
پر پټه خزانه د ميکنزي مرکزي انتقاد ته جواب (لومړۍ برخه)
- Details
- څانګه: پټه خزانه
يادونه: د کاپي کولو په صورت کي د اصلي منبع لينک ورسره اضافه کول حتمي دی.
ليکونکی: احمدولي اڅکزی، ۲۰۲۱ کال د جون ۹مه نېټه، آلمان
د «ږ» او «ڼ» په حواله انتقاد
کله چي فاضل پوهاند استاد عبدالحي حبيبي په ۱۹۴۴ عيسوي کال (۱۳۲۲ لمريز) پټه خزانه وموندله نو دا د پښتو ژبي د ادب د تاريخ او په مجموع کي د افغانستان له پاره يوه ډېره مهمه موندنه وبلل سوه. خو پر دغه موندنه او پر ريښتونولي يې شکونه هم څرګند کړل سول چي دغه لړۍ تر نن پوري ادامه لري. پر دغه موضوع زيات کتابونه او مقالې ليکل سوي او افغان عالمانو د پټي خزانې په تړاو ټولو انتقادونو ته علمي جوابونه هم ويلي دي. خو د هغه باوجوده چي کله څوک په زياته په غربي علمي مرجعو او رسالو کي د پښتو ادب د تاريخ په هکله لوست کوي، نو پکښي پټه خزانه په بنيادي توګه د ښاغلي ډېويډ نايل ميکنزي د انتقاد او استدلال پر اساس په جعل تورنيږي.
د مثال په توګه د لندن پوهنتون د ختيځپوهنې او افريقايي علومو څانګه د «منځنۍ آسيا د ژبو ليکدودونه» په نوم جريده کي پټه خزانه د ډېويډ نايل ميکنزي د انتقاد په حواله اختراع سوې [1] يادوي. په رشتيا هم استاد ميکنزي د پټي خزانې د موندل کيدو څخه لږ وخت وروسته دغه نسخه جعلي سند وباله. د ميکنزي مرکزي انتقاد او استدلال دا ؤ چي د پټي خزانې په متن کي د «ږ» او «ڼ» توري يا ګرافيمونه دواړه راغلي دي. د دغه ختيځپوه په وينا دا چي ياد توري اول په ۱۹۳۶ کال د افغان دولت (پښتو ټولنې) له خوا د «عصري پښتو» له پاره «معرفي» کړل سول نو په وينا يې پټه خزانه «جوړه سوې/جعلسازي» سوې ده.
کله چي څوک په عامه انټرنټي منابعو لکه «ويکيپېډيا» کي د پټي خزانې په تړاو لټون وکړي نو هلته هم عموما د ميکنزي انتقاد د پټي خزانې د ارزونې هغه مرکزي ټکی معرفي کيږي. لکه په فارسي ويکيپېډيا کي چي راغلي:
«در مورد تاریخ جعل اثر در میان پژوهشگران اختلاف نظر است. برخی این جعل این کتاب را در اواخر قرن نوزدهم میلادی میدانند. در تحقیقات اخیر، به شکل عام بسیاری از پژوهشگران، تاریخ جعل اثر را دهه چهل میلادی و کمی قبل از ادعای کشف اثر میدانند. دیوید نیل مکنزی به این امر اشاره میکند که در سراسر این کتاب، حروف (ږ) و (ڼ) استفاده شده است. این درحالی است که این حروف پس از سال ۱۹۳۶ هنگامی که دولت افغانستان اصلاحات در شیوه نگارش پشتو انجام داد، وارد الفبای پشتو شدند. او با بررسی خود نشان میدهد که این دو حرف قبل از سال ۱۹۳۵ هرگز به طور هم زمان در هیچ نسخه خطی پیدا نشدهاند. از این رو، دیوید نیل مکنزی تاریخ جعل اثر را در سال ۱۹۴۴ میلادی، یعنی تنها کمی قبل از ادعای کشف آن میداند.»[2]
آلماني ويکيپېډيا کي د پښتو ليکدود په تړاو مطلب کي پر پټه خزانه داسي قضاوت سوی دی:
«Besondere negative Berühmtheit erlangte das Pata Chazāna (پټه خزانه – „Der versteckte Schatz“), das der afghanische Literaturwissenschaftler Abdul Hay Habibi 1944 in Kandahar behauptete entdeckt zu haben. Die Schrift enthält eine angeblich im Jahr 1729 verfasste Anthologie der paschtunischen Dichtung, in der Werke bisher unbekannter Dichter zusammengestellt sind, die bis in das achte Jahrhundert zurückgehen. Das gesamte Manuskript sowie die darin kolportierten älteren Schriften werden in der Iranistik meist als Fälschung klassifiziert.» [3]
د پورتني آلماني متن تقريبي پښتو ژباړه:
«په زياته د پټې خزانې کتاب زيات خراب/منفي شهرت ترلاسه کړ، کوم چي د افغان ادبپوه عبدالحی حبيبي لخوا يې په ۱۹۴۴ د موندنې ادعا وسوه. د ادعا له مخي د پښتو انتخاب سوو اشعارو دغه کتاب په ۱۷۲۹ عيسوي کال ليکل سوی او پکښي تر اوسه (د پټي خزانې تر موندنې پوري) نا پېژندل سوو داسو شاعرانو تذکره راغلې چي لړۍ يې ګواکي تر ۸مې عيسوي پېړۍ پوري پخوا ته رسيږي. خو په ختيځپوهنه کي اکثرأ دغه بشپړ کتاب او پکښي افواهي راغلي ټول متون جعلي درجه بندي کيږي.»
زيات زاړه پښتو کتابونه «ږ» او «ڼ» لري
په دغه لنډه مقاله کي به له زيات شمير هغو چاپ سوو پښتو کتابونو او متونو څخه صرف هغه څو دلته ياد کړو چي کتونکي يې آنلاين هم موندلای سي. ټول دغه کتابونه د ښاغلي ميکنزي استدلال ناسم ثابتوي. دغه کتابونه ټول له ۱۹۳۶ عيسوي کال څخه ترمخه ليکل سوي او پکښي «ږ» يا «ڼ» او يا هم دواړه راغلي دي. د مثال په توګه په ۱۸۸۵ عيسوي کال د پښتو عسکري بوليو/اوامرو په کتاب «ميزک توپخانه» کي څو ځايه هم «ږ» او هم «ڼ» راغلی دی (مثال: ږ پاڼه ۱۴ او ڼ پاڼه ۱۶).
خو دلته دا يادونه هم بايد وسي چي په جنوبي پښتونخوا او افغانستان کي عموما د «ڼ» توری د لغت منځ، پای او هم يوازي استعماليږي، لکه په باڼه، مڼه، او کوڼ کي. په خيبر پښتونخوا او يو شمير نورو سيمو کي بيا د دغه له پاره د «نړ» توري هم استعمال لري. دا فرق نه يوازي اوس موجود دی بلکه د پټي خزانې له کشف څخه تر مخه هم موجود ؤ. د دې تر څنګ د هنري جورج راورټي په وينا کله چي د «ڼ» د لغت په سر يا منځ کي راسي نو د «ڼـ» او «ـــڼــــ» شکل خپلوي خو کله چي په آخر کي راسي نو د «نړ» په شکل ليکل کيږي[د پښتو ګرامر په تړاو د ۱۸۵۵ کال چاپ سوي کتاب ۵مه پاڼه].
۱ ـ A Grammar of the Pukhto, Pushto, or Language of the Afgháns، هنري جارج راورټي، بابپتست مشن کلب، کلکته، ۱۸۵۵ عيسوي کال (۱۲۷۱ ه) [4]
۲ ـ کتاب د نوى عهد يعنى د خداوند عيسى مسيح انجيل، د ستيون آستن مطبع، هرتفرد، ۱۸۶۳ عيسوي کال (۱۲۷۹ ه.) [5]
۳ ـ پښتو انګريزي قاموس، هنري جورج راورټي، ويليمس اېنډ نور ګېټ، لندن، ۱۸۶۰ عيسوي کال (۱۲۷۶ ه.) [6]
۴ ـ ميزک توپخانه، مير احمد گرانشنو او مير سيف الدين عزيزى، مطبع دار السلطنه، کابل، ۱۸۸۵ عيسوي کال (١٣٠٣ ه.) [7]
۵ ـ Afghan Poetry of the Seventeenth Century، هنري جورج راورټي، ، ۱۸۹۰ عيسوي کال (۱۳۰۷ ه.) [8]
۶ ـ کليدِ افغاني، پادري هيوز صاحب، منشي ګلاب سينګهـ اېنډ سنز مطبع، لاهور، ۱۸۹۳ عيسوي کال (۱۳۱۰ ه.) [9]
۷ ـ خير اللغت، قاضي خيرالله، نور لکشورګيس پرنټنګ ورکس، لاهور، ۱۹۰۶ عيسوي کال (۱۳۲۴ ه.) [10]
۸ ـ اطاعت الامر، عبدالرب خان، مطبع دارالسلطنه، کابل، ۱۹۱۵/۱۹۱۶ عيسوي کال (۱۳۳۴ ه.) [11]
۹ ـ ديوان ميرزا افغاني، مرزا خان انصاري، مطبع اسلاميه، لاهور، ۱۹۱۵ عيسوي کال (۱۳۳۴ ه.) [12]
۱۰ ـ يوازنی پښتو، مولوي عبدالواسع کندهاری، مطبع دارالسلطنه، کابل، ۱۹۲۳ عيسوي کال (۱۳۴۱ ه.) [13]
لکه څنګه چي تر مخه ورته اشاره وسوه لا نور پښتو کتابونه سته چي له ۱۹۳۶ کال څخه زيات کالونو مخکي چاپ سوي دي او پکښي هم «ږ» او «ڼ» د راغلی دی.
د پښتو خطي نسخې
د فاضل استاد محمد معصوم هوتک په وينا په پښتو کي په سلونو [...] داسي زړې خطي نسخې سته چي هم زړې دي او هم پکښي «ڼ» او «ږ» دواړه کارول سوي دي. له دغو څخه د بعضو خطي نسخو بېلګي به د دغې مقالې په دويمه برخه کي د لوستونکو سره شريکي کړل سي.
د لومړۍ برخي پای
ښايي لاندنۍ مقالې هم درته په زړه پوري وي:
د پټي خزانې پر دريم چاپ د علامه حبيبي سريزه
پر دغه پاڼه د پټي خزانې په تړاو خپرو سوو ټولو مقالو ليسټ او لينکونه
ماخذونه:
[1]
David Neil MacKenzie: David N. Mackenzie: The Development of the Pashto Script. In: Shirin Akiner (Editor): Languages and Scripts of Central Asia. School of Oriental and African Studies, Univ. of London, London 1997, ISBN 9780728602724. p. 142
[2]
https://fa.wikipedia.org/wiki/%D9%BE%D8%AA%D9%87_%D8%AE%D8%B2%D8%A7%D9%86%D9%87
د پاڼي د خلاصولو نېټه، ۲۰۲۱ عيسوي کال د جون ۸مه نېټه، د غرمې دولس نيمي بجې
[3]
https://de.wikipedia.org/wiki/Paschtunische_Schrift
د پاڼي د خلاصولو نېټه، ۲۰۲۱ عيسوي کال د جون ۸مه نېټه، د غرمې دولس بجې
[4]
https://www.wdl.org/en/item/17714/
[5]
https://www.loc.gov/item/2013420229/
[7]
http://afghanistandl.nyu.edu/books/adl0193/
[8]
https://www.wdl.org/en/item/17691/
[9]
https://www.loc.gov/item/45044056/
[10]
https://archive.org/details/KitabEKhairUl-LughaatHissaEAwwalYaniPashtoUrduLughaat
[11]
https://www.loc.gov/item/2001310184/
[12]
https://www.wdl.org/en/item/17890/
[13]
http://afghanistandl.nyu.edu/afghanistan/books/adl0332/adl0332-fr01.html
د پټي خزانې زوړ او نوی چاپ کتاب پر لاندني لينکونو کتلای/ډاونلوډ کولای سئ:
https://bit.ly/3gk9OBs
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 4326

د سانسکريت لنډ تعارف ۳ برخه ـ توري څنګه سره ملګري کيږي
- Details
- څانګه: سانسکريت
د سانسکريت لنډ تعارف ـ دريمه برخه
ليکونکی: احمدولي اڅکزی
ملګري يا مخلوط توري (संयोग/saṅyoga/سـنیوگـَــ)
کله چي په ديواناګري ليک کي دوه بېږغه توري يا کانسوننت توري پرله پسې راسي، نو دوی سره يوځای کيږي چي دغه ملګرو يا مخلوط سوو تورو ته سنيوګَ توري ويل کيږي. که موږ د ټولګي يا صنف له پاره د انګريزي لغت کلاس class چي يو سېلاب لرونکی لغت دی په ديواناګري ليکل غواړو نو درو بې ږغو تورو ک क، ل ल، س स او يو ږغيز توري ا आ ته اړتيا لرو. خو که کلاس په कलास وليکو نو دا به غلط وي ولي چي دغه به بيا درې سېلابه لرونکی لغت (कलास/kalāsa/کَلاسَ) جوړ سي. دا ځکه چي په ديواناګري کي هر بې ږغه توری يو سېلاب جوړوي او په اوتوماتيکه توګه ساکن نه وي. د دې له پاره چي څوک په ديواناګري کي يو توری د ساکن توري په توګه په نخښه کړي نو ورڅخه لاندي يې د ساکنوالي ځانګړې نخښه ्(विराम/virāma/ويرامَ) کښېښودل کيږي چي په ګرافيک شکل د عربي زېر/کسره نخښي ته ورته ده. د دې له پاره چي کلاس د کَلاسَ په شان ونه لوستل سي بايد د ک او هم د س لاندي د ساکن نخښه (विराम/virāma/ويرامَ) کښېښودل سي. لکه:(क्लास्/klās/کلاس)
خو د ساکنوالي د نخښو سره پورتنۍ بڼه क्लास् هم مستعمله او معياري نه ده. دا ځکه چي په دېواناګري کي دا اصول دی چي که دوه بې ږغه توري سره پرله پسې سي او هغه لومړی يې ساکن وي نو د لومړي کانسوننت ګرافيک يا نخښه نيمه کيږي او د دويم کانسوننت د نخښي سره يوځای کيږي او په دې توګه له دوو بېږغو تورو څخه يو نوی ګرافيک توری (ګرافېم) جوړيږي چي ورته (संयोग/saṅyoga/سَـنیوگـَــ)ويل کيږي.دا د دې له پاره چي هميشه د ساکن والي توری لګول ونه غواړي.نو په دې توګه زموږ مخکنۍ بېلګه کلاس په اصل کي په دېواناګري کي د معيار له ممخي क्लास् ليکل کيږي. دلته وينو چي क د ساکن نخښې لګولو پرځای رالنډ کړل سوی دی او د ک او ل څخه क्ल جوړ سوی دی.
په ديواناګري کي د ملګرو تورو يا سَنيوګـَ شمېر د زرو په شاوخوا کي دی. يو څو بېلګي يې په لاندني جدول کي کتلای سو:
Dev. |
Arabic |
Transliteration |
ञ + च = ञ्च |
ن + چ = نچ |
ña + ca = ñca |
प +त = प्त |
پ + ت = پتَ |
pa + ta = pta |
ट +ट = ट्ट |
ټ + ټ = ټټَ |
ṭa + ṭa = ṭṭa |
द +म = द्म |
د + م = دمَ |
da + ma = dma |
ड +य = ड्य |
ډ + ی = ډیَ |
ḍa + ya = ḍya |
द +व = द्व |
د + و = دوَ |
da + va = dva |
ङ +क = ङ्क |
ن + ک = نکَ |
ṅa + ka = ṅka |
क +त = क्त |
ک + ت = کتَ |
ka + ta = kta |
झ +र = झ्र |
جھ + ر = جھرَ |
jha + ra = jhra |
ह +म = ह्म |
ه + م = همَ |
ha + ma = hma |
ट +र = ट्र |
ټ + ر = ټَرَ |
ṭa + ra = ṭra |
द +ग = द्ग |
د + گ = دگَ |
da + ga = dga |
न +द + र = न्द्र |
ن + د + ر = ندرَ |
na + da + ra = ndra |
स +त + र = स्त्र |
س + ت + ر = سترَ |
sa + ta + ra = stra |
ष +व + व = ष्ट्व |
ش + و + و = شټوَ |
ṣa + va + va = ṣṭva |
دا چي پرله پسې راتلونکي بې ږغه توري څنګه سره يوځای کړل سي، په هکله يې لاندني شپږ اصول کتلای سو:
۱ ـ که لومړی توری له هغو تورو څخه وي چي په پای کي يې عمودي کرښه وي لکه ګ ग، ت त ، چ च او يا نور، نو د دويم توري سره د وصل کولو پر وخت دغه عمودي کرښه ورڅخه ليري کيږي او د دغه توري مخکنۍ برخه د بشپړه دويم توري سره يوځای کيږي يا دويم بېږغه توری تر لومړي بېږغه توري لاندي ليکل کيږي:
त्+व= त्व→त्वच् (tvác)
ष्+ठ→ ष्ठ - ओष्ठः (oṣṭhaḥ)
۲ـ په هغه صورت کي که لومړی توری ښکاره عمودي کرښه نه لري نو بيا څوک د سکون له ځانګړې نخښي او يا هم له سر پر سر کولو څخه کار اخيستلای سي لکه:
द्+व = द्व→द्वयोः (dvayoḥ)
ट् + व → ट्व - खट्वा (khaṭvā)
द् + ध → द्ध - बुद्ध (buddha)
द् + भ → द्भ - उद्भव (udbhava)
۳ـ که لومړی ساکن توری ر र وي نو بيا دغه ر د دويم توري پر سر وانګريزي توري c ته د ورته ځانګړي نخښي په شکل کي ليکل کيږي او يا هم د پښتو د ۸ په شان نخښي په شکل تر دويم توري لاندي ليکل کيږي او يا هم د زير يا کسره په شان ځانګړې نخښه د دويم توري سره لاندي لګول کيږي:
र्+म→ र्म - धर्म (dharma)
क्+र→ क्र - चक्र (cakra)
ट्+र→ ट्र - राष्ट्र (rāṣṭra)
۴ـ د دېواناګري هغه توري چي Nasal يا په پوزه کي تلفظ کېدونکي بلل کيږي لکه ङ، ञ، ण، णप او म چي کله يو په بل پسې راسي نو بيا سره يوځای کيږي:
लिंग/लिङ्ग (liṅga)
पंच/पञ्च (pañca)
कंठ/कण्ठ (kaṇṭha)
दंत/दन्त (danta)
कंप/कम्प (kampa)
۵ـ بعضي بېږغه توري په نوو ځانګړو تورو اوړي:
क् + ष → क्ष - मोक्ष (mokṣa)
त् + र → त्र - मंत्र (maṃtra)
ज् + ञ → ज्ञ - यज्ञ (yajña)
द् + द → द्द - उद्देश (uddeśa)
द् + म → द्म - पद्म (padma)
۶ـ که لومړی توری श وي نو بيا نوی توری رامنځ ته کېدلای سي:
श् + र → श्र - आश्रम (āśrama)
د لوست يووالی:
په سانسکريت کي هر ګرافیک توری صرف يو ږغ وړاندي کوي او په دې توګه د انګريزي او زيات شمېر نورو ژبو سره توپير لري په کومو کښي چي بعضي توري لوستل کيږي او بعضي يې خاموش وي او يا په بيلو لغتونو کي همدغه توري يا د تورو مجموعه بېل ډول لوستل کيږي. يعني په دېواناګري کي چي کوم توري څنګه ليکل سوي وي هم هغسي لوستل کيږي او د لوست لاره يې هم يوه واحده وي.
البته د سانسکريت د دقيق تلفظ او آهنګ يا ادا کولو په ترڅ کي توپيرونه سته. دا چي ليکل سوی متن څنګه د تلفظ په ترڅ کي ادا کيږي دا تر ډيري اندازې په دې پوري اړه لري چي د تلفظ کوونکي کس خپله مورنۍ ژبه او سيمه کومه ده. خو (पाणिनि/Pāṇini/پانيني)د عيسوي ميلاد څخه نژدې څلور سوه کاله مخکي چي د سانسکريت کوم ګرامري او ږغيز اصول ثبت کړي دي، په هغو کي تر زياتي اندازې د ږغونو د ادا کولو طرز هم ثبت سوی دی او په دې توګه تر زياتې اندازې بيا هم د تلفظ او ادا کولو طرز يې معلوم دی.
هغه مخلوط توري چي क يا ख يا ग يې مخي ته وي:
क+क=क्क (kka) |
ख+क=ख्क (khka) |
ग+क=ग्क (gka) |
क+ख=क्ख (kkha) |
ख+ख=ख्ख (khkha) |
ग+ख=ग्ख (gkha) |
क+ग=क्ग (kga) |
ख+ग=ख्ग (khga) |
ग+ग=ग्ग (gga) |
क+घ=क्घ (kgha) |
ख+घ=ख्घ (khgha) |
ग+घ=ग्घ (ggha) |
क+ङ=क्ङ (kṅa) |
ख+ङ=ख्ङ (khṅa) |
ग+ङ=ग्ङ (gṅa) |
क+च=क्च (kca) |
ख+च=ख्च (khca) |
ग+च=ग्च (gca) |
क+छ=क्छ (kcha) |
ख+छ=ख्छ (khcha) |
ग+छ=ग्छ (gcha) |
क+ज=क्ज (kja) |
ख+ज=ख्ज (khja) |
ग+ज=ग्ज (gja) |
क+झ=क्झ (kjha) |
ख+झ=ख्झ (khjha) |
ग+झ=ग्झ (gjha) |
क+ञ=क्ञ (kña) |
ख+ञ=ख्ञ (khña) |
ग+ञ=ग्ञ (gña) |
क+ट=क्ट (kṭa) |
ख+ट=ख्ट (khṭa) |
ग+ट=ग्ट (gṭa) |
क+ठ=क्ठ (kṭha) |
ख+ठ=ख्ठ (khṭha) |
ग+ठ=ग्ठ (gṭha) |
क+ड=क्ड (kḍa) |
ख+ड=ख्ड (khḍa) |
ग+ड=ग्ड (gḍa) |
क+ढ=क्ढ (kḍha) |
ख+ढ=ख्ढ (khḍha) |
ग+ढ=ग्ढ (gḍha) |
क+ण=क्ण (kṇa) |
ख+ण=ख्ण (khṇa) |
ग+ण=ग्ण (gṇa) |
क+त=क्त (kta) |
ख+त=ख्त (khta) |
ग+त=ग्त (gta) |
क+थ=क्थ (ktha) |
ख+थ=ख्थ (khtha) |
ग+थ=ग्थ (gtha) |
क+द=क्द (kda) |
ख+द=ख्द (khda) |
ग+द=ग्द (gda) |
क+ध=क्ध (kdha) |
ख+ध=ख्ध (khdha) |
ग+ध=ग्ध (gdha) |
क+न=क्न (kna) |
ख+न=ख्न (khna) |
ग+न=ग्न (gna) |
क+प=क्प (kpa) |
ख+प=ख्प (khpa) |
ग+प=ग्प (gpa) |
क+फ=क्फ (kpha) |
ख+फ=ख्फ (khpha) |
ग+फ=ग्फ (gpha) |
क+ब=क्ब (kba) |
ख+ब=ख्ब (khba) |
ग+ब=ग्ब (gba) |
क+भ=क्भ (kbha) |
ख+भ=ख्भ (khbha) |
ग+भ=ग्भ (gbha) |
क+म=क्म (kma) |
ख+म=ख्म (khma) |
ग+म=ग्म (gma) |
क+य=क्य (kya) |
ख+य=ख्य (khya) |
ग+य=ग्य (gya) |
क+र=क्र (kra) |
ख+र=ख्र (khra) |
ग+र=ग्र (gra) |
क+ल=क्ल (kla) |
ख+ल=ख्ल (khla) |
ग+ल=ग्ल (gla) |
क+ळ=क्ळ (kḻa) |
ख+ळ=ख्ळ (khḻa) |
ग+ळ=ग्ळ (gḻa) |
क+व=क्व (kva) |
ख+व=ख्व (khva) |
ग+व=ग्व (gva) |
क+श=क्श (kśa) |
ख+श=ख्श (khśa) |
ग+श=ग्श (gśa) |
क+ष=क्ष (kṣa) |
ख+ष=ख्ष (khṣa) |
ग+ष=ग्ष (gṣa) |
क+स=क्स (ksa) |
ख+स=ख्स (khsa) |
ग+स=ग्स (gsa) |
क+ह=क्ह (kha) |
ख+ह=ख्ह (khha) |
ग+ह=ग्ह (gha) |
هغه مخلوط توري چي घ يا च يا छ يې مخي ته وي:
घ+क=घ्क (ghka) |
च+क=च्क (cka) |
छ+क=छ्क (chka) |
घ+ख=घ्ख (ghkha) |
च+ख=च्ख (ckha) |
छ+ख=छ्ख (chkha) |
घ+ग=घ्ग (ghga) |
च+ग=च्ग (cga) |
छ+ग=छ्ग (chga) |
घ+घ=घ्घ (ghgha) |
च+घ=च्घ (cgha) |
छ+घ=छ्घ (chgha) |
घ+ङ=घ्ङ (ghṅa) |
च+ङ=च्ङ (cṅa) |
छ+ङ=छ्ङ (chṅa) |
घ+च=घ्च (ghca) |
च+च=च्च (cca) |
छ+च=छ्च (chca) |
घ+छ=घ्छ (ghcha) |
च+छ=च्छ (ccha) |
छ+छ=छ्छ (chcha) |
घ+ज=घ्ज (ghja) |
च+ज=च्ज (cja) |
छ+ज=छ्ज (chja) |
घ+झ=घ्झ (ghjha) |
च+झ=च्झ (cjha) |
छ+झ=छ्झ (chjha) |
घ+ञ=घ्ञ (ghña) |
च+ञ=च्ञ (cña) |
छ+ञ=छ्ञ (chña) |
घ+ट=घ्ट (ghṭa) |
च+ट=च्ट (cṭa) |
छ+ट=छ्ट (chṭa) |
घ+ठ=घ्ठ (ghṭha) |
च+ठ=च्ठ (cṭha) |
छ+ठ=छ्ठ (chṭha) |
घ+ड=घ्ड (ghḍa) |
च+ड=च्ड (cḍa) |
छ+ड=छ्ड (chḍa) |
घ+ढ=घ्ढ (ghḍha) |
च+ढ=च्ढ (cḍha) |
छ+ढ=छ्ढ (chḍha) |
घ+ण=घ्ण (ghṇa) |
च+ण=च्ण (cṇa) |
छ+ण=छ्ण (chṇa) |
घ+त=घ्त (ghta) |
च+त=च्त (cta) |
छ+त=छ्त (chta) |
घ+थ=घ्थ (ghtha) |
च+थ=च्थ (ctha) |
छ+थ=छ्थ (chtha) |
घ+द=घ्द (ghda) |
च+द=च्द (cda) |
छ+द=छ्द (chda) |
घ+ध=घ्ध (ghdha) |
च+ध=च्ध (cdha) |
छ+ध=छ्ध (chdha) |
घ+न=घ्न (ghna) |
च+न=च्न (cna) |
छ+न=छ्न (chna) |
घ+प=घ्प (ghpa) |
च+प=च्प (cpa) |
छ+प=छ्प (chpa) |
घ+फ=घ्फ (ghpha) |
च+फ=च्फ (cpha) |
छ+फ=छ्फ (chpha) |
घ+ब=घ्ब (ghba) |
च+ब=च्ब (cba) |
छ+ब=छ्ब (chba) |
घ+भ=घ्भ (ghbha) |
च+भ=च्भ (cbha) |
छ+भ=छ्भ (chbha) |
घ+म=घ्म (ghma) |
च+म=च्म (cma) |
छ+म=छ्म (chma) |
घ+य=घ्य (ghya) |
च+य=च्य (cya) |
छ+य=छ्य (chya) |
घ+र=घ्र (ghra) |
च+र=च्र (cra) |
छ+र=छ्र (chra) |
घ+ल=घ्ल (ghla) |
च+ल=च्ल (cla) |
छ+ल=छ्ल (chla) |
घ+ळ=घ्ळ (ghḻa) |
च+ळ=च्ळ (cḻa) |
छ+ळ=छ्ळ (chḻa) |
घ+व=घ्व (ghva) |
च+व=च्व (cva) |
छ+व=छ्व (chva) |
घ+श=घ्श (ghśa) |
च+श=च्श (cśa) |
छ+श=छ्श (chśa) |
घ+ष=घ्ष (ghṣa) |
च+ष=च्ष (cṣa) |
छ+ष=छ्ष (chṣa) |
घ+स=घ्स (ghsa) |
च+स=च्स (csa) |
छ+स=छ्स (chsa) |
घ+ह=घ्ह (ghha) |
च+ह=च्ह (cha) |
छ+ह=छ्ह (chha) |
هغه مخلوط توري چي ज يا झ يا ञ يې مخي ته وي:
ज+क=ज्क (jka) |
झ+क=झ्क (jhka) |
ञ+क=ञ्क (ñka) |
ज+ख=ज्ख (jkha) |
झ+ख=झ्ख (jhkha) |
ञ+ख=ञ्ख (ñkha) |
ज+ग=ज्ग (jga) |
झ+ग=झ्ग (jhga) |
ञ+ग=ञ्ग (ñga) |
ज+घ=ज्घ (jgha) |
झ+घ=झ्घ (jhgha) |
ञ+घ=ञ्घ (ñgha) |
ज+ङ=ज्ङ (jṅa) |
झ+ङ=झ्ङ (jhṅa) |
ञ+ङ=ञ्ङ (ñṅa) |
ज+च=ज्च (jca) |
झ+च=झ्च (jhca) |
ञ+च=ञ्च (ñca) |
ज+छ=ज्छ (jcha) |
झ+छ=झ्छ (jhcha) |
ञ+छ=ञ्छ (ñcha) |
ज+ज=ज्ज (jja) |
झ+ज=झ्ज (jhja) |
ञ+ज=ञ्ज (ñja) |
ज+झ=ज्झ (jjha) |
झ+झ=झ्झ (jhjha) |
ञ+झ=ञ्झ (ñjha) |
ज+ञ=ज्ञ (jña) |
झ+ञ=झ्ञ (jhña) |
ञ+ञ=ञ्ञ (ñña) |
ज+ट=ज्ट (jṭa) |
झ+ट=झ्ट (jhṭa) |
ञ+ट=ञ्ट (ñṭa) |
ज+ठ=ज्ठ (jṭha) |
झ+ठ=झ्ठ (jhṭha) |
ञ+ठ=ञ्ठ (ñṭha) |
ज+ड=ज्ड (jḍa) |
झ+ड=झ्ड (jhḍa) |
ञ+ड=ञ्ड (ñḍa) |
ज+ढ=ज्ढ (jḍha) |
झ+ढ=झ्ढ (jhḍha) |
ञ+ढ=ञ्ढ (ñḍha) |
ज+ण=ज्ण (jṇa) |
झ+ण=झ्ण (jhṇa) |
ञ+ण=ञ्ण (ñṇa) |
ज+त=ज्त (jta) |
झ+त=झ्त (jhta) |
ञ+त=ञ्त (ñta) |
ज+थ=ज्थ (jtha) |
झ+थ=झ्थ (jhtha) |
ञ+थ=ञ्थ (ñtha) |
ज+द=ज्द (jda) |
झ+द=झ्द (jhda) |
ञ+द=ञ्द (ñda) |
ज+ध=ज्ध (jdha) |
झ+ध=झ्ध (jhdha) |
ञ+ध=ञ्ध (ñdha) |
ज+न=ज्न (jna) |
झ+न=झ्न (jhna) |
ञ+न=ञ्न (ñna) |
ज+प=ज्प (jpa) |
झ+प=झ्प (jhpa) |
ञ+प=ञ्प (ñpa) |
ज+फ=ज्फ (jpha) |
झ+फ=झ्फ (jhpha) |
ञ+फ=ञ्फ (ñpha) |
ज+ब=ज्ब (jba) |
झ+ब=झ्ब (jhba) |
ञ+ब=ञ्ब (ñba) |
ज+भ=ज्भ (jbha) |
झ+भ=झ्भ (jhbha) |
ञ+भ=ञ्भ (ñbha) |
ज+म=ज्म (jma) |
झ+म=झ्म (jhma) |
ञ+म=ञ्म (ñma) |
ज+य=ज्य (jya) |
झ+य=झ्य (jhya) |
ञ+य=ञ्य (ñya) |
ज+र=ज्र (jra) |
झ+र=झ्र (jhra) |
ञ+र=ञ्र (ñra) |
ज+ल=ज्ल (jla) |
झ+ल=झ्ल (jhla) |
ञ+ल=ञ्ल (ñla) |
ज+ळ=ज्ळ (jḻa) |
झ+ळ=झ्ळ (jhḻa) |
ञ+ळ=ञ्ळ (ñḻa) |
ज+व=ज्व (jva) |
झ+व=झ्व (jhva) |
ञ+व=ञ्व (ñva) |
ज+श=ज्श (jśa) |
झ+श=झ्श (jhśa) |
ञ+श=ञ्श (ñśa) |
ज+ष=ज्ष (jṣa) |
झ+ष=झ्ष (jhṣa) |
ञ+ष=ञ्ष (ñṣa) |
ज+स=ज्स (jsa) |
झ+स=झ्स (jhsa) |
ञ+स=ञ्स (ñsa) |
ज+ह=ज्ह (jha) |
झ+ह=झ्ह (jhha) |
ञ+ह=ञ्ह (ñha) |
هغه مخلوط توري چي ण يا त يا थ يې مخي ته وي:
ण+क=ण्क (ṇka) |
त+क=त्क (tka) |
थ+क=थ्क (thka) |
ण+ख=ण्ख (ṇkha) |
त+ख=त्ख (tkha) |
थ+ख=थ्ख (thkha) |
ण+ग=ण्ग (ṇga) |
त+ग=त्ग (tga) |
थ+ग=थ्ग (thga) |
ण+घ=ण्घ (ṇgha) |
त+घ=त्घ (tgha) |
थ+घ=थ्घ (thgha) |
ण+ङ=ण् (ṇ) |
त+ङ=त्ङ (tṅa) |
थ+ङ=थ्ङ (thṅa) |
ण+च=ण् (ṇ) |
त+च=त्च (tca) |
थ+च=थ्च (thca) |
ण+छ=ण्छ (ṇcha) |
त+छ=त्छ (tcha) |
थ+छ=थ्छ (thcha) |
ण+ज=ण्ज (ṇja) |
त+ज=त्ज (tja) |
थ+ज=थ्ज (thja) |
ण+झ=ण्झ (ṇjha) |
त+झ=त्झ (tjha) |
थ+झ=थ्झ (thjha) |
ण+ञ=ण्ञ (ṇña) |
त+ञ=त्ञ (tña) |
थ+ञ=थ्ञ (thña) |
ण+ट=ण्ट (ṇṭa) |
त+ट=त्ट (tṭa) |
थ+ट=थ्ट (thṭa) |
ण+ठ=ण्ठ (ṇṭha) |
त+ठ=त्ठ (tṭha) |
थ+ठ=थ्ठ (thṭha) |
ण+ड=ण्ड (ṇḍa) |
त+ड=त्ड (tḍa) |
थ+ड=थ्ड (thḍa) |
ण+ढ=ण्ढ (ṇḍha) |
त+ढ=त्ढ (tḍha) |
थ+ढ=थ्ढ (thḍha) |
ण+ण=ण्ण (ṇṇa) |
त+ण=त्ण (tṇa) |
थ+ण=थ्ण (thṇa) |
ण+त=ण्त (ṇta) |
त+त=त्त (tta) |
थ+त=थ्त (thta) |
ण+थ=ण्थ (ṇtha) |
त+थ=त्थ (ttha) |
थ+थ=थ्थ (ththa) |
ण+द=ण्द (ṇda) |
त+द=त्द (tda) |
थ+द=थ्द (thda) |
ण+ध=ण्ध (ṇdha) |
त+ध=त्ध (tdha) |
थ+ध=थ्ध (thdha) |
ण+न=ण्न (ṇna) |
त+न=त्न (tna) |
थ+न=थ्न (thna) |
ण+प=ण्प (ṇpa) |
त+प=त्प (tpa) |
थ+प=थ्प (thpa) |
ण+फ=ण्फ (ṇpha) |
त+फ=त्फ (tpha) |
थ+फ=थ्फ (thpha) |
ण+ब=ण्ब (ṇba) |
त+ब=त्ब (tba) |
थ+ब=थ्ब (thba) |
ण+भ=ण्भ (ṇbha) |
त+भ=त्भ (tbha) |
थ+भ=थ्भ (thbha) |
ण+म=ण्म (ṇma) |
त+म=त्म (tma) |
थ+म=थ्म (thma) |
ण+य=ण्य (ṇya) |
त+य=त्य (tya) |
थ+य=थ्य (thya) |
ण+र=ण्र (ṇra) |
त+र=त्र (tra) |
थ+र=थ्र (thra) |
ण+ल=ण्ल (ṇla) |
त+ल=त्ल (tla) |
थ+ल=थ्ल (thla) |
ण+ळ=ण्ळ (ṇḻa) |
त+ळ=त्ळ (tḻa) |
थ+ळ=थ्ळ (thḻa) |
ण+व=ण्व (ṇva) |
त+व=त्व (tva) |
थ+व=थ्व (thva) |
ण+श=ण्श (ṇśa) |
त+श=त्श (tśa) |
थ+श=थ्श (thśa) |
ण+ष=ण्ष (ṇṣa) |
त+ष=त्ष (tṣa) |
थ+ष=थ्ष (thṣa) |
ण+स=ण्स (ṇsa) |
त+स=त्स (tsa) |
थ+स=थ्स (thsa) |
ण+ह=ण्ह (ṇha) |
त+ह=त्ह (tha) |
थ+ह=थ्ह (thha) |
هغه مخلوط توري چي द يا ध يا न يې مخي ته وي:
द+=-- (--) |
ध+=ध्क (dhka) |
न+=न्क (nka) |
द+ख=-- (--) |
ध+ख=ध्ख (dhkha) |
न+ख=न्ख (nkha) |
द+ग=द्ग (dga) |
ध+ग=ध्ग (dhga) |
न+ग=न्ग (nga) |
द+घ=द्घ (dgha) |
ध+घ=ध्घ (dhgha) |
न+घ=न्घ (ngha) |
द+ङ=-- (--) |
ध+ङ=ध्ङ (dhṅa) |
न+ङ=न्ङ (nṅa) |
द+च=-- (--) |
ध+च=ध्च (dhca) |
न+च=न्च (nca) |
द+छ=-- (--) |
ध+छ=ध्छ (dhcha) |
न+छ=न्छ (ncha) |
द+ज=-- (--) |
ध+ज=ध्ज (dhja) |
न+ज=न्ज (nja) |
द+झ=-- (--) |
ध+झ=ध्झ (dhjha) |
न+झ=न्झ (njha) |
द+ञ=-- (--) |
ध+ञ=ध्ञ (dhña) |
न+ञ=न्ञ (nña) |
द+ट=-- (--) |
ध+ट=ध्ट (dhṭa) |
न+ट=न्ट (nṭa) |
द+ठ=-- (--) |
ध+ठ=ध्ठ (dhṭha) |
न+ठ=न्ठ (nṭha) |
द+ड=-- (--) |
ध+ड=ध्ड (dhḍa) |
न+ड=न्ड (nḍa) |
द+ढ=-- (--) |
ध+ढ=ध्ढ (dhḍha) |
न+ढ=न्ढ (nḍha) |
द+ण=-- (--) |
ध+ण=ध्ण (dhṇa) |
न+ण=न्ण (nṇa) |
द+त=-- (--) |
ध+त=ध्त (dhta) |
न+त=न्त (nta) |
द+थ=-- (--) |
ध+थ=ध्थ (dhtha) |
न+थ=न्थ (ntha) |
द+द=द्द (dda) |
ध+द=ध्द (dhda) |
न+द=न्द (nda) |
द+ध=द्ध (ddha) |
ध+ध=ध्ध (dhdha) |
न+ध=न्ध (ndha) |
द+न=द्न (dna) |
ध+न=ध्न (dhna) |
न+न=न्न (nna) |
द+प=-- (--) |
ध+प=ध्प (dhpa) |
न+प=न्प (npa) |
द+फ=-- (--) |
ध+फ=ध्फ (dhpha) |
न+फ=न्फ (npha) |
द+ब=द्ब (dba) |
ध+ब=ध्ब (dhba) |
न+ब=न्ब (nba) |
द+भ=द्भ (dbha) |
ध+भ=ध्भ (dhbha) |
न+भ=न्भ (nbha) |
द+म=द्म (dma) |
ध+म=ध्म (dhma) |
न+म=न्म (nma) |
द+य=द्य (dya) |
ध+य=ध्य (dhya) |
न+य=न्य (nya) |
द+र=द्र (dra) |
ध+र=ध्र (dhra) |
न+र=न्र (nra) |
द+ल=-- (--) |
ध+ल=ध्ल (dhla) |
न+ल=न्ल (nla) |
द+ळ=-- (--) |
ध+ळ=ध्ळ (dhḻa) |
न+ळ=न्ळ (nḻa) |
द+व=द्व (dva) |
ध+व=ध्व (dhva) |
न+व=न्व (nva) |
द+श=-- (--) |
ध+श=ध्श (dhśa) |
न+श=न्श (nśa) |
द+ष=-- (--) |
ध+ष=ध्ष (dhṣa) |
न+ष=न्ष (nṣa) |
द+स=-- (--) |
ध+स=ध्स (dhsa) |
न+स=न्स (nsa) |
द+ह=-- (thha) |
ध+ह=ध्ह (dhha) |
न+ह=न्ह (nha) |
هغه مخلوط توري چي प يا फ يا ब يې مخي ته وي:
प+=प्क (pka) |
फ+=फ्क (phka) |
ब+=ब्क (bka) |
प+ख=प्ख (pkha) |
फ+ख=फ्ख (phkha) |
ब+ख=ब्ख (bkha) |
प+ग=प्ग (pga) |
फ+ग=फ्ग (phga) |
ब+ग=ब्ग (bga) |
प+घ=प्घ (pgha) |
फ+घ=फ्घ (phgha) |
ब+घ=ब्घ (bgha) |
प+ङ=प्ङ (pṅa) |
फ+ङ=फ्ङ (phṅa) |
ब+ङ=ब्ङ (bṅa) |
प+च=प्च (pca) |
फ+च=फ्च (phca) |
ब+च=ब्च (bca) |
प+छ=प्छ (pcha) |
फ+छ=फ्छ (phcha) |
ब+छ=ब्छ (bcha) |
प+ज=प्ज (pja) |
फ+ज=फ्ज (phja) |
ब+ज=ब्ज (bja) |
प+झ=प्झ (pjha) |
फ+झ=फ्झ (phjha) |
ब+झ=ब्झ (bjha) |
प+ञ=प्ञ (pña) |
फ+ञ=फ्ञ (phña) |
ब+ञ=ब्ञ (bña) |
प+ट=प्ट (pṭa) |
फ+ट=फ्ट (phṭa) |
ब+ट=ब्ट (bṭa) |
प+ठ=प्ठ (pṭha) |
फ+ठ=फ्ठ (phṭha) |
ब+ठ=ब्ठ (bṭha) |
प+ड=प्ड (pḍa) |
फ+ड=फ्ड (phḍa) |
ब+ड=ब्ड (bḍa) |
प+ढ=प्ढ (pḍha) |
फ+ढ=फ्ढ (phḍha) |
ब+ढ=ब्ढ (bḍha) |
प+ण=प्ण (pṇa) |
फ+ण=फ्ण (phṇa) |
ब+ण=ब्ण (bṇa) |
प+त=प्त (pta) |
फ+त=फ्त (phta) |
ब+त=ब्त (bta) |
प+थ=प्थ (ptha) |
फ+थ=फ्थ (phtha) |
ब+थ=ब्थ (btha) |
प+द=प्द (pda) |
फ+द=फ्द (phda) |
ब+द=ब्द (bda) |
प+ध=प्ध (pdha) |
फ+ध=फ्ध (phdha) |
ब+ध=ब्ध (bdha) |
प+न=प्न (pna) |
फ+न=फ्न (phna) |
ब+न=ब्न (bna) |
प+प=प्प (ppa) |
फ+प=फ्प (phpa) |
ब+प=ब्प (bpa) |
प+फ=प्फ (ppha) |
फ+फ=फ्फ (phpha) |
ब+फ=ब्फ (bpha) |
प+ब=प्ब (pba) |
फ+ब=फ्ब (phba) |
ब+ब=ब्ब (bba) |
प+भ=प्भ (pbha) |
फ+भ=फ्भ (phbha) |
ब+भ=ब्भ (bbha) |
प+म=प्म (pma) |
फ+म=फ्म (phma) |
ब+म=ब्म (bma) |
प+य=प्य (pya) |
फ+य=फ्य (phya) |
ब+य=ब्य (bya) |
प+र=प्र (pra) |
फ+र=फ्र (phra) |
ब+र=ब्र (bra) |
प+ल=प्ल (pla) |
फ+ल=फ्ल (phla) |
ब+ल=ब्ल (bla) |
प+ळ=प्ळ (pḻa) |
फ+ळ=फ्ळ (phḻa) |
ब+ळ=ब्ळ (bḻa) |
प+व=प्व (pva) |
फ+व=फ्व (phva) |
ब+व=ब्व (bva) |
प+श=प्श (pśa) |
फ+श=फ्श (phśa) |
ब+श=ब्श (bśa) |
प+ष=प्ष (pṣa) |
फ+ष=फ्ष (phṣa) |
ब+ष=ब्ष (bṣa) |
प+स=प्स (psa) |
फ+स=फ्स (phsa) |
ब+स=ब्स (bsa) |
प+ह=प्ह (pha) |
फ+ह=फ्ह (phha) |
ब+ह=ब्ह (bha) |
هغه مخلوط توري چي भ يا म يا य يې مخي ته وي:
भ+=भ्क (bhka) |
म+=म्क (mka) |
य+=य्क (yka) |
भ+ख=भ्ख (bhkha) |
म+ख=म्ख (mkha) |
य+ख=य्ख (ykha) |
भ+ग=भ्ग (bhga) |
म+ग=म्ग (mga) |
य+ग=य्ग (yga) |
भ+घ=भ्घ (bhgha) |
म+घ=म्घ (mgha) |
य+घ=य्घ (ygha) |
भ+ङ=भ्ङ (bhṅa) |
म+ङ=म्ङ (mṅa) |
य+ङ=य्ङ (yṅa) |
भ+च=भ्च (bhca) |
म+च=म्च (mca) |
य+च=य्च (yca) |
भ+छ=भ्छ (bhcha) |
म+छ=म्छ (mcha) |
य+छ=य्छ (ycha) |
भ+ज=भ्ज (bhja) |
म+ज=म्ज (mja) |
य+ज=य्ज (yja) |
भ+झ=भ्झ (bhjha) |
म+झ=म्झ (mjha) |
य+झ=य्झ (yjha) |
भ+ञ=भ्ञ (bhña) |
म+ञ=म्ञ (mña) |
य+ञ=य्ञ (yña) |
भ+ट=भ्ट (bhṭa) |
म+ट=म्ट (mṭa) |
य+ट=य्ट (yṭa) |
भ+ठ=भ्ठ (bhṭha) |
म+ठ=म्ठ (mṭha) |
य+ठ=य्ठ (yṭha) |
भ+ड=भ्ड (bhḍa) |
म+ड=म्ड (mḍa) |
य+ड=य्ड (yḍa) |
भ+ढ=भ्ढ (bhḍha) |
म+ढ=म्ढ (mḍha) |
य+ढ=य्ढ (yḍha) |
भ+ण=भ्ण (bhṇa) |
म+ण=म्ण (mṇa) |
य+ण=य्ण (yṇa) |
भ+त=भ्त (bhta) |
म+त=म्त (mta) |
य+त=य्त (yta) |
भ+थ=भ्थ (bhtha) |
म+थ=म्थ (mtha) |
य+थ=य्थ (ytha) |
भ+द=भ्द (bhda) |
म+द=म्द (mda) |
य+द=य्द (yda) |
भ+ध=भ्ध (bhdha) |
म+ध=म्ध (mdha) |
य+ध=य्ध (ydha) |
भ+न=भ्न (bhna) |
म+न=म्न (mna) |
य+न=य्न (yna) |
भ+प=भ्प (bhpa) |
म+प=म्प (mpa) |
य+प=य्प (ypa) |
भ+फ=भ्फ (bhpha) |
म+फ=म्फ (mpha) |
य+फ=य्फ (ypha) |
भ+ब=भ्ब (bhba) |
म+ब=म्ब (mba) |
य+ब=य्ब (yba) |
भ+भ=भ्भ (bhbha) |
म+भ=म्भ (mbha) |
य+भ=य्भ (ybha) |
भ+म=भ्म (bhma) |
म+म=म्म (mma) |
य+म=य्म (yma) |
भ+य=भ्य (bhya) |
म+य=म्य (mya) |
य+य=य्य (yya) |
भ+र=भ्र (bhra) |
म+र=म्र (mra) |
य+र=य्र (yra) |
भ+ल=भ्ल (bhla) |
म+ल=म्ल (mla) |
य+ल=य्ल (yla) |
भ+ळ=भ्ळ (bhḻa) |
म+ळ=म्ळ (mḻa) |
य+ळ=य्ळ (yḻa) |
भ+व=भ्व (bhva) |
म+व=म्व (mva) |
य+व=य्व (yva) |
भ+श=भ्श (bhśa) |
म+श=म्श (mśa) |
य+श=य्श (yśa) |
भ+ष=भ्ष (bhṣa) |
म+ष=म्ष (mṣa) |
य+ष=य्ष (yṣa) |
भ+स=भ्स (bhsa) |
म+स=म्स (msa) |
य+स=य्स (ysa) |
भ+ह=भ्ह (bhha) |
म+ह=म्ह (mha) |
य+ह=य्ह (yha) |
هغه مخلوط توري چي र يا ल يا ळ يې مخي ته وي:
र+=र्क (rka) |
ल+=ल्क (lka) |
ळ+=ळ्क (ḻka) |
र+ख=र्ख (rkha) |
ल+ख=ल्ख (lkha) |
ळ+ख=ळ्ख (ḻkha) |
र+ग=र्ग (rga) |
ल+ग=ल्ग (lga) |
ळ+ग=ळ्ग (ḻga) |
र+घ=र्घ (rgha) |
ल+घ=ल्घ (lgha) |
ळ+घ=ळ्घ (ḻgha) |
र+ङ=र्ङ (rṅa) |
ल+ङ=ल्ङ (lṅa) |
ळ+ङ=ळ्ङ (ḻṅa) |
र+च=र्च (rca) |
ल+च=ल्च (lca) |
ळ+च=ळ्च (ḻca) |
र+छ=र्छ (rcha) |
ल+छ=ल्छ (lcha) |
ळ+छ=ळ्छ (ḻcha) |
र+ज=र्ज (rja) |
ल+ज=ल्ज (lja) |
ळ+ज=ळ्ज (ḻja) |
र+झ=र्झ (rjha) |
ल+झ=ल्झ (ljha) |
ळ+झ=ळ्झ (ḻjha) |
र+ञ=र्ञ (rña) |
ल+ञ=ल्ञ (lña) |
ळ+ञ=ळ्ञ (ḻña) |
र+ट=र्ट (rṭa) |
ल+ट=ल्ट (lṭa) |
ळ+ट=ळ्ट (ḻṭa) |
र+ठ=र्ठ (rṭha) |
ल+ठ=ल्ठ (lṭha) |
ळ+ठ=ळ्ठ (ḻṭha) |
र+ड=र्ड (rḍa) |
ल+ड=ल्ड (lḍa) |
ळ+ड=ळ्ड (ḻḍa) |
र+ढ=र्ढ (rḍha) |
ल+ढ=ल्ढ (lḍha) |
ळ+ढ=ळ्ढ (ḻḍha) |
र+ण=र्ण (rṇa) |
ल+ण=ल्ण (lṇa) |
ळ+ण=ळ्ण (ḻṇa) |
र+त=र्त (rta) |
ल+त=ल्त (lta) |
ळ+त=ळ्त (ḻta) |
र+थ=र्थ (rtha) |
ल+थ=ल्थ (ltha) |
ळ+थ=ळ्थ (ḻtha) |
र+द=र्द (rda) |
ल+द=ल्द (lda) |
ळ+द=ळ्द (ḻda) |
र+ध=र्ध (rdha) |
ल+ध=ल्ध (ldha) |
ळ+ध=ळ्ध (ḻdha) |
र+न=र्न (rna) |
ल+न=ल्न (lna) |
ळ+न=ळ्न (ḻna) |
र+प=र्प (rpa) |
ल+प=ल्प (lpa) |
ळ+प=ळ्प (ḻpa) |
र+फ=र्फ (rpha) |
ल+फ=ल्फ (lpha) |
ळ+फ=ळ्फ (ḻpha) |
र+ब=र्ब (rba) |
ल+ब=ल्ब (lba) |
ळ+ब=ळ्ब (ḻba) |
र+भ=र्भ (rbha) |
ल+भ=ल्भ (lbha) |
ळ+भ=ळ्भ (ḻbha) |
र+म=र्म (rma) |
ल+म=ल्म (lma) |
ळ+म=ळ्म (ḻma) |
र+य=र्य (rya) |
ल+य=ल्य (lya) |
ळ+य=ळ्य (ḻya) |
र+र=र्र (rra) |
ल+र=ल्र (lra) |
ळ+र=ळ्र (ḻra) |
र+ल=र्ल (rla) |
ल+ल=ल्ल (lla) |
ळ+ल=ळ्ल (ḻla) |
र+ळ=र्ळ (rḻa) |
ल+ळ=ल्ळ (lḻa) |
ळ+ळ=ळ्ळ (ḻḻa) |
र+व=र्व (rva) |
ल+व=ल्व (lva) |
ळ+व=ळ्व (ḻva) |
र+श=र्श (rśa) |
ल+श=ल्श (lśa) |
ळ+श=ळ्श (ḻśa) |
र+ष=र्ष (rṣa) |
ल+ष=ल्ष (lṣa) |
ळ+ष=ळ्ष (ḻṣa) |
र+स=र्स (rsa) |
ल+स=ल्स (lsa) |
ळ+स=ळ्स (ḻsa) |
र+ह=र्ह (rha) |
ल+ह=ल्ह (lha) |
ळ+ह=ळ्ह (ḻha) |
هغه مخلوط توري چي व يا श يا ष يې مخي ته وي:
व+=व्क (vka) |
श+=श्क (śka) |
ष+=ष्क (ṣka) |
व+ख=व्ख (vkha) |
श+ख=श्ख (śkha) |
ष+ख=ष्ख (ṣkha) |
व+ग=व्ग (vga) |
श+ग=श्ग (śga) |
ष+ग=ष्ग (ṣga) |
व+घ=व्घ (vgha) |
श+घ=श्घ (śgha) |
ष+घ=ष्घ (ṣgha) |
व+ङ=व्ङ (vṅa) |
श+ङ=श्ङ (śṅa) |
ष+ङ=ष्ङ (ṣṅa) |
व+च=व्च (vca) |
श+च=श्च (śca) |
ष+च=ष्च (ṣca) |
व+छ=व्छ (vcha) |
श+छ=श्छ (ścha) |
ष+छ=ष्छ (ṣcha) |
व+ज=व्ज (vja) |
श+ज=श्ज (śja) |
ष+ज=ष्ज (ṣja) |
व+झ=व्झ (vjha) |
श+झ=श्झ (śjha) |
ष+झ=ष्झ (ṣjha) |
व+ञ=व्ञ (vña) |
श+ञ=श्ञ (śña) |
ष+ञ=ष्ञ (ṣña) |
व+ट=व्ट (vṭa) |
श+ट=श्ट (śṭa) |
ष+ट=ष्ट (ṣṭa) |
व+ठ=व्ठ (vṭha) |
श+ठ=श्ठ (śṭha) |
ष+ठ=ष्ठ (ṣṭha) |
व+ड=व्ड (vḍa) |
श+ड=श्ड (śḍa) |
ष+ड=ष्ड (ṣḍa) |
व+ढ=व्ढ (vḍha) |
श+ढ=श्ढ (śḍha) |
ष+ढ=ष्ढ (ṣḍha) |
व+ण=व्ण (vṇa) |
श+ण=श्ण (śṇa) |
ष+ण=ष्ण (ṣṇa) |
व+त=व्त (vta) |
श+त=श्त (śta) |
ष+त=ष्त (ṣta) |
व+थ=व्थ (vtha) |
श+थ=श्थ (śtha) |
ष+थ=ष्थ (ṣtha) |
व+द=व्द (vda) |
श+द=श्द (śda) |
ष+द=ष्द (ṣda) |
व+ध=व्ध (vdha) |
श+ध=श्ध (śdha) |
ष+ध=ष्ध (ṣdha) |
व+न=व्न (vna) |
श+न=श्न (śna) |
ष+न=ष्न (ṣna) |
व+प=व्प (vpa) |
श+प=श्प (śpa) |
ष+प=ष्प (ṣpa) |
व+फ=व्फ (vpha) |
श+फ=श्फ (śpha) |
ष+फ=ष्फ (ṣpha) |
व+ब=व्ब (vba) |
श+ब=श्ब (śba) |
ष+ब=ष्ब (ṣba) |
व+भ=व्भ (vbha) |
श+भ=श्भ (śbha) |
ष+भ=ष्भ (ṣbha) |
व+म=व्म (vma) |
श+म=श्म (śma) |
ष+म=ष्म (ṣma) |
व+य=व्य (vya) |
श+य=श्य (śya) |
ष+य=ष्य (ṣya) |
व+र=व्र (vra) |
श+र=श्र (śra) |
ष+र=ष्र (ṣra) |
व+ल=व्ल (vla) |
श+ल=श्ल (śla) |
ष+ल=ष्ल (ṣla) |
व+ळ=व्ळ (vḻa) |
श+ळ=श्ळ (śḻa) |
ष+ळ=ष्ळ (ṣḻa) |
व+व=व्व (vva) |
श+व=श्व (śva) |
ष+व=ष्व (ṣva) |
व+श=व्श (vśa) |
श+श=श्श (śśa) |
ष+श=ष्श (ṣśa) |
व+ष=व्ष (vṣa) |
श+ष=श्ष (śṣa) |
ष+ष=ष्ष (ṣṣa) |
व+स=व्स (vsa) |
श+स=श्स (śsa) |
ष+स=ष्स (ṣsa) |
व+ह=व्ह (vha) |
श+ह=श्ह (śha) |
ष+ह=ष्ह (ṣha) |
هغه مخلوط توري چي स يا ह يې مخي ته وي:
स+=स्क (ska) |
ह+=ह्क (hka) |
स+ख=स्ख (skha) |
ह+ख=ह्ख (hkha) |
स+ग=स्ग (sga) |
ह+ग=ह्ग (hga) |
स+घ=स्घ (sgha) |
ह+घ=ह्घ (hgha) |
स+ङ=स्ङ (sṅa) |
ह+ङ=ह्ङ (hṅa) |
स+च=स्च (sca) |
ह+च=ह्च (hca) |
स+छ=स्छ (scha) |
ह+छ=ह्छ (hcha) |
स+ज=स्ज (sja) |
ह+ज=ह्ज (hja) |
स+झ=स्झ (sjha) |
ह+झ=ह्झ (hjha) |
स+ञ=स्ञ (sña) |
ह+ञ=ह्ञ (hña) |
स+ट=स्ट (sṭa) |
ह+ट=ह्ट (hṭa) |
स+ठ=स्ठ (sṭha) |
ह+ठ=ह्ठ (hṭha) |
स+ड=स्ड (sḍa) |
ह+ड=ह्ड (hḍa) |
स+ढ=स्ढ (sḍha) |
ह+ढ=ह्ढ (hḍha) |
स+ण=स्ण (sṇa) |
ह+ण=ह्ण (hṇa) |
स+त=स्त (sta) |
ह+त=ह्त (hta) |
स+थ=स्थ (stha) |
ह+थ=ह्थ (htha) |
स+द=स्द (sda) |
ह+द=ह्द (hda) |
स+ध=स्ध (sdha) |
ह+ध=ह्ध (hdha) |
स+न=स्न (sna) |
ह+न=ह्न (hna) |
स+प=स्प (spa) |
ह+प=ह्प (hpa) |
स+फ=स्फ (spha) |
ह+फ=ह्फ (hpha) |
स+ब=स्ब (sba) |
ह+ब=ह्ब (hba) |
स+भ=स्भ (sbha) |
ह+भ=ह्भ (hbha) |
स+म=स्म (sma) |
ह+म=ह्म (hma) |
स+य=स्य (sya) |
ह+य=ह्य (hya) |
स+र=स्र (sra) |
ह+र=ह्र (hra) |
स+ल=स्ल (sla) |
ह+ल=ह्ल (hla) |
स+ळ=स्ळ (sḻa) |
ह+ळ=ह्ळ (hḻa) |
स+व=स्व (sva) |
ह+व=ह्व (hva) |
स+श=स्श (sśa) |
ह+श=ह्श (hśa) |
स+ष=स्ष (sṣa) |
ह+ष=ह्ष (hṣa) |
स+स=स्स (ssa) |
ह+स=ह्स (hsa) |
स+ह=स्ह (sha) |
ह+ह=ह्ह (hha) |
يادونه:ङ،ठ،ड او ढ توري هيڅکله هم د ساکن نخښې (विराम/virāma/ويرامَ)् مخي ته نه راځي.
د دريمي برخي پای
منبع: د «سانسکريت لنډ تعارف او زر مهمي جملې يې» په نوم د احمدولي اڅکزي له ناچاپ اثر څخه
که غواړئ چي د دغې لړۍ نوري ليکنې هم ولولئ نو پر لاندني لينک کليک وکړئ:
د خپرو سوو برخو ليسټ
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 1990

د عبدالرحيم هوتک ديوان پر قاموسونه پاڼه آنلاين سو
- Details
- څانګه: قاموسونه ټکی کام اعلانونه
د «عبدالرحيم هوتک دېوان» شعري ټولګه پر قاموسونه ټکی کام آنلاين سوه. دغه ديوان چي د استاد محمد معصوم هوتک صاحب له خوا يې سريزه مقابله او لغتنامه ليکل سوې ده، په ۱۳۹۳ ه.ش. کال په کراچي کي د صحاف خپروندويه ټولنې له خوا چاپ سوی دی. په ټوليزه توګه د دغه کتاب تر ۷۴۰۰ څخه زياتي مسرۍ اشعار آنلاين سول او پر قاموسونه ټکی کام د Large Database of Pashto Poetry تر عنوان لاندي موندل کيدلای سي. په دغه عنوان قاموس کي تر مخه لا تر ۱۸۰ زره څخه زياتي مسرۍ اشعار موجود ول.
د دغه شعري ټولګي د ديجيتل کولو زحمت خواريکښ او ځيرک ځوان عبدالنافع (وګورئ انځور) په غاړه اخيستی ؤ. دغه ځوان د کندهار پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کي تحصيل کوي. قاموسونه ټکی کام د خپلو ټولو کاروونکو په استازيتوب له دغه تکړه ځوان څخه مننه کوي.
د اشعارو په ياده لويه آنلاين ځيرمه کي په دې توګه د آنلاين او لټون وړ مسريو شمير ۱۹۰ زرو ته نژدې سو. په دغه ځېرمه کي د لغت/لغتونو پر اساس لټون کيدلای سي او هغه اشعار په نتيجه کي ښودل کيږي چي پکښي لټول سوی لغت راغلی وي. د نورو مخکنيو شعري ټولو په څېر د دغه کتاب د ټولو بيتونو سره د ماخذ ټول معلومات ښودل کيږي چي کوم کتاب، کومه د چاپ اداره، کوم ليکوال، کوم کام او داسي نور. په دې توګه د پښتو اشعارو دغه لويه ځېرمه د څېړونو او علمي کارونو له پاره د ماخذ په توګه يوه آسانه او چټکه منبع کيدلای سي.
قاموسونه ټکی کام پاڼه په وړيا توګه د پښتو قاموسونو او پښتو اشعارو آنلاين د لټون وړ آسانتياوي وړاندي کوي. دغه پروژه هيڅ تجارتي مقاصد نه لري او نه هم د کوم سازمان، ادارې يا دولت څخه مرستي ترلاسه کوي. له دغي پاڼي څخه کار اخيستل د پښتو ژبي سره يو ډول غير مستقيمه مرسته ده، ولي چي د دغې پروژې د لا زيات کارونې په صورت کي د لټول سوو لغتونو شمير زياتيږي. دغه لغتونه د شته قاموسونو په لا دقيق کولو او بهتره کولو کي مرسته کوي. د دې تر څنګ هغه پښتو لغتونه هم مشخص کيږي چي په پښتو ژبه کي شته دي خو لا يې تر اوسه قاموسونو ته لاره نه ده موندلې.
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جون دويمه نېټه، آلمان
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2991

د سانسکريت لنډ تعارف ۲ برخه ـ الفبا
- Details
- څانګه: سانسکريت
د سانسکريت لنډ تعارف ـ دويمه برخه
ليکونکی: احمدولي اڅکزی
د سانسکريت الفبأ(वर्णमाला/varṇamālā/ورنمالا)
که يې څوک دقيق ونيسي نو سانسکريت الفبا چي ورڅخه د ديوناګري هغه توري مقصد دي چي ورباندي سانسکريت ليکل کيږي، په اصل کي الفبا نه دي. دا ځکه چي الفبا د ليکلو د نظام له مخي ځان ته جلا ځانګړتياوي لري او ديوناګري سکريپټ د هغه برخه نه ده بلکه ديوناګري يا ديواناګري الفبا ته ورته توري لري چي ورته «ابوجيدا» يا (abugida) يا (alphasyllabary) ويل کيږي. دا چي د ليکلو د نظام بېل ډولونه د دغې لنډي مقالې په چوکاټ کي نه راځي نو به موږ دلته بيا هم ورته د سانسکريت د الفبا خطاب کوو.
د سانسکريت ژبې الفبأ (په ديواناګري ليکدود کي) چي ورته ورنمالا يا د تورو/سپوڼونو ګېډۍ هم ويل کيږي د تلفظ د څرنګوالې له مخي په ږغيزو او غير ږغيزو تورو وېشل سوې ده. په دغه ژبه کي د الفبأ يا ږغونو د ترتيب استقامت له ساده څخه و مغلقو ږغونو او په خوله کي د دغو ږغونو د ادا کولو په ترڅ کي له شا څخه مخته دی.
د ساده ږغيزو تورو ترتيب:
अ(a) आ(aa) इ(i) ई(ee) उ(u) ऊ(oo) ऋ(r) ॠ(r) लृ(lr)
د مغلقو ږغيزو تورو ترتيب:
ए(e) ऐ(ai) ओ(o) औ(au)
د بې ږغو تورو ترتيب:
velar:क(ka) ख(kha) ग(ga) घ(gha) ङ(nga)
platal:च(cha) छ(chha) ज(ja) झ(jha) ञ(nja)
retroflex:ट(ta) ठ(tha) ड(da) ढ(dha) ण(na)
dental:त(ta) थ(tha) द(da) ध(dha) न(na)
labial:प(pa) फ(pha) ब(ba) भ(bha) म(ma)
semivowels & sibilants: य(ya) र(ra) ल(la) व(va) श(sha) ष(sha) स(sh) ह(ha)
صوتي يا ږغيز توري (स्वर /svara/سوَرَ)
ديوناګري |
پښتو |
تلفظ |
سرهकد |
پښتو |
تلفظ |
अ |
ا، َ (زوَر/فتحه) |
a |
क |
کَ |
ka |
आ |
آ |
ā |
का |
کا |
kā |
इ |
اِ، ِ(زېر/کسره) |
i |
कि |
کي |
ki |
ई |
ي |
ī |
की |
کِي |
kī |
उ |
اُ ، ُ (پېښ/ضمه) |
u |
कु |
کُ |
ku |
ऊ |
اُو |
ū |
कू |
کُو |
kū |
ए |
ې |
e |
के |
کـې |
ke |
ऐ |
ی |
ai |
कै |
کـــی |
kai |
ओ |
و |
o |
को |
کو |
ko |
औ |
اَو |
au |
कौ |
کاو |
kau |
अं |
ں ,ن ,م |
aṃ |
कं |
کـں، کن،کم |
kaṃ |
अः |
ـهَـ |
aḥ |
कः |
کَـهَــ |
kaḥ |
ऋ |
رِ |
ṛ |
कृ |
کرِي |
kṛ |
ॠ |
رِ |
ṝ |
कृ |
کرِي |
kṛ |
ऍ |
ې |
ɛ |
कॅ |
کــې |
kɛ |
ऑ |
او |
ɒ |
कॉ |
کو |
kɒ |
بېږغه توري (व्यञ्जन/vyañjana/ویَنْجَنَ)
ديوناګري |
پښتو |
تلفظ |
ديوناګري |
پښتو |
تلفظ |
क |
ک |
k |
भ |
بھ |
bh |
ख |
کھ |
kh |
म |
م |
m |
ग |
گ |
g |
य |
ی |
y |
घ |
گھ |
gh |
र |
ر |
r |
ङ |
ن |
ṅ |
ल |
ل |
l |
च |
چ |
ch |
व |
و |
v |
छ |
چھ |
cẖ, čh |
श |
ش |
sh |
ज |
ج |
j |
ष |
ش |
ṣh |
झ |
جھ |
jh |
स |
س |
s |
ञ |
ن |
ñ |
ह |
ح |
h |
ट |
ټ |
ṭ |
क़ |
ق |
q |
ठ |
ټهـ |
ṭh |
ख़ |
خ |
ḳh, k͟h |
ड |
ډ |
ḍ |
ग़ |
غ |
g͟h |
ढ |
ډهـ |
ḍh |
ड़ |
ړ |
ṛ |
ण |
ن |
ṇ |
ढ़ |
ړھ |
ṛh |
त |
ت |
t |
फ़ |
ف |
f |
थ |
تھ |
th |
ज़ |
ز |
z |
द |
د |
d |
झ़ |
ژ |
zh |
ध |
دھ |
dh |
क्ष |
کش |
kṣh |
न |
ن |
n |
त्र |
تر |
tr |
प |
پ |
p |
ज्ञ |
گيه |
gy |
फ |
پھ |
ph |
श्र |
شر |
shr |
ब |
ب |
b |
|
|
|
د دويمي برخي پای
منبع: د «سانسکريت لنډ تعارف او زر مهمي جملې يې» په نوم د احمدولي اڅکزي له ناچاپ اثر څخه
که غواړئ چي د دغې لړۍ نوري ليکنې هم ولولئ نو پر لاندني لينک کليک وکړئ:
د خپرو سوو برخو ليسټ
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2160

په افغانستان کي د پښتو ژبي لومړۍ ډرامه
- Details
- څانګه: افسانه داستان نکل
ليکونکی: هارون صميم
ډرامه د يوناني ژبي له (ډراو) کلمې څخه اخيستل سوې ده چې د عمل کولو په مانا ده. د ډرامې تاريخ هم د يونان له اتن ښاره څخه تقريباً تر ميلاد پنځه پېړۍ مخکي را شرو سوی دئ. په وروسته کي ئې مختلفي مرحلې تېري کړي دي چي تر اوسني نړۍ وال معياري حالته را رسېدلې ده. که موږ د داستاني ادبياتو جوړښتي توکو ته وګورو نو دا خبره به د دقيقي څېړني وروسته څه ناڅه واضح سي چي د داستاني اثارو تقريباً ټول شکلونه له اروپا څخه مخکي په لرغوني اريانا کي هم رواج ول. د پښتو ژبې لنډۍ، د پښتو ژبي نکلونه، د پښتو ژبي اولسي کيسې د نننيو ډرامو په څېر ډايلاګونه، منظرکشۍ، پيغامونه او کرکټرونه لري.
پښتو ژبي ته ډرامه هم د لومړي ځل له پاره د اروپايانو په تقليد نه ده راغلې بلکي د پښتو د لرغونو او کلاسيکو داستاني کيسو په تقليد ليکل سوې ده چي وروسته ئې نړۍ وال معيار تعقيب کړ.
ځيني ډرامې د سټېج پر سر، ځيني راډيويي او ځيني بيا تلوېزوني ډرامې دي چي په دې ټولو کي د سټېج ډرامه لرغونې سابقه لري. پښتو ژبي ته هم لومړۍ راغلې ډرامه د سټېج ډرامه ده چي په (۱۹۲۷م.) د پېښور د اتمانزو په مکتب کي اجراء سوې ده. د دې ډرامې نوم (تربور) وو چي په (درې يتيمان) ډېره مشهوره سوه. دا ډرامه عبدالاکبر خان اکبر ليکلې ده چي ليکلی متن (سکريپټ) ئې نه سته او يا به وي خو ما پيدا نه کړ تر څو د متن په کتلو سره مو ئې پر جوړښتي توکو بحث کړی وای.
تر دې وروسته په افغانستان کي د پښتو ژبي د لومړۍ ډرامې په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي. زموږ د ادب تيوري په ليکنو کي د لوی استاد پوهاند حبيبي (توريالۍ پښتنه) چي په (۱۳۱۵ل.) کال په طلوع افغان کي خپره سوه، د استاد محمد اعظم ايازي (آزاد، افغان او د يوه سپين ږيري يو د بل سره مکالمه) چي په همدغه کال په پښتو مجله کي خپره سوه او ځيني بيا نوري ډرامې په هيواد کي د پښتو ژبي لومړۍ ډرامې بلل سوي دي خو نوري ډرامې ئې تر دغه پورته لوړو دوو ليکل سوو ډرامو وروسته ليکل سوي دي نو ځکه لازمه ده چي پر پورته دوو ليکنو څه نا څه بحث وکړو.
د ډرامې ليکني اوسني معلوم جوړښتي توکي چي په هره ډرامه کي راتللای سي په لومړيو وختونو کي او يا که ووايو د پښتو ژبي په لومړۍ ډرامه کي د نننيو په څېر مشخص او پوره نه ول. يو خو د ابتدائي مرحلې معلومه او طبيعي خبره ده او بل د ډرامې ليکني د تيوري تطبيقولو په اړه په اولو وختونو کي لازمي سپارښتني نه وې.
د ډرامې په ليکلو کي يو معلوم توکی چي ډرامه د نورو داستاني ادبياتو (ناول، لنډه کيسه...) سره جلا کوي، هغه ډايلاګ دئ. که موږ وګورو د پوهاند حبيبي (توريالۍ پښتنه) يوه حماسي کيسه ده چي د لنډي کيسې په چوکاټ کي راتللای سي خو ډرامه ځکه نه سو ورته ويلای چي ډايلاګ نه لري. که څه هم زموږ ځينو ليکوالو دا لنډه کيسه د ډرامې په چوکاټ کي راوستلې ده خو د لومړۍ لنډي کيسې په نوم ئې شهرت او دلايل ډېر دي.
د استاد محمد اعظم ايازي (د آزاد، افغان او د يوه سپين ږيري يو د بل سره مکالمه) ډرامه لومړی ځل په (۱۳۱۵ل.) کال د پښتو مجلې د مرغومي يا جدي په ګڼه کي خپره سوه چي د عبدالواحد ايازي د ليکني له مخي دا ډرامه د کندهار د رشديې په مکتب کي د سټېج پر سر اجراء سوې هم ده.(ايازي،۱۳۹۸ل.)
دغه ډرامه ځينو د (آزاد افغانستان او د سپين ږيري خبري) ځينو بيا (آزاد افغان او سپين ږيری) په نومونو په خپلو ليکنو کي راوړې ده. دا ډرامه د پښتو مجلې په کلکيسونونو کي خوندي ده چي د څېړنوال حبيب الله رفيع په شخصي کتابتون کي دغه کليکسونونه سته. دا چي د پښتو مجلې يوازنی معلوم کليکسون له استاد رفيع سره دئ او اکثره ليکوالو کتلی نه دئ نو ځکه د دې ډرامې په عنوان کي مختلف شکلونه زموږ د ادب تيوري په کتابونو کي ليدل کيږي. دغه تېروتنه ما هم تکرار کړه. د (منوره کورنۍ) کتاب ليکلو پر وخت مي د محمد اعظم ايازي په پېژندنه کي د دې ډرامې عنوان (آزاد افغانستان او د سپين ږيري خبري) په بڼه ليکلی دئ چي اصلاً داسي نه دئ.
دا ډرامه هم لکه مخکي چي مي وويل د ډرامې ليکني ټول جوړښتي توکي نه لري خو د ډايلاګ په درلودلو سره ئې د پښتو ژبي لومړۍ معلومه ډرامه بللای سو. په دې ډرامه کي پېښه چي د ډرامې او داستاني ادبياتو له پاره د ملا د تېر حيثيت لري، نه ليدل کيږي.
که د دې ډرامې لنډ ډايلاګ وګورو او بيا دا په نظر کي ونيسو چي په رشديه مکتب کي د سټېج پر سر اجراء سوې ده نو به زموږ دا خبره چي د پښتو ژبي لومړۍ ډرامه ئې بولو، غيرمنطقي نه وي. دا ډرامه د هغه چا له پاره چي پښتون وي خو په پښتو ژبه نه پوهيږي ښه پېغام لري ځکه دغه وخت په هيواد کي د مکتبونو پر جوړولو او د تعليم پر رواجولو اساسي کارونه روان ول. نو په داسي يوه زمانه او حالت کي پښتو ژبي ته د پام را اړولو له پاره دا ډرامه د پيغام او ذهنيت سازۍ ښه طرحه وه. په دې ډرامه کي د مکالمې کولو مخلصي او نرمي طريقې او د منظرکشۍ ښه تصوير ليدل کيږي چي د هغه وخت ابتدايي مرحلو ته په کتو بااغېزه او ښه پيغام رسوونکی دئ.
په افغانستان کي ډرامه په دېرشمو او څلوېښتمو کلو کي اوج ته ورسېده چي د راډيو افغانستان د څپو له لاري او د سټېج پر سر به اجراء کېدلې په دغه زمانه کي موږ د پښتو ډرامو ډېري ښې نمونې او ليکوال لرو.
دلته به لومړی د محمد اعظم ايازي د پښتو ژبي دغه لومړنۍ معلومه ډرامه چي د پښتو مجلې په څلورم کال اوله ګڼه کي خپره سوې ده، او وروسته د پوهاند حبيبي لومړۍ لنډه کيسه (توريالۍ پښتنه) د ويلو او ښه خوندي کولو په پار وګورو:
د آزاد، افغان او د يوه سپين ږيري يو د بل سره مکالمه
ليکوال: محمد اعظم ايازي
دوه هلکان د يو سيند پر غاړه ناست وه او يو د بل سره ئې ټوکي ټکالي کولې د يوه نوم آزاد او د بل نوم افغان وو.
آزاد: افغان وروره! ته څوک يې او کوم ملک يې؟
افغان: وروره! زه پښتون يم ملک او وطن مي افغانستان دئ.
آزاد: افغان وروره خپله ملي ژبه پښتو دي زده ده، ليک او لوست په کولای سې؟
افغان: سر ئې کښته واچاوه په زړه کي ډېر وشرمېدی چي څه ووايي. آخير ئې وويل وروه! لوستل او ليکل خو لا څه، پښتو ويل مي هم نه زده.
آزاد: افغان وروره! ډېر افسوس دئ چي خپل ځان پښتون بولې او پښتو دي نه ده زده. دا ډېر شرم دئ خلګ به څه وايي زما په خيال ته به پښتون نه يې بل څوک به يې.
افغان: آزاد وروره! دا څه ټوکي ټکالي دي چي ته ئې زما سره کوې. زه پښتون پلار مي پښتون مور مي پښتنه او وطن مي افغانستان دئ. يا خوا وايې چي ته به پښتون نه يې ستا په مطلب زه ښه نه پوهېږم.
آزاد: افغان وروره! ولي خپه کېږې؟ رښتيا درته وايم چي افغان يې بايد پښتو دي زده وای اوس چي دي پښتو نه زده، زه څه خبر يم چي ته پښتون يې که نه؟ ته په خپله انصاف وکړه چي زه بد وايم!
افغان: آزاد وروره! زه خو ستا سره په دې خبره کي متفق نه يم. که د يوه افغان پښتو نه وي زده نو هغه به افغان نه وي او د افغانيت څخه به وتلی وي. ډېر پښتانه دي چي پښتو ئې نه ده زده مګر بيا هم پښتانه دي.
آزاد: افغان وروره! مه خپه کېږه، ډېر ښه وايې و ماته هم دا خبره ښه معلومه ده ډېر پښتانه دي چي خپله ملي ژبه ئې نه ده زده. ته په خپله انصاف وکړه چي په خارج کښي به و داسي پښتنو ته څنګه پښتانه ويل کيږي؟ که د يوه انګرېز يا جرمن خپله ملي ژبه نه وي زده، ته هغه ته انګرېز يا جرمن ويلای سې؟ که څه هم دی په زر واره درته ووايي چي زه انګرېز يا جرمن يم. هم دغه رنګه د يو پښتانه حال دئ چي پښتو ئې نه وي زده. په دې خبره کښي نو ته څه وايې په دونيا کي هر سړی په خپله ملي ژبه پېژندل کيږي.
افغان: وروره! زه ستا خبره نه منم. راځه چي د هغه سپين ږيري پښتانه څخه پوښتنه وکړو چي هغه په دې کي څه وايي. څه چي هغه وويل زه ئې منم.
آزاد: وروره! ډېر ښه دا دي ښه فيصله وکړه درځه چي ورسو او پوښتنه ځني وکړو.
افغان: پلاره! زما او د دې ورور په منځ کښي پر يوه خبره اختلاف دئ. دی يو څه وايي او زه بل څه. يو د بل خبره نه سره منو. اوس مو دا فيصله کړې ده چي هر څه دې سپين ږيري پلار وويل، دواړه به ئې منو. اوس تا ته راغلي يو.
سپين ږيری: زما د وطن تازه ګلانو! وواياست څه وايئ؟ تاسو خو يو د بل وروڼه او د وطن ښاغلي ځلميان ياست. وطن خو تاسو ته ډېر اميد لري ولي يو د بل سره جګړې کوئ؟ ښايي چي يو د بل سره د وروڼو په شان سلوک کوئ.
آزاد: افغان وايي زه پښتون يم مګر خپله ملي ژبه (پښتو) ئې نه زده. زه ورته وايم هو ته پښتون يې ليکن د چا چي خپله ملي ژبه نه وي زده که څه هم پښتون وي په خارج کښي و هغه ته څوک پښتون نه سي ويلای.
سپين ږيری: افغان زويه! ووايه ته څه وايې؟
افغان: پلاره! زه وايم چي پښتون يم پلار مي پښتون، مور مي پښتنه او وطن مي افغانستان دئ. که مي پښتو نه وي زده نو څه وسوه، د افغانيت خو نه سوای وتلای ليکن آزاد زما خبره نه مني. وايي که خپل ځان پښتون بولې نو بايد چي پښتو دي زده وي. اوس تا ته راغلي يو چي زموږ په مينځ کښي فيصله وکې.
سپين ږيری: زما د وطن ګرانو ځلميانو! تاسو خو زما د زړه ټوټې ياست زه دي تر تاسو جار سم د وطن راتلونکې ترقي خو په تاسو اړه لري. موږ خو اوس زاړه سوي يو. کار مو د لاسه نه کيږي ټول اميد مو پر تاسو دئ تاسو بايد چي د وطن او د خپل محبوب حکومت خدمت په ډېر صداقت، همت او جديت سره کوی او د خپل وطن ټول مايحتاج پوره کئ او د بل د احتياج څخه خپل ځان او وطن مستغني کئ. خپله ملي ژبه زده کی او په ترقي کښي ئې تل کوښښ لرئ چي بيا سر له نوې دا هم يوه علمي او ادبي ژبه سي ولي چي هر ملت په خپله ژبه سره معرفي کيږي. څرنګه چي ئې د ژبي حيثيت وي هم هغه رنګه د ده حيثيت ګڼل کيږي.
وګورئ د دنيا و قومو ته چي د خپلي ملي ژبي څرنګه خدمت کوي او په ترقي کښي ئې څرنګه بوخت دي. اوس د غفلت او بې خبرۍ زمانه نه ده. هر ملت چي غافل او بې خبره وي او د خپلي ترقۍ په لار کښي غفلت او بې پروائي کوي، هغه په دنيا کښي د آرامۍ او عزت ژوند هيڅکله نه سي کولای. تل به خوار او محتاج وي ولي چي دا دنيا د جد و جهد ځای دئ (چي په مټه دي ګټل کېده دارو دي سه) (مزد آن ګرفت جان برادر که کار کرد).
اوس چي د اعلی حضرت شهيد (نورالله مرقده) په شاهانه توجهاتو او د اعلی حضرت ځوان بخت المتوکل علی الله محمد ظاهرشاه او د ګران پلار والا حضرت صدراعظم صاحب په خاص فهم لومړنی په ملک کښي مو د هري خوا د امنيت هوساګلوي ده او د ترقۍ ټولي لاري راته خلاصي او ټول اسباب ئې راته ميسر دي. نو لازمه ده چي موږ د خپل ګران متبوعه حکومت د خيالاتو پيروي وکو او د وطن په ترقۍ کښي فوق العاده کوښښ وکو او خپلي ملي ژبي ته ترقي ورکو. او د عزيز وطن احتياجات ليري کو.
زما زامنو! دا ذمه واري اوس و تاسو ته راجع ده چي د وطن د باغ غوړېدلي ګلان ياست. موږ به دعا کوو او تاسو به د وطن خدمت په صداقت او جديت سره کوئ که زموږ د لاسه څه کېده کومک به هم درسره کوو.
آزاد او افغان: دواړه ډېر متاثير سوه او وه ئې ويل زموږ ګران پلاره! تاسو خو موږ داسي د يو عبرت په غمچني ووهلو چي سر د ننه زموږ ټينګ عطم دئ چي خپله ملي ژبه زده کو او د ترقۍ و معراج ته ئې ورسوو.
سپين ږيری: زما زامنو! خدای دي د وطن ټول صادق ځلميان په خپله پناه کښي وساتي او خدای تعالی دي و دوی ته داسي برکت ورکي چي د خپل وطن په خدمت کښي داسي فداکاري وکي چي ټوله دنيا د حيرت ګوته په غاښ ورته ونيسي. راځئ چي ټول د دعا لاس د څښتن تعالی په دربار کښي پورته کو او د زړه په صدق سره دعا وکو چي:
ژوندی دي وي زموږ ګران ټولواک المتوکل علی الله محمد ظاهرشاه! پاينده دي وي زموږ خوږ استقلال! ژوندۍ دي وي زموږ خوږه مورنۍ ژبه (پښتو)
آزاد او افغان: آمين! اې خدای!
توريالۍ پښتنه
د پوهاند حبيبي ليکنه
د ادبياتو په اقسامو کي روايي او قصصي اشعار په دې عصر کي خورا مهم دي. د دې لاندينۍ قصې په نشر کي مقصد دا دئ چي پښتانه د قصصي شعر په خوند وپوهيږي. په دې قصه کي د پښتنو ساده او د حماسيت ډک احساسات تصوير سوي دي چي د پښتنو سيکولوژي (روحيات) ښه ځني ښکاره کيږي.
(حبيبي)
۱ ـ د واده درېيمه شپه
تقريباً اتلس کاله دمخه يوه شپه چي د پسرلي د اخرينو ګلو بويونه د رېګ د تالو څخه پورته کېده او سپوږمۍ ځلېده. د کندهار د کدني په يوه کلي کي چي وېش ته نږدې وو، د ريدي خان چي يو ځلمی اڅکزی وو د واده درېيمه شپه وه.
(تورپيکۍ) يوه زيبا او مړوچه پښتنه نجلۍ چي د واده پسول په پوري او ساده کالي ئې اغوستي وه ناوې وه چي سپوږمۍ ئې په حسن شرموله. ريدي خان هم يو پښتون ګلالی شل کلنی ځلمی وو چي د کيږدۍ پر اړخ تر ځلاندي سپوږمۍ لاندي د (تورپيکۍ) سره ناست، د عشق او محبت په ويناوو بوخت وو. که چا په هغه شپه دا دوه زړه ته سره تېر مئينان ليدلي وای، تا به ويل چي لمر او سپوږمۍ د دې کيږدۍ اړخ ته سره يو ځای سوي دي. د واده درېيمه شپه او د وصال لا لومړی ټاپی وو...
ريدي خان پنځه کاله پرديسي ګلولې او اوس بيرته خپلو کيږديو ته راغلی او نوی واده ئې کړی وو. خوږې شپې او ورځي وې.
۲ ـ د استقلال د غزا کال
دا کال چي د ريدي خان د واده شپې په کښې وې هغه کال وو چي پښتنو خپل استقلال ګټني دپاره سر پر ميدان ايښی وو او په ټوله وطن کي د جهاد او غزا ډنډوره ګرځېدلې وه. د واده په درېيمه شپه چي ريدي خان د خپلي محبوبي (تورپيکۍ) سره د خپلي کېږدۍ اړخ ته په خوږو مرکو بوخت وو، ناببره د ده سپين ږيري پلار (زمری خان) پر را ږغ کړه:
ريديه!.. ريديه زويه... (په رېږدېدلي آواز) اوس کلي ته خبر راغی چي سبا سهار فرنګی پر سپين بولدک (کلای جديد) راځي او هلته هم فقط دوه درې سوه سپاهيان سته نور هيڅ نه سته...!
زويه! کلی ټوله بار سو جنګ له تيار سوه اوس به ژر ځې چي سهار کلای جديد ته د خپلو وروڼو کومک ته ورسيږې.
زويه، زويه، ريديه! دا دئ د ننګ وخت، دا دئ د توري وخت، دا دئ هغه وخت چي ما په دې اويا کاله عمر کي غوښت. غزا ده شکر خدايه
سبا پر سپين بولدک غزا ده
تر خدای مي جار کې پښتانه غزا له ځينه
۳ ـ د جنګ تياری
ريدي خان ځلمي چي د بابا دا وينا واورېده د پښتونوالي ويني ئې په غورځنګ سوې. راولاړ سو پلار ته ئې وويل بابا! ما پرون لا اورېدلي وه چي غليم د پښتنو سره د جنګ خيال لري سهار ما توري تېرې کړې ټوپک مي پاک کئ. ته سپين ږيری يې مور مي بوډۍ ده ته به دلې د مور او تورپيکۍ سره پاتيږې. زه، هوکې زه چي پښتون ځلمی يم ځم به... د پښتونوالي ننګ به پر ځای کوم (په ډېر افسوس) تاسي او (تورپيکۍ)... پر خدای سپارم...
په دې وخت ئې خپلي ناوي محبوبې ته داسي وکتل، لکه آخيرنی ديدن چې وي.
ځلمی ولاړ توره تر ملا ده
غزا له ځي پر خپل وطن سر ورکوينه
(تورپيکۍ) چي د ريدي خان دا وينا واورېدو بې اختياره ئې وويل
پر سپين ميدان به درسره يم
زه پښتنه د توري نه ترپلم مئينه
۴ ـ د جنګ ميدان ته کوچ
سپين ږيري بابا زمري خان چي د خپل زوی دا خبري واورېدې په خورا قهر ئې وويل: زويه! زه پښتون يم! پښتون... زما د ميوند د جنګ ارمان لا په زړه کي دئ. هوکې زه سپين ږيری يم سترګي مي ليده نه کوي... پر ملا کړوپ يم لاس مي رېږدي، مګر آيا سپين ږيرتوب نو زما څخه پښتونوالی ورک کولای سي؟ آيا زه نو پاته سم؟ نغوذ باالله...
غزا به وي، د ننګ او ناموس وخت به وي.. پر وطن به پردي حملي کوي (تر سترګو ئې روڼي اوښکي توئيږي) په داسي حال کي به کوم پښتون پاتيږي، يا، يا. زويه! يا زه کرټ نه پاتيږم په دې وخت کي د ريدي خان بوډۍ مور (زرغونه ادې) چي سپيني پيچي ئې پر مخ ښکاريږي راغله دوی ته ئې وويل:
ريدی زويه! ستا دا خيال دئ چي يوازي زه ځلمی يم، زورور يم.. های.. په ځان مغروره يم! ته به د جنګ پر ميدان توري وهې زه به پاتېږم، راتېره سوه ريدی ئې پر تندي مچ کی وې ويل: زويه ټوله به يو ځای سره ځو چي ځانونه تر وطن قربان کو.
غليم تر وېش را اوړي پښتانه به کور ناست وي؟ يا، يا... دا ممکنه نه ده.. که نور څه نه وي يو وار خو به منګولي (لاس پورته کوي) د غليم په وينو سرې کم.
ټوله به ځو د جنګ ميدان له
نه چي پېغور د کوم غليم راپاته سينه
تر دې وروسته بابا، ادې، ريدی، تورپيکۍ ټوله په ګډه مخ پر سپين بولدک (قلعه جديد) را رهي سوه ټوپک ريدي واخيست يوه توره بابا واخيسته، بله تورپيکۍ واخيسته په سپينه غاړه کي ئې امېل واچاوه، زرغونې ادې يو سوټی او د اوبو يو ژۍ راواخيست. ځي چيري؟ د استقلال.. د ناموس.. د ننګ.. د مېړاني.. د حميت.. د پښتونوالي ميدان ته...
۵ ـ د ننګياليو احساسات
د ننګياليو پښتنو کهول يوه مخه ټوله غزا ته رهي سوه. پر لاري چي ځي زمری خان بابا وايي:
دا شپېته کاله تېر سوه وخت چي زه ځلمی وم ما د ميوند ميدان په غليم زړه سوړ کړ.
خدايه! هغه څوک چي ستا رضا دپاره ژوندون کوي موږ ئې هم ستا د رضا دپاره کوو. پښتون خپل ننګ پر ځای کوي، په تلتک کي مرګ د ځان عار بولي.
دا دئ، پر ناموس ټينګ پښتون بيا راغی چي د وطن پر وېش به سربازي وکی. خاونده زه خو آرزو نه لرم چي په آخير د عمر کي ځان د جهاد پر لار قرباني کم.. زه به ژوندی يم. غليم به مي پر کور اوړي!.. ريدي خان چي د بابا وينا واورېده په خورا خواږه آواز ئې دا لنډۍ نارې کړه:
د پښتنو ځلميو وار دئ
پر خپل وطن به توريالي مړونه مرينه
تورپيکۍ چي د واده په کالي کي وه، د واده په نکريزو سور لاس ئې پورته کی او دا ناره ئې وکړه:
تر توريالي مئين به جار سم
چي د غليم په وينو سره کاندي لاسونه
(زرغونه ادې) چي دا د ننګ ويناوي واورېدې په رېږدېدلي ږغ ئې ناري کړه:
توري به نه کړي نو به څه کړي؟
چي مو شيدې د پښتنې رودلي دينه
حق به هيڅ کله در خپل نه کړم
څو د غليم په وينو رنګ نه کړې لاسونه
۶ ـ د فداکاري صحنه
د ننګياليو پښتنو کهول لا پر لاري وو چي سپېدې وچاودې، سهار سو پر يوه ناور ټولو اودسونه تازه کړه، تر لمانځه وروسته زمري خان بابا توره له تيکي راوکښله، په پښتني جوش ئې وويل:
خدايه! دا نوره ما ستا د رضا دپاره او پښتونوالي او ننګ و ناموس د ساتني دپاره راکښلې ده. زه ځان او خپل زوی د سترګو تور (تور پيکۍ) او خپله پښتنه ملګرې (زرغونه) پر تا سپارم دا ئې وويل:
د لمر لومړيو وړانګو د ده توره وبرېښوله مخ پر نوي کلا راغله هر څومره چي را نږدې کيږي ګرز او غبار د توپو دربهار د توپکو ټکهار، د طيارو غړومبهار ډېريږي او داسي ښکاري چي د سپين بولدک پر کلا د محشر ورځ ده. ننګياليو پښتنو چي دا حال وليدی ځانونه ئې چمتو کړه.
د سپين ږيري بابا د پښتونوالي احساسات مشتعل سوه ناره ئې کړه:
دا کلا، دا کلا، دا مځکه.. دا خاوره... دا وطن.. دا زموږ د پلار او نيکه هديره مګر خاوند نه لري؟ خدايه! پښتانه ژوندي دي که مړه؟ ها! د مير زمرو! څه سواست ها! د احمدشاه او اکبر غازي اولاده! چيري ياست؟
ها پښتونوالی او پښتنو! ها د بارک او اڅک زامنو! د ننګ او ناموس وخت دئ. پر سپينه ږيره ئې اوښکي بهيږي. آخير پلار خپل ګران ګلالی زوی ريدی په بغل کي نيسي پر تندي ئې مچوي وايي:
خدايه! دا زوی خو ما خاص د دغي ورځي دپاره لوی کړی وو دا دئ ستا د رضا او وطن دپاره ئې قرباني کوم!
تر دې وروسته (تورپيکۍ) هم پر سپين باړخو باندي مچوي ورته وايي: جنګۍ! د سترګو توري د پښتانه مېرمنې تل پر خپل ننګ و ناموس تر سر تېريږي له خدايه غواړم چي ته هم يوه (توريالۍ پښتنه) سې! او د وطن انتقام له غليمه واخلې.
پښتانه به خپل هوډ پرېنږدي له لاسه
که ئې سر سي د خوني زمري تر زامه
که دي نقش د توري کښېني راته غوږ کړه
کامروا به سي هاله له هره کامه
ريدي خان چي هم وخت آخير وليد، خپله ګرانه او د زړه سره محبوبه ئې په بغل کي ونيوه، آخرنۍ وداع ئې ورسره وکړه. دا منظره دومره دلچسپه وه تا به ويل يو اهل جنت د حوري سره مينه کوي.
وروسته نو دواړو د زرغونې ادې لاسونه ور مچ کړه او حق پليت ئې ځيني واخيست.
توري له تيکي څخه وبرېښېده ټوله په ګډه د فدا کارۍ ميدان ته راغله، مردک لکه ژلۍ داسي اوري، فضا له ډېره ګرزه تياره وه، که زمری وي هم بې دلته زړه ورپيږي وبه ريږدي مګر زموږ ننګيالي پښتانه يو تر بل د مخه کيږي.
تورپيکۍ خو ځان د ريدي خان مخ ته واچوی چي که مردک راتلی پر دې به مښلي او له ده څخه به چپ سي.
پوخ ښائست دئ د کلا دننه غازيان ټوله د غليم په طيارو، توپکو، توپو شهيدان سوي دي فقط څو تنه ننګيالي پښتانه پاته دي کارتوس هم نه لري.
هغو سلا (مشوره) سره وکړه چي له کلا څخه دباندي پر دښمن ور ووځي او لاس په لستوڼي جنګ ورسره وکي، ټوپکونه ئې وغورځول توري ئې واخيستې د کلا تر دروازه راووتل، لکه زمري د دښمن په لښکر چي کلا ته نږدې وه ور ګډ سوه.
زموږ د ننګياليو پښتنو کهول هم په دې وخت کي راورسېدل. سپين ږيري بابا خو د څو تنو سرونه په توره غوڅ کړه، شهيد سو او خپل هغه لوړ مقصد ته ورسېد.
پښتنې زرغونې ادې چي دا حال وليدی د هغه په توره ئې د ده قاتل وواهه پښې ئې ور پرې کړې، دا هم سخته زخمي سوله او ولوېدله!..
ها بلي خوا ته ريدی خان د زمري په څېر د دښمن سره چنګاو وو څو تنه ئې مړه کړه. د ده ګرانه محبوبه هم توري وهي، سپين مړوندونه ئې د غليم په وينو رنګ دي، پر سره ميدان باندي د وينو په سيلاب کي لکه ځوان مېړه داسي جنګيږي.
پښتنو زلميو بيا لاسونه سره کړه
لکه باز منګلي سرې کاندي په ښکار
سپيني توري ئې ګلګوني کړې په وينو
په اهاړ کي شګفته سوه لاله زار
تر دې (منځ) تورپيکۍ پر خپل ګران مئين باندي ناره وکړه:
تر دې تېرې توري دي جار سم
د غليم ويني تويوه ګرانه مئينه
په وينو رنګ توره دي راوړه
راسه په سرو شونډو ئې زه درپاکومه
۷ ـ دوه مئين د وطن شهيدان
تر دې منځ له ليري يوه ګولۍ راغله د ريدي خان پر زړه وموښته په سرو وينو کې کرنګ ولويدی روح ئې جنت ته والوتی ولاړ شهيد سو. تورپيکۍ زموږ توريالۍ پښتنه يوازي پاته سوه. دې خپل ګران مئين په وينو لژند وليدی له حزين زړه ئې داسي فرياد راوخوت:
جانان مي سر پر وطن کښېښود
په تار د زلفو به کفن ورته ګنډمه
تر دې نارې وروسته ئې توره کش کړه لکه زمری په غليم ورګډه سوه ډېر ئې سره ژوبل کړه په پای کي ئې سخت پرهار واخيست سرو وينو ئې باړخوګان رنګين کړه، تا به ويل چي له جنت څخه ملکو سره خالونه د دې د زينت دپاره راوړه، راغله ځان ئې تر خپل مئين پوري راورساوه پر ولوېدله روح ئې جنت ته والوت.
بله ورځ چي شهيدان ښخېده دا دوه دلباختګان چي د واده کالي ئې اغوستي وه يو ځای سره ښخ او په ابدي خوب بيده سوه. جنګ ختم سو د تورپيکۍ مور د خپلي توريالۍ پښتنې لور زيارت ته راغله بيرغ ئې پر قبرو را وځړاوه چي تله نو ئې وويل:
تورپيکۍ! د وطن نازنيني توريالۍ شهيدي! ما خو هم ته د دې دپاره لويولې ستا سرې او ګلګوني ويني يوازي زما نه بلکه د دې خاوري سورمخي ده تا د وطن دپاره سر بايلود نو د جنت په سرو ګلونو کي د خپل شهيد مئين ريدي خان سره لاس تر غاړه په ابدي ژوند ګرزه!..
دا دئ ما ستا مزار د پښتنو په ابدي افتخار پر دې سرحد باندي جوړومه او سور بيرغ چي ستا د واده د سرو لاسو او بيا د شهادت د سرو پرهارو نخښه ده باندي ځړوم!..
چي د پښتو آينده ځلمو دپاره... د غيرت او ننګ سرمشق وي، په جنت کي ابدۍ ژوندۍ اوسه! زما توريالۍ پښتنې لوري!...
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 4473

د سانسکريت لنډ تعارف ۱ برخه ـ سريزه او ليکدود
- Details
- څانګه: سانسکريت
ولي دغه لړۍ؟
د يو پېر، کلتور، ولس، ادب او فلسفې د ښه پېژندلو له پاره دا اړينه ده چي څوک پر هغه ژبه حاکميت ولري چي د يادو څيزونو سره تړلې وي. دا ځکه چي ژباړه هيڅکله هم د اصلي ژبي ځای نه سي نيولای ولي چي هره ژبه بېل جوړښت، طبيعت، روح او انځورونه لري او له همدې کبله د ژباړي له لاري هر څه نه سي انتقالېدلای.
سانسکريت نه يوازي د ژبپوهانو، فسلفه پوهانو، تاريخپوهانو او ټولنپوهانو له پاره په زړه پوري ده بلکه د نوي تکنالوژۍ او کمپيوتري ژبو د زده کوونکو او کارپوهانو له پاره هم دغه ژبه زيات څه د ځان سره لري. له دې کبله د دغې ژبي زدکړه د علم و زياتو څانګو ته د لارو پرانستلو په معنی ده.
زما له پاره شخصا د سانسکريت ژبه په دې ډېره په زړه پوري ده، ځکه چي د قاموسونه ټکی کام پروژې په ترڅ کي زما هميشه دا خواهش اوسېدلی چي د نړۍ د مهمترينو ژبو قاموسونه په پښتو ژبه هم ولرو. همدا ؤ چي ما د سانسکريت د ژبي په زدکړه پېل وکړ چي وروسته يې د پښتو سره يو قاموس هم وليکلای سم. په دې لړ کي ما څو کاله تر مخه د سانسکريت پښتو يو داسي قاموس هم پر قاموسونه ټکی کام آنلاين کړی چي امتحاني بڼه يې لرله.
د سانسکريت د يو زده کوونکي په حيث ما د سانسکريت د تعارف يو کتاب هم وليکی چي پکښي د تعارف تر څنګ مي داسي په زرونو سانسکريت جملې هم ځای کړې چي په ورځني ژوند کي کارول کيږي. خو دا چي د ياد کتاب د اصلاح او تنظيم کار لا پاته دی نو ښايي چاپ يې لا وخت ونيسي. له دغه کتاب څخه بعضي موضوعات به پر قاموسونه ټکی کام پاڼه د يوې لنډي لړۍ په شکل په دې هيله خپرول پېل کړم چي د بعضو لېوال دوستانو له پاره ګټور تمام سي.
زه دغه لړۍ د سانسکريت ژبي د يو بنيادي او لومړي پړاو د شاګرد په توګه ستاسو په خدمت کي وړاندي کوم او نه دا چي زه دي پر دغه ژبه د بشپړه تسلط لرلو او يا حتی کارپوهۍ ادعا ولرم.
د دغه لړۍ مقصد د سانسکريت د سترې او پراخي ژبي د ټولو مهمو ګرامري او ژبپوهنې له اړخ سره تړاو لرونکو موضوعاتو څېړل او روښانه کول نه دي. بلکه دغه لړۍ د هغو کسانو له پاره ليکل سوې چي د سانسکريت ژبي د زدکړي د پېلولو لېوالتيا لري او يا غواړي چي تر يوې اندازې د دغې ژبي سره اشنا سي. زما هيله دا ده چي د لومړي تعارف او پېژندګلوي له پاره به دغه لړۍ او پکښي راتلونکي بنيادي معلومات تر يوې اندازې د لوستونکو تنده ماته کړلای سي.
احمدولي اڅکزی
د ۲۰۲۱ کال د می ۳۰مه نېټه، رېماګن، آلمان
د سانسکريت لنډ تعارف
لومړۍ برخه
سانسکريت(संस्कृत/saṃskṛta/سـمسکرتَ)
د سانسکريت شاليد
سانسکريت د هندو اروپايي ژبو له کورنۍ څخه يوه داسي مهمه او زړه ژبه ده، چي لا تر اوسه ژوندۍ پاته ده او په هند کي يو محدود شمېر انسانان دغه ژبه خپله مورنۍ ژبه بولي. د دغې ژبي په هکله اټکل کيږي چي له نن (۲۰۲۱ ز. کال) څخه نژدې ۳۵۰۰ کاله مخکي رامنځ ته سوې او په نژدې ټوله سويل آسيايي سيمه کي مروجه وه. د هندو او بودايي اديانو سره يوځای دغه ژبه په نسبتا لږ وخت کي تر ټولې مرکزي آسيا، سويل ختيځي آسيا او په همدې شان د ختيځي آسيا تر يو شمېر سيمو پوري ورسېده. د هندو اديانو تر ټولو زاړه مقدس متون لکه ويدايي او اوپانيشادي مجموعې او په همدې شان د بودايي دين زيات مقدس متون تر زياتي اندازې په همدغه ژبه ليکل سوي دي. د سانسکريت هغه بڼه چي اوس پاته ده، تر زياتي اندازې ايديال يا په تيوريتيکي توګه مکمله يا بشپړه اصولي کړل سوې بڼه ده.
سانسکريت د هندو اروپايي ژبو د هندو ايراني څانګي او په هندو ايرانۍ څانګه کي له هندي څانګي سره تړاو لري. له سانسکريت ژبي څخه يو شمېر نوري ژبي راوتلي چي پکښي سِندهي، هندي، بيهاري، پنجابي او يو شمېر نوري ژبي شاملي دي.
دېواناګري (देवनागरी/devanāgarī/دېوناگري)
د سانسکريت د رامنځ ته کېدلو څخه په سلونو کالونه وروسته پورې لا دغې ژبي صرف شفاهي بڼه درلوده. سانسکريت له پلار څخه زوی، له استاد څخه شاګردانو او له نورو لارو له يوې خولې تر بلې خولې رسېدله او ليکلې بڼه يې نه درلوده. کله چي د دغې ژبي د لېکلو کار پېل سو، نو د هرې سيمي خلکو دغه ژبه په خپل سيميز ليکدود يا د ليکلو په نظام کي ليکله. په دې توګه نو د سانسکريت ژبي د ليکلو له پاره د تاريخ په اوږدو کي له بېلو ليکدودونو يا د ليکنې له بېل سکريپتونو څخه کار اخيستل سوی دی. د بېلګې په توګه د سانسکريت ژبي لومړی چاپ سوی کتاب په بنګالي ليکدود يا سکريپت ليکل سوی ؤ.
خو له تيرو نژدې څو سوه کالونو راهيسي د سانسکريت ژبي د ليکلو له پاره د ديواناګري ليکدود ډېر عام او مستعمل سوی دی کوم چي له کيڼ اړخ څخه و ښه اړخ ته ليکل کيږي. د پخواني براهمي ليکدود پر اساس جوړ سوی د ديواناګري ليکدود هر بېږغ/ کانسوننت يو سېلابه وي او هميشه داسي ويل کيږي لکه زور چي لري.
د سانسکريت تر څنګ ديواناګري په يو شمېر نورو ژبو لکه هندي، نيپالي، پالي، پراکريت او نورو کي هم استعماليږي.
بديل ليکدودونه
ختيځپوهان او ژبپوهان د سانسکريت ژبي د ليکلو له پاره د ديواناګري تورو له بديلو لاتيني حروفو څخه هم کار اخلي. د بديلو حروفو له پاره البته يو شمېر د اړولو سيستمونه (Conversion Systems) او معيارونه موجود دي چي پکښي پخپله د حروفو د اړولو د هند هيواد رسمي او ملي هنتري اوښتون طرز (Hunterian transliteration)، د سانسکريت د ليکلو نړيوال حروف (International Alphabet of Sanskrit Transliteration)، نړيواله فونېتيکي الفبا (IPA) ، د (ITRANS) او په همدې شان نور دترانسليترېشن جدولونه شامل دي. د يادومعيارونو تر منځ فرق د سانسکريت په لاندنۍ بېلګيزه جمله کي کتلای سو:
ديواناګري:
हेम्नःसंलक्ष्यतेह्यग्नौविशुद्धि: श्यामिकाऽपिवा।
هنتري:
.hemnah samlkshyatehygnau vishuddhi: shyāmikā'pi wa
IAST :
hemnaḥ saṃlakṣyate hyagnau viśuddhi: śyāmikā'pi vā ।
IPA:
ɦeːmnəh səⁿləkʂjət̪eː ɦjəɡnaːu viɕud̪d̪ʰi: ɕjɑːmikɑːऽpi vɑː ।
ITRANS:
hemnaH saMlakShyate hyagnau vishuddhi: shyAmikA.api vA.
په عربي/پښتو حروفو:
هېمنهَـ سـملکشیتې هیگنو ويشُددھي: شیاميکاپي وا.
تقريبي پښتو ژباړه:
د سرو زرو پاکوالی/خالصوالی صرف د اور له لاري معلوميږي.
د سانسکريت اوسني نژدې ټول کتابونه يا خو په ديواناګري او يا هم په بديلو لاتيني حروفو ليکل سوي وي. له همدې کبله په دغه کتاب کي تر زياتي اندازې هڅه سوې چي د سانسکريتي ديواناګري تر څنګ د سانسکريت له بديلو لاتيني حروفو څخه هم کار واخيستل سي. د دې له پاره چي د ترانسکرِپشن او ترانسليترېشن د الفأ سره لا تر اوسه ناواقف لوستونکي هم تر زياتي اندازې په دغه کتاب کي راغلي هغه مهمي سانسکريتي جملې او لغتونه ولوستلای سي، نو کوښښ سوی چي جملې او لغتونه د امکان تر حده په پښتو/اردو حروفو هم وليکل سي.
د لومړۍ برخي پای
منبع: د ناچاپ سوي اثر «د سانسکريت لنډ تعارف او زر مهمي جملې يې» څخه انتخاب
که غواړئ چي د دغې لړۍ نوري ليکنې هم ولولئ نو پر لاندني لينک کليک وکړئ:
د خپرو سوو برخو ليسټ
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2696


پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي
- Details
- څانګه: ژبپوهنه
زمان ستانیزی د کلیفورنیا په دولتي پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد دی او د ژبپوهنې تحصیلات یې د واشنګټن په پوهنتون کې پای ته رسولي
- لوستنې: 5482

د اپریل دویمه، د کوچنیانو د کتاب نړیواله ورځ (پوهندوی آصف بهاند)
- Details
- څانګه: کتابونه
پوهندوی آصف بهاند
کوچنیان او کتاب
د اپریل دویمه، د کوچنیانو د کتاب نړیواله ورځ
د دې لنډې لیکنې په پیل کې غواړم د کوچنیانو او کتاب اړوند، څو پوښتنې مطرح کړم:
ــ آیا موږ په خپل کور کې کتابتون جوړ کړی او که مو جوړ کړی وي، د کوچنیانو د کتابونو ونډه مو څومره په نظر کې نیولې ده؟
ــ موږ څومره د مطالعې کلتور پر ځان باندې تطبیق کړی دی، چې زموږ کوچنیانو موږ ته په کتو سره د مطالعې او کتاب لوستنې عادت خپل کړی وي؟
ــ موږ څومره سلنه افغانان تر خوب مخکې خپلو کوچنیانو ته د دوی د خوښې وړ کتابونه یا کیسې لوستي دي؟
ــ ایا کله مو له کوم کتاب پلورنځي څخه خپلو ماشومانو او کوچنیانو ته، د ماشومانو او کوچنیانو ځانگړي کتابونه اخیستي دي؟
ــ ایا کومه ورځ مو په نت کې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره په ځانگړو پاڼو او ویبپاڼو پسې پلټه کړې ده؟
ــ ایا دا تاسو ته مالومه ده چې په پښتو ژبه باندې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره چا؟ څنگه او څومره تالیفات او ژباړې کړي دي؟
زموږ په ټولنه کې که په جدي ډول څېړنه وشي، ښکاره به شي چې تر نور وگړو ډېر مو د ماشومانو او کوچنیانو حقونه تر پښو لاندې کړي دي او هغه څه د افغانستان له ماشومانو او کوچنیانو سره شوي دي، چې د مځکې کرې په هیڅ برخه کې به دومره جفا نه وي شوې چې موږ د خپلو ماشومانو او کوچنیانو په حق کې کړې ده.
له کوچنیانو او ماشومانو که ښه کوو، لومړی باید له دوی سره د تاوتریخوالي هغه بېلابېل ډولونه ودروو چې همدا اوس له کور، کلي نه نیولې تر ښارونو او ټول هېواد پورې، د دوی په حق کې روان دی؛ وروسته تر هغه باید د دوی واړه جهان ته په درناوي سره باید دا زمینه برابره کړو چې دوي د ماشومتوب او کوچنیوالي دوره په پوره بیغمۍ او ځانگړو زدکړو سره تېره کړي چې د ځوانۍ دورې ته د ورننوتلو جوگه شي. د دې په څنگ کې باید د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د ځانگړو کتابونو او هغوی ته د لوستلو زمینه برابره کړو.
د ماشومانو او کوچنیانو له پاره کار شوی دی، خو نه هغومره چې دوی یې حقداره دي. زموږ په ټولنه، په تېره پښتو ادبیاتو کې د گوتو په شمار خلکو په دې برخه کې کار کړی دی چې دلته به د کوچنیانو د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت، د دغو ښاغلو د کارونو لنډه یادونه وکړم:
محمود مرهون،
احمدولي اڅکزی،
ویسا ورونه او قلملار ټولنه،
محمود مرهون:
محمود مرهون د ماشومانو او کوچنیاو له پاره تر ټولو نورو لیکوالو او قلموالو ډېر کار کړی دی. ما مرهون د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې، په کابل پوهنتون کې ولید. دا لاندې معلومات په هغه وخت پورې اړه لري:
اوس محمود مرهون د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې په علمي کدر کې تر ټولو ځوان غړی دی.
مرهون یو فعاله ځوان علمي کدر دی چې ادبیاتو پوهنځي کې یې د زدکړې او تدریس تر څنګه ډیرې نورې فرهنګي پروژې او کارونه را پیل کړې دي. د ژورنالیزم په برخه کې فعالیت لري او د «سراج الملت» په نامه جریده خپروي چې تر اوسه پورې یې دوې ګڼې زما له نظره تیرې شوې دي، په آنلاین ډول یې د پښتو ژبې تدریس (راځئ چې پښتو زده کړو، بیاید پښتو بیاموزیم) ته مټې را نغښتلې دي چې په آنلاین ډول تر لاسه کیدای شي.
د کتابونو لیکل او ژباړل یې په یوه عادت بدل شوي دي. له ټاټوبي اونیزې سره یې د خپلو چاپ شوو آثارو په باب داسې ویلي وو:
«تر دې دمه مي ٣١ عنوانه بېلابېل کتابونه په هيواد کي دننه او له هيواده بهر چاپ سوي دي او انشاالله په نږدې راتلونکي کې به دغه شمېر ٣٥ ته ورسېږي.»
هغه کتابونه چې مرهون په ۲۰۱۵ ام کال اپریل کې ما ته په کابل کې را وسپارل، عنوانونه یې دا دي:
ــ مهربانه سپی او د چرګې ژړ چیچان،
ــ درې نانۍ پیشو ګیانې،
ــ وحشي خرس او هوښیار هلک،
ــ د ځنګل د ماڼۍ راز،
ــ د سرو زرو هګۍ او جادويي بیزوګۍ،
ــ لویشتکی،
ــ د علاالدین څراغ،
ــ هوښیاران خور او ورور،
ــ بامي،
ــ بیرندونکی شوپرک.
خو له ۲۰۱۵ کال وروسته یې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره نور هم خپل کارونه گړندي کړل چې ښایي په ځانگړي ډول یې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره تر اوسه تر شپیتو ډېر کتابونه لیکلي، ژباړلي او چاپ کړي وي؛ خو له بده مرغه چې په ټول افغانستان او بیا په پښتنو کې د مطالعې دود دومره عام نه دی، په کتاب باندې څوک پیسې نه ورکوي او حتی که وړیا یې هم ورکړې، خپلو ماشومانو او کوچنیانو ته یې نه لولي او نه یې ورزده کوي.
که یې څوک اخلي که یې نه اخلي، که څوک لولي که یې نه لولي، مرهون کار کړی او کار کوي، او زموږ د ټولنې د یو هیر شوي قشر له پاره یو څه نه، بلکې ډیر څه چاپوي.
اوس پوښتنه دا ده چې دا کتابونه چا ته چاپ شوي دي:
ــ هغه چا ته چې د راتلونکې ټولنې یوه اصلي سټه ده،
ــ هغه چا ته چې راتلونکې ټولنه باید وچلوي،
ــ هغه چا ته چې راتلوکې یا ښه کوي، یا یې بربادوي،
که مو ښه وروزه، ښه به شي او که بد مو وروزه نو پایله یې همدا اوس مالومه ده، یعنې بربادي.
زه د دې کتابونو چاپ او خپریدل، د نوي نسل په روزلو کې له اساسي ګامونو نه یو ګام ګڼم.
محمود مرن تر شپیتو ډېر کتابونه لیکلي، ژباړلي او چاپ کړي دي، د ځینو نومونه یې دا دي:
۱ــ شرمښ او سره بزه، محمود مرهون،
۲ــ جګ بابا، لیکوال: جین وبستر، مترجم: محمود مرهون،
۳ــ د آسمانو شاپیرۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۴ــ د واورو ملکه، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۵ ــ د اُز د ښار جادو ګر، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۶ ــ سورکۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۷ ــ ملاله په عجبه دنیا کې، لیکوال: لوییس کارول، مترجم: محمود مرهون،
۸ ــ اورلګیت خرڅونکې نجلۍ، لیکوال: هانس کریستین اندرسن، مترجم: محمود مرهون،
۹ ــ د ماشیني انسانانو سره جنګ، لیکوال: فرانک با اُوم، مترجم: محمود مرهون،
۱۰ ــ د باچا نوي کالي، محمود مرهون،
۱۱ــ قهرمان هلک او جادوګر، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۱۲ــ د ځنګله د ماڼۍ راز، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۱۳ــ شین طوطي، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۱۴ــ سارا سرور، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۱۵ــ شپږ ورونه او یو سوی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۱۶ــ نیک بخته شاهزاده، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۱۷ــ مغروره باز(او یوه بله کیسه)، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۱۸ــ چالاکه پیشي، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۱۹ــ د ریدي وفاداره سپی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۲۰ــ سرتیری او وحشي دیب، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۲۱ــ د ګیدړې شیطان چیچی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۲۲ــ اروا وږی سپی(څو نورې کیسې)،
۲۳ــ د کلي عجیبه سپی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۲۴ــ انګوړ و منګوړ او چیچي مچونګړ، محمود مرهون،
۲۵ــ ښکار او ښکاري(او یوه بله کیسه)، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۲۶ــ مچمچکه، لیکوال: بن زلس، مترجم: محمود مرهون،
۲۷ــ هوايي هیلۍ، لیکوال: هانس کریستن اندرسن، مترجم: محمود مرهون،
۲۸ــ د کوچنیو انسانانو دنیا، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۲۹ــ آسماني نجلۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۳۰ــ لنډیان او خفاف(بوټ ګنډونکی)، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۳۱ــ نازو او جادوګر، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۳۲ــ مهربانه نجلۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۳۳ــ شین سترګې ارزو، لیکوال: لوسی م مونټګمري، مترجم: محمود مرهون،
۳۴ــ ماریا او زمری شاهزاده، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۳۵ــ نازو او جادوګر باچا، لیکوال: فرانک با اُوم، مترجم: محمود مرهون،
۳۶ــ علي بابا او څلویښت غله، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۳۷ــ هوښیار سوی او بد رنګه راکون، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۳۸ــ درې سترګی دیب او کوچنی بوټبه، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۳۹ــ د زمریالي وفا داره سپی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۴۰ــ د هیلۍ بد رنګه چیچی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
۴۱ــ وحشي خرس او هوښیار هلک، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،
محمود مرهون اوس له هېواده د باندې په هنوستان کې په «P hd » زدکړو بوخت دی.
محمود مرهون په اوسنیو متعهدو قلموالو کې هغه څوک دی چې تر ټولو نورو قلموالو یې د ماشومانو او کوچنیانو ادبیاتو ته پاملرنه او عملي کار کړی دی. ما (آصف بهاند) د ده د عملي کارونو او لیکلو کتابونو په باب څو مقالې لیکلې دي او د کوچنیانو د ادبیاتو او نوي نسل د روزلو په برخه کې مې د ده پر کړو کارونو مفصله رڼا اچولې ده.( د کوچنیانو ادبیات، دویم ټوک، ۹۸ ــ ۱۰۹ مخونه)
احمدولي اڅکزی:
احمدولي اڅکزی بل هغه ځوان دی چې د ماشوانو او کوچنیانو د کتابونو په برخه کې د یوې لویې اکادمۍ په څېر کار کړی دی. په اوس وخت کې دی په جرمني هېواد کې ژوند کوي او د رسمي کار تر څنگ په فرهنگي کارونو کې دومره کار کوي چې ښايي د فرهنگیانو یوه ډله یې هم ونه شي کولای. احمد ولي د لیکنو او ژباړو تر څنگ دوه ویبسایتونه هم پرانستي دي او چلوي یې:
قاموسونه دات کام (qamosona.com)
کوچنی دات کام. (www.kochnai.com)
احمدولي اڅکزی یوازې په کوچنیان دات کام کې د ماشوانو او کوچنیانو له پاره په سلگونه کتابونه راټول او انلاین کړي دي چې پرته له تکلیف نه یې هر مور پلار په وړیا ډول په خپل کور کې کتلی او لوستلای شي.
د احمد ولي اڅکزي نوم، د ده د تر سره کړو فرهنګي کارونو په وجه، هر افغان باید اوریدلی وي او لږ قلموال به وي چې د ده له فرهنګي کارونو څخه یې استفاده نه وې کړې. د قاموسونه دات کام (qamosoona.com) په اوریدو سره د هر افغان په ذهن کې د احمد ولي اڅکزي نوم او تر سره کړي فرهنګي کارونه تداعي کیږي،
احمدولي اڅکزی چې د ۲۰۰۱ م زېږدي کال راهيسي د پښتو ژبې د پانگې په راټولولو بوخت دی او ورباندې څېړنه کوي، په ۲۰۰۳ م زېږدي کال يې د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پروژې بنسټ کېښود. په دغه انټرنټ پاڼه کې تر اوسه پورې څه ورباندې پنځوس پښتو قاموسونه ځای پر ځای شوي دي چې پکې د پښتو مشهوره قاموسونه لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او افغان قاموس هم شامله دي. ده په قاموسونه ټکی کام کې څه ورباندې يو لک او اتيا زره مصرعې، پښتو شعرونه هم راټول کړي دي چې لا ورباندې کار روان دی. پداسې حال کې چې قاموسونه ټکی کام د پښتو ويونو او سيندونو يوه بېسارې پانگه ده، نو دغې پاڼې او د پاڼې بنسټگر په گڼ شمېر پښتنو ځوانانو کې ډېر مينه وال پيدا کړي دي. اڅکزي سره په څنگ کې يو شمېر نورو افغان ځوانان چې په اروپا او د نړۍ په نورور لويو وچو کې مېشت دي هم خپلې هلې ځلې کړي دي او د قاموسونه پروژې په بډاينه کې د هغوی رول د يادولو وړ دی. د وېبپاڼې په تخنیکي اړخ کې د مصطفی سادات چې د ريښتوني افغان وېب پاڼه چلوونکی پاتې شوی په نیوزيلېنډ کې اوسېږي هم د يادولو وړ دی. اڅکزي په ۲۰۱۰ م زېږدي کال د آزادۍ راډيو سره په يوه مرکه کي وويل چي ده د پښتو ژبې په لسگونو زره داسي ويونه راټول کړي دي چي تر اوسه پوري په هيڅ پښتو قاموس کي نه وو، خو پښتانه يې په خپلو ليکونو او خبرو کې کاروي. خو د ماشومانو او کوچنیانو د کتابونو په برخه کې یې بیا د نوي نسل روزلو ته په کتو سره، بل ډول ارزښتمن کارونه کړي دي
خپله احمد ولي اڅکزی د کوچنی ټکی کام په باب داسې لیکلي دي:
«ستاسو په اجازه به زه درته په لنډه توګه د خپلې يوې بلې پروژې په تړاو هم معلومات درکړم کومه چي ما د پښتنو ماشومانو له پاره جوړه کړې ده. د دغې پاڼي نوم کوچنی ټکی کام دی چي ما تقريبا د ۲۰۱۶ کال په پسرلي کي پېل کړه. دا ځکه چي له هيواد څخه د ليري ژوند کوونکي يو مسافر په توګه ماته ډېره مشکله وه چي د خپلو ماشومانو له پاره په پښتو ژبه د هغوی د عمر سره برابر کتابونه پيدا کړم. نو ما فکر وکړ چي کومه ستونزه چي زه لرم، نو خامخا به يې نور خلک هم لري. همدا ؤ چي ما د کوچنی ټکی کام په نوم پاڼه پېل کړه چي پکښي د ماشومانو له پاره خپل نکلونه، شعرونه او په همدې شان د نورو کسانو له خوا ليکل سوي نکلونه خپرول پېل کړل.
دغه پاڼه اوس نژدې يو اعشاريه درې مليون ځله لوستل سوې او هره ورځ ورته اوسطا ۲۵۰۰ کسان راځي او نکلونه پکښي لولي، اوري يا پکښي ويډيويي نکلونه ګوري.
دمګړی په دغه پاڼه کي تر ۳۰۰ زيات نکلونه په ليکلې، ږغيزه يا ويديويي بڼه آنلاين دي. البته د نکلونو ورزياتولو دغه پروسه لا نه ده بشپړه سوې او د وخت په تېرېدو به د دغو نکلونو شمېر نور هم زيات سي.
ټول مطالب چي ما په دغه پاڼه کي د ماشومانو له پاره انتخاب کړي او راټول کړي دي، هغوی داسي مطالب يا نکلونه دي چي ماشومان ورڅخه د خپلي مورنۍ ژبي د زدکولو تر څنګ د ژوند له پاره نور ګټور پندونه او درسونه هم زده کولای سي.
د کوچنی ټکی کام د پاڼي جوړښت داسي سوی دی چي ټول نکلونه يې ځانګړي ټېګونه لري او په دې توګه پر کاټيګوريانو وېشل سوي دي. د دغو ټېګونو په مرسته څوک د مثال په توګه د ځانګړو ليکوالانو نکلونه بېلولای سي، يا د ځانګړي عمر لرونکو ماشومانو له پاره غوره نکلونه بېلولای سي او يا هم د متن د اوږدوالي له مخي د نکلونو ځانګړی ليسټ جوړولای او لوستلای سي.
د دغې پاڼي ډيزاين داسي جوړ سوی چي پخپله ماشومان يې په آساني سره پر موبايل يا کمپوتر بېله دې چي ليک او لوست يې زده وي، پرانستلای سي. دا چي د دغې پاڼي زيات نکلونه ږغيزه يا ويديويي بڼه هم لري، نو واړه ماشومان هم ورڅخه ګټه پورته کولای سي.
زه په دې خوشال يم چي هره ورځ په لسهاؤ زره کسان د قاموسونه ټکی کام له وېبپاڼې څخه کار اخلي او اوسطا ۲۵۰۰ ځله له کوچنی ټکی کام څخه و خوږ ماشومانو ته په پښتو ژبه نکلونه لوستل کيږي.
د يادو دواړو پروژو له برياليتوب څخه موږ تاسو ته دا ثابتيږي چي که حتی زما په شان په اړونده ډګرونو کي يو غير مسلکي کس د کار ټينګه اراده وکړي نو د خپلي مورنۍ ژبي له پاره په يو ډګر نه په يو ډګر کي خامخا يوه ښېګڼه رامنځ ته کولای سي.
يادي دواړي پروژې موږ تاسو ته دا ثابتوي چي بېله دولتي او غير دولتي مرستو او بوديجې هم عملي کار کول ممکن دي.
خدای دي موږ تاسو ټولو ته وس راکړي چي په لومړي سر کي خپلو بچيانو ته د خپلې مورنۍ ژبي د زدکړې امکانات برابر کړو، ورته د ماشومانو له پاره د پښتو ژبي ادبيات ور وپېژنو، د پښتو د ليک او لوست ښوونه ورته وکړو او تر څنګ يې د نورو ټولو ژبو او ولسونو د احترام ډېوه هم په سينه کي ور بله کړو.»
ویسا ورونه او قلملار ټولنه:
د ویسا ورنو او قلملار ټولنې او د معارف او د وطن د نوي نسل د روزلو په برخه کې د دوي د فعالیتونو په باب مقاله نه، مقالې او لا کتابونه باید ولیکل شي، ما خپله برخه او د دوی د گڼو فعالیتونو په باب وخت ناوخت مقالې لیکلي دي.
ویسا ورنو او قلملار ټولنې په دې ورستیو کې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره ځانگړي لیکل شوي، ژباړل شوي او چاپ شوي کتابونه د ماشومانو او کوچنیانو تر نازکو لاسونو پورې رسولي دي. دا لاندې
لنډ معلومات پرون د مطیع الله ویسا په فیسبوک پاڼه کې خپور شو:
«قلم لار تر اوسه 165000 يو لک پنځه شپيته زرو ماشومانو ته د ماشوم کتاب په رضا کار ډول رسولی دی.»
زموږ د ټولنې ستونزو، د پرمختګ څرنګوالي او شرایطو ته په کتو سره د ماشوانو او کوچنیانو له پاره د کتابونو لیکل، ژباړل او ویش زه داسې ارزوم چې په ښه او مثبت لوري روان دی او له تمې نه لا زیات کارونه د تر سره کیدو په حال کې دي. ښې بیلګې یې د کوچنیانو د ادبیاتو په څیړنیزه او تخلیقي برخه کې لیدل کیـږي، په بیلابیلو ویبپاڼو کې چاپیـږي او تر ټولو ښې پتې یې دا دي:
ــ «پل» ویبپاڼه، ( http://pal.taand.com)،
ــ د ماشوم د ادبیاتو کور فیسبوک پاڼه،
https://www.facebook.com/خانه-ادبیات-کودک-د-ماشوم-د-ادبیاتو-کور-1474829949511421/?fref=ts
ــ په دې ورستیو کې د «د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو ټولنه» ټولنې له خوا د ګڼ شمیر لیکوالو او فرهنګیانو په ګډون «د ماشوم د ادبیاتو جشن» تر سر لیک لاندې د یو سیمینار جوړیدل ې بله ښه بیلګه کیدای شي.
ــ دغه راز په ځینو ویبپاڼو کې د نورو خبرې او فرهنګي مطالبو تر څنګ، د ماشومانو او کوچنیانو کړکۍ هم پرانستل شوې چې هلته د کوچنیانو له پاره کتابونه، د کوچنیانو د ادبیاتو او کارونو په باب څړنیزې مقالې او د کوچنیانو له خوا یا د کوچنیاو له پاره لیکل شوي شعرونه او کیسې انلاین کیږي، لکه د لر او بر ویبپاڼې د «د ماشوم نړۍ» برخه:
http://larawbar.net/category/c_25
د کوچنیانو د ادبیاتو تخلیقی برخې ته که پام وشي، لیدل کیږي چې په دې برخه کې په ډیر لنډ وخت کې ګڼ شمیر نوي قلموال را پیدا شوي دي چې د کوچنیانو له پاره یې شعرونه، داستانونه تخلیق کړي دي او یا یې له نورو ژبو د ماشومانو او کوچنیانو له پاره یو څه را ژباړلي دي.
د نوي نسل د ښې او مدرنې روزنې له پاره
د ماشومانو او کوچنیانو کتابونو ته د لا پاملرنې په هیله!
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2441

قاموسونه ټکی کام «د خوشحال فرهنګ» آنلاين کړ
- Details
- څانګه: قاموسونه ټکی کام اعلانونه
قاموسونه ټکی کام پروژه درته زيری درکوي چي دغي پروژې د مورنۍ ژبو د نړيوالي ورځي په مناسبت «د خوشحال فرهنګ، دويم جلد (دستارنامه)» د يو قاموس په شکل پر خپله پاڼه آنلاين کړ. د دغه فرهنګ د ۲۰۰۵ کال چاپ ديجيتل سوی او د قاموسونه ټکی کام د پروژې پر پاڼه د « Glossary of Khushal Khan Khattak (Volume 2) [by Dr. Y. M. Maghmum Khattat]» تر عنوان لاندي خپور سوی دی. دغه فرهنګ چي ناشر يې محترم او فاضل استاد پروفيسر ډاکټر يار محمد مغموم خټک صاحب دی، په ټوليزه توګه پکښي تر ۲۳۰۰ څخه زيات د دستارنامې الفاظ/لغتونه په پښتو تشريح سوي دي.
د دغه کتاب د ديجتل کولو چاري د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د دريم صنف محصل، عبدالنافع يوسفي بشپړه کړي چي له کبله يې زه د قاموسونه ټکی کام د ټولو کارونکو په استازيتوب زياته مننه کوم.
قاموسونه ټکی کام آنلاين پروژه له تيرو دوو لسيزو راهيسي د پښتو ژبي آنلاين مفت/وړيا قاموسونه وړاندي کوي. د يادي پروژې پر پاڼه دمګړی ۴۸ پښتو قاموسونه آنلاين دي چي د لغتونو شمير يې تر دولسو لکو زيات دی. پر دغه پاڼه په همدې توګه تر ۱۹۰ زرو څخه زيات د پښتو اشعارو بيتونه آنلاين دي. دغه پاڼه په زياته د ژبپوهنې او قاموسپوهنې په هکله علمي مطالب هم خپروي.
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۲۱مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 3073

خيرالبيان پښتو برخه کتاب چاپ سو
- Details
- څانګه: متن پوهنه
ليکونکی: خان محمد احسانمل
خيرالبيان د روښاني غورځنګ د مشر بايزيد روښان (۹۲۶-۹۸۵هـ.ق.) له اثارو څخه اساسي کتاب دئ چي د استاد محمد معصوم هوتک له سريزي، ترتيب، مقابلې، سمون او لمنليکونو سره په (۳۶۰) مخونو کي د (۵۰۰) ټوکه په تېراژ د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا په (۱۳۹۹ل.) کال چاپ او خپور سو.
کتاب دوه مخه د خپرندوی ياداښت لري چي د دې کتاب پر بيا ځلي چاپ او ځانګړتياوو ئې بحث کړی. ورپسې د خيرالبيان د سالار جنګ موزيم د خطي نسخې د دوهم مخ او د ټيوبنګن خطي نسخې د (۱۳۷) ب مخ عکسونه راغلي.
وروسته د محمد معصوم هوتک (۳۲) مخيزه سريزه ده چي د خيرالبيان پر معرفت، د هغه پر نسخو، چاپونو، رسم الخط، ليکدودي ځانګړتياوو، د خپل کار روِش او نورو معلوماتو بيان پکښې دئ.
له (۴۲) مخ څخه د کتاب متن شروع کيږي، نوموړی متن لکه د کتاب نوم چي دئ يوازي د پښتو برخه لري. ګام پر ګام ئې د اړتيا له مخي لمنليکونه خوړلي دي او د کتاب متن پر (۲۳۴) مخ پای ته رسېدلی دئ.
له دې وروسته له (۲۴۰) مخ څخه تر (۳۶۰) مخ پوري د اکاډمېسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد مغتنمه لغتنامه هم مل ده. لغتونه د الفبې د تورو پر اساس ترتيب سوي چي پکښي د مشکلو لغتو حل له معناوو، فونيميکو شکلونو، حوالو او مثالو سره ليکل سوي. دا لغتنامه لومړی وار په (۱۳۵۳ل.) کال د خيرالبيان د کابل عکسي چاپ سره خپره سوې وه خو په حاضر متن کي د لغتونو په توضيح او تشريح کي زياتوالی راغلی.
دا کتاب بایزید روښان په څلورو ژبو (عربي، پښتو، پارسي او هندي) لیکلی دئ او د خپلي عقیدتي او عرفاني لاري ټول کوائف او اصول ئې په څلوېښتو بیانو کي بیان کړي دي.
د خیرالبیان خطي نسخه په (۱۹۵۹م.) کال کي د پېښور د پښتو اکاډیمۍ مشر مولانا عبدالقادر (۱۹۰۵-۱۹۶۹م.) د جرمني د تیوبینګن ښار په کتابخانه کي وموندله او په (۱۹۶۷م.)کال کي لومړی ځل د خیرالیبان متن د دغي یوې او واحدي نسخې له مخي د حافظ عبدالقدوس قاسمي له یوې مفصلي سریزه سره د پېښور د پښتو اکېډمۍ له خوا چاپ سو.
د جرمني له دغي نسخې څخه په (۱۳۵۳ل.= ۱۹۷۴م.) کال کي د بایزید روښان د بین المللي سیمینار په ویاړ د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا خیرالبیان دوهم ځل د لوی استاد علامه حبیبي، فاضل استاد بېنوا او علامه پوهاند رشاد د مفصلو سریزو او د پوهاند رشاد له یوې مغتنمي لغتنامې سره په عکسي ډول چاپ سو.
د خیرالبیان دغه واحده معلومه نسخه (د جرمني نسخه) نیمګړې وه او یوازي د سریزي برخه ئې په څلورو ژبو وه، د متن برخه ئې یوازي په پښتو ژبه وه. خو له نېکه مرغه په شپېتمو کلونو کي چي کله سرمحقق زلمي هیوادمل د هند د کتابخانو د خطي نسخو فهرست جوړاوه، د هند د حیدر آباد-دکن د سالارجنګ موزیم د خطي نسخو په کلیکسیون کي ئې د خیرالبیان یوه بله نسخه وموندله او په (۱۳۶۳ل.) کال کي په خپل کتاب (د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخې) اثر کي دغه نسخه معرفي کړه. د خیرالبیان دغه نسخه (د سالارجنګ موزیم نسخه) بشپړه نسخه ده، چي د متن برخه ئې هم په څلورو سرو ژبو ده. د هند د دغې نسخې له پیدا کېدو سره د خیرالبیان د یو بل بشپړ متن د چاپ ضرورت حس سو او په متنپوهنه کي چي د یوه زاړه متن نوري او بشپړي نسخې وموندلي سي، نو زاړه چاپونه ئې باید ورسره مقابله سي، یو نوی او له تېروتنو څخه پاک متن ئې باید تهیه او چاپ سي. وروسته بيا زموږ محقق لیکوال استاد محمد معصوم هوتک د هند د سالارجنګ موزیم دغه نسخه له څو میاشتو پرله پسې کار ورورسته په خپله اصلي بڼه له لازمو توضیحاتو او تحشیو سره چاپ ته اماده کړه او په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا په (۱۳۹۶ل.) کال چاپ سوه.
خو دا وار يوازي پښتو برخه چاپ سوه ځکه چي خيرالبيان د تعليمي او تحصيلي مؤسساتو په نصاب کي شامل کتاب دئ او سر و کار ئې هم له پښتو برخي سره دئ.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 4415

نظم ـ د وطن مور (پروین ملال)
- Details
- څانګه: نظمونه
ليکونکې: پروین ملال
د وطن مور
تېره شپه چې د بید یا تبجنه غېږه
د نم جني وږمې غیږی ته لو یدله
د سپوږمۍ د بنفشې په شان نجلۍ وه
چې د هسکو غرو په څوکو نڅېدله
زرین لمرو د چا غیږکې بیده شوی
ورځی شور او ږوږ د ځانه سره وړی
د کیږدیو کتارونه لاړی لاړی
مراندې ښخي نرې څوکې اهرام غاړی
د یوچا خوب وو، و ستورو ته ختلی
د یو چا خیال سمندر ته وو لویدلی
چا و ذهن په هیرجن قمار بایللی
د الف و ب تر تورو ها خوا تللی
ځلیدلی یی پيچې وروځی له ځانه
په کوڅو کې په زرونه کهکشانه
مړوندونه یی چڼ، چڼ فراق لوستلې
رخسارونه یی د عمر د یو ځبیښلې
ګونځو شونډو یه د شپو تر خه څکلې
تور د سترګو یه رنګونه وه هیر کړی
++
بیګا شپه چې سپوږمې سپين غشی ویشتله
د تیارو لمن یی ورو، ورو ور څیرله
سپینو ستورو د حریر کیسه کوله
د اسمان سترګو رانجه پوری کوله
د یوچا ځوانی د وخت غلو وه لوټ کړی
د ښکلاوو خزانه یی ځینی وړی
یو وخت ښکلی وه، جوهر وه رنګینه وه
سپینه ،سپینه ځلیده لکه آئینه وه
هم شهۍ وه هم میرمن د محلونو
هم واکداره وه د ښکلو ،ښکلو زړونو
د چا مور وه د چا خور لور د بابا وه
سر تر نوکو وه ستایلی بی بها وه
یو وخت ناسته په بخمل او اطلسونو
خاص وریښم یې وه تر شا د بالښتونو
هسکه غاړه یی په شانی دبتانو
سره او سپین پری ځنګیدل لکه دپاڼو
سور کمیس یی بلوی اور په ( ترکانو)
چڼ پرتوګ یی وو په شان د ( کو شانیانو)
د پاولو په کڼهار کې ویښیدله
د بنګړو په شرنګهار سجدو ته تلله
اوس وه زوړ څلی و لمر ته رژیدله
نوشتو یی د باران سره ژړله
++
تیره شپه چې شپيلۍ ورو، ورو ږغیدله
انګازه یی تر افلاکه رسیدله
یوه تیره زمانه یی یادوله
یوه ښکلي یی ستایله را ستایله
یو چا و پوښتل ته څوک یی جادوګري؟
د مکاری دنیاګۍ زړی کوډګری
څه له، څه له؟ د تیارو غیږی ته لویږی
څه له؟ څه له؟ د شپو سیورو کې اوسیږی
بوډي وویل: څه وا یی لارویه؟
د لفظونو د ادابو نه پردیه :
ولی، ولې؟ می څیړی د روح تارونه
ولې، ولې؟ ویښوی بیده دردونه
ګوره زه د حوا لور مور د انسان یم
د نړی ښایست، د ښکلی خالق شان یم
زه سپيځلی د ژوندون روڼه چینه یم
په ایمان او په تقوا پوره، پوره یم
ګوره ته هم زما زوی یی زما ښاغلې
زما د دواړو سترګو تور په زړه منلې
+++
بیګاه شپه چې سپوږمۍ ورو، ورو راختله
په نظر د یوه چا چې خوریدله
د یو چا د ذهن کړکۍ یی خلاصوله
یو چا ،چا ته کیسه داسی اوروله
زه د دغه وطن لور او مور وم دواړه
زما په لاسو کې تدبیر او تقدیر واړه
زما دعا به پاس و عرش و ته ختله
زما نمانځنه به لوی رب (ج) تل قبلوله
نر بچې مي په لمن کې لوییدله
د غیرت او پت په پیو مې روزله
د آغلو نجونو درس حیا ،حیا وه
پت پالل غیرت کول ، ښکلی وفا وه
ما و دی وطن ته ورکړه ډیر میړونه
محلونه، محلونه کتارونه
ما خبری ورښودلی مر غلرې
در مرجان، یی کلمی لکه شکرې
د ښاغلیو او آغلو ډک کاله کې
ومه ناسته ملکه د هر یو زړه کې
چې به زه د کور انګړ کې ګرزیدمه
د حیا نه به د ګلو پوټیدمه
اوس څه ووایم ؟ چې څه یم او څه کیږی
اوف وجود او زړه مي دواړه نینې کیږی
د وسلو د کړچها ره مي ساه خیژی
د آسو د شڼهاره مي تراه کېږی
چې ویرجن ږغونه اورمه په شپو کې
د سهاره تر بیګاه سووزم لمبو کې
د جګړی نه ستړی دښتي کلک، کلک غرونه
زه یی اورم زه یی اورم فریادونه
د اسمان ستوری هم ستاسو نه پټیږی
دا باران نه دی سپوږمۍ ده چې ژړیږي
ښځی ټوله ستړی شوی په دعاوو
په زګیرویو او سیلیو او ژړاوو
ټوله میندی هدیرو ته درومی لاری
په لمنو یی اغزی، اغزی نوکاری
د سپین ږیرو مو پګړۍ ریښی، ریښی دی
په زاریو، ننواتو یی شېبی دی
په دعا یی د ورغوو او څنګلونو
ویني وچې شوي د واړو اندامونو
جنګ ته تللي زوی به کله راستنیږي؟
د مږورکۍ د شپی ډیوه مې نه بلیږي
د (تيموره) هم سخت زړی جلادان یاست
خدایی ته وګوری اولاد د یو انسان یاست
بس ده، بس ده جګړه بس ده مرګ غلام کړی
د ژوندون په فلسفه کې یی تمام کړی
ما په فتح کې راوړی ژوندون ښکلي
زه یم مور د ژوند هر ساز مې دې ستایلي
خدایه ج خدایه ج لویه خدایه ج اې نمانځلې
یه واکداره: د ښاغلو نه ښاغلې
رحم، رحم، رحم وکړه اي غفاره
ای رحمانه: ای رحیم پروردګاره
ټوله یو کړه، ټول روان په یوه لاره
ټول افغان ته هدایت ورکړه باداره
دا په سرو وینو تنکي، تنکي ګلونه
د ژوندون په چینه پریوله دا میرونه
په دی سور وطن راکوز کړه بارانونه
د رحمت د څاڅکو راوله سیندو
خدایه ج خدایه ج لویه خدایه ج اې ستایلې
يه واکداره : دښاغلو نه ښاغلي
رحم، رحم، رحم وکړه ای غفاره
ای رحمانه: ای رحیم پروردګاره
۲۰۱۳ – ۲ – ۴
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 3458

په پښتو ژبه کي کليک لرونکي لغتونه
- Details
- څانګه: فونېټکس
لکه څنګه چي په ټولو ژبو کي کانسوننټونه (لکه ب، پ، ت، ټ، ث، ج...) او ووکالونه/ږغ لرونکي توري/ږغونه (لکه آ، ا، ي، و...) سته، همداسي په بعضو افريقايي او د آستراليا په بومي ژبو کي کليکونه (Click consonant) وجود لري، د بېلګي په توګه په افريقايي ژبه «خُوس سا»کي ۱۸ کليکه/کليکونه سته.
{source}<iframe width="560" height="315" src="https://www.youtube.com/embed/lrK-XVCwGnI" frameborder="0" allow="accelerometer; autoplay; clipboard-write; encrypted-media; gyroscope; picture-in-picture" allowfullscreen></iframe>{/source}
لکه په سويلي افريقا کي د «پ» يا «p» ږغ پر ځای کليک کارول کيږي. دا کليک داسي ادا/وهل کيږي چي دواړو شونډو باندنۍ پورتنۍ برخي يو د بل سره مښلول کيږي او بيا په فشار د خولې دننه د بندي هوا د پمپ کولو/زبېښلو کوښښ کيږي او بيا يو دم ايله کيږي چي په نتيجه کي يې يوې وړې چاودنې ته ورته آواز راوځي. دا د «پ» د تلفظ سرچپه خو په لا زيات فشار او لوړ ږغ رامنځته کولو لاره ده.
دا چي موږ اندازه ولګولای سو چي په کليکي ژبو کي کليک څنګه کارول کيږي او د غير کليکي ژبه لرونکو په توګه زموږ له پاره يې تلفظ/ادا کول څومره مشکل دي، لاندنۍ جمله داسي تلفظ کړئ چي د «پ» پر ځای پورتنی يا بل کليک تلفظ کړئ:
«پهلوان په کور کي پټاټې پخوي. پټاټې او پياز يې تر مخه لا له پټي څخه راوړي ول.»
کله چي د ژبي يو ږغ تلفظ کيږي نو عموما هوا ته د خولې له دننه څخه د بيرون پر لور حرکت ورکول کيږي. د بېلګي په توګه که تاسو «ته» لغت تلظ کړئ نو د پورتني غاښونو داخلي اورۍ باندي هوا بندوئ او بيا يو دم پر همدغه ځای هوا خوشي کوئ چي له کبله يې هوا له دننه څخه د بيرون پر لور په يوه وړه چاودنه سره حرکت کوي(Voiceless dental and alveolar plosives). که اوس تاسو سرچپه پر همدغه ځای له بيرون څخه د دننه د ژبي د څوکي په مرسته هوا په زيات فشار بنده کړئ او بیا يې له بيرون څخه د خولې دننه يو دم پرېږدئ نو به يوه وړې چاودنې ته ورته ږغ رامنځ ته کړئ چي دا يو کليک دی. پر دغه ځای تلفظ کېدونکي کليک ته (Tenuis dental click) ويل کيږي او په نړيواله فونېټيک الفبا کي ورته د (k͡ǀ) نخښه کارول کيږي. (د دغه ږغ اورېدولو له پاره پر دغه لينک کليک وکړئ او بيا په پلېر کي پر پلې کليک وکړئ: https://en.wikipedia.org/wiki/File:Dental_click.ogg)
په داسي حال کي چي په خوس سا او نورو کليکي ژبو کي کليکونه داسي عام دي لکه د بېلګي په توګه په پښتو ژبه کي چي د «ب» کانسوننټ يا ورته نورو کانسوننټونه زياته فريکونسي لري، په پښتو کانسونټونو کي کليکونه نسته. له دې کبله پښتو ژبه يوه کليکي ژبه هم نه ده. خو د هغه باوجوده ما پخپله په پښتنو کي يو کم شمير کليک لرونکي لغتونه/ږغونه اورېدلي چي عام استعمال لري:
(۱) په کوټه/کندهار/هلمند او نورو سيمو کي د تأسف/زړسوي/غم اظهار کولو له پاره دوه ځله د (k͡ǀ) کليک د ژبي په څوکه او د غاښونو پر سر اورۍ وهل/تلفظ کيږي. بېلګه: «k͡ǀ k͡ǀ خوارکی څنګه بد ژوبل سوی دی!»
(۲) که د (k͡ǀ) کليک په آخره کي «آ» يا «آی» اضافه سي نو بيا د ماشومانو په ژبه د «خوړولو خوندور/خوږ شي» معنی ورکوي.
(۳) پر غاښو د (k͡ǀ) یو ځل کلیک د تېروتنې په نتیجه کې د پښېماني مانا ورکوي.
(۴) د (k͡ǀ) یو ځل کلیک د نفي «یا» لپاره کاريږي چي د کلیک ږغ چِیک هم بلل کیږي.
(۵) په کندهار کي د ماشومانو په ژبه کي و مُچي/چپ کولو/ښکل کولو ته معادل لغت د (kʘ) کليک په شکل وهل/تلفظ کيږي او په آخره کي يې «آ» اضافه کيږي. بېلګه: «هله هله راسه او بابا ته يوه kʘ آ راکړه!»
(۶) که د (kʘ) کليک څو واري تکرار سي نو بيا د مرغانو/حيوانانو د ځان ته بللو له پاره هم کارول کيږي. (د کليک د اورېدلو لينک: https://en.wikipedia.org/wiki/File:Clic_bilabial_sourd.ogg)
(۷) په کندهار کي د «نه/يا» يا په عمومي توګه د منفي جواب د څرګندولو پر وخت د ژبي د ښه يا کيڼ اړخ په څنډه يو ځانګړی کليک کيږي.
(۸) که د ۷ مې بېلګي کليک څو واري تکرار سي نو بيا د خره يا بل بوده ته د مخ ته تلو امر په توګه هم استعماليږي.
(۹) د رضايت يا مثبت جواب لکه «هو» پر ځای په بعضو پښتني سيمو کي د سرچپه «ښښښ» (مشرقي ښ) يا «خخخ» تلفظ کيږي چي کليک ته ورته ږغ رامنځ ته کوي.
تاسو په پښتو کي د کليک لرونکو لغتونو يا کليکونه په هکله څه معلومات لرئ؟
تاسو په يادو بېلګو کي کومي کاروئ او پېژنئ؟ په پښتنو کي نور کوم کليکونه سته چي تاسو يې پېژنئ؟
په تاسو کي ژبپوهان دوستان څه معلومات لري چي دغه کليکونه څنګه او کله پښتو ژبي ته راغلي؟
کليک لرونکو دغو پښتو لغتونو لا ولي تر اوسه و پښتو قاموسونو ته لاره نه ده پيدا کړې؟
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د دسمبر ۲۴مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 3804

تحفه ٔ قاسمي ـ پروين ملال
- Details
- څانګه: اسرار الافغان
ليکونکې: پروین ملال
تحفه ٔ قاسمي د دري ژبې په نظمونو مشتمله رساله ده، چي له درې پاڼې سریزې وروسته په ۸۱ پاڼو کې پای ته رسېدلې ده. د رسالې په اختتامي جملو کې د هغې د کتابت یا لیکلو کال نه دی درج سوی. خو کله چي مې د رسالې پاڼې اړولې او د هغې نظمونه مې لوستل په ۱۹ پاڼه کې له داسې یوه بیت سره مخامخ سوم :
«جو میکردم این داستانکار
پسنه بود کامل نه ویکهزار (۱)»
څنګه چې دا یوه زړه قلمي نسخه ده او د دري ژبې ځینې توري يې د نن ورځې له توریو سره ډېر توپیر لري، نو لازمه ګڼم چې یو څه یې توضیح کړم. د بېلګې په ډول دا توري:
په رساله کې ـــ اوسني
جون ـــ چون
پس ـــ س
ک ـــ ګ
پري ـــ پیروي
پردین ـــ پیردین
چین ـــ حسین
له پورتني بیت څخه راته څرګنده سوه، چي د رسالې د کتابت یا تالیف کال ۱۰۰۹هـ دی. د رسالې لومړۍ پاڼه نسته چي د هغه څخه موږ ته د لیکوال نوم څرګند سي، خو کله چي ما د هغه نظمونه په غور ولوستل، نو د هر نظم په وروستیو بیتونو کي شاعر د خپل نوم حسین یادونه کړې، لکه دا بیتونه:
«طفیل همه عاصیان عظیم
کناه حسینی بخوا ازکریم (۲)
حسین که دارد سرسود خویش
زیانش رسد از همین بود خویش (۳)
حسین سیه کار بد کرده را
بیامرز و آزاد کن بنده (۴)»
د رسالې د نظم پیل د حمد شریف څخه سوی، ورپسي نعت شریف، بیا دقدر یامعراج د شپي په هکله اودحضرت شیخ عبدالقادر جیلاني په شان کي د نظمونو وروسته دشیخ قاسم افغان مدح اوستاینه وروسته درسالې مؤ لف د خپل ژوند پیښې اوحال په یوه نظم کي بیانوي چي ددغه نظم په رڼا کښې موږ ته دلیکونکي د عصر، زیږیدنې اوددې رسالې د تالیف کال ټاکل کیږي .
«زتاریخ فوتش ګرفتم شمار
نهصد فزون هشتاد وچار
چوزین رختکه رخت خودرا نهفت
درآن هفته ازسال من بود هفت
زعمرم کنون سی وپنج سال است
ندانم که آخر چه ... شد کمال (۵)»
حسین په دې بیتونو کي د خپل پلار د مړینې نیټه ښيي او وایې، چي په ۹۸۴ هـ کي د ده پلار مړ سوی، چي دی د اوو کلونو په عمر یا اوه کلن و. اوه کاله چي د څلور اتیا ۸۴ څخه منفي کړو؛ نو۷۷ پاته کیږي، چي په دې ډول د حسین د زیږیدو کال ۹۷۷ هـ څرګندیږي. دا چي حسین وایي ( زعمرم کنون سی وپنج سال است ) سمه نه ده ځکه چي حسین د تحفه ٔ قاسمي د تالیف کال چي موږ وړاندي ورته اشاره وکړه ۱۰۰۹هـ ښودلی او د پلار د مړیني کال یي ۹۸۴هـ ښودلی او د ده د زیږیدو کال ۹۷۷هـ څرګندسو که چیری ۳۵ د ۷۷ سره جمع کړو؛ نو۱۱۲ کیږي. په دې حساب د تحفهٔ قاسمي کال باید ۱۰۰۹هـ نه بلکه ۱۰۱۲ هـ وي. کله چي مې داسرارالافغان د تالیف په کال پسې پلټنه کول نو د شېخ قاسم د عمر څخه چي حسین یي په یوه شعر کي وضاحت کوي چي دا کتاب لیکم نو شېخ قاسم ۵۳ کلن دی (۶ ) د هغه د تالیف کال ۱۰۰۹ هـ ثابت سوی و او دا دواړې کاپي یو ځای میندل سوي. داسي ښکاري چي بیلي، بیلي نسخې دي خو یو د بل ضمیمه دي. د دې بحث پایله دا وځي، چي حسین د تحفه ٔ قاسمي د تالیف پر وخت ۳۵ کلن نه بلکه ۲۳ کلن دی .
«پدر داشتم عالم معتبر
که جون عابدان بود نیکوسر
بجز درس وتعلیم کارش نبود
بجزذکر وتسبیح یارش نبود
ـــــــــــــــــــــــــــ
برنج وبلا بود صابر قوی
که درصبر ویرا کند پروری
خدا جون درصبر بروی ګشاد
ازان مادرش نام صابر نهاد»
د ټول نظم په لوستلو څرګندیږي چي د حسین د پلار نوم صابر دی، پرهیزګاره، عالم او صبرناکی انسان و ځکه یي مور صابر نوم ورته غوره کړی و. سعودالحسن روهیله په اسرارالافاغنه رساله کي د حسین د ژوند په باب دا سي څرګندونې لري:
ژباړه: «په دې ډول موږ ته څرګندیږي چي د حسین ابن صابر عصر به ۱۵۵۰ او۱۶۰۰ زیږدیز کلونو په مینځ کي وي. حسین د صابر زوی دغه کتاب په دغه وخت کي لیکلی. د ده د مړیني په باب زموږ سره هیڅ معلومات نسته، البته دومره ویلای سو چي دی یوازي په هند کي استوګن و.(۷)»
موږ ته اوس څرګنده سوه چي حسین په کوم عصر کي ژوند کاوه. اوس د هغه د اوسیدولو ځای ته راځو او د حسین هغه نظم ته رجوع کوو چي دی خپله هغه کیسه پکښي بیانوي چي څنګه د شېخ قاسم حضور ته ورغلی چي هغه یي په موریدانو کښي ونیسي، حسین وایي:
«زدیهی میانی بعزم لهور
زدریایي راوی نمودم عبور
درآن چین که منزل به لاهور داشت
چو پیشور درملک ماشور داشت (۸)»
حسین له میانې کلي څخه روانیږی، د راوي دریاب یا سیند څخه تیریږي او لاهورته ورځي.
میاڼه د ډیره غازي خان او ملتان په مینځ کي پروت یو کلی دی چي له ډیره غازي خان څخه ۵۰ـ ۶۰ کیلومتره اوله ملتان څخه۱۵۰ کیلومتره فاصله لري. باید ووایو چي د میاڼي په نوم د سړبن د ښاخه یو قوم هم سته او دا څرګنده ده چي په فارسي ژبه کښي د پښتو، ڼ په ن اوړي نو کیدای شي د دې کلی نوم به هغه وخت میاڼي و.
رساله ټوله په ۸۲ نظمونو پای ته رسیدلې، یوولس حکایتونه د نظم په ژبه د شېخ میرداد د عارفانه شخصیت په باب دي، چي د شېخ قدم نیکه او د شېخ قاسم افغان غورنیکه دی. د همدې رسالې او اسرارالافغان په حواله د کندهار د امیر ذوالنون ارغون په عصر کي ژوند کاوه، په هندو راج نومي ځنګل کي د یوسفزو په جګړه کي په آس باندي ولاړ و چي د جګړه مارو په مینځ کي سوله وکړي، په سر باندې د غشي د لګیدو په اثر شهید سو او د باجوړ د لاشورې د رود په غاړه ښخ کړای سو.
یو نظم د شېخ محمد زاهد د میرداد زوی په هکله دی چي د پیښور په توفه نومي ځای کي ښخ دی.
درې نظمونه د شېخ حسن د شېخ متي د زوی په باب دي، چي حسین د دغو حکایتونو د اخیستلو حواله په اسرارالافغان او تحفّه قاسمي دواړو کي د حضرت شېخ نظام الدین اولیا په فوائدالفواد ورکوي، چي کله ما په دې اثر کي پلټنه وکړه، نو په هغه کي مې دغه درې واړه روایتونه وموندل، له هغه دریو روایتونو یو داسې دی:
ژباړه : « ... له دې وروسته یي وفرمایل، دشېخ الاسلام بها ٔالدین زکریا رحمَه الله علیه په دربارکي یو تن د حسن په نامه یادیده، ډیرلوی سړی واودولایت خاوند و، دومره لوی، چي شېخ بها ٔالدین زکریا به ویل، چي که زماڅخه پوښتنه وسوه، چي زما درګاه ته دې څه ( ډالۍ) راوړي زه به ورته ووایم، چي حسن افغان مي راوړی... (۹) »
د اسرارا لافغان په دویمه پاڼه کي، چي د شېخ متي په هکله د یوه روایت ادامه ده، د شېخ متي د نکاح ذکر دی چي د مهیار (مایار) قبیلې د یوي نجلۍ سره تړل کیږي. د حسن افغان د متي د زوی د عارفانه شخصیت د اوچتوالي اندازه چي د شېخ متي د دغه نکاح ثمره ده پخپله د شېخ متي علیه الرحمه له خولې څخه ثبت ده (۱۰) او د پټي خزانې په تعلیقاتو کښي د ارواښاد علامه حبیبي هم د دغې نکاح او حسن افغان ذکر کوي او وایې، چي د حضرت شېخ متي درې میرمنې وې کله چي په دریمه میرمن راځي نو وایې :
«دریمه د مهیار سړبني د قبیلي درییس لور وه چي د حسن په نوم یې یو زوی درلود» او بیا ادامه ورکوي :
حسن په افغاني عارفانو کي مشهور دی چي نعمت الله د افغاني مشهورو عارفانو په ډله کي د هغه نوم یادوي او وایې، چي شېخ حسن د متي زوی د بندګۍ خاوند قایم الیل اوصایم الدهرو(۱۱) دوه روایتونه په نظم کي د شېخ جوګي په هکله دي چي د شېخ میرداد او یو نظم د شېخ الهداد، د متي دزوی په باب دی.
رساله په دې جملو پای ته رسیدلې :
«تمته هذه الرسالهّ الشریفهَ في مناقب اباواجداد ... زبدهَ العارفین حضرت شېخ قاسم ابن شېخ قدم .»
د رسـالې په نظمونو کښي ځیـني بیتـونه دومره اوچت دي چي حسیـن د ډیرو لوړو شاعرانو په کتار کي دروي .
دبیلګې په ډول :
«حسینی که چشمش کهربار شد
بلعل لب توګرفتار شد
دا :
زنثر سخن ساز نرم دری
که بانظم پروین کند همبری
نوشتم بکلک سخن پروری
زپسحر فن (؟) کرده جادوګری
دا :
حسینی که دارد پسر وصل دوست
دوهي درمیانه همین بود اوست
دا :
حسیني که دارد سر سود خویش
زیانش رسد ازهمین بود خویش»
موږ ته اوس څرګنده سوه چي د تحفه قاسمي د تالیف کال ۱۰۰۹هـ دی، لیکوال یې حسین دصابر زوی دی چي د میانې کلی اوسیدونکی او د زیږیدو کال يې ۹۷۷ هـ دی.
هغه پوښتنه چي ماته د اسرارالافغان مقالې د لیکلو پر وخت پیدا سوې وه چي حسین به شاعر وکه نه ؟ هم د دې رسالې دلوستلو او بیا پر دې د دغه لیکني د لیکلو پر وخت حل سوه چي حسین د دري ژبې شاعر او د پښتو ژبې نثر لیکونکی دی، ځکه نو انګریزلیکوال هنري ونسیټارټ HENRY VANSITTART سرویلیم جونز WILLIAM JOHNS ته په یوه لیک کي وایې، «څه موده دمخه ماته د اسرارالافاغنه په نوم یواثر لاس ته راغی چي مولوی خیرالدین تصنیف کړی او په اصل کي د هغه اثر لنډ شکل دی چي حسین بن صابر بن خضر د شاه قاسم سلېمانې مورید ... په پښتو لیکلی دي ... (۱۲)» خو اوس د دري او پښتو نسخو پته څرګنده نه ده چي چیری به وي ماته یو چا دومره وویل، چي فارسي نسخه د بلوچستان ایالت په مستونګ نومې ځای کي د کوم بلوڅ سردار په کورني کتابتون کي او چا راته وویل، چي په مستونګ کي د یوه ملا سره پرته ده .والله اعلم .
لمنلیک
۱ ـ تحفه ٔ قاسمي، حسین دصابر زوی، ۱۹ پاڼه
۲ ـ همدغه اثر، ۳-۴پاڼه
۳ ـ همدغه اثر، ۴-۵پاڼه
۴ ـ همدغه اثر، ۱۵پاڼه
۵ ـ وګورئ اسرارالافاغنه مقاله (https://bit.ly/3p7CHUN)
۶ ـ تحفه ٔ قاسمي، حسین د صابر زوی،۱۷ پاڼه
۷-اسرارلافاغنه، سعودالحسن خان روهیله، چاپ لاهور۲۰۰۷،زیږدیز،۶ پاڼه
۸ ـ فوائدوالفواد، دحضرت خواجه نظام الدین اولیا دملفوظاتو مجموعه ټولوونکي حضرت ځواجه امیرحسن علا سجزي دهلوي، ۱۶۶ پاڼه.
۹ ـ فوائدوالفواد، دحضرت خواجه نظام الدین اولیا دملفوظاتو مجموعه ټولوونکي حضرت ځواجه امیرحسن علا سجزي دهلوي.
۱۰ ـ اسرالافاغنه،سعودالحسن،چاپ لاهور، ۲۰۰۷زیږدیز
۱۱ ـ پټه خزانه، محمد هوتک بن داود، ۲۱۴ پا ڼه
۱۲ ـ اسرالافاغنه،سعودالحسن،چاپ لاهور، ۲۰۰۷زیږدیز
یادونه :
د دې مقالې لومړی نشر، اووم کال، پرله پسې ګڼه (چنګاښ– زمری )۱۳۸۷ لمریزکال، الفت دوه میاشتنۍ مجله، چاپځی کابل .
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 3475

نوميالۍ ليکواله ـ پروين فيض زاده ملال
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
پېژندنه
پروین فیض زاده ملال د پښتو ژبې پیاوړې شاعره او کیسه لیکواله ده، چې نږدې ټول ژوند یې د پښتو ژبې په چوپړ کې تیر شوی دی، اغلې پروین د خدای بخښلي عبدالشکور خان پوپلزي لوره ده، چې په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د دلوې (سلواغې) د مېاشتې په یوولسمه په کندهار ولایت کې زېږېدلې ده.
زده کړه:
پروین فیض زاده ملال په ۱۳۵۷لمریز کال کې د کندهار د زرغونې انا له لېسې نه فارغه شوه.
شخصي ژوند :
پروین فیض زاده ملال په ۱۳۶۲ لمریزکال کې یې د هېواد فرهنگي شخصیت خدای بخښلي سید جان ملال سره د ژوند لار شریکه کړه، خو له بده مرغه خدای بخښلي سید جان ملال له واده نه شپږ کاله وروسته په ۱۳۶۸لمریز کال په پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله له نړۍ سترګې پټې کړې.
کار :
پروین فیض زاده ملال له ۱۳۵۴ لمریز کال نه تر ۱۳۵۷ کاله پورې په کندهار کې د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو د مخ د لیکوالې او ترتیب کوونکې په حیث کار کاوه، طلوع افغان هغه مهال مشهوره دولتي ورځپاڼه وه. د دې ترڅنګ په همدغه کلونو کې د اغلې ډیری شعرونه او ادبي لیکنې د هېواد په نورو رسنیو لکه د کندهار مجله، د عرفان مجله چې د پوهنې د وزارت خپرنیز ارګان و، او د هېواد په ورځپاڼه کې خپاره شول.
اغلې پروین د ویندویي او ژورنالیزم په څانګو کې دوه شپږ میاشتني کورسونو په بري سره له پای ته رسولو وروسته، په ۱۳۵۹ کال کې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د هنر او ادبیاتو په څانګه کې د ادبي خپرونو د پرودسرې او لیکوالې په توګه کار پیل کړ، چې په دې لړ کې یې ترانه ها وسخن ها، ترازو یی طلايي او د ژوند لار خپرونو پرودسري، همدا شان د از هر چمن سمنی، کره کتنه، جمعه او زموږ ډالۍ، د ژوند لار، ترانه ها وسخن ها او د راډیويي لنډو داستانونو د پروګرامونو د لیکوالۍ دنده یې په غاړه وه.
اغلې پروین په ۱۳۶۸ لمریز کال کې پاکستان ته کډواله شوه، په ۱۳۷۳ او ۱۳۷۵ لمریز کلونو کې یې په کراچۍ کې د جنرال قونسلګرۍ په قونسلي څانګه کې د سیمه ایزې کارونکې په توګه کار وکړ.
ـ په ۱۳۸۴لمریز کال د سوداګرۍ وزارت د نړیوال ترانزیت ریاست د سکرترې په توګه کار کړی دی.
ـ په ۱۳۸۵ لمریز کال د پاکستان په کراچۍ کې د سوداګریزې اتشې د غړې په توګه کار کړی دی.
ـ د ۱۳۸۶لمریز کال په نیمايي کې په کراچۍ کې د فرهنګي اتشې په توګه کار کړی دی.
ـ په ۱۳۹۰ لمریز کال په پېښور کې د فرهنګي اتشې په توګه په کار وګومارل شوه چې اوس هم دغه دنده په غاړه لري. .
لاسته راوړنې:
پروین فیض زاده ملال د خپلو ادبي پنځونو په خوا کې ځینې تاریخي نسخې هم موندلي او د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته یې په پوره امانت دارۍ سپارلې، بیا د هېواد ملي ارشیف ته لیږدول شوي دي چې په لاندې ډول ترې یادونه کوو.
ـ د اسرارلافغان د قلمي نسخې کاپي موندنه. اسرارلافغان په ۱۰۳۳ سپوږمیز کال کې دهند په ملتان کې لیکل شوی دی، دپټې خزانې په تعلیقاتو کې هم له اسرارلافغان نه هم یادونه شوې.
ـ د تحفه قاسمي قلمي نسخې موندنه، د تحفه قاسمي نسخه په ۱۰۳۳ سپوږمیز کال کې لیکل شوې ده.
ـ د تحفه قاسمي قلمي نسخې موندنه، د تحفه قاسمي نسخه په ۱۰۳۳ سپوږمیز کال کې لیکل شوې ده.
ـ په سندهـ د پښتو شعري نسخې د کاپي موندنه، د دغه شعرې نسخې شاعر قمرالدین ترین نومیږي چې د سندي ژبی شاعر دی، دغه پښتو شعري نسخه ۱۵۰ کاله قدامت لري، همدا شان په هند کې د پښتو شعر لمړنی دوتر دی.
ادبي پنځونې:
اغلې پروین فیض زاده ملال نه یواځې دا چې د پښتو ژبې پیاوړې او منل شوې شاعره ده ، بلکه د خپل ادبي ژوند په اوږدو کې یې په پښتو ژبه د شاعري په خوا کې داستاني اثار هم لیکلي دي چې د دغې اغلې هر اثر د پښتو ژبې په دا مهالي ادبي پېر کې خپل مقام لري .
خپاره شوي اثار :
– د اوښکو تصویر
– تبجنه سپوږمۍ
– سپینې پاڼې
– سپوږمۍ په ځنګل زارکې
– د خزان طلایي پلونه
– وخته راستون شه
نا چاپ اثار :
ـ شعري ټولګه
ـ د لنډو داستانونو ټولګه
ـ د څیړنیزو او ادبي مقالو ټولګه.
ـ د شاه فقیرالله جلال ابادي حصارکي شکارپوري د احوال ژوندلیک په اړه یوه رساله
ویاړونه
پروین فیض زاده ملال په ۲۰۱۰ زیږدیز کا ل کې د کوټې د پښتو ادبي ټولنې له خوا د بخت نامې د ایوارډ په ورکړه ونازول شوه. همدا شان د میوند د ملالې په عالي دولتي مډال هم نازل شوې.
منبع: افغان ټکی ټيپس وېبپاڼه (https://bit.ly/37zXnz6)
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 2456

اسرارالافغان یا اسرارالافاغنه
- Details
- څانګه: اسرار الافغان
ليکونکې: پروین ملال
خپرونکی: احمدولي اڅکزي، قاموسونه ټکی کام
اسرارالافغان یا اسرارالافاغنه
زموږ د هېواد بډای فرهنګ ډیرې داسې ځانګړنې لري چې ښایي د نړۍ د ډیرو ملتونو په فرهنګ کښې نه وي. د بېلګې په ډول د کورنيو یا قومونو شجره لیکنه چې زموږ د لرغوني فرهنګ له هغو اصالتونو څخه ده، چې پخوا یې ډیر رواج درلود هغه قومونو او کورنېو چې په ټولنه کښې به یې نفوذ درلود حتمآ یې خپله کورنۍ شجره لیکله او یا به د هغې مینې له مخې چې د ټولنې د نورو کسانو په زړونو کې به دوی ته موجوده وه دغه چاره کیده.
اسرارالافغان یا اسرارلافاغنه هم د روحانیت او تصوف په غیږ کښې د شجره لیکنې پر اسلوب د یوې زړې قلمي نسخې کاپي ده چې ماته په سند ه – کراچې کې د ژوب فرهنګې شخصیت عبدالعلي غورغوشتي په ډیر اخلاص او امانتداري په دې هیله وسپارله چې زه یې په رسمې ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې علومو اکاډمۍ ته ورسوم. د عبدالعلي غورغوشتي د خولې، چې هغه دغه کاپي د کراچۍ ښار په یوه بازار کې د لیلامي زړو کتابونو په ریړۍ کې میندلې، باید روښانه سي، چې د کراچۍ د ښار دغه د ريړېو خاوندان له کورونو څخه زاړه کتابونه او کاغذونه د ترازو د تول په بیه اخلي او بیا یې په بازار کې په یو څه ګرانه بیه پلوري. دغه نسخه په دري ژبه ده. لومړۍ پاڼه یې نسته، دویمه پاڼه یې په شیخ متي (رح) د یوه روایت څخه پیل کیږي او په وروستیو دوو پاڼو کې یې پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او ټولو نبیانو له درود او سلام لیږولو وروسته لیکل سوي: « تمت هذه الکتاب المسمی باسرارالافغان». کله چې دعا نوره اوږده او وروستیو کرښوته رسېدلې، بیا دکتاب لیکنې نېټه په دې ټکو کې ښودل سوې:« تمت هذه الکتاب بروز دوشنبه پنجم ماه ذی الحجه ۱۰۳۳ کتب ابوفتح الله ساکن بلده ملتان»
د دې کتاب د لاس ته راوړولو وروسته ما د علامه حبیبي اثارو ته مراجعه وکړه او د پټې خزانې په تعلیقاتو کې مې د خانواده واحناف شیخ متي (رح)، د شیخ قاسم افغان د زوی شیخ کبیر المشهور به بالا پیر تر پیژندګلوۍ وروسته د هغه د زوی شیخ امام الدین د یوه کتاب په پیژندګلوۍ کې د دې کتاب ذکر پیدا کړ، چې لیکل سوي :
«شیخ امام الدین کتابی را بنام تاریخ افغانی نوشته، ودرآن احوال تاریخی افغان رانوشته، واز کتب مهمهُ تاریخی دیګری اقتباس واستفاده فرموده، که در دیباچه ُ کتاب مذکور ذکر استَ مثلآ روضتهُ الاحباب، مجمع الانساب، اضاف المخلوقات، تواریخ ابراهیم شاهی مولانا مشتاقی، کتاب خواجه احمد نظامی، احوال شیر شاه، اسرارالافغانی ( ۳ )»
د استاد علامه حبیبي نور آثار او متفرقه مقالې مې په غور تر نظر تېرې کړې. د «نوم ورکي موُرخین» اثر په ۷۴ پاڼه کې مې د دې کتاب ذکر داسې وموند:
«اسرارلافاغنه :
دا کتاب په پښتو ژبه صابر د خضر زوی کښلی و، چې دغه خضر د شاه قاسم سلیمان مورید و، مسټر سټارټ د ایشیا ټک ریسرچز د دویم ټوک په ۷۰ مخ کې لیکي، چې دغه کتاب بیا له پښتو څخه خیرالدین نومي لیکوال په فارسي ژبه خلاصه کی.
(تاریخ افاغنه، ۲ / ۸۹ )»
په لوړ بیان کې خضر د شاه قاسم مورید و، لکه چې د دغې رسالې په درېیم عنوان کې ویل سوي دي دغه شیخ قاسم سلېماني د شیخ قدم زوی او د شیخ متي له علمي او روحاني کورنۍ څخه و، چې په ۹۵۶ ق کې زیږیدلی او په ۱۰۱۶ ق د هند په چنار ګړه (چنارکلی) کې مړ دی، نو که د اسرارلافاغنه مؤ لف خضر د ده معاصر او مورید وي ؛ نو د کتاب د تالیف وخت د ۱۰۰۰ ق کال شاوخوا اټکل کولای سو ؛ خو د دغه کتاب پښتو یا فارسي نسخه ما ته نه ده معلومه ( ۲).
۲
د ارواښاد استاد علامه حبیبي په «نوم ورکي مؤرخین» کې هم د شیخ امام الدین د تاریخ افغاني لیکونکي تر سرلیک لاندې د ده تر لنډ ژوند لیک وروسته لولو : «دې شیخ یو تاریخي کتاب ( تاریخ افغاني ) د پښتنو پر احوال او تاریخ په پاړسو ولیکه، چې قلمي نسخه یې د کابل په ارګ کې وه، د کتاب د مقدمې څخه ښکاري، چې شیخ امام الدین سترګور مؤرخ دی او د خپل کتاب تر لیکنې دمخه یې د پښتو ډېر مهم تاریخي کتب لوستلي او د خپل کتاب دماخذ په ډول یې استعمال کړي دي هغه کتب، چې د شیخ امام الدین ماخذ دي او د خپل « تاریخ افغاني » په مقدمه کې یې راوړي دي : «روضهّ الاحباب، مجمع الانساب، اضاف المخلوقا ت، تواریخ ابراهیم شاهي د مولانا مشتاقي، د خواجه احمد نظامي تاریخ، د شېر شاه احوال، چې شیخ عباس سرواڼي کښلې دي، اسرارالافغاني له دغو کتابونو څخه ځینې ماته معلوم اوځینې ورک دي. د کاپي د ټولو پاڼو پورتنۍ برخه سمه نه ښکاري، داسې برېښي ؛ لکه آر نسخه، چې دغه پاڼې ورڅخه کاپي سوې اوبو وهلې وې. تر یوڅه حده چې ښکار ي او ما ولوستلي سوه په شیخ متي باندې له څو روایتونو وروسته د هغه دکورنۍ دغړیو او اولادي په باب ؛ لکه شیخ حسن، بي بي پیاري، بي بي خاتون، بي بي دوي، شیخ یوسف ظاهر بین یا زهربین، شیخ قاسم افغان یا سلیمان، شیخ میرداد، شیخ میرداد، شیخ کبیر، او بیا د دوی څخه د ځینو اړیکې د وخت له نورو پښتنو متصویفونو سره بیانیږي، چې کله، کله ناپښتانه هم پکښې را ځي.
ښاغلي غورغوشتي د دې کاپي د راسپارولو په وخت کې ماته د اسرالافاغنه په نوم د یوې رسالې یادونه هم وکړه، چې په لاهور کې چا پ سوې او په اردو ژبه ده. د دي کاپۍ په لیدو او کتلو سره ما له هغه څخه هیله وکړه، چې هغه هم د کتلو د پاره ماته موقتي راکړي. هغه څو ورځې وروسته هغه رساله هم ماته وسپارله. ښایي هغه به داسي فکر کړی و، چې زه په اردو ژبه نه پوهیږم، په دي خاطر یې لومړی نه وه را ته راوړې. د اسرارالافاغنه رساله له همدې فارسي نسخې څخه په لنډیز سره انګریزي ته هنري ونسیټارټ اړولی مضمون دی، چې د چاپ کال یې ۱۷۸۴زیږدیز دی. د دې انګریزې لیکنې څخه په ۲۰۰۷ زیږدیز کي سعودالحسن خان روهیله په اردو ژبه له تعلیقاتو سره ژباړلې او لیکلې ده. د رسالې په لیدو سره مالاهور ته د سعود الحسن خان روهیله په پته یو لیک واستاوه اوله هغه څخه مې د دې کتاب په برخه کې د نورو معلوماتو غوښتنه وکړه. سعودالحسن خان په قام یوسفزی دی. هغه د لاهور د هایکورټ یا سترې محکمې وکیل دی او په اردو ژبه کې یې د چاپ سوو او ناچاپو آثارو شمیر اوو ټوکو ته رسیږي. دغه آثار د نومونو په لنډیز سره په لاندي ډول دي:
د سردار حافظ رحمت خان خلاصته الانساب، قیس پټان، اسرارلافاغنه، سفرنامهٔ بن ګړه له افغانستان څخه هند ته د تللیو افغانانو د ۱۷۵۱زیږدیز کال نښتې او حکومتونه، تاریخ بړیچ د افغانانو د مشهور قوم بړېڅانو په باب څیړنیز اثر، رام پور تاریخ و ادب په ۱۹ پیړۍ کې په هند کې د افغانانو دریاستونو د سیاسي، ټولنېز او ادبي تاریخ په باب، انسائیکلو پیډیا، جنګ آزادی ۱۸۵۷ز کې شخصیات، په دې کې د ۱۸۷۵ زیږدیز کال د هند د خپلواکۍ اخیستلو د جګړې د ۱۵۰۰ مجاهدینو ذکر دی چې له دوی څخه ۶۰۰ تنه یې پښتانه دي، د اردو ژبې په ادب کې د پښتنو برخه، سلطان بهلول لودي، سلطان سکندر لودي، سلطان ابراهیم لودي، شېرشاه سوري.
سعودالحسن د لیک ځواب د خپلو چاپ سوو اثارو په ملتیا راواستاوه. کله چې را ته څرګنده سوه، چې له هغه سره غیر له دغې رسالې څخه د اسرارالافغان په باب بل څه نسته ؛ نو د همدې رسالې هغه برخې مې چې د کتاب په باب مهمې څرګندونې لري له اردو څخه پښتو ژباړې ته خوښې کړي. د رسالې نوم « اسرارلافاغنه » دی، د کتابت کال یې (د اصلي نسخې) ۱۵۸۰ زیږدیز ښودل سوی، لیکوال یې حسین ابن صابر ابن خضر دی، اردو ژباړه او پیژندنه یې سعودالحسن خان روهیله کړې، د کتاب په لومړۍ پاڼه کې د پیژندنې تر سرلیک لاندې لیکل سوي:
ژباړه ؛ «په منځنۍ پیړۍ کې دپښتنو پر نژاد او نسب باندي ډیر کتابونه لیکل سوي، چې مشهور کتاب یې مخزن افغاني دی، چې په ۱۶۱۲زیږدیز کې کتابت سوی او په هغه کې په پوره تفصیل د پښتنو پر شجرې او قبایلي وېش باندې خبرې سوې، تر مخزن افغاني تقریبآ ۱۶۰ کلونه وروسته په ۱۷۶۱ زیږدیز کال کې دحافظ رحمت خان خلا صته الانساب کتابت سوی. پر مخزن باندي اکثره دا اعتراض کیږي، چې یوه دربارې مؤرخ لیکلی او دمغولو د طنز څخه یې د خلاصیدو په خاطر پښتانه د یهودو له نسل څخه ګڼلي. په دغه وخت نور کتابونه ؛ لکه تاریخ شیر شاهي، مشتاقي واقعات یا تاریخ داودي، د دي ذکر نه لري، چې پښتانه د یهودو له نسل څخه دي. له مخزن څخه وړاندي تواریخ دولت شاهي زیږدیز۱۵۴۸ چې د شیرشاه یوه امیر ته منسوب دی هم د دې ذکر کوي چې پښتانه یهود دي. د «اسرارالافاغنه» تصنیف هم د همدغه عصر دی ؛ خو داسې ګومان کېږي چې دا اثر به تر تواریخ دولت شېرشاهي وروسته په لنډیز سره لیکل سوی وي. په دې اثر کې هم پښتانه له بني اسرائیلو سره تړل سوي. د دي اثر لیکوال د افغان یا مغول د دربار څخه نه ښکاري ؛ بلکې هغه د یوه صوفي مورید دی. پر دې اساس موږ ویلای سو، چې دغه تصنیف د عوامو د یوې ټولۍ په مینځ کې لیکل سوی او د دوی په مینځ کې پر روایتونو باندي بنا خبرې پکښې سوې. د « اسرارالافاغنه » د مصنف نوم حسین دی او د ده پوره پیژندنه داسې ده: حسین ابن صابر ابن خضر، ده د اکتاب په پښتو ژبه لیکلی او په پوره باور سره ویلای سو، چې دا به ډېر ضخیم ؤ. لنډه برخه یې ستاسو د وړاندې ده. د کتاب له متن څخه ښکاري چې دی پوه او د فضیلت خاوند ؤ، په پښتو ژبه یې پوره تسلط لاره او د افغانستان، هندوستان او یهودو له تاریخونو سره يې پوره پیژندګلوي درلوده. د حسین ابن صابر ابن خضر د زیږیدو اومړینې نېټه نه ده څرګنده او نه د ده د ژوند نور حالات څرګندیږي. یوازې د ده له دې اثر څخه دا په ډاګه کیږي، چې دی د شاه قاسم سلیماني مورید ؤ چې د قادریه سلسلي ستر صوفي او په چنار کلي یا د هندوستان په چنار ګړکې یې زیارت ؤ. له مخزن افغاني څخه ښکاري، چې هغه ډیر نیک سړی او اصل نوم یې میاقاسم ؤ. په ځینو نسخو کې د هغه نوم قاسم متې زی هم لیکل سوی چې د خلیلو یوه څانګه ده او په مخزن کې د هغه شجره یو ځای داسې راغلې ده ؛ « شیخ قاسم، بن شیخ قدم سلېماني قادري، بن خواجه محمد زاهد، بن شیخ میرداد، بن شیخ سلطان، بن شیخ کټه، بن شیخ یوسف ظاهربین، بن شیخ متي، بن شیخ عباس، بن شیخ عمر، بن شیخ خلیل، بن شیخ غوري». داسې ښکاري چې د شیخ قاسم د پلار شیخ قدم تربور شیخ اکا بن شیخ طاهر د مخزن په یوه نسخه کې د همایون هم عصر دی او شیخ قاسم د اکبر د عصر، د مخزن په یوه نسخه کې د شیخ قاسم زېږېدنه ۹۵۶ هجرې، ۱۵۴۹زیږدیز او د وفات کال ۱۰۱۶ هجرې، ۱۶۰۴ زیږدیز (؟) ثبت دی. پر شیخ قاسم باندې زما له دې اوږد بحث څخه مقصد دا دی چې د حسین ابن صابر د عصر اټکل وکولای سو. په دې ډول دې ته نتیجې ته رسیږو چې ابن صابر به د ۱۵۵۰ او ۱۶۰۰زیږدیز کلونو په مینځ کې ژوند کاوه او نوموړی کتاب به یې په دغه وخت کې لیکلی وي. دا چې حسین کله وفات سوی د دې اټکل موږ نسوکولای؛ خو دا ویلای سو چې د ده ټول ژوند په هندوستان کې تېر سوی. حسین دا کتاب په پښتو ژبه لیکلی او د مولوي خیرالدین په نامه چا په لنډیز سره فارسي ته ژباړلی چې ټول هندوستانیان یې مطالعه کړای سي. د مولوي خیرالدین په باب هم څه خاص معلومات نسته. دومره څرګندیږي چې هغه په پښتو او فارسي ژپو پوهېده او د هغه له نامه سره د مولوي اضافه دا په ډاګه کوي چې دیانتداره انسان ؤ. ښایې چې هغه به هم د کتاب د لیکوال حسین ابن صابر په شان پښتون ؤ...
هنري ونسیټارټ HENRY VANSITTART، چې دا کتاب له فارسی څخه په لنډیز سره انګلیسي ته اړولی، په ۱۷۳۲زیږدیز کال د جون د میاشتې پر درېیمه نېټه په لندن کې زیږیدلی. هغه خپل تعلیم په ریډینګ ونچسټر لېسه کې پای ته ورساوه. بیا یې په میډ مینهم کې د فرانسکنز ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ، په ۱۷۴۵زیږدیز کال کې، چې په عمر یوازې ۱۳کلن و په EAST INDIA COMPANY کې په ماموریت وګومارل سو. په ۱۷۶۰ زیږدیزکال دفورټ ویلیم د والي او د COUNCIL INDIA د رئيس په توګه په بنګال (انډیا) کې د صوبېدار په حیث وټاکه. کله چې د میرقاسم او کمپنۍ تر منځ ناخوالې ډېرې سوې نو هنري استعفی وکړه او په ۱۷۶۴زیږدیز کال کې بیرته انګلېنډ ته ولاړ. په ۱۷۶۷زیږدیز کال کې دهمدغې کمپنۍ د ډایریکټر په حیث انډیا ته واستول سو. تر دې وروسته د هغه د ژوند حالات سم نه څرګندېږي. د ځینو په ګومان کله چې دی په ۱۷۷۰زیږدیز یا ۱۷۷۱ کال کې هندوستان ته تلی او د بیړۍ د ډوبیدو له امله مړ سو (له( P-978 (1968) VOL. 22 ) ENCYCLOPEDIA BRITANNICA) نو ورڅخه دا په ډاګه کېږي، چې هغه تر ۱۷۸۴زیږدیز کاله پورې ژوندی و او په کلکته کې و؛ خو په ۱۷۸۷ کال کې، چې د ده لیکنه ASLATIC- RESEARCHES خپرېدله هغه مړ سوی و؛ ځکه چې په دغه لیکنه کې د ده له نامه سره ویلیم جانزد ( ارواښاد ) لفظ لیکلی. په ۱۷۷۰ز یا ۱۷۷۱ کلونو کې د ده مړینه په دې لحاظ هم غیر یقیني ده. چې ده پخپل اثر کې له حافظ رحمت خان سره د مرحوم، زیاتونه کړې، چې هغه په ۱۷۷۴ زیږدیز کال کې شهید کړای سوی و.
د اثر د لنډیز او ژباړې وخت :
هنري ونیسټارټ د متن لنډیز او ژباړه د ۱۷۸۴زیږدیز کال د مارچ په درېیمه نېټه له کلکتې څخه لندن ته واستوله. له دې څخه څرګندیږي چې د دې اثر له فارسي څخه انګلیسي ته ژباړه به د ۱۷۸۴زیږدیز کال په پیل کې په کلکته کې سوی وي. دا چې فارسي لنډیز او ژباړه څه وخت سوې، څرګنده نه ده. هنري وایې، چې ده څه موده وړاندې د دې اثر فارسي ژباړه میندلې، یعنې که ده ته وختي په لاس ورغلې وای؛ نو هغه وخت به یې دا کار کړی وای. د دې څخه داسي ښکاری چي د دې اثر د لنډیز او ژباړې وړاندیز ده ته یو چا کړی و. په دغه وخت ډیرو انګلیسي لوړرتبه مامورینو په اردو ژبه ژباړې کولې.
کېدای سي، چې مولوی خیرالدین به بیا د دغه اثر لنډیز او ژباړه دروهیلکنډ د حکمران حافظ رحمت خان په وخت کې کړې وي. دا ځکه، چې هغه دغه ډول لیکنو ته خلګ هڅول. په پښتو ژبه دا کتاب څه وخت لیکل سو ی؟ په دې برخه کې څه نه سو ویلای ؛ خو د عادل شاه سور د حکمرانۍ له یادونې سره په د ې اثر کې دا اټکل کولای سو، چې دا به د هغه تر وفات (۱۵۵۰زیږدیز) راوروسته سوې وي څنګه، چې د دې اثر لیکوال حسین د شیخ قاسم موریدو، چې د هغه د زوکړې کال ۹۵۶ق دی؛ نو باید موږ د هغه تر ځوانۍ پورې صبر وکړو، چې هغه دې سن ته ورسیږي، چې یو څوک په موریدۍ ونیسي. زما په اټکل، چې دا نېټه به ۱۵۸۰م یا ۱۵۸۵زیږدیز وي.
نسخه :
زما له معلوماتو سره سم د دې پښتو نسخه تر اوسه نه ده میندل سوې. د فارسي لنډیز او ژباړې نسخه په یقین سره د EAST INDIA COMPANY له لوړرتبه مامورینو سره وه؛ خو اوس څرګنده نه ده، چې چیرې به وي ؟ انګلیسي ژباړه، چې په ۱۷۸۴زیږدیز کال کې سوی وه، په ۱۷۸۷ کال کې د EAST INDIA COMPANY له لوړرتبه مامورینو سره وه ؛ خو اوس څرګنده نه ده، چې چېرې به وي ؟. انګلیسي ژباړه چې په ۱۷۸۴زیږدیز کال کې سوې وه په ۱۷۸۷ز، کال کې په ASIATIC RESERCHES خپره سوه او په ۱۸۰۱زیږدیز کال کې د ASIATIC RESEARCHES په دویم ټوک کې چې ۶۷- ۷۶ پاڼې پکښې بیا چاپ سوې وې، دویم ځل خپره سوه، له همدغه ماخذ څخه ما اردو ژباړه کړې او انګلیسي متن مې هم ورسره یو ځای کړی دی. »
دا وه د سعودالحسن خان روهیله د «اسرارلافا غنه » هغه برخه، چې د«پیژندنې» تر سرلیک لاندې ده او ما د اردو څخه پښتو وژباړله. سعودالحسن خان روهیله د اسرالافاغنه یا اسرارالافغان پښتو یا فارسي نسخه نه ده لیدلې، هغه خپله یو ځای نظر څرګندوي او وایې، چې دا به یقینآ ضخیم کتاب وي او موږ په دې باور یو؛ ځکه چې د دغې فارسي نسخې کاپي، چې زموږ په لاس کې ده، د پاڼو شمیر چې د سرپاڼه یې نسته ۳۲۷ ته رسیږې او انګریز لیکوال هنري ونسیټارټ هم خپل مشر ویلیم جونز ته دفارسي کتاب په هکله وایې، چې دا د حسین بن صابر بن خضر د هغه پښتو کتاب لنډیز او ژباړه ده، چې مولوي خیرالدین کړې ده.
د نسخې تر پیژندنې وروسته د کتاب د اهمیت او ځینو ځانګړنو په باب د شمیر د عدد په شمیر په څو پاراګرافونو خبرې دي، چې په دریو پاڼو کې راغلې دي. بیا د هنري ونسیټارټ لیک ویلیم جونز ته، چې د دې نسخې په باب دی، ورپسې د اسرارالافغان یواځې هغه برخه، چې د افغانانو پر نسل باندې خبرې کوي او د هغو سلسله خالد بن ولید، ته اوله هغه څخه ملک طالوت او بیا د برکیا ( برخیا) زوی افغان ته رسوي،( چې دا ټوله پر افسانو ولاړې خبرې او تاریخې ریښې نه لري. ارواښاد دوکتور حبیب الله تږی پخپل اثر پښتانه کې په دې هکله ژورې څیړنې لري.) د پښتو ژبې یوه نمونه د هنري ونسیټارټ دلیکنې وروستۍ برخه ده، چې د رحمان بابا او میرزاخان انصاري د شعرونو بیتونه دي او په پای کې د صدر یا ویلیم جونز تبصره ده او، وروسته، وروسته هغه متن دی، چې سعودالحسن خان روهیله د اسیایې څیړونوله دویم ټوک څخه را اخیستې دي.
د پلټنو په وخت کښې مې د دې نسخې یادونه د ارواښاد استاد دوکتور حبیب الله تږې په « پښتانه » نومې اثر کښې د پښتنو اصل او نسب مقاله کښې د ارواښاد استاد ماخذ هم Asiatic Researches دی داسې ومونده:
«په ۱۸۸۴ز، کال کښې یوه انګریز لیکوال هنري ونسیټارټ، سر ویلیم جونز ته یو لیک واستاوه او په هغه کې يې ورته ولیکل ؛ څه موده دمخه ماته د اسرارالافاغنه په نامه یو کتاب لاس ته راغلی، چې مولوي خیرالدین تصنیف کړی او په اصل کښې د هغه یو اثر لنډ شکل دی، چې حسین ولد صابر ولد خضر د حضرت شاه قاسم سلېمانې مورید... په پښتو لیکلی دی. ..
که څه هم، چې دا لیکنه د پښتنو دقومي اصالت په باره کښې د واقعي تاریخ په شان نه سي منل کېدای ؛ خو سره له دې یې هم «انګریزي» ترجمه یې در استوم او ښایې، چې ستاسې ټولنې ته به په زړه پورې وي.»
اوس به راسو د کتاب محتویاتو ته، البته د مولوي خیرالدین فارسي ژباړې او لنډیز (۶) ته :
لکه وړاندې، چې مو وویل، کتاب پر شیخ متي علیه الرحمه باندې له یوه روایت څخه پیل کېږي، د دې روایت پیل به په لومړۍ پاڼه کې – چې اوس نسته – موجود وي دویمه پاڼه یې داسې پیلیږي :
«وداع کرد پس آن دختر را بیعوض در نکاح حضرت شیخ متی در آورد ورسم عروسی آنچه در قبیله مهیار (مایار) بود باتمام رسانید باعزاز تمام بخدمت قدو هّ الانام شیخ الاسلام حضرت شیخ متی روان ساخت چون حضرت شیخ از قبیله مهیار بجانب دیار میمنه خود روان شد ناګاه د راثنا راه مردی سترګی نام افغان که ویرا هر کی دیوانه می ګفتند ویکی ازاولیا خدای بود، بحضرت شیخ متی ملاقی شد وګفت اسلام علیک یاشیخ حسن وخود بعد ازسلام بی کلام ګام در راه نهاد واز چشم مردم غایب شد جماعتی معتقدان که در صحبت حضرت شیخ بودند بخدمت شیخ عرض کردند که این مرد سلام بر شیخ حسن ګفت و حال آنکه درمیان ما هیچ یکی نیست مګر آن مرد از دیوانګی غلط کرد حضرت شیخ متی جواب فرمود که خطابر مردمان مګیر ید که کلام مردان را مردان د ا نندو زبان مرغان را مرغان فهم کنند هر ګوش سزاوار استماع این نیست از بطن مبارک این دختر یک فرزند عظیم الشان و رفیع المکان متولد خواهد شد نام آن پسر شیخ حسن بود ویکی از اولیا زمانه ګردد.»
په دې لوړو کرښو کې یوه برخه د روایت ما ونسوای لوستلای، په کتاب کې د ځینو پښتنو پاچاهانو ذکر هم سته، له سلطان بهلول افغان لودي، سلطان سکندر غوث بن سلطان بهلول لودي، سلطان ابراهیم شهید بن سلطان سکندر لودي، شېرشاه بن حسن افغان لودی سور، سلطان اسلام شاه بن شېرشاه سور، عادل شاه سور
کله چې د کتاب په وروستیو پاڼو کې د افغان متصویفینو نومونه ذکر کیږي د هغه وروسته ویل کیږي چې افغانانو په هندوستان باندې پاچاهي هم کړې چې د بېلګې په ډول پورتني نومونه راوړل سوي دي. پوهاند علامه حبیبي (د پښتو ژبې او ادب موقف د مرکزي اسیا د خلقو په تمدنونو کې) مقاله کې وایی، په اریايي قدیمو کتابو ویدا، اوستا، مهابهارت او پرانو او پهلوي کتابو کې داسې کلمات او اثار مومو چې د پښتو د زاړه ادب اصالت په خورا پخوانو زمانو کې راښیي. تر دې ځایه چې د زړې پاړسو په ډېر لیکونو کې چې د ایران د هخا منشي پاچا لوی داریوش ۵۲۲ـــــ۴۸۶ ق زیږدیز څخه د بغسان بسیتون په غره کیندنې پاته دي، یوه سندره داسې ده چې په ډېر لږ اوښتنه کټ مټ پښتو ده، د اریوش هخا منشي کلمدار په خپل یوه ډبر لیک وایي:
نی اریکه اهم نه یې اړیکي وم
ني دروجنه اهم نه یې دوره جن وم
ني زوره که زه اهم نه یې زوره لړوني وم
ني ادم ني زمي توما نه زه نه مې تومنه
اوپاري ارشتام او پري یام د رښتیا له پاره یم وپری یم
په اسرارالافغان کې هم د یوه روایت سره د پښتو د یوه شعر بېت راوړل سوی چې پورتنیو بېتونو ته نېژدې دی چې د شیخ حسن د شیخ متي زوی په هکله په یوه روایت کې راغلي چې ده به حلال سوي پسونه را ژوندي کول. باید یادونه وکړو چې د روایت په پیل کې د یوه محرم خبره کیږي یعني د هغه چا چې په دې راز خبر دی. همدغه محرم چې پام یې نه وي د پسه د الوی کولو په وخت د هغه سر هم په اور کې اچوي. خو کله چي يې فکر کیږي نو بېرته یی ژر د اور څخه راباسي او د پوستکي دننه یې ایږدي. کله چې سهار سي نو هغه پسه په رمه کې په داسې حالت کې څریږي چې نیم سر یې سوی وي، زما په ډېره کمه پوهه چې په دې بیت کې پسه، د (مي)، شپه، (شبه)، (کتی) یعني پرې کوي او( سرا ولوي) یعني سر یې په سوي حالت کې (لغپلو) یعني د خپلو او (ملی) یعنی د خپلو چې مراد یې نور پسونه دي سره مل وي، والله علم
په اسرارالافغان کې د ډیرو ښځینه و ذکر هم راغلی چې ډیری یا اکثره یې د حضرت شیخ متی د کورنۍ دي. په ۲۳۸ پاڼه کې د شیخ قاسم په هکله یو روایت د یوې پښتنې صوفيی یا عارفې ښځې ذکر لري.
همدا ډول په بېلو بېلو روایتونو کې بي بي رقیه چې د شیخ قاسم خور ده، بي بي بسۍ، بي بي نېکبخته د شیخ قاسم مور، بي بي توتیا چې د شیخ قاسم مېرمن ده، بي بي حاکمه، بي بي مرجانه، بي بي هاجره، بي بي خدیجه او داسې نور نومونه راغلي، چې ما د بېلګې په ډول دا نومونه راواخیستل. په اسرار الافغان کې لکه څنګه چې هنري ونستارټ وایي چې دا مولوي خیرالدین به لنډیز سره ژباړلی د ژباړونکي نوم نسته، امکان لري چې د هغه کاپي لومړی مخ چي زموږ سره نسته په هغه کي وي ـ د اسرارالافغان رسالې لیکوال سعودالحسن خان روهیله چې د دغه اثر د فارسي ژباړې وخت ټاکي نو وایي چې دا به د حافظ رحمت خان په عصر کې د هغه په تشویق سوی وي. خو داسې نه ده ځکه چې په خلاصه الانساب کې د حافظ رحمت خان د زیږیدو نېټه ۱۱۲۲ هـ او ۱۷۱۰ زیږدیز او د وفات نېټه یې ۱۱۸۶هـ ۱۷۷۴زیږدیز ده. خو د کتاب د ژباړې او لنډیز د پای ته رسیدو نېټه ۱۰۳۲ ق ده چې د اسرارالافغان په وروستۍ پاڼه درج ده ـ کیدای سي چې دا نسخه په ملتان کې د لودي افغانانو د اسلامي او کلتوري مرکز د خپریدو کلونه وي ـ
(د اوراښاد استاد علامه حبیبي په وینا چې په اسلامي عصر کې د دریمې هجري پیړۍ وروسته لودي افغانانو په ملتان کې د اسلامي ثقافت مرکز درلود) او بیا د نسخې د ځای په باب په نظر څرګندولو کې وایې چې د ایسټ انډیا کمپنۍ له لوړ پوړیو چارواکو سره وه اوس څرګنده نه ده چې چېرته به وي ؟ زه په اغلب ګومان ویلای سم چې فارسي نسخه اوس په کراچۍ کې ده. ځکه د کاپی هغه پاڼې چې محترم غورغشتي ماته د کاپي لپاره سپارلې او ما بېرته تر کاپي کیدو د هغه په غوښتنه وروسپارلې، په رنګ سپېنې او پاکې پاڼې وې، چې هیڅ داسې اثار ترې نه ښکاریدل چې پر دې پاڼو دې وخت تېر سوی وي ـ د دې ادعا د ثبوت دپاره به دا دلیل پوخ او پوره وي چې ووایم د کراچۍ هوا دومره مرطوبه یا نمجنه ده چې کاغذ په ډېره لږه موده کې خپل رنګ پکښې د لاسه ورکوي ـ د پښتو نسخې په باب چې ښاغلي سعودالحسن نظر څرګندوي چې دا کتاب به په کلکته با برټیش موزیم لندن او یا بل ځایې کي وي ؟
په برټیش موزیم کې خو ځکه نشته چې علامه حبیبي مرحوم هلته تللی و، په کلکته او یا بل ځایې کې؟...
حسین د صابر زوی چې د دې نسخې اصل لیکوال دی بې له شکه، چې د شیخ قاسم مرید دی، ځکه چې نسخه کې یو ځای په یوه روایت کې خپله کیسه بیانوي چې څنګه د هغه مرید سو، چې دا روایت په دوو پاڼو کې راغلی. په اسرارالافغان کې د شیخ قاسم افغان عمر د کتاب د لیکو په وخت کې په یوه فارسي شعر کې داسې ښودل شوی، چې دا به د حسین وي که د بل چا ؟
بوقت که تحریر شد این کتاب
ګرفتم ازسال عمرش حساب
سه افزده برسال پنجاه بود
زسال سیوم مانده یک ماه بود
الهی بود سال عمرش هزار
هزاری که بشمار سن جاربار
د شیخ قاسم افغان د زیږیدو او وفات نېټه په پټه خزانه کې د پښتو ادبیاتو تاریخ دویم ټوک او د سعودالحسن خان روهیله په اسرارالافاغنه کې د مخزن افغاني په حواله ۹۵۶ هـ ۱۵۴۹ زیږدیز ــ ۱۱۰۶هـ ۱۶۰۷ ښودل سوې، د دې پر بنسټ شیخ قاسم ۶۰ کاله ژوند کړی ـ
په دې وخت کې زما پام یوې بلې موضوع ته واوښت چې د اسرارالافغان د فارسي ژباړې او لنډیز په پای کې د هغه نېټه ده چې په دې ډول لیکل سوې:
«تمت هذا لکتاب بروز دوشنبه پنجم ماه ذی لحجه ۱۰۳۲ هـ»
که چېرې د شیخ قاسم د زیږیدو نېټه له ۹۵۶ هـ هجري څخه قمري ته واړو و نو ۹۹۸ ق او بیا ۵۳ کلونه په دواړو اضافه کړو نو هجري شمسي ۱۰۰۹ هـ او قمري ۱۰۵۱ کال دی، چې اصلي نسخه لا لیکل سوې نه ده. نو ۲۹ کلونه وړاندې د هغه ژباړه څنګه سوې ده؟ زما په فکر دا هم هجري شمسي نېټه ده چې سمه هم راځي، یعنې په ۱۰۰۹ هـ کې د مولوي خېرالدین پښتو ژباړه او لنډیزـ
یوه بله خبره هم باید روښانه سي هغه دا چې د ارواښاد علامه حبیبي په نوم ورکي مورخین کې د اسرارالافاغنه د پېژندنې په برخه کې د شیخ قاسم زیږدنه ۹۵۶ ق او مړینه ۱۰۱۶ ق ښودل سوې.کله چې ما په پټه خزانه دوهم او د پښتو ادبیاتو په دویم ټوک، دویم چاپ کال ۱۳۴۲ هـ وکتل، په دې څلور واړو اثارو کې دا نېټه ۹۵۶ هـ ۱۰۱۶هـ ثبت سوې ده. کیدای سي طباعتي تېروتنه وي، ځکه چې همدغه متن کې د اسرارالافغان لیکوال صابر د حضر زوي ښودل سوی، په داسې حال کې چې هغه حسین د صابر زوی او صابر د حضر زوی دی.
د کتاب ډېره برخه په روایتونو بنا ده چې دغه روایتونه په تاریخې لحاظ بې له شکه ارزښتمن دي. ما د دې کتاب په هغو برخو چې ما لوستلای سوای دغه ډېره لنډه لیکنه چې یو څه د کتاب د پیژندلو په لومړۍ برخه کې مرستندویه ثابته سي وکړه. ما غوښته چي د دې اثر او پټي خزانې سره یې د اړېکو په هکله یوه بله لیکنه وکړم. خو د دروند ورور زرین انځور، هیله وه؛ چي کومه کاپي چې زما سره ده هغه استاد رفیع صاحب ته وسپارم او ما هغه وخت دا کار وکړ.
لمن لیکونه :
۱ ـ پټه خزانه ـ محمد هوتک بن داود ۲۱۷ مخ دویم چاپ ۱۳۳۶ هـ
۲ ـ نوم ورکي مورخین ـ علامه حبیبي،۲۴ مخ
۳ ـ همدغه پورته اخځ، ۲۴ مخ
۴ ـ اسرارالافاغنه، اردو رساله، سعودالحسن روهیله، ۴-۸ مخونه
۵ ـ پښتانه ـ دکتور حبیب الله تږې، ۵ مخ، دچاپ کال ۱۳۷۷ لمریز
۶ ـ اسرارالافغان، ژباړه او لنډیز مولوي خېرالدین، ۲ مخ
۷ ـ همدغه پورته اخځ، ۲۳۸ مخ
۸ ـ د استاد حبیبی شل مقالې، لومړۍ برخه، ۲۹ مخ
۹ ـ اسرا رالافغان، ژباړه او لنډیز دمولوي خیرالدین، ۱۴ مخ
۱۰ ـ همدغه پورته اخځ، ۲۳۸ مخ
۱۱ ـ د استاد علامه حبیبي شل مقالې، څلورمه برخه، ۱۳۷ مخ
۱۲ ـ اسرارالافغان، ژباړه او لنډیز د مولوي خیرالدین، ۱۹۱-۱۹۲ مخونه
۱۳ ـ همدغه پورته اخځ، ۸۳ مخ
۱۴ ـ همدغه پورته اخځ، ۳۲۷ مخونه
يادونه :
د اسرارالافغان سره یوځای د تحفَه قاسمي (په هکله يې زما ليکنه پر دغه لينک لوستلای سئ: https://bit.ly/34wOxA3) په نوم یوه بله زړه نسخه هم مل ده چې ما هغه د اسرارالافغان وروسته ولوستل او بیا مې لیکنه باندي وکړه. په دې مقاله کي د اسرارلافغان د لیکني ډیري غوټې پرانیستل سوي دي. دا غبرګې مقالې د(چنګاښ – زمری)ګڼه، ۱۳۷۸لمریزکال د کابل چاپ دوه میاشتنۍ (الفت)کي چاپ سوې دي.
بله خبره دا چې عبدالعلی غورغشتي دوه کاله وړاندي په کراچي کې وفات سو. دا مقالې ما هغه وخت لیکلي چي ارواښاد ماته د اسرارلافغان کاپي او ورسره ضمیمه تحفه قاسمي سپارلې وه.
د بریښنایې رسنیو د لاری خبره سوم چي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پټي خزانې د تالیف د ۳۰۰ کالیزي په ویاړ د فرهنګي اوونۍ په لړ کې په کندهار کي د پروفيسور سیال کاکړ په سیمینار کي چي د روان کال د لیندۍ د میاشتي په ۱۸ نیټه داير سوی و، استاد حبيب الله رفيع صاحب په خپلو خبرو کي د اسرارالافغان یادونه هم کړې او ویلي يې چي په نیژدي وختونو کي به چاپ سي چي دا ښه زیری دی.
کله چي ما دا نسخه لوستله نو په يوه روايت کي د شیخ قاسم افغان واده دی، ما د دغه روايت تر تأثر لاندي يو شعر ووايه چي زما په وروستني شعري غونډ ( وخته راستون سه، دوه یم چاپ ۲۰۱۱ زیږدیز، کوټه ) کي چاپ سوی.
د اتڼ د سر سړی
دریه زنو ښځو یو بل ته ویله
ته ورګوره زوم خو زښته ښایسته دی
ته وا مور یې لمر له ورځو را غلا کړی
ته وا ستوری د سبا غیږ ته ختلی
لوړه ونه یې چنار او جنتونه
تورو سترګو یې څېړلي ماښامونه
د شملې څوکو یې خوب وړی له زاڼو
د جامو ښکالو یې شور کړي د وراباڼو
په چغار یې د پڼو زړونه مستېږي
تر قدم لاندي یې مځکه هوسېږي
سباوون یې د پټو د کښهاره
وږمې راوړي د سپرلي د ډکه ښاره
د ادم او د درخو د مست کاله دی
چنډنی رباب یې پروت په زنګانه دی
رمبهار تې د رمو ګهیځ مهار دی
دکرکنډو، وریځو بار وړي سپین سهار دی
د خېمو مراندې منګول ښخ په د ښتونو
د نغرو د ودا ن یې هسک تر اسمانونو
شپو یې شپې دي د رڼا پر بورجل کړي
لاټینونه یې د سپوږمۍ په لاس بل کړي
د زري اوښو کاروان یې جرس باره
د عربو له دښتونو دي له اره
په رزمونو یې د« کروړ» خاورې « اوباړي »
د ننګونو یې مغل خوشحال « اوجاړي »
سړبنی دی غوریاخېل د « غر » غرزی دی
خربدل نه دی له اصله کوچیانی دی
تیره شپه چې ستورو یو بل ته مسله
د سپوږمۍ لمن یې ورو، ورو، را نیوله
لیکي، لیکي پلوشه یې تری څنډله
د ریه زنو ښځو یو بل ته ویله
ته ورګوره زوم خو زښته ښایسته دی
دا ښاغلي دا آغلی شهیلی دی
دا لاڅه چي د اتڼ د سر سړی دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوباړ – شوق، ارمان
اوجاړ – وران، خراب
پټو- څادر
غر- دکسې یاسلیمان غر
خربدل – جټ
شهیلی – د شها مذکر
حقوقي يادونه: د دغه مطلب له پاره په کارول سوي انځور کي د ډاکټر صاحب داؤد اعظمی له فيسبوک وال څخه اخيستل سوی د اسرارالافغان د يو قلمي نسخې عکس هم کارول سوی دی. ورڅخه ځانګړې مننه کيږي.
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 5475

د پوهاند علامه رشاد لنډ ژوند ليک ـ شمس الله آرين
- Details
- څانګه: پښتانه ليکوال
ليکونکی: شمس الله آرين
نن (۱۳۹۹/ ۹/ ۱۱) د افغانستان او د سيمي د لوی او منلي عالم اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد (علامه بابا) د مړيني شپاړس کاله پوره سول. شپاړس کاله دمخه همدا ورځ (۱۳۸۳/ ۹/ ۱۱) د کابل په څلور سوه بستريز روغتون کي د علامه بابا د نړۍ د ليدلو وروستۍ ورځ وه.
علامه بابا په (۱۳۰۰ل.) کال د کندهار په بابړو کوڅه کي د مرحوم عبدالغفور خان په کور کي وزېږېد. عبدالغفور خان يو عالم سړی وو، چي تر پښتو برعلاوه په پاړسي، عربي، اردو او انګرېزي ژبو هم پوهېدی. د علامه بابا په خبره: «زموږ کره ۷۰ کاله مخکي (اوس: ۹۰ کاله مخکي= ۱۳۱۰ل.) د (افغانستان) اخبار له لاهوره راتلی او هلته هم نشرېدی، اوس چي ئې موږ پاکستان بولو، د هغه وخت هندوستان. د هغه وخت ټوله اخبارونه چي په پښتو، اردو او پاړسي خپرېدل اکثره به زموږ کره راتلل. همېشه به د دوی په مجالسو کي پر سياسي او ادبي موضوعاتو باندي بحث کېدی». (ګوربت مجله، ۱۳۷۹ کال، د زمري- وږي ګڼه)
پوهاند رشاد د لسو کالو وو، چي د وخت پاړسي او عربي کتابونه او څه ناڅه انګرېزي ئې د پلار په توسط زده کړل. خو پلار ئې تر ډېره ور سره پاته نه سو؛ تقريباً علامه رشاد د ديارلسو کالو وو، چي د پلار سايه ئې له سره ليري سوه.
په همدې ديارلس کلنۍ کي علامه رشاد له مکتب څخه په اوله درجه فارغ او په مکتب کي د استاد په حيث وګمارل سو. په دې کم عمر کي د ده معالمۍ، دی په (کوچني معلم) مشهور کی.
علامه رشاد د کندهار د ښار د انتخابي ټولني د رياست او د کندهار ښاروالۍ د مرستيالۍ وظيفې هم اجرا کړي دي.
په (۱۹۴۷م.) کال علامه رشاد هند ته د نورو زدهکړو له پاره ولاړ. هلته ئې تر رسمي زدهکړو برعلاوه د پښتني شاهي کورنۍ (لوديان) په اړه خورا ډېري څېړني وکړې، چي بيا ئې د خپلو څېړنو پايلي په (۱۳۳۶ل.) کال د (لودي پښتانه) په نامه په يو کتاب کي خپرې کړې. ده هلته ديوانګري ليکدود او څه ناڅه سانسکريټ ژبه هم زده کړه.
انځور له علامه رشاد اکاډمۍ څخه په ځانګړې مننه
پوهاند رشاد له شپږويشت کلنۍ څخه د «ويښ زلميان» ګوند غړی وو، چي بيا په (۱۳۳۱ل.) کال د ګوند په استازيتوب د کندهار د استازي په توګه پارلمان ته معرفي سو، خو د ځينو ستونزو په خاطر، چي د وخت د والي عبدالغني خان له خوا ورته جوړي سوې، له پارلمان څخه پاته سو.
په (۱۳۳۷ل.) کال علامه رشاد د کابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي د پښتو ډيپارټمينټ رسمي استاد سو، چي په دې وخت کي ده د پښتو ټولني غړيتوب هم درلود. بيا دوه نيم کاله پخواني شوروي اتحاد ته ولېږل سو، هلته ئې د سنت پترزبورګ د ختيځ پېژندني په انسټيټيوټ کي د پښتو ژبي استادي کوله. تر راتګ وروسته ئې بيرته د کابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کي د پښتو په ډيپارټمينټ کي استادي شروع کړه، چي تر يو څه وخت وروسته د همدې ډيپارټمينټ مشر هم سو او د پوهنتون لوړه رتبه (پوهاندي) ئې هم واخيسته.
پوهاند رشاد د (۱۳۵۷ل.) کال د ثور د مياشتي پر اوومه نېټه متقاعد اعلان سو.
د استاد رشاد او دولت تر منځ موجود اختلافات د دې باعث ول، چي استاد نه يوازي د علومو د اکاډيمۍ مشرتوب نه منی، بلکي تر ډېره پوري ئې د اکاډيمۍ تر ټولو لوړه رتبه (اکاډيميسني) هم نه اخيسته.
د پوهاند رشاد په باطن کي د اپورچونيسټي خواصو نه موجوديت، ده ته د عمر تر پايه پوري د سر درد وګرځېدی. استاد رشاد هيڅ کله د حاکمو نظامو ظلمونه تر شلو پردو لاندي پټ نه کړل، بلکي د هر نظام ظلمونه ئې جلا جلا بيان کړل؛ استاد رشاد له (۱۹۷۸- ۱۹۹۲م.) کلو د حکومتو ظلمونه د (ملحد شاهۍ) په نوم په يوه شعري ټولګه کي را جمع کړي. له (۱۹۹۲- ۱۹۹۶م.) کلو د حاکم دولت ظلمونه او انارشيزم ئې د (تنظيم شاهۍ) په نوم په يوه شعري ټولګه کي ليکلي دي. له (۱۹۹۶- ۲۰۰۱م.) کلو د دولت ګډوډي او ظلمونه ئې د (طالب شاهۍ) په نوم په يوه شعري ټولګه کي ليکلي دي. تر (۲۰۰۱م.) کال وروسته ئې ډېر شعرونه او ليکني د بلواکۍ او زورواکۍ تر عنوانو لاندي ليکلي دي. د ده له دې کارو څخه معلوميږي، چي ده هيڅ کله په يوه او بل نامه پردۍ واکمني پر هيواد باندي نه منله او نه ئې هم هغه واکمنان په ښه نامه يادول، چي د پرديو زورواکانو له خوا په زور سره پر افغانانو باندي تپل سوي ول.
پوهاند رشاد د ژوند تر پايه پوري د هيواد د پرېښولو په نيت، له هيواد څخه و نه وتی. هغه د کابل ټوله خوني جنګونه له نژدې وليدل، د وخت د هغه دولت؛ چي دی ئې متقاعد کړی وو، دوه ساعته هغه تلاښي، چي د ده کتابونه ئې دانه په دانه وکتل، په خپلو سترګو ننداره کړه. خو هيڅ کله ئې دا فکر له ځانه سره و نه کړ چي له وطنه به وځي. هغه د ګوربت مجلې د خبريال د يوه سوال په جواب کي، چي له هيواد څخه د ده د نه وتلو علت ئې پوښتلی وو، داسي وويل: «نو تاسي ګمان کوئ چي ټول خلګ بايد له افغانستان څخه وتلي وای او افغانستان ئې خوشي کړی وای؟ ... ځيني کسان ول چي هغوی دا هر څه د هيواد په دننه کي وزغمل، مثلاً: ما په هغه وخت کي د دولتونو پر ضد مضامين ليکل او هغه له افغانستانه دباندي په مستعارو نومو خپرېدل. دلته داسي شپې او ورځي هم راغلې چي دوې جوړې کالي به مي هره شپه سر ته ايښوول، چي که فرضاً تا بوځي، بندي دي کړي، يو دوې جوړې کالي خو به لرې. نو په ډېرو سختيو کي مو شپې او ورځي تېري کړي دي، اما ټول د دې له پاره چي دا واقعيت له نژدې څخه ووينو.» (ګوربت مجله، ۱۳۷۹ کال، د زمري- وږي ګڼه)
اکاډيميسن پوهاند رشاد تر مورنۍ ژبي -پښتو- برعلاوه په پاړسي، عربي، اردو، هندي، جاپاني، روسي او انګرېزي ژبو رواني خبري کولای سوای. د سانسکريټ ژبي په شمول په ډېرو نورو ژبو هم پوهېدی. ده خپل لومړی شعر په ديارلس کلنۍ کي ووايه، خپله لومړۍ څېړنيزه مقاله ئې په شل کلنۍ کي په طلوع افغان کي خپره کړه او خپل لومړی اثر ئې په (۳۶) کلنۍ کي خپور کړ، چي تر اوسه پوري هم ډېر معتبر اثر دئ.
استاد رشاد په خپل ژوند (۱۴۲) آثار تأليف کړي، چي (۵۶) ئې د ده په ژوند چاپ سوي دي. د ده تر مرګ وروسته د ده (۸۶) آثار ناچاپ پاته سول، چي اوس له هغه جملې څخه (۲۶) نور هم چاپ سوي دي او (۶۰) آثار ئې لا د مينهوالو تر لاسو نه دي رسېدلي.
له علامه رشاد څخه د علومو د اکاډيمۍ تر څو واري پر له پسې غوښتنو وروسته، ده د اکاډيميسنۍ رتبه قبوله کړې، د کدر د پوهاندۍ رتبه پوهنتون ور کړې او د (علامه) لقب په (۱۳۸۲ل.) کال په جلال آباد کي د يوې جوړي سوي غونډي پر مهال ور کول سو.
د پښتني لمر دغه وجود شپاړس کاله دمخه په خاورو کي ښخ سو. د دغه لمر له انرژۍ څخه متاسفانه پښتنو سمه استفاده و نه کړله او اوس ئې په نېستۍ کي ورغوي موږي.
روح دې ښاد وي!
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 3446

«د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس» آنلاين سو
- Details
- څانګه: قاموسونه ټکی کام اعلانونه
د کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي له خوا ليکل سوی «د پښتنې قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي ـ جزايي ـ تعاملي)» د قاموسونه ټکی کام پر وېب پاڼه په ډيجيټل بڼه خپور سو. دغه قاموس چي ۳۳۰ مخه لري، په اول واري د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز له خوا «د پښتو څېړنو پرله پسې نومره ۳» په ترڅ کي په ۱۳۵۷ ه.ش.کال (۱۹۷۸ ز. کال) په کابل کي چاپ سوی ؤ. د محمد ابراهيم عطايي د زوکړي د ۸۵ يمي کليزي په مناسبت په کندهار کي په ۲۰۱۵ ز. يو سيمينار داير سو چي په ترڅ کي يې د منتظيمنو له خوا دغه قاموس بيا چاپ ته وسپارل سو.
په دغه قاموس کي د پښتنو د قبيلوي او کلتوري ساحې سره تړلي او په همدې شان د حقوقي تعاملاتو سره تړلي پښتو لغتونه په پښتو ژبه تشريح سوي دي. په دې توګه نو دغه يو تشريحي قاموس دی. د بېلګي په توګه په دغه کتاب کي د «پرېکړه» لغت داسي تشريح سوی دی:
« پرېکړه:
پرېکړه د فيصلې مفهوم ور کوي. د دوو مدعي خواوو تر منځ چي مرکه او جرګه فيصله وکړي او دواړي خواوي په قانع سي، دې ته نو پرېکړه وايي. د پرېکړي څخه مخه اړول تاوان لري. کوم څوک چي په لويو پرېکړو کي، چي قومي رنګ ولري، دغسي کار وکړي، نو اکثراً ئې سزا د کور سوځل وي. په کوچنيو پېښو کي د پرېکړي نه قبلول يوازي د برمتې په نه ور کولو سره فيصله کيږي. د نرخ حکم دا دئ، چي هره پرېکړه پر څرګند ډول دواړو خواوو ته اعلان سي. کله کله لويي پرېکړي د قبيلې په عمومي محضر کي اعلانيږي، چي ټول د قبيلې غړي په خبر سي.»
شمس الله آرين پر قاموسونه ټکی کام د آنلاين کېدو له پاره دغه قاموس ډيجيټل کړی دی. آرين د ۲۰۰۲ ز. کال په جون مياشت کي په کندهار کي زېږېدلی او په همدغه ښار کي د ژبو او ادبياتو د پوهنځي محصل دی. نوموړي له دې مخکي هم د قاموسونه ټکی کام له پاره يو شمير د ژبپوهنې مطالب او مواد ډيجيټل کړي دي. قاموسونه ټکی کام او کارونکي يې له دې کبله له شمس الله آرين څخه منندوی دي.
دغه قاموس د (Pashto Terminology of Paschtun's Tribal Customary Law and Usages) تر عنوان لاندي د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه د آنلاين کېدو تر څنګ د دغې پاڼي پر ځانګړي اندرويد اېپ هم آنلاين سوی دی. تاسو کولای سئ چي پر www.Qamosona.com په دغه قاموس کي لټون وکړئ. که مو په قاموسونه ټکی کام کي د لغتونو او معناوو د لټون چل نه وي زده نو لطفا دغه طريقه په دغه ويډيو کي https://youtu.be/h5YNbAtDjLs زده کړئ. په دې توګه په دغه پاڼه کي د قاموسونو شمير ۴۸ ته او د آنلاين لغتونو شمير تر يو اعشاريه دوه پنځه مليونو زيات سوی دی.
احمدولي اڅکزی، د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
د ۲۰۲۰ کال د نوامبر لومړۍ نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 3659

د پښتو شعرونو پرلیکه زېرمتون ـ مرکه
- Details
- څانګه: متن پوهنه
{source}<iframe width="560" height="315" src="https://www.youtube.com/embed/pzX0sLkk7LY" frameborder="0" allow="accelerometer; autoplay; clipboard-write; encrypted-media; gyroscope; picture-in-picture" allowfullscreen></iframe>{/source}
منبع: د مشال راډيو
https://www.mashaalradio.com/a/30915303.html
د مشال راډیويي مجلې قدرمنو اوریدونکو، دا اوونۍ په جرمني کې مېشت ځوان احمد ولي اڅکزي سره غږېدلي یو.
نوموړي د نورو فرهنګي کارونو ترڅنګ د قاموسونه په نوم ویبپاڼه هم جوړه کړې چې په سلګونو زره لغات او د هغوی پښتو ترجمې پکې خوندي دي.
قاموسونه ټکی کام موبایل اپلیکیشن هم لري چې د سمارټ ټیليفونونو له لارې د خلکو سره په ژباړه کې کومک کوي.
احمد ولي اڅکزي په دې وروستیو کې یو بل ابتکار هم کړی او هغه دا چې د پښتو شعرونو یوه لویه زېرمه یې پر لیکه کړېده. موږ د دغه با استعداده ځوان سره په همدې اړه مرکه کړې:
نژدې دوو لسيزو کار وروسته د پښتو اشعارو لويه ځېرمه آنلاين سوه
[د نژدې دوو لسيزو کار وروسته د پښتو اشعارو لويه ځېرمه/زيرمه آنلاين سوه]
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________
هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ

- لوستنې: 3287

نژدې دوو لسيزو کار وروسته د پښتو اشعارو لويه ځېرمه آنلاين سوه
- Details
- څانګه: قاموسونه ټکی کام اعلانونه
- لوستنې: 13178
8 له 14 پاڼو څخه