسند که کلمه (انا) به هیچ روی پشتو نیست و پوهاند حبیبی صاحب این نام را نیز به گونه ای جعلی در پټه خزانه افزوده است. این دو ادعا متناقض یکدیگر اند: اگر کلمه را پشتونها از ترکی آزری گرفتند، پس عاریتی است و جعلی بوده نمیتواند، و اگر پوهاند حبیبی آنرا جعلی در پټه خزانه افزوده باشند، پس عاریتی بوده نمیتواند.
در ادامه تناقضات می افزایند: «این نام در ادبیات و در سیاست و در فهرست نامهای خانواده هوتکیان و در تاریخ آنها نگاشته نشده است».از یک طرف داکتر مفید در استنباط ادبیات و سیاست و فهرست نامهای خانواده هوتکیان، یعنی همین پټه خزانه را جعلی می پندازند و از آن انکار می کنند، از طرف دیگر به آن اتکا و استناد میکنند؟ ولی او بالفاصله حتی همین تناقض خود را یک بار دیگر نقض کرده مینویسند» : زیرا هیچ سندی مبنی بر اینکه هوتکیان به زبان پشتو سخن رانده باشند در دوران خود انها در اختیار نیست، «اگر هیچ سندی نیست، پس شما از کجا فهمیدید که در فهرست نامها» نگاشته نشده است؟ «دلچسپ است که به کتاب سوزیهای آثار محدود زبان پشتو در زمان هجوم افشاریه به غرب افغانستان هیچ اشاره نشده.(
اگر هوتکیان به زبان پشتو صحبت نمی کردند، پس زبان شان چه بود .نظر به اشاره های ضمنئ داکتر مفید و همقطاران شان، پشتونها عبری بودند .این را هم میدانیم که هوتکیها در دوره حکمروایی بر مناطق مختلف پارس و افغانستان به عبری صحبت نمی کردند. برای درست بودن این ادعاها باید بپذیریم که پشتونها یک بار زبان عبری را کاملا فراموش کردند و زبان دیگری را آموختند، و بعد در زمان نوشتن پټه خزانه تصمیم میگیرند که آن زبان دومی را هم به یکبارگی فراموش کنند و زبان پشتو را اتخاذ کنند .صرف نظر از اینکه چنین واقعه هرگز در تاریخ بشریت ثبت نشده، ادعاهای داکتر مفید این ال سو را بر می انگیزد که چطور ممکن شد که صدها هزار هوتکی در ایران امروزی و در والیات جنوبی افغانستان بدون هیچگونه تسهيلات آموزش یکبارگی تصمیم گرفتند که پشتو زبان شوند و یک زبان نسبتا مشکل را به فصاحت کامل تکلم زبان مادری بیاموزند؟
دلچسپ است که همین (استدلال) رشته بافی در مورد کلمه (انا و نازو) تا چندی قبل از طرف یکی دیگر از (داکتران) همقطار داکتر مفید که داستان خیالی را صبغه تاریخی می دادند به نحو دیگر شایع شده بود که گویا نازو آنا، مادر میرویس خان هوتکی اصلا خانم باقرخان بخارایی است. و حاال از راه ارتباط لقب (آنا) او را به آزربایجان می پیوندند. یعنی اگر نازو آنا بخارایی یا آزری می بود، او را مفتخر دانسته به او می بالیدند، ولی چون آن ادعا جای را نگرفت و نازو انا دوباره توخی یعنی پشتون شد، باید از افتخار و موجودیت تاریخی اش انکار کنند.
اصطلاحات (سلطان، نایب، و امیر کروړ...)از دوره تمدن اسلامی مروج عام اند ولی داکتر مفید یک بار دیگر کوشش به خرج میدهد تا از آن پلی بسازند به سوی زبان عبری: (امیر پسر قارن که عمو زاده موسی پیغمبر بنی اسراییل و بر دین او بود). اين از جمله اشاره های ضمنی مکرر است به ادعای جعلی که گویا پشتونها از قوم بنی اسرائیل اند. اینجا توجه داکتر مفید و همفکرانش را به مقاله تحقیقی معطوف میدارم که، دورتر از تشنجات سیاسی داخلی افغانستان، به سطح جهانی در رد ادعای بنی اسرائیلی بودن پشتونها اخیرا در صفحه پوهنتون کمبریج انگلستان منتشر گرديد:
Are Pashtuns the Lost Tribe of Israel? Zaman Stanizai
جز لفاظی و تجمل و تظاهر (عالمانه؟) در نوشته داکتر مفید هیچ اصل علم زبانشناسی، هیچ قانون صداشناسی و هیچ روش ریشه یابی از راه آواشناسی که متظمن اثبات ادعایش بوده میتوانست، ارایه نه گردیده. مسائل بحث برانگیز اند، ولی سوالاتی که منتظر جوابهای علمی اند، به استنتاجهای سیاسی روبرو میشوند، انگیزه های عقب پرده فضای تحقیق را به یغما میبرد، و پای یک کوشش ریشه یابی کلمات از راه (استدلال ضمنی) به رشته بافی هویت های قومی زبانی کشانیده میشود.
قلم به دستانی که القاب و درجات تحصيلات علمی را با نام خود پیوست مینویسند مکلفیت مسلکی و اخالقی دارند تا به رسالت قلم حرمت گذاشته تحقیق خود را بر پایه علم و استدلال استوار سازند، نه بر ریشه تعصب. این نوشته مثل چند نوشته دیگر او از نوع کوششهای است برای انکار از هویت و زبان و فرهنگ و ادب و تاریخ و حتی جغرافیه پشتونها که خود را در لباس نقد ادبی جلوه داده ولی نتوانسته رنگ ذهنیت امپریالیزم فرهنګی بقایای آلمانها نازی را زیر نقاب پنهان نگهدارد. مشکل داکتر مفید در این پاراداکس یا قیاس متناقض خالصه میشود که زمانی بالای نبودن چیزی از اندازه زیاد اصرار میورزید، در واقع بودن آنرا ثابت میکنید.
در این مقطع حساس تاریخ افغانستان اخلاق سیاسی ایجاب میکند تا انگیزه تحقیق مسایل مربوط به جامعه بحران زده تا حد توان و امکان در برابری و همدیگری توضیح شود، نه در توجیه بیگانه نگری. قلم نباید به تقلید از شمشیر بُران شود، بلکه بران شود تا از رشته بیان و تار و پود فرهنگ جامعه جامه بدوزد، نه کفن. در کل این نوشته را مُضر یافتم، نه مفید.
ـــــــــــــــــــ
دکتور زمان ستانیزی استاد علوم سیاسی در پوهنتنون دولتی کلیفورنیا است با سند تحصیلات زبانشناسی از پوهنتون
واشنگتن.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 3001
مهردل خان مشرقي
- Details
- څانګه: پټه خزانه
ليکونکی: میراحمد ګوربز
په دیارلسمه هجري پېړۍ کي د کندهار له علمي، ادبي او سیاسي رجالو څخه یو هم مهردل خان مشرقي وو، چي د اداري او سیاسي کارونو تر څنګ ئې له ادب او شاعرۍ سره هم مینه درلوده، د قدماوو اثار ئې په مینه لوستل او د خپلي کتابخانې له پاره ئې په کاتبانو نایاب پښتو او پارسي خطي اثار لیکل.
پوهاند حبیبي لیکي: مهردل خان د کندهار له نامتو اداري او ادبي اشخاصو څخه وو. مهردل خان د پاینده محمدخان محمدزی بارکزایي د هغو یوویشتو زامنو څخه دئ، چي د افغانستان په تاریخ کي ډېر نوم لري، ده د سیاست او حکومت کولو تر څنګ د ادب، شعر او پوهي سره هم خاصه مینه لرله او په تصوف کي د پوره لاس خاوند وو، چي پوهانو، ادیبانو او صوفیانو سره ئې ناسته ولاړه درلودله او هر وخت ئې د دوی په مجلسونو کي برخه اخیسته او په خپله ئې هم د صوفیانو له پاره د مجلسونو جوړولو زمینه برابروله او دوی به ئې راغوښتل.
مهردل خان د کهندل خان سکنی ورور، وروڼه ئې د امیردوست محمد خان په زمانه کي د کندهار مشران او حکمرانان وو. د ده په وروڼو کي پنځه تنه ډېر مشهور ول. یو څه موده ئې په کندهار کي د حکمرانۍ وظیفې اجرا کولې او د دوی په منځ کي مهردل خان د سیاست تر څنګ قلم او کاغذ د لاس نه و نه غور ځول ډېر ابتکاري شعرونه ئې وویل، تصوفي کتابونه ئې ولیکل، په هندي سبک ئې شعرونه وویل د مولانا بلخي، حضرت جامي او نورو شعر ویونکو سره ئې فکري اشنایي پیداکړه. د ده په کور کي همېشه پوهان، شاعران، لیکوالان او ادیبان را ټولېدل، د کندهار سپین ږيرو او مشرانو د ده په کور کي ددغه ډول ادبي غونډو او مجالسو خبري کولې.
مهردل خان د تصوف سره ډېره مینه لرله او د باطن په پاکولو لګیاوو، تخلص ئې (مشرقي) او نوم ئې مهردل خان و. دی په ۱۲۱۲هـ ق د محرم په میاشت کي په کندهار کي وزېږېد دوی د یوې مور نه پنځه وروڼه ول، د دوی مور د غلجي سهاکو له قبیلې څخه وه، نو ځکه د پلار له خوا په سړهبني ابدالي کورنۍ پوري اړه لري او د مور له خوا په غلجي کورنۍ پوري. چي دا دواړه د پښتنو قوي او تاریخي قبیلې دي.
د دیارلسمي هجري پېړۍ په لومړیو وختونو کي کله چي زمان شاه د تیمور شاه زوی د احمدشاه لمسی په دې لټه کي شو، چي خپله شاهنشاهي بیرته تنظیم او په هند باندي حمله وکړي، انګلیسي سیاست مداران چي نوي په هندوستان باندي مسلط شوي ول، د افغانانو د حملې نه په وېره کي وه، د دې له پاره چي د دې حملې مخه ئې نیولې وي او د دې خطر نه ئې ځانونه بچ کړي وي او د خپلي پراختیا غوښتني سیاست ئې تعقیب کړی وي په دسیسو، ټګیو، برګیو او چالونو ئې لاس پوري کړ. د کابل او کندهار په دربار کي ئې داسي وضع راوستله چي شاه زمان د کندهار د قبیلو ځیني مشران ووژل چي یو پکښي پاینده محمدخان د حاجي جمال خان بارکزی زوی وو، چي شل زړور او تکړه زامن ئې لرل.
دا پېښه د روژې د میاشتي په دیارلسمه نېټه ۱۲۱۴هـ ق (۱۷۹۹م) په کندهار کي منځته راغله چي په دې وخت کي مهردل خان دوه کلن وو، کله چي ژڼی شو نو د پوهي او ادب په لمن کي وروزل شو، د ده مشران وروڼه په ټول افغانستان باندي د کشمیر نه تر هراته پوري مسلط او د ده وروڼه چي په کندهار کي په سردارانو باندي مشهور ول، کهندل خان، رحمدل خان، شېردل خان او پردل خان په کندهار کی د فراه نه تر شارپور، ژوب او مقر پوري حکومت کولو، د دیارلسمي پېړۍ په نیمایي کي په خپله مهردل خان هم د کندهار حکمران وو. میرزاحنان، حاجي عبدالله، صدیق اخندزاده، ملامیران، طرزی او نور نامتو ادبا د دې ادیب دوست حکمران معاصرین او ملګري ول.
مهردل خان د جمعې په ورځ د درېمي خور په اوه ویشتم د ۱۲۷۱هجري کال چي د شپېتو کالونو په عمر وو، په کندهار کي مړ شو او هلته د حضرت جي بابا له مزاره سره ښخ دئ. میرزا احمد نومی شاعر د ده د وفات نېټه داسي ویلې ده:
(احمد از هر کس تفحص مينمود، سال فوت آن شه اقليم جود ها تفی بنهاد سر بر پاش ګفت (۱)، (در منزل اوباد جنات خلود).
ميرزا حنان د ده معاصر اديب، د مهردل خان مرثيه په يو څو بيتو کي ويلې ده، چي د دې اديب سجايا او سليقه ښه ځني معلوميږي او هغه دا ده:
و جوار ته د مولا سردار قرین ولاړ
چي مرغوب د کل عالم وو په تحسین ولاړ
د هنر او علم کان د حیا بحر
په خلقت د نېکنامۍ څه ښه رنګین ولاړ
په جیفه ئې د دنیا ځان ککړ نه کړ
د عمل په صابون پاکه جامه سپین ولاړ
و سخا ته ئې حیران حاتم طایي وو
تکیه ګاه د هر فقیر او د مسکین ولاړ
فیض رسانه لکه لمر و کل جهان ته
مستقیم پر شریعت حامي د دین ولاړ
په حکمت ئې افلاطون شاګرد د عصر
چي تقریر ئې وو شیرین تر انګبین ولاړ
اعتماد باندي د کړو نه دئ حنانه
چي سردار مهردل له دې دنیا مزمن ولاړ
مشرقي یو تکړه، نازک خیال، شاعر او لیکوال وو، په پارسي ئې هم قوي شعرونه ویلي دي، د ده د پارسي دېوان بیتونه تر پنځو زرو پوري رسیږي او په زرو بیتو مثنوي کي ئې د مولانای رومي د مثنوي لومړي بیتونه شرح کړي دي. د ده د شعرونو دېوان، غزل، رباعي، تخمیس او داسي نور لري چي دا اثر د عبدالقادر بېدل په سبک لیکل شوی دئ. د حافظ، جامي، او نورو شاعرانو څخه ئې طلایي رنګ او شکسته لیک سره لیکل شوی او شاوخوا ئې په نفیس ډول سره جدول شوې ده. د جمع الجمع په نوم تصوفي کتاب لري د تصوف، عرفان او ادب پوري مربوط مسایل پکښي راوړل شوی دي. بل ئې شرح بیتین مثنوي اثر دئ، چي د پوهاند عبدالحي حبیبي له خوا ترتیب او تصحیح شوی دئ. مشرقي په پښتو کي هم متفرق شعرونه لري د ده کلام خوږ او روان دئ، خو افسوس چي د ده ډېر پښتو اشعار ورک دي او ځیني نمونې ئې په پښتانه شعرا دوهم ټوک کي خوندي شوي دي.
مشرقي همېشه پوهان او شاعران دې ته تشویقول چي کتابونه او اثار ولیکي چي څو کتابونه د ده په تشویق او غوښتنه مولفانو لیکلي دي. مثلا محقق کندهاري علامه مولوي حبیب الله نقد المشتقات في تزئیف الموضوعات په نوم په نهه ویشت بابونو کي د مشرقي په خواهش لیکلی دئ.
دغه رنګه د ځان او د خپلي شخصي کتابخانې له پاره د محمدهوتک پټه خزانه هم د ده په امر نورمحمد خروټي د دوهم ځل له پاره د اصلي نسخې له مخي لیکلې ده.
پټه خزانه محمد بن داود لیکلې او په لاندي نېټه تکمیل شوې ده، چي په خپله محمدهوتک لیکي:«کتاب تمام شد روز جمعه بیست وچار شوال المکرم سنه ۱۱۴۲ هجري در قندهار مولف محمدهوتک نیز فارغ البال ګشت. ستایش باد خدارا.»
د پټي خزانې هغه لیکلی متن چي د مهردل خان مشرقي له پاره نورمحمد خروټي لیکلی دئ، کټ مټ دلته راوړو:« به تاریخ دهم ماه ربیع الاول سنه یکهزارو دو صدو شصت و پنج هجري ګذشته بود از هجرت رسول خدا (ص) بدسخط حقیر فقیر کثیر التقصیر نورمحمد خروټی برای علیجاه رفعت جایګاه سردار عالی تبار سردار مهردل خان قلمی ګردید.»
د دې نه هم داښه جوتیږي چي مهردل خان د پوهانو، ادیبانو، لیکوالانو، شاعرانو، روحانیونو، صوفیانو او د دوی له اثارو سره خاصه مینه لرله، دلته به د مهردل خان د پښتو شعر نمونه راوړو چي شعر ئې څومره ساده، اسان او روان دئ.
پلو واخله له سپوږمۍ مخه مېرمني
ستا بې مخه راته شپې دي ورځي سپیني
ستا له وره تللی نسوای هوري دوري
درته ناست یم په دربار پرې مي دي سپیني
درست بدن مي د بېلتون په اور کي وریت شو
په کوګل کي مي ویلیږي، توري سپیني
راته وګوره رقیب سپک په څه شان کړم
خدای دې سپک کړي ستا په مخ، و دې وزي سپیني
زه پښتون یم نه وېرېږم له رقیبه
ورته و به کړمه بیا ښې سپيني سپيني
(مشرقي) دي په تیاره د بیلتون ژاړي
ورته لمر د مخ ښکاره کړه په مخ سپيني
په لومړي بیت کي د ورځو صفت دئ، په دوهم بیت کي د سپیني د پښو د شاپلو ته وایي، په درېيم بیت کي توري غوښي او سپيني غوښي مراد دي، په څلورم بیت کي مطلب سترګي دي، په پنځم بیت کي مطلب سپيني خبري دي، په شپږم بیت کي محبوبې ته خطاب دئ چي اې په مخ سپيني چي مخ دي سپين دئ.
ماخذونه:
۱ـ شرح بیتین مثنوی، مولانا جلاالدین بلخی، از سردار مهردل خان مشرقی، ترتیب و تصحیح پوهاند عبدالحی حبیبي. چاپ انجمن تاریخ و ادب افغانستان، کال ۱۳۵۱، مخونه الف، ب.
۲ـ پښتانه شعرا دوهم ټوک، صدیق الله رښتین، پښتو ټولنه، کال ۱۳۲۰ل مخونه ۴۴۵ـ ۴۴۶.
۳ـ پټه خزانه، د محمدهوتک بن داود، چاپ د بیهقي کتاب خپرولو موسسه، دولتي مطبعه کال ۱۳۵۴ل مخونه سلو یوولس او یووسلو دولس(۱۱۱ـ۱۱۲مخونه).
دا مقاله (دمحمدهوتک یاد) د ملي سیمینار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمن (پتوال)
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 3026
«پټه خزانه» ـ زلمی هيوادمل
- Details
- څانګه: پټه خزانه
زلمی هیوادمل
د تذکرو او شاعرانو د شرح حال لیکنه په شرقي ژبو کي لرغونی دود دئ او په زیاته شمېره دغه ډول کتابونه په دې ژبو کي کښل شوي دي، خو له بدمرغه چي د دغه ډول کتابونو یوه کافي برخه د زمانې سړو سیلیو ورسره وړې ده او د ځینو ئې پرته له نامه بله پته په لاس کي نشته(۱) پښتو د افغانستان د لرغوني او تاریخي ژبي په توګه له پخوا څخه د غني لیکنیو او شفاهي ادبیاتو څښتنه ده. په زیات تعداد شاعران او لیکوال پکښي تېر شوي دي.
زموږ پخوانو ادیبانو او مورخینو هم د خپلو شاعرانو د شرح حال او وینا له خوندي کولو سره مینه درلوده په همدې اساس ځینو مورخینو هم په خپلو اثارو کي د شعراو احوال او ویناوي راوړي دي(۲) مګر له بده مرغه چي له دغو آثارو اوس څه نه دي پاته او زیاته برخه ئې له منځه تللې ده او د ځینو ئې هم یوازي نومونه تر موږ را رسېدلي، چي هغه هم د پټي خزانې زرینو پاڼو تر موږه را رسولي دي.
د پښتو له لرغونو تذکرو څخه یوه هم د تذکرةالاولیاء څو پاڼي دي(۳) چي نوره برخه ئې محوه شوې ده.
زموږ بله په زړه پوري او باارزښته تذکره «پټه خزانه» ده چي له نېکه مرغه د زمانې له ناخوالو او چپاوونو خوندي پاته ده، او یوه خطي نسخه ئې ترموږ پوري رسېدلې ده.
په دې لیکنه کي زه پر همدې تذکره خبري کوم او پېژندنه ئې دلې لیکم او په دې لیکنه کي به تر دغو لاندي سرلیکونو لاندي پر دغه کتاب بحث وشي:
۱ــ د پټي خزانې مؤلف او لیکلو وخت.
۲ــ د پټي خزانې اهمیت.
۳ــ د پټي خزانې مطالب.
۴ــ د پټي خزانې اشعار.
۵ــ د پټي خزانې نثر.
۶ــ پټه خزانه چیري وه؟
۷ــ د پټي خزانې خطي نسخې.
۸ــ د پټي خزانې موجوده نسخه د متنپوهني له نظره.
۹ــ د پټي خزانې چاپي نسخې.
۱۰ــ د پټي خزانې ترجمې.
۱ــ د پټي خزانې مؤلف او د لیکلو وخت:
پټه خزانه د هیواد د فاضل او پوه مورخ محمد(۱۰۸۴هـ.ق. زوکړی) بن داود هوتک (۱۱۳۶هـ.ق. مړ) تالیف دئ (۴) چي دغه تذکره ئې د وخت د باچا اعلیحضرت شاه حسین هوتک (۱۱۱۴ــ۱۱۵۲هـ.ق.) د علم پرورۍ پر اساس هم د ده په غوښتنه کښلې ده، او په کښلو ئې د ۱۱۴۱ هـ.ق. کال د جمادالثاني په ۱۶ نېټه د جمعې په ورځ پیل شوی دئ او د ۱۱۴۲هـ.ق. کال د شوال المکرم په ۲۴ نېټه پای ته رسېدلې ده(۵).
محمدهوتک په پټه خزانه کي د دې کتاب د لیکلو سبب داسي ښيي: «... هغه وخت چي زما له ارادې خبر سو. د پښتنخا د سترګو تور امام المسلمین شاه حسین ادام الله ... الی یوم الدین ... نو ئې زه وغوښتم خپل دربار ته او ما ته ئې تشویق وکا او الطاف ئې ښکاره کا، چي دا خپله اراده پوره کاندم او د پښتنو شاعرانو حال سره راټول کاندم. ځکه زموږ پاجا او د ښالم خيلو د زړه سر شاه حسین خلدالله ملکه و سلطنه پخپله هم د ښې وینا خاوند او د پښتو شعر شوقمن دئ، نو ما وغوښته چي ژر ژر دا کتاب وکښلی سي او د پښتنو شاعرانو احوال راټول کړ سي...» (۶).
محمدهوتک د پټي خزانې په مقدمه کي زیاتوي چي له دېرشو کالو راهیسي ئې د پښتنو شاعرانو احوال سره را ټول کړي ول او بیا ئې په دې خزانه کي د پاچا په امر سره منظم او وکښل.
محمدهوتک د شرقي ژبو د لرغونو تذکره کښنو له اصولو سره سم خپل تذکره په معمولو روشونو برابره کښلې او هر ځای چي ئې کومه واقعه یا د چا شرح حال له کومه کتابه را اخیستی، نو ماخذ ئې ور سره ښوولی دئ. د سیده ماخذ د ښوولو تر څنګ ئې خپل غیرمستقیم ماخذ هم ښوولی دئ. د راوي نوم ئې ضبط کړی دئ او خپل د سترګو لیدلي حالونه ئې هم راوړي دي. د ده د تذکره کښني روشونه د نورو ژبو، لکه پارسي، عربي او تورکي ژبو د تذکرهکښني له قدیمو اصولو سره برابر دئ. او په همدې وجه موږ ده ته یو مفق لرغونی تذکره نګار ویلی شو.
۲ــ د پټي خزانې اهمیت:
پټه خزانه د پښتو لرغونې ادبي تذکره ده، چي پلوشو ئې زموږ د ژبي او ادب او تاریخ ډېر تیاره ګوټونه رڼا کړي دي، د دې لرغوني مهمي تذکرې ارزښتونه ډېر دي خو څو مهم ئې زه لاندي ښیم:
لومړی ارزښت ئې دا دئ، چي په دغه کتاب کي د امیرکروړ سوري (۱۵۴هـ.ق. مړ) راغلی شعر د پښتو شعر تاریخ دوهمي هجري پېړۍ ته رسوي، چي د دغي تذکرې تر پيداکېدو دمخه د پښتو شعر تاریخ تر (۳هـ) دمخه نه و (۷).
دوهم دا چي د دغه کتاب په وسیله موږ ته د تاریخ ځیني مجهول وقائع را څرګند شول، د ساري په توګه د همدې کتاب په وسیله د غوري شاهانو د تاریخ یوه تیاره برخه د (سلم هـ.ق) حدود کي موږ ته روښانه شوه.
درېیم: دا چي دغه کتاب ځیني نور تاریخي او اتنوګرافیک مواد له جغرافيوي معلوماتو سره یو ځای وړاندي کوي، چي زموږ له جغرافيوي او تاریخي او اتنوګرافیکو څېړنو سره ښه مرسته کولای شي.
څلورم: د شعري اوزانو او د پښتو ژبي د قدیمو عروضي او شعري سیستمونو په باب دغه کتاب ډېر په زړه پوري مواد څېړونکو ته برابروي.
پنځم: د لغوي څېړنو او د پښتو ژبي د تاریخي ګړدود پوهني او د تاریخي ژبپوهني په تحلیلونو کي هم د دغه محتویات بې پدله نه دي. ډېر داسي لغات د دغه کتاب په محتویاتو کي موندل کیږي، چي اوس مړه دي او په ژبه کي له استعماله لوېدلي دي دغه مړه لغات په ایتمولوجیکو څېړنو او له زړو ګاونډیو ژبو سره پښتو د پرتلني لپاره د ريښه پوهني له پلوه په زړه پوري مواد وړاندي کولای شي.
همدارنګه په دې کتاب کي ځیني داسي ګرامري خصایص شته چي د ژبپوهانو او ګرامر څېړونکو سره د دوی په څېړنو کي مرسته کوي. دغه راز د تاریخي ګړدود پوهني څېړونکي ئې هم له محتویاتو ښه ګټه اوچتولای شي.
اووم: د دغه کتاب نظم او نثر خاص ادبي مزایا او ښېګڼي لري، چي پر خپل ځای به بحث ورباندي وشي.
۳ــ د پټي خزانې مطالب:
پټه خزانه د شاعرانو یوه تذکره ده، چي د نورو مفیدو مطالبو تر څنګه د پښتو ژبي ۵۱ تنه شاعران هم په موږ را پېژني. د دغه کتاب کومه خطي نسخه چي زموږ په واک کي ده ټول ۱۱۲ مخه لري. په لومړیو څلورو مخونو کي ئې د مؤلف له خوا یوه جامع مقدمه کښل شوې بیا د کتاب اصلي محتویات پيل کیږي، چي په دریو خزانو کي سره پېودل شوي دي.
لومړۍ خزانه له ۴ مخه څخه تر ۵۲ مخه پوري رسېدلې ده، په دې خزانه کي داسي شاعران راغلي چي د مؤلف تر زمانې د مخه ول، هغه شاعران او ویناوال دا دي:
بابا هوتک، شیخ ملکیار، اسماعیل، خرښبون، شیخ متي، امیرکروړ، شیخ اسعد سوري، ښکارندوی، ابو محمدهاشم سرواني، شیخ تیمن، شیخ بستان بړېڅ، شیخ رضي لودي، نصرلودي، شیخ عیسی مشواڼی، سلطان بهلول لودي، خلیل خان نیازی، خوشحال خان خټک، زرغون خان نورزی، دوست محمد کاکړ، رحمان بابا، شیخ محمد صالح او علی سرور لودي.
دوهمه خزانه: چي له ۵۲ مخه څخه شروع شوې ده تر ۹۳ مخ پوري رسي. د دغي خزانې شاعران د مؤلف هم مهالي دي، او دغه لاندي شاعران پکښي معرفي شوي دي:
ملاباز توخي، شاه حسین هوتک، ملا زعفران، محمد یونس خان، محمد ګل مسعود، عبدالقادر خټک، بهادر خان، ملامحمد صدیق پوپلزی، ملا پیرمحمد میاجی، اللهیار اپریدی، بابوجان بابی، رېدی خان مومند، ملامحمد عادل بړېڅ، محمد طاهر جمیریاڼی، محمدعمر، ملامحمدایاز نیازی، ملامحمدحافظ بارکزی، نصرالدین خان اندړ، ملانورمحمد غلجی، عبدالطیف اڅکزی، او سیدالخان ناصر.
درېیمه خزانه: چي د خطي نسخې له ۹۳ مخ څخه شروع او تر ۱۰۷ مخ پوري رسېدلې ده، په دې خزانه کي د ښځمنو شاعرانو، لکه: «نازو توخي، حلیمه، بي بي نېکبخته، بي بي زینب، زرغونې او رابعې» پېژندني او ویناوي راوړل شوي دي. تر دغو دریو خزانو وروسته د کتاب خاتمه ده، چي د خطي نسخې په ۱۰۷مخ کي پیل او تر ۱۱۲ مخ پوري رسېدلې ده، په خاتمه کي مؤلف د خپل ځان او خپل پلار داود خان هوتک پېژندنه راوړې ده.
۴ـ د پټي خزانې اشعار:
په پټه خزانه کي چي د پښتو ژبي د ۵۱ تنو پخوانیو شاعرانو د کلام کومي نمونې راغلي دي، زموږ د معلوم شعر د دوولس سوه پنځوس کلن اوږد پير په څېړنه کي د ډېر ارزښت وړ دي. ځکه هغه شعري نمونې چي محمدهوتک ضبط کړي د شعري تحول د ګړندي یون په معلومولو او د پښتو ژبي د لرغونو وزمونو او شعري اشکالو په څرګندولو کي له څېړونکو او د پښتو شعر له لېوالانو سره زیاته مرسته کوي.
په دغه کتاب د شکل په لحاظ په کافي اندزه لرغوني پاړکي (۸) خوندي دي، چي زموږ له اولسي شعرونو او د آریایي دورې له پاړکو او شعرونو سره د اتصال د کړۍ حیثیت لرلای شي. دغه لرغوني پاړکي هم بیا په خپلو منځو کي خاص شکلي جوړښتونه لري چي زموږ د ژبي د شعري اوزانو او اشکالو د وسعت ښکارندوی کوي. له دغو لرغونو پاړکو سربېره په دغه کتاب د پښتو د اولسي شعرونو ډېری لرغوني بولګي خوندي دي، چي د اوسنیو پښتو عوامي اشعارو د زړو تر لاسه شویو نمونو په توګه د څېړونکو لپاره د څېړني پراخ میدان جوړوي.
همدارنګه په شکلي لحاظ د دغه کتاب شعرونه د شرقي شاعرۍ د نورو متداولو فورمونو ځیني انواع لکه قصیده، غزل، مثنوي، رباعي، او ټوټې هم لري او د پښتو شعر په څېړنو کي دا خبره سپينوي، چي د شرقي شاعرۍ دغو فورمونو کله او څه وخت زموږ د ژبي ادبیاتو ته لاره موندلې ده.
دغسي چي د پټي خزانې اشعار شکلي تنوع لري د موضوع او مضمون په لحاظ هم دغه شعرونه متنوع او رنګېز دي. دغه اشعار ملي، اجتماعي، حماسي، وېرني، تصوفي، اخلاقي، عشقي، او نور داسي مضامین را نغاړي، چي په عمومي توګه د شرقي شاعرۍ شمزۍ جوړوي. د پټي خزانې اشعار د ښکلاپوهني او منظر نګارۍ له لحاظه هم ښکلي او خورا طبیعي رنګ لري، د پښتو د عوامي اشعارو په څېر زیاتره د پښتنو له اجتماعي ژوند او اجتماعي چاپيریاله څخه رنګ اخلي او زموږ د لرغوني ادب فکري مسیر او زموږ د فرهنګیانو طرز فکر خورا ښه او روښانه ترې ځلیږي. په دغو اشعارو کي ځیني له عربي او پارسي اشعارو څخه ترجمه شوي اشعار هم شته، چي دغه ترجمې هم د پښتو ژبي د اداوو او شاعرۍ له خصوصیاتو سره سمون لري. دغه اشعار که د سبک او مکتب په لحاظ صنف بندي شي، په دې برخه کي هم د څېړني ورونه زموږ څېړونکو ته پرانیزي. دغه اشعار که د سبکونو په لحاظ ډلبندي شي د اشعارو زیات سبکونه هم پکي موندل کیږي.
د پټي خزانې نثر:
پټه خزانه چي په کوم نثر کښل شوې ده، هغه نثر ته موږ ښه او روان نثر ویلای شو دغه نثر د پښتو په لرغونو نثرونو کي دروانۍ او سلاست له پلوه له ډېرو ښو نثرونو څخه ګاڼه شي.
که څه هم په یوولسم قرن کي د لوی خان خوشحال خان خټک(۱۰۲۲ــ۱۱۰۰هـ.ق.) په ابتکار پښتو نثر د روښان پير(۹۳۱ــ۹۸۰هـ.ق.) او اخند دروېزه ننګرهاري(۹۴۸ـ ۱۰۲۸هـ.ق.) د نثر کښلو له شېوې څخه د سادهګۍ او روانۍ خوا ته میلان پیدا کړ او د نثر کښلو دغه سبک بیا د خان په کورنۍ کي ښه پسي و پالل شو، مګر د خان او د ده د کورنۍ نثرونه تر یوې اندزې د نورو ژبو د نثر نګارۍ اثرات مني او د نورو ژبو د لغاتو استعمال هم پکي زیات دئ، مګر د محمد ابتکار دا دئ، چي دی په دوولسم قرن کي پښتو نثر تر ډېره حده د خلګو محاورې ته نږدې کوي او دا هم بايد هېره نه کړو چي د نورو ژبو لغوي اثرات د ده پر نثر هم ښکاره دي، مګر بیا هم دغه نثر د خپلو ځینو ناوړو سره سره داسي نثر دئ، چي روان او ساده نثر ورته ویلای شو.
دغه نثر د خپل جغرافيوي محیط تر اغېز لاندي ځیني خاص اصطلاحات، محاورې او لغات لري، چي زموږ د لوېدیځي پښتونخوا د اوسېدونکو پښتنو په ژبه کي معمول دي. دغه ډول اصطلاحات او محاورې له قدیمه د کندهار د شاوخوا سیمو په محاوره کي معمول ول او ځیني ئې لا اوس هم په دغو پښتنو کي شته. دغه ډول اصطلاحات، لغات او محاورې چي خاص سیمهییز ارزښت او جوړښت لري، لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي د پټي خزانې د متن په لمنو کي په پارسي ژبه تشریح کړي دي. دغه ډول ژبني توکونه بیا خاص د غربي سیمو د پښتنو په کښنو کي لیدل کیږي د شرقي سیمو او ليري پښتونخوا د لیکوالو په آثارو کي نه موندل کیږي د مثال په ډول د شرقي سیمو د پښتنو په لرغونو متونو کی : خپسر، ترو، وبله، ځبله، پسو او نور موندل کیږي، چي دغه ډول توکونه بیا د غربي سیمو د پښتنو په آثارو کي نه شته.
۶ـ پټه خزانه چیري وه؟
د پټي خزانې دغه موجوده نسخه چي د افغانستان په ملي آرشیف کي ساتله کیږي او تر اوسه د همدې نسخې له مخي څلور ځله چاپ شوې ده. دغه نسخه د مرحوم علامه عبدالعلي کاکړ په شخصي کتابخانه کي وه(۹). او کله چي لوی استاد پوهاند عبدالحي حبیبي د غه نسخه له نوموړي علامه څخه تر لاسه کړه، نو بیا ئې له پاړسي ترجمې او لازمو شرحو او تعلیقاتو سره خپره کړه.
۷ــ دپټي خزانې خطي نسخې:
د پټي خزانې نوري خطي نسخې سملاسي په لاس کي نشته او یوازي همدا وروستۍ خطي نسخه یې تر موږه رسېدلې ده. د همدې خطي نسخې له پاییزي څرګندیږي، چي پټه خزانه درې ځله خطاطي شوې ده: لومړی پلا په ۱۱۴۲هـ.ق کال مؤلف (محمدهوتک) په خط، دوهمه پلا په ۱۲۶۵هـ.ق. کال د سردار مهردل خان مشرقي لپاره د نورمحمد خروټي په خط، درېیمه پلا د حاجي محمداکبر هوتک لپاره په ۱۳۰۳هـ.ق. کال د محمدعباس کاسي په خط.
۸ــ د پټي خزانې خطي نسخه د متنپوهني له پلوه:
متن پوهان د خطي نسخو د ازمیښت او د نسخو د سموالي او کرهتوب او جعلیت د معلومولو لپاره لاندي موارد ټاکي:
۱ـ د نسخې کاغذ باید تر ازمیښت لاندي ونیول شي، ترڅو محقق د کاغذ پر عمر د پوهېدو له لاري وکړای شي د نسخې د کښلو د تاریخ پر جعلیت او کره والي ویسا وکړي، دلته دا خبره هم د هېرولو نه ده، چي د ځینو نسخو کاغذونه په شکلي او ظاهري لحاظ ډېر زاړه وي، اوبه ور رسېدلي وي، چینجو او وینو خوړلي وي، پر دغسي کاغذونو باید ونه غولېږو ځکه ډېر ځله لیدل شوي، چي دلوړو خصوصیاتو لرونکي کاغذونه تر پنځوسو کالو زیات عمر نه لري، بالمقابل په ظاهري ډول صفا او روغ رمټ کاغذونه د قدامت په لحاظ ډېر زاړه وي، نو د کاغذ په باب په تحقیق کي د کاغذ ظاهري بڼه کوم خاص ارزښت نه لري.
۲ـ هغه سیاهي چي نسخه پرې کښل شوې ده، باید و ازمویل شي او د نسخې د عمر اوږدوالی او لنډوالی ترې زباد شي. دغه ډول ازمیښت پر مرکبو سیاهیو، جوهر او نورو رنګونو هم کېدلای شي.
۳ـ د نسخې خط باید تر ژوري کتني لاندي ونیول شي، ځکه هر عصر ځانته د خط خاص روشونه او خصوصیات لري، او پر دغه چار پوهېدنه له محقق سره د نسخې د جعلیت او کره توب په توضیح کي ښه مرسته کولای شي.
۴ـ د خط نظام او روشونه باید په نسخه کي تر دقیقي څېړني لاندي وي، ځکه ځیني نسخې د ارزښت په لوړولو او یا له پامه غورځولو کي د توجه وړ دي.
۵ـ د کتاب خاتمه باید ولیدل شي، ښایي په خاتمه کي د ناسخ نوم او د استنساخ تاریخ او د نسخې سلسله ضبط شوې وي(۱۰).
اوس چي لوړو پرنسیپونو ته په پاملرنه موږ د پټي خزانې خطي نسخه تر کره کتني لاندي ونیسو نو دا په زغرده ویلای شو، چي موجوده خطي نسخه د خپل کتابت د تاریخ (۱۳۰۳هـ.ق) د زمانې له متني خصوصیاتو سره د هر متن پوه د کره کتني او پښتنو لپاره غوره ځوابونه ویلای شي.
د کاغذ، خط او سیاهي د تجربې لپاره ئې موږ د نسخې هر ډول ازمیښت، او د معاصر ساينس تجربو ته حاضر یو او په واز کومي او ډېر جرئت سره دا ویلای شو، چي د پټي خزانې نسخه د څورلسمي هجري پېړۍ د اوایلو له ټولو موجودو خطي نسخو سره د پرتلني، کره کتني او نقد لپاره حاضره ده.
البته داهم باید هېره نه کړو، چي د پټي خزانې موجوده خطي نسخه د کاتب محمد عباس کاسي د خپلو کښنو له مخي په ډېره بېړه کښل شوې، نو هرومرو به تېروتني او حتی لوېدني ولري. له دغسي واحدي او یوې حتی غلطي خطي نسخې څخه د یوه کره متن ترتیبول او چاپ ته تیارول ګران کار وي، نو ځکه د متن پوهانو د دغسي نسخو د چاپ د ستونزو په باب ډېر اسرار کوي، د متن ترتیبوونکي پاملرنه موضوع ته ور اړوي، لکه زموږ محترم لیکوال ښاغلی (ع ر) چي کښلي دي:« اګر اصل سند مفقود و از آن فقط یک نسخه موجود باشد در این حال وظیفه مصحیح دشوار است، یعني دانش و اهلیت بیشتر در کار است، زیرا واضح است که امکان دارد نسخه دارای اغلاط فراوان باشد.نمونه ای آن نوع تصحیح تاریخ سیستان است که ملک الشعرا بهار طبع کرد و نیز حدود العالم که بار تولد به چاپ رساند و هم از پټه خزانه توان برد که اقای حبیبي به معیار انتقادي با ترجمه و تحشیه و تعلیق طبع کرد»(۱۱).
۹ــ د پټي خزانې چاپي نسخې:
د پټي خزانې خطي نسخې تر لاسه کېدو وروسته دغه مهم کتاب تر اوسه څلور ځله زموږ د هیواد د بېلابیلو فرهنګي موسسو له خوا په دې ډول چاپ شوي دي:
لومړی چاپ:
پټه خزانه لومړنی پلا په ۱۳۲۳ هـ ش کال د لوی استاد پوهاند عبدالحي حبیبي له سریزي، تحشیې، تعلیق، شروحو او څرګندونو سره د پښتو ټولني له خوا چاپ شوې ده. د دغه کتاب چاپ د پښتو ادبیاتو په تاریخ کي یو لوی تحول را دمخه کړ، او زموږ ادبي تاریخونه تر دې وروسته د همدغه کتاب پر سټه ولیکل شول. په هیواد کي دننه او دباندي ئې یوه هنګامه را تولید کړه، دوستانو د پښتو ادبیاتو نفیس کتاب وګاڼه او ځینو پرې پوري ناحقه تهمتونه وتړل. مګر بیا هم حق خپل ځای نیسي، د پټي خزانې د ادبي پلوشو ځلاوو زموږ د لرغونو ادبیاتو ناپایه دنیا رڼا کړې ده، موږ پرې ویاړو.
تر لومړي چاپ دیارلس کاله وروسته زموږ علمي او ادبي محافلو د دغه کتاب چاپ تنده محسوس کړه او هماغه وو، چي دوهم ځل ئې د چاپ تکل وشو.
دوهم چاپ:
پټه خزانه دوهم ځل په ۱۳۳۹هـ ش کال د وخت د پوهني وزارت د تالیف او ترجمې د ریاست له خوا په تهران کي چاپ او په کابل کي نشر شوه. د محتویاتو په احاظ په دوهم او لومړي چاپ کي کوم توپير نشته، یوازي په پيل کي ئې د «مقدمه طبع دوم» تر سر لیک لاندي څه کښلي راغلي دي.
تر دغو دوو چاپونو وروسته ځینو شک لرونکو په داخل او خارج کي څه بې بنیاده او غیر علمي خبري زموږ د دغي ادبي شهپارۍ په باب ولیکلې، که څه هم زموږ د ادبیاتو د مشرانو استادانو له خوا وخت پر وخت دغسي چټیاتو ته ځوابونه ورکړل شوي ول، خو د اذهانو د روښانولو په منظور دې ته اړه لیدل کېده چي د دغو مغرضینو او مفتنانو خبري دي سره یو ځای کړل شي، او د دغه کتاب د یوه بل چاپ په مقدمه کي دي له جوابونو سره یو ځای د علم او ادب دوستانو ته وړاندي شي، تر دې چي آیندهګان پر دغسي غیر علمي نوشتو ونه غولېږي او په تیاره کي پاتي نه شي. له بلي خوا دغه خبره هم محسوسه وه، چي د کتاب خطي نسخه دي هم د څېړونکو د تحقیق لپاره په افیستي ډول وړاندي کړل شي، نو هماغه وو، چي په ۱۳۵۴هـ ش کال د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز د پرانیستلو د بین المللي سیمینار د جوړېدو په ویاړ دغه کتاب دریم ځل چاپ شو.
دریم چاپ:
پټه خزانه دریم ځل د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو د پیاوړتیا او پرمختیا د امریت له خوا د اصلي متن له وړاندي کولو سره په آفیستي او حروفي دواړو ډولو دکابل په دولتي مطبعه کي چاپ شوه. په دې چاپ کي لومړی د لوی استاد پوهاند حبیبي له خوا یوه اوږده علمي څېړنه خپره شوې چي په دې څېړنه کي په منسجم او منظم ډول د دغه کتاب په باب د مشکوکو او مجعولو نظریو ځواب په مستند او علمي ډول ویل شوی دئ. تر دې علمي مقدمې وروسته اصل متن په آفسیټي توګه وړاندي شوی او بیا ئې ترجمه، شروح او تعلیقات په حروفي ډول پرې پسي چاپ شوي دي.
څلورم چاپ:
د دریم چاپ نسخې ډېري ژر ختمي شوي او دې ته اړه ولیدل شوه چي پټه خزانه دي څلورم ځل هم چاپ شي. هماغه وو، چي د محمدهوتک د ملي سیمسنار علمي کمېټې د نورو آثارو د خپرېدنګ (۱۲) تر څنګه د پټي خزانې د بیا چاپ سپارښتنه هم وکړه، او دا خبره ئې په پرېکړه کي زیاته کړه، چي د لوی استاد دریم چاپ مقدمه دي په پښتو وژباړل شي او د پټي خزانې له متن سره یو ځای دي د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له خوا چاپ شي.
د علمي کمېټې په سپارښتنه زلمي هیوادمل دغه وظیفه پرغاړه واخیسته، متن ئې د دوهم چاپ له مخي ترتیب کړ. د دریم چاپ مقدمه ئې پښتو کړه او یوه لنډکۍ سریزه ئې هم پر وکښله او پټه خزانه په ښه قطع او مناسب صحافت په ۱۳۵۷ش کال د کابل پوهنتون په مطبعه کي د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له خوا څلورم ځل چاپ او خپره شوه. په دې چاپ کي پارسي ترجمه او د لوی استاد تعلیقات نه دي راغلي.
۱۰ــ د پټي خزانې ترجمې:
پټه خزانه تر نشر وروسته په دې کابو څلوېښتو کالو کي زموږ د وطني پارسي په شمول په ډیرو نورو ژبو هم ترجمه شوې ده. په دغو ترجمو کي ځیني د کتاب بشپړي ترجمې دي او ځیني هم منتخبي ترجمې. زه به په دې لیکنه کي لومړی بشپړي ترجمې او بیا به ئې د منتخباتو ترجمې در معرفي کړم:
الف بشپړي ترجمې:
د پټي خزانې لومړني بشپړه ترجمه په پارسي ژبه لوی استاد پوهاند حبیبي کړې ده، چي د پټي خزانې په لومړي، دوهم او دريم چاپ کي مله ورسره چاپ شوې ده. دهمدغي چاپ نسخې منتخبات بیا په نورو پارسي اثارو کي هم را اخستل شوي دي(۱۳).
دوهمه بشپړه ترجمه ئې په انګرېزي ژبه ده. په دغه ترجمه کي د پټي خزانې متن په بشپړ ډول په انګرېزي ژبه ښاغلي غلام حضرت کوشان ترجمه کړی دئ. او په ۱۳۵۸هـ ش کال په کتابي شکل د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز له خوا خپور شوی دئ. په اروپایي ژبو د پټي خزانې دوهمه بشپړه ترجمه په روسي ژبه ده. دغه ترجمه سرمحقق دوکتور دولت محمد لودین د تمارا میوندۍ په مشوره سر ته رسولې او په ۱۳۶۱هـ ش کال د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز له خوا په کتابي شکل چاپ شوې ده. دغه ترجمه نوملیک او په مربوطو ځایونو کي تصاویر هم لري.
د پټي خزانې د روسي ترجمې چاپ د امیرکروړ سوري د دولس سوه پنځوسم تلین د بین المللي سیمینار په مناسبت تر سره شوی دئ.
د پټي خزانې درېيمه بشپړه ترجمه په الماني ژبه ده، دغه ترجمه محقق نظام الدین سلېمانخېل بشپړه کړې ده او اوس د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز له خوا چاپ ته سپارل کیږي.
ب ـ منتخبي ترجمې:
د پټي خزانې له متن څخه منتخبات هم په نورو ژبو ترجمه شوي دي؛ لکه:
۱ــ اردو ترجمې:
د پټي خزانې منتخبات تر هري بلي ژبي زیات په اردو ژبه ترجمه شوي دي او په لاندي اردو آثارو کي موږ د پټي خزانې د منتخباتو اردو ترجمه پیدا کولای شو.
اجکل مجله (۱۴) اټک کي اسیار (۱۵) د خوشحال خټک په نامه د مرحوم استاد دوست محمد خان کامل مومند(۱۳۵۹هـ ش کال مړ) اثر (۱۶) ادبیات سرحد(۱۷) پښتو شاعري (۱۸) پښتو زبان اور ادب پر یک نظر (۱۹) پښتو زبان اور ادب کي تاریخ (۲۰).
سر بېره پر دې په اردو ژبه چي کومي مقالې د پښتو د لرغونو ادبیاتو په باب لیکل شوي دي، په هغو ټولو یا زیاترو کي د پټي خزانې منتخبات له اردو ترجمو سره راوړل شوي دي.
دغه ډول د مرحوم نصرالله خان نصر(۱۹۱۹ـ ۱۹۶۵ع) په غوښتنه عنایت الله سنجري له پټي خزانې څخه د امیرکروړ برخه له ویاړني سره یو ځای په اردو ژبه ترجمه کړې او په ۱۹۵۴ع کال د ځانګړي رسالې په ډول د سرحد د ادبي ټولۍ له خوا چاپ شوې ده. په تاریخ ادبیات مسلمانان پاکستان و هند(۲۱) او همدا راز په انسایکلو پيډیا اردو ایډېشن کي هم د (پښتو) تر سره لیک لاندي د پټي خزانې متون په اردو ترجمه او چاپ شوي دي.(ج ه د ۱۹۷۱ع کال د لاهور چاپ).
۲ـ عربي ترجمې:
په عربي ژبه کي هم د پټي خزانې منتخبات ترجمه شوي دي، چي ما ته ئې سملاسي دوې ترجمې څرګندي دي: لغة البشتو(۲۲) دغه کتاب کي د پټي خزانې ډېره برخه په اختصاري ډول په عربي ژبه ژباړل شوې ده. المراة الافغانیه(۲۳) بله عربي رساله ده، چي د پټي خزانې د درېيمي خزانې ځیني برخي پکي په عربي را ژباړل شوي او خوندي شوي دي.
۳ـ الماني ترجمې:
د پټي خزانې لومړۍ خزانه پوهاند دوکتور زیار په الماني ژباړلې او شارل کیفر فرانسوي ته ئې سپارلې ده، چي پخپلو څېړنو کي ترې ګټه واخلي.
۴ـ روسي ترجمې:
په روسي ژبه چي مقاله د پښتو غزل په نامه کښل شوې، دغه مقاله د علي سرور لودي پرغزل تکیه کوي، او اصلي ماخذ ئې د پټي خزانې متون دي(۲۴).
انګليسي ترجمه:
د پټي خزانې منتخبات استاد عبدالروف بېنوا په خپل مغتنم اثر د پښتو ادبیاتو په انتخاب کي هم له نورو ادبي انتخاباتو سره یو ځای راوړي دي، چي دغه منتخب د محترم رحیمي صاحب له خوا په انګرېزي مسلسل ژباړل کیږي او د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز پښتو مجله ئې پرله پسې خپروي(۲۵).
د امیرکروړ ویاړنه منوهرسنګه بترا هم په انګرېزي ژباړلې او په هندي مطبوعاتو کي خپره شوې ده، سربېره پر دې د پټي خزانې څه برخي ښاغلي معتمدي په فرانسوي ژبه ژباړلي او په ۱۳۶۲ هـ ش کال کي د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز پښتو مجلې نشر کړي دي.
دا وې د پټي خزانې بشپړي او منتخبي ترجمې چي ما وښوولې پټه دي نه وي چي دغه ترجمې ما په ډېر اختصار او لنډیز یادي کړي دي، که نه له پټي خزانې څخه زیات اقتباسات په شرق او غرب کي د نړۍ په ډېرو مهمو او ژوندیو ژبو کي ترجمه او چاپ شوي دي. د پټي خزانې موجودیت او اهمیت لکه لمر څرګند دئ، هیڅوک په علمي لحاظ څه نه شي پرې ویلای البته ځیني کسان به خبري پرې کوي موږ د هر چا اعتراض اروو او علمي ځواب ورکوو.
ماخذونه او توضیحات:
۱ ـ د پښتو پخوانۍ تذکرې، ښاغلي بریښ تالیف د لوی استاد پوهاند حبیبي سریزه، الف مخ، د ۱۳۵ ش چاپ، کابل.
۲ـ له هغو زړو کتابونو څخه چي د پښتنو شاعرانو حال او اشعار پکي راغلي، دا دي: تایخ سوري، اعلام الوذوعي في اخبار تاریخ اللودي، لرغوني پښتانه، غرغښت نامه، بستان الاولیا تذکره اولیای افغان، تحفه صالح، کلیدکامراني او نور... چي دغه کتابونه په تفصیل سره ښاغلي بريښ د پښتو پخواني تذکرې کي معرفي کړي دي.
۳- د تذکرة الاولیا څو پاڼي چي زموږ په واک کي دي، خطي نسخه ئې د لوی استاد پوهاند حبیبي په کتابتون کي ساتل کیږي، د دغو پاڼو عکس او مطالب لومړی ځل د کابل کالنۍ د ۱۳۱۹ کال په ګڼه کي خپاره شول (د ۱۷۴ـ۱۷۵مخونو تر منځ عکسونه خپاره شوي دي)، بیاپه ۱۳۲۰ هـ ش کال په پښتانه شعرا لومړي ټوک کي د دغو پاڼو مطالب راغلل او عکسونه ئې د ۶۴ـ ۶۵ مخونو تر منځ چاپ شول. وروسته بیا نوموړي لوی استاد د پښتو ادبیاتو د تاریخ په لومړي ټوک کي پر دغو پاڼو مفصل بحث وکړ او تر دغو ټولو لیکنو وروسته په ۱۳۶۱ ش کال کي د امیر کروړ سوري د بین المللي سیمینار د علمي کمېسیون په پرېکړه دا وپتېیل شوه، چي د تذکرة الااولیا دغه پاڼي دي په کتابي شکل پښتو ټولنه چاپ کړي د تذکرةالااولیا موجود متن له لازمو شروحو سره اوس جلا هم چاپ شوی دئ.
۴ـ محمدهوتک له پټي خزانې سره بېره دغه لاندي نور اثار هم موږ ته معلوم دي: خلاصة الطب، خلاصة الفصاحت او د اشعارو دېوان.
۵ـ د پټي خزانې د پیل کېدو او بشپړېدو ورځ له تاریخي تقویمونو سره سر نه خوري، لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي دغه معضله په خپله مقاله کي حل کړې ده. د تاریخونو دغسي تفاوت په ډیرو نورو خطي نسخو کي هم لیدل کیږي، چي ما دغسي متفاوتي نسخې د محمدهوتک ژوند او مزار نومي رساله کي ډېري ښوولي دي.
۶ـ پټه خزانه آفسیتي خطي متن ۳ـ۴ مخونه د ۱۳۵۴ش کال د کابل چاپ د پښتو د پیاوړتیا او پرمختیا امریت.
۷ـ پښتانه شعرا ج اص ۴۴ د لوی استاد پوهاند حبیبي تالیف د ۱۳۲۰ هـ ش کال چاپ کابل ـ پښتو ټولنه.
۸ـ دغه لرغونی پاړکی محترم بریښ په زریني څانګي ۷ـ ۱۵ مخونه د ۱۳۶۰ ش کال په چاپ کي سره ښوولي او بېل کړي دي.
۹ـ وندر، د ښاغلي جعفر اڅکزي تالیف، ۵۶مخ ، ۱۹۵۸ع کال د کوټي چاپ د پټي خزانې د پيداکېدو په باب لوی استاد علامه پوهاند حبیبي په تاریخي پلټني، ۱ـ ۵ مخونه، د ۱۳۵۷ ش کال چاپ کي په زړه پوري معلومات وړاندي کړي دي.
۱۰ـ متون اصلي د محترم ع ، ر دري ترجمه، اریانا مجله ۲۴ کال ۳ـ۴ ګڼه ۲۱۰ـ ۲۱۱مخونه.
۱۱ـ درباره تصحیح، د ښاغلي ع، ر دري مقاله اریانا مجله ۲۳ کال ۷ـ۸ ګڼه ۴۵۶ـ۴۵۷ مخونه.
۱۲ـ دمحمدهوتک د ملي سیمینار په ویاړ دغه لاندي اثار خپاره شوي دي: (۱) نظري به ادبیات پښتو، پښتو روزنه، ګړنی ادب، فلکلوري سندري، د خلګو تجربې، د پښتو ادب په تاریخ کي قصیده، تاریخي پلټني، د سره غره ګلونه او نور...
۱۳ـ لکه په نظري به ادبیات پښتو (د ۱۳۵۷ ش کال د کابل پوهنتون چاپ) آسماني نغمې او لاهوتي سرودونه (دري برخه، د خراسان د مجلې چاپ ۱۳۶۱ش) امیرکروړ و دود مان او (د ۱۳۶۱ش کال کي د خراسان د مجلې چاپ) کي.
۱۴ـ آجکل مجله، د ۱۹۴۶م کال د جولایی ګڼه ،۴۴ـ۴۵ مخونه.
۱۵ـ اټک کي اسپار، ۹۶ـ ۱۳۵ مخونه، بېلابېلي برخي د لاهور چاپ.
۱۶ـ خوشحال خان خټک، د مرحوم استاد کامل،۲۳۶ مخ ، د ۱۹۵۳ع کال د پېښو چاپ، اداره اشاعت سرحد.
۱۷ـ ادبیات سرحد ، درضاهمداني ، ۱ـ۱۶۳ مخونه بېلابېلي برخي ، ۱۴۴ مخ ، د ۱۹۵۳ ع کال د انشا پریس لاهور چاپ
۱۸ـ پښتو شاعري ، ۹۳ـ۱۱۱ مخونه، بېلابېلي برخي ۱۱۷ـ ۱۲۶ مخونه ۱۷۰ مخ د ۱۹۶۶ ع کال د کراچي چاپ.
۱۹ـ پښتو زبان و ادب پر یک نظر، ۲۴مخ، ۱۰۵ـ ۱۱۱ مخونه ، د ۱۹۶۵ ع کال د پېښور چاپ.
۲۰ـ پښتو زبان اور ادب کي تاریخ ۳۲ـ ۴۵ مخونه، بېلابېلي برخي ۵۴ مخ ، ۱۹۶۹ع کال د پېښور چاپ.
۲۱ـ تاریخ ادبیات مسلمانان پاکستان وهند ج۱۳ ۴۵ـ۴۸ مخونه، د ۱۹۷۱ ع کال د لاهور چاپ، پنجاب یونورسټي.
۲۲ـ لغة البشتو ۱۳ـ ۳۳ مخونه، د قاهري چاپ.
۲۳ـ المراة الافغانیة ، ۴۶مخ، ۵۴ـ ۵۷ مخونه، د ۱۹۶۴ع کال د قاهري چاپ.
۲۴ـ دغه مقاله څېړندوی محمداکبر معتمد له روسي متن څخه بیرته پښتو ترجمه کړې ده، چي آریانا او کابل مجلې دواړو خپره کړې ده.
۲۵ـ دغه ډول د شیخ بستان بړېڅ نومي کتاب په وروستۍ برخه کي په انګلېسي ژبه محترم رحیمي صاحب د پټي خزانې ځيني متون (د شیخ بستان بدله) ترجمه کړي دي. ځیني فرانسوي یاداښتونه هم د پټي خزانې متعلق په همدې کتاب کي خپاره شوي دي. یوه مقاله په بلوڅي ژبه او بله په ازبکي ژبه هم په دې مجموعه کي شته چي د پټي خزانې د ځینو متونو ترجمه وړاندي کوي.
دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمن (پتوال)
- لوستنې: 4567
له اوره ډک هسي جامونه یا د پټي خزانې اشعار ـ پوهنيار لطيف بهاند
- Details
- څانګه: پټه خزانه
پوهنیار لطیف بهاند
د پټي خزانې اشعار چي د ستر لیکوال، پیاوړي څېړونکي، د ژورو احساساتو او رنګینو عواطفو لرونکي شاعر او د خپلي زمانې هنرمند ځیرک انسان او سترګهور مؤرخ (محمدهوتک) د وینا د رنګین تخیل له مخي کولای شو هغه د سرو میو ډک جامونه وګڼو او له ناخوالو د څو شېبو تښتېدو او هېرتیا په خاطر دا جامونه په سر واړوو او د یو چا خبره په خپل مینځ کي سره یو څه رازونه ووایو. دا هغه پيمانې نه دي، چي دوی په لوی لاس او بېلابیلو پلمو ترې بې برخه کړل شوي دي. بلکي دا هسي جامونه دي، چي د سرو میو په هیله د ورک شوي او شړل شوي انسان له پاره ابدي مستي زېږوي او د هغه د نا آرامه او د دوی د ژوند په څېر د سرګردانه روح توپان زیاتوي.
دا جامونه نه یوازي لوټمار، تالانګر او سړي خواره د خپل قدرت په څټکانو ماتولای نه شي، بلکي د هغه د تعصب په بټۍ کي په پلوشه لرونکو سکروټو باندي اوبه تویوي او زموږ لوی دلیل به همدا وي چي نن دا دئ بیا زموږ د محفل د هر ادیب لاسونو کي همدا جامونه ښکاري. هغه کړنګوي، جنګوي او کړنګهار ئې د بادونو او د زمان غوږونو ته د ترانو په توګه راتلونکو نسلونو یا په بله معنی راتلونکي انسان ته ورلېږي.
دا خو ځکه چي د محمدهوتک د اشعارو د تفسیر له مخي د بیلتون په تورو تروږمو او تاریکیو کي د ځلاند لمر هیله له همدې کټوري څخه کیږي. او د زمانې د بېپایه بهیر په یوه نامعلوم او ناآشنا ګودر چا ویلی وو. «... په یوه ښه، سپېڅلي او اصیل شعر کي به لوړ او عمده ټکي ډېر وي خو په هغو کي وزن او محاکات (د یو څیز یا چا د حالاتو او خیالونو سمه او په ځای انځور او ترسیم) اساسي برخي جوړوي».
که څه هم کاڼي هم خاوري کیږي خو د پښتنو د یو متل په توګه چي دا خبره د کاڼي کرښه ده، موږ په هم دا خبره د داسي یوه کاڼي کرښه وګڼو چي تر اوسه ئې لا د طبیعت پر وړاندي د اضدادو، د جګړې سره سره خپل کاڼیوالی ساتلی دئ او خاوري شوی نه دئ. یعني اوس هم یو شعر هغه وخت ښه ګڼلی شو، چي د نورو ځانګړتیاوو نه برسېره (په تېره بیا له واقعیت نه برسېره) د تخیل، وزن او محاکاتو درلودونکی وي او محمدهوتک دا اورژبی شاعر چي د شعر هر بیت ئې دسړو زړونو او د سړو ژمیو دتودولو له پاره د اوره ډک یو جام دئ، همداسي اشعار ویلي دي.
که څه هم د هغه بشپړ دېوان د سوځېدو رڼا به خداچي د چا ږیره ور سوې وي او یا به ئې د چا د دښمنۍ تنده ور ماته کړې وي خو سره له هغه هم د ده له برکته اوس موږ د ده د داسي یوې غزلي د لوستلو ویاړ لرو، چي د پورتنیو خبرو جوت دلیل دئ او څرګند تائید، د ده غزله دا ده:
ساقي پاڅه د سرو ملو ډک یو جام را
ستا له غمه نا ارامه یم ارام را
بې له میو د بهار ننداره څه کړم؟
پسرلی سو د خوښۍ یو ښه پيغام را
دنیا پاتي ده ښادي مو یو ګړی ده
یو ګړی مو خوښ که، می ګړی انعام را
د بیلتون په تاریکو کي مي زړه شین دئ
رڼا لمر د جام د میو په ظلام را
ناکامیو د دنیا مي کام را تریخ کا
چي مي خوږ کا کام ترخه و ما ناکام را
نه نشاط سته نه مستي سته نه رندي سته
چي سم رند هغه اوبه علی الدوام را
په اوبو مي سوړ زړګی لږ څه را تود که
«محمد» ته د اور ډک یو هسي جام را
د دغه راز شعرونو په لوستلو سره چي هر یو ئې د یوې دنیا راز په ځان کي نغښتی، څېړونکي دي نه اړوزي چي کیني او خپل ټول عمر چي یو وار راځي او بیا ئې راتګ نشته، د دې په لوستلو څېړنو او پلټلو تېروي، دا خو ځکه چي: «پټه خزانه د پښتو ژبي د خوږو او په زړه پوري اشعارو یوه برخه او ډېره معتبره وثیقه ده، چي په ۱۱۴۱ او ۱۱۴۲هجري قمري کالو کي د محمدهوتک له خوا لیکل شوې او د پښتو ژبي د خوږو شعرونو نمونې پکي له هجري قمري ۱۰۰ څخه تر ۱۱۴۲ هـ ق کلو پوري شته او د پنځوسو تنو شاعرانو پېژندګلوي او شعري بېلګي پکښي د مؤلف له خوا ځای شوي دي...
د پټي خزانې په نوم د شاعرانو تذکره سربېره پر دې چي د پښتو ژبي پاخه خواږه او ډول ډول شعرونه لري د اشعارو په لوستو ئې تر ډېري اندازې پوري ادبي تنده ماتیږي» او د زرغون نورزي د ساقي نامې شعر چي په پښتو ادب کي د شعر د ساقي نامې امام ګڼل کیږي او په حق سره د ساقي نامې استاد زموږ د محققینو د پورتنیو خبرو پوره تصدیق کوي او تائید.
د زرغون خان شعر کي هم هر څه شته دي؛ بزم، رندي، د دنیا د تګ راتګ بدلون او حرکت او د چا خبره د اوسنۍ فلسفې د جوهر اساسي نخښي، یعني یون، حرکت، تګ، تغیر اوښتون او بدلون او هغه ته په رندانه نظر کتل. د دې ساقي نامې په باب د پياوړي محقق چي په خپلو څېړنو او شهکاري لیکنو او تحققاتو کي (علامه) دئ او استاد د پښتو تاریخ په کتاب کي لیکي:
«... زرغون هم پدې پښتو ساقينامه کي استادانه پر لار تللی او مستانه وینا ئې کړې ده. د ده شعر روان او خبري ئې هم د مستانو په څېر دي، ځکه نو ده ته یو کامیاب او پوخ ساقينامه ویونکی وایو او دا ساقي نامه هم د پښتو له پخو اشعارو څخه ګڼو ځکه چي ده په خپل شعر کي د احساساتو، رقت، حسن طلب او هم د عباراتو رواني او رشاقت او خوږ سلاست سره یو ځای کړي دي او په دې ټولو شیانو کي کامیاب دئ... (ځکه) هغه شعرا چي په ساقي نامه کي مستي نه کوي او د عقلاوو په څېر ګډ وي د دوی ساقي نامې د ادب له پلوه ښې نه ګڼل کیږي».
دی ساقي ته یوازي د هغه ساقي په سترګه نه ګوري چي د میخانې په کنج کي ناست وي او یوازي جامونه پورته کوي او ځان بې سده کوي، بلکي دا هغه ساقي دئ چي د خپل بزم ملګرو ته د معرفت نور ورکوي او د تیارو ګوټ ګوټ ته د لمر پلوشې شیندي. دا دئ د دې دوهییزي ساقينامې یو څو خوښ کړي بیتونه په ګډه سره لولو او ګورو چي رښتیا سره هغه د نور بڅرکی او سپنخکی:
ساقي پاڅه پیاله راکړه
اوبه تویي په لنبو کړه
زاهد وزي صومعې څخه
هر سړی په میو مست دئ
نو ساقي پاڅه بهار دئ
دنیا پاتې موږ به ځونه
پيمانه ډکه له می کړه
چي یودم سمه آزاد
ساقي پاڅه وخت د ګل دئ
وقت د میو د وېشو دئ
هغه څوک اوس د پېغور دئ
مستان ګرځي په باغو کي
لاس په لاس دي یارانې کا
ماته جام در بل و لور را
اور مي بل د زړه په کور کړه
چي بل څه نه وي الفت وي
ټول اخلاص وي او صفا وي
له زړه کم غش او دغل وي
ساقي ستا مهر مطلوب دئ
که ستا لور پېرزو نه وي
خوند به نه کا رنګ د ګلو
نه به بزم په سر تود سي
جام به تش د ارزو سي
نو ساقي پاڅه بهار دئ
یاران ناست سترګي څلور دي
له سرو میو څه ډک جام کړه
چي سوړ بزم به مي تود سي
د جهان ویر غم هېر کا
چي په مخکي مي بیلتون دئ مرور یار را پخلا کړه
اور مي مړ په دې اوبو کړه
شراب پيري میخانې څخه
دې بهار کي ګل پرست دئ
نن ژوندون سبا رفتار دئ
تورو خاورو کي به یونه
بزم تود په پیاپی کړه
نا ښاد زړه مي سینه ښاد
په جوشش کي خم د مل دئ
د پیالو د ډکېدو دئ
چي ئې جام تش و نسکور دئ
مستي کاندي په راغو کي
یو په بل ناز و نخرې کا
چي یو تش سي ډک ئې نور را
له هر چا هر څه ئې تور کړه
ټوله مهر و محبت وي
تیاره ورکه سي رڼا وي
جهان ټوله ګل او مل سي
نوبهار ځکه مرغوب دئ
نو بهار به په څه ښه وي
بې مستیو بې له ملو
نه نغمې نه به سرود سي
ورک به مهر او پېرزو سي
بزم تا له امیدوار دئ
ستا د جام په امید نور دي
د یارانو ئې انعام کړه
د رندانو غوږ و سرود سي
یو دم ښه په عشرت تېر کا
له جهانه سبا یون دئ
دا خبره ضروري نه ده چي موږ د هغو زمانو شعر د اوسنۍ زمانې په شعري تله کي «چي اکثره اوسني شعرونه د خپلي سولېدلي بڼي او محتوا له کبله پکښي سپک را خيژي» و تلو. بلکي دا باید د زمان دېوال نه په تېرېدو سره پنځه، شپږ یا دوه، درې او یا هم لس پېړۍ پخوا وګورو، چي دغه شعر څه ډول تشبیهاتو، استعارو یا حالتونو د ترسیم ځانګړتیاوي درلودې، ځکه د دغه ټکي په پام کي ساتل څېړونکي په دې بریالي کوي، چي په رښتيني واقیعت پوه شي او موږ هم د دې خبري په رڼا کي د ځینو محققینو نظر په درناوي سره د هغوی د نظریاتو له ځینو ټکو څخه سر غړوو چي د زرغون خان ساقي نامه دي هرومرو د پارسي ادب او یا عربي ادب تقلید وي او دا ساقي نامه په دې بې سارۍ سره نه یوازي نېغ په نېغ تقلید ونه ګڼو، بلکي د ساقي نامو د ویلو په بې پایه بهیر کي هغه یوه نوې ګډا وبولو، هغه ګډا چي ځانته چینې لري، ځانته دمه ځای لري، ځانته د لاري تګ،راتګ او د پېغلو او منګیو کتارونه، داسي ګډا چي تر نورو ښکلې، نوې او رنګینه ده او ځانته د یوې عیني واقیعت درلودونکې هم ده. هغه هم په دې دلیلونو:
۱ــ د دې ساقي نامې شاعر(زرغون خان) نړۍ لکه هغه شان چي ده په یوه عمومي بدلون کي ویني، دی هر څه ته رسېدونکی، نوی زېږېدونکی، داسي زېږېدونکی چي هغه د هغه د مهال د ځینو هستیو په پای ته رسېدو کي رازېږي لکه:
نو ساقي پاڅه بهار دئ
نن ژوندون سبا رفتار دئ
دنیا پاته موږ به ځونه
تورو خاورو کي به یونه
۲ــ موږ په لومړنیو خبرو کي په شعر کي د حالتونو د پیداکولو او د هغو ترسیم یا په بله معنی د محاکاتو یادونه وکړه. دا هغه حالتونه دي چي پرته له شاعره بل هیڅوک یو هنرمند هم لکه انځورګر، موسیقي دان، یاسندر غاړی، سینماګر او نور نور هغه نه شي کولای په دې توګه ترسیم کړي چي په دې ساقي نامې کي یو څو داسي ټکي د ساري په توګه رانقلوو.
جام به تش د ارزو سي
ورک به مهر او پېرزو سي
چي سوړ بزم به مي تود سي
د رندانو غوږ و سرود سي
او یا هم لار ته څلور سترګي، یا امید ته څلور سترګي، د ساقي عنایت ته کېناستل، د جهان فراموشي او نور.
په داسي حال کي چي د زرغون خان نورزي په دې ساقي نامې، د پوهېدونکو د ارزو جام ډک غواړم، د مهر او میني پېرزو پرې کوو او بزم تود غواړو. د غنایي بزم د دې خیال د نغمو منځ کي د توري او ډال د ژوندي پاتي کېدو دا خو ډب میدان ته ور درومو او د هغو سرکښو تماشو ته کښېنو چي د مرګ په وړاندي درېدلی او په مینه او موسکا ئې د ژوندي پاتي کېدو ترانې ویلي دي. که څه هم د هغه وخت د ټېکه دارانو او د زمانې د چپه ګرځوونکي قدرت او پرتم د پالنګ ماڼۍ اوس داسي له خاورو او دوړو سره برابري ونه کړای شي خو په پټي خزانې کي له اشعارو نه د جوړو شویو برجونو دنګي غاړي او دښمن څارونکي تیرکشونه هماغسي آسمان څک او پرتمین ولاړ دي او په انسان دښمنو وګړو مردکي وروي دا هغه ماڼۍ او برجونه دي چي د شاعر خبره د زمانې باد و باران، سېلۍ او توپانونه به د هغو یو خښته هم بې ځایه څه چي ښورولای هم نه شي او دا د عاطفې او انساني غوره خیال نه جوړ شوی اسمان څک برجونه چي ټول ئې انساني ژوند باندي د ژوند دښمنه یرغلګرو د تاړاکونو په وړاندي د درېدو، پاڅېدو او هغو سره په اخ او ډب کي را جوړ شوي دي، ځان ته ئې د مقاومت یا ټینګاریزو ادبیاتو نوم ګټلی دئ او د مقاومت ادبیات په تېره بیا د هغه شعر خو هغه شعر چي په ادبیاتو کي د یوه ځانګړي ژانر د منځته راتګ بنسټ جوړ کړی دئ. د دې شعر ستر ځانګړتیا به دا وي چي په دې شعر کي هیڅ وخت ټاکلی او مشخص اتل لیدلای نه شو. اصلاً د داسي اتل له پاره هلته ځای نه شته بلکي دې شعر کي هر وګړی، هر زوړ، هر ځوان ، هر زلمی او هره پېغله هره زړه او نیا، هر ماشوم او هره ماشومه، هر څوک او په پای کي هر شی، کاڼی، بوټی، وني، کوڅې، لاري، غرونه، ګودرونه، ګرځني، ورخونه، شنیلی، کروندې هر څه هر څه، اتلان هر یو لارښود دئ هر یو او هر شی د غږ کولو د برید، د دفاع د منډي او تکل حق لري او دا کار هم کوي او بې له هغه چي چا څوک ټاکلی و او یا ئې ګمارلی وي چي لاسرسی په دښمن برید کوي او هر چا چي هر چیرته غږ وکړ، یون پیل او منډه شروع. دا باید هېر نه کړو چي دا حرکت څه د انارشیزم او ګډوډۍ او خپل سرۍ معنی نه لري بلکي دا د ملت د توافق نظر او غوښتنو د نږدې والي څرګندونه کوي چي د هدف په وړاندي ئې سره لري.
په پټه خزانه کي د داسي اشعارو بيلګي لږ نه دي، ځکه ماحول ئې د داسي اشعارو زېږېدو ته جوړ شوی وو، خو ښه به دا وي چي لومړی داسي اشعارو ته د چاپیریال د برابرېدو د عواملو څخه یو بېلګه دلته ولیکو او وګورو چي د داسي یو بلا له پاره په فرهنګي بهیر کي داسي چیغي او غږ ضرور وو که نه؟ دلته د مغولو د راتګ نه یو څه وایو. هغه وګړي چي د باد او باران لرونکي سېلۍ په څېر ئې هرڅه له بېخ او ریښې و ایستل او ورانول او پر ځای ئې حتی ایرې هم نه پرېښودې، ځکه کېدای شوله ایرو نه ئې پلویان د یادګار څلي جوړ کړي. د مغولو د راتګ په باب «د افغانستان لنډ تاریخ» د کتاب لیکوال لیکي: «د چنګېز لښکري د جبه اوستای او نغاجار په مشرۍ د ۶۱۷ـ ۱۲۲۰میلادي کال په لومړي خور له جیحونه راپورېوتلي او د بلخ تر نیولو وروسته ئې په خوارزمشاه پسي د هرات لار واخیسته او د هرات حکمران امین ملک ئې کلابند کئ او تر پوشنجه پوري ئې خلګ قتل عام کړه... د چنګېز لښکر د خوارزمشاهیانو مرکز (جرجانبه) د اورګنج ښار چي د اسیا خورا ودان ښار او د پوهي او ادب زانګو وو، وران کئ او خلګ ئې له یوه سره ووژل... (۶۱۸ـ۱۲۲۱م) ... د هرات خلګو چي د شمس الدین جوزجاني په مشرۍ د ټولۍ سره جګړه کوله ... او په سوو زره تنه ئې ووژل شوه او یوازي سل زره تنه نجوني او پيغلي ئې بندیاني شوې... او په غزني کي هم او ګدای له کستګرانو پرته نور ټول خلګ بیابان ته وکوچول او اوس ئې د ځای ټاکل هم مشکل دئ...».
دا د دې تالانګر او ورانوونکي فرهنګ دښمنه یرغل یوه کوچنۍ بېلګه وه، چي د پټي خزانې د یوې سندري د ویلو انګېزه ئې برابره کړې، نو په دغه شان حالت کي شاعر او هنرمند څه کوي او څه وايي، داسي څه باید ووایي چي د دغه شان تاړاکونو ځواب وویلای شي او له هغو څخه یوه سندره د هوتک بابا ده دا هغه سندره ده چي کتابونه پرې ولیکل شي او توضیح کړل شي. د ده دا سندره چي د محمدهوتک د پټي خزانې له برکته موږ ته را رسېدلې او د لوستلو ویاړ ئې لرو، په خپله محمدهوتک د هغه په باب لیکلي دي:
... نقل دئ چي په هغه وخت کي به هر ځل مغلو د ارغنداو پر غاړو لوټ کاوه اتغر او بولان او کلات به ئې تالا کول. بابا هوتک خپل قومونه راټول کړل او د سره غره له سره ئې پر مغولو شخړه بوتله. په دې جګړه کي مغول تالا شول او د پښتنو ګړنديو ډېر ووژل.
سورغر په دغه ورځ د مغولو په وینو داسي لجند شو چي پلوشو د لمر به برېښانده کا، په دغه جګړه کي پښتانه لږ او بې ځواکه ول، چي د سرو مغولو پېښه راغله او اخیسته ېې و کا یو څو غښتلي. د بابا هوتک خپلوان ومړل بابا هوتک په وړ غږ دا سندره بولوله او په غشو ئې د مغلو ټټرونه څیرل. غښتلو مېړو چي داسندره اورېدله جګړه تودېدل تر څو چي سور غر ئې د مغولو په وینو ولاړه او ټول ئې پوپناه کړل...».
اوس چي په پښتو شعر کي د مقاومت د شعر د پیدایښت اغېزې و څېړل شوې ښه به دا وي چي د هوتک بابا شعر د بېلګي په توګه راوړو:
پرسور غر بل راته نن اور دئ
وګړیه جوړ راته پېغور دئ
پرکلي کور باندي مغل راغئ
هم په غزني هم په کابل راغئ
غښتلیو ننګ کړئ دا مو وار دئ
مغل راغلی په تلوار دئ
په پښتونخوا کي ئې ناتار دئ
پر کلي کور باندي مغل راغئ
آه د مرغۍ غښتلیو راسئ
پر ننګ ولاړ د پښتونخوا سئ
توري تېرې
غشي تر ملا سئ
پر کلي کور باندي مغل راغئ
زلمو په غشو کړئ وارونه
د تېرو تورو ګوزارونه
ور وړاندي کړئ
خپل ټټرونه
پر کلي کور باندي مغل راغئ
زما د زلمو ویني بهیږي
مځکه او غرونه پرې سره کیږي
میرڅی
زغلي او ترهیږي
پر کلي کور باندي مغل راغئ
هلئ
پر غره جنګ دئ
سور غرپه وینو باندي رنګ دئ
مهال د توري دئ د ننګ دئ
زلمو
په ننګ ځانونه مړه کړئ
دښمن په غشو مو پېیه کړئ
د پښتونخوا مځکي ساته کړئ
پر کلي کور باندي مغل راغئ
پر کلي کور باندي مغل راغئ
په دغو شعرونو کي یوازي په دې شعرونو کي نه بلکي د هغې زمانې په اشعارو کي چي پټي خزانې د نیستۍ له کرغېړنو منګولو را ژغورلی او د هستۍ په لمن کي ئې خوندي کړي دي. شاعر هغه شاعر، چي د غمونو، رنځونو، بدمرغیو، خوله نېکه مرغه د انساني ویاړ غېږ کي زېږېدلی دئ. د رنځ، جګړې، ویني او وژني څخه یادونه کوي، خبري کوي، مینه ښيي او کرکه څرګندوي.
دا شعر او داسي نور اشعار (د بابا هوتک سندره، د امیرکروړ ویاړنه) که د غم او ویر په غېږ کي زېږېدلي، یا د رنځ په پوله، یا د تورو په میدان کي، خو د نورو تر څنګ د یوې غوري او هنري ځانګړتیا درلودونکي دي او هغه دا چي ژوند ته په رڼو سترګو ګوري د امید په سترګو او د خوښیو په هیله. نو د بل شاعر خبره چي وایي:
که زما شعر له جنګ جګړې، له وینو له غشو، له وهلو او وژلو او رټلو څخه تکلونه کوي، یادونه او خبري کوي، دا د دې معنی نه لري چي ژوند ته په بدبینه نظر ګوري بلکي دا د یو ریالیسټیک اړخ څرګندونه ده. که دا شاعر او د هغه شعر داسي جنګ او جګړې ته د لمسېدو تکل کوي چي باید ور ودانګل شي ځکه که ور و نه دانګ شي دا جګړې انسان خوري، کله چي زغمل شوې جګړه پيل شي نو په داسي جګړه کي که څوک جګړه نه کوي دا دده د نابودۍ حکم لري.
که د پټي خزانې اشعار د امیرکروړ ویاړ په درلودلو سره د پښتون پياوړې درېدنه، د اعراتو او د عباسي استبداد په وړاندي چي په هغه وخت کي د ابن سیار په قدرت کي ښودل کېده ښيي او یا د پټي خزانې دوې قصیدې د پښتو ژبه د قصیدو د شهکارونو خاونده کوي او پر دې قصیدو پښتو ژبه د ادبي او هنروالي خوا ته تللې او ادبي به ئې ترې جوړه کړي. په همدې قصیدو کي دي چي زموږ شاعر د تخیل او مېړاني لار پيداکوي او وايي او د خپل واکمن په ویر کي د غرو رغونه غبار وویني او یا هم د ښکارندوی قصیدې چي د طبیعت د ترسیم او انځور سره د طبیعت په وړاندي بل طبیعت دروي او د شاعر خبره چي مکان او زمان ته قالب ورکړي، رنګ، هنر او بالاخره ساه او ژوند.
د پټي خزانې په اشعارو کي داسي اشعار پيداکولای شو چي په هغو کي د لومړي ځل له پاره د ژبي او ژبنیو ځانګړتیاوو په باب خبري کیږي ځکه هلته شاعر وايي:
ژبه هم ښه وینا کاندي چي ئې وینه ـــ د خاوند په لاس کي زر او درهمونه
د پټي خزانې اشعار د پښتو د قصصي ادب عمر اوږدوي ځکه پټي خزانې دا ډول اشعار په خپله لمن کي خوندي ساتلي دي.
خلاصه دا شعرونه نه یوازي ترانې دي، سرودونه دي، بدلي دي او سندري، بلکي په هغه ټاکلو تاريخي دورو کي د یوه ځپل شوي ملت رښتینی تاریخ دئ، د داسي یو ملت چي په خپل شتهوالي او غیبت ئې اولسونه قانع کړي دي او قانع به ئې کړي.
دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمان پتوال
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 3044
د پټي خزانې په لاس کښلې نسخه کي د ځینو کلونو تصحیح - علامه حبيبي
- Details
- څانګه: پټه خزانه
ليکونکی: پوهاند عبدالحی حبیبي
د محمدهوتک د پټي خزانې یوه په لاس کښلې نسخه تر اوسه پيدا سوې وه. له بده مرغه د بلي نسخې درک نلرو، چي د هغې په مرسته دغه لاس ته راغلې نسخه سمه کو او یو انتقادي، سم کړئ متن ځني جوړ کو.
د داسي کتابو د ترتیب او چاپولو علمي لار دا ده، چي مرتب څو مختلفي خطي نسخې سره پرتله کړي او له ګردو څخه داسي یو متن جوړوي ، چي اصل او واقیعت ته نزدې وي او که له مؤلفه څخه کومه سهوه سوې وي هغه هم ښيي.
(۴۰) کاله پخوا چي ما پټه خزانه ومونده او چاپ مي کړه، زما کار تش پر دغه یوه لاس کښلې نسخه ولاړ وو، چي وروسته ئې عکس کټ مټ په (۱۳۵۴ش) کال په کابل کي چاپ او خپور سو او اصلي خطي نسخه د آرشیف په خطي کتابو کي پرته ده.
هغه وخت ما ددې خطي متن ځني لغوي خواوي وڅېړلې او ځني تاریخي پلوونه مي روښانه کړل، خو وروسته دې کتاب په داخل او د باندي کي داسي یوه هنګامه واچوله، چي د مینانو او ښاغلو په قول د پښتو یو سپېڅلی کتاب او د مخالفانو په نغوته یو «مجعول» اثر وګاڼه سو. زه د مینانو د میني او د شکاکانو د بې ځایو خبرو او تورونو دواړه پر خوا نه یم. ټول شیان باید چي پر علمي محک ووهل سي او هره شخړه چي وي د پوهي او بصیرت په رڼا کي اوارېدای سي.
په دنیا کي داسي کتاب نسته چي څوک اعتراض پر و نه کړای سي او تاريخي کتابونه او تذکرې خو ډېري تېروتني او خطاوي هم لري. مګر د یو څو اشتباهاتو په کږنه څوک ګرده کتاب نه غورځوي او مؤلف ته ئې ښکنځل نه کوي.
دلته به تر خپل اصلي مطلب دمخه زه درې کتابونه د مثال په توګه در وښیم، چي د ډېرو غلطیو سره هم د اعتبار وړ ګڼل کیږي، خو سترګهور څېړونکي ئې تش هغه د اعتراض وړ خبري په خپلو څېړنو کي نه را اخلي او د واقعاتو سره سم اړخ ئې را وړاندي کوي او ګرده کتاب په یو څو املاوي یا د کاتب په خطاوو نه کږي.
۱ــ د فارسي ادب یو خورا منلی فصیح او غوره کتاب د احمد بن علي نظامي عروضي سمرقندي «چهارمقاله» ده چي د شپږم قرن په منځ کي ئې د غوریانو په دربار کي کښلې ده. محمد قزویني یو ایرانی محقق وایي « چي عروضي خو د خپل ګرده فضل او ادبه سره په دغه کتاب کي خورا ډېری غلطۍ کړي دي. د مشهورو خلګو نومونه ئې سره ګډوډ کړي او کلونه ئې هم یا دمخه یا را وروسته کړي او واقعات ئې سره مروړلي دي».
دغه نقاد څېړونکو په یوه ځای کي د نظامي اوولس غلطۍ د مثال په توګه راوړي او بل ځای تش په دوو لیکو کي د ده شپږ تېروتني رابرسېره کوي(ص ۲۲۷).
مثلا نظامي: مشهور طبیب محمد بن زکریا رازي د منصور بن نوح ساماني پاچا معاصر ګڼي حال دا چي دغه طبیب لږ تر لږه دېرش کاله د منصور تر جلوس دمخه وفات سوی وو. (ص ۱۰۴)
د سمرقندي نظامي د دغو ګردو غلطیو سره چي د مجتبی مینوي په قول تر دوو سوو زیاتي دي هم چهارمقاله تر اوسه د دري ادب یو غوره کتاب دئ او هیچا ګرده نه دئ کږلئ خو محققان ئې تش په غلطو روایاتو استناد نه کوي.
۲ــ د دري ژبي تر ټولو پخوانۍ معلومه تذکره خو د محمدعوفي لباب الالباب ده چي په اروپا او ایران کي څو واره چاپ سوې او د دري ادب یوه غوره لرغونې پانګه پکښي خوندي ده، چي ګرده د ادبیاتو د تاریخ لیکوال دغه کتاب ته حواله ورکوي او معتبر ماخذ ئې ګڼي.
مګر په دغه معتبر کتاب کي هم څېړونکو د خدای کوټه غلطۍ میندلي دي مثلا د آل زیار شهزاده امیر کیکاوس د اسکندر زوی او د قابوس لمسی وو، خو عوفي هغه د قابوس زوی ګڼلئ دئ. بل ځای ئې د سامانیانو د نو تنو پاچهانو زمانه ۸۷ کاله ښوولې ده. حال دا چي دوی ګرده یو سل اولس کاله پاچهان ول( له اسماعیله تر دوهم منصوره ۲۶۱ــ ۳۸۹هـ). او که ګرده وشمېرو نو ئې حکمراني تر ۱۳۰ کالو پوري هم رسیږي.
۳ـ تر عوفي وروسته د دري ژبي بله معتبره تذکره د دولت شاه ده، چي ملک الشعرأ بهار په درېیم ټوک سبک شناسي (ص ۱۸۶) کي د ده ډېری غلطۍ شمېري او زه ئې د مثال په توګه دلته یوه، دوې راوړم: ده د ویس ورامین مشهور دري داستان چي فخرالدین اسعد ګرګاني د ۴۴۷هجري په شاوخوا کي نظم کړی وو، کله د نظامي عروضي او کله د نظامي ګنجوي بللی دئ او هم ئې ناصر خسرو چي له خپله قوله قبادیاني بیا بلخي دئ اصفهانی ګڼلی او هغه ئې له یوه بله اصفهاني ناصرخسرو سره ګډ کړی دئ، کوم چي په ۷۳۵هـ مړ او د سعادتنامې خاوند دئ (سبک شناسي ۳ص ۱۸۶).
تاسي وګورئ په دغو معتبرو درو تذکرو کي دغسي تېروتني سته مګر دغه کتابونه تر اوسه لا هم د پوهانو او څېړونکو مرجع دي. خو دوني کوي، چي ځني سهوي او مشتبه اقوال ئې نه اخلي.
پټه خزانه هم د دغسي یوه مؤلف اثر دئ چي هرومرو به خطا لري، تېر وزي به او له تېروتني څخه به پاک او معصوم انسان هم نه وي. نو که د پټي خزانې ځني خبري له عقله یا مستندو روایاتو سره سمي نه وي یا وروسته کاتبانو سره مروړلي او ګربشولي کړي وي، باید چي سترګهور لیکوال ئې په ټینګو او د منلو وړ دلایلو سره را څرګند کړي نه دا چي د یوه کاذب شهرت په هوس یا په خاص تعصب ګرده کتاب مجعول وبولي.
په دې مقاله کي زه د پټي خزانې د دغي اوسنۍ پيدا سوي او عکسي چاپ سوي نسخې یو څو تاریخ ټاکنو ته چي ورځ او د میاشتي نېټه ئې نه سره سمیږي کره کتنه کوم او زما ټینګ ګمان دا دئ، چي دغه ناسمون د کاتبانو د بې باکۍ څخه په دغه نسخه کي پېښ سوی دئ او ښایي چي په خپله به په محمدهوتک اړه نلري، او که د دې کتاب کومه بله خطي نسخه پيداسي، ښایي چي دا غلطي به سمه کړي.
محمدهوتک د خپل کتاب د څلورم مخ په اوومه لیکه کي وايي« په دغه کتاب چي ما په کښلو ابتدا وکا ورځ وه د جمعه ۱۶ د جمادي الثاني سنه ۱۱۴۱هجري».
دلته که موږ ښه ځیر سو په تطبیقي تقویمونو کي چي ووستنفلد اوبیاو، وزیبولسکي (طبع مسکو ۱۹۶۴م) راوړی دئ د ۱۱۴۱هـ کال د اوسترۍ خور لومړۍ ورځ یکشنبې ده چي شپاړسمه ئې په دوشنبې وه، نه جمعه او دا خو ښکاره غلطي ده.
دلته زما دا یقین دئ چي په کتابت کي یو عدد زیات سوی دئ. ځکه چي د دغي میاشتي لومړۍ جمعه د جمادي الاخري شپږمه ده او دغه شپږمه کاتب د یوه هندسي عدد په زیاتولو شپاړس کړې ده(۶+۱؟) چه باید د پوهانو له خوا تصحیح سي ځکه چي په هندسي اعدادو کي کله دغسي غلطۍ پېښيږي، او پخوا به اتیاتي مؤلفانو د کلونو او ورځو اعداد په اصلي نومو کښله او له اشکالو څخه به ئې ځان ژغوره، چي بیا احتمال د دغسي کرغېړنو نه وي.
دا زما حدس به ځکه سم وي چي د کتاب په پای کي ئې د ختم نېټه د جمعې ورځ ۲۴ د شوال سنه ۱۱۴۲هـ (ص۱۱۱) کښلې ده، او که موږ دغه تطبیقي تقویم ته وګورو نو په دغه کال د شوال لومړۍ ورځ شنبې او څلیرویشتمه ئې جمعه ده. (ص۹۷زیبولسکي) چه دغه تاريخ بیا صحیح رانقل سوی او د کاتب له ظالمه قلمه ژغورل سوی دئ.
نو که د کاتب په یوې تېروتني سره سړی په خپله محمدهوتک ګناهګاروي او د ده ګرده کتاب ته په شک ګوري دا خو به هرومرو د یوه خاص نظر او غرض نتېجه وي او داسي کار د کوم عالم او پوه چا سره نه ښایي.
یوه بله نېټه چي په پټه خزانه کي د غور وړ ده او لومړی پلا د پېښور ښاغلي محقق دوست محمدکامل را برسېره کړې ده، د رحمان بابا د وفات کال ۱۱۱۸هـ دئ او هغه دلایل چه ښاغلي کامل ئې پر ناسموالي ویلي دي ټول صحیح او د منلو وړ دي او باید چي په متن کي تصحیح سي او د ادبیاتو تاریخ هم د رحمان بابا وفات دغه ۱۱۱۸هـ ونه ګڼي ځکه چي په دغو اعدادو کي هم د کاتب سهوه ده او دوه ئې د یوه په شکل کښلي دي چي صحیحه نېټه ئې ۱۱۲۸هـ ده او د دغي نېټې د صحت دلایل او سند به ښاغلی پوهاند رشاد تاسي ته وړاندي کړي.
دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمن پتوال
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 3019
پټه خزانه د پښتو تاریخي ګړدودڅېړني د یو غوره اخځ په توګه
- Details
- څانګه: پټه خزانه
پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار
پر پټي خزانې د ګوتنیونکو یوه ګوتنیونه داده چي ئې د امیرکروړ د ویاړني او داسي نورو زړو شعري بیلګو ژبه کورټه اوسمهالې(موډرنه) بریښي (بوستاني: لی لیترا توری د بل پاکستان له لیترا توره افګانه اکادیمه میلانوــ ایټال ۱۹۶۸م).
هغه هم په دې لاسوند چي دوی د پښتو ژبي اوښتوني پړاوونه د اروپایي ژبو غوندي انګېرلي او پرتله کړي دي. په دې مانا چي ګوندي د پښتو لرغوني پير، منځني پير او اوسني پير سره هماغومره واټنونه لري لکه اروپایي هغه ئې چي سره لري. بې له دې چي سوچ او سول په کار واچوي چي ژبه خو یوه ټولنیزه ښکارنده (پدیده) ده او د نورو ټولنیزو ښکارندو غوندي د خپلي اړوندي (مربوطي) ټولني له اوښتون او بشپړتیا سره سم د اوښتوني او بشپړتیایي پيرونه او پړاوونه له اروپایي هغومره هیڅ د پرتلې وړ نه دي نو څنګه کېدای شي ژبني دایي ورسره په یوه تله کي وتللای شي.
تر رنسانس را وروسته اروپايي ټولنه له یو واریزي فهنګي ویښتیا ورپسې د ښکېلاکي پراختیا او په تېره بیا د یو واریزي صنعتي پرمختیا سره تربل هرمهال زیات ونجون اوښتون او بشپړتیا موندلی د چا خبره د مرییوالي، ځمکوالي (فیوډالي) او پانګوالي پړاوونه ئې ډېر ګړندي یو په بل پسي وهلي او دا دئ د دغه وروستي پړاو په هماغه لوړه پوړۍ (امپریالیزم) کي ناقراره قرار لري. حال دا چي زموږ د لا د ځمکوالۍ هغې ته سمه نه ده رسېدلې. له پوندګلۍ نه بزګرۍ ژوند او له بزګرۍ ژوند څخه ښاري ژوند ته د همدې له مخي څومره چي اروپایي ژبو ګړندی استعمال او استملاک موندلی او له دې سره زموږ دايي ورسره پرتله کول یوه بېسوله او بې سروبوله خبره ده.
د ساري په ډول دا کومه د نه باور خبره نه ده، چي انګلیسي، الماني یا فرانسوي ژبو تاریخي ګړدودونو دي خپل بریدونه له لومړنیو، منځنیو، او اوسنیو پیرو سره سم پیل کړي وي او له دې سره ئې د ادب تاریخي پیرونه هم همداسي اوږه پر اوږه تر سره شوي اوسي، مګر په ختیځ او بیا زموږ په ځانګړې سیمه کي د داسي ګړندیو ژبنیو او ادبي اوښتنو تر سره کېدنه په هیڅ راز د منني نه ده په ځانګړې توګه د پښتنو بشپړتیایي بیاله خپلي نژدې ګاونډۍ او خپلواني ژبي (دري) سره هم د پرتلې وړ نه ده کوم ښاري، کلتوري ژوند چي دغي خورنۍ ئې تېر کړی، دې نه دئ تېر کړی او سره له دې ئې د امیرکروړ مهال پير ته نژدې ادبي بېلګي له ننني ادبي فورم او جولې سره دومره توپير نه لري ( ددغي وَیَني زیاته څرګندتیا د لیکونکي په یوه بله لیکنه کي شوېده: ( د پلوشې د ۵۶پنځمه ګڼه).
په هر ډول پښتو د یوې ځان ساتي او ناکارېدلي (بکري) ژبي په توګه له ټولنیز او ژبني بشپړتیايي دودودوی سره سم یو ځنډنی اوښتون پير لري او له دې کبله کوم هیښنده خبره نه ده، چي د هماغه کروړ د زمانو نښي نښانې ئې په اوسني ادبي فلکلوري او ګړدودي (لهجوي) جولو کي څه نا څه خوندي پاتي دي، خو دا خبره چي د ویاړني ژبه «کورټه» اوسمهالې بریښي یوه ښینده (مبالغه) غوندي ده، ځکه هغه پښتو بیا هم له یو پرتلیز برید او پوله لري. (پرتلیز) په دې مانا چي تر دا منځ مټي یو ګړدودي توپیر لیدل کیږي، نه ژبنی. که موږ نن د ویاړني په پښتو یو مخیز نه پوهېدای، بیا ئې نو له توپیر نه بلکي یو ژبنی توپير بلل کېده هغه ژبنی توپير چي له آره د یوې یوازنۍ ژبي پښتو سره د نیا، مور، او لور په نومونو جلا کوي، لکه زړه پارسي چي د منځنۍ پارسي «پهلوي» مور او اوسنۍ پارسي یا دري نیا بلل کیږي او یوه له بلي سره همدومره توپير لري لکه د یوې کورنۍ بېلابیلي ژبي، نو موږ د امیرکروړ د مهال پښتو د «اوسنۍ پښتو » یو تاریخي ګړدود ګڼو نه ئې مور او نه ئې « انا» چي هر ګوره د امیرکروړ له مهاله تر اوسه ئې د را پاتي ادبي متنو له مخي څو بېلابېل تاریخي ګړدودونه سره توپیرولای شو، که څه هم دغه توپیرونه یا وېشنه ډېری څېړني پلټني او کړاوونه غواړي، آن د ادبي پيرونو «دورو» تر هغې هم زیاته ستونزمنه بریښي؛ ځکه د پښتو غوندي پښتو ژبپوهنه لادومره پر مخ نه ده تللې چي نه یوازي د اوسنیو جغرافیایي ګړدودونو تر منځ بریدلیکي (ایزو کلاسونه) سم نه دي کښل شوي، پاتي ئې لا د تاریخي هغو تر منځ او بیا په داسي ترڅ کي چي را پاتي متنونه ئې د ډېرو نیمګړتیاوو له کبله ډېری تشي « خالیګاوي » لري او تر هر څه لومړی په کار دي دغه نیمګړتیاوي او تشي ئې له منځه یووړل شي یا ئې د لیکنیو متنو په رابرسېرونه او یا ئې د ګړنیو هغو په راټولونه او څېړنه.
سمدلاسه له دې پرته چي د تذکرة الاولیا د څو پاڼو او د پټي خزانې غوندي همدغه لاس ته راغلي متنونه غنیمت وبولو او د تاریخي پلوه پرې خپلي ګړدودي څېړني را ونښلوو بله لاره او چاره نه لرو، که د پښتو د تاریخي ګړدودونو ريښتنی برید ټاکنه او وېشنه ده. موږ د دې له پاره چي دغه لیکنه مو ددغي خپروني له ججوري څخه ډېره کړې نه وي د یوې بېلګي په توګه د امیرکروړ د ویاړني هماغه اخاییکي ( لرغوني) ټوټې تر شنني او سپړني لاندي نیسو، چي تر هر څه مخکي سره د وینا پوهي ـ لیکلاري «سټایل» اوغونډله پوهي «نحوي» له پلوه په تاریخي ګړدود څېړنه کي مرسته کولای شي او په ترڅ کي ئې بیا پر نورو ژبپوهنیزو «لینګویستیکي» او پښتو ییزو (ګرامري) خواوو لکه لیکزیکولوژیکي «ویي پوهیزو»، مورفولوژیکي «ګړپوهیزو» او څه ناڅه فونولوژیکي «ږغپوهیزو» هغو هم رڼا اچول کیږي.
زه یم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته
غشی د من مي ځي برېښنا پر میرڅمنو باندي
په ژوبله یونم یرغالم پر تښتېدنو باندي
په ماتېدنو باندي
زما دبریو پر خول تاویږي هسک په نمځ و په ویاړ
د آس له سوو مي مځکه ریږدي غرونه کاندي لتاړ
کړم ایوادونه اوجاړ
غرج و بامیان و تخار بولي نوم زما په اودوم ...
په مرو زما غشی لوڼي ډاري دښن را څخه
د هریوا لرود پر څنډو ځم تښتي پلن را څخه
رپي زړن را څخه
د زرنج سوبه مي د توري په مخسور وکړه
په باداري مي لوړاوی د کول د سور وکړه
ستر مي تربور وکړه
خپلو وګړو لره لور پېرزوینه کوم
دوی په ډاډینه ښه بامم ښه ئې روزنه کوم
تل ئې ودنه کوم
نړۍ زما ده نوم مي بولي پر دریځ ستایوال
د وینا پوهي له پلوه په د غو ټوټو کي هماغه ضروري وینايیز یا په بله وینا ژبني ارونه (پرنسیپونه) ښهترا سمبال شوي، هم د لنډون او سپما هم د ګډون او توپیر او هم د رواني او خوږلني آرونه او همدارنګه ئې سبک او سټایل د یوې ادبي پښتو ښکارندویي کوي او لکه څرنګه چي د دغو اړخونو له پلوه له اوسنۍ ادبي پښتو سره دومره ګړدودي برید او توپير نه لري، همداسي پکښي د غونډلهپوهي له مخي هم کوم جوت توپير نه لیدل کیږي. کوم توکونه چي د نننۍ پښتو په جمله رغاونه کي دود لري دلته هم له اړتیا سره سم راغلي. په آروتوکونو کي نومونه لکه: ۱ــ ( زه، زمری، نړۍ، اتل، غشی، من، مي، میرڅمن، ژوبله، تښتېدني، ماتېدني، زما، راڅخه ، خپل، بری، خول، هسک، نمځ، ویاړ...) په بله وینا له نومیزي ډلي ئې له شمېر نومونو پرته ستاینومونه او نومځري درې واړه ډوله لږ و ډېر را اخیستي. کړونه لکه ۲ــ (یم، نسته، ځي، یونم، یرغالم تاو، یږي، رېږدي، کاندم، کړم، بولي، لوني، ډاري، ځم، رپي...).
کړولونه یا قیدونه لکه: ( په نمځ، په ویاړ، برېښنا، په مخسور، په باداري، په ډاډینه، پر دریځ...).
په مرستیالو توکونو کي (۳) سربلونه یا پيشينې (پر، په، تر )اوستربلونه یا پسینې لکه :(باندي لاندي، لره) تولوییکي یا اضافت نښه (د) او داسي نور.
د ویي اوډون یا لغوي ترتیب له مخي پکي هماغومره سرغړاوی لیدل کیږي لکه په نننیو شعرونو کي د تول و تال او آهنګ له مخي کله ( غشی د من مي ځي برېښنا پر میرڅمنو باندي). په عادي اوډون لکه: (د آس له سوو مي مځکه ریږدي) یا (د زرنج سوبه مي د توري په مخسور وکړه). له دې څخه پوره جوتیږي، چي د امیرکروړ د وخت پښتو غونډله رغاوني له نننۍ دې سره سمون درلود او تر منځ ئې د توپير نومیرنه (تشخیص) نه شي کېدای. د ویي پوهني (لغت پوهني ) له پلوه زموږ امرلي (انتخابي) ټوټې پوره په زړه پوري ده هغه دا چي پکښي راغلي وییونه په اوسني ګړنۍ پښتو کي ژوندي نه دي پاتي او لیکني پښتو ته تازه راګډ شوي دي لکه نړۍ، هیواد، یون، من ویاړ، اتل، سوبه....
له امیرکروړ څخه را وروسته پخوانو شاعرانو په همدغومره کچه کارولي او یو نیم ئې لکه (نړۍ) او میرڅي د خوشحال خان تر پيره پوري څه جولیز پښویز توپير سره لیدل کیږي لکه دښنه چي په منګلو کي هم د یوګړي (مفرد) او هم ډېرګړي (جمع) په توګه لاتر اوسه کارول کیږي د ویي رغاوني له مخي (مخسور) یو په زړه پوري تړنګ (ترکیب) دئ، چي د اوسني پښتو ویي رغاوني له مخي ئې (مخسوري) انډول کېدای شي.
د دې تر څنګه هریوا لرود یو په زړه پوري تړنګ دئ چي د هریرود لرغونی پښتو انډول راجوتوي همدا راز ئې ځيني بیلنګونه (مشتقات) در واخله لکه تښتېدني، ماتېدني، پلن، زړن، ډاډینه، ستایوال....
له پور وییونو (مستعارو لغتونو) څخه ئې یرغال د مورګن ستیرني له وینا سره سم یو تورکی مغولی ویی دئ. جروم د پوهاند حبیبي استاد له څرګندوني سره سم دګرم (سیر) معربي بڼې ته (جرم) جمع ده. ( د پټي خزانې پر درېیم چاپ د پوهاند حبیبي د تعلیقاتو ۱۴۰مخ).
په دې لړ کي کورني او بهرني ځای نومونه ځان ته جلا څېړنه غواړي. ایواد یا هیواد ځني تورک مغولی ویی بولي خو په اټکلي ډول له انګرېزي هوم الماني هایم او هیمات (وطن) سره هم آري برېښي او په دې توګه هندو اروپایي آره لري د غلام حبیب نوابي په وینا د بلخ خوا ته د یوه کلي نوم هم دئ.
د ګړپوهني (مورفولوژي) له پلوه په دې برخه کي تر هر څه لومړی د دوو وییکو (اداتو) (په او پر) کارونه د اوسني ګړني پښتو غوندي یو راز نه بریښي یو ځل (پر) له خپلي باندیني (استعلایي) مانا سره کاروي لکه: پر دې نړۍ، پر تخار، پر کابل، پر میرڅمنو، پر تښتېدنو، پر خول، پرڅنډو، پر لویو غرو، پر دریځ. مګر په نورو ویغونډونو (لغوي ګروپونو) کي ځای (په) ته پرېږدي لکه (په هند وسند، په زابل په ماتېدنو باندي، په روم، په ورځو) او که دغه ګډوډي د رالېږدوونکي (نقلوونکي) تېروتنه یا ئې د خپل وخت مورفولوژیکي یا فونولوژیکي اوښتنه وګڼو نو بیا ویلای شو چي د امیرکروړ په زمانه کي د وییکو کاروني له ژبني آر (توپير او نه ګډون) سره سمون درلود او په اوسني لیکني معیاري پښتو کي ترې کار اخیستلای شو، د ساري په ډول (پر) یوازي د باندي ستربل (استعلایي پېشینی) او (په) والي او ارتباطي سربل په توګه لکه په ژوبله، په نمنځ، په ویاړ، په اودوم او داسي نورو کي. له دغو دوو سربلونو پرته د نورو وییکو سمه کارونه هم موږ ته دا لاسوند په لاس راکوي چي امیرکروړ به پخپله له آره (پر) او (په) سره نه وي ګډ کړي که نه ولي ئې د اضافت (د) پر سر بل (له) نه دئ اړولی. لکه څنګه چي نن سبا له ګړني عادت سره سم په نامعیاري ډول په لیکنۍ پښتو کي اړول کیږي یواځي په (لما اتل نسته) کي (له) په نسبتي مانا کارول شوی دئ، چي په اوسنۍ معیاري لیکنۍ پښتو کي هم دود لري خو (تر) ترې زیات معیاري راځي.
په فعلي برخه کي د یون او یرغل یا یرغال ګردان هم په زړه پوري بریښي چي له امیرکروړ را وروسته ئې نور څرک نه لګي او یواځي د څیز نومونو په توګه پاتي شوی دئ. د لومړي وګړي لپاره (کړ) انډول (کاند) ګردانول هم د یادوني وړ بریښي، چي د امیرکروړ را وروسته تر ځینو اوسنیو ګړدودو پوري یوازي د دویم او درېیم ګړي لپاره کارول شوی دئ (ستر مي تربور وکړه). له اوسني فعلي مورفولوژي او نحوي سره سمون نه لري او نه ئې د کروړ له نورو بېلګو سره ښایي د (ستر مي تربور وکړه) پر ځای ئې د شعري اړتیا له کبله په لوی لاس پر دغه ناسمه بڼه را اړولی وي. د غږپوهي (فونولوژي) په برخه کي که هر څه وویل شي بیا به هم یو اټکل وي. (سته) (ښه) خو هیڅ شک نشته چي له اوسنیو لوېدیزو ګړدودو سره سم دي (س او ښ) ..... ځکه زیات اتمولوژیکي لرغونوالی ښيي په کول او ایواد کي (هـ) غورځونه په زړه پوري پېښه ده، چي هندو اروپایي ژبو کي د یوناني پسیدس ته ورته (هـ غورځېدنه) یا په بله وینا پر خپلواک (واول ) باندي د هغه اوښتنه یوه اوسنۍ اوښتنه ده، حال دا چي تر امیرکروړ را وروسته متنو لومړی ویی د کهول په بڼه راخیستی او دویم یواځي یو ځل او هغه هم د ښکارندوی په بولله کي همداسي ایواد راغلی دئ او ځینو ګړدودو لا تر اوسه همداسي خوندي ساتلی دئ.
اوجاړ خو کېدای شي د اوسني ویجاړ پخوانۍ بڼه وي، ځکه واولي اوښتني ترکنسوننټي هغه اساني ترسره کیږي او د اوسني (اوده) د پخواني بڼې په توګه د پښتو او نورو خپلوانو ژبو د تاریخي فونولوژي او دیالکتولوژي له پلوه یوه خورا په زړه پوري بېلګه ده، کټمټ لکه د پارسي ادم او د اوستا ازم په وړاندي د پښتو (زه) (څخه) په دوه څپیز ډول کارول دا را جوتوي، امیرکروړ په خپله سیمه کي اوس یو څپیز یا بیخي (څه) ویل کیږي آن د زرغون خان (د ۹۲۱لېږدي کال مړ) په ساقي نامه کي هم یو څپیز کارېدلی دئ؛ لکه چي وایي: زاهد وځي صومعې څخه شراب پیري میخانې څخه ( دپټي خزانې د افست چاپ ۳۸مخ).
پایله: د ویاړني ژبه د اوسنۍ پښتو په یو تاریخي ګړدود ویل شوې او له دې سره په اتمه زېږدي (میلادي) پېړۍ کي د دغي ژبي ادبي جوله راښيي، له اوسنیو ژوندیو په تېره له لوېدیزو ګړدودو سره ئې غږیز، پښوییز یا مانیز توپیر دومره لیدل کیږي چي د یوه ځانګړي تاریخي پښتو ګړدود څرګندویه ئې وبللای شو. همدارنګه د هاشم سرواني، شیخ اسعد سوري او نور ور پسې شعرونه د خپل مهال د بېلابیلو ګړدودونو د بیلګو په توګه د شنني او سپړني وړ دي او په دې ډول د پټي خزانې ټول شعرونه د پښتو د ژبني او ادبي تاریخ د څېړني او روښانوني لپاره ګټور توکونه او اخځونه برابروي او بیا د سلېمان ماکو د تذکرة الاولیا د څو پاڼو او داسي نورو لرغونو لیکنو او ګړنیو ادبي زيرمو په ملګرتیا د دغي غرنۍ او شتمني ژبي د هراړخیزو څیزونو لپاره یوه ستره کیلي پلاس راکوي. بیا هم د ارواښاد استاد مورګن ستیرني خبره، پټي خزانې بې اړنګه د پښتو ژبي او ادب خورا ګرانبیه، نادري او لرغوني مرغلري د زمانې له لوټمارۍ څخه ژغورلي او خوندي کړي دي.
دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمن پتوال
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 3154
په پټه خزانه کي د پښتني تاریخ د لویو پیښو انعکاس
- Details
- څانګه: پټه خزانه
لیکونکی: کاندید اکاډیمیسن محمدابراهیم عطایي
د تاریخي پیښو په باب هغه اسناد چي لرغونتوب ولري او په خاص ډول چي د پيښو لیکونکي د دغو پيښو ناظر او لیدونکی هم وي، نو داسي آثار او اسناد د تاریخي پيښو په کره کولو کي ارزښتمن مقام لري.
دا هم د ژبي د سیاسي فرهنګ غنا ښيي چي د تاریخي پيښو ملي اسناد ئې د ژبي او ادب په فرهنګ کي خوندي ساتل سوي دي.
هغه کسان چي د خپل هویت سره یو ځای تر ځآن وروسته دغسي ارزښتمن آثار پرېږدي، دا کسان د خپل عصر د فکر، ژبي او قلم خاوندان دي. دوی د خپل عصر انعکاسات په لیکنه کي را وروسته عصرونو ته په میراث کي پرېږدي. دغسي خلک او د دوی آثار د ملي هویت د ثابت ساتلو له پاره د غني وثایقو حکم لري.
محمد هوتک یا محمد بن داود هوتک د پورتنیو اوصافو درلودونکی دئ او اثر ئې (پټه خزانه) هم د هغو ارزښتونو څخه غټه ونډه لري، چي په تاریخ کي د ټولنو د ملي هویت له پاره د ملي او سیاسي اسنادو په جمله کي راځي.
د پټي خزانې مولف(محمد هوتک بن داود) زموږ د هیواد د تاریخ په یوه داسي پر اضطرابه، خو د ویاړونو سره ملګري عصر کي اوسېدئ، چي پښتانه په هر اړخیز لحاظ د یو ملي دولت جوړښت ته چمتو سوي ول.
د میرویس نیکه قیام د پښتني ملي دولت قایمېدل د اجنبي تسلط وروستیو هیلو ته خاتمه ورکول، په یوه ملي دربار کي د پښتو ژبي او ادب فرهنګ ته د ودي لار برابرېدل؛ ټوله هغه لویي پيښي دي، چي په اتلسمه پېړۍ کي زموږ د ټولني او تاریخ ستر عناوین جوړوي او زموږ د پټي خزانې لیکوال پر دغو ټولو جریاناتو حاضر او ناظر دئ.
محمد د دغو پوتنیو پيښو په باب او د هغو په ارتباط پر نورو شا و خوا پيښو هم په خپله رڼا اچوي او هم د خپل پلار او د خپلو معاصرو واقعه نګارانو په حواله پر هغو ږغیږي.
د محمد اثر د لیکني له لحاظه زموږ په لرغونو اثارو کي خاص امتیازات لري او د همدغو امتیازاتو په درلودلو سره موږ د ده روشنفکري رسالت هم ستایو، چي د ملي فرهنګ په اوچتېدو کي ئې د خپل وخت په دربار کي د خدمت له ویاړه ډکه ونډه اخیستې وه.
پټه خزانه:
دا چي پټه خزانه د پښتو ادب د ژبني هنر د لرغونو عصرونو د خلکو یوه تذکره ده، نو د دې ارزښت په اړخ کي هغه غټ ارزښت چي ورته په نصیب دئ، دا دئ چي لیکوال ئې د تاریخي پيښو په برخه کي داسي آثار وړاندي کړي، چي هغه زموږ د تاریخ ډېر لوی فصلونه احتوا کوي.
ښايي ډېر لوی تاریخونه چي په زړه پوري مستنده جنبه هم ولري د واقعاتو او پيښو حکایات راته وړاندي کړي خو دهغو د فوکس ابعاد پراخ نه وي او دا نو د پټي خزانې غوندي اثر کولای شي چي د هغو پيښو د انعکاس تصویر ښه وباسي، هغه چي د ټولني په بطن کي جریان لري.
مثلا: د عربي پُر طنطنه دربار د دوو کورنیو (بن امیه ) او (بني عباس) تر منځ په انتقالي کودتاوو کي پښتانه د ابومسلم خراساني پر لار لوی لاس لري. د امیر کروړ پلار، امیر پولاد د (ابوالعباس سفاح) په هغه دعوت کي شریک وو، چي د ابومسلم خراساني په ګډون جوړ شوی وو.
د امیر پولاد زوی امیر کروړ پر شا و خوا محلي حکمرانانو د تسلط خاوند دئ، ځکه ئې نو په یوه خاص غرور هغه ویاړنه ویلې ده، چي پټي خزانې هغه تر موږ پوري را رسولې ده. دا واقعه په یوه ټاکلي او ارزښتمن وخت کي موږ د پښتني ټولني له وضع څخه خبروي او د هغي روحیې ښکارندوی ده، چي د ملي عظمت ډېري لویي خبري پکښي پرتې دي.
که دغه وړوکې تذکره د هغو لویو او پنډو تاریخونو سره مقایسه کړو، چي واقعات په یوه پراخ افق کي بیانوي؛ نو مثال به ئې د تلسکوپ او زره بین وي. که تلسکوپ موږ ته د آسمان د ستورو د نظام په باب معلومات راکوي، نو زره بین بیا موږ د هغو جهانونو څخه خبروي چي په عین کوچینیوالي کي لوی قدرتونه شمېرل سوي دي.
په عمومي ډول پټه خزانه په یوه ټاکلې دوره کي د تاریخي پيښو ثبتول په بالواسطه ډول کوي. مولف ئې یو متشبث سړی دئ او د هر چا او د هغه د اثر په باب د خپل کار مېتود په څرګند ډول ښيي.
هغه چي د تاریخي پيښو په باب کوم متون را اخلي، نو حواله ئې یو بل اثر ته ده، چي هغه هم دیوه بل واقعه نګار اثر دئ. دا اثر (لرغوني پښتانه) او لیکوال ئې شیخ کټه نومیږي، چي د خپل وخت یوې عرفاني کورنۍ ته منسوب دئ. (لرغوني پښتانه) چي هم د کومو ماجراوو څخه ږغیږي، هغه د یو بل تاریخ څخه ماخوذ دئ، چي مولف ئې تر ده هم پخوا تېر سوی وو. دا اثر نو (تاریخ سوري) نومیږي او مولف ئې (محمد بن علي بستی ) وو.
دا چي دغه دوه اثره، چي پټه خزانه د لومړي په حواله د دوهم څخه د پيښو د اقتباس کار کوي، موږ په دې خبریږو، چي دا دوه اثره لکه زموږ نور په زرګونو اثار له منځه تللي دي. ځکه اوس زموږ په لاس کي نسته او یوازي د محمد هوتک ملي خدمت دئ، چي خپلو را وروستو نسلونو ته ئې کړی دئ او په پټه خزانه کي ئې د زمان له طوفانونو څخه د هغو څو پاڼي تر موږ پوري را رسولي دي.
هغه تاریخي پيښي چي زموږ په تاریخ کي د یادوني غټ ځایونه لري، په پټه خزانه کي د ( لرغوني پښتانه)، (کلید کامراني)، (مخزن افغاني)، ( د محمدرسول هوتک بیاض) او (محمود نامې) په حواله د اسي لنډیز کېدای سي. پر دې سربېره د ځینو پيښو حواله د خپل پلار قول ته کوي، ځیني د خپلو اورېدنو او لیدنو په مرسته بیانوي.
۱ـ د عربي یرغلونو د پيل له وخت سره د (سور) د کورنۍ اقتدار او د عربي لویو سلطنتي کورنیو په انتقالاتو او تبدیلاتو کي د پښتني دغي مقتدري کورنۍ د مشرانو ونډه.
۲ـ د غزنوي او غوري کورنیو تر منځ رقابتونه او جګړې.
۳ـ د غوري کورنۍ طنطنه او پر هند سوقیات.
۴ـ د چنګېز له بقایاوو سره د پښتنو مبارزې.
۵ـ په هند کي د لومړنیو لودیانو د اقتدار پيښي.
۶ـ په هند کي د (سوري) کورنۍ د اقتدار یاد.
۷ـ د ګورګاني اورنګزېب سره د خوشحال خان په رهبري د پښتنو قبیلو د مبارزې یادونه.
۸ـ د دباندني تسلط پر ضد د میرویس هوتک په مشري د پښتنو قیام، د پښتني ملي دولت منځ ته راتلل او د پښتنو فتوحات.
دا واقعات په پټه خزانه کي په تفصیل سره نه شرح کیږي، بلکي مولف د خپلي تذکرې له پاره د اشخاصو د ژوند پيښو د شرحي په ترڅ کي د هغو د کلام په نمونو کي د دې پيښو یادونه کوي.
د پورتنیو مفرداتو څخه به په لږ زیاته توضیح دا دئ دلته و ږغیږو:
د امیرکروړ ویاړنه چي د پټي خزانې مولف په خپله تذکره کي په یوه څرګنده حواله قید کړې ده، په یوه ټاکلي وخت کي د پښتنو د اقتدار څخه حکایت کوي. د امیر محمد سوري پر مړینه د شیخ اسعد سوري مرثیه چي په دغه تذکره کي راوړل سوې ده، د غوري او غزنوي کورنۍ تر منځ د رقابت په باب پر یوه پېښه رڼا اچوي. په دې مرثیه کي دا پوره معلومیږي چي د غزنوي محمود پر لاس د امیر محمد اقتدار خاتمه مومي او هغه وژل کیږي.
د ښکارندوی قصیده چي د محمد سام په ستاینه کي ویل سوې او پټي خزانې قید کړې ده، شاعر په هند کي د شهاب الدین محمد غوري د فتوحاتو یادونه کوي او هند ته د افغاني فاتحینو په ورتګ په هند کي د پښتني دربار د اقتدار د قایمېدلو لومړنۍ پيښي د هغه په بدرګه منځ ته راځي.
د بابا هوتک او ملکیار سندري چي په دغه تذکره کي قید سوي دي، د چنګېز له احفادو سره د پښتنو قبیلو د مبارزو تصویرونه باسي او په ملي سویه د سورغر سندره د دغه جریان یو محلي تصویر دئ.
د شیخ رضي لودي او نصر لودي په پاړکیو کي چي پټي خزانې د یوه ترمخني اثر په حواله د یو بل اثر له مخه رانقل کړي دي، په (ملتان) کي د لودي پښتنو د اقتدار جریانات بیانوي.
د پټي خزانې مولف چي کله د نعمت الله هروي د مخزن افغاني په حواله د سلطان بهلول لودي یادونه کوي، نو په لنډ ډول د هغو پښتنو د اقتدار څخه ږغیږي او په همدغه حواله د شیخ عیسی مشواڼي د کراماتو په بیان کي د سوري شېر شاه پر عدالت او درایت هم رڼا اچوي.
د محمد رسول هوتک د بیاض په حواله چي د خوشحال خان خټک په برخه کي ږغیږي، نو د ګورګاني اورنګزېب له دربار سره د پښتني قبیلو د قیامونو یادونه هم کوي.
د دغه ستر اثر یعني پټي خزانې په واقعه نګارۍ کي د بلي ډېري ارزښتمني او په ملي سویه د یوې غټي پيښي په یادونه چي کوم څه مومو هغه د پټي خزانې د مولف د معاصر شاعر(رېدي خان مهمند) د ( محمود نامې) هغه برخه ده، چي صفوي دربار ته د میرویس خان د څلورم سفر، لویي جرګې او لومړي قیام جریانات په تفصیل پکښي بیان سوي دي او همدارنګه په کندهار کي د ملي دولت د جوړېدو په برخه کي خپل د سترګو لیدلی حال بیانوي.
محمد هوتک بن داود خان په ترتیب سره راځي د خپل عصر واقعاتو ته چي په خپله ئې د لیکني وظیفه پر غاړه اخلي. دلته د شاه حسین هوتک پر ژوند پيښو رڼا اچوي؛ نو د میرویس وفات، د هغه د ورور عبدالعزیز اقتدار اخیستل، د نارنج له بام څخه د عبدالعزیز را لوېدل او مړینه، د محمود هوتک سوقیات د اصفهان پر خوا او په کندهار کي د شاه حسین اقتدار په خپله محمد بیانوي.
د محمود د مړیني پېښه د هغه د خور زینبي له خولې په یوه مرثیه کي راوړي او په دې ډول پر هوتکي دوره له بېلو، بېلو جهاتو څخه رڼا اچوي.
محمدهوتک او د هغه پټه خزانه د سیاسي واقعه نګارۍ له پلوه د هر ډول ارزښتونو څخه غټه برخه لري.
په پټه خزانه کي د نورو ادبي ارزښتونو څخه علاوه د پښتني تاریخ د لویو پیښو انعکاس په ډېره صفایي ځای نیولی دئ؛ نو ځکه موږ هغه ته د یو ملي او دروند سیاسي مستند اثر په حیث ارزښت ور کوو.
د پټي خزانې لیکوال په خپل دغه ستر اثر کي د هر ډول یادوني او لمانځني وړ بولو او نو ځکه په یادونه ئې د لمانځني په مجلس نه یواځي د حقشناسۍ په دود خپلي غاړي خلاصوو، بلکي د دغه ارزښتمن فرصت څخه په استفاده د دغه لوی اثر (پټي خزانې) او د هغې د مولف (محمدهوتک) په باب د بېلو، بېلو جهاتو څخه په څېړنه ملي فرهنګ ته خدمت کوو.
----------------------------------------------------
یادونه: دا مقاله په (تاریخي پلټني) مقالو ټولګه کي چاپ خپره سوې ده، چي په (۱۳۵۷ل) کال د افغانستان د علومو اکاډمي چاپ کړې ده.
ډیجیټال کوونکی: عبدالرحمن پتوال
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2885
د یونس خیبري دېوان د محمدهوتک په پټه خزانه کي یو یاد شوی اثر
- Details
- څانګه: پټه خزانه
ليکونکی: زرین کامران ګردیوال
کرشمې نازونه واړو لره نه دي
نازیباوو بد بوټاړو لره نه دي
قنج و ناز دي نازنین کا چي پر ښایي
بدو شونډو لویو داړو لره نه دي
د پټ راز خبري کیږي و رازدار ته
دا خبري ګرېبانپاړو لره نه دي
د عاشق په اوښیو نرم زړه ګروهیږي
نرمېده په اوبو تراړو لره نه دي
خال وخط ئې وپاکبازو و ته ستایه
بزرګ لفظ تورو کراړو لره نه دي
دېوانګان ئې په زنځیر د زلفو بند شو
سلسلې و روغو غاړو لره نه دي
یوه شپه راسره کېنه چي زړه تش کړم
د ډېر راز ویل ولاړو لره نه دي
د یونس د پاره ته خانده چي روغ یې
خوب خندا دغم لتاړو لره نه دي
یونس خیبري زموږ د سمسور کلاسیک ادب یو داسي ستوری دئ چي که د څو تنو نامتو شاعرانو له نومونو، شعرونو او اثارو څخه که را تېر شو، ډېرو لږو شاعرانو به د ده په څېر له میني ډکه، له ولولو ډکه، له احساسه ډکه او د شعري لوړ تخیل لرونکې شاعري کړې وي. د یونس خیبري نوم او شعر د پښتو ادب د هغي برخي یو د تحقق وړ باب دئ، چي د لسان الغیب رحمان بابا په واسطه ئې سمسورتیا موندلې وه. په دې مانا چي یونس د رحمان بابا د شعري لاري یو لاروی دئ او شاعر. رحمان بابا ته په شعرکي سخت معتقد دئ او ځکه خو ئې په شعر کي هماغومره سوز لیدلای شو. درد او ساز.
د پښتو ژبي په تحقیقي اثارو کي د یونس خیبري یادونه استاد عبدالحي حبیبي د (پښتانه شعراء) په لومړي ټوک کي په (۱۳۲۰هـ.ش.) کال وکړه. دا هغه وخت وو، چي د پښتو ژبي ادبي ذخیره یعني د محمدهوتک پټه خزانه لا پټه پرته وه او لا له دې ارزښتناکي او قیمتي خزانې ښکلي مرغلري د چا ګوتو ته نه وې رسېدلي.
استاد حبیبي د یونس په هکله هغه وخت کښلي وو چي: «یونس د پښتو له هغو پخوانیو شاعرانو څخه دئ چي هیوز د کلید افغاني په چمن بېنظیر برخه کي د ده د شعر منتخبات کښلي دي. یونس د یو ښه او بشپړ دېوان خاوند دئ، چي نسخې ئې ډېري لږ موندلي کیږي او یوه نسخه ئې خورا په ښه خط او مطلا لیدلي شوې ده، چي په پېښور کي د فیض طلب خان توپچي باشي په امر په (۱۱۷۶) کال زین الدین نومي لیکلې ده. یونس د خوشحال خان خټک معاصر او د رحمان بابا د مکتب یو تکړه شاګرد دئ. په شعر کي ئې هغه سلاست او رواني او جوش شته چي د رحمان بابا په کلام کي ئې بهترینه نمونه میندله کیږي. یونس خپلي بدلي ټولي د رحمان بابا په پيروۍ ویلي او د هغه لوی استاد ښه تعقیب ئې کړی دئ...
یونس یو عالم او پوه سړی وو. په نحو، صرف، معاني، بدیع، طب، فقه، تفاسیر او نورو ادبي علومو کي ئې مهارت درلود... د یونس مسکن نه دئ معلوم، فقط په خپلو اشعارو کي ئې یو ځای (ډکه) یاده کړې ده. نو ښکاري چي د خیبر په شاوخوا کي اوسېدئ.
پیادهګان، کوټوال، رهدار لېوني سپي دي
پر ډکه دي خدای څوک نه کا برابر څوک
د نامتو محمد هوتک له ارزښته ډک اثر (پټه خزانه ) پيدا شوه، د محقیقنو لاس ته ورسېده او له نېکه مرغه چي د ډېرو مرغلرو د را ځلېدو او راښکاره کېدو په لړ کي د یونس په هکله نوي او په زړه پوري مواد لاس ته راغلل.
محمدهوتک د پټي خزانې د شاعرانو په لړکي د یونس خیبري پر ژوند او شعر هم خبري لري او د هغه د شعر نمونې ئې هم په خپله تذکره کي راوړي دي.
پټه خزانه د (۱۱۴۱ــ۱۱۴۲هـ.ق. تالیف) د یونس خیبري په باب لیکي: « ذکر د شاعر شیوابیان محمدیونس خان هسي روایت کا زما تربور رحمت هوتک چي په سنه ۱۱۳۰ هجري پېښور ته تللی وم او هلته مي په خیبر کي محمدیونس خان شاعر شېوابیان ولید او دده اشعار مي سماع کړل. محمدیونس په دغه کال یو دېرش کلن ځوان وو او په قوم موسیخېل وو، چي پلار ئې نورمحمد خان له موسیخیلو څخه د کسي د بابړو سره راغلی او په خیبر کي اوسېدئ. محمد یونس په پېښور کي علمونه او کتابونه ولوستل او په هغه وخت چي عبدالرحمان بابا ژوندی وو د هغه شاګرد سو او د شعر دېوان ئې جوړ کا، چي ډېر غزل لري او په خیبر کښي معروف سو. محمدیونس مهمان دوست او کریم سړی دئ. مسافرین ئې په خیبر کښي پر دېره اوسي او که څوک عالم او شاعر د ده کره ورسي ډېر قدر ئې کا او په عزت دارۍ او مېلمه نوازۍ کښي همت کا. رحمت هوتک حکایت کا چي محمدیونس په خپله دېره کښي ډېر پاته کړم او هره ورځ ئې ما ته ویل چي یوه نن شپه لا وکړه بیا نو ولاړ سه. یوه میاشت ئې زما عزت وکا او هره ورځ به ئې اشعار ابدار راته ویل. دغه دوه غزل رحمت دده له دېوانه ما ته راوړل چي په دې کتاب کښي ئې ثبت کاندم. خدای تعالی دي محمدیونس خان ژوندی او معزز ولري».
په پټه خزانه کي د یونس خیبري له دغي پېژندني وروسته د هغه دوه غزل او یوه معما راغلې ده. د یونس په هکله د پټي خزانې د مولف محمدهوتک لیکنه د ډیر ارزښت وړ ځکه ده، چي یو خو ډېر نوي مواد تر موږه را رسوي او بله ئې دا چي دغه مواد په ډېره مستنده او ژوندۍ توګه را رسوي او د پټي خزانې په پاڼو کي ئې خوندي کوي. اوس راځو په ځانګړې توګه د یونس خیبري پر دېوان خبري کوو. په هغه اثر چي محمدهوتک ئې په پټه خزانه کي د پښتو د یوه مهم ادبي کتاب په توګه یادونه کوي.
د یونس خیبري دغه دېوان په ۱۳۵۶کال د هغي یوازینۍ لاس کښلي نسخې له مخي چاپ شوی دئ، چي د ارګ په کتابتون کي خوندي ده. دغه دېوان د حکیم سنایي غزنوي د زېږېدو د نهه سوم تلین د نمانځني په ویاړ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتو د پرمختیا او پیاوړتیا د آمریت له خوا خپور او په دولتي مطبعه کي چاپ شوی دئ. د نقل مقابلې، سمون، مقدمې او حاشيې کارونه او لیکني ئې د څېړندوی عبدالله خدمتګار بختیاني له خوا شوي دي او ټول دېوان له مقدمو او حاشیو سره د نصیر هنر پښتون په ښکلي لیک خطاطي شوی او بیا چاپ شوی دئ. څېړندوی خدمتګار بختیاني د دېوان په مقدمه کي د یونس په ژوند او شاعرۍ او د هغه د شعر په هنري معیار د شعر په فورم، محتوی او ځینو نورو موضوعګانو خبري اتري کړي دي. څرنګه چي موږ دلته د یونس خیبري د همدغه دېوان په لنډه معرفي غږېږو نو ځکه د دغو برخو په هکله بشپړي خبري نه کوو.
د دغه دېوان په پای کي د نصیر هنر پښتون یوه لیکنه هم راغلې ده، چي (د قلمي نسخې او چاپي نسخې خطاطۍ او نقاشۍ ته یوه لنډه کتنه او څو یادوني) نومیږي او بیا ور پسې د دېوان د شعرونو فهرست راغلی دئ.
د دېوان ټول مخونه ۳۳۶ دي. په دېوان کي دشعرونو ترتیب د قلمي نسخې له مخي او هماغه پخوانی رسم الخط په اساس راغلی دئ. د نمونې په توګه دغه یو څو غزلي چي یوازي مطلع ئې لیکو په پرله پسې توګه راغلي دي:
چي کینه زما د وصل په منصب که
غني خدای دي ئې اخته په خپل غضب که
که هزار غمونه رایشي په زړه کي
ستا تر غمه لکه مالګه په اوړه کي
هر چي زړه که د غفلت له زنګه پاک
بینایي به ئې هله وکه ادراک
طالع منده په دندانو سندان مات که
چي کم بخت شي، پالوده ئې دندان مات که
که د دې پر ځای د دېوان شعرونه د اوسني رسم الخط پر اساس راغلي وای غوره برېښېده. د یونس دېوان د هغه سوز او ساز د شاعرۍ او د هغه د اجتماعي او اخلاقي افکارو یوه مجموعه ګڼلی شو، په شعر کي د هغه د اجتماعي فکر یوازي دغه یوه نمونه راوړو:
مینه دار په دښمني د آدم مه شه
چي ښېوه په بدخویۍ که لړم مه شه
په ظالم باندي د خدای لعنت وریږي
روا دار د جفا، جور وستم مه شه
د عمل څراغ له کوره در سره وړه
په لومړي ماښام د ګور په تورتم مه شه
د قارون له حاله زده کړه که دانا يې
دلبسته د سیم و زر د درم مه شه
قسم مات په مختورونو کي حساب دئ
په دروغ دي له چا قول و قسم مه شه
یک زبان په وعده راست اوسه یونسه
دوه زبان لکه مختوری قلم مه شه
په همدې توګه د یونس په شعر کي د همت او ننګ د ولولو انګازې ښې ډیري دي. دلته یوازي د یوې نمونې په توګه دغو شعرونو ته پاملرنه کوو.
د میدان په ورځ چي تېښته کا له جنګه
پاته هیڅ نه شي باقي له نام و ننګه
له میدانه تېښته کار دئ د زنانو
مرد به نه تښتي له تیره له تفنګه
چي د تورو په برېښنا ئې وارخطا شي
مايي مه وای په هغه غولاټي لنګه
د عزت صدقه سر د سر دنیا ده
مېړنی په شرم سر ورکه بې درنګه
او دغه شعر چي:
چي خپل قام ورڅخه ورک په بل وطن شي
په پردي قام به سردار نه شي بهتر څوک
حاکمان، ارباب، ملک واړه نهر دي
مړوي به خوار اولس هومره نهر څوک
چي ملک، پیاده، کوټوال درې واړه یو شي
خلاص به نه شي له دې دریو په ور ور څوک
د یونس په شعر کي د میني د څپو بهیر او د دغه بهیر یون سخت محسوس او څرګند دئ. د هغه په شعر کي د میني دغه اړخ زموږ د کلاسیک ادب یوه داسي شتمني ده، چي د کلاسیک ادب ټولي خوبۍ لري او د خپل وخت او چاپيریال د حالاتو ځیني انعکاسونه.
دلته د یونس خیبري یوازي یوه غزل د هغه د خوږې، رنګیني، او له احساسه ډکي شاعرۍ د بیلګي په توګه لیکو چي د هغه د لوړي شاعرۍ ښه ثبوت ورکولی شي.
تا وې مخ و ته مي ګوره ما وې سترګي په لېمه
تا وې مه اوړه له پيغوره، ما وې سترګي په لېمه
تا وې ټینګ شه که عاشق یې، ما وې څه دي په دا عشق کي
تا وې غم دئ لور د لوره ما وې سترګي په لېمه
تا وې سر د عاشق څه دئ، ما وې کوی د خم د زلفو
تا وې سر له ما مه ژغوره، ما وې سترګي په لېمه
تا وې دواړه زلفي څه دي، ما وې هر چي ته څه وایې
تا وې شپه ده تکه توره ما وې سترګي په لېمه
تا وې ولي دي فریاد کا ما وې درد د بیلتانه دئ
تا وې مه کړه آه په زوره ما وې سترګي په لېمه
تا وې واوره که عاشق یې ما وې وایه زما غوږ دئ
تا وې اوښي ویني اوره ما وې سترګي په لېمه
تا وې څه حال دئ یونسه ما وې پروت یم ستا په در کي
تا وې مه ځه له دې کوره ما وې سترګي په لېمه
د لته ددې خبري یادول هم په کار دي چي تر اوسه پوري داسي فکر کېده چي د یونس د دېوان یوازنۍ قلمي نسخه همدغه د ارګ قلمي نسخه ده، چي د یونس دېوان په ۱۳۵۶ کال چاپ شو، خو باید ووایو چي اوس د دې دېوان د یوې بلي لاس کښلي نسخې پته هم لګېدلې ده. دغه نسخه د محترم محقق همېش خلیل د یوې لیکني له مخي د کراچي په یوه کتابتون کي خوندي ده. او وروستۍ خبره دا چي:
د یونس دېوان به څه رنګ خوشبو نه وي
چي په کي ئې درست بیان کېښود د مښکو
دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.
د مقالې ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمان پتوال
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 4319
د پټي خزانې د مؤلف ژبه ـ سرمحقق دوست محمد شينواري
- Details
- څانګه: پټه خزانه
ليکونکی: سرمحقق دوست شینواری
پټه خزانه د پښتو د لرغوني ادب د لوی سمندر داسي قیمتي مرغلره ده، چي هیڅ شی د هغې قیمت نه شي پوره کولای. دغه ارزښت دومره څرګند دئ، چي هیڅ ډول بیان ته ضرورت نه لري.
پټه خزانه له یوې خوا د پښتو د ادب د تاریخ په برخه کي موږ ته بې ساري قیمتي مواد راکوي، له بلي خوا د پښتو د تاریخ په برخه کي داسي ارزښمنه شتمني ده، چي د مخه ئې له موږ سره څرک نه وو او ددې ټولو په څنګ کي د لغوي زېرمي له امله د خاصي یادوني وړ ده. موږ ته پټي خزانې یوازي پښتو نګه او سوچه ارخائیک لغات نه دي راکړي؛ لکه: اتل، بامل، هسک، برمل، لرمل، او داسي نور، بلکي د ډېرو لغاتونو اریایي ریښې ئې موږ ته راکړي، چي هم د پښتو او هم د نورو خپلوانو ژبو له پاره زیات ارزښت لري او دلته ئې څو مثالونه وړاندي کوم.
ودنه: یو له دغسي لغاتو څخه (ودنه) ده، په (ودان) او همدارنګه د (ب) په ږغ باندي د (و) د ږغ په قدامت په اباد، ابادان کي دغه ریښه شته چي د پټي خزانې له لاري د امیرکروړ په حماسه کي موږ ته د (ودنه) حاصل مصدر په بڼه را رسېدلې ده.
د یادوني وړ ده چي (وده) د (نشو، نما) په معنا چي غالباً جسمي حالت ښيي د هیواد په مرکزي او لوېدیځو پښتنو کي یوه ژوندۍ کلمه ده، چي ریښه ئې له (ودان، آبادان) سره یوه ده؛ خو لکه څومره چي (وده) او (ودان) په معنوي لحاظ لږ څه توپير لري د هغه په رڼا کي دلته د (ودني) مفهوم له (ودي) څخه (ودان) ته ډېر نژدې دئ، که څه هم په انتها کي ئې ریښه او معنا یوه ده.
همدارنګه د شیخ متي بابا په کلام کي د (قیمت، ارزښت، بها) په معنا د (پلور) استعمال موږ ته دافکر راکوي، چي د (پلورل) لومړۍ معنا به غالباً د (قیمت پر ایښودل، د قیمت ټاکل ) وه، چي بیا ئې د (خرڅلاو، شرأ) معنا پیداکړې ده.
شیخ متي بابا وایي:
زړه مي دا ستا د میني کور دئ
سوی د عشق په سوځند اور دئ
رپ یې وتاته ستا پر لور دئ
بې له دې هیڅ دئ، ورک ئې پلور دئ
له دغه ځایه د پښتو د قاموسونو دغه معنا پر ځای ښکاري، چي (پلور) ته لومړۍ معنا (بیه، قیمت، ارزښت) ورکوي او دویمه معنا (خرڅلاو) (وګ، پښتو تشریحي قاموس) همدارنګه د پټي خزانې په اخیستل شوو متونو کي څو ځایه د (لور، پېرزوینه، مهرباني) کلمه راغلې ده:
خپلو وګړو لره لور پېرزوینه کوم... (امیرکروړ ۱۷ مخ). ستا د لورونو یوه رڼا ده. دلته چي جوړه تماشا ده (شیخ متي ۱۳مخ)
په جنت کي دي وه تون زموږ واکمنه
هم پر تا دي وي ډېر لور د غفار
(اسعد سوري ۲۱مخ)
په دې باب د پټي خزانې محترم محشي لیکي، چي اوس د لور کلمه په ځانګړې توګه په پښتو کي ژوندۍ نه ده او یوازي د ( لورینه رواداري) په معنا پاته ده. دغه کلمه هم لرغونې اریایي ریښه لري او امکان لري، چي د ساکي دیالیکت له لاري موجوده وي ځکه چي په اسیتي ژبه کي چي د لوی ساکي ژبي (الاني ) لور ده په همدغه معنا او په همدغه فورم ژوندۍ ده.
په اسیتي کي (لور، Lavar) د (بخشش، سوغات، وړیا) په معنا ده او له دغي ریښې څخه ډېری جوړي شوي کلمې لري لکه: (لور، کنون، بخښل، لورخور، وړیاخور) په سوغدۍ کي (ذور، سوغات) او دغه شان په نورو اریایي ژبو کي هم مشتقات لري. او په دغه توګه د پټي خزانې په لرغونو اخیستل شوو متونو کي موږ د لرغونو پښتو کلمو ډېری ریښې او د معناوو اصالت موندلای شوو.
زه دلته د پټي خزانې د مؤلف په ژبه غواړم څه ووایم، نه خپله په ټوله پټه خزانه او که نه د پټي خزانې پر هر یوه اخیستل شوي متن لوی لوی مقالې لیکل کېدای شي.
د پټي خزانې د مؤلف ( محمدهوتک بن داود) په برخه کي یو ټکی د زیاتي پاملرني وړ دئ؛ هغه دا چي نوموړی مؤلف په خپلو لیکنو کي د امانت ساتلو زښت مراعت کړی دئ. هر متن که په هره لاره ده ته رسېدلی دئ، هغه ئې د خپل ذوق تابع نه دئ ګرځولی او دغه امانت ساتنه دغه ستر امانتګر حتی په لیکدود کي هم مراعت کړې ده.
د مثال په توګه: ده په خپل متن کي د (مغول) نوم هر ځای د (مغول په واو سره) په فورم لیکلی دئ د مثال په ډول د قلمي نسخې په پنځم مخ کي اووه ځایه (مغول ) لیکل شوی دئ. خو دبابا هوتک په سندره کي اته ځایه (مغل) بې له واوه لیکل شوی دئ او له هغه وروسته بیا هم خپله د مؤلف په عباراتو کي (مثال: ۶ــ۷ مخونو کي) مغول لیکل شوی دئ، چي دا کومه اتفاقي خبره نه ده، بلکي سبب ئې د مؤلف امانتګري ده. او ضمنا دلته موږ ته یوه بله مفکوره هم راکوي او هغه دا چي که څه هم هغه سندره ( د بابا هوتک سندره) ماته خپل پلار داسي ویلې ده خو غالبا ده ته تحریري رسېدلې ده، چي مجازا د تحریر پر ځای وینا لیکل شوې ده. او دا داسي مثال لري لکه چي څوک وایي: خوشحال خټک داسي وایي یا رحمان بابا هغسي وایي. همدارنګه د پښتونخوا کلمه چي اوس یې په همدغه لیکدود لیکو د مؤلف په خپل عبارت کي د (پښتنخا) په لیکدود راغلې ده(لکه: درېیم مخ اوومه کرښه، څلورم مخ درېیمه کرښه، دېرشم مخ پنځمه کرښه)، خو په اخیستل شوي متن کي کله د (پښتونخوا) په لیکدود راغلې (لکه: په ۲۴مخ اوومه کرښه کي د ښکارندوی په قصیده کي) او کله د پښتنخا په لیکدود ( په شپږم مخ کي درې ځایه د بابا هوتک په حماسي سندره کي) په لیکدود کي دغه تشتت د مؤلف د توجو دکموالي له امله نه دئ، بلکي علت ئې زما په نظر همدغه د امانت ساتلو فکر دئ.
بل مثال: مؤلف په خپلو عباراتو کي هرځای د اضافت ضمیر (زما، زموږ) لیکي خو په اقتباس شوو عباراتو کي کله (ځما) او کله (دما) لیکي ( لکه: په ۳۵مخ د خوشحال په شعر کي ) همدارنګه د پټي خزانې هماغو اساسونو د معاصري پښتو د فاضل مؤلف د دغي امانت ساتني مراعات د هر شاعر د لهجې د خصوصیت په برخه کي کړي او هغه یې هیڅکله د خپلي لهجې تابع نه دي ګرزولي لکه د خوشحال، رحمان بابا او نورو په اشعارو کي چي هلته په څرګنده دغه امانت ساتنه محسوسه ده، چي د ده دغه کار د ډېر درناوي وړ دئ. البته د پټي خزانې د مؤلف ژبه د پښتو د لوېدیځي لهجې پوري اړه لري او همدغه اهجه دده په خپلو عباراتو کي په کلکه مراعات شوېده. مثال: هر ځای د ختیځي لهجې( شته، شو، کېده مفرد مذکر) لاړ ته پر ځای (شته، سو کېدئ، ولاړ، تلی) لیکي خو ددې په څنګ کي په دوو مواردو کي د خپلي لهجې له استعمال څخه تېریږي او هغه دا دئ: (الف: ټول، ټوله) په ختیځه لهجه کي د مذکر له پاره مفرد وي که جمع د (ټول) په فورم صفت استعمالیږي او د مفرد مونث له پاره د ( ټوله) په فورم خو په لوېدیځه لهجه کي (ټوله) هم د مذکر او هم د مونث له پاره لکه ټوله بیده دي، ما ټوله انار وخوړئ. خو د پټي خزانې مؤلف (ښایي د ګرامري اصولو د مراعات له امله ) د مذکر له پاره صفت د (ټول) په لیکدود وړاندي کوي لکه: (... تر څو چي سور غر یي د مغول په وینو ولاړه او ټول یې پپناه کړل) (پنځم مخ).
(نقل کا چي خوشحال بیګ د خټکو سرداري کړله او ډېر زامن ئې درلود « ل»چي ټول شاعران و«و») (۳۴مخ).
ب: په لوېدیځه لهجه کي د مفعول له ـ Dativeـ سربېره پر (ته) د (مفعول له) نه د مخه «و» هم معمولا زیاتیږي لکه ( ما و احمد ته وویل...) البته په ختیځه لهجه کي اوس دغه واو نشته. د پټي خزانې مؤلف هم د دغه (واو) د اضافه کولو مراعات نه کوي. مثلا: د پټي خزانې د پیل عبارت داسي دئ:«حمد وثنا ده هغه خدای ته ... ستاینه او سپاس دئ هغه خاند لره...» د دغه (واو) په برخه کي باید وویل شي چي زما په خیال هغه د (داتیف) د افادې له پاره ډېر لرغونی دئ او که (و) او (ته) او د (ته) وروستی فورم (له) په لرغوني پښتو کي د دوو لهجو څرګندوی ونه بولو نو زه عقیده لرم (و) ډېر قدامت لري چي په پښتو کي د (و) په ږغ او په دري او فارسي کي د (ب) په ږغ ساتل شوی دئ دغه ادات په ساساني فارسي کي د (وـ ه) او هم د (اوی ـ avi) په ږغ ژوندی وو، چي بیا وروسته په (به) واوښت زه عقیده لرم، چي په پښتو کي به دمخه یوازي د دغي ګرامري افادې له پاره یوازي (و) وو او (ته) به وروستی تحول وي، چي په دې بر خه کي به راغلی وي. دلته باید وویل شي چي په پخوانیو متنو کي که د پښتو دهري لهجې پوري اړه لري د دغه ګرامري حالت د افادې له پاره کله کله یوازي (و) استعمال شوی او کله کله (و جمع ته) لکه:
تا هاله و ګل خپل زړه ورکړ بلبلي
که یې تل وايې دا بازار د زېبایي
(خوشحال، غزلونه)
که الله راکی وما
ماه ومهر د سما
(مصري خان ګګیاڼی)
چي یې ما په سر ومال خریداري کړه
مفت دي ورکړ و رقیب هغه وستونه (حمید)
چي په ناز ساتلی زړه مي وو یار ور که
ورپسي مي د ځان واړه اختیار ور که
(علي خان)
البته د دغه ګرامري حالت له پاره ( وـ جمع ـ ته) زښت ډېر مثالونه لري او د پښتو په هر لرغوني متن کي هغه موندلی شو چي زما په خیال هغه د دغي ګرامري افادې زمانې منځنی حالت دئ.
دلته یې د پټي خزانې په اقتباس شوي شعر کي مثال وړاندي کوم:
د غټولو جنډی خاندي و رېدي ته ـ زرغونو بڼو کي ناڅي زلمي جونه
(ښکارندوی ۲۲مخ)
دا چي د پټي خزانې ارواښاد مؤلف ولي د خپلي لهجې د دغه ګرامري خصوصیت مراعات نه دئ کړی، په یقین سره څه نه سم ویلای خو اټکل کوم چي ده به دغه (و) ته د زاید په نظر کتلي وي.
د پټي خزانې د مؤلف د خپلو عبارتونو د لیکدود په برخه کي هم څو ټکي د یادوني وړ دي او هغه دا دي: په ځینو برخو کي د ځینو کلمو په لیکلو کي مؤلف بیخي متردد ښکاري لکه: (د کي، کښ، کښي) د ظرفي نخښي لیکنه زما په خیال علت یې هم د دغي کلمې درې حالتونه دي:
الف: د اکثریت په عامیانه تلفظ کي (کي )ده.
ب: تر څو چي زړو قلمي نسخو ته مراجعه کوو هلته په عنعنوي توګه (کښ) دئ.
ج: د دغه عنعنوي تلفظ سمه افاده په (کښي) سره کیږي، چي د پښتو ټولني د هغي وروستۍ پرېکړي پوري چي د (کي) او (چي) په برخه کي یې وکړه د (کښي) فورم معمول وو.
د پټي خزانې د مؤلف په خپلو عباراتو کي دغه دریو واړو فورمونه لیدل کیږي مثلا یوازي په پنځم مخ کي څلور ځایه (کي) او درې ځایه (کښ) لیکل شوی دئ او ځای پر ځای (کښي) هم لیدل کیږي لکه: ( دویم مخ ۱۳ کرښه، ۳۵مخ دویمه کرښه، ۳۷مخ دوه ځایه او داسي نور.)
بل مثال: لکه څنګه چي د ماضي د جمع مذکر له پاره په معاصره پښتو کي د (ل) او (هـ) تر منځ تشتت لیدل کیږي. لکه: ( احمد او محمود راغله او راغلل) همدغه شان د پټي خزانې د مؤلف په عباراتو کي هم لیدل کیږي.
لکه: الف بابا هوتک خپل قومونه راټول کړل... په دې جګړه کي مغول تالا شول... د بابا هوتک خپلوان ومړل ... تودېدل او ټول یې پپنا کړل...) (پنځم مخ) کله کله یوازي په (هـ) افاده شوی وي. لکه:
(... او د کاسي د اولاد بیار ته ولاړ د کسي غره او پښین...) (لسم مخ). همدغه ګرامري افاده کله کله په (له ـ ل جمع زوره. لکه: چي زما په خیال دغه ګرامري فورم به ډېر لرغونی وي. لکه: (... وروسته یې زامن په غوړه مرغه کي اوسېدله) (لسم مخ). (... او له هغه څخه به ئې خواږه شعرونه په ادب کي د عربو اورېدله)(۲۵مخ).
له پردیو ژبو څخه په ځینو اخیستل شوو کلمو کي هم د مؤلف په لیکنو کي کله کله څه تردد لیدل کیږي. مثال: (وقت) اصلاً عربي کلمه ده چي پښتو ته هم ننوتې ده او اوس د وخت په فورم کي د دغي ژبي خپل مال ګڼل کیږي. ددغي کلمې په لیکنه کي مؤلف کله د اصالت مراعات کوي او په عربي فورم (وقت) یې لیکي لکه: (درېيم مخ اوومه کرښه، څلورم مخ دویمه کرښه، پنځم مخ دویمه او څلورمه کرښه) او کله کله یې ندرتاً په پښتو شوي تلفظ (وخت) لیکي لکه (نهم مخ اوومه کرښه).
د کلمو جوړونه:
د پټي خزانې مؤلف د خپلي ژبي د یوه ماهر او لوی پوه په صفت د کلمو ډېر ښه ګرامري اشتقاقونه او جوړوني لري چي موږ د هجري دولسمي پېړۍ د پښتو متنو نه را پر زړه کوي او موږ د هغو د پټي خزانې د مؤلف د ژبي تر منځ کوم د یادوني وړ توپير نه ګورو او بیا پر هماغو اساسونو د معاصري پښتو د اشتقاقونو د طرز سیسټم هم بنا دئ.
البته ډېر لږ پېښیږي چي ( ښایي د لهجې د توپير له مخي وي) ځینو استثناآتو ته اشاره وشي مثال: د (من) د وروستاړي (سوفیکس ) په مرسته له اسم ذات څخه صفت جوړیږي لکه: ( خوږمن، هیلمن، سوبمن) څو له ښځه څخه (ښځمنه جوړول هغه هم د (ښځه) په معنا زما په خیال یوه استثنا ده، د (ښځه) په معنا ( ښځمنه) د مؤلف په عباراتو کي څو ځایه راغلی دئ لکه:
(... د خدای دوستان د رحمان بابا شعرونه ډېر لولي .... ښځمني هم دغه کتاب ډېر وایي) (۴۵مخ)
همدارنګه د(ن) چي دمخه یې (زورکی) وي په معاصره ژبه کي د هغه په مرسته یوازي هغه صفات جوړیږي چي په معنا کي د عیب او نقص مفهوم ولري لکه: (سپږن، دوړن، خچن، دښن ، پمن، خیرن، ډارن) او داسي نور.
د همدغه (ن) ددغه زورکي په مرسته د مؤلف په عباراتو کي ځیني صفات جوړ شوي لکه: ( غوږن، واقف، خبر) دغه صفت داسي راغلی دئ: (... مغول چي په دغو ودانیو غوږن شول...)(اووم مخ).
دلته باید وویل شي چي (غوږ ) د خبرتیا ، وقوف په معنا یوه لرغونې کلمه ده چي د (غوږېدل، خبرېدل، غوږول، خبرول ) فعلونه ځني جوړېدل.
د غوږېدل فعل حمید داسي راوړی دئ:
په راتلو د کوم صیاد دئ غوږېدلی
چي نن رنګ د ټول صحرا دئ تښتېدلی
(نیرنګ عشق ۱۵۰مخ)
په اسرارالعارفین (۹مخ) کي دئ:
که کنار د چا مکان وي
له عالمه دي پنهان وي
په اسلام نه وي غوږېدلی
نوم یې نه وي اورېدلی
دی حساب دئ له هرچارپایه
چي معذور دئ دل ارایه
البته دغسي صفاتو د مؤلف د عصر څخه تر مخه وجود درلود لکه: وړنګن او جګړن د ښکارندوی په کلام کي.
د هندارو په څېر غرونه سپین وړنګن دي
چي پر واورو باندي وکا ځل نمرونه
نه به راولي جګړن د سیند پر لوري
نه به بری څوک د هند خپاره ښهرونه (۲۳مخ)
ډېره په زړه پوري به دا وه، چي د پټي خزانې دم مؤلف ژبه د هغه د نسبتاً معاصرو مؤلفینو د نثري ژبي سره هم پرتله شوې وای، خو دا کار ما ونه کړای شو، ځکه چي له ما سره د هغه وخت د نثرونو قلمي نسخې نشته او کوم یې چي له ماسره چاپي متون دي هغه هیڅکله د اصالت څرګندوی نه دي.
ما ددغه مقصد له پاره (فتاوای احمدشاهي) وکتله هلته د لوېدیځي لهجې د خصوصیاتو په جمله کي یوازي د (داتیف) له پاره د (و) استعمال لیدل کیږي لکه: (زکات، په ژبه د عربو کي و پاکۍ ته وایي، او نصاب په ژبه د عربو کي و پایي او مرتبې ته وایي ...)( شپږم مخ).
نور هر ځای د ( سته، سول) پر ځای (شته، شول) دي چي غالبا به د چاپوونکو تحریف وي.
همدارنګه د تاریخ مرصع متن هم موږ د مؤلف د ژبي د اصالت په باب په یقیني توګه څه نه راکوي ځکه چي هلته هم د چاپوونکو او هم د استنساخ کوونکو له خوا دا تغیر د اندازې اټکل نه شي کېدای. له دې سره سره د تاریخ مرصع په موجوده متن کي د څو کلمو په لیکلو کي څه ګډوډي ښکاري چي هغه هم کله د اکثریت د پښتو او د خټکو د لهجې تر منځ پر توپير ولاړ دي لکه د جمع مذکر له پاره (زویه ) او (زامن) مثلا یوازي په ۲۳۲مخ کي نهه ځایه (زویه ) د جمع مذکر له پاره او یو ځای (ځامن) لیکل شوي دي او کله کله دغه توپير دفعل دمړه کېدونکي فورم (خواڼی، کاڼی) او د مروج فورم (خوری، کړی) ترمنځ وي چي په تاریخ مرصع کي ډېر مثالونه لري.
دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ديجيتال کوونکی: عبدالرحمن پتوال
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2684
د پټي خزانې ارزښتونه ـ سرمحقق محمد صدیق روهي
- Details
- څانګه: پټه خزانه
د مقالې ليکونکی: سرمحقق محمد صدیق روهي
د کتاب سره پېژندګلوي:
پټه خزانه د پښتو ادبياتو په هسک کي يو ځلانده لمر دئ، چي يو شمېر ادبي شخصيتونه ئې د نومورکۍ له تروږمۍ څخه را و ايستل او نړۍوالو ته ئې ور وپېژندل.
پټه خزانه د پښتني ثقافت د غوره ارزښتونو هينداره ده. په دې ارزښتناک اثر کي نه يوازي د پښتو ادب نوميالي استازي معرفي شوي دي، بلکي د پښتو ژبي لغوي پانګه، تاريخي اتلان، ادبي ذخيرې، اولسي وياړني او کلتوري ارزښتونه هم پکښي منعکس شوي دي. د دې اثر اهميت له دې څخه هم څرګنديږي، چي په تيرو څلويښتو کلونو کي دغه کتاب څلور ځله چاپ سوی دئ او دا کار زموږ په مطبوعاتو کي ساری نه لري.
"پټه خزانه" د ژبنيو، ادبي، تاريخي او کلتوري ارزښتونو خزانه ده. لکه د کتاب له سريزي څخه چي څرګنديږي، د پټي خزانې ليکنه د (۱۱۴۱هـ.ق.) د جمادی الثاني د مياشتي په شپاړسمه د جمعې په ورځ پيل شوې ده او د کتاب په پای کي عبارت را ښيي، چي د (۱۱۴۲هـ.ق.) کال د شوال د مياشتي په څلرويشتمه د جمعې په ورځ پای ته رسېدلې ده.
له قرينې څخه ښکاري، چي د مؤلف متعارف نوم به (محمد خان) وو، ځکه له يوې خوا ئې پلار او نيکه داؤد خان او قادر خان نوميږي او له بلي خوا د کتاب د متن پر اساس، د هغه وخت د اشخاصو نومونه معمولاً له دوو مستقلو نومونو څخه ترکيب شوي دي، لکه د ده د معاصرينو دا نومونه: بهادر خان، محمد صديق، پير محمد، غياث خان، ريدي خان، محمد اياز، سيدال خان ناصر او داسي نور.. ښايي چي ده به د تواضع له مخي له خپل نامه څخه د (خان) کلمه ليري کړې وي. په هر صورت دا يو حدس دئ، چي پر قراينو باندي بنا شوی دئ، ښايي سم نه وي. پټه خزانه د شاه حسين هوتک په دوره کي ليکل شوې ده او داسي ښکاري چي د دغه واکمن په دوره کي د پښتني فرهنګ د غني کولو لهپاره يو آګاهانه جنبش پيل شوی وو. د "پټي خزانې" له لوستلو څخه هر چا ته په اسانۍ سره دا واقعيت ور څرګنديږي، چي د پښتنو ثقافت ځانته مستقله ريښه لري، د تاريخ په بېلا بېلو پړاوونو کي ئې خپل اصلي ماهيت ساتلی او د لرغوني آريايانو ارزښتونه ئې په ځان کي ساتلي دي. په "پټه خزانه" کي سر تر پايه د يوه کهول د غړو تر منځ د ميني او صميميت زمزمې اورېدل کيږي؛ مينه، لورينه، مرسته، ملاتړ، قومي غرور، غونډي، ناستي، ولاړي، درانده خويونه، مهذبه وينا، دوستي، له ځانه تېرېدنه او داسي نور ارزښتونه د کتاب مرکزي هسته ګڼل کيږي.
په لاندي کرښو کي به د پټي خزانې د ارزښتونو مختلف اړخونه وڅېړل سي.
ميتوديک ارزښتونه:
په اکثرو لرغونو تاليفونو کي د کتاب ليکلو انګېزه يا علت، د محتوياتو يا موضوع ماهيت او کله، کله نتيجه په سريزه کي ښودل کيږي. د ليکوال د افادې قدرت، د بيان انسجام او منطقي تسلسل له سريزي څخه په ښه ډول څرګنديږي. د پټي خزانې مولف د يوې دقيقي سريزي د ليکلو ټول ضروري شرايط په پوره بلاغت او مهارت تر سره کړي دي. څرنګه چي پټه خزانه يو ادبي اثر دئ او له ادب او وينا سره سر و کار لري، نو په سريزه کي د وينا او ادبي کلام پر اهميت باندي مدللي او منسجمي خبري شوي دي. محمد هوتک د پټي خزانې سريزه په دغسي خوږو او متناسبو الفاظو پيل کړې ده: «حمد و ثنا ده هغه خدای ته، چي انسان ئې په ژبه او بيان لوړ کا او تمیز ئې ورکا له نورو حيواناتو په نطق او وينا سره؛ او خپل کلام پاک ئې نازل کا په افصح بيان سره، چي هغه معجز او ابلغ دئ له کلام د ټولو بلغا او فصحا. سپاس دئ هغه خاوند لره چي بې له ده نسته خاوند او نه بل بادار د وګړيو. څښتن دی دئ چي انسانان په خوږو خبرو پالي او د هري بليغي وينا ملهم دئ».
د محمد دغه سريزه يو ادبي شهکار ګڼل کيږي. دلته د الفاظو ملغلري د بيان په زرين مزي کي پېيل شوي دي او د وينا پر محور باندي را تاويږي، اما په عين زمان کي په خپله وينا د څښتن تعالی د ستر قدرت مظهر دئ او د هغه ذات د فيض له منبع څخه نشات کوي. (۱)
پس له حمد و ثنا څخه محمد هوتک بيرته وينا ته را ګرځي او داسي وايي:
«اما بعد. په دې پوه سه چي وينا د انسان غوره خاصه ده او د نطق تاج هغه د کرمنا تاج دئ چي خالق تعالی د آدم پر سر نسکور کړ او په هره زمانه کي خدای تعالی په انسانانو کي غوره شاعران او د وينا خاوندان پيدا کړل، چي الشعرا تلاميذ الرحمن وګڼل سول او د دوی ويناوي هر کله داسي خوږې دي، چي د انسان زړه انشراح په مومي او د خوږو زړو مرهم وي».
په دې پورته عبارت کي (د کرمنا تاج) د نطق په تاج باندي تعبير سوی دئ او د وينا خاوندان هم د دغه تاج بالاستحقاقه وارثان دي. نو له دغو منطقي قضيو څخه طبعاً دا نتيجه لاس ته راځي، چي شاعران او د بليغي وينا خاوندان بايد (تلاميذ الرحمن) او د مخلوقاتو اشرف او اکرم وي او ولي به نه وي، ځکه چي د هري بليغي وينا الهام بخښونکی په خپله هغه ذات دئ، چي د ده کلام ابلغ او معجز دئ له کلامه د ټولو فصحاوو او بلغاوو څخه. (۲)
د سريزې په همدې عبارت کي محمد هوتک شعر هم تعريف کړی دئ. د ده په نظر شعر هغه خوږه وينا ده، چي د انسان زړه انشراح په مومي او د خوږو زړو مرهم وي. يا په بله ژبه شعر هم د انبساط او فرحت وسيله ده او هم د تسکين او علاج وسيله. شعر هم د خوند لهپاره دئ او هم د ژوند لهپاره. (۳)
محمد د وينا او شعر د اهميت له بيانولو وروسته د پټي خزانې د ليکلو انګېزه شرح کوي او داسي وايي:
«زه چي محمد هوتک يم او په اصل پښتون په قندهار کي اوسم، له ډېره ده چي په ويلو د داسي وينا بُخت يم او د شپې او ورځي مي هم دغه کار دئ او دا ډېر وقتونه تېر سول چي ما غوښته چي زه د پښتنو شاعرانو تذکره وکاږم او د دوی احوال سره را ټول کاندم، مګر زمانې ما ته فراغ نه راکا او دا هيله مي په زړه کي وچه سوه، ځکه چي پر قندهار د ظلم او جفا تورتم پروت وو او هيچا آرام نه درلود او نه فراغ. ګاهي به مغولو چپاوونه کړل او ګاهي به د ګرګين د ستم سوران وو. اوس چي حق تعالی موږ خلاص کړو، له هغه ظلمو څخه او فارغ سوه زړونه زموږ او زموږ ملک حاجي مير خان عليه الرحمه دوی له قندهاره ویاسته او پښتانه ئې د دوی له جوره آزاد کړل او قلم مي را واخيست...».
د محمد هوتک د سريزي ستره ښېګڼه دا ده، چي فکري او منطقي تسلسل پکښي ليدل کيږي. تصنع، تکلف او زوايد پکښي نشته او د مسجعو او مکررو فقرو او مترادفاتو نخښي د هغه وخت د ليکنو په تناسب پکښي لږي دي. لنډه ئې دا چي د سريزي سبک خوږ، روان او محاورې ته نسبتاً نږدې دئ. يوازي د تقديم او تاخير په لحاظ د نورو ژبو تر اغېزې لاندي راغلی دئ، لکه په دې عباراتو کي: او تميز ئې ورکا له نورو حيواناتو په نطق او وينا سره او فارغ سوه زړونه زموږ او زموږ ملک، نو ئې زه وغوښتم خپل دربار ته او داسي نور. په عمومي ډول د کتاب مضمون او شکل يو له بل سره سمون خوري او د شکلياتو برخه ئې د هغه وخت د ليکنو په تناسب ډېره موزونه او معقوله ده.
د پټي خزانې يو لوی مزيت دا دئ، چي مضمون او شکل دواړه د پښتني ثقافت په رنګ رنګېدلي دي او تقليدي اړخ ئې د اصلي اړخ تابع دئ. لنډه ئې دا چي په سريزه کي د کتاب د ليکلو هدف، انګېزه او موضوع په ښه توګه بيان شوي دي. سربېره پر دې د موضوعاتو تصنيف او تبويب هم پر علمي موازينو برابر دئ. د کتاب لومړۍ برخه پخوانو شاعرانو ته وقف شوې ده، دوهمه برخه ئې د معاصرو شاعرانو احوال بيانوي او په دريمه برخه کي ئې ښځي شاعراني معرفي شوي دي.
د پټي خزانې يو بل ميتوديک ارزښت دا دئ، چي د بيوګرافۍ اصلي ارکان ئې په نظر کي نيولي دي. تر کومه ځايه ئې چي وسه رسېدلې ده، د شاعر د اوسېدو ځای، د ژوند تاريخ او حالت، قوميت،د شخصيت غوره اوصاف او د معلوماتو ماخذونه (کتاب يا روايت) ئې په نخښه کړي دي. البته د تذکرې ليکلو د معيارونو له مخي يوه ټکي ته ګوته نيول کېدای شي او هغه دا چي د شاعرانو بيوګرافي په کرونولوجيک اساس نه ده ترتيب شوې. د مثال په توګه بابا هوتک چي تر ټولو مخکي معرفي شوی دئ، په اوومه هجري پېړۍ کي دنيا ته راغلی دئ، په داسي حال کي چي امير کروړ په دوهمه هجري پېړۍ کي ژوند کاوه او په (۱۳۹هـ.ق.) کي امارت ته رسېدلی دئ. په همدې ډول نور مثالونه هم ډېر دي. کوم څېړونکي چي غواړي د پټي خزانې له مخه د پښتو شعر تطور او تحول مطالعه کړي، بايد کرونولوجيک ليست ئې په خپله تنظيم کړي.
د پټي خزانې يو بل ميتوديک ارزښت دا دئ، چي د کتاب کرکټرونه نورمال انسانان دي. د دوی په کړو وړو کي مبالغې نه ليدل کيږي، البته د دوو يا درو تنو قهرمانانو په باره کي مبالغه شوې ده، خو دا د محمد هوتک خپل نظر نه دئ او هر ځای ئې د (نقل کا) عبارت ور سره راوړی دئ. دا مبالغه يو ځلي د امير کروړ په برخه کي راغلې ده، چي وايي په يوه تن به له سلو جنګاورو سره جنګېدئ او بل ځای د نور بابا په برخه کي؛ چي په ګوښي ځان ئې له خپلي کلا څخه د يوې ډلي مغولانو په مقابل کي دفاع وکړه. په هر صورت دغه ډول مبالغې دومره عادي او طبيعي ښکاري، چي حتی په اوسنيو کيسو او فلمونو کي ئې ډېري زياتي نمونې ليدلی شو. سره له دې محمد هوتک احتياط له لاسه نه دئ ور کړی او په داسي مواردو کي د (نقل کا) له فقرې څخه استفاده کوي.
ځيي کسان د پټي خزانې ماخذونو ته ګوته نيسي او وايي چي دغه ماخذونه چيري دي؟ دا البته يوه داسي موضوع ده، چي ځانته جلا څېړنه غواړي، خو دلته دومره يادونه کافي ده، چي ځيني ماخذونه به ښايي چي له مينځه تللي وي او ځيني نور ئې ښايي وموندل شي. په روانه پېړۍ کي د پښتو ژبي داسي نادر کتابونه وموندل شول، چي پخوا ئې خلک فقط له نامه سره آشنا ول. د پير روښان (خير البيان) د لويديځ آلمان په يوه کتابخانه کي وموندل شو. په دې نژدې وختو کي به د خوشحال خان ځيني نوي آثار له چاپه راووزي، حتی د شيخ ملي د دفتر او په پټه خزانه کي د ځينو ياد شوو کتابو د پيدا کېدو خبري هم په دې ورځو کي اورېدل کيږي. څرنګه چي دغه موضوع ځانته جلا څېړنه غواړي، نو له تفصيل څخه ئې ډډه کوم. تر کومه ځايه چي په پټه خزانه پوري اړه لري، دا يو مستند او معتبر کتاب دئ او په هر ځای کي پر خپلو ماخذونو يا رواياتو حواله ور کوي.
ليکدودي (املايي) ارزښت:
پټه خزانه د ليکدود له مخي يو ممتاز اثر دئ. البته په يقيني توګه نه شو ويلای، چي نور محمد خروټي به کټ مټ د محمد هوتک ليکدود را اخيستی وي او بيا به محمد عباس کاسي هماغه ليکدود د امانت په توګه ساتلی وي، خو دومره حدس وهلی شو، چي تر ډېره ځايه پوري به د اصلي متن ليکدود اقتباس شوی وي. د پټي خزانې وروستۍ نسخه چي په (۱۳۵۴ل.) کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا په آفسيټي ډول چاپ شوې ده، د پښتو ژبي له اوسني معياري ليکدود سره پوره ورته والی لري. کوم لوستونکي چي له اوسني ليکدود سره آشنا وي، د پټي خزانې په لوستلو کي له خنډونو او مشکلاتو سره نه مخامخ کيږي. په پټه خزانه کي د اوسني (يې/ ئې) پر ځای يوازي (ی) ليکله کيږي، لکه په دې عبارت کي: «ځکه ی نو کروړ باله، چي معنی ی ده، کلک او سخت».
د (په) کلمه په اکثرو ځايونو کي له نورو کلمو سره ګډه ليکل شوې ده، لکه: پغور او بالشتان او بست کي... (په غور...)، پاصل (په اصل)، پخوږو خبرو پالي (په خوږو خبرو پالي) او داسي نور. په ځينو نورو مواردو کي (په) جلا ليکل شوې ده، لکه: په دې پوه سي، انشراح په مومي، په دغه کتاب... خو عمومي تمايل دا دئ، چي (په) له نورو کلمو سره يو ځای وليکله شي. په همدې ترتيب په ځينو نورو کلمو کي د ترکيب خوا ته تمايل ليدل کيږي، لکه: تخو (ته خو)، تې (ته يې/ ئې)، نو (نه وو)، نوای (نه وای) او نور.
د پښتو په لرغونو متونو او په تېره د اشعارو په دېوانونو کي د (هـ) پر ځای د زَور ور اچول او يا د (هـ) حذفول يو تعامل غوندي راغلی دئ، خو په پټه خزانه کي معمولاً (هـ) ليکل کيږي او په ډېرو لږو ځايونو کي غورځېدلې ده، چي يو څو مثاله ئې دا دي:
«لډېر ده چي په ويلو د داسي وينا بُخت يم»، دلته د (ر) پر سر يو زور ليکل شوی دئ. لاسون (لاسونه)، درهمون (درهمونه) او داسي نور. اما وروستني دوه مثالونه له شعرونو څخه راوړل شوي دي او زيات احتمال دا دئ، چي محمد هوتک به خپل عندي ذوق د ترديف د عنعنې تابع کړی وي. په عمومي ډول د پټي خزانې ليکدود په دې ټاکلي مورد کي له اوسنۍ بڼي سره سمون خوري. دا هم بايد وويل شي، چي تر اوسه پوري موږ په خپله هم ټول ليکدودي پرابلمونه نه دي حل کړي، کله، کله چي نسبي يووالی ته نژدې شو، بيرته ګډوډي پکښي راشي.
لغوي ارزښت:
پټي خزانې د پښتو يو شمېر نِګَه او ارکائيک لغتونه خوندي کړي دي، چي ځينو ئې ليکني ادب او ژورناليستي خپرونو ته هم لاره موندلې ده، لکه: اتل (قهرمان)، پرتمين (مجلل)، ښکارندوی (نماينده، مظهر)، وياړنه (فخريه، حماسه)، هسک (آسمان)، سوب (حاضر)، سوبه (فتح او ظفر)، ايواد (چي د هيواد په بڼه ليکل کيږي، وطن)، يون (تګ)، غبرګون (جواب)، څلوريځه (رباعي)، ښکلا (حسن او ښايست)، ځری (قاصد)، دريځ (منبر، اوس زياتره د موقف په معنا استعماليږي)، بولله (قصيده)، برم (شان او شوکت)، پلاز (تخت)، مړينه (مرګ، وفات)، ويرنه (مرثيه)، ښکلل (آراستن و پيراستن)، چوڼی (بلبل)، نيلی (اسپ)، جګړن (جنګاور)، پرتم (جلال)، څپان (مواج)، ختيځ (شرق، خاور)، لوېديځ (غرب، باختر)، يرغلګر (متجاوز)، وګړي (خلک، مردم)، رپی (بيرق)، ګروه (عقيده)، تورن (متهم)، لرغون (قديم، باستان) او داسي نور.
د پټي خزانې يو شمېر شعرونه تقريباً په بوبه (خالصه) پښتو ويل شوي دي او په هغو کي د پرديو او دخيلو کلمو اغېزه نشته، يا ډېره لږه ده. لکه: د امير کروړ وياړنه، د بابا هوتک سندره، د ملکيار سندره، د اسماعيل نيکه نارې، د خرښبون غبرګون، د شيخ متي مناجات، د شيخ اسعد ساندي، د ښکارندوی بولله او داسي نور. د دې شعرونو لغتونه اوس د پښتو ژبي وييپانګه ګڼله کيږي، چي ځيني ويي ئې بيرته ژوندي شوي دي او پاته ئې د ارکائيکو لغتونو په بڼه ثبت شوي دي.
د پټي خزانې د ځينو شاعرانو نومونه هم پښتو دي، لکه کروړ (چي کلک او سخت ته وايي)، خرښبون، متي (په ملينهي د خوست په لهجه کي هغه چا ته ويل کيږي، چي په منډه کي ډېر تېز وي او څوک ئې نشي نيولی) او ځيني نور. برسېره پر دې دا هم د يادوني وړ ده، چي په پټه خزانه کي د ځينو ماخذونو نومونه هم په پښتو دي، لکه: د خدای مينه، د سالو وږمه او لرغوني پښتانه.
ادبي ارزښت:
د پټي خزانې ادبي ارزښت دوه اړخه لري:
يو؛ د شعرونو او بل؛ په خپله د کتاب د نثر ارزښت. لومړی به د اشعارو خزانه وګورو او خصوصيات به ئې ښکاره کړو.
الف) : د پټي خزانې اکثر شعرونه د پښتنو د ټولنيز ژوند او طبيعي چاپيريال اصلي څېره انځوروي او داسي ښکاري چي د لرغونو آريايانو د سندرو او بوللو روحيه به د پېړيو په اوږدو کي د پټي خزانې د ماخذونو تر دورې پوري را رسېدلې وي. د پښتو لرغوني شعرونه د مضمون او شکل له مخي د نورو ژبو د ادب تر اغېز لاندي نه دي راغلي، بلکي د پخوانيو آريايانو د ادب له ريښې څخه خړوب شوي دي. د مثال په توګه: د امير کروړ، بابا هوتک، ملکيار، خرښبون، اسماعيل نيکه او شيخ تېمن شعرونه د مضمون له حيثه غنايي (ليريک) او د شکل له نظره ځانته بحور او اوزان لري، چي د عربي او دری له شعرونو سره د پرتلني وړ نه دي او له بيلي سټي څخه راوتلي دي. د پښتو لومړی شعر چي د پټي خزانې په استناد زموږ لاس ته راغلی دئ، هغه د امير کروړ شعر دئ، چي په دوهمه پېړۍ پوري اړه لري. د دې شعر له پوخوالي څخه معلومیږي چي له اسلام نه په مخکي زمانه کي هم پښتو ژبه د شعر او ادب له پلوه بډايه او شتمنه وه او ځانته مخصوص بحور او اوزان به ئې درلودل. د سليمان ماکو (تذکرة الاولياء) هم دا خبره اثبات ته رسوي، چي د اوسنۍ پښتو په کلاسيکه دوره کي پښتو ژبي ځانته خپلواکه ادبي لاره درلوده او د پښتو شعرونه د نورو ژبو تر اغېزي لاندي نه ول راغلي.
د بيټ نيکه دا شعر:
دلته دي د غرو لمني زموږ کېږدۍ دي پکښي پلني
دا وګړي ډېر کړې خدايه! لويه خدايه! لويه خدايه!
د (ريګ ويدا) له مناجاتو سره د موضوع له حيثه ډېر نژدېوالی لري. د (ريګ ويدا) په اووم باب، شپږم فصل؛ او شپږمه او اوومه فقره کي داسي مناجات راغلی دئ: «لوی څښتن د ژوند بخښونکی او مالک الملک دئ، خلکو ته نجيبي کورنۍ ور بخښي. اې خدايه! موږ هم ستا بندهګان يو، بې اولاده مو مه مړه کوه». (۴)
ب): د پټي خزانې د لومړۍ خزانې شعرونه ساده، روان او غالباً د ژوند له ورځنيو چارو او اړتیاوو سره تړلي دي. په دوهمه خزانه کي د تفنن برخه هم پسي زياته شوې ده او په دريمه خزانه کي چي ښځي شاعراني معرفي شوي دي، زياتره د ديني احکامو، پند او حکمت خبري راغلي دي.
د لومړۍ خزانې ډېر ښکلي شعرونه هغه دي، چي شيخ متي، شيخ اسعد سوري، ښکارندوی او زرغون خان نورزي ويلي دي. د شيخ متي په شعر کي د وحدة الشهود فلسفه د طبيعت په هينداره کي منعکسه شوې ده.(۵) په دې شعر کي د طبيعت ښکلا په زړه وړونکو الفاظو او خوږو تشبيهاتو کي افاده شوې ده. د شيخ متي شعر د مضمون په لحاظ د مولينا جلال الدين بلخي د د(بشنو از نی چون حکايت ميکند) له عرفاني مشرب سره شباهت لري، خو د ويلو طرز او سبکونه ئې يو شانته نه دي. د شيخ متي ښکلی او زړه وړونکی شعر په انګرېزي ژبه هم ژباړل شوی دئ او د نړيوالو شعرونو په کتار کي درېدلی دئ. د زرغون خان د ساقي نامې شعرونه هم د پښتو له خورا ښو شعرونو څخه شمېرل کيږي. په دې شعر کي د ساقي د تشويق لهپاره هيجاني صحنه انځور شوې ده. د دې شعر يوه غټه ښېګڼه دا ده، چي هيڅ ډول زايد او له موضوع نه دباندي لفظ پکښي نه ليدل کيږي. هره کلمه، هره مصرع او هر بيت لکه د مرمريني مجسمې غړي، په خپل ځای کي واقع شوي دي. که څوک وغواړي چي له دې شعر څخه څو بيتونه انتخاب کړي، نودا به مشکل کار وي؛ ځکه ټول بيتونه ئې د انتخابېدو حق لري.
په لومړۍ خزانه کي د خوشحال خان خټک او رحمان بابا په شان نامتو شاعرانو شعرونه هم راغلي دي، چي له تعريف څخه بې نيازه دي. په دې خزانه کي د موضوعاتو تنوع دا را ښيي، چي پښتو شعر يوازي تغزل ته نه دئ وقف شوی، بلکي په هغه کي د ژوند هر ډول پيښي منعکسي شوي دي.
دوهم
د پټي خزانې نثر: که چيري د پټي خزانې نثر د هغه وخت د ادبي چاپيريال په هينداره کي وګورو، ويلی شو چي د دې کتاب نثر ډېر روان، خوږ، محاورې ته نژدې او فصيح دئ. د پټي خزانې سبک نه يوازي د روښاني سبک څخه په مراتبو بهتر دئ، بلکي د خټکو د مکتب په نسبت هم ځيني ښېګڼي لري. د محمد هوتک په نثر کي تکلف، تکرار، سجع، تعقيد، ابهام او غرابت نه ليدل کيږي. د محمد هوتک د نثر يو لوی صفت دا دئ، چي واقعاً د خلکو ژبه او د ورځنۍ ژبي محاوره استعمالوي او دا يو داسي صفت دئ، چي حتی د نن ورځي اکثره ليکني (د دې مقالې په ګډون) هم له هغه نه بې برخي دي. د ده په وينا کي البته کله، کله وړانديوالی او وروستهوالی راځي، خو ښايي چي د هغه وخت د عالمانو او اديبانو په ژبه کي به تقديم او تاخير يو څه عموميت درلود او قباحت به نه ګڼل کېده. د دې لهپاره چي د محمد هوتک د نثر قوت څرګند شي، يوه کوچنۍ نمونه را اخلو، چي په هغه کي ئې يوه علمي موضوع په ډېره سادهګي شرح کړې ده. که څه هم ژبه ئې خالصه نه ده، خو د موضوع حق پکښي په ښه توګه اداء شوی دئ:
«په تحفة صالح کي راوړي، چي شيخ به خپلو مريدانو ته هدايت کا او وعظونه؛ او د سوالونو ځوابونه به ئې ويل او د تصوف مشکلات به ئې حل کول. يوه ورځ سوال ځني وسو، چي (پسترا هر لحظه مرګی رجعتی است؟ مصطفی فرمود: دنيا ساعتی است). څه مقصد لري؟ زموږ مرګ و رجعت کله دايم او مستمر وي؟ او که دا مرګ و رجعت دايم او مستمر وي، نو به حيات بعد الممات متعدد سي او د تناسخيانو عقيده به سي. هغه عارف رباني هسي جواب ور کا، چي ذات ماسېوا دئ له بدنه. ذات دايماً ثابت دئ او بدن متحلل دئ، نبي چي وايي: انت انت لا ببدنک فان بدنک فی التحلل و ليس عندک منه خبر فانت وراء هذه الا شياء.
دغه مرګ و رجعت بدني دئ، نه ذاتي او هر کله چي تحلل وموند، سابقه ذراتونو ئې پر ځای دريږي لاحقه ذرات او همدغه تجدد دئ، چي د دنيا عدم تحقق ثابتوي او هغه چي مصطفی عليه السلام وويل: (الدنيا ساعة) رشتيا کوي».
دا د يوې پېچلي علمي موضوع په باره کي د محمد هوتک د نثر نمونه وه. اوس به ئې په ادبي برخه کي هم يوه ډېره وړه نمونه را واخلو. د ملا محمد صديق پوپلزي په باره کي وايي:
«عشقي ځوان دئ او زړه ئې له لاسه ايستلی په خپل محبوب پسي، ژاړي، زارۍ کا، ګريانۍ کا، دردمن زړه لري او سترګي د اوښکو ډکي لري. ميني هسي په اور سوی دئ، چي له کوره، کلي ورک وي. سوزناکي بدلي لولي او کله چي د دردمندانو په ډله کښيني، مجلس ژړوي او غمجن زړونه په خپلو نارو، غلبلو سوځي. زمانه د ده پر ځوانۍ افسوسونه کا او عشق ئې جنون ته رسېدلی دئ. بالبداهه اشعار وايي او د زړه درد په سوده کوي».
تاريخي ارزښت:
له پټي خزانې څخه ښايسته، زيات تاريخي معلومات هم تر لاسه شوي دي. د مثال په توګه د پټي خزانې په استناد ويلی شو، چي په غور کي پښتنو اميرانو واکمني کوله. برسېره پر دې چي امير کروړ په خپله شاعر وو، د غوريانو په دربارونو کي پښتانه شاعران پالل کېدل، چي شيخ اسعد سوري او ښکارندوی ئې غوره استازي دي.
په غور کي ډېر اميران ول، چي د هغو له جملې څخه د امير کروړ نوم په تاريخونو کي نه وو ښکاره. همدارنګه په پټه خزانه کي د پښتنو د مشهورو نيکونو شجرې او له پرديو يرغلګرو سره د هغو د مقابلې په باب هم ډېر معلومات تر لاسه شوي دي.
پټه خزانه د هوتکيانو د تاريخ په باره کي ثقه او نوي معلومات وړاندي کوي. په تېره د شاه حسين هوتکي د دربار د شاعرانو، عالمانو او د هغه وخت د علمي آثارو په برخه کي پټي خزانې ډېر تياره او پټ ګوټونه روښانه کړي دي. له پټي خزانې څخه د ځينو قبيلو د ژوند او د هغو د لېږدېدنو په باره کي هم ځيني معلومات لاس ته راغلي دي. له همدې کتاب څخه د پښتنو د معاشرت طرز، د ښووني او روزني نصاب، فرهنګي منابع او ثقافتي ارزښتونه هم په ښه توګه استنباط کېدای شي. پټه خزانه دا واقعيت را سپړي، چي د غوريانو، لوديانو او هوتکيانو په دربارونو کي پښتو ادب ته هم پاملرنه کېده او د دغو کورنيو ځينو واکمنانو لکه امير کروړ، سلطان بهلول لودي او شاه حسين هوتک په خپله هم پښتو شعرونه ويلي دي. له پټي خزانې څخه دا خبره هم څرګنديږي، چي پښتنو ښځو هم زموږ په فرهنګي مواريثو کي ستره ونډه اخيستې ده. دا د مورخينو دنده ده، چي د پټي خزانې ټول تاريخي اسناد په جلا توګه وڅيړي او د پښتنو د تاريخ په روښانه کولو کي ترې استفاده وکړي.
کلتوري ارزښت:
لکه مخکي چي مو وويل، پټه خزانه د شاه حسين هوتکي د واکمنۍ په دوره کي او د هغه په تشويق ليکل شوې ده. د شاه حسين پلار -حاجي ميرويس خان- د صفويانو له منګولو څخه خپله خاوره آزاده کړې وه او د افغانستان د بشپړي خپلواکۍ او ملي دولت د جوړېدو لهپاره کلکه مبارزه روانه وه.
د دغو تلاښونو په ترڅ کي د فرهنګي او کلتوري اصالت د خوندي کولو لهپاره آګاهانه او شعوري مبارزه پيل شوې وه، چي مرکز ئې په خپله د شاه حسين هوتک دربار وو. شاه محمود او شاه حسين دوه وروڼه ول، چي لومړي توري ته لاس اچولی وو او دوهم قلم ته پاملرنه کړې وه. د شاه حسين هوتکي د فرهنګي خدمتونو په باره کي ويلی شو، چي: « خوش در خشيد، ولی دولت مستعجل بود».
محمد هوتک د پټي خزانې مولف په دوهمه او دريمه خزانه کي دا څرګندوي، چي په دې وخت کي کندهار د علم او ادب په آسمان کي ډېر راڼه ستوري وځلول. هر څوک په آسانۍ سره حدس وهلی شي، چي د هغه وخت په شرايطو کي محمد هوتک ولي په ادب او فرهنګ کي د اصالت او سوچهتوب خوا ته مايل او راغب دئ او تر ممکنه حده پوري ئې خپل اثر د نورو ژبو له اغېزې څخه لري ساتلی دئ. په پټه خزانه کي د يوه داسي ټبر د هيوادپالني احساس څرګنديږي، چي نوي پر پښو دريږي او د خپل تشخيص او تبارز له پاره ګام پورته کوي. د پټي خزانې ځيني کلتوري مشخصات دا دي:
۱) دا څرګنده ده، چي د پښتنو قبيلوي نظام د جرګو له لاري اداره کېده، حتی د احمد شاه غوندي مقتدر پاچا به هم له قومي مشرانو سره يو ځای پر فرش کښېناسته او د هغو په سلا او مشوره به ئې کار کاوه. په دې ډول نظام کي اولسي مشران مجبور دي، چي د خلکو رضائيت په نظر کي ونيسي او همېشه له رواجي عدالت څخه کار واخلي. امير کروړ سره له دې چي د خپل زور او قوت په باره کي وياړنه وايي، خو په عين زمان کي د خپل اولس او قبيلې سره د ښو تعلقاتو يادونه کوي او داسي وايي:
خپلو وګړو لره لور پېرزوينه کوم دوی په ډاډينه ښه بامم، ښه ئې روزنه کوم
تل ئې ودنه کوم له ما اتل نسته
سلطان بهلول لودي هم په خپله معروفه رباعي کي د عدل او انصاف په باره کي خبري کوي، لکه چي وايي:
ملک به زرغون کړم په ور کړه، راسه ګوره اوريځي د داد له پاسه
خول مي د عدل په دُرو روڼ دئ جهان به زيب مومي زما له لاسه
۲) د دې په مقابل کي ځينو شاعرانو هم د پاچهانو او واکمنانو مدحي ويلي دي، خو داسي ښکاري، چي دغه مدحي له يوه اجتماعي احساس او قوم پالني له روحيې څخه منشاء اخلي. په کوم صميميت چي مدحيه شعرونه ويل شوي دي، په هغو کي د صلي او بخششونو د غوښتني له پاره ګنجايش نه پاتي کيږي. که شاعر د واکمن پر مړينه ساندي وايي، نو د ده د وير او ژړا علت دا دئ، چي قوم د دفاعي سنګر يو توريالی سرتېری او د خلکو يو خوږ او مهربانه دوست له لاسه ور کړی دئ. د مثال په توګه: د شيخ اسعد سوري د ويرني دا څو بيتونه ولولئ:
چي به نجليو په نڅا پکي خندله چي به پېغلو کا اتڼ قطار قطار
هغه غور په وير ناتار د واکمن کښېنوست هغه غور سو د جاندم غوندي سور آړ
سخ په تا ای محمده د غور لمر وې په نړۍ به نه وي ستا د عدل سار
ته پر ننګه وې ولاړ، په ننګ کي مړ سوې هم پر ننګه دي په ننګه کا ځان جار
که سوري دي په تګ وير کاندي ويرمن سول هم به وياړي ستا په نوم ستا په ټبار
په همدې ترتيب د ميرمن زينب ويرنه چي د شاه محمود هوتک پر مړينه ئې ويلې ده، د همدغي روحيې نمايندهګي کوي. موږ د دغي سوزناکي ويرني څخه يوازي يو بند را اخلو:
لښکر سو خپور، پښتون ولاړ دئ آريان په خاورو ځای کا شاه محمود عاليشان
پاته سو تخت و تاج د ټول اصفهان زړه ئې را سوړ سو، کا خوښي دښمنان
وايي پښتون اوس بې پاچا سو نا کندهار واړه په ژړا سونا
۳) په هره ژبه کي عشقي شعرونه د ادب يوه عمده برخه تشکيلوي، خو د ميني د څرګندولو لهپاره هر ادب ځانته ټاکلي کلتوري حدود لري. په پښتني کلتور کي له ټاکلي چوکاټ نه دباندي وتل هر چا ته په ډېر ګران قيمت تماميږي، چي په دې قيمت نه يوازي د حيثيت، بلکي د سر سودا هم شامله ده. په دغسي ټولنيز چاپيريال کي چي پر نامشروعو جنسي روابطو باندي سخت بنديزونه لګېدلي دي، اکثر عشقونه رومانټيکي بڼه پيدا کوي. د پټي خزانې په اکثرو عشقي شعرونو کي د اوښکو، ژړا، فريادونو او غلبلو کاروان روان وي؛ حتی د سيدال خان ناصر غوندي سپهسالار هم د لېونتوب خبري کوي:
مين په لويو غرو ځي سر تور په نيمو شپو ځي
ووزي له وطنه، وطن پرېږدي پر چولو ځي فرياد و نارې وکا، په ناورين په غلبلو ځي
نارې وهم عالمه د شپې تر صبحدمه
ناتوانه د بېلتون يم، يو ګړی نه لرمه دمه بې تا مي نفس خيژي، راځه زما د زړه همدمه
البته دا يوه نمونه وه. په نورو شعرونو کي هم ډېري اوښکي څڅېدلي دي، چي حتی په خپله شاه حسين پاچا هم ترې محروم نه دئ. د سړيو چي دا حال وي، ښځي خو د عشق نوم قدري هم په خوله نه شي اخيستلی او که فرضاً د عشق نوم هم واخلي، هغه به مجازي نه وي، بلکي حقيقي به وي، لکه حليمه چي وايي:
چي مجاز مي د اياز ولاړی له زړه نه
سر بلنده تر محمود غوندي سلطان شوم
له همدې امله د ښځو شاعرانو اکثر شعرونه تصوفي، مذهبي او د پند او حکمت خبري دي.
۴) په پښتو ادب کي د حماسي اشعارو پله ډېره درنده ده. د پښتو د فولکلوري ادب دوې عمده موضوعګاني توره او مينه دي. په ليکني ادب کي هم د حماسې برخه شته، چي زياتره ئې د خوشحال خان په دېوان کي ليدل کيږي. د پټي خزانې په اشعارو کي هم ځيني حماسې راغلي دي، لکه د ملکيار سندره، د امير کروړ وياړنه او داسي نور.
۵) مېلمهپالنه د پښتنو يو بل بارز صفت دئ. البته د ډوډۍ او مېلمستياوو موضوع معمولاً په شعرونو کي نه راځي او که کوم شاعر دا کار وکړي، ښايي د خېټهور شاعر په نامه شهرت ومومي. سره له دې په پټه خزانه کي د مطايبې په بڼه يوه قصه راغلې ده او هغه داسي ده:
لطيفه
کله له کلاته ملا باز راغی او په کندهار کي زما مېلمه سو. دستي ما چرګ حلال کا او طعام مي تيار. چي دسترخوان راغی، ملا باز هسي شعر ووايه:
پر کورو ئې رمي ګرځي د باز برخه يو چيچی دئ
د باز ښکار وي د غرڅنو اوس مي بس ها سپينکی وری دئ
ما ژر هغه سپين وری هم حلال کا او د مېلمه مېلمستيا ته مي پوخ کا.
------------------------------------------------------------------------------------------
لمنليکونه:
(۱) تاسو وګورئ چي انجيل د خدای سپېڅلی کلام په دې عبارت پيل کيږي: «او په لومړي سر کي وينا وه». د قرآن کريم لومړی آيت دا دئ: «اقراء باسم ربک الذی خلق». د شيخ سعدي بستان په دې بيت شروع شوی دئ: «به نام خداوند جان آفرين حکيم سخن بر زبان آفرين»؛ او د شيخ بايزيد انصاري (پير روښان) خير البيان هم په دې عبارت پيل شوی دئ: «اکتب علی بداية الکتاب..» او په پښتو کي «وکښه په آغاز د کتاب په ښه درست حرفونو بسم الله».
(۲) داسي ښکاري چي محمد هوتک د شاعرانو په باره کي د اپلاتون يوناني فيلسوف نظر په ټوله معنا نه تعقيبوي. د محمد هوتک له خوا چي کوم شاعران په پټه خزانه کي معرفي شوي دي، اکثر ئې د کراماتو خاوندان دي. د اپلاتون په نظر شاعران ځيني ښه دي او ځيني ئې بد. مګر په خپله شعر آسماني عطيه ده او د شاعر له شخصيت سره مستقيمه اړه نه لري. اپلاتون تعجب کوي چي څنګه ځيني ناپوه او عادي کسان دومره ښکلي او زړه وړونکي شعرونه ويلی شي، چي حکيمان او فيلسوفان ئې له ويلو څخه عاجز دي. له دې څخه اپلاتون دې نتېجې ته رسيږي، چي شعر د الهام په توګه پر عادي خلکو باندي هم نازلېدای شي. د ده په عقيده هر ځلي چي شاعر موږ ته زړه وړونکي او ساحرانه شعرونه لولي او زموږ جذبات را پاروي، نو دوی په حقيقت کي د رب النوع د ګلانو له باغ او د شاتو له فوارې څخه خپلي سندري را ټولوي او موږ ته ئې وړاندي کوي.
محمد هوتک هم شعر الهام ګڼي، خو دغه الهام يوازي هغو کسانو ته کيږي، چي وړ او مستحق ئې وي. دا خبره د ده له سريزي او همدارنګه د لرغونو شاعرانو له ژوند پيښو (بيوګرافي) څخه په ښه توګه جوتيږي. په پټه خزانه کي شاعران عادي خلک نه دي، بلکي اکثر ئې د کرامت خاوندان، تاريخي اتلان او حماسه جوړوونکي يا متقي او پرهېزګاره عالمان دي.
(۳) د شعر د هدف او وظيفې په باب له لرغونو وختو تاوده بحثونه پيل شوي دي او ډېر کتابونه پرې کښل شوي دي. محمد هوتک په دې برخه کي يو جامع نظر وړاندي کړی دئ. د ده دغه مفکوره چي شعر د خوږو زړونو مرهم دئ، د يوناني فيلسوف ارستو (Catharsis) نظريې ته ورته دئ. ارستو وايي چي د تراژيدۍ په واسطه د انسان روح سپېڅلی کيږي او روحي آلام ئې تسکين مومي.
(۴) د پوهاند حبيبي په حواله، پټه خزانه، د تحشيې او تعليق برخه، د اطلاعاتو او کلتور چاپ، ۱۳۵۴ل.، مخ ۲۶۵.
(۵) د یوه بیت څخه ئې چي وايي: (( لویه خاونده ټوله ته يې)) د وحدة الوجود عقیده هم څرګندېږي.
----------------------------------------------------------------------------
یادونه: دا مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار، د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډمۍ، د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډیجیټال کوونکی: شمس الله آرین
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 3553
د پټي خزانې پر درېیم چاپ د علامه حبیبي سریزه
- Details
- څانګه: پټه خزانه
یادونه: پټه خزانه په (۱۳۵۴ل.) کال د اطلاعاتو کلتور وزارت، د پښتو د پرمخیتا او پياوړتیا د آمریت له خوا د درېیم ځل له پاره چاپ سوه. له دې چاپ سره د پټي خزانې خطي نسخه هم په عکسي ډول چاپ سوه او تر څنګ ئې په دری ژبه لوی استاد علامه حبیبي یوه مغتنمه سریزه هم پر ولیکل، چي په هغه کي ئې د پټه خزانې په اړه د ځینو شکاکانو او منتقدینو جواب ویلی دئ. دغه سریزه ښاغلی زلمي هیوادمل په پښتو و ژباړل او په (۱۳۵۶ل.) کال کي ئې د پټي خزانې له څلرم چاپ سره بیا چاپ کړه، چي اوس ئې دلته ستاسي سره شریکوو.
-----------------------------------------------------------
لکه چي د دغه کتاب د لومړي چاپ له سريزي (١٣٢٣-١٩٥٧ ع) ښکاري د پټي خزانې خطي نسخه ما په ١٣٢٢ ش کال په پښين کي د مرحوم علامه عبدالعلي خانوزي کاکړ په وسيله پيدا کړه، لومړى مي په دري ترجمه کړه، شروح او تعليقات مي پر وکښل او په ١٣٢٣ ش کال د پښتو ټولني له خوا خپره سوه. په ١٣٣٩ ش کال د لومړي چاپ له مخه د تاليف او ترجمې د رياست له خوا په ډېر نفاست (٥٠٠٠) نسخې بيا چاپ سوه او لکه چي معلومه وه، د دغه کتاب نسخې ډيري لږي سوي وې، هماغه وو چي په ١٣٥٤ ش کال ئې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا د آمريت له خوا، له اصلي خطي نسخې نه په افسيتي ډول درېيم ځل هم چاپ سو.
له کومه وخته چي دغه کتاب نشر سوى دئ، د دغو درې دېرشو کالو په موده، ډول-ډول خبري د دغه کتاب په باب اروېدل سوي دي او مختلف شکوک د ځينو خلک له خوا پر ښکاره سوي دي، چا وويل چي دغه کتاب ما جوړ کړى دئ او ځينو بيا دا خبره کړې، چي محمد هوتک دغه کتاب د خپل حکمدار شاه حسين بن حاجي ميرويس خان د خوشحالۍ لپاره جعل کړى دئ، همدارنګه د اروېدلو او نه اروېدلو وړ ځيني خبري په دغه موده کي ويل سوي دي. مګر متاسفانه چي دغو محترمو نقادانو (!) پر دغه کتاب په مستدل او علمي شکل څه نه دي ليکلي چي سړى ئې د اروېدلو او منلو وړ انتقادونه واروي او که ئې خبر او استدلالونه د رد وړ وي، څه پر وليکي.
متاسفانه تر اوسه پوري د علماوو او دانشمندانو له خوا پر دغه کتاب مفصل بحث نه دئ سوى او هغه څه چي په دې خصوص کي ليکل سوي، هغه ډېر مجمل او تش د شک اظهار دئ، نه کوم علمي او قوي انتقاد، چي د ژبپوهني او ريښه پېژندني د أصولو له مخه د کلماتو پر اصالت او جعليت بحث سوى وي او د هغو له مخه حقايق روښانه سوي وي.
د پروفيسور مارګنسترن ليکني:
کله چي په ١٣٢٤ ش کال معروف نارويژي ژبپوه مارګنسترن کابل ته راغئ، نو ما د دغه کتاب په باب له ده څخه چي چاپي نسخه مي ئې د مخه ور لېږلې وه، د نظر غوښتنه وکړه، ده جواب راکړ:
"زما مطالعه په پښتو ژبه کي تر دې حده نه ده رسېدلې چي پر ادبياتو او د شعر پر سبکونو او د تحول پر ادوارو ئې څه ووايم."
خو کله چي همدغه ژبپوه د اسلامي دايرة المعارف د انګليسي ايډيشن په دوهمه طبع کي د پښتو په باب څه ليکلي هلته وائي:
"پښتو په خپل اصل کي له ايراني ژبو څخه يوه ژبه ده، چي له هندو اروپايي ژبو څخه ئې آزادانه مواد اخيستي دي. او زياتره د ايراني اصواتو د تبادلې قواعد پکښي جاري دي او د ختيځو ايراني ژبو په قطار کي دريږي او له هغو ژبو سره مطابقت او شباهت لري او دا ګومان کيږي، چي د شمالي ساکي ژبو له پاته سويو لهجو څخه وي ځکه چي روابط ئې ډېر او سره تړلي دي.
تر اوسه پوري د پښتو ادبياتو قدامت له ١٧ پېړۍ نه تېرېده، خو د ١٩٤٠ ع کال په کابل کالنۍ کي عبدالحي حبيبي د تذکرة الاولياء څو پارچې خپرې کړي، چي عمر ئې دوهمي هجري پېړۍ ته رسي او همده په ١٩٤٤ ع کال د محمد هوتک پټه خزانه خپره کړه، دغه کتاب په ١٧٢٩ ع کال په کندهار کي کښل سوى دئ. دا کتاب د پښتنو شاعرانو يو تذکره ده، چي له اتمي عيسوي پېړۍ څخه د مؤلف تر عصره د ځينو شاعرانو حال او د کلام نمونې پکښي راغلي دي، خو ځيني تاريخي او ژبني ژور پرابلمونه منځ ته راولي او د اصالت خبره به ئې هغه وخت ثابته سي، چي خطي نسخې ئې د فيلالوژي له نظر وکتلي سي. که چيري د پټي خزانې اصالت ومنل سي، نو هغه زوړ شعر چي محمد هوتک ئې وخت تعيين کړى، د شک وړ دئ. ځکه د راورټي په قول شيخ ملي د يوسفزو تاريخ په (٨٢٠ ق) کښل دئ او تر دې زيات موږ خبر نه يو".
(اسلامي دايرة المعارف ١/٢٢٠ د لندن طبع ١٩٦٠ ع)
اوس موږ دلته موقع غنيمت ګڼو او د نوموړي دانشمند په خبرو تحليلي کره کتنه کوو.
لومړى: دا چي ده پښتو ژبه د ساکي ژبو له پاتي شونو څخه ګڼلې هيڅ د تعجب او تامل وړ نه ده او په دې کي هيڅ شک نسته، چي په ټولو آريايي ژبو کي ورته والى او نزدېکت ليدل کيږي، ځکه چي دغه ژبي د هندو اروپايي (آريايي) ژبو له کورنۍ څخه ګڼلي کيږي، په دې ترتيب اوس هم موږ په پښتو کي زړې آريايي کلمې مومو، لکه آريانا ويجه (په اوسنۍ پښتو کي اويجه د ټاټوبي په معنى ده) يا آريا ورشه چي (ورشو، چراګاه) د پښتو ژوندۍ کلمه ده. همدارنګه په سلګونو ويدي، اوستائي، ميدي او د فُرس قديم کلمې په دې ژبه کي مشترکي ليدلي کيږي او د ساک په نامه اوس په پښتنو کي يوه قبيله هم سته. خو هغه څه چي نارويژي دانشمند له شرقي ارياني ژبو سره د دې ژبي د نښتون په باب ويلي دي، په دې برخه کي ډېر دلايل له موږ سره سته چي دغه ژبه يوه باختري ژبه وبولو، چي له هندي (شرقي) او ايراني (غربي) ژبو سره د اتصال د کړۍ حيثيت لري، ځکه د ږغ پوهني، د جملو د ساختمان او د کلماتو د ريښه پېژندني له پلوه ډېر زيات ورته والى له شرقي (هندي) ژبو، لکه ويدي، سنسکريت او پراکريت سره لري او همدارنګه له ايراني او حتي آريايي اروپايي ژبو سره ئې صوتي او لفظي او ساختماني مشترکات سته.
دغه ژبه د (ټ، ډ، ړ، ڼ) په اصواتو کي له هندي ژبو سره د (څ، ځ، ښ) په آوازونو کي له غربي آريايي ژبو لکه: سلاوي آلماني او نورو سره نزدېوالى لري. نو بنا پر دې ئې يوه شرقي ايرانۍ ژبه ګڼل د تامل وړ خبره ده او پښتو ژبه هم لکه د افغاني کلتور نور مظاهر داخلي او نور شرقي او غربي نوي راغلي عناصر لري. د سرخ کوتل له کتيبو څخه ښکاري، چي په دوهمه پېړۍ کي باختري کوشاني ژبي زاړه پښتو او دري عناصر درلودل، چي له دغي جملې څخه (آب)، (نو بخت) او (شا)خالصي دري کلمې او بګ (لوى) او مال (وخت) ژوندۍ او مستعملي پښتو کلمې دي پوهر (پور) پدين (بدين) ايوګ (يک) او بوروز مهر او فرومان او نور له پهلوي سره نزدېکت ښيي، د معاصر تاريخ پوه ټاين بي له قوله چي وايي: افغانستان تل د مدنيتونو د څلور لاري په توګه پاته سوى نو پښتو ژبه هم بايد د شرقي غربي او شمالي قديمو آريايي ژبو د اتصال کړۍ وګڼو. د (دز-دژدى) کلمې چي د حصار معنى درلوده د سرخ کوتل د کتيبې په رسم الخط کي (ليز) ده په شمال او سغد کي (ديزه) يو وروستاړى وو، چي د نومونو له آخر سره په نښت لکه: (چاکر ديزه)، په سمرقندي کي مشهور هديره او يا (شاليز) چي په غزني کي د يوه ځاى نوم دئ يا (ورو اليز) چي په والو الج معرب شکل واوښت.
په دې ډول باختري کوشاني ژبه هم د نورو فرهنګي مظاهرو په څېر د شرقي، غربي او شمالي مدنيتونو په تقاطع کي واقع سوې وه، چي اوس هم پښتو دغه منځنى حال ښيي.
دوهم: که جناب نارويژي دانشمند د شرقي ژبو ادبي تاريخونو ته نظر وکي او د هغو د ترتيب، تکميل او د ليکلو سير وڅيړي نو به ور ښکاره سي، چي د نويو تحقيقاتو او د نويو آثارو د پيدا کېدو سلسله د ټولو دغو ژبو د ادب په تاريخونو کي جاري ده او خصوصاً د دري ژبي د ادب تاريخ همدغه مراحل او د ژبپوهني پروبلمونه تېر کړي دي.
بله خبره دا ده چي اوس موږ يوازي د تيرو اروپايي پوهانو پر ليکنو اکتفا نه سو کولاى.
کله چي راورټي (١٨٢٥-١٩٠٦ ع) دارمستتر (١٨٤٩-١٨٩٤ع) او يا دورن (١٨٠٥-١٨٨١ ع) سل کاله د مخه په پښتو ژبه کي تحقيقات پيل کړه، نو هغه مهال د پښتو له څو محدودو ادبي او ديني کتابو، لکه د اخوند درويزه "مخزن الاسلام" د اخوند قاسم "فوايد الشريعت" او د رحمان بابا او خوشحال خان دېوانونو پرته نورو آثارو چندان شهرت نه درلود، خو اوس خورا ډېر نوي معلومات زموږ لاس ته راغلي دي.
څه چي محترم دانشمند د راورټي له ليکنو اخيستي او دا ئې کښلي چي شيخ ملي په(٨٢١ هـ ق) کي د يوسفزو تاريخ ليکلى دا هغه حدسيات دي، چي په بومي او قومي رواياتو تکيه کوي، ځکه چي دغه کتاب تاريخ نه وو او اوس هم د يوسفزو خلک هغه د شيخ ملي د دوتريا دفتر په نامه يادوي او په دغه کتاب کي د ځمکو، اوبو او ځايونو د ويش دودونه راغلي ول او د وېش دغه سيسټم د انګليس د استعمار تر زمانې او د بندو بـست تر مهاله (١٨٦٩ع) پوري هم د سوات د غرنيو خلکو تر منځ موجود وو څرنګه چي له ډېر پخوا څخه د خانانو، فيوډالانو او د اقتدار د خاوندانو دا هڅه وه، چي دغه اجتماعي سيستم له منځه يوسي او ځمکي تر خپل شخصي تملک لاندي راولي، نو بنا پر دې ئې د شيخ ملي دوتر هم له منځه يوړ او د خوشال په عصر کي هم دغه دفتر په سوات کي پټ ساتل کېده، خوشحال خان ويلي دي:
په سوات کي دي دوه څيزه که خفي دي که جلي
مخزن د درويزه دئ يا دفتر د شيخ ملي
متاسفانه تر اوسه د دغه کتاب نسخه تر لاسه سوې نه ده، خو د سوات په غرنيو سيمو او د يوسفزو په نواحيو کي ئې شهرت تر دې مهاله دوني ډېر دئ، چي د هغه وجود د تاريخ مبدا ټاکي. کله چي د سوات او مردان سپين ږيري د يوې پيښي په باب خبري کوي نو وايي چي دغه واقعه له "دوتره" څو کاله وړاندي يا وروسته واقع سوې ده.
لکه چي جناب مستشرق ويلي دي "پټه خزانه" بايد د ژبپوهني له پلوه او هم له تاريخي او علمي نظره تر کتني لاندي ونيول سي، دغه خبره سمه ده خو د چا له خوا؟ د هغه چا له خوا چي پښتو ئې مورنۍ ژبه وي او د نوي ژبپوهني په مباديو او د کلماتو په ريښه پېژندنه وپوهيږي د افغانستان او پښتنو له تاريخ سره کاملاً اشنا وي او د منځنۍ آسيا د ژبو له تحولاتو او سبک پېژندني هم خبر وي.
جناب مستشرق په خپله دې ليکنه کي فکر کړى دئ چي د پښتو قديم اثر خو د راورټي په قول د شيخ ملي (د يوسفزو تاريخ؟) دئ او څرنګه چي محمد هوتک تر نهمي پېړۍ د مخه پښتو آثار ضبط کړي دي، نو بنا پر دې دغه کتاب د شک وړ دئ(!) حال دا چي موږ د نورو ژبو د ادبياتو په تاريخونو کي د دغه ډول واقعاتو مثالونه ډېر ښوولاى سو، چي خلکو د خپلو ژبو تاريخ ادبيات د موجودو معلوماتو له مخي بشپړ کړى او کښلى دئ. خو کله چي نوي مواد پيدا سوي نو ئې د نوو کشف سوو آثارو له موجوديت څخه په دې دليل انکار نه دئ کړى، چي د نوي پيدا سوي اثر يادونه په فلاني کتاب يا تذکره کي نه ده سوې؟
که چيري د شيخ ملي دوتر پيدا سي او په هغه کي د محمد هوتک د قديمو ماخذو يادونه نه وي، نو دا د دې دليل نسواى کېداى چي محمد هوتک د دغه کتاب جاعل دئ.
وګورئ! تر سل کاله د مخه زمانې پوري د دري ژبي قديمه تذکره د دولت شاه سمرقندي تذکرة الشعراء وه (د ٨٩٢ ق تاليف) او پخپله دولت شاه کاږي. "تاريخ و تذکره و حالات شعراء فارسى را هيچ افريده ئى از فضلا ضبط نه نموده" (دولت شاه مقدمه) نو په دې ډول زموږ معلومات په دري ادب کي په هغه څه پوري تړلي ول، چي دولت شاه په خپله تذکره کي راوړي دي. ده په ځينو مواردو کي خپل اسناد ښوولي خو په ډېرو ځايونو کي سند هم نه لري او يوازي د کتاب په پاى کي ئې د خپلو هم عصرو اوو تنو شاعرانو سوانح راوړي دي. په ١٨٤٦ ع کال مستر نتانيل بلند د لندن د آسيايي انجمن په مجله کي يوه مقاله وکښله او په هغې کي ئې د دري يوه بله تذکره د عوفى (لباب الالباب) معرفي کړه، چي يوازي دوې نوي خطي نسخې ئې تر اوسه په دنيا کي معلومي دي، يوه د مستر بلند نسخه او بله د برلن د همايوني کتب خانې مخطوطه، چي د مستر بلند نسخه بيا د فقيد مستشرق ايدورد براون او مرحوم قزويني له خوا طبع هم سوه او په دې وسيله زموږ معلومات په دري ادب کي زيات سول او موږ د عوفى نوي معلومات په دې سبب چي دولت شاه ئې يادونه نه ده کړې د ترديد وړ نه بولو، سره له دې چي د عوفى د تذکرې دوې ډيري نوي خطي نسخې په لاس کي دي او د دري ژبي د اکثرو پخوانو شاعرانو دواوين هم له منځه تللي دي د عوفى او دولت شاه په قول موږ د اکثرو دري ژبو شعرواوو ادبي پارچې چي د سبک شناسۍ له موازينو او تاريخي وقايعو سره مغايرت نه لري منو او د شک اظهار مو پر هغو نه دئ کړى. دا له انصافه ليري ده، چي محترم مستشرق په پټه خزانه کي د ژورو تاريخي او ژبپوهني له پلوه د پروبلمونو (!) يادونه کوي، مګر دغه پروبلمونه نه شرح کوي او حتىْ اشاره هم نه ورته کوي، چي البته دغه کار پرته د عامه افکارو د خړولو بله څه علمي ګټه نه لري.
د دري ادبياتو په قديمو ماخذو کي له لباب الالباب او څو نورو عربي کتابو پرته چي کوم بيت يا جمله ئې نقل کړې وروسته تاريخ سيستان دئ، چي نه ئې مؤلف معلوم دئ او نه د کتاب نوم او د ليکلو طرز ئې هم د سبک شناسۍ د قوانينو له پلوه د پنځمي هجري پېړۍ څخه شروع کيږي او تر ٧٢٥ ق پوري رسي نو بنا پر دې دغه کتاب د يوه لاس او يو آهنګ او يوه ليکوال نه دئ او د ليکلو په يوه سبک هم اړه نه لري.
دغه کتاب هيڅ پېژندل سوى نه وو، حتىْ د احياالملوک مؤلف شاه حسين چي د صفاري شهزادګانو له بقاياوو څخه دئ او په ١٠٢٨ ق= ١٦١٩ م ئې خپل کتاب ليکه د دغه کتاب له وجود څخه د سيستان د تاريخ په نامه خبر نه وو.
د دغه کتاب متن د يوې واحدي نايابي خطي نسخې له مخه د پخواني ايران په ورځپاڼه کي (له ٤٧٤ ګڼي تر ٥٦٢ ګڼي پوري (١٢٩٩-١٣٠٢ ق) خپور سو او د همدغه متن له مخي ئې نوري نسخې وکښلي سوې تر هغې چي د مرحوم ملک الشعراء بهار په زيار په ١٣١٤ ش کال په تهران کي چاپ سو.
دغه کتاب د دري ادب په تاريخ کي ډېر نوي مواد اضافه کړل چي له هغو څخه د سيستان ذکر کوي د آتشکدې سرود، د محمد بن وصيف سکزي مدحيه او د محمد بن مخلد اشعار د قدامت زاړه سبک او د تاريخي وقايعو سره د رابطې او برابر والي په سبب د منلو وړ دي. که څه هم عوفى او دولت شاه ابداً او اصلاً د هغو يادونه نه ده کړې او د تاريخ سيستان نسخه هم واحده ده، مګر هيچا ونه ويل چي دغه اشعار فلاني شخص يا شاعر يا ليکوال يا د تاريخ سيستان مؤرخ د فلاني غرض لپاره جعل کړل او يا د ژبپوهني او تاريخ له پلوه پروبلم لري.
که نه وي په لباب، د دولت شاه په تذکره او همدغه تاريخ سيستان او نورو تذکرو او قديمو ماخذو کي په سلګونو ژور حل نه منونکي پروبلمونه پيدا کېداى سي چي د ژبپوهني، سبک پېژندني او تاريخي وقايعو د نه ارتباط له پلوه د منلو وړ نه دي. د مثال په توګه دغه معروفه قصيده چي عباس مروزي ته منسوب ده او د مامون خليفه (حدود ٢١٠ هـ ق) په مدحيه کي ويل سوې ده وګورئ.
اى رسانيده بدولت فرق خود تا فرقدين
گسترانيده بجو دو فضل در عالم بدين
(لباب ٢٠)
د دې قصيدې پر تندي باندي خود جعل او نوي توب کرښي ښکاري.
په همدې قديم کتاب، کي چي د دري ژبي له قديمو اومعتبرو تذکرو څخه ګڼل سوى، يو شعر سلطان محمود ته منسوب دئ، چي د ګلستان نومي مينځي په مرثيه کي ويل سوى د دې شعر ژبه ابدا د غزنويانو د عصر ژبي ته نه پاتيږي:
تا تو اى ماه زير خاک شدى
خاک را بر سپهر فضل آمد
دل جزع کرد، گفتم اى دل صبر
اين قضا از خداى عدل آمد
آدم از خاک بود و خاکى شد
هر که زوزاد باز اصل آمد
(لباب ص ٢٥)
دا چي سلطان محمود غوندي ستر سلطان د خپلي مينځي مرثيه په داسي ژبه او الفاظو وايي، په خپله د تامل وړ خبره ده، حال دا چي همدغي معتبري تذکرې يو بل شعر هم سلطان محمود ته منسوب کړى دئ.
زبيم تيغ جهانگير قلعه کشاى
(لباب ص ٢٥)
چي همدغه شعر د ايران د ملي شورا د کتب خانې په يوه خطي سفينه او هم په تاريخ ګزيده (ص ٤٥٧) کي د محمد بن ملکشاه سلجوقي په نامه ثبت دئ.
څرنګه چي موږ د عوفى زمانې ته نزدې خطي نسخې په لاس کي نه لرو او دغه دوې نسخې هم وروستۍ دي او د کتابت تاريخ ئې هم نه دئ معلوم او کله چي د بزم آرا مؤلف علي بن محمد حسيني په زرم هجري کال کي د لباب الالباب ټول مواد پرته د ماخذ له ذکره او بې د مؤلف د نامه له يادوني په خپل کتاب کي واخيستل، نو اوس دلته پروبلم منځ ته نه راځي چي د دغه کتاب خلاق څوک دئ؟
سره له دې چي د لباب الالباب په ځينو اشعارو انتقاد هم واردوي او هم هغه آثار او اشعار چي د لندن او مانچستر په متاخرو نسخو کي ليدل کيږي د ١٠٠٠ هـ ق په حدودو کي ئې په بزم آرا کي هم وينو نو آيا دلته د شکوکو او پروبلمونو ځاى نه دئ.
د دغو ټولو شکوکو او شک لرونکو خبرو سره د لباب الالباب، دولت شاه، آذر او هدايت مقام پر خپل ځاى دئ او دغه کتابونه د تاريخ ادبيات له مهمو ماخذو څخه ګڼل کيږي. د يوه قول ضعف او يا د کتاب پر يوه موضوع باندي د شک موجوديت د ټول کتاب اعتبار له منځه نه وړي حال دا چي موږ د ژبي اهل يو د خپل ژبي د تحول تاريخ مو لوستى دئ او پټه خزانه مو هم کلمه په کلمه لوستې او تحليل کړې ده. له هيڅ ډول داسي پروبلم سره، چي هغه دي له ژبپوهني او تاريخ سره مغايرت ولري، مخامخ سوي نه يو او که دغسي يو پروبلم په دې کتاب کي موجود واى، نو هرومرو به مو په تعليقاتو او حواشيو کي هغې موضوع ته اشاره کړې واى. نو د ډېر افسوس ځاى دئ چي محترم مستشرق په کتاب کي هيڅ ژبني او تاريخي معضله په مفصل ډول نه ده شرح کړې او تش ئې د يوه مبهم او مجمل شک په اظهار سره عمومي اذهان مشکوک کړي دي او دا د يوه محقق عالم کار نه دئ.
پښتو ژبي پخوا تذکره نه درلوده او که تاليف سوې هم وي، د خاتوني د مناقب الشعرا په څير (چي حاجي خليفه او دولت شاه ئې يادونه کړې) له منځه تللى دئ. په ١٣٢٠ ش کال ما له پښتو ټولني د پښتانه شعراء لومړى ټوک خپور کړ او په دې کتاب کي مي هغه مطالب ځاى کړل، چي تر هغه وخته پوري مي سره را ټول کړي وو مثلاً ما هغه وخت د تذکرة الاولياء د ورک کتاب څلور پاڼي (٨ مخه) د هلمند د رود په غاړو کي له يوه کلي پيدا کړي وې هغه پاڼي مي په عکسي شکل او مواد مي ئې په اقتباسي بڼه په هغه کتاب کي خپاره کړل نو هغه څه چي راورټي د پښتو ادب د تاريخ په باب ويلي وو او د دغي ژبي د ادب تاريخ ئې تر اووه لسمي پېړۍ پوري فرض کړى وو، دې کتاب هغه تاريخ ډېر وړاندي بوت او تر دوولسمي مېلادي پېړۍ پوري ئې ورساوه خو کله چي ځيني نور خطي آثار لکه د سلطان سخي سرور د (٥٧٧ هـ ق مړ) کرامات چي د پنجاب د سلطانيه فرقې مؤسس وو، پټه خزانه او د نعمت الله هروي مخزن افغاني (١٠١٨ هـ ق) او نور تر لاسه سول او پښتانه شعراء هم د تجديد نظر وړ سو، نو ما ټول دغه نوي مواد د تاريخ ادبيات په دوهم ټوک کي سره راوړل، چي بيا په ١٣٤٢ ش کال د پښتو ټولني له خوا خپور سو او که په آينده کي نور آثار پيدا سي نو هغه به هم پر زياتيږي، خو بايد چي د محترم مستشرق او د ده په ډول د نورو ښاغلو د شک وړ نه وي، ځکه د ادبياتو تاريخو نه تل د نويو موادو په پيدا کېدو سره د تکميل په حال کي وي اوس موږ ډېر نوي مواد په دري ادب کي لرو، چي د براون تر تاريخ ادبيات وروسته پيدا سوي او دغه نوي مواد پر هغه کتاب علاوه سوي او ځيني ئې هم له منځه تللي دي، لکه: د محمد بن عمر رادوياني د ترجمان البلاغة نسبت فرخي ته او يا هم د يوسف زليخا د نظم نسبت فردوسي ته.
دا عجبه خبره ده چي ژبپوه استاد د راورټي تر قول سل کاله وروسته د شيخ ملي ورک دوتر (يا په غلط تعبير د يوسفزو تاريخ) د پښتو لومړى اثر ګڼي، خو دغه اثر تر اوسه موږ نه ليدلى او نه ئې جناب مستشرق څرک لګولى دئ. نو که دى د يوه ورک کتاب په استناد د پټي خزانې معلوم مواد د شک وړ بولي، د ډېر تعجب ځاى دئ او د يوه ورک او مطلق مجهول کتاب په اثر يو موجود او مشهود کتاب تضعيف کول بيا هم د ډيري اريانتيا خبره ده.
په پټه خزانه کي داسي کلمات استعمال سوي، چي اوس په مستعمله پښتو کي ژوندي نه دي، مګر د دې ژبي هر ويونکى په پوهيږي او د تاريخ ادبيات او ريښه پېژندني په مرسته ئې پېژندلاى سواى چي دا پښتو کلمې دي او نظاير ئې په قديمو اوستايي او ويدي آريايي کلمو کي راغلي دي.
افسوس دئ چي محترم شکاکان د پروبلم نوم اخلي، مګر په دې برخه کي په تفصيل سره نه ږغيږي چي سړى وپوهيږي چي دغه تاريخي او ژبني پروبلمونه کم دي څوني علمي ارزښت لري؟ چي د يوه معتبر ارزښتمن او نادر کتاب د مشکوکولو سبب سي.
افغانستان د لرغون پوه لويس دوپري تاليف
او د ويلبر د شکوکو نقل
په دې نامه يو کتاب په ٧٦٠ مخونو کي د امريکا له پرنستون نيو جرسي څخه په ١٩٧٣ ع کال خپور سوى دئ، چي لوستل ئې د افغانستان د پېژندني لپاره (د احتياط په قيد) مفيد دئ.
ښاغلي مؤلف د قبل التاريخ لرغون پوهني په باب کار کړى دئ ډېر آثار ئې خپاره کړي دي، چي د ده دغه کارونه د افغانستان په قديم تاريخ کي ګټور او د قدر وړ دي.
که څه هم د دغه کتاب احصائې کورټ د اعتبار او منني وړ نه دي. سربېره پر دې ځيني نوري تېروتني هم لري. لکه په ١٨٥ مخ کي کورنۍ پښتو ګڼله سوې او مقابل ئې ور ته په دري کي خانواده ښوولى دئ، او بيا ئې يوه ليکه وروسته همدغه کورنۍ دري ګڼلې او مقابل ئې ورته په پښتو کي کهول ښوولى دئ. حال دا چي کورنۍ او کهول دواړه قديمي پښتو کلمې دي او مقابل ئې په دري کي دود مان، خاندان او خانواده دي.
په ٧٥ مخ کي دپار دريا کلمه چي معرب ئې ماراء النهر ده او ډېره زړه آريائي (پار) ريښه لري-پاى دريا Pay-i-Darya ضبط کړې ده، حال دا چي د افغانستان خلک تر اوسه "پار دريا" وايي.
په ٨٠ مخ کي ئې ميرزا عبدالقادر بيدل په ١٦٤٤ ع کال د پټنې زوکړى او په ١٧٢٠ ع کال دهلي مړ، د دهلي د ګورګانيانو د دربار د پارسي استاد ښوولى دئ، حال دا چي په ٩٢ مخ کي بيا همدغه ميرزا عبدالقادر بيدل د معاصرو شعراوو، بيتاب، قارى او مستغني په صف کي راوړى او اثر ئې په ځوانو شاعرانو ډېر ژور ښيي.
په ٨٢ مخ کي سردار غلام محمد خان طرزي سياسي نفي سوى شاعر سر لوحه ليکونکى ښيي او د شکسته نويسۍ ماهر ئې بولي خو موږ دا وايو چي د شکسته ليکني طرز، چي په خپله د خوش نويسۍ يوه نوعه ده له نهمي هجري پېړۍ را په دې خوا باب سوې خو دى ئې په Broken-Linepoetry ترجمه کوي، چي غلط محض دئ او له شاعري Poetry سره هيڅ تعلق او ربط نه لري. دى وايي: هغه وخت په افغانستان کي فاميلي نوم نه وو، خو ده خپل ځان ته "طرزي" Stylist وايه، چي دغه مساله هم ذاتاً غلطه او د مسالې په نه پوهېدلو تعلق لري.
طرزي د غلام محمد خان شعري تخلص وو او له زرو کالو په دې خوا د افغانستان په دري ادبياتو کي د شعري تخلص دود موجود وو لکه فرخي، دقيقي، جامي او حتى د طرزي تره مشرقي او عندليب د هغه زوى، چي دا ټول کورني نومونه نه ول او لکه مستغني، قاري او بيتاب شعري تخلصونه او نومونه ول، بايد د کورني نوم او د شعري تخلص فرق وسي او دا چي تر غلام محمد خان وروسته د هغه نوميالي زوى، د خپل پلار تخلص کورنى نوم کړ، او اوس يوه کورنۍ په دې نامه سته. دا البته د نوي عصر د غوښتنو او د غربيانو په تقليد د کورنۍ نوم رواج دئ.
د کتاب په تاريخي موادو کي هم ډيري ناوړي غلطۍ ليدل کيږي مثلاً په ١٦ څپرکي (ص ٣١٢) کي په افغانستان کي د اسلام د خپرېدو په باب او همدا رنګه د عربو لومړنۍ لښکر کشي په ٨٠-٨١ ق کال د کندهار له لاري ښيي. حال دا چي د اسلامي عساکرو پرمختګ د سيستان او هلمند او بُست او رخج له لياري وو او د کابل فتح د ابن سمره په وسيله په ٣٦ ق کي سوې ده. (تاريخ سيستان ص ٨٥، فتوح البلدان ص ٤٨٨) په دغه ډول نوري غلطۍ په دې کتاب کي ډيري زياتي دي. په هر صورت زموږ د کتاب له نورو تېروتنو او مطالبو سره څه کار نسته په (٧٥١ مخ) کي د افغانستان د ادبي سوابقو د تلخيص په برخه کي د دري ادب د قديمو شاعرانو محمود وراق، حنظله بادغيسي او نورو شعرو نه پرته له کومي تبصرې اخلي، هغه ترجمه او معرفي کوي مګر د پښتو په باب کاږي. (د پښتو ادبياتو ته حتىْ په افغانستان کي هم توجه نه ده سوې نجيب الله، د افغانستان محقق او سياست مدار په خپل ګټور کتاب "ادبيات اسلامى" ١٩٣٦ ع کي پښتو ادبيات نه دي ليکلي).
د پټي خزانې پر اصالت چي په ١٧٤٩ ع (صحيح ١٧٢٩ ع) په کندهار کي نشر سوې ده (صحيح ختم سوې ده) او د ٧-٨-٩ پيړيو پښتو اشعار ئې راوړي دي په دې تازه ګيو کي د ويلبر له خوا شک ښکاره سوى دئ (زبان و اجتماع مساله ايران د ٢٢-٢٣ مخونو ٢ نوټ ١٩٦٧ ع کال) ځکه چي د پښتو آثار تر ١٧ قرن د مخه تر لاسه سوي نه دي او تر ٢٠ قرن پوري په بطي او نا منظم شکل را رسېدلي دي) (د افغانستان ص ٨٣) د ښاغلي دوپري دغه مجمله تبصره هم يوه اشاره ده چي هيڅ دليل او تفصيل نه لري او پرته د اذهانو له تشويبه بله معنى نه ځني اخيستله کيږي. ده د ويلبر پر شک چي نه ئې يوه کلمه پښتو زده وه او نه ئې د دې ژبي تاريخ ادبيات لوستي وه او دغه تبصره هم د ده په مطلق جهل دلالت کوي، تکيه کړې ده، چي دا کار د محققانو او تاريخ پوهانو نه دئ.
ما ويلبر نه دئ ليدلى او نه ئې پېژنم خو مقالې مي يې ليدلي دي، علمي نه دي بلکي ډيري سطحي او سياسي رنګ لري او پر هغو تبصره د يوې علمي ليکني کار نه دئ.
خو دا چي مرحوم نجيب الله په خپل کتاب کي د پښتو ژبي او ادبياتو يادونه نه ده کړې په دې دلالت نه کوي، چي ګوندي دغه ژبه قديم تاريخ او ادب نه لري ځکه امکان لري هغه کتاب چي ليکنه ئې ده ته سپارل سوې وه په هغه کي د پښتو ادب پر تاريخ بحث نه کېدى.
ښه مي په ياد دي، چي دغه مرحوم په هغو مجالسو کي هم شرکت درلودى چي د دغه کتاب د حواشيو تعليقاتو متن او د اشعارو د ترجمې د لوستلو د پاره د کتاب تر چاپ د مخه جوړېدل، ده په هغه وخت کي د کتاب پر متن او اشعارو څه اعتراض نه درلودئ او کله به چي ئې د پښتو د قديمو قصايدو ترجمه واروېده نو به ئې له سترګو اوښکي تويي سوې، خو دا چي ده په خپل کتاب کي د پښتو ادبياتو په راوړو کي سکوت کړى، شايد دغه موضوع د هغي موسسې په تعليمي مقرراتو اړه ولري او که چيري د افغانستان په ځينو کتابو کي د پښتو ادبياتو يادونه نه وي سوې، نو دا خبره د پټي خزانې د امتياز د سقوط موضوع نسواى کېداى.
پر شيخ سعدي باندي اعتراض لري چي ولي ئې دغه معروف بيت:
اگر سه روز را ګويد شب است اين
ببايد ګفت اينک ماه و پروين
په خپل اخلاقي کتاب کي راوړي او درواغ ويل ئې جايز کړي دي. که دغه اعتراض وارد هم وي د يوه تن اعتراض دئ، د ګلستان ادبي ارزښت نسواى لږولاى. بله دا چي مرحوم نجيب الله په پښتو ادبياتو کي وارد نه وو، نو څه به ورسيږي دې ته چي ده دي د پښتو وسيعو ادبياتو پر تحول خبري کړي واى.
د دکتور علي اکبر جعفري شک اميزي ليکني
د سخن مجلې د ١٣٤٦ ل. کال پرله پسې ګڼو کي د پښتو په باب د دغه پوه په قلم ځيني مقالې خپرې سوي، چي د ١٧ د وري په څلرمه ګڼه کي پر پښتوادبياتو هم مختصر بحث لري، زما په مقالو او نوشتو او کتابو حواله ورکوي، د سلېمان ماکو تذکرة الاولياء او پټه خزانه د پښتو په اولنيو آثارو کي شميري.
ښاغلى جعفري لومړى په دې اعتراف کوي، چي خپل ځان د دې وړ نه بولي چي په دې باب قضاوت وکړي (سخن ص ٣٣٥) مګر بيا هم په اسلامي دايرة المعارف کي د پروفيسور مارګنسترن له نوشتو متاثر سوى او د هغه مشکوکي خبري را نقلوي او بيا هم د ډېر افسوس ځاى دئ، چي په دې خصوص کي هيڅ تفصيل نه ورکوي او پرته له دې چي مثالونه ورکي، او نظاير وښيي، ليکي: (از ديدن بعضى واژه هاى هندى که تلفظ آنها را نمى توان از چند قران اخير کهن تر دانست و بيکمان پښتو آنها را پس از کشور کشاييهاى پښتو زبانان در شبه قاره هند در خود پذيرفته است.) په دې برخه کي دى اريان سوى او فکر کوي چي دا موضوع لږ تر لږه درې علته لري:
١. در داستانهاى نثر فارسى ديده ميشود که نويسنده در جاهايى که خودش مناسب ميداند شعر هاى از خود يا از شاعران ديگر دردهار قهرمانان مانند رستم، افراسياب، دارا، سکندر، دختر خاقان چين، امير حمزه و ديګران ميګذارد، ممکن است، که داستان گويان پښتون هم در باره امير کروړ و ديگران همين کار را مى کردند و محمد هوتک با منابعى که وى از آن سود جسته آنرا راست انگاشته اند... تا چه اندازه محمد هوتک درستى و نادرستى گفته هاى مردم را بررسى و وارسى کرده ما نميدانيم.
٢. اين شعر ها از زمان کهن تا روز گار محمد هوتک به علت دهان به دهان گشتن ديگر گونيها ديده (تازه نما) گرديدند.
٣. نسخه برداران در آن مطابق زمان خود دگر گونيهايى پديد آوردند به هر حال با وجود تازگيهايى که در آن ديده ميشود ازين شعر ها بوى کهنى مى آيد (سخن ص ٣٣٧).
په دې لوړ مشکوک او مجمل اظهار کي بيا هم د هندي لغاتو يا نوو لغاتو او يا هم تازه نما کوم مثال نسته چي هغه د ښاغلي دکتور د شک وړ ګرځېدلي وي او بيا دي د نويوالي تر څنګ د زړوالي بوى هم ځني ولاړ سي.
د هندي کلماتو په باب بايد وويل سي، چي پښتو له زړو آريائي ژبو ويدي او سنسکريت سره مشترکات لري، چي ډيري قديمي ويدي او سنسکريت کلمې اوس هم په پښتو ژبه کي ژوندۍ او رواج دي او د پښتو په منځنيو او زړو ادبياتو کي هم راغلي دي.
او دا وضع بايد په دې ډول وي ځکه آريايي خلک له همدې خاوري (افغانستان) څخه شمالي هندوستان ته تللي او ډېر ژبني ماثر ئې له ځان سره وړى او بيا په تګ راتګ او تجارتي مبادلاتو او اجتماعي تاثيراتو کي ډېر هندي کلمات پښتو ته راغلي او له دې ځايه هند ته تللي دي، چي ما دغه خبري د پښتو ادب په تاريخ کي په تفصيل سره راوړي دي (وګورئ د پښتو ادبياتو تاريخ ج ١ طبع اول ١٣٢٥ طبع دوهم ١٣٥٤) خو ما په پښتو قديمو اشعارو او يا هم د ګورګانيانو له دورې (٦٠٠ حدود) د مخه آثارو کي داسي کلمې نه دي پيدا کړي، چي د ښاغلي جعفري په قول ئې تلفظ له څو وروستيو پېړيو پخواني ونه بلل سي. خو څنګه چي ده کوم مثال نه دئ راوړى او ما خپله په زاړه ادب کي د داسي کوم شي څرک نه دئ ايستلى نو له دې زيات په دې باب څه نه سم ويلاى.
کاشکي ښاغلي نقاد (!) د خپلي مدعا د اثبات لپاره مثالونه ورکړي واى ښاغلي دکتور په خپلو دريو راوړو عللو کي په لومړي علت کي پټه خزانه (د پښتو شاعرانو تذکره) د پارسي د داستاني نثرونو د کتابو په جمله کي راوړې، چي دا هم د جنس او نظير له مخي سم قياس نه دئ. ځکه چي ده تذکره ليکنه له داستان ليکني سره خلط کړې ده، حال دا چي پټه خزانه د دولت شاه د تذکرې لباب الالباب مجمع الفصحا، د آذرد آتشکدې او نورو په څېر يوه تذکره ده، چي موږ د دې اروېدني او روايات د دوى په کتابو کي وينو او په ډېرو مواردو کي دوى د ورکو کتابونو څخه نقل قول کوي او کله هم خپل منشا او ماخد نه ښيي چي په دې اساس د رواياتو د سموالي او نا سموالي احتمال د ټولو شرقي ژبو پر تذکرو وارديږي سره له دې چي محمد هوتک د امير کروړ د شعر لپاره ماخذ هم ښيي (لرغوني پښتانه د شيخ کټه متي زي تاليف) چي دغه مؤلف له تاريخ سوري څخه د غور په بالشتان کي مواد اخيستي وو. (حدود ٧٥٠ ق) نو له دې امله نسواى کولاى چي د پټي خزانې محتويات او روايات د پارسي پر داستاني کتابو قياس کړو.
دوهم دا چي جناب جعفري په کم دليل ځيني اشعار "تازه نما" بولي او بيا د "بوى کهنى" استشمام هم ځيني کوي دا خبره معلومه او مشروعه نه ده. ظاهراً د زړوالي او نويوالي تر منځ تضاد موجود دئ، خو ښاغلي ليکوال دواړه يو ځاى راوړي، آيا منطقاً دغه تضاد جايز دئ او د ليکونکي خپل منطق مذبذب نه دئ؟
درېيم: د خطي کتابو د ليکونکو تصرفات يقيني دي، موږ د شرقي ژبو په کتابو کي دوه سره ورته نسخې ګرد سره نه سو پيدا کولاى که چيري موږ د فردوسي د شاهنامې په سلګونو نسخې چي د مغلو له تاړاکه وروسته کښل سوي، سره مقابله کو په ډيري سختۍ به دوې نسخې سره ورته پيدا کو. له بده مرغه د پټي خزانې او يا د هغې د قديمو ماخذو کومه نسخه اوس په لاس کي نسته چي د هغو له مخي دا معلومه سي، چي په پټه خزانه کي تر کومه ځايه د کاتبانو تصرف راغلى دئ.
د سبک پېژندني او مادي او معنوي خصوصياتو له پلوه د مغلو له دورې مخکي قدماوو ته منسوبو پښتو اشعارو خپل لرغونتوب ساتلى او ډيري داسي متروکي کلمې پکښي سته چي د ريښه پېژندني له نظره اصالت لري، خو اوس په ژبه کي نه استعماليږي.
هندي کلمې چي ښاغلي جعفري ئې يادونه کړې دا د آريايي ژبو هغه زاړه مشترکات دي چي پښتو په هغو کي د شرقي او غربي ژبو تر منځ د وصل د کړۍ حيثيت لري او د دغو کلمو استعمال هم په پښتو کي قديم دئ.
د مثال لپاره د ښکارندوى غوري په مدحيه قصيده (ص ٥٧ پټه خزانه) کي د "بودتون" کلمه راغلې چي ظاهراً ئې ريښه له هندي "بود" کلمې سره يو شان ده مګر پښتو ته ئې راتلل تر اسلامي دورې په مخي وختو پوري اړه لري او دا بايد د سلطان محمود د فتوحاتو اثر ونه بولو.
البيروني د الهند په کتاب (١/١٦٣) کي کاږي چي هيولا بالقوه درې خاصيته لري: عقل، دين او جهل چي لومړني ته ئې (بدهـ) وايي، او د نفس د خوښى او راحت علت دئ او دغي کلمې بيا وروسته په نورو آريايي ژبو کي هم ريښه وځغلوله لکه مو بد (حافظ الدين) سپه جمع بد (سپه سالار) او نور...
د البيروني په قول د مشهور داي "بودا" نوم هم له "بد" څخه وتلى دئ چي د ماني په کتاب "شاپورګان" کي هم په دغه ډول راغلى دئ. او په عربي کي هم بد د "بت" په معنى راغلى دئ. ابوالعلا معري د دنيا په غندنه کي ويلى دئ:
والقلب من اهوائه عابد
ما يعبد الکافر بده( )
له دې تحليل او د کلمې د تاريخي سير له مخي ويلاى سواى، چي پښتو بودتون (بتخانه) په اصل کي ظرفي بودتون وو، چي استعمال ئې د غوريانو په عصر اړه لري (٥-٦ قرن) او دا بايد يو نوى آميزش ونه ګڼو او په دې ډول په سل ګونو هندي، ترکي پهلوي او اوستايي کلمې د پښتو په قديمو ادبياتو کي وينو چي اختلاط ئې د اسلام له عصره لرغونى دئ او هغه بايد د ښاغلي په قول له (تازه نما) ونه شميرو بلکي هماغه زوړ رنګ او بوى لري.
په هر صورت تر مغلو د مخه پښتو آثارو علمي تحليل بايد د ريښه پېژندني د موازينو او په ژبه او ادب کي د تحولاتو د سير او همدارنګه له تاريخي پيښو سره د تطابق له مخي وسي او هغه څوک بايد دې کار ته لاس واچوي چي په دغو ټولو مواردو کي پوره لاس او معلومات ولري او د خپلي مدعا د اثبات لپاره مثالونه ورکولاى سي، او خپل دلاليل په اجمال او اشاره را نه وړي چي د اذهانو د تشويب سبب نه سي.
داخلي شکاکان
يوه بله مساله چي دلې بايد توضيح او تصريح سي ځيني هغه خبري دي، چي په افغانستان کي له خلکو اروېدل سوي او احياناً ئې ليکلي هم دي. دغه خلک په دې خصوص کي ځيني شخصي رايي او خبري لري او څه چي وايي پر حقايقو متکي نه دي، زه دلته د دغه کتاب د مطلق مدافع په توګه خبري نه کوم بلکي غواړم خپلي اروېدني د علم له پلوه تحليل کړم که وروسته تر دې هم څوک علمي خبري وکي پرته له کوم ټينګار او تعصبه بايد واروېدل سي او که چيري دغه علمي خبري د تامل وړ وي نو بايد تر تحقيق او څېړني لاندي ونيول سي.
يوه ليکونکي يوه پوښتنه داسي طرح کړې وه، چي د پښتو ژبي لومړنى شعر بايد معتبر تاريخي سند ولري او محققين نه سي کولاى بې له کومه معتبره سنده اظهار نظر او قطعي حکم وکړي او داسي نوري خبري.
دلته بايد وويل سي چي د پټي خزانې او نورو ژبو د تذکرو په مطالعه کي په قطعي صورت د "اولين شعر" يا قديمترين نظم او نثر د اصطلاحاتو کارول درست کار نه دئ، ځکه په مجرد او مطلق ډول پر يوه شعر د اولين شعر حکم کول سم کار نه دئ او شعر په اني صورت او په يوه ژبه کي د تکامل د مراحلو له تېرولو پرته وهلتانه نازليږي هغه څه چي تذکره ليکونکو د دري د قديم شعر په باب کښلي او قديم دري شعر ئې بهرام ګور يا محمد بن وصيف سيستاني يا عباس مروزي يا ابوحفص بن احوص سغدي ته منسوب کړى، هم سمه خبره نه ده او بايد داسي وويل سي چي لومړنى مکشوف شعر يا قديمترين منظوم او منثور اثر چي په پلانۍ ژبه کي تر اوسه پېژندل سوى دئ او له همدې امله موږ د پټي خزانې په استناد د امير کروړ شعر د پښتو لومړنى معلوم او مکشوف شعر ګڼلى او لکه چي مي په تعليقاتو کي هم کښلي د دې ژبي نظم له دغه شعره پخوا د خپل پخوالي او ادبي نضج مراتب تېر کړي دي، تر څو چي په دوهم هجري قرن کي د متانت او صلابت دغي درجې ته رسېدلى دئ او زما دغه نظر د هغو علماوو له نظره سره چي د دري قديمو مکشوفو آثارو په باب ئې ښکاره کړي دي يو شان دئ.
دوهم دا چي په تذکرو کي د قديمو اشعارو يادونه يوازي د يقين مؤيد نه سي کېداى، ځکه په تذکرو کي ځيني داسي خرافي او غير علمي موضوعونه هم راغلي دي، چي هغه بايد د نوو علمي معيارونو په وسيله په انتقادي نظر رد سي. د نوي تحقيق طرز خو پر تجربه او مشاهده ولاړ دئ او اوس په دې خصوص کي سبک پېژندنه، ريښه پېژندنه او حتى د شعر او فکر پوهنه معيار ګڼلى سي او په همدې سبب سبک پېژندونکو علماوو په لباب الالباب کي د محمد عوفى روايت د عباس مروزي د قصيدې په باب رد کړى دئ، خو په همدې کتاب کي ډېر د منلو وړ مواد هم سته.
د تحقيق په ټولو مواردو کي (جديد وي که قديم) انتقادي نظر او د ژبپوهني او سبک پېژندني له علمي معاييرو سره د هغه مطابقت شرط دئ او د ښو له بدو او د اصيل له نا اصيله بېلول، د سبک پوهانو کار دئ، چي د خپلي ژبي پيدا سوي آثار د قدامت په لحاظ درجه بندي کي نو بنا پر دې موږ د امير کروړ شعر د پښتو لومړنى لاس ته راغلى شعر بولو او کېداى سي وروستۍ پلټني نور پخواني اثار تر لاسه کي.
درېيم دا چي ليکونکي کښلي دي: "په دولسمه پېړۍ کي د محمد هوتک اظهار نظر د امير کروړ د شعر په باب قانع کوونکي نه دي او کله چي د نن ورځي محقق له دغه ډول مسالې سره مخامخ سي بايد خپل ځان پر تسکين نه کي او د قناعت وړ ئې واقع سي". ښاغلى ليکونکى په خپل دې حدس کي هم ګرم دئ، ځکه کله چي د ننني محقق خبري کيږي نو بايد پوښتنه وسي، چي کوم محقق؟ که مقصد نقاد، ليکوالان او د تاريخ ادبيات محققان وي خو نو د دغو علماوو سره د دغه کتاب په وړاندي د دغسي محض انکار او عدم تسکين رويه نسته.
په لباب الالباب، د دولت شاه په تذکره او همدارنګه د دري او عربي او نور شرقي ژبو په ډېرو تذکرو کي په زرګونو داسي شعرونه موجود دي، چي نوو محققانو د تذکرو د هماغه واحد روايت له مخه منلى دئ مثلاً د براون، همايي، صفا، سعيد نفيسي او دکتور شفق او نورو کتابونه له دغه ډول رواياتو ډک دي. که چيري دغه خلک علما او محققان ونه ګڼو نو د دغي کلمې مصداق به د عنقا په څېر وي.
نن د حنظله بادغيسى دېوان نسته، خو د نظامي سمرقندي د چهار مقالې (ص ٢٦) په قول دا دېوان له احمد بن عبدالله خجستاني (مقتول ٢٦٢ هـ) سره موجود وو او هغه ئې وايه او د دري له دې قديم شاعر څخه فقط يوه دوې قطعې په لباب الالباب او چهار مقاله کي پاتي دي که څه هم د سبک پېژندني له پلوه هغه اوس هم د شبهې وړ دئ. عوفى په خپله وايي، چي د ابوالفتح عربي او دري دېوان مي ليدلى دئ (ص ٦٢ لباب) خو اوس پرته له څو دري بيتونو د بُست د دغه ذواللسانين شاعر نور دري شعرونه په لاس کي نسته او عربي مکمل دېوان ئې ابراهيم بن علي طرابليسي په ١٢٩٤هـ ق کال چاپ کړى وو، اوس دکتر امير محمود انوار په تهران کي د څو خطي نسخو له مخه په ١٣٥٠ بيتونو کي تکميل کړى دئ (مقالات و بررسيها، ج١٣-١٦، ص ٣٤٥ طبع تهران) اوس چي د قديمو شعراوو دېوانونه ورک دي نو که موږ وروستۍ ليکني کان لم يکن وګڼو بيا به د نن ورځي د محقق لپاره د تحقيق او څېړني هيڅ موضوع پاته نه وي او په دې ډول بايد د تاريخ ادبيات نيم موضوعونه له منځه يوسو، ځکه هغه مواد چي په لباب الالباب او نورو تذکرو کي راغلي داسي، مواد دي چي پخپله تذکره ليکونکي راټول کړي نو که چيري د دوى پر نقل اعتماد نه وي نو د ننني محقق لپاره د تحقيق په برخه کي هيڅ نه پاتيږي ځکه د اکثرو قديمو کتابو (د شاهنامې په شمول) اصل له منځه تللى او د هغو نقل په لاس کي دئ. خو که د ځينو په نظر د يوه ليکوال لکه محمد هوتک اظهار نظر د شک وړ وي نو د نور لپاره بيا د عوفي او دولت شاه او آذر او هدايت کښني د اعتبار وړ نه دي که دولت شاه او عوفي تر محمد هوتک قديم دي آذر خو ئې معاصر او هغه بل تر ده وروستى دئ.
بيا ليکي "د محمد هوتک په څېر د يوه ليکوال اظهار نظر..." نپوهېږم چي ولي ئې د محمد هوتک اظهار نظر د قناعت وړ نه دئ بللى؟ حال دا چي د عوفي، دولت شاه، آذر او هدايت کښني هم د محققانو تر څېړني او بحث لاندي دي هغه مرتبه چي عوفي او هدايت د پارسي ژبي او ادب په ليکنه کي لري،محمد هوتک تر هغوى زيات په پښتو ادب کي وارد دئ، د محمد هوتک تېروتني د پټي خزانې په کښنه کي د دولت شاه او هدايت په پرتله ډېر لږ دي، هغه احتوا چي عوفي، دولت شاه او نظامي سمرقندي پر دري ادب درلوده، محمد هوتک په هماغه اندازه په پښتو ادب کي خبير او بصير دئ. محمد هوتک په کندهار کي د هوتکيانو د دربار منشي او د ثقه خبري خاوند دئ او د اقوالو په نقل کي د عربو او عجمو د مؤرخينو په څېر خپل سند، که ليکلى وي او يا ئې اروېدلى يادوي چي د دغو اقوالو ډېر کتابونه او منابع لا تر اوسه هم سته، لکه د نعمت الله هروي مخزن افغاني او د خوشحال خان آثار او د نور محمد غلجي نافع المسلمين.
هغه کتابونه چي محمد هوتک ليدلي او يا ئې بالوسيله نقل ځيني کړى دئ او اوس له منځه تللي نه سو کولاى چي هغه مجهول وګڼو او نه د محمد هوتک په منقولاتو کي د سبک شناسۍ او تاريخ له پلوه د جعل آثار ښکاري. او دا د هغو نقلونو سره شباهت لري چي دولت شاه د ابوطاهر خاتوني له مناقبت الشعراء څخه کړى دئ (ص ٢٦، ٤٧) سره له دې چي د مناقبت الشعراء کتاب ورک دئ مګر موږ د دولت شاه نقل قول تر هغه وخته منو، چي د هغه د نقض مقابل قول پيدا سي.
په همدې ډول په ډيرو معتبرو تاريخونو، لکه تاريخ بيهقي او طبقات ناصري کي ځيني داسي اقوال ليدل کيږي، چي له ورکو کتابو څخه ئې نقل کړى دئ او د هغو کتابو اصل په لاس کي نسته لکه د بو نصر مشکان مقامات چي مؤلف ئې د غزنويانو د دربار منشي وو او زجاجي وايي چي دغه کتاب لس جلده وو، خو اوس په لاس کي نسته خو هغه څه چي بيهقي له هغه ورک کتابه نقل کړي دي، هغه موږ صحيح ګڼو او د بيهقي پر واحد نقل قول (سره له دې چي د دغه کتاب قديمه نسخه هم په لاس کي نسته) اعتماد لرو. او همدارنګه د محمود وراق ورک تاريخ مسامره خوارزم، مقامات محمودي او نور ټول د بيهقي مراجع دي او ډېر زيات مواد ئې له دغو کتابو څخه نقل کړي دي. همدارنګه منهاج سراج هم د سلامي، تکملة اللطايف، احداث الزمان تاريخ مجدول، منتخب تاريخ ناصري، نسب نامه غوريان او تاريخ نابي له ورکو کتابونو څخه مطالب راوړي دي او اوس د دغو کتابو نسخې زموږ په لاس کي نسته، خو د منهاج سراج پر قول اعتماد کوو، سره له دې چي د دغو کتابو هم د جوزجاني او بيهقي عصر ته نزدې نسخې اوس موږ نه لرو.
اوس نو که چيري موږ دغه فورمول د فارسي ژبي د تذکرو او تاريخونو په باب قبلوو نو د هيڅ دليل ځاى نه پاتيږي، چي هغه د محمد هوتک په باره کي هم ونه منو، که چيري د محمد هوتک نقل قول په دې نسبت چي د دولسم قرن سړى دئ، د قديمو آثارو په باب ونه منو نو دغه فارمول پر آتشکده آذر او د هدايت پر مجمع الفصحاء هم د تطبيق وړ دئ او موږ بايد ددغو کتابونو واحد نقل او اخبار هم ونه منو ځکه چي آذر او هدايت هم د ١٢ او ١٣ قرن خلک دي.
خو څرنګه چي دغه ډول فارمول له محققانو سره نسته، نو بايد پرته له کومي ملاحظې او خاصه تعصبه دغه ټول کتابونه په يوه سترګه ووينو مخصوصاً په هغو ځايو کي چي مؤلف کتاب او يا اروېدني ته حواله ورکوي او له ځانه څه نه ليکي لکه محمد هوتک چي د پخوانيو د دغو اُصولو سخت پابند دئ، خصوصاً د امير کروړ د احوالو او شعر په راوړو کي خپل ماخذ لرغوني پښتانه د شيخ کټه متي زي غورياخېل بن شيخ يوسف بن شيخ متي (حدود ٧٥٠ هـ ق) تاليف ښيي، خو څرنګه چي شيخ کټه په خپله دغه مواد له تاريخ سوري د محمد بن علي البستي له تاليفه نقل کړي ول، نو د محمد هوتک د روايت عنعنه هم په دې خصوص کي ښه معلومه ده او لکه چي د منهاج سراج او بيهقي پر هغو مطالبو چي له ورکو کتابو څخه ئې اخيستى اعتماد کوو، نو دغه رنګه بايد په پټه خزانه کي د محمد هوتک نقل قول هم د اعتماد او باور وړ وګاڼه سي.
حال دا چي موږ د امانت رعايت د ده په هغو نقلونو کي چي ئې له مخزن افغاني، د رحمان بابا دېوان، د عبدالقادر خان دېوان او خوشحال خان له اشعارو کړى، مومو نو له ورکو کتابو څخه د هغه په نقل قول هم بايد باور ولرو او لکه چي لوړ مو هم وويل دغه ډول نقلونه په نورو تذکرو کي هم سته، او يا پخپله د مؤلفانو ضبط کړي مواد هم پکښي پيدا کولاى سواى، چي د تاريخ ادبيات پنډ ټوکونه ورڅخه ډک دي او حتى تر هغه چي لباب کامله نسخه نه وه پيدا سوې له لباب الالباب څخه د عرفات العاشقين په وسيله د هدايت پر وروستي نقل هم اعتماد کېدى څو چي براون انګليسي په ١٩٠٣-١٩٠٦ م کال لباب الالباب نشر کړ نو د مرحوم سعيد نفيسي په قول هدايت د لباب زيات مواد له عرفات څخه اخيستي وو او داسي ئې ښووله چي ګويا ده پخپله مستقيماً لباب ليدلى وو (وګورئ د لباب الالباب مقدمه، سعيد نفيسي ١٣٢٥ تهران) ښه اوس نو بايد دا روښانه سي هغه زيات مواد چي لباب الالباب، دولت شاه او نورو ډيرو تذکرو راټول کړي او حتى خپل ماخذ ئې هم نه دئ ښوولى، نو څنګه به د محققانو د اعتماد او تسکين وړ وي او د محمد هوتک هغې به نه وي؟ هغه خلک چي پټي خزانې ته په شک ګوري په هماغه اندازه به نور خلک هم حق ولري، چي د عوفي، دولت شاه او نور د مطالبو په باب هماغسي فکر وکړي که چيري تعصب له منځه يوسو نو د دولت شاه دا قول "ابوطاهر خاتونى گفته که به عهد عضدو والدوله ديلمى هنوز قصر شيرين که بنواحى خانقين است، بالکل ويران نشده بود، و در کتاب آن قصر اين بيت نوشته يافتند که بدستور فارسى قديمست:
"هژ برابکيهان انوشه بذى
جهان بديدار توشه بذى"
(درست: نوشه) دا نقل څنګه دئ؟ آيا د خاتوني مناقب الشعراء ورک نه دئ؟ آيا يوازي د دولت شاه په همدې نقل اعتماد کېداى سواى له لرغوني پښتانه څخه د محمد هوتک نقل هم هماغه حکم لري، دغه رنګه په سلګونو مطالب په تذکرو کي راغلي چي ناقل ئې يوازي مؤلف دئ، که چيري دغه ډول مطالب او واحدي ليکني د پښتو دري او نورو ژبو له تاريخ ادبيات څخه ليري سي، نو ډېر دغه ډول آثار او شاعران به له منځه ولاړ سي او د ليکونکي په قول به ننني محقق تش لاس پاته سي او په تش لاس به سوداګري کوي.
بيا ليکي "تاريخ په واضحو ټکو کي نه څرګندوي چي د دغه عصر خلکو په (٨ ميلادي قرن) کي او يا تر هغه وړاندي په عمومي ډول په کومه لهجه خبري کولې او رسم الخط ئې څه وو؟ خو ځيني تيت و پرک اسناد دا ښيي چي د هيواد د مختلفو قومونو خلکو خپلي ملي او محلي ژبي د نورو ژبو له مداخلې پرته لږ و ډېر په خپل رسم الخط ليکلي او حتى د مرکزي او کوهستاني خلکو ژبه او لهجه د اسلامي دوهمي پېړۍ په اوايلو کي د عربو د کلام له نفوذه خالي وه او دا هم په دې اعتبار چي تر هغې پوري د عربو مادي او معنوي اثر په عام و تام ډول غلبه نه وه کړې او که کړې ئې هم وه په خپلو لومړنيو مراحلو کي وو.
د پښتو او دري ژبو قدامت کولاى سو له اوستا او ويدي سرودونو او د يونان او عربو د مؤرخينو له ليکنو څخه ثابت کړو. خو خبره د ملي ژبي د اوسني رسم الخط پر موضوع ده، څو پوه سو چي له کومه وخته ئې په دې شکل او قيافه ظهور کړى او منځ ته راغلى؟ ومو ويل چي په دوهم هجري قرن کي د عربو نفوذ، خصوصاً په مرکزي سيمو کي له سره نه وو او که وو هم په داسي بڼه نه وو، چي په کُلي ډول د دوى په ژبه، دين او ليک او لهجه کي کم ژور اغېز ولري. بله دا چي هغه قديم ماخذ چي زموږ په خپله دري او عربي ژبو کي سته او کولاى سواى چي په اوسني وخت کي د هغو له مخي اظهار نظر وکړو، هغه تاريخ بيهقي، طبقات ناصري، فتوح البلدان، شهنامه طبري او هم د بې طرفو مؤرخينو او پوهانو آثار دي.
دوى او نور ډېر معتبر ماخذ په دې عقده دي چي اسلام حتى تر څلرم هجري قرنه پوري د غور په سيمو کي نفوذ نه درلودئ، نو پر دې اساس تر دغه مهاله د عربو هيڅ ډول تاثير د دوى پر ژبه او رسم الخط نه وو وارد سوى که چيري د دغي ژبي خط او کتاب تر لاسه سي، نو هغه به هرو مرو عربي رسم الخط نه وي او د دغه رسم الخط نحوه موږ د اوسنيو پيدا سوو کتيبو له مخه ټاکلاى سواى زما په عقيده د عربي رسم الخط په پښتو ژبه کي د دري په څېر هغه وخت داخل سو، چي عملاً دغه سيمي د مسلمانانو امراوو تر تسلط لاندي سوې.
دا چي اسلام د غزنويانو په وسيله د غور سيمو ته تللى دئ، نو څنګه کېداى سي، چي عربي ژبه دي تر هغې دوه قرنه د مخه دغه سيمو ته تللې وي او عربي ژبي دي هورې دوني نفوذ وارد کړى وي چي امير کروړ دي په عربي رسم الخط زموږ عصر ته خپل شعر په هغه فصاحت او بلاغت يادګار پريښى وي؟
که چيري دغه له توقع خلاف نفوذ دوني ژر د غور په سيمو کي خپور سوى وي، نو بايد د دوى کتيبې هم پر عربي رسم الخط اوښتي واى (تم کلامهم).
د دې ليکني لومړنۍ برخه د تاريخ له مثبتو واقعيتونو سره منافي ده.
لومړى دا چي د رسم الخط مساله د ډېرو ليکونو، پيدا سوو مسکوکاتو د هند، عربو او يونان د مؤرخانو د ليکنو او ديني کتابو لکه اوستا او پهلوي او چيني سفر نامو څخه ښه ښکاري دا چي اوستايي خط په پخوانۍ آريانا کي معمول وو پخپله د اوستا کتاب له مثبت سند، څخه معلوميږي چي دغه اثر په بلخ، سيستان، د هلمند په وادي او رخذ پوري اړه لري او اوستايي، رجال او وقايع زياتره د افغانستان دي دا چي په يوه مملکت کي دين او کتاب منځ ته راځي او هغه کتاب هم په يو رسم الخط کښل کيږي نو ويلاى سو، چي دغه خط په دې مملکت کي رواج نه درلود "او تاريخ دا په صراحت نه ښيي".
د يوناني رسم الخط په سلګونو ليکني او مسکوکات چي د افغانستان په داخل کي پيدا سوي، او د نړۍ په موزيمونو کي ساتل کيږي نو د هغه له مخي حکم نسواى کېداى چي د سکندر له هجومه (٢٣٠ ق م) وروسته تر اتو نهو قرنو پوري د افغانستان رسم الخط يوناني وو.
د موريايي پاچا آشوکا (٢٧٣-٢٣٢ ق م) د ديني نصايحو کتيبې چي په مانسهره او شهباز ګړۍ کي پيدا سوي دي، په خروشتهي او پراکريت رسم الخط کښل سوي او هغه کتيبه چي له درونټې تر لاسه سوې په آرامي رسم الخط او د کندهار د زاړه ښار په يوناني او آرامي رسم الخط دي. نو آيا په قطعي صورت دا حکم نسواى کولاى چي په دوهم او دريم قبل الميلاد قرن کي يوناني آرامي او خروشتهي رسم الخط په افغانستان کي د سند تر غاړو پوري رواج درلودئ او د خلکو رسم الخط او يا کېدلاى سواى، چي ديني نصايح دي د خلکو له رسم الخطه پرته په بل رسم الخط وليکي؟
د کوشاني عصر د اوايلو کتيبې په تخاري ژبه دي، چي رسم الخط ئې يوناني دئ. د روزګان او جغتو کتيبې هم دغه ډول دي چي تاريخ ئې تر پنځم ميلادي قرنه رسيږي. او وروسته تر دې هم د ٦-٧ م قرن کتيبې او مسکوکات په سره دا، برهمي، يوناني او پهلوي رسم الخط ليدل کيږي، چي دغو ټولو بيا خپل ځاى کوفي او عربي رسم الخط ته پرېښووى او دا چي ليکونکى وايي: "چي محلي ژبي د نورو ژبو له مداخلي پرته لږ و ډېر په مخصوص رسم الخط کښل کېدې" دا خبره سمه نه ده دلته آرامي رسم الخط له بين النهرين څخه د هخامنشيانو په وسيله او يوناني رسم الخط د سکندر په وسيله او پهلوي رسم الخط د پارس د ساسانيانو له درباره او همدا رنګه سره، داناګري او برهمي رسم الخط له هنده نفوذ کړى دئ او يوازي د خروشتهي رسم الخط پيدايښت د هلمند او سند تر منځ سيمي پوري اړه لري او ويلسون هم هغه د آريانا رسم الخط بللى دئ (آريانا انتيکا) نو په دې حال کي نسواى ويلاى چي تاريخ په صراحت دا نه ښکاروي.
آيا دغه اسناد تاريخ نه دئ؟ که چيري دوى مدونو اوراقو ته تاريخ وايي، نو دي لطفاً د ښاغلي ليکوال کهزاد د افغانستان تاريخ دوو ټوکو نه او زما د افغانستان مختصر تاريخ دوه جلدو نه او د افغانستان بعد از اسلام لومړى ټوک ولولي د ژبي په باب قضيه هماغه ډول ده، لکه چي تاريخ د کلتور د نورو څانګو او شقوقو په خصوص کي حکم کوي او افغانستان د تمدنونو او فرهنګونو د تقاطع محل بولي نو له کمه ځايه دا ويلاى سواى، چي محلي ژبي د نورو ژبو له مداخلې آزادي وي. ډېر توراني لغات د کوشانيانو او هفتليانو له راتګ سره زموږ ژبي ته راغلل. په پښتو کي تر اوسه، اولس، جرګه تِغ، توره او په سلګونو قديمي ترکي کلمي داخلي سوي دي او زموږ د ژبو جز ګرځېدلى دئ. د بغلان په ٢٥ کرښيزه کتيبه کي چي ټول کلمات ئې قديمه آريايي ريښه لري او لکه چي وويل سول په دې کتيبه کي هم د شرق او غرب ژور کلتوري اثر ليدل کيږي.
د مندر کلمه چي په دې کتيبه کي استعمال سوې، اصلاً د سنسکريت کلمه ده، چي د سراى، قصر او معبد او قرارګاه معنى لري، صريحاً د هند د کلتور او ژبي اثر ښيي د نيسان مياشت له بابلي مياشتو څخه د يوې مياشتي نوم دئ، چي په سرياني او يهودي تقويمونو کي هم ځاى لري. دغه کلمه په اګادي کي: نيسن او په آرامي کي: نيس او په عربي کي نيسان ده چي حتماً د کوشاني دورې په تمدن کي د ساکا او هخامنشي تمدن له اغېز څخه را داخله سوې او له بابل څخه ئې آريانا ته سفر کړى دئ.
په داسي حال کي چي افغانستان د قديمو مدنيتونو او فرهنګونو د يو ځاى کېدو سيمه وه، نو څنګه مدعي کېداى سو، چي زموږ ژبي دي (د يوې مقالې د ليکونکي په قول) د نورو ژبو له مداخلې څخه ليري پاته وي.
دا چي دى ليکي: د عربي ژبي او فرهنګ اغېزي تر څلرم هجري قرنه غور ته نه وې رسېدلي دا خبره سمه نه ده او نه اسلام اساساً د غزنويانو په وسيله په څلرم هجري قرن کي غور ته لاره پيدا کړې ده بلکي د حوادثو د واقع کېدو تاريخ بل ډول دئ غور ته د عربو د فرهنګ رسېدل او د عربي ژبي تسلط په اول قرن کي دئ.
منهاج سراج د غور د پاچا ملک شنسب بن خرنک د اسلام منل د حضرت علي (٣٦ هـ) په وسيله ښيي (طبقات ناصري ١/٣٢٠) امير پولاد د ابومسلم مروزي معاصر ګڼي (١/٣٢٤) چي نېټه ئې د ١٣٠ هـ ق حدود کيږي.
خو د عربو او اسلام دغه نفوذ د غور ليريو سيمو ته ونه رسېدئ څو چي په ١٠٧ هـ ق کال عربي فاتح اسد بن عبدالله پر غرستان او د هغې سيمي پر حکمران نمرون حمله وکړه او وروسته ئې د غور پر غرنيو خلکو هم حمله يووړه. د دې سيمي خلکو خپل اموال د غره پر سر په يوه غار کي پټ کړي وو، اسد تابوتونه جوړ کړل او خپل خلک ئې په هغو تابوتونو کښېنول او په داسي وسيله ئې هغه غار ته ورسول او په دې توګه ئې هغه اموال را وويستل (طبري ٥/٣٨٧) تر کمه ځايه چي د تاريخ په پاڼو کي ثابته ده، د غور د غرنيو ليريو سيمو خلک تر ٢٥٣ هـ ق پوري اسلام نه وو قبول کړى. (طبقات ناصري ١/٣١٨)
په داسي حال کي چي د غور امراوو د حضرت علي او هارون الرشيد دربارونو ته تګ راتګ درلود او امير پولاد د ابومسلم مرموزي په جنبشونو کي برخه درلوده نو له همدې امله د عربو د مدنيت او دين نفوذ د غور په يوه برخه کي ښکاره دئ او دغو امراوو خپل داخلي هويت د سلطان محمود او سلطان مسعود تر عصره ساته او دا امکان سته، چي د غور غرنيو ليريو سيمو ځيني خلکو تر ډېره اسلام نه وي منلى مګر د عربو د ژبي او فرهنګ نفوذ د غور پر بلادو حتمي دئ او دا ادعا باطله ده چي اسلام په څلرم هجري قرن کي دې سيمو ته نفوذ پيدا کړى دئ او د تيمور تر عصره هم په کامل صورت د غور سيمو ته اسلام لار نه وه پيدا کړې.
که چيري د طبري او طبقات ناصري لوړ اسناد ښاغلي لوستونکي وګوري نو به ئې قناعت حاصل سي او دا به ورته زباته سي، چي د مدعيانو خبري له تاريخي متونو سره برابري نه دي.
دا څنګه ممکنه کېدلاى سي، چي د غور امرا دي د خلافت دربارونو ته لاره ولري، له فاتحو عربو رجالو سره دي محشور وي او هم دي د بومسلم مروزي په لښکرو کي عربي اشعار ويل کيږي او عربي ژبه دي د ادب او دربار ژبه وي، خو دغه امرا دي له فرهنګي محيطه دوني ليري وي، چي په يوه کلمه عربي دي هم ونه پوهيږي!
د مقالې ليکونکى د ژبي او رسم الخط مساله يوه له بلي سره ګډه کړې او وايي: "دا ډېره له امکانه ليري ښکاري چي په ١٣٠ هـ ق کال کي دي هغه هم د اسلام په اوايلو کي د امير کروړ په نامه يوه سړي خپل شعر په عربي رسم الخط انشاء کړى وي".
دا بايد وويل سي چي د پټي خزانې له هيڅ ځاى څخه دا خبره نه زباتيږي چي دغه شعر په کوم رسم الخط وو، خو که چيري موږ دا قبوله کړو چي د غور د اميرانو کورنۍ له عربو او بو مسلم مروزي سره د محشوريت په صورت کي هم په عربي رسم الخط نه پوهېدل، دا هم څه ليري خبره نه ده دوى به خپلي ژبي په يوناني خروشتهي او پهلوي رسم الخط ليکلې او کله چي په ١-٢ هجري قرنونو کي د عربو نفوذ په هغو مناطقو کي اثر کړى دئ نو بيا به ئې په عربي رسم الخط اړولى وو د دري ژبي قديم آثار لکه د سيستان ذکر کوي آتشکدې سرود يا بهرام ګور ته منسوبه منظومه (منم آن شير گله) او يا هغه بيت چي د خانقين د قصر شيرين پر کتيبې کښل سوى وو حتماً، په اوستائي او يا پهلوي رسم الخط وو خو کله چي يې دري تذکرو ته لاره پيدا کړې ده نو هغه يې په عربي رسم الخط اړولى دئ. نو پر همدې اساس د رسم الخط مساله بايد له ژبي سره خلط نه کړه سي د امير کروړ په وياړنه کي د ځينو ښارونو لکه زرنج، جروم، غرج او هريرا لرود نومونه بې له کومه شکه معرب سوي دي او موږ ګورو چي دغه نومونه په ټولو معاصرو جغرافي آثارو کي په همدغه شکل رواج لري او لکه چي دغه وخت عربي د ادب او دربار ژبه وه، نو ضرور د خراسانيانو په عربي تاليفاتو کي هم دغه نومونه په معرب شکل استعمال سوي دي او دا چي د غور امُرا په خراسان کي د ښار او دربار له خلکو سره محشور ول، نو بنا پر دې د دغو څلورو نومو د معرب شکل استعمال، د اشعارو د جعل دليل نه سي کېداى حال دا چي موږ وينو د هرات د پوشنګ طاهري پادشاهانو چي له غوره ډېر ليري هم نه وو پنځوس کاله وروسته په عربي شعرونه وويل.
بله دا چي په اول هجري قرن کي له عربي تسلط سره سم د اکثرو ښارو نومونه معرب سول او بومي خلکو هم د هغو معرب شکلونه استعمالول، لکه سګستان چي سجستان سو او زرنګ چي په زرنج معرب سو او په ټولو دري او عربي آثارو کي ئې همدغه معرب شکل مستعمل وو، که چيري په آثارو کي دغه نومونه په اصلي شکل هم راغلي، نو کاتبانو اونسخه ليکونو د کښلو په وخت کي تبديل او تعريب کړي دي، لکه د چول کلمه چي تر اوسه په پښتو او دري کي د وچي بيديا په معنى مستعمل لغت دئ د تاريخ سيستان په نسخه کي په معرب شکل چول ليکل سوې ده، همدا رنګه رخج چي د پهلوي "رخوت" او دري "رخذ" معرب شکل دئ په ټولو آثارو کي په همدې ډول ځاى نيولى دئ او ټول دغه تعريبات د عربو دورو د په هماغه اوايلو کي وارد سوي دي، او رواج ئې پيدا کړى دئ. د "جروم" کلمه هم د نوو راغلو عربو له خوا جوړه سوې ده، چي د "ګرم" کلمه (مراد ګرم سير دئ) ئې معربه کړې او جرم ئې ځيني جوړ کړى دئ.
او جمع ته ئې "جروم" ويلي دي د سرد په مقابل کي چي معرب ئې صرد او جمع ئې صرود دئ او جروم ئې تودي مځکي او صرود ئې سړې غرنۍ سيمي بللي او دغه اصطلاح د هماغه لومړي قرن له اواسطو څخه جوړه سوې ده او په خراسان کي ئې رواج پيدا کړى دئ او له هماغو لومړيو وختونو څخه ئې دري ادب ته لاره پيدا کړه او په پښتو کي هم مستعمله سوه حال دا چي عربو په خپله ژبه کي داسي څه نه درلودل.
دى بيا ليکي: "دا خبره د زمان له نوادرو څخه ده، چي د غور خلکو دي د اسلام له نه منلو سره سره بيا هم د يوه بيګانه رسم الخط له عهدې وتلى وي."
د غور د خلکو د اسلام منلو خبري پخوا شرح سوي او څوک چي دا خبره کوي چي غوريانو له اسلام سره هغه وخت تماس نه درلود د تاريخ د نصوصو له مخي دغه ډول خبري باطلي دي. دا چي کيس (معرب قيس) د پښتنو د نيکونو څخه يو نيکه د سليمان له غرو څخه د حضرت محمد 0 په حضور مشرف سو دا خبره د ابن اثير په قول په اسدالغابه (٤/٢٣٩) او د حافظ ابن حجر عسقلاني په قول په الاصابه (٥/٢٦٨) کي ثابته ده، چي د دوى د رواياتو منبه هم کتاب الکبير دئ، چي د بلخ د خلکو په طبقاتو کي کښل سوى دئ، (فضايل بلخ ٣١٧) موږ نه سو کولاى چي د دغو ثقه او معتبرو کتابو روايات هم له يوه سره ناليدلي وګڼو.
عربي رسم الخط حتماً د اسلام په لومړيو دوو پيړيو کي افغانستان او غور ته رسېدلى وو او حتى زر ميله له غوره ليري ئې مشرقي سمت ته هم سير کړى وو. د وزيرستان د توچي کتيبه چي اوس د پېښور په موزيم کي محفوظ ده، په دوو ژبو سنسکريت او عربي په سره دا او کوفي رسم الخط په (٢٤٣ هـ ق) کال کښل سوې ده او دا خبره زباتوي چي د امير کروړ له عصره سل کاله وروسته عربي رسم الخط حتى د وزيرستان غرو ته هم لاره پيدا کړې وه.
اوس راغلو دې ته چي دى ليکي:
"د امير کروړ ژبه مخلوطه ده" حال دا چي د امير کروړ په حماسه کي پرته له څلورو معرب سوو مکاني نومونو ابداً او اصلاً بله کلمه چي پښتو نه وي نسته او حتى ځيني داسي کلمات هم پکښي راغلي دي، چي اوس ئې پښتانه نه پېژني خو د ريښه پېژندني په مدد ئې په حل بريالي کيږي آيا موږ کولاى سو چي د داسي يوه شعر ژبه دي مخلوطه وبولو او که ئې څوک مخلوطه ګڼي نو دلته دا سوال پيدا کيږي چي له کومي ژبي سره؟ آيا څوک کولاى سي چي په دې حماسي شعر کي د بلي ژبي يوه کلمه هم وښيي او فرضاً که له نورو ژبو سره مشترکات ولري هغه هم له عربي سره نه دي له دري سره به وي چي دا امر پخپله طبيعي دئ او لکه چي په غور کي دواړي ژبي پښتو او دري رواج وې، نو د دواړو ژب لساني نزدېکت حتمي دئ، خو دا بايد هېره نه سي چي د امير کروړ د شعر ژبه مخلوطه نه ده او دا خبره ژبپوهانو ته ښه ثابته ده.
بيا ليکي: "که د ښاغلي حبيبي په قول تر اسلام وړاندي د غور د خلکو ژبه پښتو وه، نو تر امير کروړ وړاندي يا وروسته آثار به لاس ته راغلي واى او يا به موجود وه".
دلته بايد وويل سي: ما نه دي ويلي چي تر اسلام مخکي د غور د خلکو ژبه پښتو وه، خو ما دا په حدس سره کښلي دي: يوه ژبه چي په لومړي اسلامي قرن کي دومره مستعده وي او داسي لوړ حماسي افکار پکښي ادا کېداى سي، نو بايد يوه نوې او ابتدائي ژبه نه وي.
اما دا چي د غور د ځينو خلکو ژبه لکه اوس پښتو وه، دلته له تاريخ بيهقي څخه يو دليل راوړم کله چي د ٤١١ هـ ق کال په جمادى الاولى کي شهزاده مسعود بن سلطان محمود د غور د جروس پر ناحيه حمله وکړه نو بيهقي ليکي: "دانشمندى را بر سورلى آنجا فرستاد با مرد غورى...تا ترجمانى کند". (ص ١٢٥) له دې څخه ښکاري چي د غوري خلکو ژبه پرته له دري بله ژبه وه او د سلطان مسعود استازي حتماً په دري پوهېدئ او غوري ترجمان ته ئې احتياج نه درلود نو دلته بايد دا وويل سي چي د غور خلکو په کومه ژبه خبري کولې؟ چي ترجمان ته محتاج وو څرنګه چي په غور کي د بلي ژبي څرک نه دئ ايستل سوى نو په غالب ګمان به دغه ژبه پښتو وه. او دا چي دى ليکي چي ما قبل او يا ما بعد آثار دي ئې بايد موجود واى. که چيري موږ د هر ادبي اثر مخکينى اثر وپلټوو نو په دې اساس بايد هر اثر مخکينى اثر ولري او دا هغه تسلسل دئ چي د منطق له مخي باطليږي خو د غور په دربارو کي د پښتو د وروستيو آثارو موجوديت له همدې کتاب "پټي خزانې" څخه ثابتيږي. او که چيري دوى د هر پاته سوي اثر ادبي سابقه غواړي نو بايد دا پوښتنه وسي چي د دري او عربي ژبو د ادبي موجودو آثارو ماقبلي آثار چيري دي؟ که چيري موږ يو شعر په دري ادب کي قديم وګڼو نو بايد دا پوښتنه وکو چي د دغه شعر پخواني آثار څه وه؟ يا څه سوه؟ که مو نه کړه پيدا نو انکار به ځيني نه کوو.
دى بيا ليکي: "بايد وويل سي چي دغه امير کروړ يو مجهول شخص دئ چي ټولو عربو او غير عربو مؤرخينو د ده په باب يوه خبره هم نه ده کړې، دا خبره ډېره له باوره ليري ده چي مؤرخينو دي د داسي يو عظيم او قهار پادشاه له شخصيت څخه سترګي پټي کړي وي ځکه د ده په خپله وينا هرات جروم د ده د توري تر شپول لاندي وو او حتى په روم کي هم پېژندوى وو".
دلته بايد وويل سي، چي د امير کروړ دغه قطعه شعر يوه حماسه ده او حماسه ويونکى شاعر هر څه وايي چي ټول ئې خارجي واقعيت نه لري په شعر کي تخيل، مبالغه مفاخره غرور ظهور کوي او دا چي شاعر وويل چي ما خلک په روم کي هم پېژني نو دا حتمي نه ده چي موږ دي ئې نوم د روم په تاريخ کي ولټوو او که مو نه کى پيدا نو به ووايو چي دغه شاعر موجود نه وو شاعر د خپل شهرت په بيان کي مبالغه کړې، که چيري ئې دى په هرات او جروم کي پېژانده نو دا خبره به مبالغه نه وي خو په روم کي ئې پېژندنه د هغه عصر له محدودو وسايلو سره يوه مبالغه ده او واقعيت نه لري اما دغه مبالغه يوه بياني او شاعرانه مبالغه ده، چي نظاير ئې په ادبياتو کي ډېر دي دا دوه لاندي بيته د همدغه ډول مبالغې له نمونې څخه ولولئ:
خداوندى شهى گيتى ستانى
که شاهان جهانش بند گانند
گهى آثار او در هند بينند
گهى فرمان او در روم خوانند
(جمال الدين محمد نصير لباب ١٠٧)
چي واقعاً د دغه شاعر ممدوح چا په هند کي نه پېژاند او نه ئې په روم کي فرمان ويل کېده.
که چيري موږ دغه ډول مبالغې تاريخي واقعيتونه وبولو، نو هغه وخت چي د يعقوب ليث صفارى د دربار عربي ويونکى شاعر متوکلى، د هغه له خولې يوه قصيده په حماست او مفاخرت کي وويله او هغه ئې د بغداد خليفه ته واستوله آيا دغه دوه بيتونه بېله شاعرانه مفاخرې په تاريخ کي هم واقعيت لري؟ هغه ويلي وو:
انا ابن الاکارم من نسل جم
و حايز ارث ملوک العجم
معى علم الکا بيان الذى
به ارتجى ان اسود الامم
آيا په رښتيا يعقوب د جم له نسله وو؟ آيا دکاويان بيرغ له ده سره وو حال دا چي دغه بيرغ د ساسانيانو په زمانه کي (١٤ هجري) دقادسيې په جګړه کي د عربو فاتحانو په لاس ورغى او د غنايمو په جمله کي تقسيم سو.
تر امير کروړ څلور سوه کاله وروسته د ده له اخلافو څخه سلطان علاء الدين حسين د غزني له ورانولو وروسته ويلي وو:
جهان داند که سلطان جهانم
چراغ دوده عباسيانم
چو بر گلگونه دولت نشينم
يکى باشد زمين و آسمانم
همه عالم بگيرم چون سکندر
بهر شهرى شهى ديگر نشانم
(طبقات ناصري)
آيا دغه اشعار ټول واقعيت لري او حقيقتاً دي د جهان سلطان وو؟ او کولاى ئې سواى چي د سکندر په څېر جهانګيري وکي؟ حال دا چي څو موده وروسته د خوارزم شاه په وسيله ونيول سو. که يعقوب ليث د جم د نسل ادعا او يا حسين د جهان د سلطاني دعوه د شاعرانه حماست په عالم کي کوي موږ پوهيږو چي واقعيت نه لري نو د امير کروړ تفاخر (چي يو محلي پادشاه وو) هم له دغي مقولې څخه دئ او په هغه وخت کي د ده د بين المللي شهرت سبب نسواى کېداى. بيا ليکي: "طبقات ناصري يوازي له امير فولاد څخه (چي محمد هوتک هغه د شيخ کټه په قول د امير کروړ پلار معرفي کړى) خبري کوي او د امير کروړ يادونه نه کوي همدارنګه طبقات ناصري ليکي چي پس له امير فولاده سلطنت د ده ورېرونو ته منتقل سو او پټه خزانه کاږي، چي وروسته له امير فولاده امير کروړ پاچا سو دغه تناقض هم د تامل وړ دئ" د امير کروړ د يادوني په باب د منهاج سراج سکوت د هغه د وجود د نفي دليل نسواى کېداى ځکه تاريخي کتب يو د بل مکمل دئ، هر مؤرخ د خپلو لاس ته راغلو معلوماتوو او يا د خپلو اروېدونو او مشاهداتو له مخي په يوه موضوع کي معلومات ليکي او امکان لري چي د دغه مؤلف معلومات بل هم ليکلي وي، او يا ئې دا بل نه لري خپله منهاج سراج وايي چي د طبقات د ليکلو په وخت کي له وطنه ليري په دهلي کي وم زما معلومات او منابع په وطن (غور) کي پاته دي او هغو ته رسېدل دروند کار دئ نو د طبقات ناصري او محمد هوتک معلومات يو د بل مکمل دي په طبقات کي هم داسي مطالب سته چي هغه په نورو کتابو کي نسواى پيدا کولاى او موږ په دې دليل چي پخواني مؤلفين له دې معلوماتو خبر نه دئ هغه موږ ثقه نه ګڼو بله دا چي په دواړو کتابو کي تناقض هم نه ليدل کيږي ځکه د غور په مختلفو برخو کي تل له همدې کورنۍ څخه شاهان موجود وو او دا امکان لري چي امير کروړ دي د امير فولاد د وريرونو تر څنګه د غور په يوه برخه کي حکومت درلود او تاسي د همدې کورنۍ د امراوو يادونه په منديش، خيسار، باميان، تخار، ګيلان او کجران کي له همدې طبقات ناصري څخه پيدا کولاى سئ بيا ليکي: "بايد دا خبره په نظر کي ولرو چي د عروضو علم د دوهم هجري قرن په اوايلو کي منځ ته راغلى دئ، د امير کروړ شعر سره له دې چي ملي او محلي صبغه لري خو بيا هم له بحورو او عروضو سره هم آهنګي ښيي او نه سي کېداى چي له هغو تشکيلاتو څخه ووځي او دا لا محالاتو څخه ګڼل کيږي، چي د عروضو د علم له وضع څخه دي ډېر لږ کلونه وروسته يو ډېر متين شعر چي د عربو په بحورو متکي وي، د عربو له نفوذ څخه په يوه ډېره ليري سيمه کي ويل سوي وي، مګر دا چي دغه هم آهنګي او انسجام د تصادف او اتفاق په اساس وګڼو".
دغه ليکنه د علمي معاييرو له سير سره ګرد سره منافي نه ده. ځکه عربي عروضي اوزان تر خليل بن احمد (متوفى ١٧٥ هـ ق) د مخه د عربو د جاهليت د عصر په اشعارو کي هم ليدل کيږي خو ترتيب او تبويب ئې خليل کړى دئ او موږ د عربو په وسيعو ادبياتو کي ډيري داسي قصيدې او پارچې وينو چي د خليل تر عصر د مخه منځ ته راغلي دي او د خليل له عروضي موازينو سره تطابق لري، خو دغه قصيدې اساساً د خليل له عصره پخوا او حتى تر اسلام د مخه منځ ته راغلي دي خو که موږ فرض کو، چي د امير کروړ شعر له عروضي موازينو سره برابر هم وي له "محالاتو" څخه نسواى ګڼل کېداى. مګر دا بايد وويل سي چي د امير کروړ شعر د خليل بن احمد له عروضي سيستم سره ابداً موافقت نه لري.
ما ته خپله خو د خليل بن احمد په مشهورو عروضي اوزانو کي داسي وزن نه دئ معلوم چي لومړۍ او دوهمه مسرۍ ئې د دريمي او څلرمي او مصراع څلور چنده وي. که چيري محترمو شکاکانو د دغه شعر وزن په عربي بحورو کي ښوولاى واى نو به ډېر ښه وه دا خبره سمه ده چي د پښتو ځيني اشعار په عروضي اوزانو او بحورو سم دي، مګر دغه قاعده پر ټولو مدونو او غير مدونو اشعارو جاري نه ده او هر شعر موږ نسواى کولاى چي د عربي عروضو په قالب کي واچوو. د پښتو اشعارو موازين له عربي څخه بيل دي، او د سلايبل فشار، آواز او نور آريائي وزني خصوصياتو په وسيله ئې سنجولاى سواى.
بيا ليکي: "بايد دا خبره په نظر کي وي چي نثر له نظمه پخوا په پراخه پيمانه منځ ته راغلى دئ. کله چي يو شعر په دومره لوړتيا او رواني د ١٣٠ هـ ق په لاس کي وي نو حتماً بايد تر دې ډېر سوچه اشعار او منثور آثار هم تر لاسه سي او موږ به عجالتاً تر هغې ورځي پوري دا انتظار باسو".
که څه هم دا نظر درست دئ،چي نثر تر نظم وړاندي دي، خو د اتفاق له مخي د نړۍ د قديمو ژبو پاته سوي آثار ځيني منظوم دي، لکه ويدا، اوستا، ايلياد او نور او که چيري په يوه ژبه کي قديم منثور آثار نه سي پيدا نو له قديمو منظومو آثارو ئې بايد هم انکار وسي؟ او که داسي وي، نو د دري ژبي قديم منظوم آثار چي لومړىو دوهم، دريم، قرن ته منسوب دي او اوس کشف سوي دي، نو بايد له هغو هم لاس ومينځو او دا ووايو چي د هغه عصر منثور آثار ولي په لاس کي نسته؟ او په دې هم نه وپوهېدو چي "سچه اشعار" څه معنى لري؟ که چيري ئې د امير کروړ په شعر کي يوه اجنبي کلمه ښوولې واى، نو موږ به ويلي واى چي دغه شعر سچه نه دئ. تاسي دغه شعر د دري ژبي له قديمو مکشوفو آثارو سره چي په تاريخ سيستان کي ضبط دئ کښيږدئ نو به دا درته زباته سي چي کوم يو سچه دئ؟ د محمد بن وصيف په يوه بيت کي له لسو لغاتو څخه نيم لغات عربي دي د هغه شعر خو د ٢٩٦ هـ ق په وقايمو اړه لري، اما دغه بيتونه چي د امير کروړ له عصره شپېته کاله وروسته وخت (١٩٣ هـ ق) ته منسوب دئ:
اى رسانيده به دولت فرق خود تا فرقدين
گسترانيده بجود و فضل در عالم يدين
(لباب ٢٠)
د دې بيت له ١١ لغاتو څخه ٧ عربي دي نو زموږ دوستان دي د پښتو تورو سوچه اشعارو انتظار نه کاږي او دا ده پټه خزانه له خپلو ډيرو سچه محتوياتو سره د دوى په وړاندي ده، او د دغه ډول انتظار استحقاق نوري ژبي لري دغو ښاغلو ليکونکو له خپلو مذبوحانه تلاشونو سره (چي ټولي خبري ئې غير علمي او باطلي دي) اصل مطلب ته رجوع کړې او خپل شک ئې د پټي خزانې په باب داسي ښکاره کړى دئ: "د هغو تشويقونو له مخه چي محمد هوتک د وخت له پاچا څخه ليدل نو ئې دغه ډول مجهول شعر او مجهول شخص له مجهول ماخذ سره په خپل کتاب کي ځاى کړى دئ. د پټي خزانې ماخذ تر اوسه له هيڅ ځاى څخه نه دئ تر لاسه سوى نو ځکه بايد حتماً د محمد هوتک په خبرو سل په سلو کي باور ونه کړو".
-----------------
له دې خبرو څخه معلومه سوه چي دغه اشعار دغه دوستان د شاه حسين په تشويق د محمد هوتک جعل بولي بايدووايو دا امکان سته، چي يو ليکونکى دي ځيني داسي مطالب جعل کي چي يوې زمانې او يوه سبک ته مربوط وي. خو موږ وينو چي په پټه خزانه کي د مختلفو سبکونو او مختلفو زمانو اشعار ليدل کيږي آيا دا ټول محمد هوتک جعل کړي دي؟ آيا داسي کېداى سواى چي يو سړى دي د مختلفو ذهنيتونو او ذوقو او تخيلاتو سره په مختلفو لهجو شعر ووائي؟ او دا سړى کولاى سي چي د امير کروړ حماسه په هماغه خاص وزن او کلماتو جوړه کړي او هم دي د غزني د دربار د شعراوو په سبک د شيخ اسعد او ښکارندوى غرا قصيدې هم ووائي او هم دي په لس ګونو قطعې په لس ګونو وزنونو او بحورو او لهجو په هماغو سبکونو وليکي. او په تاريخ دي هم دومره پوه وي، چي هيڅ شعر له تاريخي وقايعو سره هيڅ مخالفت نه ښيي نو داسي سړى که له محالاتو نه وي له نوادرو خو حتماً دئ. که چيري د تذکرو په مطالعه کي دغه ډول تشکک او بدظني ته لاره ورکړو نو په لباب او نورو تذکرو کي د قديمو آثارو نقل په همدې سرنوشت اخته کيږي. که چيري يو سړى را ولاړ سي او ووائي په لس ګونو شاعران او قديم شعرونه چي په لباب او نورو تذکرو کي ضبط دي يا ئې ماخذ نه دئ ښوول سوى او که ښوول سوى هغه ماخذ ورک دئ، نو دغه شعرونه عوفي او نورو په دې يا په هغه دليل جعل کړي دي نو آيا داسي سړي ته به مغرض او متعصب ونه واياست؟ دا چي موږ دغه ډول شکوک د پارسي او عربي د سلهاوو کتابو په رواياتو نه لرو، نو آيا دا به له انصافه ليري نه وي چي يوازي د محمد هوتک په باب دغه ډول بې ځايه شکوک څرګند کړو؟
که چيري موږ دا فرض کړو چي محمد هوتک (لکه چي پر هغه خوارکي تهمت سوى دئ) د پاچا د رضائيت د حاصلولو لپاره دغه زوړ شعر د امير کروړ په نامه جعل کړى دئ، نو ئې ولي دغه جعل د امير پولاد، او يا د هغه د پلار خرنک په نامه نه کاوه چي معلوم الحال او پېژندل سوي خلک وو، او په طبقات ناصري کي ئې احوال ضبط دي، چي په دې توګه به نه په ده او نه د وخت پر پاچا دغه ډول اتهام واردېدى خو محمد هوتک دغه کار ونه کړ، څرنګه چي ئې قديم سند درلود، هغه ئې د علمي امانت په توګه وښووه، او څه چي ئې په هغه کتاب کي ليدلي وو هغه ئې وليکل ځکه محمد هوتک په دې پوهېدى چي د يوه مؤرخ او تذکره ليکونکي وظيفه دا ده، چي خپل ليدلي او اورېدلي روايات ضبط کي، او خپل سند هم وښيي او که چيري په دې ډول د تذکرو پر اقوالو شک وکو نو به هلته دا خبره مصداق پيدا کى. "نه تو مانى نه اونى فخر رازى"
دا بايد پټه پاته نه سي، چي د پټي خزانې اصلي خطي نسخه تر اوسه د افغانستان په ملي آرشيف کي محفوظه ده او هر څوک ئې کتلاى سواى، او په ١٣٥٤ ش کال کي د همدغي نسخې له مخه عکسي هم چاپ سوه.
ډیجیټال کوونکی: محمد عمر
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 3371
«پټه خزانه فی المیزان» د کره کتنې په تله کې ـ استاد روهي
- Details
- څانګه: پټه خزانه
ليکونکی: اکادميسن محمد صديق روهي
پس منظر:
د شلمې پیړۍ په دریمه لسیزه کې دنشنلزم څپې د نړۍ ګوټ، ګوټ ته ورسیدې. نشنلیزم مثبت او منفي اړخونه درلودل. دلته د مثبت او منفي یو یو مثال وړاندې کوم. د مثبت اړخ مثال یې دا دی چې نشنلزم په قومونو کې کهترۍ ( inferiority complex ) احساس له مینځه یوړ او هغوی یې له استعمار سره د مقابلې او د خپلو فرهنګي مواریثو د را ژوندي کولو د پاره چمتو کړل. منفي اړخ یې دا و چې د قومي تفوق او امتیاز غوښتنې د پاره یې ځمکه هواره کړه. افغانستان هم له دغې منفي اغیزې څخه بې برخې پاتې نشو، خو د افغانستان په لویدیځ ګاونډي هېواد کې افراطي تفوق غوښتنه له پراختیا غوښتنې سره ملګرې شوه. د پراختیا غوښتنې د سیاست له امله د دغه هېواد خلکو د خپل هېواد نوم د دې د پاره بدل کړ ( ۱۹۳۵ ع کال) چې د یوه بل هېواد پر خاوره، تاریخ، ژبې او ثقافت باندې غیږه راوګرځوي. هغوی په پښتنو دا هم نه لوریده چې په خپله ژبه لیک او لوست وکړي. نو کله چې «پټه خزانه» رابرسيره شوه، ، دوی د هغې پر ضد د تبلیغاتو خزانه په کار واچوله او هغه یې جعلي اثر وباله. دوی هیڅ سند نه درلود، ځکه چې هغوی نه پښتو پوهیدل او نه یې د پښتو ادب په باره کې معلومات درلودل.
د هغوی د تبلیغاتو محرک یو ړوند ایتنو سنټریزم ( ethno centrism ) و. خو دا هم باید وویل شي چې د دوی پرله پسې تبلیغات د زیات تکراریدو په وجه بې اغیزې پاتې نشول او د هغو خلکو په مغزو کې یې د شک تخمونه وکرل چې د بې سنده او بې دلیله تبلیغاتو تر اغیزې لاندې راځي. سره له دې، د اکثره پښتنو دا خیال و، چې د نوموړي کتاب پر ضد پروپيګنډه د پښتنو د مخالفانو کار دی، پښتانه فرهنګيان د «پټي خزانې» د صحت او اصالت په باره کي شک نه لري.
په ۱۹۷۶ ع کال کې یو پښتون لیکوال د پښتو اکیډیمۍ په میاشتنۍ مجله کې یوه مقاله خپره کړه او په هغه کې یې د «پټې خزانې» د صحت او اصالت په باب شکوک ښکاره کړل.
د تعجب خبره ده چې د دغې مقالې په باره کې چا کومه تبصره ونه کړه. زه چې په هغه وخت کې د پښتو ټولنې رییس وم، د نوموړې مقالې له خپریدو څخه خبر نشوم. په ۱۹۷۹ ع کې هماغه لیکوال په هماغه سلسله کې یوه بله مقاله هم نشر کړه. په دغه وخت کې د افغانستان فضا د سیاسي بحران په تورو لړو پټه شوې وه او د فرهنګي اختناق په وجه اکثر فرهنګي شخصیتونه د دغې مقالې له خپریدو څخه ناخبره پاتې شول. د پښتو ادب دوو یا دریو تنو محققانو چي د «پټي خزانې» په باب یې د ښاغلي قلندر مومند مقالې لوستي وې، د علمي سمینارونو په جوړولو سره یې په غیر مستقیم ډول د نوموړي اعتراضونو ته ځوابونه ورکړل. ښایي دا پوښتنه وشي چې ولې غیر مستقیم ځوابونه ورکړل شول؟
لومړی دليل دا دی چي تقريبا پنځوس کاله پښتو اديبانو او محققانو له «پټي خزانې» څخه د پښتنو د دښمنانو په وړاندي دفاع کړې ده او دغه کتاب پښتنو فرهنګیانو ته د ملي وثیقې او ملي ویاړ حیثیت غوره کړی دی. هیڅوک نه غواړي چې د خپلو مقدساتو او یا افتخاراتو په باره کې د چا اعتراضونو ته هرکلی ووایي او یا ورباندې زیات بحث وکړي. دا البته منطقي دلیل نه دی، بلکې سایکالوجیک یا روحیاتي دلیل دی.
دوهم دلیل دا دی چې په کابل کې هغه وخت موجود حکومت په پښتو پسې راخیستې وه، پښتانه روښان فکران یې ځورول او بدنامول؛ د پښتنو پر ضد یې داسې کتابونه چاپ کړل چې په هغو کې پښتانه د افغانستان په اشغال متهم شوي. پښتانه یې د افغانستان اصلي اوسیدونکي نه ګڼل، دوی یې بې فرهنګه بللاو پښتنو ته سختې کنځلې په کې شوې وې.
که پرچمیان د ښاغلي قلندر مومند مقالو ته متوجه شوي وای نو هغه مقالې به یې د لکونو په تیراژ چاپ کړې وای او ترجمې به یې همسایه ملکونو ته استولې وای.
هدف:
د «پټه خزانه فی الميزان» لينکوی زيار ايستلی دی دا خبره ثابته کړي چي «پټه خزانه» د ارواښاد پوهاند عبدالحی حبیبي تالیف دی.
زما د مقالې هدف دا دی چي د محترم قلندر مومند د «پټه خزانه فی الميزان» د نقد او تحقيق اسلوب وڅېړم چي آيا ده خبره د شک نه ايستلې ده که نه؟ زما په نظر، د علمي تحقیقاتو په نړۍ کې هر څوک د شک کولو حق لری، خو شک کول د ثبوت معنا نه لري.
لومړی انسان شک کوي، له شک نه وروسته یوه فرضیه (hypothesis) جوړوي، د فرضیې د اثبات د پاره کافي مواد (data) برابروي، له ازموینې وروسته د خپلې فرضیې په صحت او سقم پوهیږي.
که د سیاسي تبلیغ خبره وي نو د خلکو په اذهانو کې شک پیدا کول ډیره موثره وسیله ده. که د عقیدې خبره وي نو دین یا عقیده هیچا ته د شک کولو حق نه ورکوي. خو کله چې د علمي تحقیقاتو خبره وي هلته شک د علم د پاره ضرور دی. خو، لکه مخکې مو چې اشاره ورته وشوه شک کول د ثبوت معنا نه لري.
د دې خبرې د توضیح لپاره به یو مثال راوړم: ښاغلی غني ښاغلی قلندر ښه نه پیژني او د ده له علمي تحقیقاتو څخه ناخبره دی، خو کله چي ښاغلی غني د ښاغلي قلند «پټه خزانه فی الميزان» لولي نو تعجب کوي چي ده دا دومره معلومات له کوم ځايه پيدا کړي دي.
په پای کي ښاغلي غني شک کوي چي «پټه خزانه فی الميزان» به د ښاغلي قلندر د څېړنو او پلټنو محصول وي. ليکن د ښاغلي غني شک د ثبوت د پاره کفايت نه کوي، هغه بايد داسي فاکټونه او معلومات راغونډ کړي چي د ده د شک د ثابتولو د پاره کافي وي.
دلته دا هم باید وویل شي چې د ښاغلي غني شک په عمل کې چندانې ارزښت نه لري ځکه چې دا د یوه شخص د پوهي په باره کي دی. خو کله چي «پټه خزانه» مجعول او له ځانه جوړ شوی اثر وګڼل شي هلته د يوه ملت د فرهنګي خزانې د مينځه تللو مساله مطرح کيږي.
ښاغلی محقق قلندر مومند د «پټه خزانه فی الميزان» لومړي مخ کي ليکي: «ما په افغانستان کې چې کومو وروڼو سره په دې سلسله کې د بحث کوشش کړی دی، د هغو اصرار دا و چې د دې کتاب د صحت په هکله شکوک ښکاره کول د قومي مصلحتونو سره سمون نه خوري. د دوی په ځواب کې زما موقف تل دا و چې هغه قومي مصلحت چې د انتقاد نه اوچت وګڼلی شي، په حقیقت کې د قومي مفاداتو خلاف وي.»
زه پخپله هم په دې عقیده یم چې مونږ باید د خپل فرهنګ بنسټ په درواغو او جعلیاتو بنا نه کړو خو د دې تر څنګ دا خبره هم باید هیره نه کړو چې د شهرت او ځان ښودلو په خاطر د خپل قوم په افتخارانو لوبې کول د قومي مفاداتو خلاف عمل ګڼل کیږي.
د متنني کره کتنې ميتود:
متني کره کتنه (textulal Criticism) د نړۍ د فرهنګ په تاریخ کې اوږده سابقه لري. له ادبي کره کتنې سره د متني کره کتنې توپیر دا دی چې ادبي کره کتنه د یوه اثر هنري ارزښت څېړي، په داسې حال کې چې متن کره کتنه
د یوه اثر اصالت او صحت او د اعتبار یا وثوق اندازه معلوموي. کله چې د یوه اثر لومړۍ نسخه په لاس کې نه وي، متني کره کتنه د اصلي (original) نسخې د احیا کولو د پاره هم زیار باسي.
په اجتماعي علومو (social sciences) کې ډیره ځله له احصاییوي قانون ګټه اخیستل کیږي او د یوې فرضیې د احتمال درجه اهمیت پیدا کوي، خو په متني کره کتنه کې د یوه اثر د صحت او اصالت د تثبیتولو د پاره کله کله یو مهم دلیل د برهان قاطع درجې ته پورته کیږي. سره له دې، په اجتماعي علومو کې د برهان قاطع پیدا کول ډیر مشکل کار دی.
اجازه راکړئ دا خبره د یوه مثال په ترڅ کې بیان کړم:
«پټه خزانه فی الميزان» په (۱۷۰ ـ ۱۷۲) مخونو کي ليکي:
د اقتباس پېل:
«پوهاند رشاد وايي: د (ځ) اوسنی مروج شکل چي د (ح) پر همزه (ء) کښلي دي، د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد دی چي وروسته عام شو او په لروبر پښتونخوا کې رواج وموند (۲۸) د فاضل پوهاند دا تحقيق په دې لحاظ ډير اهم دی چي دوی په کوم کتاب کي دا تحقيق کړی دی، د هغه په تاليف کي ورسره په مشرانو کي مرحوم حبيبي او مرحوم بېنوا هم شامل دي او تر اوسه د دې مشرانو له خوا د دې مقالې د دې حصې واضح ترديد نه دی شوی. ځکه نو موږ مجبور يو چي د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليک دود په باره کې د افغانستان متفقه موقف وګڼو.
که د (ځ) دا توری د وزير محمد ګل خان موموند ايجاد وي نو د «پټي خزانې» د حقانيت او قدامت د حاميانو په خدمت کي زه دا حقيقت پيش کول غواړم چي وزير محمد ګل خان مومند عين په هغه کال کي پيدا شوی دی، په کوم کال (۱۳۰۳ هـ) چي د پټې خزانې دوهم کاتب «محمد عباس کاسي» خپل کار «باستعجال تمام» خلا کړی ... نو د پټې خزانې په املا کې د (ځ) استعمال د دې نه بغير بل هيڅ تشريح نشي کيدای چي «پټه خزانه» د محمد ګل خان مومند د سن شعور ته د رسېدو نه پس ته دور کې ليکلی شوی کتاب دی او ځکه نو دا سروپ دروغ دی چي دا کتاب په (۱۳۰۳) کي ليکلی شوی دی.
د خير البيان په چاپ کې برخه اخيستونکي مهربانان ... د کتاب د چاپ کيدو نه پس تر اوسه يعني تر ۱۹۸۶ ع د فاضل پوهاند رشاد په تحقيق خاموشه پاتې شوي دي او ځکه د خپلې خاموشۍ په وجه يې دا ثابته کړې ده چي دوی ورسره متفق دي ... د فاضل رشاد دا بيان د «سلطاني ګواه» د بيان حيثيت لري.
د اقتباس پای
د دغه اوږده اقتباس نه څرګندیږي چې د ښاغلي قلندر مومند «سلطاني ګواه» هماغه برهان قاطع دی يعني د ده په عقيده همدغه يو دليل کافي دی چي «پټه خزانه» يو جعلي اثر و ګڼل شي. ما ووي چي د «سلطاني ګواه» موندل ډېر مشکل کار دی. په پورتني مثال کي دغه پوښتني راولاړيږي:
۱ ـ فاضل استاد پوهاند رشاد په رښتیا لوی عالم او ستر محقق دی. آیا دا ناممکنه ده چې عالم دې هم کله کله اشتباه وکړي؟
ما د «وفا» په جريده کي ولوستل چي استاذ خپله خبره تېروتنه ګڼلې ده. يو رښتونی محقق ته نه ښايي چي د مشهورو عالمانو خبره د کاڼي کرښه وبولي، حتی د کاڼي کرښه هم ويجاړيږي.
۲ ـ ښایي ارواښاد محمد ګل خان مومند د (ځ) لیکدود خپل ایجاد بللی وي، خو وروسته داسې آثار لاس ته راغلل چې د وزیر محمد ګل خان له زیږیدو نه مخکې لیکل شوي وو او (ځ) یې په همدغه بڼه لیکلی و. د دې خبرې معنا دا نه ده چې د ارواښاد وزیر صاحب به هغه آثار لیدلي وي، کیدی شي دغه یو توارد وي.
۳ ـ د یوې موضوع په باب څه نه لیکل او خاموشه پاتې کیدل د اتفاق معنا نه لري. د پښتنو ځینو مشرانو، لکه خان عبدالصمد خان اڅکزی او وزیر محمد ګل خان مومند پر لیکدود باندې ما پخپله کوم انتقاد نه دی لیدلی خو د دې خبرې معنا دا نه ده چي پوهانو د هغوی ليکدودونه منلي دي. ښاغلی قلمند مومند وايي:« نو موږ مجبور يوو چي نو مونږ مجبور یوو چې د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليکدود په باره کي د افغانستان متفقه موقف و ګڼو.»
تاسې مجبور نه یئ چې دا د افغانستان متفق موقف وګڼئ.
۴ ـ د «پټه خزانه فی الميزان» ليونکي «سلطاني ګواه» غلط ثابت شو اوس بايد بل «سلطاني ګواه» پيدا کړي.
د اصلي او جعلي اثر د تشخیص د پاره باید ټول کتاب په مجموع کې د زمان او مکان سره په ارتباط کې وڅېړل شي.
که څه هم په دې برخه کې ځینې اصول او موازین شته، خو د نقاد د لیاقت او فراست د تشخیص په برخه کې مهم رول لوبوي. د کتاب نوم، رنګ او کاغذ، املا، ژبه (لغات، ترکیبونه د جملو جوړښت، سبک style )، محتوا او مضمون (مفکورې، ارزښتونه، عقاید، د تمدن سطح) د خپل وخت او چاپیريال له متداولو معیارونو سره سمون خوري؟
دا ډول پوښتنې مهمې دي، باید میخانیکي شکل هم و نه لري.
د مثال په توګه خوشحال خټک ځینې ډیرې لوړې مفکورې درلودې چې د ده د عصر نه اوچتې وې. نو که څوک د خوشال بابا «سوات نامه» يا «دستار نامه» د خپل عصر له معيارونو سره وڅېړي نو کيدی شي چي ليکونکي نوی سبک ايجاد کړی وي، يا يې له ځانه جوړ کړي لغاتونه استعمال کړي وي.
«پټه خزانه فی الميزان» د کره کتنې په تله کي:
کله چې یو کتاب د چا لاس ته ورشي، نو لومړی د کتاب نوم او د مولف نوم له نظره تیروي اغلب احتمال دا دی چې ورپسې به د موضوعاتو فهرست ګوري څو په دې وپوهیږي چې کتاب له څه شي نه بحث کوي او د لوستونکی اړتیاوو ته ځواب ویلی شي که نه؟ اکثرو لوستونکو ته د کتاب د چاپیدو نېټه او د چاپ ځای هم ارزښت لري خو زه پر دغې موضوع بحث نه اوږدوم.
لومړۍ پوښتنه د کتاب له عنوان نه پېل کوم، د کتاب نوم دی: «پټه خزانه فی الميزان» په دغه نامه کې «پټه خزانه» خاص اسم دی چي ليکونکي دغه نوم ته تغير نشو ورکولای. د دغه ټکي په پام کي نيولو سره، ويلای شو چې «پټه خزانه فی الميزان» د عربي ژبي ترکيب دی. که چيري په راتلونکې زمانه کي دغه عربي نوم د يوه ادبي مؤرخ له نظره تېر شي، نو هرو مرو به له هغه سره دا پوښتنه پيدا شي چي آيا دغه نوم د طنز او ملنډو د پاره انتخاب شوی دی او که په دغه وخت کي د پښتو کتابونو د پاره دغه ډول نومونه مروج وو؟ که دغه کار د طنز د پاره شوی وي، نو بيا د مؤلف دغه خبره سمه ده چي وايي:
«که زما په نیت څوک حمله کوي یا زما خبره بې دلیله ګڼي، نو دا به له ما سره ډیره لویه بې انصافي وي.» د يوه سړي نیت خو د ده د عمل نه معلومیږي دا خبره به یوې خوا ته پریږدو چې مؤلف نوموړی کتاب په څه نیت لیکلی دی. خو د ده دغه ادعا چې هیڅوک باید د ده خبره بې دلیله و نه ګڼي، د تحقیق له اصولو سره سمون نه خوري. یو محقق هيڅکله په دغسي الفاظو له ځانه دفاع نه کوي چي ځان «عقل کل» وبولي.
بله خبره دا ده که د کتاب عنوان د طنز د پاره نه وي انتخاب شوی نو بیا دا نوم غریب شانته ښکاري. اوس به راشو د کتاب فهرست ته. د کتاب له فهرس (!) نه په لومړي نظر دا څرګندیږي چې د لیکلو ډیزاین یې منطقي تسلسل نه لري او له فهرس نه د کتاب محتوا هم په روښانه توګه نه معلومیږي.
فهرست په دې ډول ترتیب شوی دی:
وړومبۍ خبرې، ابتدایي معروضات، د یونس د دیوان شهادت، بېلګې، تاریخي پس منظر، جدیدیت د پټې خزانې ماخذ، د پتې خزانې راویان، فني اړخونه، اینکرانیزم، متفرقات، ضمیمه الف، ضمیمه ب، اشاریه ا، نومونه، اشاریه ب، کتابونه.
په دغه فهرست کې (وړومبۍ خبرې) په خپل اصلي ځای کې راغلي دي. (ابتدایي معروضات) په خپل مفهوم کې هماغه (وړومبۍ) خبرې دي، خو مونږ به یې د پیژندګلوۍ (introduction) په مفهوم تسلیم کړو. که داسې وي نو د مؤلف اساسي اعتراضونه تقریبا په مقدمه یا پیژندګلوۍ کې ختم شوي دي. (د یونس د دیوان شهادت) په عنوان پسې (بېلګې) راغلي دي خو دا نه ښکاري چې د څه شي بېلګې؟ ورپسې (تاریخي پس منظر) راغلی دی چې بالکل په نامناسب ځای کې کینول شوی دی او د تحقیق له میتود سره سمون نه خوري.
«پټه خزانه فی الميزان» له ټولو ضمايمو سره په (۳۷۳) مخونو کي چاپ شوې ده، په داسي حال کي چي (تاريخي پس منظر) له (۱۴۴) مخ نه شروع کيږي.
د تیسیس (thesis) لیکنې یوه معمولي قاعده داسې ده چې (ړومبۍ خبرې preface) زیاتره تشریفاتي جنبه لري. په هغه کې لیکوال له رهنما استاذ، ټایپسټ، خطاط او داسې نورو څخه مننه کوي. ورپسې د ریسرچ پرابلم یا د څېړنې موضوع او هدف بیانیږي. بیا د پرابلم تاریخي پس منظر څېړل کیږي.
ځینې محققان دا غوره ګڼي چې د تحقیق د موضوع او هدف نه مخکې د لیکنې د موضوع یا پرابلم تاریخي پس منظر ولیکي په هغه کتاب کې د پرابلم حل کولو د پاره پخواني کوششونه اوسنی ضرورت او د موضوع اهمیت شرح شي.
ورپسې د تحقیق موضوع او هدف بیان شي. له هغې وروسته د تحقیق اسلوب باندې رڼا اچوله کیږي.
د «پټه خزانه فی الميزان» د تحقيق ډيزاين ځينې څګندې نيمګړتياوي لري. کيدای شوه چي فهرست په دې لاندې توګه ترتيب شوی وای:
فهرست:
وړومبۍ خبرې
تاریخي پس منظر
د کتاب د لیکلو ضرورت، هدف او د تحقیق میتود
لومړی فصل: د «پټې خزانې» متني کره کتنه
۱ ـ د «پټې خزانې» نوم
۲ ـ د «پټې خزانې» ليک دود او املا
۳ ـ د «پټې خزانې» لغتونه او ترکيبونه
۴ ـ د «پټې خزانې» شعرونه
۵ ـ د «پټې خزانې» سبک او ژبه
دوهم فصل
۱ ـ د يونس د ديوان شهادت
۲ ـ د «پټي خزانې» ماخذ
۳ ـ د «پټې خزانې» راويان
۴ ـ متفرقات
دريم فصل: لنډيز او نتيجه
ضميمه الف
ضميمه ب
د نومونو فهرست
د کتابونو فهرست
ښايي د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکی ووايي چي د ده د کتاب عمده برخه هغه دوې مقالې دي چې پخوا نشر شوې وې او ده نشو کولای چي ډيزاين ته بيخي تغيير ورکړي.
تر دې ځايه د ريسرچ پر شکلي اړخ خبري وشوې، شکلي اړخ د تحقيق د کاميابۍ د پاره ضرور دی.
اوس به د انتقاد په څرنګوالي بحث وکړو د کار د آسانتیا د پاره به له تصنیف (Classification) نه کار واخلو.
په عمومي ډول د «پټه خزانه فی الميزان» انتقادونه دوه ډوله دي:
لومړی ډول یې هغه انتقادونه دي چې له هدف سره ارتباط لري په ښه ډول طرح شوي دي، خو جامع او مانع نه دي او له همدې لامله هدف ته نه رسیږي.
دوهم ډول یې هغه انتقادونه دي چې له موضوع سره اړه نه لري یعنې د کتاب د اصالت او صحت له مسالې سره اړخ نه لګوي. د مثال په توګه د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکی په (پټه خزانه) کي د سيدال خان پر بدله انتقاد کوي او وايي چي په دغه بدله کي د وزن او بحر مراعات نه دی شوی. د ښاغلي قلندر مومند الفاظ داسي دي:
«... د سيدال خان ناصر دا بدله د بې بحرۍ او بې وزنۍ د صنعت یو شهکار دی.» (۳۰۴ مخ) دا خبره د «پټي خزانې» د جعليت د پاره سند نه شي کيدای. که د ښاغلي مومند مقصد دا وي چي شعر پوهاند حبيبي جوړ کړی ځکه هغه په وزن او بحر نه پوهيده. نو دا خبره هم سمه نه ده، ځکه چي لوی استاذ حبيبي پخپله هم د دغې بدلې بحر او وزن ته متوجه و او په دې هکله يې داسي ليکلي دي:
«اين بدله که از طرف يک نفر سپه سالار معروف و دلاور سروده شده از حیث بحر و عروض از نوادر آثار ادبی زبان ملي است و بحر مخصوص دارد که در بين اشعار پښتو که اکنون در دست است کمتر ديده شده و حفظ اين وديعه ادبی از غنايم اين کتابست.» (۲۴) د «پټه خزانه فی الميزان» په حواله، (مخ ۳۰۳).
وګورئ ښاغلی محقق قلندر مومند وایي چې د سیدال خان ناصر بدله وزن او بحر نه لري. استاد حبییبي وایي چې نادر بحر او عروض لري. د استاد خبره سمه ده. د «پټه خزانه فی الميزان» د (فني اړخونو) تر عنوان لاندې چې څه لیکل شوي دي، هغه اکثر د کتاب د صحت له مسالې سره تعلق نه لري.
هغه انتقادونه چې په لومړئ کټیګوري کې راځي او د لیکوال د هدف سره ارتباط لري به ډیر مهارت طرح شوي دي او چا ته چې اصلي حقیقت نه وي معلوم، ډیر ژر د دغه اعتراضونو او انتقادونو تر اغیزې لاندې راځي. که منتقد په صادقانه ډول خپل اعتراضونه بیان کړي وي، دا د ده مسلم حق دی او زه په خپله دغسې صداقت ته د قدر په سترګه ګورم. خو که دغه انتقادونه عالمأ او عامد اً د اذهانو د تېر ایستلو د پاره شوي وي نو د بخښنې وړ نه دی. د تحقیق اسلوب ته چې وکتل شي نو دغه وروستۍ مفکوره په ذهن کې قوت پیدا کوي ځکه ډیر ځله مؤلف یو کلي حکم صادروي په داسې حال کې چې د دغه حکم د صادرولو د پاره ده ټول فاکټونه (facts) او د تحقیق مواد (data) نه دي کتلي. که کوم خاص غرض په منځ کې نه وي نو هغه څه مجبوریت لري چې د نیمګړو معلوماتو پر استناد یوه کلیه قایمه کړي او کلي حکم صادر کړي.
د مثال په توګه، د (هېواد) کلمه درواخله. ښاغلی مومند وایي چې ښاغلي حبیبي د (هېواد) په معنا غلط پوهیدلی دی او فکر يې کړی دی چي (هيواد) وطن ته وايي نو بيا يې د «پټې خزانې» د ليکلو په وخت کې همدغه غلطه معنا ځان ته قناعت ورکولی شي. لومړی په دې دليل چي پښتانه ډيرې زياتې لهجې لري کيدای شي چي هماغه لغت په مختلفو سيمو کي بيلې، بيلې معناوي ولري. د مثال په توګه د پخواني پاچا اعليحضرت محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په وخت کي د لرې پښتونخوا يوه پروفيسر د کابل په يوه کنفرانس کې ځوانانو ته توصيه وکړه چې د جمهوريت د پاره کار وکړئ. د کنفرانس ګډون کوونکي حيران شول چي د حکومت مېلمه پروفيسر څنګه د شاهي نظام د ختمولو خبرې کوي. وروسته يو چا وويل چي په لره پښتونخوا کې جمهوريت، د موکراسۍ ته ويل کيږي. په دې خبره غلط فهمي له منځه ولاړه. دويم دا چي منتقد پخپله اعتراف کوي چي (هيواد) د وطن په معنا هم راځي، لکه شمس الدين کاکړ چي وايي:
په هيوا مې د کشمير د تورو سترګو
له زړه وياسته نيازمن د خپل هيواد
په دې مقاله کې د دې ګنجايش نشته چې دغه بحث اوږد کړم. خو اصلي خبره دا ده چي ښاغلی قلندر مومند پر نيمګړو معلوماتو (data) استناد کوي، نو ځکه د ده تصمیم د (Generalisation) د تحقیق له اصولو سره تطابق نه کوي.
څوک چې له حقیقت نه خبر نه وي ډیر ژر د کلي حکمونو تر تاثیر لاندې راځي.
د کلي حکمونو يو څو مثالونه دا دي: ښاغلی منتقد وايي چي د «پټي خزانې» د وړومبۍ خزانې په ۲۲ شاعرانو کي د اسمعلي، خرښبون، شيخ بوستان بړيڅ، شيخ متي، علي سرور لودهي، حميد لودي، عيسی مشواڼي، سلطان بهلول لودي، خوشحال بابا او رحمن بابا احوال له هيچا نه پټ نه وو. ښاغلی منتقد استدلال کوي چي په دې حساب د «پټې خزانې» نوم صحيح نه دی.
تاسو وګورئ «له هيچا نه پټ نه وو» څومره عام حکم دی او څومره له غرور او بې پروايۍ صادر شوی دی. د ښاغلي منتقد په نظر، ټول خلک د پښتو ادب متخصصان هم وي نو د «پټې خزانې» له چاپيدو نه مخکې خو د نوموړو ټولو شاعرانو له شعرونو سره اشنا نه وو. که فرض محال دا هم ومنو نو بيا خو د (۲۲) تنو شاعرانو له جملې نه يوازي د لسو تنو شاعرانو احوال به معلوم و، د دولس تنو شاعرانو احوال خو چا ته نه و ښکاره يعني له اکثرو څخه يې خلک ناخبره وو. د همدې اکثريت په لحاظ هم مؤلف حق درلود چي خپل کتاب «پټه خزانه» وبولي.
ښاغلي منتقد ورپسې ليکلي: «د محمد هوتک په زمانه کي هره قلمي نسخه، پټه خزانه وه ځکه چي هغه وخت چاپخانې نه وې.» (مخ ۳) دلته بيا عام حکم په ډيرې بې پروايۍ صادر شوی دی. که دا خبره سمه وګڼله شي نو د حضرت سعدي ګلستان او بوستان، د حافظ شيرازي ديوان، د رحمن بابا ديوان به هم د پټې خزانې په لړ کي راشي. محمد هوتک د خپل کتاب د پاره ډیر مناسب نوم اختیار کړ ځکه چې د پښتنو ښه زیات اکثریت له خپله ادبي مشاهیرو څخه نه وو خبر. د تعجب ځای دی چي دغسي مناسب او معقول نوم ولې د «پټې خزانې» د صحت مساله راپورته کړه؟ که ښاغلی منتقد د تحقيق له ميتود (اسلوب) سره آشنا وای نو ده به دغسي ادعاګانې کولې، کومې قلمي نسخې چي ما کتلي دي په هغو کې (ځ) نشته يا دا چې: کومې نسخې د پېښور اکېډمۍ په کتابخانه او پلانۍ پلانۍ کتابخانه کي ما پلټلي دي په هغو کي پيراګرافونه نشته. ليکن ښاغلی منتقد داسې حکم کوي:«د پيراګرافونو اهتمام خو د شلمې صدۍ جدت دی او شايد چي د انګريزۍ د روايت په تتبع کي د دنيا ټول ادبونو ته راننوتي دي.» که ښاغلی منتقد د پښتو، فارسۍ او عربي ټولې قلمي نسخې نه وي کتلي (او دا کار که ناممکن نه وي نو سخت مشکل خو دی) په دې صورت کي به ده داسي ويلي وای:
تر کوم ځايه چي ماته معلومه ده د پښتو په هغه قلمي نسخو کې چې له شلمې صدۍ نه مخکې ليکل شوي دي د پيراګراف استعمال نه و مروج.
ورپسې بيا عام حکم کوي او وايي: «د عربي، فارسۍ او پښتو قلمي کتابونو يو عام روايت دا هم دی چي په صفحاتو په هندسو کي شمېر نشي ليکلی کيدی» دلته ده بيا د نيمګړو معلوماتو په اساس کلي حکم صادر کړی دی.
ځوان محقق زلمي هېوادمل د ده دغه ادعا سمه نه ده ګڼلې او سند یې ورته ښودلی دی.
ورپسې بيا کلي حکم صادروي او داسي ليکي: «د پښتو قلمي نسخو کې (د)، (دا)، (ده) يو شان (د) ليکلی شی.» د پښتو محققانو ثابته کړې ده چي دا دعوه هم بې ځايه ده.
ښاغلی منتقد پر محمد هوتک يا په اصل کي پر استاد حبيبي اعتراض کوي چي ولي يې غلط ترکيبونه جملې او لغتونه استعمال کړي دي، له د «حمد و ثنا ده هغه خدای لره» په ځای يې «حمد و ثنا ده غه خدای ته» يا «د انسان زړه انشراح پرې مومي» په ځای «د انسان زړه انشراح په مومي او د «کښم» په ځای «کاږم» او داسي نور.
ښاغلی منتقد د خپل انتقاد مقام ډېر راټيټ کړی دی ځکه هغه فکر کوي چي د ده لهجه د پښتو معياري ژبه ده او استاد حبيبي غلطه پښتو وايي.
هسي خو د ښاغلي منتقد پر تولو اعتراضونو بحث کول په يوه مقاله کې نه ځاييږي. زه غواړم د مقالې لنډيز وړاندې کړم: د ښاغلي مومند «پټه خزانه فی الميزان» د تحقيق د اسلوب له نظره غټي نيمګړتياوي لري. د کتاب د تحقيق ډيزاين سم نه دی. د مضمون په لحاظ د کتاب ځينې برخې د ليکوال د اصلي هدف سره ارتباط نه لري او د هغو معلومات نيمګړي دي، له واقعيت سره تطابق نه کوي او له دې امله د کتاب تعميمونه (Generalizations) علمي اعتبار او تحقيقي ارزښت نه لري.
په درناوي
لیکونکی: کاندید اکادمیسین محمد صدیق روهي
منبع: شمشاد پښتو مجله (محمد هوتک خاصه ګڼه) چي پي ډي اېف يې پر دغه لينک https://bit.ly/3cRXYvg په قاموسونه ټکی پاڼه کي هم موندلای سئ
د مقالی ديجيتل کوونکي: احمدولي اڅکزی
د پټې خزانې په تړاو د ټولو مقالو د ليسټ کتلو لپاره پر دغه کرښه کليک وکړئ
https://bit.ly/2Urhrwx
د پټي خزانې زوړ او نوی چاپ کتاب پر لاندني لينکونو کتلای/ډاونلوډ کولای سئ:
https://bit.ly/2MHJVOh
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 3584
د ناشناس د نويو ادعاوو په اړه د ميرويس حبيبي توضيحات
- Details
- څانګه: پټه خزانه
ليکونکی: ميرويس حبيبي
”ما د پټي خزانې ټیکه نه ده اخیستې“ دا جمله مو د خپل ارواښاد پلار څخه په وار وار اوریدلې وه، هغه به تل ویل چی زه د پټي خزانې وکیل مدافع نه یم، زما مسؤلیت دا و چي دا کتاب ټولني ته وړاندي کړم. ده ویل ما ته د پټي خزانې خطي نسخه په ۱۳۲۲ شمسي کال په کوټه کي مرحوم علامه عبدالعلي خانوزي کاکړ را کړه چي چاپ یې کړم او ما د تحقیق او دقیقي مطالعې وروسته ورباندي تعلیقات، سریزه، تشریحات او لمن لیکونه اضافه کړه، او په پارسي مي هم واړوله او په ۱۳۲۳ شمسي کال (۱٩٤٤ عیسوی) کي د لمړي ځل دپاره په کابل کي د پښتو ټولنی له خوا خپره سوه.
د ډاکتر محمد صادق فطرت (ناشناس) تورونه موږ ته حقیقت نه لري (*د ناشناس او منیژه نادري تازه مرکه په درو ويډيويي برخو کي د دغې مقالې په پای کي کتلای سئ) او یوازي خوب یا افسانه ورته ویلای سوای. د ده انتقاد علمي نه دی او د ژبپوهنی او ریښه پیژندني پر اساس نه دئ ولاړ. موږ د خپل محترم پلار څخه داسي کوم الفاظ نه دي اوریدلي او کوم داسي یو وصیت چي ښاغلی فطرت یې دعوی کوي موږ ته نه دی را رسیدلی. موږ دا تورونه په ټینګوالي رد کوو. ډاکټر محمود حبیبي، استاد حبیب الله رفیع او محترم زلمي هیوادمل د پلار لیدو ته همیشه راتلل، ډاکتر صادق فطرت له هغه کسانو څخه و چي ډیر نادر به زموږ کره راتلی. د ده دا ادعا چي: ”زه او حبیبي ډیر سره نژدې وو او موږ همدم، همنوا او هم زبان وو“ بلکل حقیقت نه لري او دا د ناشناس یو بې ځایه تخیل دئ .
په یوټیوب کي یو طرفه ګډیدل او پر ارواښاد درنو پوهانو باندي بې اساسه تهمتونه لګول په هیڅ ځای کي علمي کار نه ګڼل کیږي او د پوهني ضد عمل دئ .
په ۱٩۶۸ کی ایطالوي پوهاند پروفیسور الساندرو باوساني په خپل کتاب کي چي د پاکستان او افغانستان ادبیات نومیږي پر پټه خزانه بحث کړې دئ او د پروفیسور مارګنسترنه یو لیک یې خپور کړی دئ چي په هغه لیک کي پروفیسور مارګنسترنه د پټي خزانې اصالت منلی دی. وگورې :
Le letterature del Pakistan e dell’Afghanistan, Alessandro Bausani, Sansoni-Accademia, Milano, Italia, 1968
دلته غواړو چي یو څو د هغه کتابونو نومونه راوړو چي په لره او بره پښتونخوا کي د پټي خزانې په دفاع کي تحریر سوي او خپاره سوي دي. دا موږ یو ضرورت ګڼو ولي چي د پلار د رحلت دمخه او وروسته د پټي خزانې په دفاع ځوابونه لیکل سوي دي :
۱ ـ د پټی خزانې سریزه دریم چاپ ۱۳٥٤ ش خپرونکی د اطلاعاتو او کلتور وزارت. په دې چاپ کی ارواښاد علامه حبیبي تر هغه وخته پوري د انتقادونو مفصل ځوابونه په ۴۴ صفحو کی ویلي دي .
۲ ـ شمشاد (مجله) جلد- ۵ شمیره ۸ د ۱٩٩۶ کال . د خوشحال فرهنگي ټولني له خوا د محمد هوتک خاصه ګڼه، پیښور. په ذې گڼه کي ۲۱ د لر او بر محقیقنو خپل نظرونه په مفصل ډول لیکلي دي .
۳ ـ پوخ کاڼی ، د محمد معصوم هوتک پټه خزانه یو واقعیت دی، ټورنټو، کاناډا ۱۹۹۶.
۴ ـ پروفیسور ولي محمد سیال کاکړ پټه خزانه د انصاف په تله کي، ادبی انځور، یوناټید پرنټرز، کوټه، ۱۹۸۷.
۵ ـ همیش خلیل تول پارسنگ، پښتو مجله، پیښور اکاډمي، د دسمبر ۱٩۷٩ گڼه .
اوس راځو نوي خبرو ته :
الف . نافع المسلمین د نور محمد غلجي کتاب چي د پټي خزانی په اول چاپ ۱٦۱ مخ کي یاد سوی دی د تعلیقاتو د لیکولو په وخت کي معلوم نه و او په ۱٩۶۸ کي پیدا سوی او په کال ۱٩۸۴ کي په کابل کي د یو سیمنار دپاره د زلمی هیوادمل په زیار افست خپور سوی دئ. اصله نسخه ئې اوس په ملي آرشیف کي خوندي ده. دا په یقین ثابتوي چي حبیبي پټه خزانه نه ده جعل کړې .
بل کتاب «اسرار الافغاني» نومیږې چي مؤلف ئې حسین صابر دی. او اصله نسخه ئې په جرمنی کي خوندي ده. دا تذکره په ۱۰۳۱ هجری کال کي تالیف سوې ده او ما میرویس حبیبي یې نوم د استاد حبیب الله رفیع څخه په ۲۰۱۷ کال په کابل کي اورېدلی و .
په دې تذکره کي له شیخ متی بابا نه نیولې تر شیخ قاسم افغان پوري د پښتنو صوفیانو او عارفانو د ۴۰۰ کالو تاریخ راغلی دی. سربیره پر دې د بي بي حلیمې، د عبدالقادر خټک سکه خور، او شیخ کټه او نورو ښځینه او نارینه عارفانو او صوفیانو نومونه هم پکښي سته .
د دې دوو اسنادو څخه واضح ښکاره ده چي نه محمد هوتک او نه عبدالحی حبیبي پټه خزانه جعل کړې ده بلکه دا د وخت یوه درنه تذکره ده .
په انسایکلوپیډیا بریټانیکا کي پټه خزانه د اشعارو یوه مجموعه یاده سوې ده چي د اشعارو پیل یې د اتمي عیسوي پېړۍ څخه ښوول سوئ دئ .
د مهاجرت وروسته موږ ناشناس ډېر کم لیدلی دی، که په افغانستان کې موږ دئ نا راضي کړی وي، نو ډېره عفو او بخښنه ځیني غواړو.
د مقالې عنوان: «ما د پټې خزانې ټیکه نه ده اخستې»
ليکونکی: ميرويس حبيبي (د علامه عبدالحی حبيبي زوی)
د مقالې د لومړي ځل خپرېدنې نېټه : د ۲۰۲۰ کال د می ۳۱مه نېټه
د مقالې د لومړي ځل خپرېدنې ځای: افغان جرمن آنلاين
د قاموسونه ټکی کام له خوا د دغې موضوع په هکله اضافه سوي لينکونه:
(د لاندنيو ټولو موادو د چاپ حقونه د اړونده حقونو لرونکو سره خوندي دي او دلته د منبعې د يادولو سره تاسو ته وړاندي کيږي.)
۱ ـ * د ډاکټر صاحب محمد صادق فطرت (ناشناس) سره د آغلې منيژه نادري هغه درې مرکې چي په غبرګون کي يې ميرويس حبيبي پورتنۍ مقاله ليکلې:
لومړۍ برخه: (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۲۸مه نېټه)
{source}<iframe width="560" height="315" src="https://www.youtube.com/embed/eRtFf9a4clg" frameborder="0" allow="accelerometer; autoplay; encrypted-media; gyroscope; picture-in-picture" allowfullscreen></iframe>{/source}
دويمه برخه: (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۲۹مه نېټه)
{source}<iframe width="560" height="315" src="https://www.youtube.com/embed/me42aN_QYqs" frameborder="0" allow="accelerometer; autoplay; encrypted-media; gyroscope; picture-in-picture" allowfullscreen></iframe>{/source}
دريمه برخه: (د ۲۰۲۰ کال د می لومړۍ نېټه)
{source}<iframe width="560" height="315" src="https://www.youtube.com/embed/Jzeyr6mM7i8" frameborder="0" allow="accelerometer; autoplay;
encrypted-media; gyroscope; picture-in-picture" allowfullscreen></iframe>{/source}
۲ ـ ډاکټر صاحب فطرت (ناشناس) «ناشناس: د احمد شاه بابا او پټې خزانې په اړه مې خبرې ناسمې وې» تر عنوان لاندي د بي بي سي د ژورنالست ښاغلي ډاکټر صاحب داؤد اعظمي سره هم يوه مرکه کړې وه، چي پر لاندني لينک اورېدل کيدلای سي. د ۲۰۱۹ کال د اپريل په ۳مه په خپره سوې دغه مرکه کي ډاکټر صاحب فطرت منلي ول چي قضاوت يې غير علمي دی او دا چي پټه خزانه يې ۴۵ کاله تر مخه «سرسرکي» لوستلې وه. (حقونه د بي بي سي سره خوندي دي)
www.https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47808660
{source}<iframe width="560" height="315" src="https://www.youtube.com/embed/i5wTu58Xle8" frameborder="0" allow="accelerometer; autoplay; encrypted-media; gyroscope; picture-in-picture" allowfullscreen></iframe>{/source}
۳ ـ په مالمو تلويزيون کي د پټي خزانې په تړاو د استاد هوتک صاحب، استاد سيستاني صاحب، استاد سنګروال صاحب، استاد رشيد صاحب او نورو عالمانو څرګندونې:
{source}<iframe width="560" height="315" src="https://www.youtube.com/embed/1AfdhwPUQPk" frameborder="0" allow="accelerometer; autoplay; encrypted-media; gyroscope; picture-in-picture" allowfullscreen></iframe>{/source}
۴ ـ د ډاکټر صاحب فطرت (ناشناس) د کتاب په هکله يوه تلويزيوني مباحثه: (ټول حقونه د اړونده تلويزيون سره خوندي دي)
{source}<iframe width="560" height="315" src="https://www.youtube.com/embed/aTcdDq8aoIQ" frameborder="0" allow="accelerometer; autoplay; encrypted-media; gyroscope; picture-in-picture" allowfullscreen></iframe>{/source}
د پټې خزانې په تړاو د ټولو مقالو د ليسټ کتلو لپاره پر لاندني لينک کليک وکړئ:
https://bit.ly/2Urhrwx
د پټي خزانې خطي او نوی چاپ کتاب پر لاندني لينکونو کتلای/ډاونلوډ کولای سئ:
https://bit.ly/2MHJVOh
__________________
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 3545
محمد اعظم ايازي
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
ښاغلی محمد اعظم ايازي د ميرزا محمد اسلم خان زوی په (۱۲۵۷ل.) کال د کندهار په ښار کي زېږېدلی دئ.
ښاغلي ايازي او کورنۍ ئې وروسته له هيواد څخه دباندي په ايران، ترکيه او هندوستان کي د جلاوطنۍ شپې او ورځي تېرولې، نو ځکه ده خپلي زده کړي هم د پښتونستان په کويټه کي تر لسم جماعت پوري کړي وې.
ښاغلی ايازي په (۱۳۰۳ل.) کال بيرته افغانستان ته را وګرځېدی او دلې ئې په ښوونځيو کي معلمي شروع کړه او کله چي د (۱۳۱۱ل.) کال د لېندۍ په مياشت کي په کندهار کي (پښتو ادبي انجمن) تاسيس سو، نو ښاغلي ايازي ئې هم غړيتوب واخيست.
په (۱۳۱۶ل.) کال، چي (پښتو ادبي انجمن) او (کابل ادبي انجمن) سره يو ځای سول او له يو ځای کېدو څخه ئې په کابل کي (پښتو ټولنه) منځ ته راغله، نو ايازي صاحب هم له کندهاره، کابل ته ورغلی او د پښتو ټولني د پښتو لغت، صرف او نحوي څانګي مدير وټاکل سو.
په (۱۳۱۹ل.) کال، چي پوهاند عبدالحی حبيبي د پښتو ټولني عمومي مدير وټاکل سو، نو د پښتو ټولني په تشکيل کي تغيرات راغلل او ښاغلی ايازي ئې هم په اداري غړو کي شامل کړل سو.
ښاغلی ايازي نه يوازي په پښتو کي، بلکي په اردو او انګرېزي ژبو کي هم ښه وارد وو.
ښاغلي ايازي شعر نه ليکی، خو په نثر کي ئې لوی لاس درلودی او ځيني مقالې او ژباړي به ئې په (پښتو) او (کابل) مجلو او (انيس) ورځپاڼه کي خپرولې.
ښاغلی ايازي د لاندي تاليفاتو او ژباړو خاوند دئ:
۱- قواعد پښتو (۱۳۱۸ل.).
۲- اصول مقاله نويسی.
۳- الفاروق (له اردو څخه ژباړه).
۴- رياضي او جغرافيا (له ۱ څخه بيا تر ۴ جماعت پوري).
۵- الانسان (له اردو څخه ژباړه).
۶-پښتو لغتونه (لس زره را جمع سوي لغاتونه)، (۱۳۲۰ل.).
۷- د پښتو ګرامر.
۸- د پښتو نحوه (۱۳۲۷ل.).
۹- د پښتو قواعد (د متوسطو مکاتبو لپاره)، (۱۳۲۴ل.)
ارواښاد ايازي صاحب په (۱۳۳۵ل.) کال په کابل کي وفات سو.
ايازي صاحب په زړه نرم او له رحمه ډک انسان وو، وايي کله چي امان الله خان کندهار ته راغلی وو او د خرقې شريفي په زيارت کي ئې خبري کولې، نو ايازي صاحب ورته ژړل، خو شاوخوا چې وکتل، هيڅ چا هم نه ژړل، نو په لوړ ږغ ئې په جدي ډول وويل:
"اې د غوايي قامه! ولي نه ژاړئ؟"
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2177
مولانا عبدالخالق واسعي
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: مولانا عبدالخالق واسعي
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
مولانا عبدالخالق واسعي د مولوي عبدالواسع شهيد زوی، د مولوي عبدالرؤف خاکي لمسی، د مولوي عبدالرحيم کړوسی او د علامه حبو اخندزاده کودی، په (۱۳۱۹هـ.ق.) کال د روژې د مياشتي پر شلمه نېټه د کندهار د باميزو په کوڅه کي زېږېدلی دئ.
مولانا واسعي د وخت مروج علوم له خپل پلار څخه لوستي ول.
په (۱۳۰۰ل.) کال د قضاتو د مکتب او د کندهار د ګنج په ښوونځي کي ئې د ښوونکي وظيفه درلودل، همداسي د پښتو مرکې (مرکه د پښتو) غړی هم وو، له پښتو مرکې وروسته (د کندهار د ادبي انجمن) له تاسيس سره په انجمن کي غړيتوب ور کول سو.
په (۱۳۱۸ل.) کال د (انيس) اخبار د تحرير غړی، په (۱۳۲۰ل.) کال د راډيو د رياست د ترجمو آمر، وروسته د پښتو د دارالترجمې مدير وو. په (۱۳۲۲ل.) کال د پښتو ټولني غړی سو، په عين وخت کي کندهار ته هم ولاړاو هلته په مطبوعاتو کي د مرستيال په توګه، همداسي په احمد شاه بابا لېسه کي د منطق او ادبياتو د ښوونکي په توګه مقرر سو.
په (۱۳۳۵ل.) کال د پښتو ټولني د لغاتو مديريت ور دغاړي سو، څه وخت بعد د دوو کلو لپاره په مشرانو جرګه کي د کندهار انتصابي سناتور هم وو.
له رسمي کارونو څخه تر تقاعد وروسته بيرته کندهار ته ولاړی او په دې عمر ئې د قرآن شريف حفظ وکړ او په عين وخت کي ئې د خپل مسجد امامت هم کاوه.
ښاغلي واسعي په عربي ژبي کي خورا لوی لاس درلود او له عربي ژبي څخه ئې ډېري ترجمې کړي دي، چي د پښتو ټولني په ارشيف کي خوندي دي. د ښاغلي واسعي ځيني تاليفات او ترجمې په لاندي ډول دي:
۱- د تاليف په نامه د پښتو مصادرو مجموعه. (دا اثر ورک دئ).
۲- د کندهار دودونه.
۳- بشپړي ويناوي (ژباړه).
۴- د روح الاجتماع ژباړه.
۵- نړۍ په دوه زرم کال کي (ژباړه).
۶- شخصيت څنګه وده کوي؟ (ژباړه).
۷- روح التربيه (ژباړه).
۸- روح الاعتدال (ژباړه).
۹- علم النفس او د هغه اغېزې په ښوونه او روزنه کي (ژباړه).
۱۰- الصحافه (ژباړه).
۱۱- حصون حمیديه (ژباړه).
ښاغلی عبدالخالق واسعي د (۱۳۶۰ل.) کال په وروستۍ ورځ د کابل په ابن سينا روغتون کي وفات او په سبا د نوي کال په لومړۍ ورځ په شهدای صالحين کي خاورو ته وسپارل سو.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2377
کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالى
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالى
د اکاډميسين کانديد محمد انور نوميالى (د ۱۹۲۸ ز کال د فبرورۍ ۱۹ مه، د ۱۳۰۶ ل ل كال د سلواغې ۲۹ مه - د ٢٠٠٦ ز کال د اکتوبر ۴، د ١٣٨٥ ل کال د تلې ١٢ ډنمارک) يو افغان پښتو ژبی ليکوال، شاعر، څېړونکی، ژباړن او اندیال وو، چې په پښتو ژبه يې ليکوالي او پنځونه کوله.
مخينه
محمد انور نوميالی د حاجي ملا محمد نعيم اخوند زوی،د غلام محى الدين لمسى په خټه اليزی، د ۱۳۰۶ ل ل كال د سلواغې پر ۲۹ مه د کندهار ښار د معروف ولسوالۍ د اليزو په يوه روحاني كورنۍ كې نړۍ ته سترگې پرانيستې وې.
زده کړې
محمد انور نوميالي د وخت د متداوله او مروجه علومو زده كړې له خپله پلاره، چې ملا طبيعته سړى وو او همدارنگه د سيمې له نورو استادانو څخه او د جنوبي پښتونخوا په مدرسو كې تر سره كړې دي. ځواني يې په طالب العلمۍ او ملايۍ كې تېره شوې ده. د وخت د استبداد ناسم چلند او دغه راڼه ستوري ته د كومې تعليمي ــ تحصيلي موسسې د فراغت د سند، چې له دوستانو سره به يې په مجلسو كې په اړه ورته د ((كاغذ)) خطاب كاوه، د دغه كاغذ د نه درلودلو بهانه نيول او د تورتمپالو له خوا د ده د پرمختگ مخنيوى د دې سبب شو چې د څه مهال لپاره د انزوا او گوښه نشينۍ حالت اختيار كړي. د علمي القابو د وېش پر مهال د كانديد اكاډميسين پر لقب نومول شوی. محمد انور نوميالي د ژبو د زده كړې په برخه کې ښه وړتيا درلوده، پر پښتو او پارسي ژبو سربېره يې اردو، عربي، انگرېزي، روسي او ډنماركي ژبې ښې زده وې او د دغو ژبو له اخذونو څخه يې ښه گټه اخيستلاى شوه.
دندې او فرهنگي-پوهنيزې کارندتياوې يې
استاد نوميالي د كندهار ښار په بيلابېلو ښوونځيو او لېسو كې د ادب او منطق د استادۍ دنده درلوده. وروسته كابل ښار ته په راتگ سره يې څه موده په گمرك كې دنده درلوده، د پښتو څېړنو د نړيوال مركز سره يې همكاري درلوده، د ۱۳۵۷ ل کال د غويي مياشتې تر پاڅون وروسته د بيهقي د كتاب خپرونې موسسې د رياست دنده ور په غاړه شوه. نوموړی د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى هم پاتې شوی، څېړنو يې رسمي بڼه نيولې وه او د علومو اكاډمۍ د ختيځ پېژندنې انسټيټيوټ غړى او بيا مشر وټاكل شو. د تېرې پېړۍ د وروستۍ لسيزې په لومړيو كې يې د نورو څېړنو لپاره د منځنۍ اسيا هېوادونو لکه وزبكستان او تاجكستان ته سفرونه کړي دي. دا چې د تاجکستان حالت او زموږ د هېواد بد حالت يو له بله په سيالۍ کې کم نه وو، نو له مجبورې ورځې د روسيې د پترزبورگ او بيا د مسكو ښار مساپر شو. په مسکو کې يې څو ځله خواره واره افغان فرهنگيان راټول كړي او د افغان فرهنگي ټولنو بنسټ يې ايښى دى. پر ۲۰۰۰ ز کال ډنمارك ته كډوال شو.
محمد انور نوميالي د انساني ژوندانه په اړه خپل ځانگړى فلسفي ــ اخلاقي ليد لورى او دريځ درلود، په رښتينولۍ او سپېڅلتيا مين وو، د فكري استغنا څښتن وو. د انسان لپاره د انساني فكر او په انسانستان كې د اوسېدو ټينگ پلوى وو. هوډمن وو، خوځنده وو، استراحت طلب نه وو، ان په دغسې عمر كې چې ډېری نور خلک د راحت غوښتونکي شي، ده په نورو څېړنو او د خپلو پخوانيو، د زلميتوب د نيمگړو او نابشپړو څېړنو په بشپړېدو پسې يې مټې رانغښتې وې. ده د خپل ژوند په اوږدو كې د هېواد د يو شمېر ډېرو وياړمنو فرهنگيانو د استادۍ وياړ درلود. خپل ډېری اثار يې د ټايپي ـ طباعتي غلطيو له ريسكه ساتلي او خپله يې په لاس په ښكلي ليك كښلي دي، چې د پوره حوصلې او ښه ذوق څرگندونه يې كوي.
له افغان مطبوعاتو سره، په ځانگړي توگه د كندهار له طلوع افغان سره يې له هماغه ځوانۍ راهيسې ښه پاللـه. د علومو اكاډيمۍ په چوكاټ كې پر څېړنيزو پروژو سربېره يې پښتو ژبه په نورو ډېرو ښو او ارزښتمنو اثارو وپسوللــه. په پښتو ژبه كې د تخونو يا د روسي ادب د «چستوشكو» ژانر د رامنځته کولو پلوی وو. د هېواد په دننه او بهر كې يې د مطبوعاتو له لارې د چاپ شوو ليكنو او څېړنو شمېر ښايي سلگونو ته ورسيږي. د ژوند په وروستيو كې يې ليكنې پخپله په كمپيوټر کمپوزولې او بېلابېلو وېب سايټونو ته به يې د خپراوي لپاره استولې. د محمد انور نوميالي سياسي لوری د کيڼ پالو له لوري سره يو وو.
مړينه
د کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالي د ٢٠٠٦ ز کال د اکتوبر د مياشتي پر ۴ (د ١٣٨٥ ل کال د تلې پر ١٢) د ۷۹ کالو په عمر په ډنمارک کې د زړه د درېدو لامله له دې نړۍ سترگې پټې کړې. د ده جنازه لومړی له ډنمارک څخه د اسلام اباد له لارې د افغانستان پلازمېنې کابل او بيا کندهار ته ولېږدول شوه او د ۲۰۰۶ ز کال د اکټوبر پر ۱۷ د کندهار پوهنتون په ساحه كې خاورو ته وسپارل شوه.
چاپ شوي نښيرونه يې
د کانديد اکاډميسين محمد انور نوميالي د يو شمېر چاپ شويو نښيرونو نومونه دا دي:
۱. انسان او تكامل (ژباړه)، د كابل چاپ.
۲. هند د لومړي کميونيزم څخه تر مر ئيتوب پورې (ژباړه).
۳. د پښتو ادبياتو د تاريخ يوه تيوريكه طرحه (څېړنيز اثر، گستتنر، كابل).
۴. د وېش سيسټم (څېړنيز اثر، گستتنر، كابل).
۵. د افغانستان توکمونه (ژباړه، سريزه او تعليقات، كابل).
۶. د ميتودولوژۍ تاريخ (ژباړه، سريزه، لمنليکونه او تعليقات، كابل).
۷. د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي (څېړنيز اثر، مسكو چاپ).
۸. د كوډو سرنوشت د علمي پلټنې په رڼا كې (څېړنيز اثر، مسكو چاپ).
۹. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، لومړى ټوك (د ختيځ د نامتو ولسي كيسو ژباړه، مسكو چاپ).
۱۰. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، دوهم ټوك (د همدغو نكلونو د ژباړې بله برخه، مسكو چاپ).
ځينې ناچاپ نښيرونه يې
۱. الپې ليلا يا زر او يوه شپه، (د همدغو ولسي كيسو د ژباړې پاتې برخې په دريم ټوك كې د چاپ لپاره).
۲. بانډار لومړۍ مجموعه (د ده لخوا په پښتو ژبه كې د تخونو يا چستوشكو د نوي ژانر په قالب كې د خوندورو نظمونو ټولگه).
۳. بانډار دوهمه مجموعه (د همدغه تخونو دوهمه ټولگه ده).
۴. هزار و يك قتقتك (د تخونو يوه بله ټولگه ده.)
۵. هغه پلا او دا پلا (يوه سفرنامه ده.)
۶. زما د پوهنې حدود د حقيقت په مخ كې (د ژوندانه په باب د ده د فلسفي نظريو يوه ټولگه ده چې له نن څخه پنځوس كاله پخوا يانې پر ۱۹۵۶ ز كال کښل شوې وه.)
۷. د افغانستان د ايتنوگرافۍ په باب يوه پلټنه.
۸. د مختلفو موضوعاتو په باب يو شمېر ناچاپه مقالې.
سرچينې
بېنوا پښتو گورتپاڼه
http://www.talafghan.com/numyalai/numyalaidazhwandlamenekadaso=mmhotak.html
http://www.talafghan.com/numyalai/yawzalbiadaweerpatagharkshenastu=jsamoon.html
http://www.talafghan.com/numyalai/reportsfromkabulandkandahar.html
http://www.talafghan.com/messegesandreports/rohi%20baheer.pdf
منبع: پښتو ويکیپېډيا د ۲۰۲۰ کال د جون ۹مه نېټه
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2650
محمد عثمان پښتون
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: محمد عثمان پښتون
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
ښاغلی محمد عثمان پښتون په (۱۲۶۵ل.) کال په کندهار کي زېږېدلی دئ، زده کړي ئې د پښتونستان په چمن سيمه کي په اته کلنۍ کي شروع کړي دي، هلته تر پنځه کاله درس ويلو وروسته، د پلار د مړيني له امله بيرته کندهار ته را ګرځېدلی دئ، خو د کندهار په ارغسان کي -چي سارا (صحرا) وه- ئې هغسي علمي تنده نه ماتېدله، نو بيرته ئې مخ پر چمن ونيوی، هلته او په کوټه کي ئې خياطي هم کول او زده کړه هم.
ښاغلی پښتون په اماني روښانه دوره کي بيرته کندهار ته راغلی دئ او دلې د (طلوع افغان) ژباړن مقرر سوی دئ، تر ژباړنۍ برعلاوه د پاسپورټ او ضبط احوالات مامور، د بلديې کفيل، وروسته ئې رئيس او هم ئې د تجارت، دندي اجرا کړي دي.
ښاغلی پښتون په (۱۳۱۱ل.) کال د پښتو انجمن رئيس مقرر سو، تر هغه وخته ئې په رياست کي کار وکړی، چي پښتو انجمن په (۱۳۱۶ل.) کال له کابل ادبي انجمن سره يو ځای او پښتو ټولنه ځني تاسيس سوه.
ښاغلي پښتون په پښتو له کښل سوو اثارو څخه اضافه، له هندي، پنجابي، اردو، ګجراتي او انګرېزي ماخذونو څخه هم ګټه اخيستلای سوای.
ښاغلی پښتون د (پښتو ښوونکی /دوه جلده/)، (بريالی)او (غښتلی پښتون) په نومونو تاليفات لري او د (د آسيا سپېدې)، (د حربي فن د تعبيې فن)، (د محمود ادبي جرګه)، (اصول تمدن /دوه ټوکه/) او نور ژباړل سوي آثار هم لري، چي له انګرېزي، اردو او فارسي ژبو څخه ئې ژباړلي دي.
ښاغلی عثمان د پښتو مجلې چلوونکی هم وو، د ده ځيني ژباړي، ليکني او شعرونه په پښتو مجله کي هم خپرېدل.
ارواښاد محمد عثمان پښتون په (۱۳۴۰ل.) کال وفات سوی دئ.
خبر نه يم چي پرانيزي پټي ستـــرګي افــغان کلـــه؟
د فلـــک څخه به واخلــي واری خـــپل د دوران کلـــه؟
هغــه قوم چي عـلم و فن ئې و جــهان ته دئ ښوولی
شرق و غرب به سره يو کړي په نامه د خپل ځان کله؟
عثمان
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2101
عبدالباري آشنا
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
نوميالی ليکوال: عبدالباري آشنا
ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري، شمس الله آرين
ښاغلی عبدالباري آشنا په (۱۳۰۵ل.) کال د کندهار په بالاکرز کي زېږېدلی دئ، زده کړي ئې په ميرويس نيکه او احمد شاه بابا لېسو کي کړي دي.
ښاغلی آشنا په (۱۳۲۷ل.) کال د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کي شامل سوی او په (۱۳۳۲ل.) کال کي ځني فارغ سوی دئ.
له ادبياتو پوهنځی څخه تر فراغت وروسته، بيا تر (۱۳۳۶ل.) پوري ئې په احمد شاه بابا لېسه کي د معلم، معاون او د لېسې د مديريت دندي اجرا کړي دي، تر هغه وروسته د کندهار د پوهني د مديريت (هغه وخت د پوهني رياست، مديريت وو) دنده هم ور د غاړي سوه.
په (۱۳۳۹ل.) کال د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کي د پوهيالي په علمي رتبه په استادۍ ومنل سو، خو استادۍ ئې تر ډېره دوام و نه کړ، د ځينو ستونزو په خاطر بيرته کندهار ته را وګرځېدی او دلې په کندهار کي د وړيو اوبدلو په فابريکه کي د مراقبت د مدير په حيث وټاکل سو.
آشنا صاحب د خپلي مورنۍ ژبي (پښتو) برعلاوه، پر پاړسي او انګرېزي هم ښه قادر وو.
د آشنا صاحب ليکني په طلوع افغان اخبار کي خپرې سوي دي او يو اثر (ادبيات) ئې په (۱۳۳۶ل.) کال لومړی د طلوع افغان په ګڼو، وروسته مستقل چاپ سو، چي د مطبوعاتو رياست د رحمان بابا لومړۍ جايزه ورکړه.
ارواښاد عبدالباري آشنا د (۱۳۴۷ل.) کال د سنبلې پر لومړۍ نېټه په کوټه کي وفات سو او دريمه نېټه په کندهار کي خاورو ته وسپارل سو.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ
- لوستنې: 2240
10 له 14 پاڼو څخه